هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ خپرندوی

چي پوهېږي او پوهېږي چي پوهېږي

دا عالِم دئ؛ د ژوند لار ځني زده کېږي

ښه پوهېږي، نه پوهېږي، چي پوهېږي

دا بيـده دئ؛ حــرکـت ســره ويښـېږي

نه پوهېږي، خـو پوهېږي، نه پوهــېږي

دا لار ورکی دئ؛ يو وخت پر لار سمېږي

نه پوهېږي، په نه پوهه، نه پوهېږي

دا جاهل دئ؛ جهالت کي به ختمېږي

دا خــبري د احـــمد بن خـلـیل دي

غزالي صاحب کتاب پوري رسېږي

د پښــتو په نــظم ما قانع پيـودلي

دا د پند ويناوي ستاسي هم خوښېږي

روژه مات؛ د حوت ۱۹مه ۱۴۰۴ل.


تړاو: نظم
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

موږ ورکړي دي هغو ته، سم درسونه د غيرت

چي کتلي ئې زموږ خواته، په بدي او په نفرت

دغه خاوره پرېولل سوې، د شهيد په پاکو وينو

خوشبويي ئې ځـي جنت ته، نـښانه د حريت

د غره په څېر لښکري، دلته راغللې ايره سوې

تور لوګی ئې جـهان وليد، و سـوځلې په ذلت

د تورو په شرنګا کي، په اتـڼ ځـي و سنګر ته

مـيدان د مـعرکه کـي، سـربازي کـړي په همت

د وطن په مينه مست دي، عقيده ئې اسلامي ده

د نيکو تاريخ ور پاته، دوی ئې ساتي په عزت

پــرون هـا وو، نـــن بــيا دی دئ، ســبا بل دئ

په نـوبـت سـره ماتېـږي، هـر جـابـر ابـر قدرت


تړاو: حماسه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

سخت ګزار به وخورې له افغانه څه

ورک به دي نښان سي له جهانه څه

ته چي اور ته لاس ور وړې لمبه به سې

روغ به پاته نه سې له طوفانه څه

ځاله‌ د بازانو، د زمریانو کور

ښکار په ډېر همت وړي له ميدانه څه

هر چا که په بد نظر ور وکتل

تندر به پرې راسي له اسمانه څه

ته دي له خپل پلاره څخه و پوښته

ژر به دي پښېمان کړي بد ګمانه څه

کور د ميرويس خان او احمدخان دئ دا

هر څه ئې واضح دي له عنوانه څه

دلته هر زلمی دئ لکه غر ولاړ

نه دئ چا مات کړی له زمانه څه


تړاو: حماسه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

دا ترانه مي لس کاله مخکي د کوچنيانو له پاره ليکلې وه

ترانه

دغه کـــور د اریایانو دا ټاټــــوبی د افغان

پکښي مېشت درانه قومونه ښایسته دئ پرې جهان

کندهار د قندو هار دئ، د سياست او ادب مېنه

د نیکه، بابا پلازمېنه، رب دې نه کړي را خزان

د هلمند ځوانان دي ښکلي، زابليان تاريخ منلي

فراهیان مو د سر سترګي، غزنيچيان تازه ګلان

د نیمروز زلمي ښاغلي، میداني وردګ غښتلي

هراتيان د تاريخ څلي، تل دي وي کابل شاهان

بادغیس ته مو سلام دئ، د بامیان تاريخ روښان دئ

دي بلخيان مو د تن وینه، ښه ځوانان دي پر روزګان

پکتیکا کور د جرګو دئ، کندوز کور د مېړنو دئ

د کونړ له سردرو څه، زر سلامه پر جوزجان

ښکلی خوست مو غيرتمند دئ، لوی لوګر مو هنرمند دئ

پکتیاوال مو مېړني دي، په ښو یاد دي وي بغلان

د پنجشېر مستو سیندو ته، د فاریاب و پرګنو ته

ننګرهار د علم ځاله، د اسیا بام بدخشان

سمنګان کي پر تنګي، پورته کېږو پر نیلي

سرپل ته به ور درومو، اتڼ خوند کړي پر لغمان

د غوري تاریخ به یاد کړو، پر تخار به زړګی ښاد کړو

کاپیسا کي به دمه سو، ژوند به وکړو پر پروان

نورستان مو ډېر زېبا دئ، ټول هیواد مو په رڼا دئ

څو چی دا ځمکه اسمان وي، دا هیواد به وي ودان

د افغان په نامه ياد يو، له ختیځه تر لویدیځه

په یوه ږغ باندي پاڅېږو، استقلال مو دئ نښان

جوړو به کور و کلی، په تعلیم تحصیل ښاغلی

قانع وايي بريالي يو، که رهبر مو وو قرآن


تړاو: ترانه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

زما کاليزه

کږليچونو کي روان يم، تش کالبوت يم لکه مړی

د دردو د ښار پاسبان يم، له وجوده څه يم ستړی

فولادي چړې په تن کي، لکه ستني وهل کېږي

د بڅرکو تېز باران يم، د دوزخ د لمبو زړی

چي ئې جوړ کړمه له خټو، لږ اوبه مي بهانه سوې

نور د خاور لوی طوفان يم، پر دښت ګرځم لکه خلی

يو بې واکه بې اختياره، دا زه څنګه خلیفه سوم!

په تش نوم ياد د انسان يم، نور غلام په غاړه پړی

د اضدادو په محور کي، يو له بل سره په ضد يو

که پر بر سوم پهلوان يم، که نه ولاړمه ناولی

د اذهانو جېلخانه کي بنديوان فکرونه ناست دي

بې صورته په زندان يم، دئ نا ارامه مي هر غړی

چي قانع په خپل قسمت سوم، عاقبت پر خدای سپارمه

زه قاضي د خپل وجدان يم، هر چا خپل خپل عمل وړی


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

څو پوښتني لرم زړه کي چاته ووايم ملنګه

نه د حال دي نه د قال دي، لو نړۍ ده راته تنګه

له خپل سيوري امان غواړم، ځان تياره کي پټومه

له پرسدو څخه تښتم، ملګري کوم د بنګه

چي پر مخ ئې زلفي راسي، زه و خدای ته په زاري سم

د خسوف په وخت کي کېږي، دعاګاني بې درنګه

د انسان وجود دئ نرم، دئ له خاورو څه جوړ سوی

د اوبو په څېر روان دئ، وهل کیږي له هر سنګه

په دوو سترګو کي مي پټ که، د ايمان په څېر مي خپل که

د بېلتون پوځ يم ځپلی، ستړی سوی يم له جنګه

په ليمو کي مي دردونه، د چينې په دود خوټېږي

دا باران به زما له اوښکو، سره وکړي سيالي څنګه

د غمونو سمندر کي، زه د خيال کښتۍ کي ګرځم

نه ساحل سته نه لنګر سته، د اميد خونه ده ړنګه

د خلاصون په تمه دوه لاسه، کچکول کړم و ژاړمه

د فلک څپېړه راسي، قانع و خاندم له ننګه

۷مه د چنګاښ۱۴۰۴ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د خولې هر دم مي خاموشي ماتوي

لکه تياره چي روښنايي ماتوي

ستا له بېلتونه سره سمه داسي

لکه مرګی چي زندګي ماتوي

حالات په ما د غم سندري وايي

زما غرور زما خوښي ماتوي

ښايست دي ذهن ته سوالونه راوړي

سپوږمۍ له تا سره سيالي ماتوي

په شش محل کي د جونګړو خلک

ميخانه سوځي صُراحي ماتوي

د ژوندون ګټه په تاوان کي نغښتې

کيسې ګټل خو شتمني ماتوي

ستا شرارت مي فکر داسي ګواښي

لکه هوسۍ چي په تازي ماتوي

په تورو شپو کي وينم تور خوبونه

تعبير ئې ستا د بخت تندي ماتوي

ستا په بېلتون مي سترګي سوې سکروټي

ياد دي تڼاکي پر زړګي ماتوي

په دې غزل کي څه واضح ږغېږم

دا ګونګي توري شاعري ماتوي

پر دې تقدير باندي قانع ئې که نه

د ځوانۍ ښاخ دي نور پيري ماتوي

۱۴۰۳/۹/۹ل. د‌جمعې ورځ


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

دا په سترګو کي مي پټ د چا انځور دئ

چـــي په ياد مي ئې تازه د زړه تــنور دئ

لکه ســيوری د وجــود راســره مـل دئ

د جــلال او د‌ جــمال وطــن غـرور دئ

تر دې خوږ ګوته ئـې مـه نيـسه ظالمه

دا ســړی د کلي خان و، نن مزدور دئ

ستا د مخ په حاشيه کي پسي ګرځي

د ښـکلا متن دي زلفو کي مسطور دئ

محتـسبه دا په کم کــتاب کافر سـو

چي منلی ئې قران، تورات زبور دئ

پر سينه دي د لوی غره منګولي ښخي

مځکي واک دي ته وا لاس کي د تربور دئ

په آسمان کي لکه وريځه را ښکاره سوې

ستا وصال لکه باران راتلل ضرور دئ

مخ دي مه لڅوه ټول خلک در ګوري

ددې خلکو څه عجب شاني کلتور دئ

د کښتۍ په څېر په سيند کي لار وباسه

په کوچيانو کي پر ستورو تګ دستور دئ

د فـــطرت د تـــرنـم آواز ګــونــګی دئ

قانع ځکه سر زنګون ته وړي مجبور دئ

د سنبلې ۲۴مه ۱۴۰۳ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۹/۰۷ خپرندوی

چي د هيواد روح ته خطره راغلله

پـر زړه د غــم او وير حـمله راغلله

ما مي په هيلو شپه رڼا کړه تېره

له سپيده چاود سره تياره راغلله

چا دي و مخ ته خاوري وشيندلې

د بـاران څاڅـکي خــړوبـه راغلله

ما مي تقدير په خپل تدبير بدلاوه

هــغه بــرعـــکسه فيـــصله راغلله

تــږو مزلونه رباطونه طی کړل

له هر سراب څخه تشنه راغلله

د خاموشۍ پر دښت غوغا شنه سوې

له وچه ســـينده لو څــپه راغلله

خدای خبر چا د‌ ژوند پياله کړه ماته

چي پر شفق ئې نخښه سره راغلله

ګل د اغــزي مـــلګرتيا څه کوله

پر تا د قــتل ئــې شــبهه راغلله

سوله احساس او عاطفه څرګنده

د آدم ژونــد ته چــي ډېوه راغلله

د قانـع زړه دئ کـرونده د غمو

له دې غزل څـه ئې ناله راغلله

د سنبلې ۱۱مه۱۴۰۳ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۹/۰۷ خپرندوی

چي کرلې مي په زړه کي د اُنس مينه

د نفرت سېلۍ له هر‌ لور پرې راځينه

ستا د سترګو تور د توري شپې په څېر دي

په تياره کي پټ رازونه خوندي وينه

د نازکو شونډو منځ کي سپين غاښونه

لکه واوره او شيدې چي يو ځای سينه

مخامخ چي سوه د حُسن و شغلو ته

آينه سوه ستا د مخ په جوهر سپينه

په خندا کي دي سکون او آرام نغښتی

لکه يخ کي چي د لمر شغلې را ځينه

ستا وصال دئ خزانه تر اوبو لاندي

سمندر کي به څوک څنګه ژوند کوينه

لړزېږم لکه پاڼه ستا په څنګ کي

د بېلتون شمال مي ستا له غېږي وړينه

په ديدن دي زما د ژوند بېړۍ روانه

په هجران کي مي سي وچه د رګ وينه

ګل په سل رنګه مخو کي ښکلی ښکاري

د ګلباز دوه مخی رنګ مي بد ايسينه

لکه څاڅکي د‌ اول باران پر مځکه

هومره تمه دي قانع د راتلو کړينه

د سنبلې ۴مه ۱۴۰۳ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۹/۰۷ خپرندوی

استقلال دئ هر انسان لره ژوندون

د عظمت او د خوښيو خوږ مضمون

ازادي ده لــــکه ويـــنه د‌ رګـــو

د پينځو حواسو منځ کي يو تړون

حــريت اساس د عــــلم او عمل

له وحـــــشته تمدن لره ور تلون

خپلواکي ئې له وجود سره تړلې

د افغان په توره هر دښمن زبون

ګاونډ دي له ها تللو تپوس وکړي

چي پر مېنه ئې تازه غم د پرون

هم ئې زر او زور اوبه سوله په لاس کي

ساده نه ده، څېري سوی ئې پتلون

په هر نوم چي ئې رالېږي دې درشل ته

دا الف قد به ئې مات سي لکه نون

اتفاق کي، هر يو ښکار دئ د صياد

په نفاق کي الوده يو په خپل خون

د قانع ايمان پر دې خبره ټينګ

تباه کېږئ، که مو را نه وست بدلون

د زمري ۲۸مه۱۴۰۳ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۹/۰۷ خپرندوی

No photo description available.

کږليچونو کي روان يم، تش کالبوت يم لکه مړی

د دردو د ښار پاسبان يم، له وجوده څه يم ستړی

فولادي چړې په تن کي، لکه ستني وهل کېږي

د بڅرکو تېز باران يم، د دوزخ د لمبو زړی

چي ئې جوړ کړمه له خټو، لږ اوبه مي بهانه سوې

نور د خاور لوی طوفان يم، پر دښت ګرځم لکه خلی

يو بې واکه بې اختياره، دا زه څنګه خلیفه سوم!

په تش نوم ياد د انسان يم، نور غلام په غاړه پړی

د اضدادو په محور کي، يو له بل سره په ضد يو

که پر بر سوم پهلوان يم، که نه ولاړمه ناولی

د اذهانو جېلخانه کي بنديوان فکرونه ناست دي

بې صورته په زندان يم، دئ نا ارامه مي هر غړی

چي قانع په خپل قسمت سوم، عاقبت پر خدای سپارمه

زه قاضي د خپل وجدان يم، هر چا خپل خپل عمل وړی

خپل کور، د زمري اوله۱۴۰۳ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

له خړ مخي مځکي پورته شنه سبزه سي

لکه ناوې چي په شال کي اراسته سي

مړه هډونه د حيات په تار پيوند سي

اسرافيل چي و شپېلۍ ته آماده سي

له کوهساره لاهوتي نغمې ږغېږي

په دښتو کي په نڅا ګلِ لاله سي

د سرو ملو جام په لاس کي د خوبانو

خرابات و مناجات سي ميکده سي

لمر راخېژي د اُفق په کنګرو کي

د رقيب پر کور د غم تياره خپره سي

دلته ستا په لاس کي توره زما قلم

حشرګاه کي به بيا سمه فيصله سي


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

د اوبــو د پـلونــو ږغ دئ، د نسيم شــوخه خــندا ده

يــو ږوږ خپـور د مـحبت دئ، د نغمو راغلې ورا ده

بيا رپېږي د لمر سترګه، پيشو مخ په لاسو مينځي

د وصـال اسـپه ششــنېږي، را روانه پر دې خوا ده

هنـدو زړه دي مسـلمان که، د زمـزم غسل په وکه

سـتا د سـترګو په ادا کـي د جنت پـټه ښکلا ده

آســمان سـتا و ښـه راغـلي ته، امـاده دئ هرکلي ته

پــر اوږو ئــې اچــــولې، د اوبـــو سـپينه قبا ده

له رنګو څخه رنګ ورک دئ، ستا د حسن په شغلو کي

د شفق په کنګره کي، عجيبه شان تماشا ده

عشاق ټول ولاړ په صف دي، ستا د‌ حسن جماعت کي

له معزوره قضا سوی، کفاره ئې بيا ادا ده

دا کيسه د ادم نه ده، چي غنم ورته يو دام سو

د فرهاد او مجنون عشق دئ، دا مئينه زلیخا ده

که حساب کوې پر نغده، قانع تاته ملامت دئ

مخامخ ته کې ليلا ده، پټ په زړه کې الا الله ده

پينځمه، دمېزان ۱۴۰۲ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

دا پګړۍ، پټو او غاړه مو کلتور دئ

له ډاله سره ښه مست اتڼ ضرور دئ

د مېلې او د کوټې بانډار ډېر خوند کړي

په جرګو او مرکو مو ژوند مستور دئ


تړاو: کلتور
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

پر خوږ زړګي مي را خپرېږي اندېښنې بې واره

له باړخوګانو چي زلفان اخلي بوسې بې واره

په هغه ورځ چي بې نيازي ستا له طرفه راسي

د غمازانو ډلي ځي ستا تر کوڅې بې واره

څوک چي خبره د تاريخ د بيا تکرار وکوي

ماته را ياد سي د پرون او نن کيسې بې واره

نه کمچنۍ ده زړه سوې، نه عادت ئې بدل

په هر ميدان کي ويښوي هزار فتنې بې واره

ستا په ښايست کي به د ‹خو› خبره څوک پيدا کړي

که دا وګړي درته ونيسي آينې بې واره

موږ د بادام په څېر تابوت کي خپل ژوندون تېرو

له وتو وهم کوو، سو به نينې بې واره

د اقتدار تر راتلو مخکي ډېري ژمني کوي

دلته راغلی هر واکمن کوي مزې بې واره

خبره سمه وي، تحليل ته ضرورت نه لري

دا زه او ته يو، چي ور اچو حاشې بې واره

که له قانع سره حساب د ګناهونو وکړې

د پښېمانۍ به درته وکړې سَجدې بې واره

د زمري لسمه۱۴۰۲ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

ژوندون څه دئ، کله ګل سي کله خار سي

کله کلک سي تر فولادو، کله نرم تر غبار سي

د راتګ او بيرته تګ اختيار ئې نسته

خو پر موږ باندي د ژوند په نوم شمار سي

د اسد اوله ۱۴۰۲ ل. کال


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

سل ځله ليکل وکړمه، ړنګ ئې کړم

دې حالاتو مات کړمه، په څنګ ئې کړم

بيا د ډبلۍ يوه تجربه کوم

دا قطه ور اچوم چي رنګ ئې کړم

ماته لا هم هغه، هسي ګرانه ده

خان چي د حجرو ومه، ملنګ ئې کړم

ما خو دي بوسه غوښته، دا څه وسوه!

سترګو دي خمار کړمه او بنګ ئې کړم

ستا په يوه ټپه کي د ژوندون نغمه

ساز ومه سرود سومه اهنګ ئې کړم

خپل پردي دي، نوي تجربې کوي

ځاله د مرغانو وم، د جنګ ئې کړم

ته لکه شبنم چي وي د ګل پر مخ

زه غمونو واخيستمه، سنګ ئې کړم

ولي به قانع، له رب راضي نه وي

هست ئې کړم له نېسته او را دنګ ئې کړم

د سرطان ۳۱مه ۱۴۰۲ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

په خاموشي کي را ويښېږي افکار

شپه چي پخه سي، ښه قبلېږي اذکار

يو په دنيا کي بېګانه له دنيا

نه له کافر سره يو، نه مسلمان دئ د کار

د ړندو ښار کي يوه تابلو پاته وه

د بدرنګۍ په نوم ئې کړله سنګسار

د بې تصويره او خاموشه فلم

وګړي غوږ دي او کوي ئې دیدار

د اسرافيل شپېلۍ فُف سوې که نه!

دا څو کاڼه دي د ډېر وخت انتظار

دلته نڅېږي يوه خاموشه نغمه

دلته بې روحه جسد وايي اشعار

مقیم په کور کي مسافر ګڼي ځان

په خيال او فکر کي د بل پر ديار

مړي ژړېږي د ژونديو پر حال

و خسمانې ته ئې راځي له مزار

ها د ګونکي و ترنم ته خوشحال

دي ناعادته د بلبل په چغار

په جهالت حکم کوونکې نړۍ

عدل مجرم ګڼي عادل ګناهګار

دلته له سترګو څه هېرېږي څېرې

دغه تصوير به مي ساتې يادګار

چي قانع هم له دغه حاله ژاړي

پيدا به نه سي په نړۍ کي سرشار

جمعه، د سرطان۱۶مه ۱۴۰۲ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

د سکروټي په څېر سوځم ايره کېږم

تازه کېږم د خپل تن لمبو ته باد يم

که د ستني پر سر نه ولاړم هدف ته

نه پتنګ يمه نه شمعه، نه فرهاد يم

ما ځيره په عاشقۍ ده ټوله کړې

طالب جان د ګل بشرې د درس استاد يم

سرکښي مي په ازل کښي ده اخښلې

آخر زه هم د آدم بابا اولاد يم

په خطا کي د مېږي پر قتل ژاړم

په ډېر وياړ د يرغلګر د سر جلاد يم

دا منم چي په هر جنګ کي ايره کېږم

ښه خو دا چي د ازاد ژوندون بنياد يم

ستا د‌دوو غزالو سترګو په ارمان کي

د مژګانو په سايه کي پټ صياد يم

د بوسې په غلا دي ما قاضي اعدام کړي

په مذهب کي د شیخانو لوی فساد يم

زمانې راسره داسي لطف کړی

په ځوانۍ کي د ارذل په عمر ښاد يم

که کفن کي دي د زلفو و پېچلم

قانع وړ په هغه ورځ د چا د داد يم


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

يو دروېش دئ د پښتو ژبي شاعر

مبتکر دئ د لفظونو لوی ماهر

د انسان له شر، بشر ته امان غواړي

پټ دروېش دئ، هم دروېش دئ په ظاهر


تړاو: یاد
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

په يوه کال کي اشغالېږو

په بــل کال کي ازادېــږو

له يـوه جــنګه ارام نه يو

بيا و بـل تـه ور ســتنېږو

دي په مخ کي مو پېچومي

چي ګام اخلو ور غورځېږو

نه مـو نن، نه مو پرون وو

نـه ســــبا بانــــدي نازېـږو

د وطن په نوم يوه خاوره

هـــره ورځ پــرې حلالېـږو

د نــــړۍ لــه زور واکـــيو

ل‍ـــه انـــسانه ئــې بېرېږو

موږ ته خپل وجود غضب دئ

بند پــر بند کــي تــقـسیمېږو

کور په کور مو انقلاب دئ

هـــر يــو وايــي پاچاکېږو

خــدايه واخـــلې دا وګړي

په عــمل ئې ډېر شـرمېږو

د زړه آه مـــو پـورته کېږي

له خپل ځانه څه سوځېږو

۲۸زمري ۱۴۰۱ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

په نګهت د ښو يارانو يم خوشحاله

لکه سروې هسکه غاړه ځم تر سیاله

دومره ډېري قربانۍ چي زما څه غواړي

له ځوانۍ سره ياري ده ډېر محاله

د انسان په نامه راغلې دې نړۍ ته

بيا نو غوښي او چاړه سو‌ې ولي چا له

د الست په وعده مو سجده ده

و بنده ته سرټيټي ده له ضلاله

د هينداري په څېر ژوند کولای نه سې

د احمق څېره به ښيې با کماله

که په جنګ د محبت کي شهيد نه سوې

د جنت خوبونه باسه له خپل خياله

مينه، درد، خوښۍ، نفرت سره اشنا سه

په څو رنګه زنده ګي کړه، هم مهاله

قانع څنګه خپل حالت درته بيان کړي

لکه مړی پر کټ پروت دئ بې مجاله

د زمري اوله ۱۴۰۱ ل. کال


تړاو: کلیزه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

که مو له ژوند سره جګړه وه، ته وا څـــــنګه به‌سي

که مـو په پېڅه بلا سره وه، ته وا څنګه به سي

د عمرو تږي، و رڼو اوبو ته و رسېدل

له زهـرو ډکه کــه چيــنه وه، ته وا څنګه به سي

دده دښمن وو خو موږ مات کړ د خپل سر په بيه

دا که ئې پټه يارانه وه، ته وا څنګه به سي

غواړو تربور له پاره ورور او زوی د‌ ورور لپاره

که داسي کور په کور جګړه وه، ته وا څنګه به سي

نه د لېوه زړه په سړېږي، نه پسه پوهېږي

که دا ګله او دا رمه وه، ته وا څنګه به سي

د بېلابېلو مخلوقاتو بېلابېل فکرونه

که د اندو مقابله وه، ته وا څنګه به سي

پر دې ايمان لرو چي وروسته پيغمبر نه راځي

که پر دې خلکو هـمدا شپه وه، تـه وا څنګه به سي

قانع -کندهار ۱۴۰۱/۱/۱۷ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

مینه زما، مینه دا ستــــــا په زړه کي

د هر انسان او د هر چـــــا په زړه کي

که ئې له زړه څه مینه و وتـــــــــــله

وحشت وحشت دئ، د دنيا په زړه کي

اُنس، محبت، مينه د ژونـــــد نومونه

کرکه، نفرت دئ د بلا پـــــــه زړه کي

نسل د دوو زړونو د عشـــــق نتیجه

د مـور د غېږ او دبابا پـــــــه زړه کي

چي پـه وژنــو خوشحالي کوي څوک

ده لنګــه ســـوې ئـې وبا په زړه کي

ســتا و هيڅ عکس ته اړتــيا نه لرم

ستا څېره تل اوسي زما په زړه کي

د جنت حـــورو او غلــمانو ته مو

ميـنه راکـــړې ده الله پــه زړه کي

که اخوت باندي ایمان لــــــــرې ته

نو قانع اوسي همدا ستا په زړه کي


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

هدیره ده، چي ټنـګ ور نه کړې ډاله ته

يا قـــربان ســــندري مـــه وايه کاڼه ته

په بـــدي کـي يې، تــربـور لـره ورکړې

د رنــــجو ســـلايي مـه وړه، و باڼه ته

د جـــلال او د جـــمال فلســفه پرېږده

د امــان کیسه په درد نه خوري هاغه ته

دنـــګي مېـني، هســک ســرونه لوړ برجونه

د نــــړۍ ښــکلاوي نه ښــکاري ړانده ته

مـوږ چــي ژوند د بل هيواد د خلکو وينو

لــکه ګـــوري چـي جــره د بل واده ته

دا نــړۍ له انــسانانــو ســره خوند کړي

دا د زرکـــي رفــتار نه ښــايي کارګه ته

د پســــو پـه رمــــــــولو ښـــــه بلد دئ

ته د عقــــل لاري مـــه ښــــــيه شپانه ته

که پر دغـه حـال قـانع يـې، نـو قانع سه

که ژونـد غواړې، لېڅي ونغاړه يانه ته

د جدي ۲۴مه ۱۴۰۰ل.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

خـــــانه! لګــــــيا يې په هــــــنر راته زندۍ جوړوې

لـــــــــــه سپېرو څڼو مي و غاړي ته رسۍ جوړوې

په کـــــــــوثري جــــــام کي د زهرو پيمانې راکوې

د ګل په نـــــــــوم را ته اغزیو څــه ګېډۍ جوړوې

خـــــــوی د لېوه لرې، په فريب کي د ګيدړ استاده

په ښکاره عجز کړې له ځان څخه هوسۍ جوړوې

په سل کـــــــتابه مي کافــــر ګڼې قاضي صاحبه!

ځانته د کفر غـــــــــــلامۍ کي لو چوکۍ جوړوې

حــــرام حـــــــرام پر ما د ژوند هره مزه حرامه

په مقدس نامه له خپل کــــور څه (منډۍ) جوړوې

په خپل وجــود کي دي پخپل وجود خوړلی يمه

هم دي سنګر يم، هم له مــا څخه مرمۍ جوړوې

يوه ته دښمن، بل ته غازي، بل ته اتل تروریست!

خـــــــالقه! ولــــي مي و هر آس ته بګۍ جوړوې

دا کــــــم عقلي او ناپــــــوهي دنيا کي نه چليږي

افغانه! ويښ سه، کـــــه و ځان لره نړۍ جوړوې

شنبه، د جدي ۱۸مه ۱۴۰۰ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

نور چي را ووځي ننداره کړي، و سپوږمۍ ته ګوري

ددې وطن خلک له لوږي، و ډوډۍ ته ګوري

لاسونه پورته د واه واه پر ځای آه آه لګيا دي

تنکي ځوانان مو د ډولۍ پر ځای ډورۍ ته ګوري

ها چي وطن کي ئې هم يوه لوېشت مځکه نه لرله

اوس ئې بلډينګ دوني اوچت سو، چي نړۍ ته ګوري

د هيلو کښت باندي بادونه د خزان را درومي

ويرژلي زړونه د مسیح و يوې پټۍ ته ګوري

سي بې اختیاره ئې تر سترګو اوښکي سرې رواني

چي بوره مور هره لحظه خپلي لمسۍ ته ګوري

د نفرت کور سي لو لپه، په اور کي و سوځېږي

په ډېره مينه چي عاشق خپلي شهۍ ته ګوري

داسي معلومېږي، چي درېیمي ته ئې نيت کړی دئ

هر مازيګر د ګودر پيغلو و ټولۍ ته ګوري

خدای سته، په زړه کي به ئې څه وي، د مسجد د ملا

په هر لمانځه کي چي د خان صاحب و صدرۍ ته ګوري

په دې قانع يم، چي ازل کي مو قسمت ليکلی

خو بدلول ئې، التجاء او و خوارۍ ته ګوري

کندهار ۱۳مه د لېندۍ ۱۴۰۰ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

د زړه خبره و زړګي ته پټ له ړه* کومه

دنيا دوه مخې ده، په چا اعتبار نه کومه

بېلتون دي هسي را سره دئ لکه روح د وجود

د‌ دم په څېر دیدن د سترګو په رپ زه کومه

هر يو غليم پخپله خوښه په نوبت راولو

وير او ماتم پر خپل کاله باندي بیا څه کومه

لکه د لمر او سپوږمۍ داسي زندګي تېروو

په جدايي کي هسي مينه ډېره ښه کومه

چي د مرګونو کښتګر پکښي ريبي سرونه

په ويــنو لــژنـده پټـيو بانــدي تله کومه

چي ئې خدمت د خپلي خاوري وي په حقه کړی

داسي خادم ته پټ دعا، سلام په خوله کومه

د هر موسم جلا خوندونه وي جلا خاطرې

په دغه عکس کي کیسه د خوږمن زړه کومه

نه له زمان نه جانانه ګيله من دئ قانع

نه ژونديو شکايت، نه يې له مړه کومه

*ړه=زړه

کندهار. د ليندۍ شپږمه، ۱۴۰۰ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

د غويو تر پښو لاندي دئ غوبل

ړنګوي ئې، سوځوي زما بورجل

حرکت د پاڅېدو په چا کي نسته

نه مرګی راځي په خوښه نه اجل

د زړه زخم مي کاري دئ نه رغېږي

که عيسا مسيحا راسي تر کوګل

د آهونو په تار اوښکي وپېیمه

ځني جوړه قصيده سي يا غزل

د زمان له ناکردو ډېر شکايت کړي

مرد هغه دئ، چي تقدير کړي خپل بدل

ډېر وګړي و دنيا ته دي راغلي

خو يو يو پکښي پيدا سي لوی اتل

کندهار دئ زما مېنه زما ځاله

اهريمن تې موقع نسته د کتل

د زمري۱۲مه ۱۴۰۰

 

 

 


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

ژوند عجوبه دئ، عجب ئې حال دئ

له درد و غمه، ئې قیل و قال دئ

پرون لا ښه وو، جامونه ډک وو

نن پر رندانو، د قبحت خال دئ

ژوند په ځواني کي، د پېغلو هار وي

په زړښتوب کي، د وړکو ټال دئ

کتاب په شروع کي، وي په بوغچو کي

تر ختم وروسته، د قبر مال دئ

بدرنګي ښه ده، پر يوه قرار ده

حسن بدلېږي، موسم د کال دئ

د اتلانو، کیسې دروغ دي

د انسان مرګ ته، جوړسوی جال دئ

محبت نخښه، د سړيتوب ده

بې ميني جسم، مرغه بې بال دئ

زنده ګي څه ده، يوه موسیقي ده

د قانع ژوند بې سُره تال دئ

د زمري اوله١٤٠٠ل.


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

په همدې سبب نظر يې، چي زیبا یې

د خالق په مخلــــوقاتو کي یکتا یې

د هنر اســــــــتاد په غاښ ګوته نیولې

په ظریف جوړښت د ټول جهان پاچا یې

یا هلال یې یا یې بدر په اسمان کي

تروږمۍ کي د سپوږمۍ په څېر رڼا یې

د خوبانو منځ کي روح یې هم وجود یې

مسیحا یې د رنځورو زړو شفا یې

په وصال کي دي ورکېږمه له ځانه

په هجران کي مي له زړه يو دم فنا يې

د ماهي غوندي، دا ستا په وجود پايم

په هر څاڅکي مي ژوندون لره بقا يي

خلک څله صفتونه کړي د ښکلو

د حسينو په ټولۍ کي ته تنها يې

د سرطان۱۶مه ۱۴۰۰ل.


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

څوک له دې کاروانه، پاتېدای نه سي

هيڅ وجود له خاورو بېلېدای نه سي

زه به يې ژوندون څنګه انځور کمه

ياد د راستمن* هيڅ وخت هېرېدای نه سي

څومره چي دي وس وي، سپکوه مي ډېر

دروند د اوبو سرته جګېدای نه سي

زه په وچه ګېډه سندربول يمه

ډک نس که شپېلۍ وي، ږغېداي نه سي

مار دي په دوستۍ دئ، تر فرصته خوښ

کور که ئې استين وي، خپلېدای نه سي

سوله زما بدمرغه کور ته نه راځي

حوره په دوږخ کي، اوسېدای نه سي

رحم دي مضر، د سمندر غوندي

قهر که سېلاب وي، تم کېدای نه سي

زه يې په نظر ټوټې ټوټې کړمه

چا ويل قانع کلک دئ ماتېدای نه سي

*زما مرحوم استاد راستمن صاحب يادوم.

د جوزا ۹نمه۱۴۰۰ل.


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

ډک زړه به له درده مستانه غواړې

ژوند کـه پر دېره د پښتانه غواړې

خوند که ئې له وصله څخه اخلې نو

هجر بې هموزنه پـیمانـــــــه غواړې

زلفې لکه تــــور ماران پر مخ پرتې

دم ئې که، که بوسه جانانه غواړې

شنه سبزه او ډکي کوثري ویــــالې

می به په لباس د صوفيانه غواړې

خوند که د خوبانو له مالتــه وړې

درد به همیشه په یارانـــه غواړې

رب ته به کږه غـاړه او کوږ مغزی

جام که په جنت کي رندانه غواړې

ورک به له قانع سره په غم کي سې

ژوند که د افغان پر ویرانه غواړې

۱۳۹۹_۱۲_۲۵

 

 

 


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ خپرندوی

د زړه خبره و زړګي ته پټ له زړه کومه

دنيا دوه مخې ده، په چا اعتبار نه کومه

بېلتون دي هسي را سره دئ لکه روح د وجود

د‌ دم په څېر دیدن د سترګو په رپ زه کومه

هر يو غليم پخپله خوښه په نوبت راولو

وير او ماتم پر خپل کاله باندي بیا څه کومه

لکه د لمر او سپوږمۍ داسي زندګي تېروو

په جدايي کي هسي مينه ډېره ښه کومه

چي د مرګونو کښتګر پکښي ريبي سرونه

په ويــنو لــژنـده پټـيو بانــدي تله کومه

چي ئې خدمت د خپلي خاوري وي په حقه کړی

داسي خادم ته پټ دعا، سلام په خوله کومه

د هر موسم جلا خوندونه وي جلا خاطرې

په دغه عکس کي کیسه د خوږمن ړه* کومه

*ړه=زړه، پېښورۍ اصلاح

د سلواغې۴مه۱۳۹۹


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ خپرندوی

دا خوب يې لو پرده ده، په ويښتيا کي سره وژني

پښتون د شپې پيره وي، په رڼا کي سره وژني

د تورو واری نه کوي، نه ډز د تور ټوپک کړي

د دوو سترګو په جنګ کي، په خندا کي سره وژني

بابا او د حوا له عشقه، دا جهان ودان سو

زامنو مېنه ړنګه کړه، دنيا کي سره وژني

شٙکوَه مي له فلکه او تقديره څخه نه ده

احساس او وجدان دواړه، په جفا کي سره وژني

د شمعي او پتنګ ياري ټاکلې له ازله

له يو بله جارېږي، په خطا کي سره وژني

نه هغه يهوديان دي او نه دغه کافران دي

د بل په اشارو او په فتوا کي سره وژني

حاکم د میکدې دئ، هم قاضي د ميخانې دئ

جامونه قاتلان دي، په نڅا کي سره وژني

نه ښکلی سوې پخپله، نه د ښکلو امتي سوې

قانع بدرنګه ښه يې، دوی ښکلا کي سره وژني

د جدي ۲۵مه ۱۳۹۹ل.


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ خپرندوی

نشه په قتل د خپل قام ماتوو

خمار د سرو وینو په جام ماتوو

تسبیح په لاس په خوله ثنا د يو رب

په زړه کي مینه د رام رام ماتوو

زموږ ادعا ده له ازل غلطه

خپل انساني حدود په پام ماتوو

شانه د سترګو ئې پر مخ تېروو

په بڼو زلفي لکه لام ماتوو

څومره ساده څومره عظیم خلک یو

لو دښمني په يوه سلام ماتوو

سهار توبه له سرو شرابو کوو

د می کدې پيالې په شام ماتوو

قانع

ده بوري، کابل ۱۳۹۹/۹/۱۸ل.


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ خپرندوی

د خزان طلایي پاڼي، ستا د زلفو په څېر ژړي

د پرون سبزه يې هېره، نن له ژونده باسي زړي

میکده ده ړنګه سوې، خیام لاس تر زني ناست دئ

می فروش دئ دو بایللی، په لاسو کې د قید پړي

ستا پر سرو سکروټو شونډو، دم په دم زما سفر دئ

بوسه‌اخلم ایره کېږم، باد مي کړي پورته لوخړي

نن هلال یې سبا بدر، له سپوږمیه تروږمۍ سې

کرشمو دي لمر سوځلی، تا خوښۍ دي ځني وړي

نڅاګره غلې ناسته، د نغمې اواز خاموش دئ

شیخ شراب او رباب دواړه، و غلمانو ته ور کړي

نه د وصل تلوسه کي، نه د هجر اندېښنه کي

له هر آهه سره درومي، د خوږمن زړګي بڅري

قانع

۹۹.۹.۹ 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

خاموشي غوغا ږوږ کي، نفرت مینه راته ښیي

تورتم توره تیاره کي، شپه سنګینه راته ښیي

له مړه جسده ږغ د الفلاح الفلاح راسي

په پټو سترګو تیته دنیا سپینه راته ښیي

رویبار او اغیار دواړه، دي چړې زما پر غاړه

د هجر په وصال کي، د یار تلینه راته ښیي

د ژوند اوږده سفر کي، ارمانونه پوره کېږي

د مرګ لنډه لحظه مي یار بدبینه راته ښیي

مستي ناسته خلوت کي، له زاهده پناه غواړي

خمار واعظ لګیا دئ، شیخ بې دینه راته ښیي

حدود د عقل کم دي، جهالت خپور پر دنیا دئ

انسان او وجدان دواړه، بې آینه راته ښیي

له خزان سره سم ځوان، بېهوده یاران سي لیري

بغاوت له خپل وجوده، لار زرینه راته ښیي

د عقرب۲مه۱۳۹۹ل.


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

زه دي هېــــــرومــــه، د خوبو غوندي

یاد دي بیرته راسي، د خوشبو غوندي

نه د فلســـــــــــــفې او د منطق سړی

دام د عـــــــــقل نه ږدم، لیونو غوندي

زړه راتــه ځان خپل ګڼي، زې نه منم

ځي له هر ښایسته سره، پردو غوندي

اخ ظالمــــــــه ولـــي دي چـــپه کړله

ها دنـــګه ځــواني، د شاپیرو غوندي

دا عکس کي زوړ ښکارم، یو بل واخله

داســـي چي معلوم سم، د زلمو غوندي

میــنه دي اظهار که، پټ یې مه ساته

عشـــــق او محبت وکه، سړو غوندي

شونــډه ئې په غاښ کي ټینګه ونیول

کلک سترګک ئې وواهه، درخو غوندي

یاره له قانع څـــله پـــــوښتــــنه کړې

یوازی تېروي عمــــر، ژونـــدو غوندي

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ل.


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

د هیواد علمي کادر اکاډیمیک شخصیت پوهنمل انجنیر بالاکرزي صاحب ته د زړه له تله مبارکي وایم، چي په پوره ديانت، علمیت، صداقت او اخلاص سره ئې یونیم کال د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه دنده اجراء کړه؛ ددې وزارت د کادري، اداري او تحصلي کورنۍ د غړي په توګه د دوی په کړي خدمت افتخار کوم؛ هغه کارونه چي دوی کړی، د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ کي به په زرینو کرښو ثبت وی.

دا لنډکی نظم ورته سوغاتوم.

ها چي فــکر ئې د نور غوندي ځلېږي

په ســـــــتاينه یې د زړه قــلم چلېږي

پیــــدا کــــړي خدای په زر رنګه وګړي

د یوه یوه صفت په زر کورو کي کېږي

ځیني پورته سي خپل ځان ورځني ورک سي

ځــیني تــخم سـي، وطـن په زرغـونېږي

هـــغه نسل خـپل تقدیر سي بدلولای

صــدقه چي ئې و خــلکو ته رسېږي

پر هـــــغه اولس به تــــوره شپه رڼا وي

چي تواب* غوندي کادرنونه پکښي زېږي

چي هیواد ته ئې د زړه ویني ورکړي

په ســــندرو او په ویر کي به یادېږي

*عبدالتواب بالاکرزی


تړاو: علمي څېرې
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

یاران ســوله دوه مخي

کــردار ئـې سو د لوخي

له خپلو چي جلا سوه

باد یـــو وړل لکه پُخي

ریښې ئې رسي زړه ته

ظاهـــره کوچنۍ زخي

په ګټه در شــریک وي

تاوان سره ئــــې کُخي

ازغـــــنه دنـــــیاګۍ کي

ژوند څنـګه وي ګل رخي

عاجــــز که ځې پر لاره

حارفان درپسـي ټوخي

قانع ۱۳۹۹/۶/۶ل.


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

خپلواکي، پرمــــــختګ د هیواد ابادي

زموږ هدف زموږ مرام د هیواد وداني

غلامۍ څه نفــرت، ازادۍ کــي عادت

استقلال زموږ عزت، د هیواد سرلوړي

لارویان یو د سولي، موږ د امن کاروان

زمــــــــوږ ږغ ارامي، د هیواد سوکالي

د انسان په خصلت، د افغان په همت

یو رزولي زموږ دین، دا هیواد اسلامي

یو کتاب یو قلم، شاګـــــردان د معلم

ښوونځی زموږ کور، د هیواد روښنایي

د نیکه په تدبیـــر، د بابا په ضمـــــیر

موږ ساتـو خپل وطنو دا هیواد اماني

اتحـــــــاد او وحــدت، اتـــــفاق د ملت

قانع غواړي له خدایه، د هیواد نیکمرغي

د زمري ۲۸مه ۱۳۹۸ل. کال


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

ولي ولي هیڅ رهـــبر نه پیدا کېږي

په دې قوم کي یو دلبر نه پیداکېږي

هـــــديرې ئې له ښاغــلو خلکو ډکي

په ژوندو کي ئې معمر نه پیدا کېږي

په اولس کي په سرداراغا مشهور دئ

خو په کور کې سم ټغر نه پیدا کېږي

ډېــرېدل ئې د نبي د امت خوښ دي

په کاله کـــــــي ئې ثمر نه پیدا کېږي

د شپــې په تاریکیو کي ئې ژوند دئ

په اســمان کي ئې قمر نه پیدا کیږی

تربور سره په جنګ کي ئې شل مړه سول

په لښــــــــکر کي ئې یو سر نه پیدا کيږي

په نړۍ کي د هر چا غمخواره دی دئ

په وطـــن کې روغ بشر نه پیدا کېږي

په کـوز کلي کـي وژل ترټل روان دي

په بر کلی کــي یو شر نه پیدا کېږي

قانع

۱۳۹۹/۵/۲۰ل.


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

غــــزله ســـــاز که ښـــه زبــردسته

مستان بیــده دي ږغ کړه جـرس ته

جامـــــونه وېـشه يــاران کـه مسته

د وصال وخت کي مـــه وایــه بسته

ځان دي کـامل که حُســــــن پرسته

میـــــــــکده وتې د شیخ لـه دســـته

بــــوسـه اول کـه صحبت که پس ته

د عشــــــق خبري مه کــړه ناکس ته

وعــده پــــوره که د هــــــا الــــسته

قانع خوشحال که د غــم له کســـته


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

د ژونــــد دوران، خــوشي روان

لکه یــــوه ایښمــــه، د باد باران

د سره اهاړ، په سره غرمه کي

دئ ســرګردانه، زمـــوږ کاروان

اشنا مي تللی، دستورو کور ته

شپــه تر سهاره، ګـــورم اسمان

نه مـي یاران، نه مي پټي سته

څـــله پاتېــــږم، پـــر دې جهان

پی مخي ښه دي، زړه پر اوبېږي

دغه شیـــخان دي، د زړه سوهان

قانع بوډا سوې، مستي دي ولاړه

په پاته عمــــــر، یـاد کړه سبحان

د اسد۲مه ۱۳۹۹ل.کال


تړاو: کليزه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۵/۲۱ خپرندوی

یوه ورځ ناست وي سره یاران وي
په غم ښادي کي سره دوستان وي
بــــــله ورځ کاږي د یـــــو بـل ږیره

په جنګ اخته د ګـور چنجیان وي

قانع

١٦جون٢٠٢٠


تړاو: منتخب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۵/۲۱ خپرندوی

لمره دا ستا له برکته ده، دنیا روښانه
لکه په پلار چي وي د کور ټوله فضا روښانه
د کرونا افت سپينږيري له بچو واخیستل
رڼا تاریکه سوه د لمر، غم دئ تنها روښانه

قانع

٢١جون ٢٠٢٠


تړاو: منتخب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۵/۲۱ خپرندوی

هم د خوښۍ هم د خفګان ټاټوبی
زما وجـــود د درد درمــان ټاټوبی

ته بې عجبه ګڼې داسـي هم سته
وي د کافـــر زړه د ایــمان ټاتوبی

مخامخ خوږ وي لکه ږغ د ابشار
خو پسِ شا وي د طوفان ټاټوبی

د ښـــو يـارانو له ټــــولۍ سو جلا
ځوانيمرګ خوښ کړ پر بيابان ټابی

چي د پردیو په لمســـون ورانېږي
دا زموږ کور دئ د افغــــان ټاټوبي

که اوښکي نه لري په سترګو کي ځاى
شکر لري لا پر ګــــــرېوان ټاټوبى

زه له انسـانه څه انسان ته تښتم
را څخه ورک دئ پر جهان ټاټوبی

د کــوچ و بار نغــارې و ږغېدې
قانع نور نه ویني د ځان ټاتوبی

۱۳۹۹/۴/۴ ل.


تړاو: منتخب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۵/۲۱ خپرندوی

کاڼي پاسته لګېږي، سخت دئ ګزار د سترګو
تر دریاب لویي څپې، اوښکي د یار د سترګو

ستوري سترګک ووهي، چي زه سپوږمۍ ته ګورم
خندا د شوخو نجونو، یوسي قرار د سترګو

ما د خپل سر په بیه، زړه ته سکون ورکړی
هغه نامرد پر کوي، حملې په وار د سترګو

زه چي جهان يادوم، اول جانان یادوم
دئ د قندونو ټوټه، زما دئ هار د سترګو

پښتون چي ځوان سي کله، ټوپک و غاړي ته کي
پر تربور نښه زده کړي، تېز کړي خپل ښکار د سترګو

په دغه عکس کي زه، څنګه نتلی ښکارم
پر مخ شغلې نه لرم، زما د یار د سترګو

که دي قانع په کار وو، په ميخانه کې ګوره
مست او بېحاله به وي، یي به خمار د سترګو

سيداحمد قانع
د سرطان ٨مه ١٣٩٩ل.


تړاو: منتخب
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ