
چي د زړه سوده مي په تا کېږي
مجيد قرار
تړاو: غزلزار
|
هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥) هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
|
||
|
هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۳۱ خپرندوی
چي د زړه سوده مي په تا کېږي نه په دارو نه په دوعا کېږي نور درته سوال د خولګۍ نه کومه زړګیه، نوره مي حیا کېږي هغه را ګوري، بیا په مړاوي نظر یوه زلزله لکه چي بیا کېږي شونډو ته خوله اوبه اوبه شي زما چي محبت ته مي هوا کېږي د نن فساد، پر نن اثر کوي خو اصلي تاثیر یې په سبا کېږي تیاره نو څه ده، د رڼا تشه ده اصلي ګیله خو له رڼا کېږي چي چېرته زه یمه، پوښتنه وکړه هلته دي ذکر خامخا کېږي مجيد قرار تړاو: غزلزار د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۲۹ خپرندوی
![]() په څلور کلنۍ کي مي پلار
ټینګه چپلاخه راکړه ستونی مي را ډک سو، خو ومي نه ژړل، په اوه
کلنۍ کي ئې په تانده لښته ووهلم، بدن مي ډیر درد وکړ، خو دې درد ته هم ټینګ سوم،
بیا مي هم ونه ژړل تړاو: درنې خبري د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۲۹ خپرندوی
د واده په لومړي سهار سړي او ښځي تړون وکړ چي دروازه به هیچا ته نه خلاصوي، په لومړیو کي د هلک مور او پلار راغلل. زوم او ناوي یو بل ته حیران حیران کتل ، ځکه دوی مخکي دا تړون کړی وو چي هیڅ یو به دروازه نه خلاصوي بلاخره دروازه ئې خلاصه نکړه . وروسته د نجلۍ مور او پلار راغلل، دوی دواړو بیا یو بل ته تر ډیره حیران حیران کتل ، د ناوي په سترګو کي اوښکي را ټولي سوي وې ځان ئې کنترول نکړای سو پدې حالت کي ئې وویل : نسم کولای چي مور او پلار مي د دروازې تر شا ووینم او دروازه ورته خلاصه نه کړم . سړي څه ونه ویل او دروازه ئې خلاصه کړه ، اما سړي دغه موضوع له ځانه سره وساتل . کلونه تیر سول خدای ج دوی ته څلور زامن ورکړل . پنځم اولاد ئې نجلۍ وه . ددغه ماشوم د زیږیدو په ویاړ پلار ډیره ښادي او خوشحالي وکړه څو پسونه ئې حلال کړل یوه ډیره لویه مهماني ئې جوړه کړه . خلکو له ده څخه په ډیره معتجبانه توګه وپوښتل: ددغه ښادی او مهماني اصلي علت څه دی ؟ سړي په ډیره سادګۍ ځواب ورکړ : دا هغه ماشوم دی چي دى به دروازه به زما په مخ خلاصوي. تړاو: په زړه پوري کيسې د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۲۱ خپرندوی
![]() درې
پوړیزه انسانان !!!!!
تړاو: ښه دليل د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۱۸ خپرندوی
![]() موسم بدل
دی ښایي تللي مرغان بېرته راسي تړاو: غزلزار دروېش د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۱۵ خپرندوی
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۱۳ خپرندوی
د هوا خبري خان ورته وويل د څه شي وعدې؟ سندرغاړی
ورته وايي .هغه ما چي سندري ویلې او تاسو موټر او بنگلې راکولې. خان ورته وخندل. ستا سندرې هم هوا ته ولاړې زما خبري هم. تړاو: درنې خبري د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۱۱ خپرندوی
درنو لوستونو
نن به درته داسي تړونى ( لينک) درو ښيم چي د زده کړي په برخه کي به ډيره اساني درته پيښه کړي. هغه دا چي په هيواد کي د نافذ تعليمي نصاب ټول کتابونه د اول ټولکي څخه تر ١٢ ټولګي پوري ټول کتابونه پکښي دي هيله ده چي ګټه ځيني واخلئ او په اسانى سره ئې کښته کړئ مننه د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۱۱ خپرندوی
الف لیله و لیله د تاریخي او اجتماعي پلوه
لیکوال : عبدالباري جهاني څه باندي لس کاله مخکي زما استاد او ملګري مرحوم محمد انور نومیالي ماته له ډنمارک څخه په ټلفون کي وویل چي د الف لیله و لیله د ترجمې کار یې پیل کړی دی. ما یې ډیر تود هرکلی وکړ او دا مي ورته وویل چي د پښتو ژبي دغه لوی او لازم خدمت له تا پرته بل څوک نه سي کولای. خو خپلو ملګرو ته مي وویل چي د نومیالي صاحب روغتیایی حالت او عمر ښایی د دې لوی کار د بشپړیدلو اجازه ورنه کړي. کشکي یې دا کار یو څه مخکي پیل کړی وای. زما له مرحوم استاد سره ریشتیا هم عمر وفا ونه کړه او کار نیګمړی پاته سو. څه موده مخکي زما همصنفي او د وړوکتوب د وختونوملګري محمدمعصوم هوتک په ټلفون کي راته وویل چي د الف لیله ولیله ترجمه کولو ته یې ملا تړلې ده؛ د خپلی ترجمې یوه برخه یې را ولیږله او ما ورته وویل چي تر دغه بهتر کار کول تقریبا غیر ممکن دی. ده وروسته را څخه وغوښتل چي زه د مقدمې لیکلو کار پر غاړه واخلم. ده چي دونه لوی کار ته اوږه ورکړې وه نو مایې هم ناز پر مځکه نه سو اچولای. له بده مرغه چي ما الف لیله و لیله ډیر پخوا لوستې وه او په هغه وخت کي مي هم په جدي نظر نه وه لوستې. زه مجبور سوم چي د دې لوی کتاب پاڼي له سره واړوم را واړوم او ځیني نکلونه خو له سره په بشپړه توګه ولولم. د مقدمې په نوم مي یو څو پاڼي توري کړې. خدای دي وکړي چي د فکلوري نکلونو د څيړونکو لپاره ګټوري وي. زه هیله لرم چي ګران معصوم هوتک به دغه ارزښتناکه ترجمه ژر بشپړه کړي او د پښتو ادب او فوکلور شاګردانو او څیړونکو ته به ورسیږي. دا نکلونه په لومړي سر کي یوازي افسانې معلومیږي خو که سړی ښه ورته ځیرسي او په غور یې ولولي نو ګوري چي په دې نکلونو کي د اسلامي نړۍ، او په تیره بیا د عربانو کلتوري او عنعنوي ارزښتونو ډیر څرګند انعکاس کړی دی او سړی بیخي د هینداري نوم ورکولای سي. البته د فوکلوري نکلونو او عصري، په تیره بیا ریالیسټیکو، داستانونو تر منځ له یوې خوا او د تاریخ او فوکلوري کیسو ترمنځ له بلي خوا ډیر زیات توپیر موجود دی. جدي لوستونکي باید په دې پوه وي چي دوی، داستانونه نه بلکه، فوکلوري کیسې لولي. په عصري داستانونو کي لوستونکی هر ځای له لیکوال څخه پوښتنه کوي او ولي؟ او څرنګه؟ ورته وایی. خو په فوکلوري کیسو کي خبره داسي نه وي. په فوکلوري کیسو کي یو عادي بزګر د یوه لوی استاد او عالم په توګه دلایل وایي. یو لوی پاچا د یوه عادي بازاري سړي عقل نه لري؛ او چي هر څوک هر څه ورته ووایی هغه مني. د یوه پاچا زوی، چي د نکل اصلي قهرمان وي، هم دونه ښایسته وي چي ښایستې پیغلاني او ښځي، حتی شاپیریاني، په یوه ځل لیدلو ورباندي میني سي، هم دونه هوښیار وي چي په لومړۍ ځواني کي یې د فقهي څخه نیولې تر منطق او نجوم پوري ټول علوم داسي خلاص کړياو زده کړي وي چي لوی پوهان او عالمان سیالي ورسره کولای نه سي او هم داسي پهلوان وي چي د زرو تنو په جنګ ورځي. دغه راز دیبان او له هغوی سره د انسانانو مقابله او جنګونه، پیریانان، جادو او منتر او په بیزو او سپیو د انسانانو بدلول، شاپیریاني، کوه کاف او تر اوبو لاندي د دیبانو ښارونه هغه څه دي چي حتی زر کاله مخکي په داستان کي چا نه سوای یادولای، ځکه چي ځای پرځای د لوستونکو له سوالونو سره مخامخ کیدی. خو څرنګه چي فوکلوري نکلونه د عادي او بې معلوماتو خلکو لپاره ویل کیږي او لیکل کیږي، نو هر څومره چي مبالغه پکښی زیاته وي په هغه اندازه د اوریدونکو او لوستونکو لپاره په زړه پوري وي. خو سترګه ور او لوستي خلک د فوکلوري نکلونو مبالغو، بې منطقیو او د ناممکناتو برخي ته نه ګوري بلکه په هغو کي د خلکو د عنعناتو، مذهبي عقایدو، عمومي پوهني، د پاچاهانو د خپل سری او استبداد او خرافاتو ته د خلکو او حتی پاچاهانو د عقیدې اندازه لګولای سي. ټوله ليکنه د د بشپړ مطلب په برخه کي کتلاى سئ تړاو: فولکلور د مطلب پاته برخه د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۰۹ خپرندوی
٦٧ کلن هندي وګړى صيحون چان په نړۍ کي د لويي کورنۍ يا کهول څښتن دئ چان د ٣٩ مېرمنو څخه ٩٤ اولاده لري د ١٤ مږندو څخه ٣٣ لمسيان لري دا ښاغلى په يو لوى کور کي چي ١٠٠ خوني لري ژوند کوي، او ټوله کورنۍ ئې همدلته ورسره مېشته ده.
دا هم د ښاغلي چان کور دئ ![]() په زړه پوري پوښتنه خو داده چي چان به څنګه د ټولي کورنۍ د غړو نومونه په ياد وي
دا ئې ميرمني دي، وبخښئ چرګي نه دي پکښي شاملي
تړاو: جالب د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۰۸ خپرندوی
ســلام پــــه سترګو اخلو او سلام کوو پـــــه ستوګو
تړاو: څلوريزه د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۰۶ خپرندوی
د کرکټ د نړۍ د شور، زوږ او ژونده د مالامال سريال يوه بله پرده هم راکښته سوه! IPL ښيم چې هر کال يې خپل مينه وال د خيالي او واقعي نړۍ د امتزاج يوې نادرې نندارې ته کښېنولي دي.د سږني ټورنمنټ اول اوور برېټ لي ولوباوه چې په لومړني جادويي بال يې د ډيلي د ځوان بټسمن اونموکت چاند ويکټ والوزاوه. لومړنۍ څلوريزه او پنځوسيزه د ډيلي کپتان مهيله جياوردنې ووهله. د ټورنمنټ تر ټولو بدمرغه لوبډله ډيلى و چې د ډېرو تکړه لوبغاړو له لرلو سره-سره يې يوازې درې لوبې وګټلاى سوې او له دويم پړاوه تر ټولو مخکې بې برخې سو. د تېر کال اتلې لوبډلې کلکتې سږ ډېر بېخونده او بې رنګه ټورنمنټ درلود، ځکه نو شاهرخ خان هم په برنډه کې ډېر کم په مستيو او ډانسونو وليدل سو ته وا د اوله سره يې د ناکامۍ بوى تر سږمو سوى و. د ياد ټورنمنټ له پيله پر يوه حال او مېزان روانه لوبډله چيناى وپېژندل سوه. جالبه دا وه چې دغې لوبډلې سږ کال د خپل ټول ريکارډ خلاف غوره لوبې وکړې او زياتې يې په کې وګټلې خو په فاينل کې د ممبيي د خطرناک بالينګ ښکار سوه. ډېرى کارپوهان په دې اند دي چې که ډهوني د بټنګ لپاره تر جدېجا مخکې يعنې پر شپږم نمبر راوتلى واى نو د برياليتوب چانس يې ډېر و. که د راپور د غوښتنې خلاف کار نه واى نو حتماً مې ليکل چې په دغه لوبډله کې مې يوازې ډهوني پر زړه جوړ دى نور دې يو لا هم په مخه نه درځي. خير دى اوس به يې نه ليکم. لول په دغه ټورنمنټ کې د زبردست نړيوال بالر ملنګا خپلې ويکټې تر سلو واړولې او دا مهال د IPL مخکښ ويکټ اخيستونکى او بلا بالر پېژندل کېږي. د کارپوهانو په اند په IPL کې سږ کال تر تېز بالنګ ورو يا سپېن او يا هم د متوسط سپيډ لرونکي بالران ښه وځلېدل، دوى وجه د هندي پيچونو ډول په ګوته کوي او دا هم پر اضافه کوي چې د همدغو سلو پيچونو او دغه راز آب و هوا له لاسه دغه هيواد په خپل تاريخ کې د پاکستان په شان مشهور فاسټ بالران هم نه دي لرلي. ويل کېږي چې د هند کرکټ بورډ به د کرکټرانو له خوا د تېزو پيچونو د جوړولو وړانديزونه تر جدي غور لاندې ونيسي. د هند مشهور ژوندى فاسټ بالر ظهير خان دى چې کله ناکله تر 135 لوړ بالينګ کوي. په دې ټورنمنټ کې څو فلمي او خيالپلو ته ورته پېښې هم وسوې. يوه يې د پونې پر وړاندې د شل اوريز کرکټ د تورې بلا او بالرانو د قاتل کريس ګېل په 66 توپونو 175 ناسوځېدلي منډې وې چې 17 اوږدې شپږيزې يې په کې واورولې. زه حيران دې ته يم چې څنګه په هغه ورځ د څو نندارچيانو سرونه مات نه سول! نوموړي په خپل دغه هېښوونکي اننګز کې د شل اوريز فارمټ درې ريکارډه پر خپل نامه کړل: تېزترينه سليزه، په يوه لوبه کې ډېرې شپږېزې او دغه راز په يوه اننګز کې لوړ سکور. دويمه پېښه يې د استرالوي الراونډر ګلين ماکسويل په يو ميليون ډالرو رانيونه وه چې يوازې يې په دوو لوبو کې وکاراوه او هغه يې هم خونده نه وه، نور يې ټول ټورنمنټ د ميدان دباندې پر اوږده چوکۍ ارږميانې کښلې او د امباني خاندان د سترګو خار و. درېيمه لويه پېښه د ويکټ اخيستلو پر وخت د هربجن سينګ عجيبه حرکات ول چې نه ډانس ته پاتېدل، نه اتڼ ته او نه هم منډې ته بس تيار لکه سړى چې برق ونيسي. کوريوګرافران تر اوسه د دغو حرکاتو پر تجزيه بوخت دي خو لا يې په کومه کټګوري کې د شاملولو توان نه دى پيدا کړى. په دغه ټورنمنټ کې د تېر په پرتله هندي ځوان بټسمنان او بالران د خارجيانو سره خوله په خوله روان ول او ښه ځلېدل. اميت ميشره، وينې کمار او ايشانت شرما يې د بالرانو او روهيت، کوهلي، بيسله، داون او کارتيک يې د بټسمنانو مثالونه کېداى سي. بايد وويل سي چې اميت ميشره په ٢٢مه لوبه کې د پونې پر وړاندې د خپل IPL دوران دويم هټريک(درې ويکټه پر درېيو پرله پسې بالونو اخيستل) هم ترلاسه کړ. د هندي بالرانو تر منځ تر ټولو نامي توپ اچوونکى باجي(هربجن سينګ) راوخوت. نوموړي 24 ويکټه واخيستل. تر اوسه په IPL کې هېڅ هندي لوبغاړي دومره زيات لوبغاړي نه دي سوځولي. د ده د قوله چې سږ يې کار ځکه سم و چې د پخواني هندي مشهور سپينر انيل کوملې خبرو ته يې غوږ ايښودى. ډېل سټېن په روان ټورنمنټ کې 219 داسې بالونه وار کړل چې هېڅ منډه نه پر وسوه او په کنجوسو بالرانو کې اول لمبر راغى، يعنې منډې يې پر چا نه لورېدې. د ټورنمنټ تر ټولو غوره ځوان لوبغاړى د راجستان تکړه بټسمن سانجو سامسون وپېژندل سو. په دې ټورنمنټ کې څو حيرانوونکي کېچونه هم واخيستل چې په پاى کې يې د غوره کېچ نيوونکي لقب د پنجاب لوبډلې لوبغاړي ګورکيرات من سينګ وګټى. د ټورنمنټ لومړى نمبر منډه جوړوونکى د چيناى اوپنر بټسمن سپين ږيرى مايک هسي و چې ټولټال يې 733 منډې وکړې(وا دومره انرژي دې د کومه کړه زوى مړى نه يې)، مخکښ ويکټ اخيستونکى هم د همدې ټيم غړى او زبردست ويسټ انډيزى الراونډر(چې حريفانو به د سوخته د بيزو زوى باله) ډوېن براوو سو چې 32 بټسمنان يې سوځولي ول. په IPL کې تر اوسه هېڅ بالر په يوه ټورنمنټ کې تر 29 ډېر ويکټونه اخيستي نه ول. زياتې شپږيزې (51 دانې) ګېل کاکو ووهلې چې دى ژوندى وي بل به يې نو څوک وهي، منډه يې د لاسه نه کېږي نو په شپږيزو او څلوريزو يې سره رسوي، ولاکه دغه وايي چې دا بالران هم انسانان دي او احساسات لري که نه. لنډه دا چې بالاخره د ساتيري ډک او د وخت ضايع کولو تر ټولو زوروره وسيله يعنې IPL پرون د ممبيي په اتلولۍ پاى ته ورسېد. پايلوبه د کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې وسوه. دا هغه ګراونډ دى چې ممبيي په کې خورا ښه ريکارډ لري. د ممبيي د کپتان د خبرو سره-سره چې د لوبې تر پيل وړاندې يې وکړې او په کې ويې ويل چې دا زموږ لپاره يوازې يوه بله لوبه ده، نه پايلوبه، بيا هم ټوله لوبډله په تېره بټنګ لاين اپ يې، تر تاثير لاندې و او تکړه-تکړه هلکان يې ژر-ژر اوټ سول، ټول عزت يې پولارډ ور خوندي کړ. خو کله چې وار د بالنګ سو نو بيا يې داسې لوبه وکړه چې موږ ټول ياران يې د غارونو څخه راوايستلو او پر فېسبوک مو د چيناى يو ګړى مخکې خوشحالو مينه والو ته ګواښونه شروع کړل. دا ځل نو هغوى په سوړو ننوتل او تر اوسه يې درک و خرک ورک دى. شرما اول اوور ملنګا ته ورکړ. دا چې نوموړى په نوي بال د سم بالنګ کولو ښه ريکارډ نه لري نو ټولو پر دې پرېکړه شک څرګند کړ، خو هغه ظالم خپل کمال وښود او دوه لوى ويکټونه(هسي او راينا) يې پر نه څه اوټ کړل. ممبيي لوبډلې ته د لومړي مقام اخيستلو له امله سل کروړه هندۍ کالداري انعام ورکړل سو. نوش جان!!! تړاو: کرکټ د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۰۴ خپرندوی
|
||
| د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ | ||