حضرت عمر فاروق(رض) به د شپې په تیاره کي خپله دُره را اخیسته او خپلي پښې به یې په وهلې؛ خپل نفس ته به یې ویل: نن ورځ تا څه وکړه؟
#جالب_عادتونه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
ياد
ویکتور هوګو چي به کله له خوبه را ویښ سو، د کار مېز ته به کښېنستئ؛ په شعر یا رومان لیکلو به لګیا سو، تر لس دقیقو وروسته به بلي کوټې تلئ، په داسي حال کي چي شاوخوا به ګرځېدئ او له ځانه سره به یې خبري هم کولې.
#جالب_عادتونه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
ياد
کله چي اعلیحضرت امير امان الله خان غازي کندهار ته تللى وو، د خپلو ویناو په ترڅ کي ئې څو ځله د خرقې شریفي بست ته (چي غلو او فراریانو به پناه پکښي اخیستله) اشاره وکړه او وئې ویل:"د خرقې شریفي حریم د مسلمانانو د عبادت له پاره دئ، هغه د قاتلانو او داړه مارانو، چي د خدای او بنده ګانو پر حقوقو یې تیری کړی دئ، د پټېدلو ځای نه سي کېدلای.))
دغه راز اعلیحضرت امير امان الله خان غازي په هغو روحانیونو ملنډي ووهلې، چي ویل به يې له آسمان څخه د دښمن الوتکه په یوه پُف را غورځوي، د خاینانو توپ
ونه په چُف بندوي او د ماشینګڼو ګولۍ په تُف بندوي؛ ده وویل: "زموږ پیغمبر چي د هغه له رویه ټول کاینات پیدا سوي دي، له دښمن سره د توري په زور جنګیدئ او په جنګ کي یې مبارک غاښ شهید سو، نو دې روحانیونو دا قدرت له کومه کړ."
دا خبري د عقل خاوندانو ته د منلو وړ وې، خو د اولس بېسواده قشر ته چي د ځينو تش په نامه ملايانو او چلبازو روحانينو په دام کي را ښکېل ول، د منلو وړ نه وې او نه یې سو زغملاى. همدې تش په نامه ملايانو او فريب کارو روحانينو له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړه او هغه امير يې کافر وګاڼه، چي په ١٣٠٣ کال کی د پغمان د لويي جرګې غړو ورته د (سيف الملت والدين) لقب ورکړى وو.
:: تړاو:
ياد
صاحبدله جنت دي ځای سه!
د طالبانو په نظام کي چي شریعت ږغ راډیو نوې فعاله سوه، ارواښاد نورمحمد صاحبدل ئې د اعلاناتو د برخي مسؤل وو، مابه چي کله راډیو ته لیک استاوه دی به مي لیدئ، همېشه به ئې درس ته تشویقولم. هر ځل چي مي لیدلی خوله به ئې له خندا ډکه وه. خوږ مجلس او ښه انتبي ئې درلوده. ارواښاد صاحبدل د طالبانو په وخت کي څو ترانې وویلې، په ځوانۍ کي او د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته یې ښې ډيري سندري زمزمه کړي. له استاد ناشناس سره ئې د ږغ د ورته والي له امله په ثاني ناشناس مشهور وو. صاحبدل د کندهاري سبک خوږ سندرغاړی وو، ډېري خوږې سندري ئې ویلي دي. د وخت د اطلاعاتو او کلتور له فعالو او پُرکاره رئسانو شهید بابي او شهید پتیال سره یې ښه ملګرتیا درلوده او دوی ډېر شعورنه ئې سندریز کړي ول.
الله دي پر رحمېږي نن ئې حق ته ځان وسپاره، پر ګور دې رحمت وي. آمین
:: تړاو:
ياد