اتفاق له دوه یو(۱-۱) څخه یولس(۱۱) جوړوي.
|
هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥) هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
|
||
|
هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۳ خپرندوی
نفاق له یولس(۱۱) څخه دوه یو (۱-۱) جوړوي
اتفاق له دوه یو(۱-۱) څخه یولس(۱۱) جوړوي. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۳ خپرندوی
نـــن جنګیالیو، وکــــــــړ سوګنده
نور ډزبندي ده، نـــور دئ اوربنده دښمن مکار دئ، مـــوږ سره وژني له جنګه ستړي، د ســــــــولي تږي سره یې لاسونه، کـــړل په نکریځو ټول په یوه خوله دي، وای سوله غواړو! د ډاله ږغ دئ، ځوانانـــــــــــــــو پاڅئ نغمې به سازي د ورورلۍ کــــــــړو چي سوله راسي، قانع بــه ګورې کندهار د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۳ خپرندوی
د ۱۳۰۷ل کال د سرطان پر ۵مه نېټه کله چي حضرت امان الله شاه غازي د اسیا او اروپا د ۱۲ هیوادونو له سفره خپل هیواد ته راستون سو، نو اول کندهار ته راغلئ او د خرقې شریفی زیارت ئې وکړ؛ د زیارت پر مهال غازي وویل: "که پر ټوله دنیا وګرځم، تر دې بله لویه نېکمرغي نه سم موندلای، چي الحمدالله مسلمان یم او د خیرالبشر پیرو یم... ."
۹۰کاله وروسته اولسمشر اشرف غني د امان الله شاه غازي په څېر د چین له سفره مخامخ کندهار ته راغلئ او د خرقې مطهرې زیارت ته ولاړ. هغه وخت امان الله شاه غازي له نویو پلانو سره راغلی وو، خو د دښمن په فتوا کافر سو او له هیواده تبعید سو؛ خدای دي هغه بد تاریخ بیا نه تکراروي، هسی خو هم موږ همیشه د نورو د فتواو ښکار سوي یو. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۳ خپرندوی
بوډا سړي د خلکو په منځ کي په لوړ ږغ ناري کړه؛
څوک سته چي زما پوښتني ته جواب راکړي؟ #هدفــ: دنیا ستاسو د کړنو هینداره ده، چي څه کرئ، هغه به رېبئ؛ که په هینداره کی وګورئ، هینداره تاسو ته ستاسو څېره ښکاره کوي، نه د بل چا. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۳ خپرندوی
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی
پروت یم سر مي ایښی د خپل یار پر زنګانه خوب وینم، هر خوا څه، ډله ډله خلک راغلل خوب وینم، ګرځېږي سپین لباس سپین بیرغونه خوب وینم، اولس له خوشحالیه په ژړا دئ خوب وینم، لاس پورته کړئ دعا کوم خالق ته د کوچني اختر دوهمه، د جوزا ۲۶مه ۱۳۹۳
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۳ خپرندوی
دواړه په یوه خاوره کي پیدا سوي؛ خو
یو ئې د ځان عزت بولي، بل ئې ذلت. یو ئې دوست دئ، بل ئې دښمن. یو ئې مور ګڼي، بل ئې بېګانه. یو ئې له پردیو ساتي، بل ئې و پردیو ته ورسپاري. یو ئې تر نامه ځان جاروي، بل ئې نوم ختموي. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۳ خپرندوی
پیغمبرﷺ فرمایلي دي: الله تعالی[و هغو مامورینو ته خطاب کوي، چي د انسان اعمال لیکي] فرمایي:«هر وخت چي زما بنده د یو ناوړه کړني تصمیم ونیسي، هغه تصمیم دده په اعمالو کي مه لیکئ، تر څو چي ئې هغه عمل تر سره کړی نه وي، که ئې ناوړه عمل اجرا کړ، همغه ولیکئ؛ خو که ئې بده کړنه زما په خاطر پرېښول، هغه په نیکي کي ورته ولیکئ.
که زما بنده د ښه کار اراده وکړه، او وئې نه کړه، هغه اراده ئې په ښو اعمالو کي ولیکئ، او که ئې هغه ښه کار وکړ، د هغه عمل د لسو نیکیو پر ځای اووه سوه برابره ډیري نیکۍ ورته ولیکئ. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
د کندهاري تکړه ديني عالم او مشهور اولسي شاعر مولوى ګلابي اغا وفات سو!
د کندهار مشهوره ديني عالم او شاعر سيد عبدالرحمن شاه آغا چي په ګلابي آغا سره شهرت لري، د سيد نورمحمد شاه اغا زوی او د سيد محمدجان آغا لمسی دئ، په ۱۳۰۲ل کال د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ په ميانجۍ کلي کي زېږېدلی دئ، په خټه سيد دئ. پړمخي دي زلفي پر سپين مخ سولې پرتې د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
لقمان حکیم وایي، یوه ورځ د غنمو په کښت کي ولاړ وم، د غنمو ځینو وږو په غرور سره سرونه جګ نیولي وو، ځینو وږو بیا سرونه له عجز څخه کښته ځوړند کړي وو؛ دې حالت زما توجه ور جلب کړه، کله چي مي وږي په لاس کي لمس کړل، جالبه راته ښکاره سوه؛ هغه وږي چی سرونه یې جګ نیولی وو، له غنمو څخه خالي ول، هغه وږي چي سرونه یې کښته کړي وو، له غنمو څخه ډک ول؛ له ځانه سره می وویل:
د ژوند په کښت کي هم هغه سرونه چي جګ وي په حقیقت کي خالي دي. #هدفــ: مغروره کسان همیشه پچ مغزه وي، یوازي پر خپل عقل حساب کوي، پوهان همېشه حلیم او دروند خصلته وي. ښاخ چي له مېوې ډک سي، سر کښته کوي، خو خالي ښاخونه له اسمان سره خبري کوي. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
د سپین لمر په څېر روښان دئ محمد د تور فکرو په ذهنو کی لاره باسي و انسان ته د انسان په حق قایل دئ د معلم لقب ورکړی پاک الله دئ خپل عصي امتی ژغوري له عذابه که د حشر پر میدان سولو لار ورکي که هر څو يې پر زړګي غمونه ډېر سي د سنبلې ۷مه ۱۳۹۷ل د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
څو ملګري په نیمه شپه کي د تفریح په نیت کښتۍ چلولو ته ولاړل، تر سپرلۍ مخکي ئې ځانونه ښه نشه کړل. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
بزرګمهر(د انوشیروان پاچا نومیالی وزیر) په کښتۍ کي سفر کاوه، چي ناڅاپه طوفان راغلئ، هوا طوفاني سوه، کښتۍ وان وویل، نور نو د ژوند هیله نسته، طوفان مو کښتۍ غرقوي؛ د خلکو چي له ژونده امید وختئ، نارې او فریاد ئې شروع کړ؛ خو بزرګمهر بېغمه ناست وو، هیڅ تشویش ئې نه کاوه.
مسافرو ورته وویل، چي ته ولي داسي ارام ناست یې؟ #هدفــ: که نړۍ ظالمه هم وي، ته پر ځان مهربانه سه؛ اندېښنې او غم په ژوندوني مرګ دئ. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
وایي چي په هندوستان کي د پښتنو لودي او سوري پاچاهان به دپښتنو په مخ کي پر تخت نه کښېنستل؛ ځکه دوی به ویل، چي په دې کار سره د پښتنو حسادت را پارېږي او له دښمن سره لاس یو کوي؛ خوشحال خان د پښتنو د حسادت او بدنیتۍ په اړه وایي:
پښتانه د بدنیتۍ د خصـــومت دي په حیا په شجاعت یې وکړه شاش د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
سوالګر و یو بډای ته وویل، که زه ستا په کور کي مړ سم، ته له ماسره څه کوې؟
بډای ورته وویل: تاته کفن درکوم او ښخومه دي. #هدفــ: چي ژوندي یو، یو د بل قدر نه کوو، چي یو مړ سي بیا نو ویش او واخ پسي کوو؛ راسئ چي سره وپالو د یو بل قدر وکړو؛ د ملګري له مړیني وروسته چي یې قبر ته ژاړئ، نن یې و مخ ته وخاندئ. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
کښتۍ د غرقېدو په حال کي وه، کښتۍ چلوونکي له سپاریانو پوښتنه وکړه، په تاسو کي د چا دعا زده ده؟
ملا صاحب غاړي تازه کړې، په ډېر افتخار سره یې وویل، زما کار دعا کول دي! کښتۍ چلوونکي ورته وویل: ډېر ښه ته ځان ته دعا وکړه، موږ ټول له غرقېدو څخه د نجات واسکټونه لرو، یوازي یوه دانه کم دئ. د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۲ خپرندوی
سل کاله به دي له خلکو څه په ډک ښار، ډک کلي او ډک کور کي یوازي نه پرېږدي، وایي ونه بېرېږې، یوازی خو خدای ښه دئ، بنده ته یوازیتوب نه ښایي؛ خو په یوه لحظه کي دا مینه په نفرت بدلېږي، هر یو کوښښ کوي چي ژر تر ژره دي دښت او هدیرو ته یوسي او هلته دي تر یو خروار خاورو لاندي پټ کړي.
|
||
| د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ | ||