کوچني خره(کوټی)خوراک او څښاک پریښود؛ کمزوری سو، بدن ئې سست او له حرکته ولوېد.
پلار ئې پوه سوه، چي د زوی ئې فکر خراب سوی او يو شی سته، چي کوچنی خر زوروي؛
پوښتنه ئې ځني وکړه، زويه څه خبره ده، چي داسي خراب سوی يې؛ هر وخت دي ښه پالنه کوم، ښې اوربشي او ښه خواړه درکوم، پر څه شي دي طبيعت خراب سوی دئ؟
کوټي، په زحمت خپل سر را پورته کړ، پلار ته ئې وويل: ايا دوی انسانان دي!
پلار ئې حيران سو، ويل زويه د انسانانو څه ګناه ده؟
کوټي وويل، دوی ولي په موږ خرو ملنډي وهي!
پلار ئې ويل، څنګه ملنډي؟
کوټي ورته وويل، ته يې نه وينې، چي دوی کي څوک ناسم او له شرمه ډک کار وکړي، نو دوی هغه ته وايي،
خره! اې خره!! اې د خره زو!!!
په رشتيا هم موږ همداسي يو، لکه څنګه چي دوی وايي، ولي دا خپل کم عقلان په خرو سره يادوي؟
پلاره، موږ داسي نه يو...!
پلاره، موږ ستړي کارونه کوو!
موږ ښه پوهېږو، موږ د يو احساس له مخي خپله دنده مخته وړو!
د پلار فکر ئې خراب سو، نه پوهېدئ، چي د خپل زوی خبرو ته څنګه جواب ورکړي؛ سر ئې کښته واچوئ، بيا ئې غوږونه يوې او بلي خوا ته وڅنډل، خپل زوی ته ئې د خرو منطق شروع کئ؛ وئې ويل: ګوره زويه، هغه انسانان دي، خدای پیدا کړي دي او پر نورو مخلوقاتو ئې غوره کړي دي؛ خو مخکي له دې چي موږ خرو ته سپکاوی وکړي، دوی پر خپلو ځانو ډېر ظلم کړی دئ، د بېلګې په توګه ته وګوره!
√ایا تا په ټول عمر کي یو خر لیدلی دئ، چي د خپل ورور پیسې ئې غلا کړي وي؟!!
√ ايا تا يو خر لیدلی، چي تر ځان کمزوری او ضعيف خر ئې شکنجه کړی او يا زورولی وي؟!
√ ایا تا د خرو په منځ کي د رنګ، څېرې، جنسيت، ژبي، قبيلې او قوم په اساس توپيريز چلند ليدلی دئ؟!
√ ايا تا په خرو کي د مشرتوب پر سر شخړي او جنګونه ليدلي دي؟!
√ ايا کله دي اورېدلی دي، چي امريکايي خرو د اوربشو د تر لاسه کولو لپاره د عربي خرو د وژلو پلان جوړ کړی دئ؟!
√ايا يو خر مو ليدلی دئ، چي د بل هيواد غلام او اجنټ وي او د خپل هيواد خرو ته توطئې جوړوي؟!
بېله شکه چي د خرو په نړۍ کي مو داسي انساني جنايتونه نه ليدلي او نه اورېدلي دي!
پوښتنه داده، چي ايا انسانان د خپل پيدايښت په حکمت پوهېږي، که نه او د هغه څه لپاره چي پيدا سوي، عمل په کوي، که نه!
نو ګرانه زويه، په همدې اساس زه ستا څخه غوښتنه کوم، چي پر خپلي خرتوبۍ خوشحاله او راضي و اوسه!
په دې خرتوبي کي د خپلي مور او زما سرلوړی وکه!
زويه، زموږ لپاره همدا وياړ بس دئ، چي موږ خره يو؛ ځکه
#نه درواغ وايو!
#نه قتل کوو!
#نه غلا کوو!
#نه غيبت کوو!
#نه لعنت وايو!
#نه د چا پر مرګ او غم خوشحالي کوو!
د پلار دې خبرو کوچنی خر(کوټی) خوشحاله کړ، خوراک او څښاک ئې شروع کئ، وئې ويل: پلاره، زه ژمنه کوم، چي خر به يم او خر به اوسېږم؛ پر خپله خرتوبي به وياړ کوم!
بیا به خاوري سو او هغه اور ته به داخل نه سو، چي د سونګ توکي به ئې انسانان او ډبري وي.
(ثم أكون ترابا ولا أدخل النار التي وقودها الناس والأحجار)
له عربي منابعو څخه #د_قانع_ژباړه
تړاو:
فلکلور