له يو عالم څخه ئې پوښتنه وکړه، ول ښه مسلمان چاته ويلای سو!

عالم ورته وويل: ښه مسلمان هغه دئ، د لاس او ژبي له شره ئې انسان په امان وي.

سړي ويل، په سترګو دي ړوند سم، که به مي تر اوسه داسي مسلمان ليدلی وي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶

روف اکا چیري دئ!
وکیل صاحب د خلکو په منځ کي و درېد، ویل ئې: خلکو څه ستونزي لرئ؟
د خلکو له منځه روف اکا پر را ږغ کړه، وکیل صاحب ستا دا خو یوازي خبري دي؛ تېر کال تا ویل چي برق جوړوم، د اوبو بند جوړوم، مکتب جوړوم!
وکیل صاحب وویل: مننه روف اکا چي متوجه دي کړم، دا کال یې حتماً جوړوم.
کال تېر سو، وکیل صاحب بیا د خلکو په منځ کي و درېد، ویل ئې: خلکو څه ستونزي لرئ؟
هیچا هیڅ ونه ویل؛ خو له یو کونجه یو نفر په کرار ږغ وویل: روف اکا چیری دئ!



:: اړونده موضوع: زما خبري، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۱/۱۸
د دریو سوري کوچنیانو درې زړه بوږنونکي جملې چي د بشر په تاریخ کي په تورو کرښو ثبت سوي دي.

🔴یو کوچني چي د ژوند وروستۍ سلګۍ ئې وهلې؛ ویل: 
"له دې ټولو حالاتو به خپل خدای خبرکړم!"

🔴په داسي حال کي چي سخت بمبار شروع وو، یوې کوچنۍ نجلۍ د تیښتي په وخت کي په ژړغوني انداز وویل: "کاکا! د خدای په خاطر زما عکاسي مه کوه بې حجابه یم!"

🔴: یو کوچنی چي ژړا ستغ کړی وو، په غریو نیولي ږغ ئې ویل: "زما خدایه! غواړم مړ سم، موږ ولي ډوډۍ نه لرو؟! ما وجنت ته واستوه، چي هلته ډوډۍ وخورم!"

‫#‏د_قانع_ژباړه‬

د ټول بشریت د ریښتیني خپلواکۍ په هیله!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۳۰
له یو عالم څخه ئې وپوښتل: ولي د خلکو د عیبونو په اړه څه نه وایې؟ 
عالم ورته وویل: "تر اوسه د خپلو عیبونو په شمېرلو لګیا یم، نو د نورو و عیبونو ته به مي څه فکر سي."
مطلب: موږ اول د نورو عیبونه شمېرو وروسته خپل عیبونه. 
خپل عیب مو د ولو مینځ د بل عیب د کلو مینځ دئ.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۳۰
احمد له خپل ملګري، عبدالله څخه پوښتنه وکړه.
ستا په فکر ایا دا سم کار دئ، چي د دعا کولو په وخت کي دي سګریټ وڅکول سي؟
عبدالله ورته وویل: دا پوښتنه ولي له استاد څخه نه کوې؟
احمد، استاد ته ورغلئ او پوښتنه ئې ځیني وکړه:
ښاغلی استاد، کله چي دعا کوم، کولای سم سګرېټ هم 
وڅکوم؟
استاد ورته وویل: 
یا زویه، د دعا په وخت کي سګریټ څکول ښه کار نه دئ، دا له عبادت سره بې ادبي ده.
احمد د استاد جواب له خپل ملګری عبدالله سره شریک کړ.
عبدالله ورته وویل:
تعجب مه کوه، تا پوښتنه سمه نه ده مطرح کړې، صبر زه به پوښتنه ځیني وکړم. 
عبدالله و استاد ته ورغلئ او پوښتنه ئې ځیني وکړه: 
د سګرېټ څکولو په وخت کي کولای سم چي دعا وکړم؟ 
استاد په ډېره مینه ناکه لهجه ورته وویل:
هو زویه، بلکل کولای سې!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۳۰

سپی پر بام ولاړ وو او تر بام لاندي روان زمری ته ئې بد رد او ښکنځل کول.
زمري ورته وویل: دا ته نه یې، چي و ماته ناوړه خبري او ښکنځل کوې؛ بلکه دا ستا لوړ مقام او ځای دئ، چي ما ښکنځي.
ښایي له دغه مقامه چي ته نور پر سپکوې را کښته سې او پر هغه څه چي ته باور لرې له منځه ولاړ سي، هغه وخت به نو یوازي ته او هغه چي تا سپک کړي دي، سره پاته سئ.

‫#‏د_قدرت_او_مقام_په_وخت_کي_انسان_واوسه!

‫#‏د_قانع_ژباړه

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۱۹

یو پاچا خوب ولیدئ، چي ټوله غاښونه ئې ولوېږي!
پاچا د خوب له تعبیر کونکو څخه د خوب د معنی پوښتنه وکړه.
اول نفر ورته وویل: د خوب تعبیر دی دادئ، چي ته به د خپلو ټولو دوستانو مرګ په خپلو سترګو ووینې.
پاچا له دې تعبیره کرکه وسوه. امر ئې وکړ، چي دا سړی مړ کړئ.
دوهم تعبیر کوونکي ورته وویل: د خوب معنی دي داده، چي ستا عمر به ستا تر ټولو دوستانو ډېر وي.
پاچا په دې تعبیرخوشحاله سو او دې سړي ته ئې جایزه ورکړه.

 ددې دواړو د خوب تعبیر یو ډول وو، خو توپیر ئې په ویلو او بیانولو کي وو.

‫#‏د_قانع_ژباړه

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۱۸
بازکاکا له کلي و صحرا ته ووت، د راتګ په وخت کي ورباندي شپه راغله. د شپې په تاریکه کي یو حیوان حمله پر وکړه.
له سختي جګړې وروسته پر حیوان بر لاسی سو او مړ ئې کړ.
بازکاکا چي د حیوان پوست ته وکتل خوښ ئې سو، حیوان ئې پر اوږه را واخیست مخ د کلي پر خوا روان سو.
کلي ته چي ورسېدئ، ګاونډي ئې د بام له سره بازکاکا ولیدئ، نارې ئې کړې: «هلی خلکو، باز کاکا زمری ښکار کړی دئ!»
بازکاکا چي د زمري نوم واورېد لړزه پر راغله، ولوېد او بې هوښه سو.
کله چي پر سد راغلئ، خلکو پوښتنه ځیني وکړه: «ولي بې هوښه سوې؟»
بازکاکا وویل: « ما فکر کاوه، دا حیوان چي پر مایې حمله کړې، یو سپی دئ!»
باز بېچاره فکر کاوه چي یو سپي حمله پر کړې ده، که چیري دی پوهېدلی وای، چی زمری دئ، نو حتما به لړزه پر راتله او په ډېر احتمال به د زمري خوراک وای.
مطلب: که د یوې لوي ستونزي له نامه و بېرېدې، مخکي له دې چي له ستونزي سره مبارزه وکړې، له پښو به دي وغورځوي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۱۱

 

شېخ و یوې بدلمني ښځي ته وویل:
اې مستي ښځي، همیشه د نورو د هوسونو قرباني یې!
ښځي ورته وویل: اې شیخه! 
هر څنګه چي مي بولې، هغسي یمه
ایا ته چي څنګه ځان ښیې، هغسي یې؟



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۱۰
استاد د درس په پيل کي د اوبو ډک ګيلاس په لاس کي پورته کړ، د زده کونکو څخه يې وپوښتل: ستاسو په نظر په دې ګيلاس کي څومره اوبه دي؟
زده کونکو جواب ورکړ: ٥٠ ګرامه ، ١٠٠ ګرامه، ١٥٠ ګرامه... .
ښوونکي وويل: زه هم د تللو پرته پرې نه پوهېږم، چي څومره وزن به لري، خو زما پوښتنه داده، که زه د اوبو ډک ګيلاس د څو دقيقو لپاره همداسي په لاس کي ونيسم، څه به پېښه سي؟
زده کونکو ورته وويل: چي هيڅ پېښه به ونه سي.
استاد وپوښتل: که يې يو ساعت نور هم په لاس کي همداسي ونيسم، څه به وسي؟
يو زده کونکي وويل: چي لاس به دي لږ لږ درد پيدا کړي.
استاد وويل: ښه سمه ده، که ګيلاس ټوله ورځ همداسي په لاس کي ونيسم، څه به وسي؟
يو بل زده کونکي په شوخۍ ورته وويل: لاس به دي بې حسه سي، عضلې به دي سخت درد پيدا کړي او کېداى سي فلج سي، خبره به تر ډاکتر او روغتونه ورسېږي. 
ټولو زده کونکو په کړس کړس وخندل... .
استاد وويل: ډېر ښه! مګر په دغه وخت کي به د ګيلاس اوبو څه تغير وکړي ، که نه؟
زده کونکو ورته وويل: نه 
آ ښه، نو څه شي پر عضلاتو د درد او فشار سبب کېږي ؟ په مقابل کي يې زه به بايد څه وکړم؟
زده کونکي ګنګس سول. يو زده کونکي ورته وويل: د اوبو ګيلاس! ګيلاس پر مځکه وغورځوه!
استاد وويل: دقيقاً ! د ژوند ستونزي همداسي دي.
که يې چيري د څه وخت لپاره په ذهن کي وساتئ، کومه ستونزه نه پېښوي. که مو ډېر فکر پکښي کاوه ، کېداى سي دردونه درته پيدا کړي. اوکه مو بيخي ډېر فکر پکښي بند و؛ تاسو به فلج کړي او نور به د هيڅ کار کولو توان ونه لرئ.
د ژوند په ستونزو کي فکر کول مهم دي؛ مګر مهم تر دې دادئ، چي د و رځي په پاى کي او مخکي له خوبه ټوله غمونه او ستونزي پر مځکه وغورځوئ، په دې ډول به د فشار لاندي نه راځئ. هره ورځ سهار د نوي فکر او قوي ارادې سره راکښېنئ او پر ځان باور پيدا کړئ، چي هره ستونزه راځي رادي سي. او همدا شېبه ټول غمونه او ستونزي پر مځکه و غورځوئ، ژوند همدا دئ. 
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
انتيک پلورنکى د يو کليوال کور ته ورغلئ.
د کليوال په کور کي يې يوه ډېره قيمتي او ارزښتمنه پياله وليده، چي هلته په ګوښه کي پرته ده او پيشي اوبه پکښي چیښي.
انتيک پلورونکي فکر وکړ، که د کليوال څخه د پيالې د قيمت پوښتنه وکړم، په هدف به مي پوه سي او پرپياله به لوړه بيه کښېږدي؛ نوځکه ئې و کليوال ته وويل: کاکاجانه!
څومره ښايسته پيشي لرې، دا پيشي پر ما نه خرڅوې؟
کليوال ورته وويل په څو يې غواړې؟
ويل: په زر روپۍ
کليوال پيشي د انتيک پلورونکي په غيږه کي ورکړه، ويل پر تاپوري دي د خير سي.
انتيک پلورونکى مخکي له دې چي له کور څخه ئې ووزي، په ډېره ارامي سره وويل: کاکاجانه، کېداى سي چي دا د اوبو پياله هم ورسره واخلم، تر څو داپيشي په لاره کي راته تږې نه سي.
کليوال ورته وويل ستا جار سم ما په همدې رکم تر اوسه ٥ پيشياني خرڅي کړي، پياله د خرڅولو نه ده...!
مطلب: که چیري ته د یوچا په تېر ایستلو بریالی سوې، نو دا فکر مه کوه چي هغه شخص کم عقل دی، په دې پوه سه چي هغه شخص پرتا دومره باور وکړ، چي ته یې وړ نه وې



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
اصلا کوچنى په هرڅه پوهېږي
يوه بډاى سړي غوښتل چي خپل زوى ته وښيي چي په نړۍ کي ډېر فقير او بې وزله خلک سته. نو يې زوى د ښاره څخه ليري يو کلي ته بوت،
تر څو د هغه سيمي غربت او مسکيني په وويني؛ روان سول.
په کلي د يو غريب سړي په کور کي مېلمانه سول، د څو شپو مېلمستيا وروسته کله چي د ښار پر خوا روان سول؛ سړي د خپل زوى څه وپوښتل: زويه زموږ دسفر په اړه څه فکر کوې؟
زوى يې ورته وويل پلار جانه ډېر ښه سفر وو!
زويه څه شي دي په دې سفر کي وليدل او زده کړل؟
زوى تر څه فکر کولو وروسته وويل:
بلي بابا، ما وليدل چي موږ په کور کي يو سپى لرو هغوى څلور سپي درلودل. موږ په کور کي يوه کوچنۍ داوبو فواره لرو، هغوى ډک د اوبو سيند درلود. موپه کور کي څو څراغونه او قنديلان لرو خو هغوى د ستورو ډک ځلېدونکى اسمان درلود. زموږ کور ډېر کوچنى او په څو لوړو ديوالونو محدود دئ، خو د هغوى باغ بيخي ډېر لوى او پراخ وو.
پلار يې د زوى له خبرو سخت متاثره او حيران سو.
زوى پلار ته دمنني په ډول وويل:
مننه باباجانه چي ماته دي دا را وښوول چي موږ څومره فقيران او هغوى څومره خانان دي!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
سقراط يو سړى وليد چي ډېر نارامه او په غوسه دئ؛ پوښتنه يې ځيني وکړه:
ولي داسي په قهر يې؟
سړي ورته وويل: په لاره کي مي يو پخوانى ملګرى وليد، سلام مي ور واچاوه، جواب يې رانه کړ او بې پروا را څخه تېر سو. دده ددې کړني څخه ډېر متاثره سوم، زهير يې کړم.

سقراط ورته وويل نو ولي زهير سوې؟
سړي په تعجب ورته وويل: معلومه خبره ده، چي دده دا کړنه سمه او انساني نه وه.
سقراط ورته وويل: که په لاره کي يو څوک ووينې، چي پر مځکه پروت دئ ، د درد او ناجوړۍ څخه زورېږي، ايا په ليدو يې ته نه زهيرېږې او زړه دي نه پر سوځي؟
سړي ورته وويل: حتماً! 
په ليدلو يې خوابدى کېږم، د هر چا پر ناروغ زړه سوځي.
سقراط و پوښتل: د زړسوي سره، څه احساس درته پيدا کېږي، له ناروغ سره بايد څه وکړي؟
سړي جواب ورکړ: په زړه کي مي ورسره د ميني، مهربانۍ او شفقت احساس پيدا کېږي او تر خپله وسه کوښښ کوم، چي ډاکتر ته يې بوځم او ياهم درمل ورته راوړم.
سقراط ورته وويل: دا کار دي ددې لپاره کاوه چي هغه دي مريض ګڼئ. ايا انسان يوازي جسماً ناروغه کېږي؟ ايا هغه څوک چي فکراً او ذهناً جوړ نه وي، رواني ناروغ نه دئ؟ 
که څوک روحي او فکري ناروغ نه وي، هيڅ وخت له هغه څخه بده کړنه او بد عمل نه تر سره کېږي. 
فکري اوذهني ناروغ ته (ناپوه) وايي، پر دې ناروغ بايد زړسوى وکړو او عقلي ډاکتر ته يې معرفي کړو .
نو و هيچا ته زړه مه تنګوه، په زړه کي کينه مه ورسره پيدا کوه او د خپل زړه ارامي له لاسه مه ورکوه. هر وخت چي څوک درسره بد کوي، پوه سه په همهغه وخت کي دى ناروغ دئ. 
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
هينداري مه ماتوئ، څېرې مو اصلاح کړئ!
مولانا صاحب په مثنوي کي راوړي:
وايي يو خر دعا وکړه، چي څښتن ئې مړ سي، تر څو د خرتوبۍ له ستړي ژونده په امان سي.
څښتن ئې د خره په غوښتنه پوه سو، ويل:
اې خره! زما تر مرګ وروسته به تا بل څوک رانيسي، بل څوک به دي څښتن سي، د خپل ځان د خلاصون لپاره دعا وکړه، چي له خرتوبۍ څخه ځان ازاد سې.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
د قران کريم په دې ايت کي (مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِن قَلبَينِ فِي جَوفِه) علمي اعجاز
په يو علمي کنفرانس کي د پوهنتون استاد د قران کريم پر اعجاز او بلاغت خبري کولې؛ ويل که په قران کي يوه کلمه بېځايه سي او يا ئې پر ځاى بله کلمه راوړل سي، معنى ئې ناقصه او سم مفهوم نه ترې اخيستل کېږي.
استاد د خپلو خبرو د تائيد لپاره د قران کريم څخه ډېر مثالونه راوړل. ناببره يو تن محصل چي د بې دينۍ په رنځ اخته و، ودرېدئ وئې ويل:
استاده زه ستاسو خبري نه منم! 
په قران کي ډېري داسي کلمې راغلي دي، چي کارول ئې په هغه ځاى کي هيڅ لازم نه دي؛ لکه د قران په دې ايات کي ( مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِن قَلبَينِ فِي جَوفِه...) احزاب سورت ٤ ايات. ژباړه: الله تعالى د نارينه په سينه کي دوه زړونه نه دي ايښي. 
دې بې دېنه ځوان پسي زياته کړه: هيڅ بشر دوه زړونه نه لري، ولي په قران کي راغلي دي، چي د نارينه په سينه کي دوه زړونه نسته، د ((لرجل)) لفظ پر ځاى بايد داسي راغلي واى(( ما جعل الله لبشر...))
يعني د نارينه لفظ بايد نه واى ياد سوى.
په تالار کي چوپتيا خپره سوه، ټول و استاد ته متوجه سول، چي استاد څنګه جواب ورکوي!
له بله اړخه د ځوان دليل هم پر ځاى و. زموږ په بدن کي تر يو زيات زړونه نسته د نر او ښځي بدن بې توپيره دئ، نو بيا ولي په قران کي د (( رجل)) لفظ راغلى دئ؟
استاد په ژور فکر کي ډوب سو، ول که دې ځوان ته سم او مدلل جواب ورنه کړل سي، کېداى سي ډېر نور محصلين ئې پر طرف سي او خداى مه کړه په زړونو کي ئې د قران کريم د ايتونو په اړه شک پيدا سي .
تر لږ ځنډ وروسته استاد په ډېر جرئت سره جواب ورکړ، وئې ويل: په رښتيا هم همداسي ده... يوازي نارينه دئ چي په هيڅ صورت ئې په بدن کي دوه زړونه نه يو ځاى کېږي، مګر هرکله چي ښځه بارداره ( حامله ) سي، په نس کي ئې دوه زړونه موجود سي، يو د مور او بل ئې د ولاد چي په نس کي ئې دئ.
په دې وخت کي ټول محصلين سره وغوړېدل او د استاد جواب ئې په خوښيو بدرګه کړ.
نتيجه: په قران کي هيڅ داسي کلمه نه ده راغلې، چي په هغه کي دي يو حکمت رباني موجود نه وي. بېله شکه چي د قران کريم د هري کلمې او هر لفظ بدلول، د ايات په معنى او مفهوم کي د نقصان او خلل سبب کېږي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
له شرمښ څخه د انسانيت هيله مه کوئ!
له پُسه څه ئې و پوښتل که ته شرمښ (لېوه) واى، څه دي کول؟
پسه وويل: ما شرمښان په وښو خوړولو عادتول، تر څو پر نورو بېګناه پسونو د حملې کولو څخه راګرځېدلي واى.
له شرمښ څخه ئې پوښتنه وکړه، که ته پسه واى، څه به دي کول؟
ول: ما پسونو ته دا ورښودل، چي څنګه د شا په دوو پښو شرموښان پر دا سر ووهي او مړه ئې کړي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
کښتګر و موږک ته دام کښېښود. موږک چي دام وليد، و چرګ او پسه ته ئې خبر ورکړ.
ټولو وويل: موږکه، دا ستونزه يوازي ستاده، په موږ هيڅ اړه نه لري!
يو مار د کښتګر په تله(ترازو) کي ولوېد او پر لاس ئې وچيچئ.
سمدلاسه ئې د کښتګر لپاره له چرګ څخه ښورا جوړه کړه، پسه ئې د ميلمنو لپاره حلال کړ.
غوايى ئې د کښتګر د ارواه د خوښۍ په موخه خيرات کړ.
په دې وخت کي موږک د دېوال له سوري څخه تماشا کول او د هغه ستونزي چي په نورو پوري اړه نه لري، فکر کاوه.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
يوه غله پر لويه لاره باندي کڅوړه پيدا کړه، چي د قيمتي شيانو څخه ډکه وه. ددې قيمتي شيانو سره پر کاغذ ليکلې يوه د ساتني دعا پرته وه.
غل دا قيمتي شيان بيرته د کڅوړي څښتن ته ورکړه.
يو چا وغله ته وويل: ولي دي دا پيدا کړې شتمني له لاسه ورکړه؟
ده ورته وويل : ددې کڅوړي څښتن په دې عقيده و چي دا دعا به زما شتمني راساتي، زه دده د شتمنۍ غل يم نه دده دين! که مي کڅوړه نه واى ورکړې ددې سړي عقيدې ته ضرر رسېدئ؛ هغه وخت نو بيا زه دده د عقيدې غل هم وم، چي دا ډېره بې انصافي ده.
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
وايي چي سهار وختي يوه ګيدړ له خوبه را کښېناست او خپلي سايې (سيوري) ته ئې وکتل، چي تر ده ډېره غټه ده، پر برېتو ئې لاس تېر کړ، له ځان سره ئې وويل: چي نن به خامخا د يو اوښ ښکار کوم او خورم به يې!

تر غرمې پوري د اوښ په ښکار کي ناکامه پاته سو، په دې وخت کي ئې خپلي سايې ته پام سو، چي دده تر اصلي جسم هم کوچنۍ سوې ده، له ځان ئې وويل:
زما لپاره د تل په شان د موږک ښکار تر اوښ بهتره دئ 
مطلب: برياليتوب په ځان پېژندنه کي دئ، نه په ځان تېر ايستنه کي



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
درې تنه محصلين چي پر ځان يې باور درلود، چي په درسونو کي ستونزه نه لري، نو يې د يوې اونۍ لپاره د تفريح په نيت يوليري ښار ته سفر وکړ. 

تر سفر وروسته متوجه سول، چي د ازمويني ورځ يې غلطه کړې ده، 
د سه شنبې پر ځاى يې په دوشنبه ازموينه ده؛ ځکه يې نو د ازمويني چانس له لاسه ورکړ.
تر څه فکر کولو وروسته استاد ته ولاړل، ورته ويې ويل چي موږ بل ښار ته تللي وو، د راتګ په وخت کي مو د موټر ټير وچاودېد، په همدې خاطر و ازمويني ته پر وخت نه سولو حاضر.
استاد ور سره ومنل اود بيا ازمويني ورځ يې ورته وټاکل.
د ازمويني په ورځ يې درې سره محصلين جلا جلا په کوټو کي کښېنول او د امتحان پاڼي يې ورکړې. اول دوه سوالونه چي ٥ -٥ نومرې يې درلودې، ډېر اسانه وو، کله چي يې د پاڼي پر بل مخ سوال وکوت (٩٠ ) نومرې يې درلودې، د پوښتني په ليدلوسره يې تکان يې وخوړ. پوښتنه په دې ډول وه: ستاسو د موټر کوم ټير وچاودېد؟ 
مطلب: د موريس مترلنګ وينا ده چي ډېر لوى درواغ که څه هم په ډېره هوښياري سره وويل سي، د ډېرو کوچنيو ريښتياوو په وړاندي نه ټينګېږي، ډېر ژر خپل رنګ او خاصيت له لاسه ورکوي.
خوشحال بابا وايي:
وتاته وايي زما عيبونه وماته وايي دا ستا عيبونه
د سخن چينو مخونه تور شه په مخ ثنا کا تر شا عيبونه
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

ځنګل لمبو پر سر اخيستى وو، اورونه ځيني بادېدل؛ يوه چوغکه په ډېر تلوار د ځنګل پر خوا ور روانه وه .
ځيني وپوښتل سول: څه کوې؟
چوغکه چي په بېړه کي وه، جواب ئې ورکړ: دلته نژدې د اوبو چينه ده، پخپلو وزرو او مشوکه کي د اور وژني لپاره اوبه اخلم.
اور وژنم!
ورته وويل سول: دا دومره ډېر اور او ستا څو څاڅکي اوبه!
پرېږده يې، دا هيڅ ګټه نه لري!
چوغکي وويل:ښايي چي زما د اوبو په شيندلو سره به اور مړ نه سي، مګر که خداى را څخه پوښتنه وکړي: کله چي ستا دوستان په اور کي سوځېدل، تا څه کول؟
جواب به ورکړم: هغه څه چي مي په وس او قدرت کي وه!

پايله: کله چي ګټور کار تر سره کوې، نېکمرغه يې، ګټور کار لوى او کوچنى نه غواړي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
يوه غله پر لويه لاره باندي کڅوړه پيدا کړه، چي د قيمتي شيانو څخه ډکه وه.
ددې قيمتي شيانو سره پر کاغذ ليکلې يوه د ساتني دعا پرته وه.
غل دا قيمتي شيان بيرته د کڅوړي څښتن ته ورکړه.
يو چا وغله ته وويل: ولي دي دا پيدا کړې شتمني له لاسه ورکړه؟

ده ورته وويل : ددې کڅوړي څښتن په دې عقيده و چي دا دعا به زما شتمني راساتي، زه دده د شتمنۍ غل يم نه دده دين! که مي کڅوړه نه واى ورکړې ددې سړي عقيدې ته ضرر رسېدئ؛ هغه وخت نو بيا زه دده د عقيدې غل هم وم، چي دا ډېره بې انصافي ده.
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۱۰/۱۰

دوه  نفره  د يوې ټوټې مځکي پر سر سره په جنګ ول.

هر يوه ويل: چي دا زما ده.

و عيسى ع  ته ورغلل.

عيسى ع  ورته وويل: مځکه خو بل څه وايي.

ول: څه وايي؟

ويل: مځکه وايي، چي دواړه زما دي.


پند: موږ د هغه څه په تلاښ کي يو چي
هغه راته دام غوړولى دئ.

اى د خاورو جوړه            په دنيا پسي ناجوړه

هلته به ته جوړ سې     چي په خاور کي نسکور سې

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۵/۲۹


پاچا يو ملنګ بندي کړ. په نيمه شپه کي ئې خوب وليد، چي ملنګ بېګناه دئ.

ژر يې ملنګ ازاد کړ .

پاچا ورته وويل: وغواړه، څه غواړې؟

ملنګ ورته وويل: کله چي داسي خداى لرم، چي په نيمه شپه کي تاله

خوبه را ويښوي، چي ما له بنده خلاص کړې، نو ډېره نامردي ده چي له بل

چا څخه څه وغواړم.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۵/۰۴

 

سعدي رح د ګلستان په اووم باب کي د تربيت په برخه کي راوړي

يو صحرايي مي وليدئ، چي و خپل زوى ته يې ويل: یا بُنَّی اِنَّک مسئولٌ یومَ القیامةِ ماذا اکتَسَبتَ و لا یُقالُ بِمَن انتَسبتَ. يعني اې زويه د قيامت په ورځ ستا څه دا پوښتنه نه کېږي، چي په خټه څوک يې؟ د خپلو کړنو او اعمالو جواب به وايي.
کعبه شريفه د تور وريښمين پوښ په سبب نه، بلکي د شرف او کمال په وجه مچېږي.
په قيامت نسته داسي پوښتنه چي د چا زوى يې د کوم وطنه
مېزان ولاړ عدل چلېږي خوشبخت هغه دئ چي نيک عمل وي

‫#‏ژباړه_قانع‬ د غبرګولي ٩مه ١٣٩٤



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، علمي او تحليلي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۴/۱۶

يو مسکین سړی د تازه میوې دوکان ته ودرېد او دوکاندار ته یې وویل:
د الله (ج ) په نامه یو څه راکه!
دوکاندار دې مسکین ته په ځیر ځیر سره وکتل او بیا یې ورته یو وروست خراب ام ورکړ.
دغه مسکین سړی ام واخیست او د لږ وخت لپاره په ژور فکر کي ډوب سو؛ بیا یې د جېب څه ۲۰ شل روپۍ را ویستې او دوکاندار ته یې وویل: چي د ۲۰ شل روپیو ام راکه.
دوکاندار ورته دوه ۲ دانې بهترین ام په یوه پلاستیکي خلطه کي ورکړل.
دغه مسکین په یوه لاس کي هغه خراب ام ونیول او په بل لاس کي یې هغه د ښو امو پلاستیک ونیو او د آسمان پر لوریې وکتل ويې ویل:
آی الله (ج) وګوره -- تاته یې څه درکړل - او ما ته یې څه راکړل!
زموږ د ګران پیغمبر(ص) مبارکه وينا ده 
په تاسو کي تر هغه وخته پوري کامل مسلمان نه دئ ترڅو چي هغه د خپلي خوښيرشی د الله (ج) په لاره کي قربان نه کړي
لږ فکر وکړئ - آیا موږ د الله په (ج) په نامه خپل بهترین شیان ورکوو ؟



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۴/۱۶

دواړو ملګرو فکر کاوه چي که يو او بل ته د پخلايني لاس ورکړي، نو خپل غرور او لويي به ورته پېغور ورکړي.
مګر يوه ورځ يوه ملګري خپل غرور تر پښو لاندي کړ، د خپل ملګري په ښخولو کي يې ګډون وکړ او هغه بل ملګري خپل غرور له ځان سره قبر ته يو وړ .
مطلب: مخکي له دې چي مرګ مو غرور درمات کړي په ژوند کي عاجزي وکړئ او يو له بل سره مينه وکړئ.
‫#‏ژباړه_قانع‬

 

 
 


:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۴/۱۶

دوه زاهدان

حکایت،داستان
د يوه دنګ غره پر سر د خدای په لمانځنه بوخت، يو په بل ګران، دوه زاهدان اوسېدل.
دواړو له يوه خاورين کنډولي پرته بل څه نه لرل.
يوه ورځ شيطان د مشر زاهد په زړه کې اندېښنې واچولې نو د کشر خوا ته ورغی او وې وې: "اوږده موده کېږي چې ګډ اوسېږو، وخت يې راغلی چې سره بېل شو. راځه چې خپله شتمني ووېشو."
کشر زاهد په خواشينۍ ځواب ورکړ: "وروره، له تابېلېدل مې زړه دردوي، خو که ته يې اړين بولې چې ولاړ شې نو بيا سمه ده."
کنډولی يې را واخيست، هغه ته يې ونيو او زياته يې کړه: "وروره، دا خو نه وېشل کېږي، دا دې ستا وي."
مشر زاهد په په قهرېدلې بڼه ځواب ورکړ: "زه خيرات نه غواړم، يوازې خپله برخه غواړم، بويه چې کنډولی ووېشل شي."
کشر ووې: "که لوښی مات کړو نو د دواړو په درد نه خوري، راځه چې پرې پچه واچوو."
خو مشر زاهد ورغبرګه کړه: "زه له خپلې برخې پرته بل څه نه غواړم، نه مې خوښېږي چې عدالت او خپله ونډه يوې ړندې پچې‌اچوونې او تصادف ته وسپارم، له دې کبله کنډولی بايد ووېشل شي."
کشر چې وپوهېد، دا وېينې راوېينې نوره ګټه نه لري نو وې وې: "که په رښتيا ستا روستۍ غوښتنه همدا وي نو سمه ده، کنډولی به مات کړو."
مشر زاهد له غصې تور و شين شو او چيغه یې کړه:

 "ځغله! لوده، ډارنه، له جګړې تښتې."

ليک: جبران خليل جبران
ژباړه: عبدالحميد بهيج



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
:: تړاو: داستان
ن :
ت : ۱۳۹۲/۱۰/۲۱
سگ


وايي چي يو پاچا لس وحشي سپي وروزل، هوډ ئې وکړ،که هر وزير ورته غلطه مشوره ورکړي، نو دې سپو ته به ئې اچوي، يو ځل يو وزير په مشوره کي خطا شو، پاچا امر وکړ، وزير زندان ته ولېږئ چي سپي ئې وخوري، وزير ورته وويل، پاچا صاحب ستا مي لس کاله خدمت وکړ، لس ورځي اجازه راکړه، بيا چي دي څه خوښه وي، نو ويې کړه، پاچا لس ورځي اجازه ورکړه، وزير د سپو ساتونکي ته ورغلئ او ورته وئې ويل، ما لس ورځي پرېږده چي د سپو خدمت وکړم، وزير پوره لس ورځي سپو ته خواړه تيارول او د هغوی خدمت ئې کاوه، پاچا لس ورځي وروسته وزير راووست او سپي ئې پرې راخوشي کړل، سپو ئې پښو ته غپل او هيڅ ئې ورته نه ويل، پاچا وويل، د سپو سره دي څه کړي دي؟ وزير ځواب ورکړ چي د دې سپو مي لس ورځي خدمت وکړ اوس راته څه نه وايي، خو افسوس چي ستا مي لس کاله خدمت وکړ، خو درباندې معلوم نه سو، پاچا سر ټيټ کړ او وزير ئې معاف کړ.

زمرى چي زموږ ژوند ته خطر پېښولی سي، نو په درنه ئې يادو، خو سپى چي موږ ساتي په سپکه ئې يادو، له چا چي وېرېږو درناوی ئې کوو، خو چي خدمت مو کوي، نو په سپکه ورګورو .

د ناديې توخي څخه په مننه

Nahida Tokhi



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
:: تړاو: دپند کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۹/۲۲

ليکوال: اسد دانش

يو وزير صاحب راته تيلفون وکړ چې لږ راشه کېبنو سړيه ورک ورک يې، زه هم خداى حسب معمول وشرمولم او ورغلم ، چې ورغلم سم دستي يې وويل ياره زه خو دا ستا ملګرو ، مريدانو ، يارانو ، او او او ، ډير تنګ کړى يم په ما پسې ډير شيان ليکې دا لږ منعه کړه ، ما هم ورته ځان ملک ملک کړ

 چې يم که نه يم بس زه يم !

 ما ويل وزير صاحب ستا هم يوه سوړه نه ده زه څه و کړم نو ولي ولي؟

ما ويل وزير ته يې او مقررې او منفکيانې دې وروڼه او د کاکا زامن کوي څه ګورم چې د وزير تندى لږ تريو شان شو، دې سره دروازې سره ناست سړي د نر بچي نو زما څټ ته يوه کلکه څپړه ه راو بغوله نيغ يې په کټ کې کېنولم، کليمه مې وويله شکر مې وويست يو ګيلاس اوبه مې وڅکلې او بيا ويده شوم خداى دې موږ او تاسې ټول په خپل امان او پنا کې وساتې 



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
:: تړاو: لنډي کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۶/۱۸


د واده په لومړي سهار سړي او ښځي تړون وکړ چي دروازه به هیچا ته نه خلاصوي، په لومړیو کي د هلک مور او پلار راغلل. زوم او ناوي یو بل ته حیران حیران کتل ، ځکه دوی مخکي دا تړون کړی وو چي هیڅ یو به دروازه نه خلاصوي بلاخره دروازه ئې خلاصه نکړه . وروسته د نجلۍ مور او پلار راغلل، دوی دواړو بیا یو بل ته تر ډیره حیران حیران کتل ، د ناوي په سترګو کي اوښکي را ټولي سوي وې ځان ئې کنترول نکړای سو پدې حالت کي ئې وویل : نسم کولای چي مور او پلار مي د دروازې تر شا ووینم او دروازه ورته خلاصه نه کړم . سړي څه ونه ویل او دروازه ئې خلاصه کړه ، اما سړي دغه موضوع  له ځانه سره وساتل .

کلونه تیر سول خدای ج دوی ته څلور زامن ورکړل . پنځم اولاد ئې نجلۍ وه . ددغه ماشوم د زیږیدو په ویاړ پلار ډیره ښادي او خوشحالي وکړه څو پسونه ئې حلال کړل یوه ډیره لویه مهماني ئې جوړه کړه . خلکو له ده څخه په ډیره معتجبانه توګه وپوښتل:  ددغه ښادی او مهماني اصلي علت څه دی ؟ سړي په ډیره سادګۍ ځواب ورکړ : دا هغه ماشوم دی چي دى به  دروازه به زما په مخ خلاصوي.



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۳/۲۹


يو سړی په دې نيت له کوره ووت چي ځان ته به بوټان اخلي، ميده، ميده څپېده، ځان يې يوې مغازې ته ورساوه، په دکان کي څو جوړې بوټونه لاندې باندې کړل، دکاندار د سترګو تر کونجانو پرې نظر وو، ولاړ سو او څو نور بوټونه يې هم ورته راکښته کړل چي په کراره د خپلي خوښي جوړه پيدا کړي.

خريدار ډېر بوټونه سره واړول راواړول، يو یې هم په طبعه برابر نه سو، چي کوم بوټ به يې پښو ته واچاوه، وربوز، سونډک، جامه او څرمنه به یې تر پامه بده سوه، بېرته به يې وکښئ، لنډه دا چي له دې سود و سودا ناهيلی غوندي سو، ناڅاپه يې په یوه ښايسته جوړه  بوټ سترګي ولګېدې، ورتېر سو، پښو ته يې واچوئ ، ويې ليدل چي سم دم برابر دي ، په دوکان کې ئې قدمونه ووهل، يوې خوا او بلي خواته وګرځېدئ، خوښ يې سول، په دوکاندار يې ږغ وکړ :
ـ د دې بوټو نرخ څو دئ ؟
دوکاندار ورته وويل :
ـ ګرانه دا بوټونه قيمت نه لري!
د سړي په تندي کي ګونجي پيدا سوې

ـ ته په ما ملنډې وهي؟ دا ممکنه نه ده!
دکاندار وخندل :
ـ خدای دې نه کړي ښاغليه
!

دا ستاسو خپل بوټونه دي، تاسو چي دوکان ته راننوتلاست همدا مو په پښو ول.
پاملرنه: دا کيسه کابو له موږ ټولو سره سوې ده، دا مو د ژوند مشترکه کيسه ده، موږ تل ايډيالونه ، ښکلا او نور ارزښتونه له ځانه بهر لټوو، خوشحالي ، سرُر او سوکالي له نورو غواړو، موږ د ځان ځای ورک کړی دئ، څوک چي ځان ته په کمه او نه سترګه ګوري دا ورکه به همداسي پسې لټوي
.

 



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
:: تړاو: ارواه پوهنه
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۱/۲۰

ناول دلاتیني کلمه ده ، لغوي معنا یې نوی، تازه او عجیبه څېز دی او په ادبي اصطلاح کښي هغه نثري کیسې یا داستان ته وایي، چي له لنډي کیسې څخه اږد او له رومان څخه لنډ وي؛ په ادبي اصطلاح کي بیا هغه کیسه ده، چي سر او کار یې له ژوند سره وي. البته که دانسان ژوند وي او یا غیر انسان ، خو کار یې له ژوند سره دی.

دناول دجوړښت بنسټیز توکي

۱ ـ کیسه : هرناول به خامخا یوه کیسه لري ، بې له کیسې ناول نه سي لیکل کېدلای، دهمدې کیسې په منطقي ترتیب او دهغې په تدریجي رنګ کښي دناول د غوره والي ( معقولیت او مقبولیت ) راز پکښي نغښتی دی.

۲ ـ پلاټ : پلاټ انګریزي کلمه ده ، چي موږ ورته اډانه او طرحه وایو او معنا ئې دیوې ودانۍ لپاره د ځمکي نقشه ، دځمکي یوه ټوټه او دیوه میدان نقشه ده .پلاټ د کیسې هغه برخه ده چي له دې څخه د کیسې خاکه یا اسکلیټ

۳- کرکټرونهدا هغه کسان دي چي ناول پرې را څرخي. په دوی کي دوه تنه یو اتل او بله اتله وي او نور ټول هغه لوبغاړي دي چي ځینو ځایونو کښي اصلي او ځینو ځایونو کښي ئې د ناول فرعي برخي پرمخ رواني کړي وي.

۴- پېښه : پېښي د ناول هغه برخه ده ، چي ناول ته روح ورکوي یعني ناول له ولاړ حالت څخه په تحریک او خوځښت راولي.

۵- صحنه،منظرکښي:لکه څنګه چي ئې له نامه څخه ښکاري صحنه هغه ځای یا شېبې دي چي ناول پکښي پېښېږي .

۶- تلوسه،غوټه:تلوسه یا غوټه د ناول هغه برخه ده، چي لوستونکي ته په لس ګونو پوښتني پیدا کوي

۷- احساس اوطنز:په ټولیزه توګه داستاني ادبیات هغه ادبیات دي ، چي زموږ بیده احساس راویښ کړي .

۸- غوټه پرانيستل :غوټه پرانستل داسي برخه ده ، چي په دې کښي د ناول ستونزي او پوښتني ټولي جوابېږي .

۹- پيغام اومقصد:هره لیکنه خامخا دیوې موخي او غرض لپاره کېږي ، دغسي په هر ناول کښي هم یو اصلي پیغام او غرض نغښتی وي .

د ناول پېژندنه

ناول دلاتیني کلمه ده ، لغوي معنا یې نوی، تازه او عجیبه څېز دی او په ادبي اصطلاح کښي هغه نثري کیسې یا داستان ته وایي، چي له لنډي کیسې څخه اږد او له رومان څخه لنډ وي؛ په ادبي اصطلاح کي بیا هغه کیسه ده، چي سر او کار یې له ژوند سره وي. البته که دانسان ژوند وي او یا غیر انسان ، خو کار یې له ژوند سره دی.

دناول دجوړښت بنسټیز توکي

۱ ـ کیسه : هرناول به خامخا یوه کیسه لري ، بې له کیسې ناول نه سي لیکل کېدلای، دهمدې کیسې په منطقي ترتیب او دهغې په تدریجي رنګ کښي دناول د غوره والي ( معقولیت او مقبولیت ) راز پکښي نغښتی دی.

۲ ـ پلاټ : پلاټ انګریزي کلمه ده ، چي موږ ورته اډانه او طرحه وایو او معنا ئې دیوې ودانۍ لپاره د ځمکي نقشه ، دځمکي یوه ټوټه او دیوه میدان نقشه ده .پلاټ د کیسې هغه برخه ده چي له دې څخه د کیسې خاکه یا اسکلیټ

۳- کرکټرونهدا هغه کسان دي چي ناول پرې را څرخي. په دوی کي دوه تنه یو اتل او بله اتله وي او نور ټول هغه لوبغاړي دي چي ځینو ځایونو کښي اصلي او ځینو ځایونو کښي ئې د ناول فرعي برخي پرمخ رواني کړي وي.

۴- پېښه : پېښي د ناول هغه برخه ده ، چي ناول ته روح ورکوي یعني ناول له ولاړ حالت څخه په تحریک او خوځښت راولي.

۵- صحنه،منظرکښي:لکه څنګه چي ئې له نامه څخه ښکاري صحنه هغه ځای یا شېبې دي چي ناول پکښي پېښېږي .

۶- تلوسه،غوټه:تلوسه یا غوټه د ناول هغه برخه ده، چي لوستونکي ته په لس ګونو پوښتني پیدا کوي

۷- احساس اوطنز:په ټولیزه توګه داستاني ادبیات هغه ادبیات دي ، چي زموږ بیده احساس راویښ کړي .

۸- غوټه پرانيستل :غوټه پرانستل داسي برخه ده ، چي په دې کښي د ناول ستونزي او پوښتني ټولي جوابېږي .

۹- پيغام اومقصد:هره لیکنه خامخا دیوې موخي او غرض لپاره کېږي ، دغسي په هر ناول کښي هم یو اصلي پیغام او غرض نغښتی وي .

د ناول پېژندنه

ناول دلاتیني کلمه ده ، لغوي معنا یې نوی، تازه او عجیبه څېز دی او په ادبي اصطلاح کښي هغه نثري کیسې یا داستان ته وایي، چي له لنډي کیسې څخه اږد او له رومان څخه لنډ وي؛ په ادبي اصطلاح کي بیا هغه کیسه ده، چي سر او کار یې له ژوند سره وي. البته که دانسان ژوند وي او یا غیر انسان ، خو کار یې له ژوند سره دی.

دناول دجوړښت بنسټیز توکي

۱ ـ کیسه : هرناول به خامخا یوه کیسه لري ، بې له کیسې ناول نه سي لیکل کېدلای، دهمدې کیسې په منطقي ترتیب او دهغې په تدریجي رنګ کښي دناول د غوره والي ( معقولیت او مقبولیت ) راز پکښي نغښتی دی.

۲ ـ پلاټ : پلاټ انګریزي کلمه ده ، چي موږ ورته اډانه او طرحه وایو او معنا ئې دیوې ودانۍ لپاره د ځمکي نقشه ، دځمکي یوه ټوټه او دیوه میدان نقشه ده .پلاټ د کیسې هغه برخه ده چي له دې څخه د کیسې خاکه یا اسکلیټ

۳- کرکټرونهدا هغه کسان دي چي ناول پرې را څرخي. په دوی کي دوه تنه یو اتل او بله اتله وي او نور ټول هغه لوبغاړي دي چي ځینو ځایونو کښي اصلي او ځینو ځایونو کښي ئې د ناول فرعي برخي پرمخ رواني کړي وي.

۴- پېښه : پېښي د ناول هغه برخه ده ، چي ناول ته روح ورکوي یعني ناول له ولاړ حالت څخه په تحریک او خوځښت راولي.

۵- صحنه،منظرکښي:لکه څنګه چي ئې له نامه څخه ښکاري صحنه هغه ځای یا شېبې دي چي ناول پکښي پېښېږي .

۶- تلوسه،غوټه:تلوسه یا غوټه د ناول هغه برخه ده، چي لوستونکي ته په لس ګونو پوښتني پیدا کوي

۷- احساس اوطنز:په ټولیزه توګه داستاني ادبیات هغه ادبیات دي ، چي زموږ بیده احساس راویښ کړي .

۸- غوټه پرانيستل :غوټه پرانستل داسي برخه ده ، چي په دې کښي د ناول ستونزي او پوښتني ټولي جوابېږي .

۹- پيغام اومقصد:هره لیکنه خامخا دیوې موخي او غرض لپاره کېږي ، دغسي په هر ناول کښي هم یو اصلي پیغام او غرض نغښتی وي .



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، جالبي پيښي، هنري نثرونه
:: تړاو: ناول
ن :
ت : ۱۳۹۰/۰۱/۰۲

رئيس عبدالله خان په خپلو ټولو رسمي چارو كي خورا جدي او ديكتاتور و چي هيچا هم سر نه شواى ځني پورته كولاى. دى په عمر پوخ، په ونه لوړ او خورا غټ برېتونه يې درلودل. كله چي به ډېر درد ورغی، نو يو برېت به يې ښورېده. د خطر له دې زنګ سره د نوموړي رياست ټول كاركوونكي بلد ول. پر دغه مهال به هر چا هڅه كوله چي ځان ورسره مخامخ نه كړي، په تېره بيا د دفتر چپړاسيان، څوكيداران، موټروانان او اشپزان خو به له ډاره لکه پاڼه داسي رېږدېدل. عبدالله خان د موډ او فېشن هم خورا شوقي و. کله چي به بازار ته نوې دريشي او يا نوی ماډل بوټ راغی، نو ده به خامخا رانيوه. ده سينګار او فېشن د ډيموکراسۍ يوه نه بېلېدونکې برخه ګڼله او کله چي به بازار ته د فېشن يو نوی شی راغی، نو بې واره به يې دا خبره تر خوله ووته: واه واه ډيموکراسي!

ده د مژګان په نوم يوه سكرټره هم درلوده چي له سينګار سره يې خورا جوړه وه. ان دا چي كله به يې يو ګيلاس چاى او يا اوبه هم وڅښلې، نو ژر به تشناب ته ولاړه او د خپلو شونډو رنګ (لب سيرين) به يې تازه كړ او اكثره وخت به يې اناري رنګ لب سيرين استعمالاوه. که څه هم په نوموړي رياست کي نورو ښځو هم کار کاوه، خو د مژګان په شان يې په ځان ګوته نه وهله، ياني خپل سينګار ته يې دومره ډېره پاملرنه نه کوله.

يوه ورځ په دغه رياست كي بېړنۍ غونډه رابلل شوې وه. عبدالله خان له موډه سره سمه او نوې دريشي اغوستې او د غونډې تالار ته راغى. د ده له راتګ سره سم د غونډي ټولو برخه والو په برېتوکي وخندل. که څه هم له خندا سره چاودل، خو له ډاره هيچا هم زړه نه شواى كولاى چي په زوره وخاندي. عبدالله خان څو واره له هغوی څخه د خندا علت وپوښت، خو هيچا هم ورته ونه ويل چي دوى ولي خاندي؟ اخر عبدالله خان دومره پوه شو چي خبره په ده كي ده. تندى يې تريو شو، غونډه يې د پنځو دقيقو لپاره وځنډوله او له تالاره راووت. خپل د كار دفتر ته راغى او بوټونه، پتلون، كورتۍ، كميس او نېكټايي يې ښه په ځير سره وکتل، بيا يې له ځان سره وويل: ”عجبه ده، زه نه پوهېږم چي دا خلك ولي خاندي؟ په ما كي خو داسي څه نشته، چي د خندا دي وړ وي. دا خلك لېوني شوي دي، كه څنګه چي بې ځايه خاندي؟“. له دې سره سم د تشناب خوا ته روان شو، هلته چي ورسېد، نو هينداري ته ودرېد. ګوري چي سپين برېتونه يې په لب سيرين سره دي. ژر- ژر يې خپل برېتونه پاك كړل او په داسي حال كي چي له درده يې يو برېت ښورېده، له تشنابه راووت. په دې وخت كي مژګان په ټيليفون كي له يو چا سره خبري كولې. كله چي يې عبدالله خان وليد چي درد ورغلی دی، نو له ډېري وېري يې د ټيليفون غوږۍ (ګوشکه) له لاسه ولوېده، په ډېري عاجزۍ د مېز ترڅنګ ودرېده او ويې ويل: رئيس صاحب ډېر وبخښئ! ما فكر کاوه چي تاسي به په غونډه كي تشريف لرئ. عبدالله خان وويل : نه خير دى پروا نه لري.

عبدالله خان پر خپله څوكۍ كښېناست او د ټيليفون غوږۍ يې راپورته كړه چي پر ټيليفون يي سمه كښېږدي. په دې وخت كي يې پام شو چي د ټيليفون غوږۍ هم په لب سيرين سره ده. عبدالله خان لومړى د غوږۍ لب سيرين او بيا مژګان ته په ځير- ځير وكتل او هغې ته يې داسي وښووله چي زما برېتونه هم د ټيليفون په ګوشکه سره شوي دي. په دې وخت كي بيا د عبدالله خان يو برېت په ښورېدو شو.



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
:: تړاو: طنز
ن :
ت : ۱۳۸۸/۱۲/۱۸

اې د کایناتو ربه
زه چي هره شبه ویده شم په خوب کښي وینم چي زه جوړ او روغ یمه

، په دواړو پښو باندي د یوکامل انسان په څیر تګ کومه
په زړه کښي د خوښۍ احساس کومه او له خوشحالۍ پورته وغورځم
ناڅابه را ویښ سم او ژر خپل لاس خپلو پښتو ته وغځوم
کله چي وګورم یو پښه مي نه وي نو ټوله شپه تر سهار په ژړا تیره کړم
ای زما د ژونداو مرګ واکداره !

زما دامعیوبه حالت ما ډیر ځوروي، زه نور دداسي ژونده ستړی یم
ماته خو دمرګ فریشته راولیږه چي ماپه ابدي خوب ویده کړي
لږ ترلږ خوبه په خپلو خوبونو کښي خپل روغ حالت ته دایمي خوشحاله اوسم .

خالدهادي حیدري


:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
:: تړاو: خالد هادی حیدري
ن :
ت : ۱۳۸۷/۱۰/۰۷

موضوع د کيسي اساسي برخه ده، چي هم کيسه بريالۍ کولاي سي، او هم ئې ناکامولای سي. د ناول ليکوال خپل لوستونکي تر پاي پوري د ځان سره ساتلاي سي. که چيري ناول د شروع څځه خپله کيسه په ګډوډيو او بې خونده الفاظو پيل کړي او موضوع ئې هم دومره په زړه پوري نه وي؛ نو ګومان کوم چي يو څوک په هم ناول و نه ګوري. په موضوع کښي بله تر ټولو مهمه خبره د هنر د خوږو الفاظو پر ځاي کارول دي . که يو موضوع  زړه (سولېدلې ) وي خو که ليکوال هغه په خوږو الفاظو بيان کړي ډېر خوند کوي.

۱- نظرياتي ناول : نظرياتي ناولونه هغه ناولونه دي، چي د يوې نظريې په رڼا کښي ليکل کيږي. چي ، ډ ېر ځله سياسي ، مذهبي کيسې پکښي راځي، هر کله چي څوک يوه موضوع د خپل ځانګړي نظر له پاره ليکي ؛ نو هغه بايد دومره هنرمند وي ، چي لوستونکي د خپل هنر په زور له ځان سره وساتي .

ښاغلي رفيع الدين هاشمي په دې اند دئ ، چي « د نظرياتي ناول له پاره ضروري ده، چي د نظريې او فن تر منځ تناسب او توازن خيال پوره وساتل سي . د نظرياتي ناول ښه مثال د نور محمد ترکي دوه ناولونه د بنګ مسافري او سنګسار او د حمزه شينواري نوي چپې دي »

۲- اصلاحي ناول : کله چي په ټولنه کښي فسا د ، شخړي رامنځ ته سي ؛ نو پر همدې اساس اصلاحي ناول رامنځ ته سو. او کله چي په ټولنه کښي بد مرغۍ او تاوتريخوالي خپل اوج ته ورسيږي ليکوال هڅه کوي ، چي د خپل قلم په مرسته دوی خپلو کړنو ته متوجه کړي. اصلاحي ناولونه د ټولني د سمون او اصلاح له پاره ليکل کيږي ، چي ښه پايله ور کوي. لکه:- د محب الله زغم ، د عارفي او نصيراحمد احمدي نومونه يادولای سو . د ادب  څېړونکو په اند دغه ډول ناول د نظرياتي ناول څانګه ده.

۳- روماني ناول : د رومان حقيقي معنی مينه ، محبت ، اوږده کيسه ، داستان او خيال دئ ؛ نو ځکه په دې ډول ناول کښي د ميني کيسه بيانيږي. د سرتيري او هېواد ترمنځ مينه يا د هلک او انجلۍ تر منځ مينه دغه ډول ناولونه د هلک او انجلۍ د ميني څخه پيل کيږي او تر هغه وخته چي مينه ئې بريالۍ يا ناکامه سي دوام کوي. په دې منځ کښي چي هر ډول پيښي څرګنديږي ؛ ځکه ناول تخيل هم لري. دا ناول ليکوال مجبور کوي ؛ تر څو په دې ډول خپل لوستونکي له ځان سره وساتي په پښتو ژبه کښي د روماني ناول ليکوالان خورا زيات دي. لکه:- مصطفي سالک ، علم ګل سحر ، وږمه سبا او نور د يادولو وړ دي.

۴- جاسوسي ناول : د نامه څخه ئې معلوميږي ، چي د ناول ليکوال داسي کيسه ليکي ، چي په هغه کښي ټول تجسس ، لټه ، په ورکي پسي ګرځېد ل ، په پټه د پټو پلټنه  او د يوې پيښي اصلي لامل معلومول دي. لکه:- د ماشومانو تښتول په ناول کښي لوستونکي حيرانتيا ته راباسي. ډېر ځله ليکوال په جاسوسي ناول کښي تيروځي ؛  په دې معنی چي پوليسي کيسې جاسوسي او جاسوسي کيسې پو ليسي بولي. ځکه يو د بل سره توپير لري. د جاسوسي ناول توپير دادئ ، چي پيښي ئې پر دوو يا ډيرو هيوادونو پوري اړوند وي ؛ خو پوليسي ناول بيا په يو هيواد پوري اړه لري. په پښتو کښي جاسوسي ناولونه لکه:- رحيم الله بشارت ، صابر حجازي او نور .. دي.

۵- تاريخي ناول  : د دغه ډ ول ناولونو کيسې ټولي پر تاريخ راڅرخيږي ، د ساري په ډول يو څوک غواړي د احمد شاه بابا تاريخ وليکي د دې له پاره ، چي لوستونکي ډېر ولري او خپلي ليکني ته ئې هنري خوند ورکړی وي ؛ نو تاريخ د ناول په جامه کښي ليکي او خپلو لوستونکو ته ئې وړاندي کوي . البته په تاريخي ناولونو کښي څو خبري ډيري مهمي دي ، يو داچي په دې ډول کيسو کښي ليکوال حق نه لري ، چي اصلي تاريخ سره خيانت وکړي او په هغه کي زياتوالي او يا کموالي راوړي ؛ ځکه دا ناولونه د دې پرځای ، چي ګټه وکړي تاوان ئې زيات وي. په دې ډول ناولونو کښي ليکوال کوښښ کوي ، چي پېښه حيرانونکې وښيي ، اتل خورا غښتلي او نا اشنا انسان وښيي ، خو دا چي د تاريخ په منځپانګه کښي کوتي ووهي ، هغه د کيسې ناکامي ده نه برياليتوب .

۶-  ډرامايي ناول : لکه څنګه ، چي د نامه څخه ئې معلوميږي، دغه ډول ناول د ډرامې په بڼه وړاندي کيږي، ‌ډېره برخه پکښي د خبرو اترو وي ؛ يعني اتل يا اتله يا د ناول نور لوبغاړي په خپلو کښي سره خبري اتري کوي ؛ خو دغه خبري اتري دومره خوږې وي ، چي لوستونکي ته ډېره ښه بوختيا پيداکوي. سربيره پردې دغه ډول ناول پوليسي ناولونو سره هم ډېر ورته والي لري او لامل ئې دا دئ ، چي پيښي پکښي ډيري کيږي او ژر ژر بدليږي ؛ نو په  يو وخت کي څو پيښي کوي ، چي په ټوليږه توګه يوه د بلي سره توپير لري او عام خلک ژر ور باندي پوهيږي. په پښتو کښي دغه ډول ناول ليکوال ښاغلي ايمل پسرلی او نور دي.

۷- پوليسي ناول : پوليسي ناول هغه ناول دئ ، چي په يو هيواد ، ولايت او يا يوه سيمه کي يوه پيښه رامنځته سي او د هغي د معلومولو له پاره پوليسو د ادارې مشر خپل يو تن مامور ته دنده سپاري ، چي د پيښي اصلي لامل پيداکړي ، چي ولي پېښه سوي ده؟  مثال:- د چا کور غلا سوي دئ ، دغه ډول ناول تر نورو ناولونو ځکه په زړه پوري او خوندور دئ، چي پيښي ډيري لري او لوستونکي کوښښ کوي، چي د هري پيښي تل ته ځان ورسوي ، چي ولي پيښه رامنځ ته سوې ده . په حقيقت کښي پوليسي ناول داسي ناول دئ ، چي په هغه کښي يوه پېښه يا جنايت په عمده ډول د څو مجرمانو د خوا پلان سوې وي او پوليس تر ډېرو څېړنو وروسته هغه پيداکوي.

۸- طبقاتي ناول : په دې ډول ناول کښي د يوې ټولني د وګړو پوړ، سويه ، جنس ، استعداد ، کړني ، عمر، ښه او بد ، پخواني او اوسني وخت او نور راځي ؛ په دې معنی کله کله داسي وي ، چي يو څوک مالدار او غني وي او بل څوک بې وزله او مسکين وي ؛ نو دهغه مالدار پر ځاي د دې ، چي د خپل بې وزله ورور يا خور سره مرسته وکړي ؛ پر هغه ملنډي وهي اوهغه ته د هغه د غريبۍ پېغور ورکوي. د طبقاتې ناول په برخه کښي راځي ، چي د ناول ليکوال ئې په ټولنه کښي ، چي هر څه ويني د هغه د سمون له پاره مټي رانغاړي. لکه د نورمحمد تره کي، ساغر اپريدي او نورو ليکلي دي.

۹- مهماتي ناول : په دې ډول ناولونو کښي ، نوي نوي موضوعات ليکل کيږي او ديو عمل په کولو کښي ليکوال بشپړه خپلواکي لري. په دغه ډول ناول کي اتل او اتله هرڅه، چي وغواړي کولاي ئې سي او په خپلو کړنو کښي د چا څخه اجازه نه اخلي. په دې ناول کښي اتل هڅه کوي ، چي خپله معشوقه اتله هر ځای له ځان سره بوځي او هغه څه ويني ، چې تر دي وخته ئې نه وي ليدلي . په پښتو کي د عارفي عمر لور او محمد حسام ناولونه دي .

۱۰- سياسي ناول : په دې ډول ناول کښي د يو يا څو هيوادونو سياسي حالات رانغاړل کيږي. په دغه ډول ناول کښي له اتل او اتلي څّخه نيولې آن تر لوبغاړو پوري ډېر وخت سياسي اشخاص او د هيواد چارواکي وي. کله نا کله داسي هم کيږي ، چي په يو هيواد کښي د سياسي رهبرانو او د حکومت د چارواکو ترمنځ په ځينو شيانو سره دعوه راځي او دغه دعوه آن تر وسلې او جګړې پوري رسيږي ، چي په پايله کښي ئې په زرګونه بې ګناه خلک د دوی د لوبي ښکار کيږي. لکه: چي يو هيواد پر بل هيواد سياسي تيري کوي اوهغه هيواد د خپل ښکېلاک لاندي راولي په دې کار کي پر اقتصاد او وسلې سربېره سياسي پوهه او شعور هم په کار دي ، چي يو د ناول ليکوال بايد په دې مسايلو پوه وي. په پښتو ژبه کښي د آرش ننګيال ولسمشر ما وژلی ناول دئ.

۱۱- ساينسي ناول : دغه ډول ناولونه که څه هم په پښتو ادب کښي لږ دي ؛ خو سته ، د دې ناولونو موضوع پر تخنيکي او تکتيکي شيانو څرخي . د نوي نړۍ له پرمختګونو څخه پکښي خبري سوي وي او ټول نوي ساينسي پرمختياوي بيانوي ، چي تر دې دمه ترې لا ډ ېر خلک بې خبره دي. دا ډول ناولونه په افغانستان کي دومره مينه وال نه لري . لامل ئې هم دادئ ، چي افغانستان د نړۍ په پرتله يو وروسته پاته هيواد دئ او په نړۍ کښي، چي کوم پرمختګونه سوي دي د هغه ډېر خلک نا خبره دي ، دا چي اوس د هغو تخنيکونو او ټيکنالوژيو په هکله څوک څه ليکي ډيري ئې موږ ته د منلو وړ نه دي؛ ځکه موږ په خپله په خپلو سترګو نه دي ليدلي او هر هغه شی ، چي په خپلو سترګو نه وي ليدل سوي د هغه منل او په هکله ئې معلومات ورکول ډېره ستونزمنه خبره ده. همدا اوس په افغانستان کښي ډ ېر داسي خلک سته ، چي انټرنيټ نه پېژني‎، په هرحال په پښتو ژبه کښي ئې ښه مثال د عبدالخالق واسعي ژباړل سوي ناول دئ.

۱۲- رواني يا روحي ناول :  دا ډول ناولونه د انسان د روح يا روان سره سروکار لري. په دې ډول ناول کښي د انسان داخلي احساسات ، عواطف ، مفکورې ، دودونه او کلتور بيانيږي . دا ډول ناولونو يوازي د پيښي په ظاهري بڼي بسنه نه کوي او هڅه کوي چي روح ته ئې ننوځي ، چي لامل ئې څه دي، ولي پېښه سوه؟ او د چا له خوا پېښه سوه؟ په دې ډول ناولونو کښي د انسان روح تر مطالعې لاندي نيول کيږي  او ګوري، چي يو څوک د يوې پيښي په هکله څونده رښتيا وايي . په دغه ډول ناول کښي ليکوال سربېره پر دې ، چي يو ښه ارواپوه وي ، بايد د يو ولس په دودونو خبر وي ؛ ځکه کله چي د پلټني او څېړني مسأله رامنځته سي ؛ پوهان وائي دا ډول ناولونو لومړي ليکوال لئون تولستوی دئ. په پښتو کي دا ډول ناولونو ليکوالان لکه:- صفيه حليم ، مياګل شاه او نور دي.

۱۳- جنسي ناول : دا ډول ناول په جنسي مسايلو راڅرخيږي. په دې ناول کښي د انسان د بدن هغه پټ او محرم ځايونه بر بنډيږي ، چي اسلامي ټولني ئې د اوريدلو توان نه لري؛ انسان خداي (ج) د عزت او ابرو له پاره پيداکړی دئ او کله ، چي د انسان ابرو او عزت په بازار کښي اعلاميږي نو انساني پولي او چوکاټ ټول ماتيږي او هغه درناوي چي انساني ټولنه ئې تشکيله کړې ده د پوښتني لاندي راځي. دا ډول ناولونه په غير اسلامي ټولنو کښي ښه ډېر دي او هغوی ته عادي خبره ده ؛ خو اسلامي ټولنه او په ځانګړې توګه افغاني ټولنه لادې ته نه ده اماده ، چي دغه ډول خبري واوري او يا د انسان په هغه پټو ځايونو خبري وکړي ، چي هغه خداي (ج) پټ پيداکړي دي. په دې برخه کښي يو شمېر ليکوالانو تجربه کړې ده او خپل زورئې په کښي ازمايلي دئ، چي ښه مثال ئې ماټو خان دئ ؛ خو د نېکه مرغه ښه پايله ئې نه ده ورکړې او نه له دومره تود هرکلي سره مخ سوي، همدا لامل دئ، چي اوس ئې څوک ليکلو ته زړه نه ښه کوي ؛ خو نيم د ګوتو په شمېر ليکوالان  ليدل کيږي. ادب څېړونکي په پښتو ژبه کښي د دغه ډول ناولونو سر لاري ليکوال ماټو خان بولي ؛ خو اوس يو شمېر ځوان ليکوالان دغه  ډول ناولونه ژباړي. لکه: د نذير احمد سهار ژباړلی ناول نازنين که څه هم نوموړي په دغه ناول کښي ډيري برخي لري کړي دي ؛ خو بيا هم د جنسي ناول نښي پکښي ليدل کيږي.

۱۴- د پلاټ ناول : لکه څنګه ، چي د نامه څخه ئې معلوميږي، په دغه ډول ناول کښي تر ټولو مهم رول پلاټ لري او پلاټ د يو ناول هغه اساسي برخه ده ، چي د هغه په وسيله د ناول خام مواد چمتو کيږي. د يو کيسې اسکليټ ته پلاټ وايي . په پلاټ کښي د يوې کيسې پيل ، منځ او پاي ته ډ ېره پاملرنه کيږي او کوښښ کيږي ، چي يوه کيسه په همدغو برخو کښي بې خونده نسي او په يوه کيسه کښي همدا برخه اساسي ده ؛ هر ناول پلاټ لري او هيڅ ناول بې پلاټه نه ليکل کيږي ؛ خو دا چي ځيني ناولونه پلاټ ته جلا کيږي هغه ته پلاټ ناول وايي . په پلاټ ناول کښي تر ډيرو مسايلو پلاټ ته ډېره پاملرنه کيږي او کوښښ کيږي ، چي نوري برخي هم په متوازنه توګه وساتل سي . يعني داسي نسي ، چي لوستونکي د ډيرو پيلزو او تشريفاتي  خبرو له امله کيسه پر ځاي پريږدي اوپه خپل کار پسي ولاړ سي . د پلاټ ناول ښېګڼه هم دغه ده ، چي ټولي برخي متوازني ساتي او په داسي هنري انداز سره رابطه ورکوي ، چي لوستونکي د کوم جلا والي احساس و نه کړي. په پښتو ژبه کښي دغه ډول ناولونه خورا ډېر دي، چي ښې بېلګي ئې د ډاکټر محب الله زغم ناول ، د سيد نظيم ژباړل سوي ناول« نن شپه اوښکي توييږي» د صديق الله سمسور ژباړل سوی ناول، د علم ګل سحر ناول او نور.

 



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۸۶/۰۱/۲۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.