هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
ګټوري پاڼي
معلوماتي پاڼي
د هغو انسانانو د ژوند وروستۍ صحنې

 چي تر دې وروسته پدې نړۍ کي نسته!

http://web.p30day.com/wp-content/uploads/2013/02/12-extreme-falling-pictures08.jpg
http://web.p30day.com/wp-content/uploads/2013/02/12-extreme-falling-pictures07.jpg
http://web.p30day.com/wp-content/uploads/2013/02/12-extreme-falling-pictures06.jpg


تړاو: جالب
[ ۱۳۹۱/۱۲/۳۰ ] [ 11:7 PM ] [ ]



فکر وکړئ چي هره ورځ تاسو ته ٨٦٤٠٠ افغانۍ

په لاس درځي،

مجبور ياست چي همدا مبلغ خرڅي کړئ،

په اخر کي تاسو ته هيڅ هم نه پاتيږي،

تاسو به يې په څه مصرف کړئ؟

 موږ او تاسو همداسي يو بانک لرو، د وخت بانک!

 هره ورځ پدې بانک کي ٨٦٤٠٠ ثانيې اعتبار ډيريږي او

د شپې په ورستيو کي دا اعتبار ختميږي،

هيڅ واپسي او پاته شوني نه لري،

هيڅ برخه سبا ته نه پاتيږي.

د کال په ارزښت هغه محصل چي

يوکال محروم سوى وي پوهيږي.

د مياشتي  په ارزښت هغه مور چي

٩ مياشتي وروسته يې اولاد نقصان کړى وي پوهيږي

د اونۍ  په ارزښت هغه مديرچي اونېزه خپروي پوهيږي

د ساعت په ارزښت هغه مئين چي

د خپلي ميني په انتظار وي پوهيږي

د دقيقې په ارزښت هغه هغه شخص چي

په نوبت کي ولاړ وي پوهپږي

د ثانيې په ارزښت هغه څوک چي

د يوې وژونکي صحنې څه ژغورل سوى وي پوهيږي

هره لحظه او هره ثانيه ستاسو لپاره يو لويه خزانه ده ،

دا خزانه وړيا دلاسه مه ورکوئ

په ياد ولرئ چي وخت د هيچا لپاره انتظار نه کوي

پرون د تاريخ يوه برخه سوه

 سبا نا مالومه او معما ده

 نن يوه تحفه

او

ډالۍ ده

گټه ترې واخله!


تړاو: ژوند ښکلى دئ
[ ۱۳۹۱/۱۲/۳۰ ] [ 9:41 PM ] [ ]

 د پښتو ژبي ستر او نوميالی استاد پروفيسور

کانستانتين الکساندريوويچ لېبېدېف

پروفيسور کانستانتين الکساندريوويچ لېبېدېف

دپښتو ژبي ستر استاد د ۱۹۲۰ کال د مارچ په شلمه د مسکو د څنډو د کالمنسکي په ښارګوټي کي پيدا شوی دی . په سیمه کي د ښوونځي تر پای ته رسېدو پر ۱۹۳۹ کال د مسکو د ختيځ پېژندني په انستیتوت کي ئې ، دپښتو ژبي زده کړي پیل کړي دي.

  پر ۱۹۴۲کال همالته استاد شوی دی .
له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۴ پوري د پښتو ژبي او ادب د څانګي د مشرتابه کفیل پاتي شوی دی
له ۱۹۶۷ تر ۱۹۶۹ پوري د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو اړیکو د انستیتوت مرستیال او هممهاله دپښتو ژبي استاد و .
له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۶ پوري د مسکو د دولتي پوهنتون د آسیا او افریقا د انستیتوت د فلالوژۍ د څانګې مشر .
۹۳ کلن استاد ، لا تر اوسه هم د هماغي څانګي استاد او په هغه انستیتوت کي د پښو ژبي او ګرامر تدریس کوي.  که څه اوس زیات کار ته ورتلای نه شي .


آثار :
۱- د پښتو ژبي گرامر ، ۱۹۴۵ ( ۱)
۲- د افغانستان افسانې ، قصې او شعر ، ۱۹۵۳
۳- پښتو ژبي گرامر ، ۱۹۵۶ (۲)
۴-په روسيه کې د پښتو ژبې زده کړه . ۱۹۵۸
۵-کوچنی دايرة المعارف ، ۱۹۶۱
۶-د روسي ژبې د زده کړې درسي کتاب ، پښتو ژبه (۱) ۱۹۶۱
۷- روسي- افغاني جيبي قاموس ۱۹۶۲
۸-څرنګه کولای شو د زده کړې لپاره جالب درسي کتاب تيار کړو؟ ۱۹۶۳
۹- روسي- افغاني جيبي قاموس ۱۹۶۷
۱۰- افغاني متلونه ، ۱۸۶۷
۱۱-د روسي ژبې د زده کړې درسي کتاب (۲) ۱۹۶۷
۱۲-په پښتو ژبه کې فعل اوقيد ، ۱۹۶۹
۱۳- د روسي ژبو لپاره د پښتو درسي کتاب ، ۱۹۶۹لومړی کتاب .
۱۴- پښتو ژبې گرامر ، ۱۹۷۰ .
۱۵ - افغاني قصې او افسانې ، ۱۹۷۲
۱۶- دپښتو ادبیاتو زده کړه ، منتخبات ، ۱۹۷۲ .
۱۷- افغاني افسانې ، ۱۹۷۲
۱۸- د دویم او درېیم کال لپاره پښتو ژبې د زده کړې د مقالو مجموعه ، ۱۹۷۲
۱۹-د څلورم کال لپاره پښتو ژبې د زده کړې د مقالو مجموعه ، ۱۹۷۲
۲۰-د پنځم کال لپاره د مقالو مجموعه ، ۱۹۷۳
۲۱- شرقي ژبې او ادبيات ، ۱۹۷۳
۲۲- پښتو قاموس ۱۹۷۳ پښتو - روسي
۲۳- د پښتو ژبې د گرامر جدول ، ، ۱۹۷۳
۲۴- افغاني کلاسيکه شاعري ، ۱۹۷۵
۲۵-پښتو قاموس ۱۹۸۳ پښو - روسي
۲۶- د ژبې او ادبياتو مسئله ۱۹۸۳
۲۷- ، د پښتو ژبې زده کړې ، ۱۹۸۳
۲۸- د لومړی کال لپاره د پښتو ژبې د زده کړو کتاب ، د مقالو مجموعه ، ۱۹۸۳
۲۹- د دویم او درېيم کال لپاره د پښتو ژبې ، مقالو مجموعه ، ۱۹۸۳
٣٠-افسانه اوشعر ، ترجمه ، ۱۹۸۵
۳۱-پښتو-روسي قاموس ۱۹۸۵
۳۲- افغاني ولسي شاعري ، ۱۹۸۵
۳۳- د بنگ مسافری او نورو داستانو ژباړه، له پښتو نه روسي ژبې ته د نورمحمد تره کی، ۱۹۸۷
۳۵-پښتو ژبې گرامر ، ۱۹۸۸
۳۶د روسي ژبو د زده کړې لپآره پښتو ګرامر ، ۱۹۹۲
۳۷- په تاریخي او اوسنۍ زمانه کې افغان ولس ، ۱۹۹۷
۳۸- د روسيې ژبو لپاره  د پښتو ژبې زده کړې ، ، ۱۹۹۷
۳۹ مختصر اسلامي قاموس ۱۹۹۷
۴۰-پښتو-روسي درسي قاموس ۲۰۰۰ .
۴۱- د ديپلوماسي اصطلاحاتو قاموس ، ۲۰۰۲
۴۲ پښتو- دری او روسی درسي قاموس ، ۲۰۰۹
او داسې نورکتابونه او ډېرې مقالې او ژباړې .

 ليکوال استادبهاند


تړاو: ننګيالى دي چي ياديږي
[ ۱۳۹۱/۱۲/۳۰ ] [ 7:34 PM ] [ ]

عکس   داستان زیبای گدا و روزنامه نگار


يو ړوند سوالګر د لاري پر سر ناست وو، پر يوه کاغذي دړه ئې ليکلي وو:

(زه ړوند يم هيله ده چي زما سره کومک وکړئ!)

يو شاعر پر دې لاره تيريدئ  ګوري چي د ړوند بيچاره مخ ته فقط څو سکې پرتې دي،  ده هم څو سکې د ړانده مخ ته کښېښودي او بېله دې چي د ړانده څه اجازه واخلي هغه کاغذي دړه يې را واخيسته او پر دا بل مخ يې بل اعلان وليکئ، د ړانده مخ ته ئې کښېښول،ځيني روان سو.

د ورځي په پاى کي چي شاعر بيا له همدې ځايه تيريږي ګوري چي د ړانده سوالګر خولۍ دپيسو څخه ډکه ده.

ړانده سوالګر شاعر د بوټو پر ږغ وپيژندئ ږغ يې پسي وکئ وروره تاسوسهار زما پر کاغذي دړه څه وليکل ؟

شاعر ورته وويل: ساده ليکنه مي وکړه هغه څه چي تاسو ليکلي وو ما په بل ډول وليکل، شاعر وموسېدئ روان سو.

ولي ړوند سوالګر هيڅ پوه نه سو چي پر دې کاغذي دړه څه ليکل سوي دي

پوهيږئ چي شاعر څه ورته ليکلي وو؟ پر کاغذ ليکل سوي وو:

نن د پسرلي رنګينه او ښايسته ورځ ده ولي افسوس چي زه يې دتماشې څه بې برخي يم 

پاملرنه:کله چي مو کار پر مخ نه ځي، و ستراتيژۍ ته مو تغير ورکړئ، حتما برياليتوب ستاسو په برخه دئ. هر ښه بدلون په ژوند کي اړين دئ


تړاو: هنر
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۹ ] [ 3:17 PM ] [ ]


دمځكي پرمخ ډير ښارونه كلي اوخلك دي چي په مختلفو شرايطو او حالاتو كي ژوندكوي ، په همدې لحاظ په يوښاركي يو ډير مالداره سړى وو چي په يوه ولسوالي كي يې يو بل شته من زمينداره ملګري درلودئ د دوي ترمنځ دا عادت وو چي هركله به يي زړه وغوښتۍ د خپلي كورنۍ سره به يي ښار يا كلي ته سفركاوه اوڅه د پاسه شل ديرش ورځي به يي تيرولي په دې ترڅ كي يوه ورځ دكلي خان او زمينداره د خپل كوركهول سره روان سو او ښار ته ورسيدئ كله چي دخپل ملګري مهمان خاني ته داخل سو ويې ليدل چي دملګري زوى يي ناست دى اوكتاب ورته غوړيدلئ دى ترسلام دوعا وروسته هلك ولاړئ چي خپل پلار خبركړي خو خپل كتاب يې په همدې مهمان خانه كي پرېښودئ اوخپله ولاړئ ، زمينداره سړي وغوښتل چي داكتاب وويني كله چي كتاب يي خلاص كړ وې ليدل چي داسي پكښي ليكل سوي وه:
خان كاكا په لمړي ځل كي دوه اّسان اوخپل دكور ټول ماشومان را وستل دومره پيسې د اّسانو د پاره خوراك دومره وريجي دومره غوښي اوداسي نور. بيا په دوهمه پلا ...بيا په دريمه پلا... ، زمينداره سړي چي داكتاب ولوست ډيره يي خوا بده سوه اوځان ورته سپك معلوم سو،خير كله چي دده ملګرى راغى ترسلام دوعا وروسته يې بيله ځنډه څخه ورته وويل : شاباش : څومره ښه دوستي ، زما د كلو كلو د را تللو حساب اوكتاب سره دخرڅه ليكي .او پرما باندي د خرڅ احسان اچوي ؟ ښاري سړى چي پوه اود فكرهوښيار وو په خندا سو او خپل ملګري ته يې وويل: عجيبه ښه خبره دي وكړه ، ددې ليكلو مقصد دانه دى چي زه پرتا احسان اچوم اوياهم ستا نه ددې عوض غواړم مقصد دلته دادى چي هركله وغواړم ددوستۍ په باره كي فكر وكړم سمدلاسه كتاب ته ګورم وينم چي مادا دوستي په دومره زياتو پيسو پيدا كړيده او څنګه به څوك وكړاى سي زما دا سرمايه بيځايه او بيهوده تلف كړي او يايي وغورځوي ځكه خو دا دوستي تر مرګه پوري پالم په دې باره كي يوفارسي شاعرهم څومره ښه فردونه لري

  موي اين رشته رابه نقد جواني * سفيدام رافلك رايګان نداد خريده ام

پوښتنه: ددې مطلب اصلي مرام څه دى ؟
جواب : ګرانو ويونكوكمه لاره چي ما وخپل ځانته پخپل ژوند كي ټاكلي ده هغه په سادګۍ اودمينا طوطي په شان د څو كلمو د زده كولو نتيجه نه ده بلكه دميني محبت ايمان اوكاملي عقيدې هغه پخه سوي ميوه اوغوره كړه سوي لاره ده چي د پروردګارعالم په رحم اوعطوفت سره زما په برخه سويده ځكه نو دمرګ تر ساعته به ددې لاري په حقانيت اوحقوقيت باندي اعتراف وكړم ددې خپلي خبري د برملا كولود پاره غواړم تاسي ويونكي پرما باندي شاهدان واوسۍ .

 


تړاو: ژوند ښکلى دئ
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۹ ] [ 12:37 AM ] [ ]

باور به مو ونه سي چي دا ښايسته هنر ښودنه يې په ډبرو کړې ده





ددې ډول نوري ښکلي ډبري

په بشپړ مطلب

کي ليدلي سئ



تړاو: هنر
د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۷ ] [ 5:49 PM ] [ ]

د امريکا د دفاع وزيرچاک هیګل سفر  له کابل څخه و المان ته!


http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D8%AF%D9%81%D8%A7%D8%B9-%D9%88%D8%B2%D9%8A%D8%B1.jpg




تړاو: جالب
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۶ ] [ 2:46 PM ] [ ]

ملت غرقيږي دولت يې سيل کوي

خو کله چي  د ملت په لاس ساعت ويني،

دولت موقع د لاسه نه ورکوي

او د ملت لاسه ساعت خلاصوي او ځي

ملت دي غرق سي د دولت يې د بلا !

http://ups.night-skin.com/up-91-12/0-757876001330166860-taknaz-ir.jpg


تړاو: جالب
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۶ ] [ 2:22 PM ] [ ]

څۀ خواږۀ کاتۀ کوي

ميني له مي زړۀ کوي

څۀ  د قهر اور کري

څۀ  د غضب تلۀ کوي

عشق او صبر اور ، اوبۀ

هيڅ ګوزاره نۀ کوي

ستا پۀ غم غني زړونه

نور غمونه څۀ کوي

هر پرهر مي هاغسي

اور کوي اوبۀ کوي

څۀ هغه يو ښکلی به

چا، چا سره ښۀ کوي

هر څوک خو صابر نۀ وي

هر څوک ښکلي څۀ کوي


صاحب شاه صابر


تړاو: غزلزار
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۶ ] [ 12:27 PM ] [ ]

ټولو افغانانو ته دي مبارک وي

لاندي سروې د مارچ پر ١٤ مه د ٢٠١٣ نېټه فيفا لخوا اعلان سوې

افغانستان په دفوټبال په نړيوالو درجه بنديو کي د پام وړ پرمختګ کړى

لاندي لس هيوادونه په اصطلاح ټاپ ټين کي قرار لري

او ورپسې په بشپړمطلب کي د نړۍ ٢٠٧ هيوادو درجه بندئ کتلاى سئ


1 اسپانیا

2 آلمان
3 آرژانتین
4 انگلستان
5 ایتالیا
6 کلمبیا
7 پرتغال
8 هلند
9 کرواسی
10 روسیه

تر ټولو ښه هيوادونه چي پر مختګ يې کړى

افغانستان د ١٨٩ مقام څه ١٤١ ته پورته سوى

هندوستان د ١٦٧ څخه ١٤٣ ته پورته سوى

سريلانکا ١٩٣ څخه ١٧٣ ته پورته سوى

د افغانستان غليمان په لاندي

بشړ مطلب

کي وګورئ چي زړه مو پرې يخ سي


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۵ ] [ 2:37 AM ] [ ]
پوهيږئ چي د بي بي حوا مقبره چيري ده؟



بي بي حوا د عربستان د جدې ښار ته نيژدې دفن سوې.
په عربستان کي د وهابيانو تر نفوذ مخکي يې مقبره موجوده وه،
خو کله چي د وهابيت مفکورې په سعودي کي نفوذ وکړ،
د حوا مقبره يې هم د نورو تاريخي او مقدسو ځايو په ډول
 له بېخه وکښل او يوازي يې په څلور ديواله د زيارت سيمه احاطه کړل




 دبي بي حوا مقبره مخکي تر ورانولو


دا مقبره اوس بيخي نسته
 د سعودي وهابي رژيم لخوا نړول سوې


دا تصويرنه يو فرانسوي
winchelsen  په کال ١٩١٨ کي اخيستي


تړاو: حيرانوونکي ځايونه
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۴ ] [ 9:33 PM ] [ ]

 

مناجات


لويه خدايه درنه غواړم ، بيا خپلوک افغانستان مي
هغه غرونه پټ په واورو، هغه لعل د بدخشان مي

 

شګوفې مي دبادامو، ګل غونډۍ او ارغوان مي
سره ګلونه  د انارو، کندهار غېږ د جانان مي

 

بوى د ګلو د نارنجو، ننګرهار ښکلي زلميان مي
له آمو تر ارغندابه، يوه کړيکه يوه ميدان مي

 

خدايه داسي وطن غواړم، چي مي خپل پکښي واکمن وي
چي قومونه سره خپل وي، د يوې ابۍ زامن وي

 

داسي ملک در څخه غواړم، چي مي خپلي وي پلټني
غرونه خپل، سيندونه  خپل وي، زموږ کيږدۍ وي پکښي پلني

 

چي په زړه د توپانو کي، لکه غر هسي ولاړ  وي
نه واورين ژمى ئې مات کي، نه ئې ويره له اهاړ  وي

 

چي مي کلي، چي ښارونه، په پښتو راته ګړيږي
چي مي غرونه پښتو وايي، په سيندونو کي بهيږي

 


چي په ليکم حماسې مي، د ازل د شمله ورو
چي په اخلم جنازې مي، د نړۍ د زور ورو

 

چي ليلا پښتو مي نه وي، زه د چا ښکلا به ستايم
زه به چاته نظم ليکم، زه به چاته غزل وايم

 

کومه ژبه  به مي ستايي، د کيږديو دنګي ښکلي
کوم نسيم به راته راوړي، بوى د ګلو د سنځلي

 

خدايه! پڅه خو ئې مه کړې، د خوشال فولادي توره
تر قيامته درنه غواړم، پر اورنګ باندي مور بوره

 

دې پېچومو، دې دښتونو، توپانونه دي ليدلي
د پېړيو سرکښانو، پرې آسونه ځغلولي

 

له سکندره تر فرنګه، مات ليچونه دي وتلي
پرهارونه ئې خوړلي، ککرۍ ئې رغړېدلي

 

نن که يو بل سره وژني، خير دئ، پوه به سي نادان دئ
هى قربان ئې تر بګريو، زما اولس دئ، زما جانان دئ

 

يوه ورځ به داسي راسي، چي قومونه سره خپل وي
په يوه خوله به ږغېږي، يو به کور يو به مورچل وي

 

ړندوي به غبرګي سترګي، د لستوڼي د مارانو
نه به نوم د دُراني وي، نه به څرک وي د غلجيانو

 

مونګ او موږ، پختو، پښتو به په يوه ژبه ګړېږي
سېب، مڼه، ونه او درخته، سايه سيورى به يو کېږي

 

نه به لاس د مېړنيو، د خپل ورور په وينو سور وي
نه به وينو ته څوک تږى، د کاکا او د تربور وي

 

نه مرمۍ به پر کورونو، د خپلوانو اوروي څوک
نه قبرونه هديرې به، په تربرونو ډکوي څوک

 

يو ملت ، يو به بيرغ وي، يو به خداى، يو به ايمان وي
يو وطن ، يو به لښکر وي، يو قانون، يو به پيمان وي

 

نه قلا به مو ټانکونه، د پرديو سي ويشتلاى
نه واسکټ به د مرګي سي، څوک په ځان کي اچولاى

 


دا وطن به وي د خپلو، دا به مېنه د وروۍ وي
دا هيواد به وي د سولي، دا به کور د خپلواکۍ وي

 

په يوه آواز به وايو، ترانې د پخوانيو
په يوه ژبه به ستايو، کارنامې د مېړنيو

 

دا قلا د مسجدي ده، دلته کور د ايوب خان دئ
دا مقتل د شاه شجاع دئ، دا مورچل د اکبر خان دئ

 

دا وطن د پښتنو دئ، دا وطن دئ ، د تاجکو
دلته کور د هزاره دئ، دلته اور دئ، د اوزبکو

 

له پېړيو دلته اوسي، په پېړيو به اوسېږي
په ازل کي سره خپل وه، په قيامت به جلا کېږي

عبدالباري جهاني


١ جولاى ٢٠١١
ویرجینیا


تړاو: د جهانيانو جهاني
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۴ ] [ 7:24 PM ] [ ]

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D9%85%D9%88%DA%89.jpg

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D9%85%D9%88%DA%89%D9%A3.jpg


http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D9%85%D9%88%DA%89%D9%A2.jpg


http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D9%85%D9%88%DA%89%D9%A1.jpg



تړاو: موډ
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۴ ] [ 6:3 PM ] [ ]


http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D9%BE%D9%86%D8%AF.jpg

يو بوډا په صحرا کي ژوند کاوه، غوښتل ئې چي د پټاټو د کښت لپاره مځکه شجاره کړي، خو د مځکي اړول ورته ډير سخت وو، يوازينى زوى چي دده سره به ئې هر کال کومک کاوه په زندان کي بندي وو.

بوډا ډير ناهيلى سو، زوى ته ئې ليک وليږئ او د خپل ناتوانه بشر حال ئې ورته بيان کړ:

ګرانه زويه! زه په ښه حالت کي نه يم سږ کال د مځکي د اړولو توان هم نه لرم هغه څه چي به موږ ددې کښت څخه لاس ته راوړل نور پر موږ بند سول اى کاش چي ته راسره واى، کومک به دي راسره کړى واى او مځکه به دي راته اړولې واى.

((ستا خواخوږى پلار))

څو ورځي وروسته پلار د زوى ليک تر لاسه کړ.

پلارجانه! دخداى لپاره مځکه مه اړوه چي ما هلته وسلې ښخي کړي دي.

بوډا زوى ته بيا ليک واستاوه چي زويه دا څنګه پيښه ده، زه اوس څه وکړم ؟

زوى ئې په جواب کي ورته وليکل:

 پلار جانه! ورسه اوس دي نو مځکه کي پټاټې وکره زما همدومره په وس کي وو چي ستاسره مرسته وکړم.

 (سهار وختي ١٢ تنه پوليس او افسران راغلل او د وسلو پيدا کو په نيت ئې د بوډا ټوله مځکه واړول را واړول، هيڅ وسله ئې پيدا نه کړل)

د زوى د پاخه تدبير په اساس د بوډا مځکه و کښت ته اماده سول.

په دنيا کي هيځ داسي مانع نسته چي هغه دي ستا د بري مخه ونيسي تر څو چي ته خپله د زړه له اخلاصه تصميم ونه نيسي تر څو بريا ترلاسه کړې.

مانع ستا ذهن دئ، نه داچي ته چيري ئې!




تړاو: په زړه پوري کيسې
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۳ ] [ 9:25 PM ] [ ]

دا هغه ډبره ده چي حضرت محمد مصطفى

ورڅخه اسمان ته پورته سوى

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D9%85%D8%B9%D8%B1%D8%A7%D8%AC.jpg


تړاو: جالب
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۲ ] [ 11:3 PM ] [ ]

فکر وکړئ چي دا تصوير به د څه شي وي

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A1.jpg

ښه يې وګورئ

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A2.jpg

څه فکر کوئ؟

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A3.jpg

بيا هم فکر وکړئ

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A4.jpg

اوس به مو حتما پېژندلى وي

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A5.jpg


و مو پېژندئ؟

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A6.jpg

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A7.jpg



اوس نو ووايه چي دا تصوير د څه شي دئ؟
.
.
.
.
هو نو څو تصويره دي وليدل
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
 
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
دا تصويرونه
http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A8.jpg
ددغه غټ نهنګ زړه دئ!

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%A9.jpg


تړاو: جالب
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۲ ] [ 3:16 PM ] [ ]
http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/c/c4/Pir-muhammad-kakar.jpg/250px-Pir-muhammad-kakar.jpg

      ما وې خوله راکـــړه بتا!   

  دې وې چپ شه بې حيا

ما وې ستا خوله مي دارو ده

            ده وې درد مه کړه دوا        

     ما وې يو نظر خو بويه

      ده وې نه ښېندم کيميا

     ما وې زلفي په لاس راکړه

        ده وې هى توبه له تا

            ما وې ودي سوم بې اوره     

       ده وې مه کېداى شيدا

       ما وې ولي بېګانه شوې

       ده وې پېش نه وم اشنا

       ما وې راشه وفا خوى کړه

        ده وې خوى مي ده جفا

         ماوې ته کړه غماز لري

         ده وې نه کړم ستا رضا

         ماوې مړ به شم له غمه  

       ده وې خوښ يم زه بې تا

      ماوې زه به بې تا څه کړم؟

       ده وې تل کوه ژړا

       ما وې ډېر مي دي ژړلي

    ده وې ژاړه هنوز بيا

    ما وې ستا به يار په څه شم

      ده وې ترک کړه ما سوا

     ما وې ترک به ما سوا کړم

      ده وي ته شه هم فنا

        ما وې عشق به مي فنا کـا

       ده وې خوښ به شم په دا

      ما وې ورک به پيرمحمد شي

         ده وې بيابه شي پيدا

 



تړاو: کلاسيک
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۱ ] [ 10:52 PM ] [ ]

د کرکيټ د نړۍ اتل شاهد اپرېدى د کرکيټ په ډګر کي

٧١٠٠منډي
٣٤٨ويکټي
٣٠١ شپږيزي
٦٥٠څلوريزي
١١٥ کېچونه
٨ ځله په يوه لوبه کې پنځه ويکټه اخيستل
د کرکټ د تاريخ تر ټولو ګړندۍ سليزه
دويمه ګړندۍ پنځوسيزه
تر ټولو لوړ سټرايک رېټ (لږ تر لږه په ٥٠ لوبو کي)
٣٣ ځله مېن اف د مېچ انعامونه
په يوه لوبه کي د ٥ ويکټونو اخيستونکو په لړ کي تر ګلېن مک ګرات لوړېدل چي د نړيوال کرکټ يو افسانوي بالر دى
دغسي لوبغاړى يوه الهي ډالۍ بلل کېږي.
دا که بيا مسلمان او پښتون هم وي نو څو چنده يې ارزښت نور هم زياتېږي.
ما ته بې اپرېدي د پاکستان څه چي د نړۍ محدود اوريز کرکټ بې خونده،
پيکه او بې رنګه ښکاري.
 
په دې هيله يم چي دى تر خپلي څلوېښت کلنۍ پوري ولوبېږيۤ.

عبدالجبار فراز



تړاو: لوبه
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۱ ] [ 3:11 PM ] [ ]


بې ځايه نصيحت


د هوايې ډګر په ترمينل کي  يو نفر سر پر سر ګران بيه سګريټ څکول.

يو اقتصاد پوه دده د ډيرو  او ګرانو سګريټو څکولو څخه په تنګ سو.

 مخته ورغلئ ويل وبخښئ ښاغلې!

 تاسو د ورځي څو قطۍ سګرېټ څکوئ؟

سګرېټ څکوونکى: ولي دي دا پوښتنه وکړه:

اقتصاد پوه: ددې لپاره چي که تاسو ددې سګريټو پيسې جمع کړي واى.

هغه پيسې چي تاسو يې د همدې سګريتو په خاطر و ډاکتر او دوا ته ورکوئ،سپمولي واى

اوس به مو هغسي الوتکه درلودلاى کوم چي و تاسو ته مخامخ ولاړه ده .

سګرېټ څکوونکي  وويل: جناب تاسو سګرېټ څکوئ؟

اقتصاد پوه:  نه زه سګرېټ نه څکوم.

کومه الوتکه لرئ ؟

اقتصاد پوه:  نه زه الوتکه نه لرم

سګرېټ څکوونکى: مننه ستاسو له نصيحت څخه هغه الوتکه چي تاسي يې راته  ښياست هغه زما ده


تړاو: نشه
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۱ ] [ 2:47 PM ] [ ]
 ميږيان څنګه زيږي؟
ميږيان يوه ملکه لري چي هګۍ اچوي. ملکه يو ځل د نارينه ميږي سره يوځل يو ځاى کيږي او نارينه ميږى تر يو ځاي کيدو وروسته سمدلاسه مري.
 ملکه هم ډير ښه چانس نه لري تر هګيو اچولو وروسته وژل کيږي او يا هم د ځالي څه ايستل کيږي.
د ميږي زيږېدل
د کارګرو ميږيانو يوه ډله مکلفه  ده د هګيو ساتنه او پالنه وکړي.

د کارګرو ژوند هم د نو زيږوميږيانو تر پيدايښته وي.
  تر ٢ او ٣ اونيو پوري ژوندي وي، نور يې ژوند ختميږي او هغه ميږيان يې ځاي نيسي چي دوي يې پالنه کوي.
تر هغو چي نوي ميږيان دنيا ته راځي کارګره ډله ميږيان مکلف دي چي  د دوى ساتنه او پالنه وکړي په زړه پوري خو لا داده کله چي ميږيان له هګيو راوزي نو نو زيږي ميږيان يو له بل سره په راوتلو کي همکاري سره کوي
 





























تړاو: جالب
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۱ ] [ 12:11 AM ] [ ]


يو مسافر  په ښار کي پر يوې ټولۍ پېښ سو چي ژوندى انسان يې په تابوت کي اچولى او د قبرستان پر خوا يې وړي.

په تابوت کي ژوندى انسان نارې اوچيغي وهي چي زما دي د  الله او د هغه په رسول قسم وي چي زه ژوندى يم، په والله بالله که مړ يم تاسو ما ولي ژوندى ښخوئ ؟

د تابوت تر شا څو ملايان بې چرته او بې فکره ورپسي روان دي. يو ځاى يې خلګو ته مخ را واړاوه ويل دا کور خرابى او ملعون درواغ وايي مړ دئ!

مسافر حيران پاته وو، ناچاره سو  پوښتنه يې ځيني وکړه چي څنګه مړ دئ  هغه خو نارې وهي چي ژوندى يم؟

يو ملا په ډيره سړه سينه مسافر ته کيسه شروع کړه، دا فاسق انسان يو ډير  شتمن تاجر وو بې اولاده وو،  وارث يې نه درلود، څه موده وړاندي په سفر تللى وو.

څلور تنه عادل او خداي پېژندونکي شاهدان و قاضي ته راغلل او شاهدي يې اداء کړه چي تاجر مړ سوى دئ.

قاضي يې هم شاهدي قبوله کړه، او تاجر يې مړ اعلان کړ.

وروسته د ښار يو پاک او سپيڅلي انسان حاجي پير اخونزاده يې ښځه ځان ته په نکاح کړه، مال او شتمني يې مولوي مجاهد صاحب ته ورسېده.

اوس دا درواغجن تر مرګ وروسته دژوند دعوه کوي!

حال داچي د يو فاسق شاهدي د څلورو خداي پيژندونکو او عادلو انسانانو په وړاندي مردوده او نه منل کيږي.

دادى اوس يې د قاضي صاحب په حکم  و هديرې ته وړو  چي ژر يې ښخ کړو، ځکه چي دمړي ښخول  واجب دي.

او دجنازې  ځنډول شرعا او عرفا نا روا دي



تړاو: بې پوښتني ښار
[ ۱۳۹۱/۱۲/۲۰ ] [ 10:22 PM ] [ ]
یوې ښځې خپل میړه ته ویل:
 "دوې  داسي خبري راته وکه
چي په یوه یې ډېره خوشحاله سم او په دوهمه يې ډېر درد راسي"

سړي ورته وویل:
1-ته زما ژوند یې!
2-په داسي ژوند دي لعنت وي


تړاو: ترخه خندا
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۹ ] [ 10:2 PM ] [ ]

يوه بډاى سړي غوښتل چي خپل زوى ته وښيي چي په نړۍ کي ډير فقير او بې وزلي خلک سته، نو يې زوى د ښاره څه ليري يو کلي ته بوتلى،

تر څو د هغه سيمي غربت او مسکيني په وويني، روان سول.

 په کلي د يو غريب سړي په کور کي ميلمانه سول، د څو شپو وروسته کله چي د ښار پر خوا روان سول سړي د خپل زوى څه وپوښتل زويه زموږ دسفر په اړه څه فکر کوې؟

زوى يې ورته وويل پلار جانه ډيره ښه سفر وو!

زويه څه شي دي پدې سفر کي زده  او وليدل ؟

زوى تر څه فکر کولو وروسته وويل :

بلي بابا ما وليدل چي موږ په کور کي يو سپى لرو هغوى څلور سپي درلودل، موږ په کور کي يوه داوبو فواره لرو هغوى ډک د اوبو سيند درلود، موپه کور کي څو څراغونه او قنديلان لرو خو هغوى د ستورو ډک ځلېدونکئ اسمان درلود، زموږ کور ډير کوچنى او په څو ديوالونو محدود دئ، خو د هغوى باغ بيخي لوى او پراخ وو.

پلار يې د زوى له خبرو سخت متاثره او حيران سو.

 زوى پلار ته دمنني په ډول وويل:

 مننه باباجانه چي ماته دي دا را وښودل چي موږ څومره فقيران او هغوى څومره خانان دي


تړاو: جالب
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۹ ] [ 8:13 PM ] [ ]

په ٢٠١٣ کال کي د نړۍ شتمن او بډاى خلک


 کارلوس اسليم هلو

١: کارلوس اسليم هلو، د مکزيک  اوسېدونکى  د  ٧٣ ميليارده ډالرو په ارزښت سرمايه لري  چي د مخابراتو له لاري يې لاس ته راوړې.

کارلوس د څلورم ځل لپاره د دنړى شتمن کس معرفي سو.

نوموړى د اسپانيې د رويال او اويدو فوټبال ټيمونو ستر سهم لرونکى دئ.

کارلوس په نړۍ کي د لوږي او فقر د ورکولو په پروګرام کي فعاله ونډه لري.


بيل ګيټس

٢: بيل ګيټس امرکايې تبعه دئ چي ٦٧ ميليارده سرمايه لري.

نوموړى د خپلي شتمنۍ څخه ٢٨ مليارده د خطرناکو نارغيو لکه

د کوچنيانو د ګوزڼ يا فلج او د ملاريا د ورکولو لپاره بيلي کړي.

کيټس په مايکرو سافټ شرکت کي  ٥% سهم لري،

چي ١٨% ګټه دهمدغي لاري ورته راځي.

آمانسیو اورتگا


٣: آمانسیو اورتگا د اسپانيې اوسېدونکى د ٥٧ مليارډو ډالرو په ارزښت شتمني لري.

نوموړى د اينډيتکس شرکت موسس او ٦٠% سهم لرونکى دئ.


وارن بافټ

٤: وارن بافټ: د امريکا تابعيت لري

د ٥٣،٥ مليارډه ډالرو په ارزښت شتمني لري.

 لري اليسون

٥:لري اليسون دى هم دامرېکا متحده ايالاتو څخه دئ.

چي شتمني يې و ٤٣ ميليارډو ډالرو ته رسيږي.


چارليز کخ

٦: چارليز کخ يا ډيويډ کخ امريکايي چي د ٣٤ ميليارډو ډالرو په ارزښت سرمايه لري.

ليکا شينګ

٧: ليکا شينګ د هانکانګ هيواد دشتمنو څخه دئ چي د ٣١ ميليارډو ډالرو  سرمايې څښتن دئ.

نوموړى د اسيا د شتمنو په ډله کي اول مقام لري.

په اوس وخت کي  ٢٦٠،٠٠٠ نفره د نړۍ په ٥٢ هيوادو کي دده لپاره کار کوي.

ليکا د برتانيې او اسټراليا د ګازو تمويلونکى دئ.

ددې ترڅنګ نوموړى د فيس بوک په ټولنيزه شبکه او ځينو مشهورو ټلوېزونو کي برخه لري

[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۸ ] [ 9:12 PM ] [ ]

د حادثې او فاجعې تر منځ فرق

له يو چا يې وپوښتل چي

د حادثې او فاجعې تر منځ څه توپير وي؟

هغه ورته وويل کله چي د يوچا مېرمن

ناڅاپه د پله له سره د اوبو څه ډکي ويالې ته

ور ولوېږي دا حادثه ده!

 خو کله چي يو احمق

هغه له اوبو را وکاږي دا فاجعه بلل کيږي.


تړاو: ترخه خندا
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۷ ] [ 10:8 PM ] [ ]


 فريادونه


زړه راپسي سر شو، راته وايي چي ويېـــــږه

وايه وايه، وايه، د ويــــــــــــــــــــــلو مه درېږه

 

تش شه له خروشه، څو په تاکيږي له جوشه

ژاړه، ژاړه، ژاړه  په ســــــبا بيــــګا نخوليــــږه

 

ظلم جور ستا دئ، چي په نر ناحق په ما دئ

مه کــــړه، مه کــــړه، مه کړه، له آزاره ووېــــږه

 

ســوى لغوړن يم، تل په آه او په شيــــون يــــم

وســـوم، وســـوم، وســــوم، درومه اور در ولګېـږه

 

اوس خو بې پروا يې، که زه  ومـــرم بيابه وايــې

مـــرمه، مـــرمه ، مــرمه، څو لا پايم وپوهېــږه

 

څه وايم چي څه کړې، سراسر واړه ښه نه کړې

جګي، جګي، جګي، په ريښتيا مي مه قهريږه

 

تله دي، تېرېده دي، ښه له هرچا سره ښه دي

ښه کړه، ښه کړه، ښه کړه، دنېکخواه خبري نغېـږه

 

رېږدي غاړي غرونه، د خوشحال په فريادونه

واوره، واوره، واوره، راشه څه خو وګروهېږه

 


تړاو: ننګيالى د زمانې
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۷ ] [ 9:30 PM ] [ ]

چاوویل: ټنډیږي مګرمړيږي نه،

ماته سمدلاسه ته راپه یادسوې.

بل وویل:ګېډه خویې مړه ده مګرسترګي یې وږي دي،

بیا ته راپه یادسوې.

یوه وویل:قصاب نه دی مګر ډېرخلک یې بې تیغه حلال کړي دي،

دلته هم ته راپه یادسوې.

هغه بل وویل : منګولي اوپنجې یې دلیوانونه دي اوخونخواردی

داځل هم ته راپه یادسوې.

بې ګناه خلک مي په زندان کي ولیدل ،

ته راپه یادسوې.

هغه ورځ چاپوښتنه وکړه چي په غلو زهیر ،دمجرمینو طرفدار ،

دمظلومانو دښمن ، دناحقي ملګری ، دقاتلانو حامي څوک دی ؟

ماته ته راپه یادسوې.


ارواښاد استاد الفت

[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۵ ] [ 9:59 PM ] [ ]

يو رياکاره زاهد و ژرنده ګړي ته غنم يو وړل چي وړه يې کړي

ژرنده ګړي غنم په نوبت کي کښېښول ويل چي وار دي راورسيد

درته وړه به يې کړم

زاهد په قهر سو ويل که مي غنم ژر تر ژره وړه نه کې نو

د عا به وکم چي خر دي ډبره سي!

ژرنده ګړي ورته وويل قربان دي سم زاهد جانه

چي ته داسي مستجاب الدعوات يې نو دعا وکړه

چي غنم دي وړه سي


د ريا کچکول يې خداي مه کړه په غاړه

رحمان کوم دستار تړلى قلندر دئ

[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۳ ] [ 9:32 PM ] [ ]

د ښو شاعرانو مخ ته دي لاس وي!

يوه ورځ د شاعرانو په مشاعره کي په دې بحث او څېړنه کيده

چي د شعر ويلو لپاره څه وخت او کوم حالت مناسب دئ؟

چا ويل چي د شپې سکوت!

چا ويل دپسرلي سهار چي بلبلان چغيږي پاڼي رپيږي او اوبه بهيږي!

چا بيا ويل چي د غرو لمني د چينې غاړه غرنۍ منظره!

پدې وخت کي يو شاعر را ږغ کړه

زه خو هر وخت شعر وايم

په ولاړه او په ناسته په کار او بې کاري کي

آن چي د ضرورت په ځاى کي هم وايم

يو بل شاعر پر راږغ کړه ښه اوس پوه سوم

چي دا ستا شعرونه ولي داسي ..... دي

ځکه چي الهام دي همداسي .... ځاى درته راځي

 

[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۳ ] [ 8:37 PM ] [ ]

ددې  کوچني(ماشوم) د ميني داستان

 

İmage

 

زه په خپل درس او لوبو لګيا وم

........

İmage

 يوه ورځ مي د ګانډيانو دکور يوه څيره وليدل

İmage

ډيره ښايسته او نازنينه وه ډيره ښکلې!

....

İmage

وختونه تيريدل

موږ سره خواږه سولو،  ډير ښه وختونه مو تيرول

....

İmage

يو ورځ مي ورته د ميني يوه ښکلې تحفه ډالۍ کړل

.....

İmage

کله چي به يې زما تحفه قبوله کړه په هغه ورځ

زه ډير خوشحاله وم

İmage

ما به هره شپه د هغې سره پر تلفون خبري کولې

....

İmage

 

کله چي به مو کړکۍ کي سره ليدل ډير خوند به يې کاوه

ښکلې تماشا وه

İmage

کله چي به يې سلام راته ووايه

 

د سلام جواب مي په خوښۍ سره ورکاوه

 İmage

د مينانو په ورځ مي ګل دسته ورته جوړه کړه

خو

ګورم چي هغې د ميني ګل

د خان کاکا و زوى ته ور ډالۍ  کړ

İmage

او زه هم ورته د ګل دستې سره انتظار وم خو.....

İmage

خو هغې مې ګل وا نه خيست

 حالت ميبدل سو

اف.....

İmage

ورته په قهر سوم

ما ويل راسه

دا ور وښيه چي د يو من نه څو پتيري پخيږي 

İmage

هغې پرېښودلم زه يوازي سوم

نور مي ژوند چورتونو واخيست

سکريټ مي شروع کړه

İmage

نوري نشې مي هم شروع کړې

همدا نشو او فکرو دې حال ته راورسولم

İmage

او زه هم د مجنونانو په کتار ورکښېوتلم

د عاشقۍ بازاره وران سې 

İmage

[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۲ ] [ 4:42 PM ] [ ]
 د روزګان د ځوانانو د کانکور نتيجې
نام پدر نام پدر کلان مکتب ولايت مجموع نمره موسسه تحصيلي فاکولته عبدالصمد محمدحسن قربان حسيني ارزگان 320 پوهنحي طب پوهنتون بلخ قربان حسين علي نوروز حسيني ارزگان 317 پوهنحي کمپيوتر ساينس پوهنتون کابل عارف حسين خدايار يوسف حسيني ارزگان 315 پوهنحي اقتصاد پوهنتون کابل حميدالله سرور اسمعيل حسيني ارزگان 311 پوهنحي طب پوهنتون بلخ حفيظ اله محمدداود قمبرعلي پيگ سياه بغل ارزگان 303 پوهنحي اقتصاد پوهنتون کابل موسي کليم حاجي سردارمحمد فضل محمد ملااحمد ارزگان 302 پوهنحي طب پوهنتون کندهار باريگل جمعه گل حاجي عبداله ملااحمد ارزگان 302 پوهنحي طب پوهنتون کندهار روح الله اقامحمد حسين حسيني ارزگان 301 پوهنحي صحت عامه پوهنتون طبي کابل

  دټولو برياليو نفرو نتايج د بشپړمطلب په برخه کي وګورئ


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۱ ] [ 10:53 PM ] [ ]
 د زابل د ځوانانو د کانکور نتيجې
نام نام پدر نام پدر کلان مکتب ولايت مجموع نمره موسسه تحصيلي خليل الرحمن عبدالباري روزي محمد بابا هوتک زابل 305 پوهنحي طب پوهنتون کندهار شيرمحمد فتح محمد اخترمحمد شيخ متي زابل 295 پوهنحي انجنيري پوهنتون پکتيا صديق الله محمدبشير عبدالرقيب باباگک زابل 295 پوهنحي حقوق پوهنتون شيخ زايد خوست دلاور محمدعمر الله داد شيخ متي زابل 294 پوهنحي حقوق پوهنتون ننگرهار دوست محمد گل احمد سرفراز شيخ متي زابل 294 پوهنحي حقوق پوهنتون کندهار سعادت الله مولوي محمدعمر ملانظام الدين شيخ متي زابل 294 پوهنحي شرعيات ( 80 ذکور 80 اناث ) پوهنتون ننگرهار بريالي عبدالکبير اقبال خان شيخ متي زابل 294 پوهنحي حقوق پوهنتون شيخ زايد خوست اصلاح محمد حمدالله سردار شيخ متي زابل 294 پوهنحي حقوق پوهنتون ننگرهار

 دټولو برياليو نفرو نتايج د بشپړ
مطلب په برخه کي وګورئ


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۱ ] [ 9:23 PM ] [ ]
د هلمند ملګري دي خپلي نتيېجې دلته وګوري٢ برخه

نام نام پدر نام پدر کلان مکتب ولايت مجموع نمره موسسه تحصيلي سيدفريداحمد محمدشاه سيدداودشاه دشهيدعبدالمتين عالي ليسه هلمند 264 پوهنحي اقتصاد پوهنتون بدخشان سيدمتين سيدمحمداياز سيدعباس دشهيدعبدالمتين عالي ليسه هلمند 264 پوهنحي زراعت مؤسسه تحصيلات عالي هلمند عبدالواسع حاجي عبدالحليم عبدالطيف دشهيدعبدالمتين عالي ليسه هلمند 264 پوهنحي تعليم وتربيه مؤسسه تحصيلات عالي هلمند

نور د 350 نفرو نتايج بشپړمطلب په برخه کي وګورئ


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۱ ] [ 9:10 PM ] [ ]
د هلمند ملګري دي خپلي نتيېجې دلته وګوري١

نام نام پدر نام پدر کلان مکتب ولايت مجموع نمره موسسه تحصيلي آمين الله عبدالمجيد مرادعلي کارته لگان هلمند 302 پوهنحي انجنيري مؤسسه تحصيلات عالي هلمند عبدالجبار دوست محمد ملاشيرمحمد دشهيدعبدالمتين عالي ليسه هلمند 297 پوهنحي طب پوهنتون کندهار نثاراحمد شهزاده عبدالغني دشهيدعبدالمتين عالي ليسه هلمند 296 پوهنحي طب پوهنتون کندهار

نور د 370 نفرو نتايج بشپړمطلب په برخه کي وګورئ


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۱ ] [ 5:38 PM ] [ ]
  دکندهاريانو د کانکور نتايج (١ )

نام نام پدر نام پدر کلان مکتب ولايت مجموع نمره سيدمومن سيدعبدالبصير سيدميرهاشم دظاهرشاهي عالي ليسه کندهار 291 مينا محمداکبر غلام سرور عينو نمبر 2 کندهار 291 رامين محمدنسيم مرزامحمد شاه حسين هوتک افغان ترک کندهار 291 نقيب الله رازمحمد حاجي دوست محمد ظاهر شاهي کندهار 291 عبدالله حضرت صديق سلطان علي شيخ زايد روزنتون کندهار 290 پروت شيرشاه عبدالشکور دظاهرشاهي عالي ليسه کندهار 290 احمدسير محمدنبي شيرمحمد دميرويس نيکه عالي ليسه کندهار 290 ا

نور د بشپړمطلب په برخه کي وګورئ


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۱ ] [ 10:39 AM ] [ ]


  دکندهاريانو د کانکور نتايج (٢ )

نام نام پدر نام پدر کلان مکتب ولايت مجموع نمره موسسه تحصيلي سيدتماس سيدغياث محمدسعيد کاکا سيد احمد کندهار 239 بي نتيجه عنايت الله محمدصادق محمدجان دمحمدهوتک پشي عالي ليسه کندهار 239 بي نتيجه فدامحمد ضياوالدين معاذالدين کاکا سيد احمد کندهار 239 بي نتيجه محمدنبي عبدالنافع عبدالواحد دظاهرشاهي عالي ليسه کندهار 239 بي نتيجه شيراحمد حاجي محمدابراهيم حاجي اسرائيل احمد شاه بابا کندهار 239 بي نتيجه نجيب الله محمدصادق محمدجان دمحمدهوتک پشي عالي ليسه کندهار 239 بي نتيجه

نور د بشپړمطلب په برخه کي وګورئ


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۱ ] [ 9:11 AM ] [ ]

 
  دکندهاريانو د کانکور نتايج (٣ )

نام نام پدر نام پدر کلان مکتب ولايت مجموع نمره موسسه تحصيلي سکينه لعل محمد محمدعمر عــــينوعالي ليسه نمبر کندهار 262 بي نتيجه بلالاحمد حاجي غلام حضرت حاجي عبدالقيوم محمود طرزي کندهار 262 بي نتيجه احمدبشير حاجي عبدالسلام عبدالکريم دميرويس نيکه عالي ليسه کندهار 262 بي نتيجه


نور د بشپړمطلب په برخه کي وګورئ



د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۱ ] [ 12:19 AM ] [ ]

  دکندهاريانو د کانکور نتايج (٤ )

صديق الله حاجي حبيب الله حاجي موسي جان احمد شاه بابا کندهار 247 مؤسسه تربيه معلم کاپيسا احسان الله عبيدالله محمدشاه احمد شاه بابا کندهار 247 پوهنحي تعليم وتربيه پوهنتون کندهار عبدالوارث محمدزبير غلام حضرت شهيدعبدالاحد کرزي کندهار 247 پوهنحي علوم وترنري پوهنتون کابل

نور د بشپړمطلب په برخه کي وګورئ

د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۰ ] [ 10:59 PM ] [ ]
  دکندهاريانو د کانکور نتايج (٥)

سيدمومن سيدعبدالبصير سيدميرهاشم دظاهرشاهي عالي ليسه کندهار 291 پوهنحي حقوق پوهنتون کندهار مينا محمداکبر غلام سرور عينو نمبر 2 کندهار 291 پوهنحي حقوق پوهنتون کندهار رامين محمدنسيم مرزامحمد شاه حسين هوتک افغان ترک کندهار 291 پوهنحي انجنيري پوهنتون کندهار

نور د بشپړمطلب په برخه کي وګورئ


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۰ ] [ 9:26 PM ] [ ]

په زړه پزري يې نه بولى

*

**

***

نه بابا تاسو پر ګول شوټ نسى وهلاى

 دده څه يې ذده کړئ

zamin fotbal[WwW.Kamyab.IR]

*

*

 ددې ځوان موټور چلونکي چالاکۍ ته صد سلام دئ


arab[WwW.Kamyab.IR]

*

*

 دې ته وايې ټکر او ساتنه


tasadof[WwW.Kamyab.IR]

*

*

ځان به ديغت (خفګان ) ته نه ورکوي دا هم يو ډول ځانځاني لوبه ده

 يو ناروغ د قوي روحيې سره د ناروغۍ پر بستر

bimar [WwW.Kamyab.IR]

[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۰ ] [ 5:52 PM ] [ ]
آموزش يهوديان
يهود

د سوېلې افريقا د البرکه بانک د رئيس، حافظ محمد 

د هغې وينا غورچاڼ چې پر نړۍ يې د يهودو د سلطې او د مسلمانانو

 د وروسته پاتي والى او غلامي لاملونه

د بلا حيرانوونکو شمېرو په مرسته روښانه کړي


په ټوله نړۍ کې ١٤ ميليونه يهود دي چې له دې جملې ٧ ميليونه يې په امريکا، پنځه ميليونه په اسيا، دوه ميليونه په اروپا او سل زره په افريقا کې مېشت دي.

 په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو شمېر يو نيم زر ميليونو ته رسېږي چې له دې جملې زر ميليونه په اسيا او منځني ختيځ، څلور سوه ميلونه په افريقا، ٤٤ ميليونه په اروپا او شپږ ميليونه په امريکا کې اوسېږي.

د نړۍ هر پنځم وګړى مسلمان دى.

 په ټوله نړۍ کې د يو هندو په سر دوه مسلمانان دي.

 په ټوله نړۍ کې د يوه بودايي په سر دوه مسلمانان دي.

 په ټوله نړۍ کې د يوه يهود په سر ١٠٧ مسلمانان دي.

  خو د ١٥٠٠ ميليونه مسلمانانو په پرتله ١٤ ميليونه يهود ډېر پياوړي دي.

ولې؟

 دلته يې يو څو لاملونه وګورئ

 البرټ انشټاين، سيګمنډ فريوډ، پاول سېمولسن، ميلټن فريډمن چې د نننۍ نړۍ د خوځوونکو او مخکښانو په نامه شهرت لري، ټول يهودان دي.

د طب په برخه کې لاندې ستري لاسته راوړنې ټولې يهودو کړي

د واکسينو ستن بنجمين ربېن جوړه کړې.

د لوکيميا درمل جرټروډ ايليون لاسته راوړي.

د هيپټايټس بي واکسين بارونچ بلمبرګ جوړ کړي.

 د سفليس ناروغۍ درمل پاول ارليچ لاسته راوړي.

د عضلاتو اعصاب د لومړي ځل لپاره ايلي ميچنيکوف پېژندلي.

 د غدواتو د علم بنسټ انډريو سکالي ايښي دى.

د بلاربښت ضد ګولۍ ګرېګوري پينکس لاسته راوړي.

 د انساني سترګور کيفيت لومړى جي. والډ روښانه کړى.

 د جنين پېژندنې د علم بنسټ سټانلي کوهن ايښي دى.

 د پښتورګو د دياليز عمليه ويلم کلوفکېم اختراع کړې.

د نوبل جايزې ګټونکي

 په تېرو ١٠٥ کلونو کې ١٤ ميليونو يهودو ١٨٠ نوبل جايزې ګټلي خو ١٥٠٠ ميليونو مسلمانانو يوازې ٣ جايزې تر ګوتو کړي.

لاندې اختراعګانې چې نړۍ ته يې ستر بدلون وربښلى ټولې يهودو کړي
اختراع او د يهودي مخترع نوم غبرګ وګورئ.

 مايکرو پروسسينګ چيپ، سټانلي مزور

 د هستوي زنځير ريکټر، ليو زيلېنډ

 د نوري فايبر کېبل، پيټر شولټز

ټرافيکي څراغونه، چارلز اډلر

 زنګ نه وهونکي؟؟ پولاد، بېنو سټراس

 د ټېلېفون مايکروفون، امېلي برلينر

 ويډيويي ټيپ ريکارډر، چالز جينسبرګ

د نړۍ لاندې مخکښ او ستر کاروبارونه ټول د يهودو دي
د سترو کمپنيو او د هغوى د يهودي څښتنانو نومونو څنګ په څنګ وګورئ.

پولو، رالف لورن

 کوکاکولا

لېوېز جينز، لېوي سټراس

سټار بکز، هاروارډ شولټز

 ګــــــــــوګل، سرجي برين

 د ډل کمپيوټرونو توليدوونکې کمپنۍ، مايکل ډل

 اورېکل، لاري ايليس

 DKNY، ډونا کرن

 باسکين اينډ روبينز، ارو روبينز

 ډنکين ډونټس، بِل روسنبرګ

سترې څېرې او سياستوال

د يهودي سياستوال نوم دهغه له سترې سياسي څوکۍ سره لاندې وګورئ.

هنري کيسينګر، د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير تېر شوی.

ريچارډ لوېن، د يال پوهنتون ريئس و.

الن ګرينسپن، د امريکا د ملي بانګ مشر و.

 مېډيلين البرايټ، د کلينټن د ولسمشرۍ په دوره کې د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيره وه.

 کاسپر وينبرګر، د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير تېر شوى.

 مکسيم لېټوينوف، د پخواني شورو اتحاد د بهرنيو چارو وزير و.

 ډيويډ مارشل، د سنګاپور لوموړى وزير تېر شوى.

 ايساکس ايساکس، د استراليا ګورنر جنرال و.

 بنجمين ډيزرايل، ستر برتانوي چارواکى تېر شوى.

 يوجيني پريماکوف، د روسيي لومړى وزير و.

 جورج سمبايو، د پرتګال ولسمشر و.

هرب ګرې، د کاناډا لومړى وزير و.

 پېغ مينډيس، د فرانسې لومړى وزير تېر شوى.

مايکل هوارډ، د برتانيي د کورنيو چارو وزير تېر شوى.

 برونو کريسکي، د اطريش ولسمشر تېر شوى.

لاندې يهودانو په المپيک سياليو کې د سرو زرو مډالونو ګټلي

 مارک سپيټز، د المپيک اووه د سرو زرو مډالونه ګټلي.

 کريزلبرګ

 بوريس بېکر

يهود ولې دومره ځواکمن دي؟


او ولې مسلمانان کمزوري دي؟


تر ټولو ستر دليل يې دا دى!

 موږ هغه ظرفيت له لاسه ورکړى چې پوهه وزېږوو

 په ټولو ٥٧ اسلامي هېوادونو کې ٥٠٠ پوهنتونونه دي.

 يوازې د امريکا په متحدو ايالتونو کې ٥٧٥٨ پوهنتونونه دي.

په هندوستان کې په يوازې ځان ٨٤٠٧ پوهنتونونه دي.

 د اسلامي هېوادونو يو پوهنتون هم د نړۍ د پنځو سوو مخکښو پوهنتونو په کتار کې نه راځي.

 په عيسوي نړۍ کې په هرو سلو کسانو کې ٩٠ کسه لوستي دي.

 په اسلامي نړۍ کې په هرو سلو کسانو کې يوازې ٤٠ کسه لوستي دي.

 د پنځلسو هغو هېوادونو چې عيسويان پکې غوڅ اکثريت لري د سواد کچه ١٠٠ فيصدو ته رسېږي.

په عيسوي هېوادونو کې ٩٨ فيصده خلکو لومړنۍ زده کړې بشپړې کړي دي.

 په اسلامي هېوادونو کې يوازې ٥٠ فيصده خلکو په وسو وسو لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې دي.

په عيسوي هېوادونو کې ٤٠ فيصده خلکو پوهنتوني زده کړې کړي.

 په اسلامي هېوادونو کې يوازې ٢ فيصده خلکو پوهنتوني زده کړې کړي.

 هغه اسلامي هېوادونه چې مسلمانان پکې پرېکنده اکثريت جوړوي په هرو يو ميليون وګړو کې ٢٣٠ ساينسپوهان لري.

 يوازې په امريکا کې د هرو يو ميليون وګړو پر سر ٥٠٠٠ ساينسپوهان دي.

عيسوي نړۍ د هرو يو ميليون خلکو په سر ١٠٠٠ تنه د تخنيکي علومو ستر پوهان لري.

 او ټوله عربي نړۍ د هرو يو ميليون خلکو په سر يوازې ٥٠ د تخنيکي علومو ستر پوهان لري.

 اسلامي نړۍ د خپلې ټولې ګټې ٠.٢ فيصده په څېړنو او ساينسي تجربو لګوي.

عيسوي نړۍ د خپلې ټولې ګټې ٥ فيصده په څېړنو او ساينسي تجربو لګوي.

خبرې ډېرې سر يې يو!!!

له دې دا معلومېږي چې اسلامي نړۍ د پوهې په خپراوي کې هم پاتې راغلې.

   راځې د پوهې د کچې اندازه کولو يو اړخ چې له پوهې عملاً ګټه اخيستل دي په اسلامي او لوېديزه نړۍ کې پرتله کړو:

له پاکستانه د ټولو صادراتو يوازې يو فيصد لوړ تخنيکي توکي دي.

 په سعودي کې د دې ډول صادراتو فيصدي ٠.٣ ده.

په کويت، موراکو او الجزاير درې واړو کې د دې ډول صادراتو فيصدي ٠.٣ ده.

خو يوازې د سينګاپور ٥٨ فيصده صادرات لوړ تخنيکي توکي جوړوي.

خبرې ډېرې، سر يې يو!!!

 اسلامي نړۍ د پوهې د عملي کارونې په ډګر کې هم پاتې راغلې.

 نو اوس خو به مو پرې سر خلاص شوى وي 

چې اسلامي نړۍ ولي دومره خوارځواکي ده!!!

ژباړن: ډاکټر جلال الدين کسات

[ ۱۳۹۱/۱۲/۱۰ ] [ 2:8 PM ] [ ]

بډو خان مړ سو او وروسته له مرګه ملایکو بلي نړۍ (آخرت) ته بوت. بډو خان له ملایکو نه وپوښتل چي تاسو څه ډول پوهیږی چي یو کس څو ځلي درواغ ویلی دي؟

ملایکو بډو خان یوې خوني ته بوت چي هلته زیات ساعتونه پر دیوالونو باندي ځوړند وه. ملایکو وویل: هر ځلي چي یو څوک درواغ وایی د ساعت عقرب یو ځلي حرکت کوي.

هغه ساعت د ګاندي دئ په ټول عمر کي یې دوه، درې ځلي حرکت کړی همدا ډول د پاچا خان ساعت. هغه بل ساعت د کرزی دی هغه په څو ساعتونو کي یو ځلي حرکت کوي.

بډو خان حیران پاته سو ځکه د جهادي مشرانو ساعتونه یې و نه ليدل.

بډو خان د ملایکو څه وپوښتل د جهادي مشرانو (مسعود، مزاري، دوستم، سیاف، فهیم ...) ساعتونه نسته؟

ملایکو وویل هو سته، د دوی د ساعتونه څخه موږ په خپل دفترونو کي د چت د پکې په توګه کار اخلو.

[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۹ ] [ 9:50 PM ] [ ]

دا د برازیل ولسمشر (لولا دا سیلفا) دی چې خپل هیواد یې د پرمختیا لوړو څوکو ته ورساوه، هیواد ته یې ورباندي ټول پورونه پرېکړل، او هغه یې په بل هیواد بدل کړ.
دغه اوښکي یې د خپل واک دوهمي او ورستۍ دورې څه وروسته د ارگ پرېښودلو پر مهال، دي. له دې کبله نه ژاړي چي واک پرېږدي، بلکي له دې امله ژاړي چي ټول ولس ورته راوتلی او ورنه غواړي چي په اساسي قانون کي بدلون راولي ترڅو په واک کېي پاتي سي. خو هغه ورسره وه نه منله، او دا یې ورته وویل: " تا سو دا فکر مه کوئ چي را نه خلاص به سی؛ ځکه چي زه به د برازیل د ستونزو په هوارولو کي د مرستي لپاره د دې هیواد په لارو او کوڅو کي گرځم

مونږ د ده په څېر پیاوړو ته اړتیا لرو، خو چېرته یې پیدا کړو ؟


فيروز محبوبي


تړاو: په زړه پوري
[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۸ ] [ 6:58 PM ] [ ]

د هغه چا چي خبري يې نه درواغ  او نه ريښتيا  وي،  فيلسوف دئ

هغه څوک چي پيسې اخلي او درواغ وايي دلال دئ

هغه څوک چي درواغ وايي او پيسې اخلي هغه فقير دئ

هغه څوک چي پيسې اخلې تر څو د درواغو او ريښتيا تشخيص وکړي قاضي دئ

هغه څوک چي بېله ريښتيا بل څه نه وايي هغه کوچنى(ماشوم) دئ

هغه څوک چي درواغ يې ډير خواږه  وي شاعر دئ

هغه څوک چي درواغ خبري يې خلک ريښتيا ګني سياستمدار دئ

هغه څوک چي  ريښتيا خبري يې خلک درواغ ګڼي او پر خاندي ليونى دئ.

هغه څوک چي ډير درواغ وايي او خپله هم نه په پوهږي ډيري خبري کوونکى دئ

هغه څوک چي هيڅ درواغ نه وايي مړى دئ

هغه څوک چي په خپلو درواغو بارو کوي باوله دئ

هغه څوک چي د ځان په درواغو باور کوي مغروره او ځان خوښوونکى دئ

[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۷ ] [ 8:55 PM ] [ ]


پيدا يښت

يوه پرهيزګاره سړي يوه دانه سيب په داسي حالت كي وموندى چي غوښتل يې دلمانځه دپاره پاكي اوسترګي وكړي هغه . وياله چي نوموړي سړي غوښتل لاس اومخ پريمنځي يوه دانه سيب اوبو پرسررا اخيستى وو ، نوموړي هغه راواخيستئ اويوه حصه يې ځني وخوړل ناڅاپه په فكر كي ورته ولويدل چي داخوحتماً د كم بل شخص مال دى اوماته حرام دى . سمدلاسه دهمدې ويالې په څنډه رارهي سو غوښتل يې چي دسيب دلويدلومبداء معلومه كي ، داوبو لښتى ديوه باغ څخه چي دسيبو درختي پكښې وې تيرسوى وو، نوموړي شخص دباغ دروازه پيداكړه اوباغبان ته يې سيب کيسه وكړه او ورڅخه ويې غوښتل چي دانيم سيب ورته وبخښي، باغبان چي هم يو پوه او صادقه سړى وو پوه سو  چي دا شخص ډير په ځاى رسيدلى سړى دى بايد دده سره دوستي وكړي نو ورته ويې ويل .

داسيب په يوه شرط بخښم چي ته به هم زماغوښتنه منې .
نوموړي ورته وويل . څه غوښتنه لرې ؟
اّيازماپه واك اواختياركي ددې غوښتني امكانات سته ؟
باغبان ورته وويل هو ، زمايوه لورده چي هم ګنګۍ ده ، هم كڼه ، هم ړنده ده هم شوټه ، دابه ته په نكاح را څه قبلوې. سړى چي هم مجبوره وو ويي منل په دي خاطرچي خوړل سوي سيب ورته حلال سي. دواده شپه سول نكاح وتړل سول خلګ خبرسول كله چي پرهيزگاره سړي تر مراسمو وروسته خپلي خوني ته ولاړى كه گوري يوه ډيره ښايسته اوځوانه انجلي دده په انتظارده، د داسي حالت منځ ته راتلل دپرهيزګاره سړي دانتظارڅخه ليري خبره وه نو دخپلي كوټې څخه بيرته راووتى اوخپل خسر ( باغبان ) ته راغلى او ورته ويې ويل (تاخوزماسره بل رنګه وعده كړې وه اوس خودابل څه وينم خسر يي ( باغبان ) ورته وويل داهم هغه انجلي ده چي ماتاته ويلي وه ، ړنده په دې معني چي هيڅ نارينه يي بيله تا څخه پخوا نامحرم نه دى ليدلى .
ګونګه په دې معنى چي دهيڅ نامحرم سړي سره يې خبري نه دي كړي .
كڼه په دې معني چي دهيڅ نامحرم سړي اّواز يې نه دى اوريدلى
شوټه په دې معني چي دخپله كوره څخه يي دباندي قدم نه دى ايښى .
په هر صورت ددې ښځي څخه يوه دانه هلك پيدا سو ، داهلك دوړكوالي څخه ډير هوښيار اوذكي وو دتعليم اوزده كړي سره يي ډيره علاقه درلودل كله چي لوى سو د خپل وخت او زمان دډيرو لويو او نامتو شخصياتو دجملې څخه وگرځيدى دخپلو ښو اخلاقو او پوهي په درلودلو سره يې ډيرخلګ دخپل ځان په شا وخوا را ټول كړل ځكه ترنن پوري ددې سړي دپوهي درناوي كيږي اوپه درنده سترګه كتل دمسلمانانو دډيرو خلګو له خوا وظيفه ګڼل سويده ،

اوس نو تاسي وواياست

سوالونه
1.
دسيب خوړونكي څوك وو ؟
2.
ددې ښځي څخه كم هلك پيدا سو او نوم يي څه وو ؟

جوابونه
1.
دسيب خوړونكي ثابت رحمت الله عليه دامام ابوحنيفه پلاردى
2.
ددې ښځي څخه حضرت نعمان ابن ثابت پيداسو، چي دژوندانه دلوړو اومعتبرو اشخاصوپه قطاركي ځاي لري او نوم يي امام اعظم صاحب يا امام ابوحنيفه يانعمان ابن ثابت دى.
احمدشاه پوپلزى

 

[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۷ ] [ 7:25 PM ] [ ]

ځوان ته!

ازادي د الهي نظام ترټولوستره ورکړه ده، هغه ټولني او هیوادونه چي تر استعمار لاندي وي ډیر د ذلت ژوند لري، ازادي هر سړی له خپل لیدلوري تعریفوي خو زموږ مسلمانانو لپاره هم یوه اسلامي ازادي داخل په هیواد اودباندي له هیواده حتمي ده.

علامه سید جماالدین افغان وایي ازادي څوک په تحفه کښي چاته نه ورکوي باید په زور واخستل سي، موږ افغانان د زغم له فرهنګه تر ډیره بې برخي یوکله چي مو دغه فرهنګ په ځان کښي پیداکړئ بیا امکان لري چي ځانونه تریوځایه ورسوو.

که په یوه هیواد کښي د ناامنۍ په راوستلوکښي ځوان قشر ډیررول لري همداسي یې د امن په راوستلوکښي هم اهم دي خو کله چي احساسات پرغالب سي بیایې نتجه په صفرکښي ضرب سي، ډاکټرګوستاولوبون وایي ؛ په یوه ډله کښي تل احساسات په اسانۍ خپریږي، اما دهغه شي چي خپریدل یې مشکل دي عقل او منطق دي چي غیرد شخصي زحمته په لاس نه راځي؛ زموږځوانان په اکثره مجالسو کښي پرداسي موضوعاتوبحث کوي چي اصلآ یې په اړه یوه ذره معلومات هم نلري دوئ فکرکوي چي په دې کارسړی لوړ ښکاري خو خبر نه دي چي په قوي منطق اواستدلال سره سړی یوځای ته رسیږي نه په بې ځایه بحث (کج بحثۍ) سره.

په ټوله دنیا په خاصه په افغانستان کښي واکداره طبقه په ځوان قشرکښي راټوکیدلې ځیني تاریخي روایات وايي چي د احمدشاه بابا دباچاه کېدو یو دلیل دا وه چي هغه ځوان او ۲۵ کلن وه که اسلامي اړخ وڅیړو د اسلام سترلارښود د ځوانۍ په مرحله کښي په اسلام مبعوث سو.

زه نه پوهیږم چي زموږ پرکور اوس څه بلا نازله سوله! هر ځوان مود انتقاد دلاسه پرلاري نسي تلای خو کله چي په نظام کښي پرچوکۍ سي بیا یې خپسکه ونیسي او دجېب د ډکېدو په فکرکښي سي داسي خوبه نه وي چي د افغان انسان دزړه څخه د وطن مینه بیخي وتلې وي؟ کېدایسي د ګوتوپه شمارځیني پاک نفسه سرونه هم وي.

ځیني ځوانان په یوه اداره کښي کار کوي خو ترکاریې تخریب زیات وي، د دې پرځای چي د کارپربهبود سباته پلان جوړکړي اول د رعیت دشکولوپه اړه په سلوفکرونوکښي ډوب وي، زه یوکس پیژنم یو کال یې د معارف په ریاست کښي کار وکړئ کله چي به سهارد کوره راوتئ حیران به وه چي په کوم موټرکښي کښیني خو د وظیفې تر مخه یې چینايي موټرسایکل درلودئ استعداد یې هم دونده لوړ دی چي مکتوب نور ورته وايي او ور لیکيې.

ارسطو دځوان په اړه وایي: ځوانان ترډیره له نظره غورځول کېدای نسي دوئ عزت غواړي، د دې لپاره چي خپل لوړوالی وښئي او تر هغه لا ډیربری لټوي، دوئ پیسو ته ډیراهمیت نه ورکوي ځکه ځوانان د نه شتوالي احساس نه کوي.

کله چي د دنیا ځوانان ګورو دځوان په اړه دپوهانونظریات مطالعه کووفکر راته پیداسي چي زموږ اوسني ځوانان به د هغوئ په شان نه وي! بیا وایو که دهغوئ په شان نه وي نو خواهشات یې تر هغوئ لس چنده اضافه دي مګرد وطن محبت او داجتماع د پرمختګ څرک یې هم په وجود کښي نسته.

کله چي دوې ورځي مخکي په شمال کښي څوجنګسالاران سره راټول سول د اکثره ځوانانوپه زړونو کښي وهم او ترخولې یې د مایوسۍ خبري اورو نو اې ځوانه!

که ځان د مبارزې خولې ته ورنه کړې نوارمان ته درسیدو هیله مه کوه، که په زړه کښي د وطن مینه ځای نه کړې همداسي به دي د خوراومورسترګي امریکايي درتړي او وروربه دي په ځانمرګي او موټربم کښي پارچه پارچه کیږي، که دهیوادپه سیاسي بحران کښي فکر ونه ځغلوې همداسي به دپردو تراستعمار او استثمار لاندي یې، که دي ذهن ترخپلي کورنۍ پوري محدود وه اخیربه د دغه راروان اورلمبه ستا تر درګاه هم درورسیږي.

ولاړسه په خپل قدرپوه سه، فکردي له محدودیاتو بهرکړه او په خپل پوره وس د وطن تورو تاریکو ته دلمردشغلو رڼا ورسوه د میني د سمبول په تور،سوراو زرغون رنګ د اسمان پرکهکشان په زرین خط ودان افغانستان ولیکه او دخوشحال بابا هغه ارمان پوره کړه چي ویل به یې:

څودي وس رسي په لوی دریاب کښي ګرزه

په ویاله کي دي زوال وینم نهنګه

 

په درناوي-نثاراحمد صالح

[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۷ ] [ 10:3 AM ] [ ]

فکر وکړئ

په تصوير کي پنځه شکله ښودل سوي دي تاسو فکر وکړئ چي شپږم شکل به څه ډول وي


http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D8%B0%D9%87%D9%86%D9%8A-%D8%A7%D8%B2%D9%85%D9%88%D9%8A%D9%86%D9%8A.jpg


پيدا مو کړ؟

ښه که مو پيدا کړى وي د نظر ورکولو په برخه کې جواب وليکئ

که يې نسئ ښودلاى نو لاندي راسئ او جواب يې وګورئ

*

*

*

*

*

*

ښه فکر مو وکړ نه يې سئ ښودلاى

نو راسه لاندي د

بشپړ مطلب

تنئ کښېکاږه او جواب يې وګوره


د مطلب پاته...
[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۶ ] [ 10:18 PM ] [ ]

غزل

پرېږده چې لوظونه د دروغو دي رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمه دا چي د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم

برند که حوادث دي د وختونو په ککو کي
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم

لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لوري بيا کړم

ستا په اننګو کي د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دي بابا کړم

 


تړاو: غزلزار
[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۶ ] [ 6:58 PM ] [ ]

امريکايي مجلې فارن پاليسي (Foreign Policy) د نړۍ پنځه ښه رهبران پدې ډول ياد کړي

 ١تين سين (Tien Sin) د برما ولسمشر چي په لومړي مقام کي دئ ، دې مجلې سين د دموکراتيکو اصلاحاتو په راوستلو او د خپلو سياسي مخالفينو په ازادولو سره ستايلى (ولي دا بايد د ياده ونه باسو چي دې هيواد کي د مسلمانانو سره سخت ظلم سوى -هسک)

 

٢ميرمن جوزه بانډا(José Banda)  په جنوبي افريقا کي د  ملاوي هيواد ولسمشر د پراخو اصلاحاتو په راوستلو او دده نه مخکي ولسمشر د منفي کارونو په جبران سره دوهم مقام ګټلى

٣عبدالله واد د سنګال مخکنى ولسمشر چي له ١٢ کاله واکمنۍ وروسته يې قدرت بې له جنجاله وسپاره او په ټاکنو کې برخه واخيسته کله چي ناکام سو ماته يې ومنل ځکه نو په دريم مقام کي ځاى لري

 

٤فرانسو اولانډ د فرانسې ولسمشر ددې په خاطر چي په کال ١٩٦١ کال يې هيواد د الجزير د مهاجرينو سره ظلم باندي اعتراف وکړ، او الجزاير ته يې سفر، په اروپا کي د اقتصادي بحران په وړاندي دده ښه پلان ددې باعث سو چي دى څلرم ځاى ونيسي

  

٥ خوزه موخيکا د اروګايان(Uruguayan) هيواد ولسمشر  چي د خپل معاش ٩٠% په خيريه کارونو کي لګوي، په يو ساده موټر کي سپريږي نوموړى د نړۍ د فقيرترينو ولسمشرانو له جملې څخه شميرل کيږي موخيکا په خپل هيواد کي لوى اقتصادي او ټولنيز اصلاحات راوستلي.

 

[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۶ ] [ 9:27 AM ] [ ]

ګناه

***
**
*
*

کماني ورځي پېچلي زلفي
کاږه باڼه وو سپين مړوندونه
**

معتکف خال يې تقوا سوځونکى
خماري ستر ګي ساقي لاسونه
**

له اوبو ډکي دوې غټي سترګي
کښته کېدلې پورته کېدلې

**

همدغه نن يې بازار ته راوړي
لا تخنېدلې لا شرمېدلې
**

نازک زړګى يې په دربېدو سو
په هر تپش کي پراته رازونه
**

ښکلا غالبه حيا خاموشه
سېلاب د عشق مي څپې څپې سو
**

هوس راويښ سو شرم بيده سو
غېږ له ګرميه خولې خولې سو

 


[ ۱۳۹۱/۱۲/۰۵ ] [ 10:30 PM ] [ ]
د ویبلاگ په اړه

يادونـــــــــه!
هسک ويبلاګ د ليکنو، ژباړو، شعرونو او نور ګټورو توکو يوه ذوقي مجموعه ده، چي د څو شيېبو له پاره مو بوختوي.
کېداى سي، ځيني مضمونونه او مواد مو د معلوماتو په زياتولو او ذهن خړوبولو کي  ګټور تمام سي.

مننه!
هيله لرم چي د خپل نظر ، نيوکي او وړانديز په شريکولو سره، لوى وياړ را بخښئ.

په مينه او ادب
سيداحمد قانع
ګټور توکي