يو سړي د ځان له پاره کور جوړ کړ، له کوره ئې ژمنه واخیسته، څو چي زه ژوندی یم، وفا به راسره کوې، پر مابه نه نړېږې او مخکي له نړېدو به مي خبروې.
څه وخت وروسته د کور په دېوال کي چاک پیدا سو، سړي ژر چاک په خټو بند کړ؛ څه وخت وروسته د کور په بله برخه کي بل چاک پیدا سو، سړي بیا پټ کړ، دا کيسه څو ځله تکرار سوه.
یوه ورځ ناڅاپه کور ونړېد؛ سړي په ډېره غوسه کور ته دهغه کړې ژمنه وریاده کړه.
کور و سړي ته وویل: هر ځل مي غوښتل چي تاته خبر درکړم، خو تا به زما خوله په خټو رابنده کړه، زه به دي چپ کړم؛ دا د نه اورېدلو او خبرداري ته د پام نه کولو پایله ده! (مولانا_معنوي_بلخي)
#هدفــ: ژوند د مرګ د راتلو زېری دئ؛ موږ چي زړېږو مرګ ته نژدې کېږو، خو ددې پر ځای چي دا حقیقت ومنو، په بېلابېلو بهانو ځان تېر باسو.
تړاو: په زړه پوري کيسې
Afghan Afghani Converter