هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

پخوا چي به څوک مړ سو، تر پاتا (فاتحه) او ختم وروسته به نژدې دوستانو د مړي د کور غړو ته مېلمستيا کوله؛ دې مېلمستيا ته په کندهار کي د سرې خولې ډوډۍ وايي؛ يعني د مړي د کورنۍ د ژړا ډوډۍ، د غمرازۍ او دلاسايۍ ډوډۍ.

ستاسو په سيمه کي دا مېلمستيا په څه نامه يادېږي او اوس دا دود‌ سته که نه؟


تړاو: دودونه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

چي تېره غاښونه لري،

د
خوړلو حق له هغه سره دئ!


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د جابر خبري په متن کي ليکل کېږي

او

حقيقت په حاشيه کي!


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

ويل ئې، موږ مو خدمت کوو!

ويل هو، منو ئې؛ زموږ د زحمتولو له پاره ښه خدمت کوئ!

#قانع


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

په مسجد کي ئې له خدايه بې شمېره غوښتني وکړې؛

خو

د مسجد په دروازه کي ناست سوالګر ته ئې يوه روپي ور نه کړه

#قانع


تړاو: انسانیت
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د سړک له ها غاړي څه را واوښته؛ ناست فقير ته ئې په اخلاص او محبت يوه ګوله ډوډۍ ورکړه.

فقير و الله ته لاس پورته کړ؛

الهي شکر چي نن دي د نس پر ځای په

مينه موړ کړم!

#قانع


تړاو: انسانیت
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

ټکسي چلونکی په غوسه سو

– هغه موټر وينې؟ پر چپه لاس را روان دئ، سړک ئې ټوله بند کړی دئ!

شاته ناست سپرلي سمدستي ورغبرګه کړه:

– افف، زړه مي چوي! کاشکي په دې ملک کي نه وای پيدا سوی. هغه شربت پلورونکی وګوره، رېړۍ ئې د سړک پر منځ درولې ده!

– او هغه دوکاندار! د دوکان شيان ئې نيم سړک نيولی دئ! دا خلک هيڅ قانون نه پېژني!

دوهم سپرلي د انرژي خالي دبلی و سړک ته وغورځاوه، په يو څه لوړ ږغ ئې وويل: دا ملک شهيد داودخان غواړي، داودخان! چي هر قانون ماتونکی بېله محکمې را وځړوي!

ټولو ئې خبره د سر په ښورولو ور تائيد کړه.

زه چي د دوی خبرو ته غوږ وم، ناڅاپه مي د ټکسي چلونکي د سګرېټ ګاټه دود ساه را بنده کړه؛ زړه مي تنګ سو، غوښتل مي چي يو څه ورته ووايم؛ خو ښه وو چي د ورکشاپ ځای ته ورسېدو.

ټکسي چلونکي ته مي په څه تنده لهجه وويل:

– کښته کېږم!

هغه بې له ځنډه د سړک پر منځ موټر ودراوه:

– ورځه، ورځه!

له ځانه سره مي وويل:

– دا هم عجيبه خلک دي، پر نورو نيوکي کوي، خو پخپله قانون تر پښو لاندي کوي!

د ورکشاپ تالار ته په غرور ور روان سوم، ځان مي له هر چا زيات قانونمند احساسوئ؛

دروازې ته په رسېدو مي سترګي د دروازې پر ښيښه ولګېدې، پر سپين کاغذ ئې ليکلي وو:

"د ورکشاپ د پيل وخت: د سهار پوره اته بجې"

خو د تالار د ساعت ستن پر لسو بجو

ګرځېده...

د زمري ۱۲مه ۱۴۰۴ل.


تړاو: کیسه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

درې ځواني ښځي د موټر مخ ته ودرېدې، د‌ دوی د هدف تر ځايه کرايه و ټاکل سوه.

تر څه تګ وروسته د موټرو اوږده کتار لاره بنده کړې؛ محتسبين راوتلي، موټران تلاښي کوي، بې محرمه ښځي را کښته کوي او د محبس موټر ته ئې پورته کوي.

په ښځو ويش و آخ ګډ سو، دا په څه غم واوښتلو، نه تښتېدلی او نه پټېدلای سو!

يوې ښځي وويل، آ موټروانه، خو ته مو ځني خلاصي که!

-زه مو څنګه ځني خلاصي کړم!

-ورته ووايه چي دا زما د کور ښځي دي.

-ښځي؟ څنګه ښځي؟ خور، مور، لور ورېنداره؟ دا خپلوي خو په دوو پوښتنو رسوا کېږي.

هغه بلي پر راږغ کړه، خير دئ ورته ووايه، چي ښځي مي دي!

-څنګه ښځي؟

-ورتا مېرمني مي دي!

-مېرمني؟!

ټولو په يو ږغ وويل، هو مېرمني؛ څه ټکه خو نه لوېږي، موږ يې ستا مېرمني، خو له دې غمه مو خلاصي که!

(زه په ځان کي ورک سوم، چي په څه بلاو واوښتم؛)

بيا مي وپوښتل، يعني زه ورته ووايم چي زه يې خاوند يم؟

ټولو په يوه ږغ ئې وويل، هو-هو ورته ووايه؛ زموږ مېړه يې، مېړه!

-داسي نه کېږي، تاسي خو به سره خوندي ياست!

-يا يا، موږ خوندي نه، شريکاني يو!

ما ويل دا خبري محتسبان نه مني، قسم درکوي، زما څخه ستاسو د پلرو د نومونو پوښتنه کوي!

يوې ويل زه شهلا د سردار لور په قران قسم ورته اخلم، چي ته زما خاوند يې!

بلي ويل زه نوريه د داود لور په الله قسم ورته خورم، چي دی مي خاوند دئ!

درېيمي ويل زه فتانه د شيرعلي لور په رسول قسم ورته کوم، چي ته مي مېړه يې!

ما هم ورته وويل چي ستاسو زه قبول يم، زما بيا تاسي قبولي ياست؛ په اول وار مي ورته وويل، زما مېرمني ياست، بېغمه کښېنئ!

محتسب راغئ، دوی ته ئې وويل راکښته سئ، نه شرمېږئ، چي له کوره بې محرمه را وتلي ياست!

ښځو په يوه اواز وويل، زموږ سره محرم راسره دئ، دا مو مېړه دئ!

محتسب د تعجب او پوښتني په انداز را وکتل، ول رشتيا؟

ما ول، هو؛ دوی رشتيا وايي!

-ويل ته راکښته سه!

هلته ناستو نورو محتسبينو ته ئې ور وستلم، هغو ته ئې وويل ددې سړي سره په ټکسي موټر کي درې ځواني ښځي دي، وايي دا مي ماندينېګاني دي.

هغو زه مخاطب کړم، څنګه کيسه ده؟

ما ويل هو مېرمني مي دي!

-څنګه مېرمني؟ درې سره دي په يوه وخت کړي دي؟

-هو!

-سمي خبري کوه، رښتيا ووايه، که نه ته به هم د محبس مېلمه سې!

-رښتيا وايم، تاسي له دوی پوښتنه وکئ، چي زما ښځي دي که نه!

مشر محتسب له دوو نورو ملګرو ولاړ سو، د موټر خواته ورغئ، ويل: آې ښځو رشتيا وواياست، دا سړی مو څه دئ؟

ښځو په يوه خوله او يوه اواز ورته وويل، په الله قسم چي دا سړی مو په دنيا او آخرت کي مېړه دئ!

مشر محتسب بيا هم شکمن وو، ماته ئې وويل سمه کيسه وکړه، خبره داسي نه ده، لکه تاسي چي جوړه کړې ده؛ سم وايه، که نه په زور ئې درباندي وايم!

(له ځانه سره مي وويل، که دي بخت کار وکړ، درې ښځي به دي په نکاح سي، که نه وي دوی پوه سه خپل ئې زندان.)

-محتسب ويل، ژر حال وايه، وخت مو مه را ضايع کوه!

-محتسب صاحب قربان دي سم، کيسه داسي ده، چي دې ښځو ويل موږ تر پلانکي ځايه ورسوه، هغه تاسي په مخه راغلاست، دې ښځو ستاسو له بېري زه مېړه کړم، په خدای او قرآن قسمونه اخلي، چي ته مو خاوند يې!

محتسب ول بې شرفه، تا هم دا پردۍ ښځي بې نکاح ومنلې؟

ما ول هو، نو څه مي کړي وای، خو زارۍ ئې کولې!

د محتسب له ګوزار سره سم مي لو چغه تر خوله ووته، ‹محتسب صاحب توبه مي ده!!!›

ناببره مي تر سر لاس را لاندي سو، ‹سړيه ويښ سه، بسم الله ووايه، لکه چي بد خوب دي ليدئ!›


تړاو: طنز
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

نسب معنی داده چي انسان له کم ټبره دئ؛ د چا زوی، د چا لمسی او د چا کړوسی دئ.

حسب بيا د انسان حیثیت، شهرت، صفت او ښه اخلاق دي؛ یعني د انسان د ښو صفاتو او اخلاقي ارزښتونو حساب.

حسب تر نسب غوره دئ، ځکه خو رسول الله ﷺ توصیه کړې، چي ښځه دي د هغې د حسب له مخي واده سي، نه یوازي د نسب له مخي.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د کور د‌ څنګ ګاونډی مو يو بل ځای ته کډه سو، په کور او محل کي ټول داسي خواشيني دي، لکه د چا په کور کي چي جدايي راسي.

په اسلام کي ګاونډی ډېر حقوق لري؛ د بخاري شريف په يو حدیث کي راغلي، چي رسول الله ﷺ وفرمایل: جبریل علیه السلام پر ما له ګاونډيانو سره د ښه چلند ته دومره ټینګار وکړ، چي ما فکر وکئ، ګاونډیان به هم په میراث کي حق ولري.

په رشتيا هم ښه ګاونډی د الله نعمت دئ، الله دي موږ ټولو ته د ښه ګاونډيتوب توفيق راکړي.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

له رمې جلا سوی پسه د لېوه(شرمښ) ښکار سو؛ پوښتنه داده چي ملامت څوک دئ؟

پسه چي له رمې جلا سوی؛ لېوه چي پسه ئې داړلی او که شپانه چي د پسه د ساتني مسؤليت ئې نه دئ ادا کړی؟

تاسي څه پکښي واياست؟

زما په اند پسه ملامت دئ؛ د هغه مکتب د کتابونو د يوه سپين ږيري تجربه ده چې خپلو زامنو ته يې د لښتو ګېډۍ ورکړې وه، چې ټوله ګېډۍ يوه هم ماته نه کړه، خو چې يوه يوه يې کړه هر يوه ماته کړه. دلته هم پسه يو شوی دی.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

فرض کړه ته د اول وار لپاره له ځان سره وينې او ملاقات ور سره کوې؛ تر ليدني او ملاقات وروسته به تاته ستا د شخصيت کړه وړه او فکر د منلو وړ وي، که نه؟

ايا ته به د يو ښه او سالم انسان په توګه ستا له شخصيت سره ملګري وکړې، که نه؟

که جواب هو وي، نو آفرين ته ښه انسان يې؛

که دي جواب نه وي؛ نو په ځان کي سالم تغير راوله.

#هدفــ د خپل ځان قاضي خپله و اوسه!


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

په خفګان او يوازيتوب کي چي څونده ځان پېژندلای سې، په خوشحالي او ډېري کي ئې نه سي پېژندلای؛ نو کله چي يوازي او يا خواشينی ئې پر خپلو کړو وړو له سره فکر وکه؛ هغه څه چي ښه وي، وئې پاله، څه چي بد وي، ځان ترې و ژغوره.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

په جاپان کي ړندو ته د درنښت او کومک په خاطر د چښاک پر ټولو دبليو د چښاک معلومات له مروج ليک سره په بريل ليک(چي خاص د‌ړندو لپاره دئ) هم ليکل کېږي.

#هدفــ کومک او درنښت د انسانيت ځانګړنه ده!


تړاو: انسانیت
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۹/۰۷ خپرندوی

پخوا چي قطعې(ورقي) او چکه نه ول، په حجرو او کوټو کي به د اخوند وړه خورا په خوند کېدله؛ که مو د اخوند د وړو اورېدلي وي؛ نو راته وواياست چي د اخوند وړه به څوک کوي!😉

#د_لوبي_ترتيب_داسي_دئ

مثلاً په کوټه کي لس نفره ناست دي، دوی دوه دوه سره انډيوالان سي، داسي چي يو د بل دفاع وکړي او خپل انډيوال د اخوند د وړو څخه خلاص کي.

يو نفر مثلاً کريم خپل ملګري جميل ته وايي، دا چي د اخوند وړه خلاص سوي دي، يو څوک بايد پيدا سي چي د اخوند وړه و ژرندي ته يوسي؛ ته وا دا کار به څوک وکي!

ملګری ئې(جميل) سمدلاسه د يو نفر نوم ياد‌ کي؛ وايي دا وړه به احمد کوي!

د احمد ملګری (محمود) ژر پر را ږغ کي، وايي احمد څه وزګار نه دئ، خپله زر کارونه لري، هغه ئې نه سي کولای!

مقابل شخص(جميل) بيا ورته ووايي، نو بې څوک وکي؛

محمود ورته وايي چي ولي ئې عبدالله نه کوي؛ د عبدالله ملګری شمس بيا د هغه دفاع شروع کي.

لوبه تر هغه وخته روانه وي، چي يو څوک د ملګري دفاع ونه کي او يا په خبرو کي بند سي؛ په دې وخت کي پر دغه ملامت شخص سزا راوزي؛ کله جالب نوم پر کښېږدي، کله ايشله په وکي، کله بل ناټک؛ په دې سره نو ټوله مجلس د خندا شين وي.


تړاو: فوکلور
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

د طبيعت په قانون هر عمل عکس العمل لري، موږ ځکه سترګي نه روڼوو، غوږونه نه خلاصوو او خبري نه کوو، چي له يو عکس العمل سره مخ نه سو؛ موږ په ژوند کي په ډېر زحمت دا لوی نعمت (ارام) موندلی، په لوی لاس ولي ځانونه ناارامه کړو!

موږ له دې لوی نعمته مه بې برخي کوئ، موږ پرېږدئ، چي په پټو سترګو، کڼو غوږو او تړلې ژبه ارام بيده سو؛ لکه د ګورستان مړي چي په خواږه خوب ارام بيده دي!


تړاو: نثري ټوټه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

(هغه) کوښښ کوي، چي تاسو په کوچنيو موضوعاتو کښي را ګير کړي، نا ارامه مو کړي، له ځانه سره مو په شر اخته کړي؛ (هغه) غواړي، چي تاسو خپل فکري تمرکز له لاسه ورکړئ، پر ساده کړنو جدي عکس العمل وښووئ، تر څو دی خپل لوی هدف ته ورسېږي او ستاسو په ذهن کي د (هيلي) روښانه ډېوه مړه او د (ناهيلۍ) په تورتم کي مو ورک کړي.


تړاو: اصلاح
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

بخت مي بيدارېږي، کاک مي پر څلورو روانېږي!

وايي په پخوا کي کوچيانو کاکونه پخول،(کاک يو ډول ډوډۍ ده، اوړه پر ډبره پيچل کېږي او پر سکروټو پخېږي)؛ يوې کوچۍ پیغلي په ژمي کي سهار وختي کاکونه پخول؛ يو کيشپ (ځيني خلک بيا وايي جږګی) چي يخ نيولی وو، په ډبرو کي پروت وو، کوچۍ ګمان وکړ، چي ډبره ده، اوړه ئې پر واچول، کاک ئې ځني جوړ کړ، پر اور ئې کېښود؛ لږ ګړی وروسته کيشپ تود سو، حرکت ئې وکړ؛ ښځي نارې کړې، ول: خدايه شکر، بخت می بيدارېږي، کاک مي پر څلورو روانېږي!

له همهغي ورځي دا متل وګرځېد، کله چي له يو چا نا اشنا کار وسي، وايي: بخت مي بيدارېږي، کاک مي پر څلورو روانېږي!

#فولکلوريک_روايات #د_متل_کيسه


تړاو: فلکلور
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

د يو نظام سقوط له هغه ځايه پیلېږي، چي چارواکي ئې اولس په ډول ډول نومونو، جرمونو او قوانينو له ځانه بېل کړي.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

يوازي جسمي اسارت نه دئ، چي انسان ئې په زندان کي تېروي؛ فکري اسارت هم سته، چي منجمد فکر ئې د {مغز} په قفس کي تېروي.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

افغان سياسيون ولي له تللو واکمنيو عبرت نه اخلي.

په دې سل کلن تاريخ کي تر پينځلسو ډېري واکمنۍ يو په بل پسي په زور را چپه سوې، خو يوه هم له بل څخه عبرت وا نه خيست، علت ئې څه دئ!

وايي: له يو قبرکن څخه ئې پوښتنه وکړه، ستا ټول عمر له قبرو، مړو، غسل او جنازو سره تېر سوی، په ژوند کي دي کمه عجوبه ليدلې؟

قبرکن ورته وويل: پينځوس کاله مي کېږي، چي قبرونه کينم، مړو ته غسل ورکوم، جسدونو ته کفن او تر خاورو ئې لاندي کوم، په دې ټول ژوند کي زه يو عجبترين انسان یم، چي دا هرڅه وينم خو بيا هم باور نه کوم، چي يوه ورځ به زه هم مرم!


تړاو: اصلاح
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

هري کړني ته په ساده نظر مه ګورئ، کېدای سي همدا ساده کړنه د لویي موخي د‌ ترلاسه کولو له پاره خنډ سي؛ په لاره کي پرته کوچنۍ شګه کېدای سي، ستا د تګ مخه و نه نيسي؛ خو که همدا شګه دي په بوټ کي ولوېږي؛ نه يوازي دا چي په زحمت به سئ، بلکلي له تګه به دي هم واچوي.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

اوښ ته ئې ويل: تګ دي پر لوړه خوښ دئ، که پر ځوړه؟

ده ويل، د درو سرو دي مخ پرته سي!

ويل: درېيم څه دي؟

ويل: خټي!

افغانستان که شرقيانو او غربيانو خراب کړی، نو مسلمانو مملکتو هم ارامي ته نه دئ پرېښي!


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

فيلسوف کارل پوپر وايي،

د دریمي نړۍ د ډېرو هیوادو ستونزه دا ده چي، د ملت پوهه او شعور ئې د حکومت تر شعور لوړ دئ...!


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

زموږ او د غربي نړۍ توپیر په دې کي دئ، چي موږ هيڅ وخت نه نظام جوړ کړی او نه مو ئې حمايت کړی؛ غربيان د نظام په جوړولو کي ځان شريک ګڼي او حمايت ئې هم کوي.

موږ که له نظامه نا راضه سو، د توپک په زور ئې چپه کوو؛ هغوی که ناخوښه سي، د قلم په زور بدلون راولي.


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

يو څوک سته چي هميشه دي و مخته ډبري در اچوي، دا نو په تا اړه لري، چي له ډبرو څخه ځانته څه شي جوړوې!

دېوال که پُل؟

#هدفــ: ته د خپل ژوند معمار يې، کوښښ وکه، چي له حالاتو مثبته ګټه واخلې او د غمونو پر مځکه ځانته خوښي وکرې.


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

دواړه له یوی مور(خاوري) پیدا دي؛ خو

یو ئې خپله مور د ځان عزت ګڼي، بل ئې ذلت.

یو ئې دوست دئ، بل ئې دښمن.

یو ئې له پردیو ساتي، بل ئې و پردیو ته ورساتي.

یو ئې تر نامه ځان جاروي، بل ئې تر ځان جاروي.


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

له تکبره دي مو خدای وساتي!

مغروره شخص داسي دئ، لکه له ډېري لوړي څه چي خلکو ته ګوري، يعني خلک ډېر کوچني ورته معلومېږي؛ خو دا هم مه هېروئ، چي خلکو ته بيا دی ډېر کوچنی معلومېږي.


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

انسانان پر دوه ډوله دي؛ يو هغه دي، چي په تاريکه کي ويښ وي، بل هغه دي، چي رڼا کي بيده وي.

#نيخه چي موږ په کمه ډله کي راځو!


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

بهلول ته چا وويل، چي فلانکی د قرآن د تلاوت په وخت کي دونه جذباتي کېږي، چي هوښ له لاسه ورکوي او ځان پر مځکه اچوي!

بهلول ورته وويل: تاسي ئې د يو لوړ دېوال پر سر کښېنوئ، تلاوت په وکئ، که بې هوښه سو او ځان ئې پر مځکه واچوئ، نو رشتيا چي په عمل کي صالح او رښتينی دئ.

#هدفــ: ځيني خلک په ژبه او قلم ځان خورا غښتلی معرفي کوي؛ انتقاد، نصيحت، لارښووني، همدردي او...خورا ښه کوي؛ يوه ورځ ئې امتحان کئ، چي په عمل کي هم يو څه کولای سي، که نه!


د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

د حماقت او جهالت له پاره نه کومه مدرسه سته او نه کوم کتاب ورته ليکل سوی دئ، خو نړۍ له جاهلانو ډکه ده؛

د انسانيت له پاره تر حساب تېر ښوونځي او کتابونه ليکل سوي؛ خو بيا هم د انسانيت نېستي ده.


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

ښه دعا هغه ده، چي د زړه له اخلاصه وسي او د زړه اخلاص هغه وخت راځي، چي دعا کوونکی د دعا په مقصد او معنی پوه وي؛

که سوره فاتحه چي بهترينه دعا ده، د زړه له اخلاصه ووايو، الله عز وجل به مو په هر ځای کي بريالي لري.

{ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ(1) الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ (2) الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ (3) مٰلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5)

اهْدِنَا الصِّرٰطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) صِرٰطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّآلِّينَ (7)

#آمين


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

په نړۍ کي دوه ډوله لوږي سته؛ يو د نس(ګېډي) لوږه، بل د پوهي؛

هغه ملت چي د نس په لوږه اخته وي، هغه هيڅکله د پوهي د لوږي احساس نه سي کولای!


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۰/۰۶/۲۷ خپرندوی

په يوه ويبپاڼه کي مي ولوستل:

د يوې څېړني پر اساس چي په دې وروستيو کلونو کي پر ۴۰۰۰ډوله حيوانانو تر سره سوې ده، پوهان دې پايلي ته رسېدلي دي، چي په سلو کي يوازي پينځه سلنه حيوانان له يوې ښځي سره ژوند کوي؛ نور حيوانان څو څو ښځي لري.

ددغه حيوانانو په منځ کي يوازي الوتونکي مرغان دي، چي ۹۰% ئې يوه يوه ښځه لري.

په دې حيوانانو کي به چرګ🐓 ظالم د ټولو ریکارډ ور مات کړی وي


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ خپرندوی

يو ملګري مي د بل ملګري له خولې کيسه راته کړه؛ ويل هند کي د دوا جوړولو د يوې کمپنۍ مشر هندو ته ورغلو؛ ملګري مي ورته وويل: غواړم ستاسو جوړه کړې دوا افغانستان ته يو سم، خو په یوه شرط چي د‌دوا کيفيت به راته خراپوئ، چي دوا ډېره ارزانه راته تمامه سي؛ ويل‌ هندو له مېزه د یو کوچني بګوان مجسمه را ويستل، ويل ماته دا بګوان اجازه نه را کوی، چي دا کار وکم، بخښنه غواړم، له دې ګټي تېر يم.


له فيسبوکه خبر سوم، چي شیخ الحدیث مولانا محمد معین الدین ابوالفضل صاحب(رحمه الله) وفات سوی دئ، خدای دي پر و رحمېږي.

شيخ ابوالفضل صاحب د طالبانو په وخت کي هره ورځ مازیګر په خرقه شريفه کي وعظ کاوه او د قران الکريم تفسیر ئې په ډېره خوږه ژبه کاوه؛ ډېر فصيح مبلغ او جيد عالم وو.

شيخ ابوالفضل صاحب ښه شاعر هم وو، دا ئې د شعر نمونه:

وم په خـبر چي تباه کيږي، پوه کوای مي نه سو

زه وم بېکسه يک تنها، را ګرځه وای مي نه سو

بـار ئې کوږ کـړی وو پـخوا، لا پـه خبر ومه زه

پـوه ومـه زه بار چپه کېږي، خو تړای مي نه سو

تـا چـي کولې عـجائبي، د مـستۍ پـه وخـت کي

زړه مي ټوټه ټوټه کېدئ، درته ویای مي نه سو

کـول بـه تـا د بـې شـرمۍ او خـجالت کارونه

زه به له شرمه سوم هلاک، چاته کتای مي نه سو

چـي غـلی غـلی رقــيبانو تـه ورتلې او راتلې

ډېر نصيحت به مي کاوه، په چا منای مي نه سو

سـره يـو ځـای وو ابوالفضله، پرون زه او نـګار

وسپين رخسار ته مي کتل، خو ښکلوای مي نه سو


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ خپرندوی

#انسان تر ټولو ناپوه مخلوق دئ، ځکه چي هره بدبختي له خپله لاسه ورپېښه ده؛ انشټين وايي: انسانانو اټم بم جوړ کړ، خو هيڅ موږک ځانته تلکه نه ده جوړه کړې.


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ خپرندوی

اسلام معنی سلامتيا، عدل او انسانیت؛

په کم ځای کي چي امن، عدل او انسانیت نه وو، پوه سه چي هلته اسلام سم نه دئ حاکم سوی.


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ خپرندوی

شرمښ ته مي وويل: ژوند کول را وښیه.

ويل: والوزه!

ومي ویل: که والوزم، پښې مي ماتېږي.

ویل: زه دي نیسم.

والوتم، خو ولوېدم، پښې مي ماتي سوې.

ویل: اول درس؛ په هیچا باور مه کوه!

 


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ خپرندوی

د دوبي په ګرم موسم کي د مالګي په يو کان کي کارګه ځاله جوړه کړې وه؛ ددې کان سره نژدې په غره کي يوه چوغکه اوسېدله؛ یوه ورځ چوغکه په مالګه اړه سوه، کارغه ته ورغله، ويل: کارګه لالا لږ مالګه خو راکه!

کارګه ورته وویل: مالګه نه درکوم، که زه و هر چاته مالګه ورکم، ټول کان به خلاص سي.

چوغکه نااميده ځني روانه سوه؛ موسم تېر سو، ژمی راغئ، بارانونه وسول، د مالګي کان ویلي سو، د کارګه ځاله هم اوبو یو وړه.

کارګه مجبوره سو، د چوغکي کور ته ئې پناه یوړه؛ د کور په دروازه کي ورته ودرېدئ، ویل: چوغکي انا د کور په دروازه کي به ځای را نه کړې!

چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه!

لږ ګړی وروسته کارګه بيا پر چوغکي ږغ وکئ، ویل چوغکي انا د کور په منځ کي به

ځای را نه کړې!

چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه!

کارګه چي لږ پر ارامه سو، بیا ئې چوغکي ته وویل: چوغکي انا دا ستا و بل کړي اور ته در نژدې سم، ډېر لوند یم، چي لږ وچ سم!

چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه!

#هدفــ: هدف ئې نو تاسو ولیکئ!

#فوکلوریکه_کیسه


تړاو: په زړه پوري کيسې
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده!

زموږ په خلکو کي دا اصطلاح چي دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده، ناسمه تعبیرېږي؛ دوی وایي چي غوایی تر ځمکي لاندي ولاړ دئ او پر یوه ښکر ئې دنیا تکیه ده، کله چي غوایی ستړی سي، نو دنیا له یوه ښکره دا بل ښکر ته واړوي، چي په دغه وخت کي په مځکه کي زلزلې رامنځ ته کېږی؛ دا ډيره ناسمه او پوچه عقیده ده او علماء کرام هم دا خبره ردوي.

دا اصطلاح کېدای سي، موږ ته له ډېري پخوا زمانې راپاته وي، هغه وخت چي کرهڼه او مالداري زموږ د ژوند یوازینی عاید وو؛ په غوایي به مو مځکي قلبه کولې او د غوایي له برکته به مو له کښته ښه حاصل اخیستئ؛ ځکه به ئې ویل، چي دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده، یعنی که غوایی نه وای زموږ کرهڼه او ژوند به نه وای.

#ناسم_تعبیرونه


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

موږ لکه پسونه؛ تر هغو به د خره تر رهبرۍ او د سپي تر لکۍ لاندي ژوند تېرو، چي د قصاب تر چړې رسېږو؛ که د خره او سپي په مقابل کي بغاوت کوو، د شرمښ په دام کي به لوېږو!

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۵/۲۱ خپرندوی

کور په څلورو ښځو ښایسته وي، هیڅ وخت دي کور له دې څلورو ښځو نه خالي کېږي؛ لکه: مور، خور، مېرمن او لور


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۵/۲۱ خپرندوی

 

داسي خالق لرو چي د ښه کار پر اراده اجر را کوي، خو د ګناه پر اراده تر هغه وخته سزا نه راکوي، څو چي مو عملاً ګناه کړې نه وي؛ تر دې جالبه لا دا چي تر ګناه کولو وروسته د ګناه پر پښېمانۍ هم بیرته اجر راکوي.
سبحان الله موږ څونده ناشکره بنده ګان یو!


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

په اروپا کي پنځه سوه کاله مخکي د طاعون ناروغي د رنسانس د راتګ سبب سوه.
د طاعون ناروغۍ تر خپرېدو مخکي خلکو فکر کاوه، چي کلیسا اومسیحي روحانیون شفاء ورکونکي دي؛ خو دطاعون له راتګ سره خلکو په خپلو سترګو ولیدل، چي د مسیحي روحانینو مقدسي اوبه او دمونه ناروغان نسي ژغورلای؛ بلکي خپله روحانیون هم د طاعون په ناروغي اخته او مړه کېږي...
د کلیسا چي څه په توان کي ول، هغه یې وکړه، څو د طاعون مرض له منځه یوسي؛ د پیشانو له وژلو څخه را نیولې د یهودو تر وژلو پوري، خو هیڅ نتیجه ئې ونه لیده.
دا موضوع ددې سبب سوه چي خلک له خرافاتو او توهماتو څخه لیري سي او د رنسانس زرین پېر ته مخه کړي.

#خرافات


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

تر دې عبادت چي ناست په مسجد کي یې، خو چُرت او فکر دي په څپليو کي بند وي، چي څوک ئې غلا نه کړي؛ هغه عبادت ښه دئ، چي پر بیابان یې وکړې، خو شُغل او فکر دي یوازي او یوازي له الله سره وي.


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۱/۱۸ خپرندوی

پُسَه خو خدای له ازله پُسَه پیدا کړی؛

هغه بېچاره څه پوهېږي، چي شپانه یې و وښو ته بیایي، که حلالېدو ته!


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۱/۱۸ خپرندوی

روف اکا چیري دئ!
وکیل صاحب د خلکو په منځ کي و درېد، ویل ئې: خلکو څه ستونزي لرئ؟
د خلکو له منځه روف اکا پر را ږغ کړه، وکیل صاحب ستا دا خو یوازي خبري دي؛ تېر کال تا ویل چي برق جوړوم، د اوبو بند جوړوم، مکتب جوړوم!
وکیل صاحب وویل: مننه روف اکا چي متوجه دي کړم، دا کال یې حتماً جوړوم.
کال تېر سو، وکیل صاحب بیا د خلکو په منځ کي و درېد، ویل ئې: خلکو څه ستونزي لرئ؟
هیچا هیڅ ونه ویل؛ خو له یو کونجه یو نفر په کرار ږغ وویل: روف اکا چیری دئ!


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۸/۰۹/۰۵ خپرندوی

یو سړي خدای ته په ژړا لاسونه لپه کړل ویل خدایه، پیسې دي راکړې، بیرته دي را څه واخیستې؛ ځواني دي راکړه، بیرته دي راڅه واخیسته؛ ښځه دي راکړه، خو بیرته دي راڅه وانه خیسته، ولي څه ګناه مي کړې ده!
دا ټوکه مي د هیواد تر کمعقلو سیاسینو پوري را یاده سوه؛ وایم خدايه ښه انسانیت دي راکړی وو، راڅه وا دي خیست، ښه نوم دي راکړی وو، راڅه وا دي خیست؛ کمعقله سیاسیون دي راباندي مسلط کړل، دا ولي نه را څه اخلې، څه ګناه مو کړې ده!


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۸/۰۹/۰۵ خپرندوی

له هغه نالوستي غله څه مه بېرېږه، چي د ټوپک په زور څو پیسې درڅه اخلي؛ له هغه لوستي غله څخه وبېرېږه، چي د قلم په زور دي کور در لوټوي.


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ