زوی له پلار سره په سفر روان وو، په لاره کي ئې پلار مړ سو؛ سړي له يو چوپانه څه پوښتنه وکړه: دلته څوک سته، چي مړي ته لمونځ ورکړي؟ چوپان ويل، نه دلته خاص څوک نسته، خو زه ئې ورکولای سم. سړي ویل، سمه ده، زما پلار ته د جنازې لمونځ ورکه. چوپان مړي ته ودرېدئ، يو څو کلمې ئې له ځان سره زمزمه کړې؛ ول لمونځ ئې خلاص سو. سړی حيران سو، ول دا څنګه لمونځ وو! چوپان ويل، تر دې مي نور سم زده نه دئ. سړي له ناچارۍ پلار ښخ کړ؛ د شپې ئې په خوب کي پلار وليدئ، چي ډېر خوشحاله دئ؛ پوښتنه ئې ځني وکړه: پلاره څه خبره ده، چي داسي خوشحاله يې؟ پلار ئې ورته ويل: دا هرڅه د چوپان د لمانځه له برکته دي! سړي سهار چوپان پيدا کړ، پوښتنه ئې ځني وکړه: زما د پلار په جنازه کي دي کمه دعا وکړه؟ چوپان ورته وويل: کله چي د خدای په حضور کي جنازې ته و درېدم، ومي ويل: خدايه که دا سړی نن شپه زما مېلمه وای، ما پسه ورته حلالوئ، اوس ستا مېلمه دئ، چي ته به څه ورسره وکړې! #هدفــ: که څوک د چوپان په څېر پاک زړی وي، يوه دعا او خبره ئې و خدای او بنده ګانو ته ارزښتمنه وي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
د دوبي په ګرم موسم کي د مالګي په يو کان کي کارګه ځاله جوړه کړې وه؛ ددې کان سره نژدې په غره کي يوه چوغکه اوسېدله؛ یوه ورځ چوغکه په مالګه اړه سوه، کارغه ته ورغله، ويل: کارګه لالا لږ مالګه خو راکه! کارګه ورته وویل: مالګه نه درکوم، که زه و هر چاته مالګه ورکم، ټول کان به خلاص سي. چوغکه نااميده ځني روانه سوه؛ موسم تېر سو، ژمی راغئ، بارانونه وسول، د مالګي کان ویلي سو، د کارګه ځاله هم اوبو یو وړه. کارګه مجبوره سو، د چوغکي کور ته ئې پناه یوړه؛ د کور په دروازه کي ورته ودرېدئ، ویل: چوغکي انا د کور په دروازه کي به ځای را نه کړې! چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه! لږ ګړی وروسته کارګه بيا پر چوغکي ږغ وکئ، ویل چوغکي انا د کور په منځ کي به ځای را نه کړې! چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه! کارګه چي لږ پر ارامه سو، بیا ئې چوغکي ته وویل: چوغکي انا دا ستا و بل کړي اور ته در نژدې سم، ډېر لوند یم، چي لږ وچ سم! چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه! #هدفــ: هدف ئې نو تاسو ولیکئ! #فوکلوریکه_کیسه
:: اړونده موضوع:
زما خبري
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یو ځوان ناروغه وو، اشتهاء ئې نه وه، هیڅ شي ته ئې زړه نه ښه کېده، معدې ئې شی نه قبلاوه. طبیب ورته وویل عسل وخوره؛ ځوان ویل، نه ئې خورم، بېرېږم هسي نه زړه مي را بد کي. طبیب ول ویې خوره، مه بېرېږه زه درسره یم. ځوان عسل وخوړل، معده ئې ښه سوه، رک روغ سو. طبیب ورته وویل: پوهېږې، ولي دي معدې عسل ومنل او ژر ئې هضم کړل؟ ځوان ویل: نه، نه پوهېږم! طبیب ویل: عسل یوازینی طبعي خوراک دئ، چي ستا تر هضمیت مخکي یو ځل مچمچۍ هضم کړي دي، ځکه نو ستا پر معده ښه ولګېدل او د معدې دوا دي سوه؛ که ته غواړې، چي خلک ستا خبره ومني او رد ئې نه کړي، نو هڅه وکړه، چي مخکي تر خبري کولو اول خپله خبره د مچۍ د عسلو په څېر په خپل مغز کي هضم که، بیا ئې پر ژبه راوړه! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته اترېش ونړېدئ، خراب سو؛ فقر، غربت او لوږه پکښي ډېره سوه. امريکا و اتریش ته څه پیسې د مرستي په ډول ورکړې، چي خپل ښارونه، فابریکې او کارځايونه له سره په و رغوي؛ خو اتریش د ښارو، کارځایونو او فابریکو پر ځای د موسیقۍ او تیاتر سالونونه او کتابتونونه جوړ کړل. امريکا له اتریشه ددې کار علت وپوښت؛ اتریش ورته وویل څو چي د هیواد فرهنګ او تمدن جوړ نه سي او پرمختګ ونه کړي، کارځایونه او فابریکې ويجاړي پاتېږي. اوس مهال د اتریش پلازمېنه "وین" په نړۍکي د ژوند لپاره تر ټولو غوره ځای ګڼل کېږي؛ د تفریح توکي ئې کتاب لوستنه ده او له کارغوښتونکي څه د لومړی شرط په توګه د کتاب لوستني ژمنه اخلي. اترېش ډېره ګټه او پیسې له سيلانيانو او ګرځندویانو څخه تر لاسه کوي. #هدفــ: یو چاته تر ارزښتمن شي تر ورکولو مخکي د هغه پر فکر کار وکه او دشي په ارزښت ئې پوه که؛ اولنو څه ښه ویلي دي: یو وار ئې ورزده که بیا ئې کوزده کړه. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
د لاس ګوتي، یوه غټه بله کوچنۍ، یوه اوږده بله لنډه، یوه قوي بله ضعيفه ده؛ خو هیڅکله یوه پر بل ملنډي نه وهي! هیڅکله یو بل تر پښو نه لاندي کوي! هیڅکله یوه د بلي درنښت نه کوي! او هیڅکه یو له بلي سره دښمني نه کوي! دوی یو تر بل څنګ پر څنګ درېږي او په ګډه کار کوي. #هدفــ: موږ داسي یو، کله چي لوړ مقام ته رسېږو، تر لاس لاندي کسان بنده ګان ګڼو او کله چي مو مقام تر بل چا کښته سي هغه بیا خدايان ګڼو؛ دا په یاد ولرئ: نه انسان زموږ بنده دئ او نه انسان زموږ خدای! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
که پاچا خپل اولس ته ووایي چي جېب مو له پیسو او سترخان مو له نعمتو در ډکوم؛ دا قول ئې د میلونرانو په حق کي رشتیا او غریبانو په حق کي حماقت او د نړۍ په سطحه ستر درواغ ګڼل کېږي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
اولسي ادب
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
يو سړي د ځان له پاره کور جوړ کړ، له کوره ئې ژمنه واخیسته، څو چي زه ژوندی یم، وفا به راسره کوې، پر مابه نه نړېږې او مخکي له نړېدو به مي خبروې. څه وخت وروسته د کور په دېوال کي چاک پیدا سو، سړي ژر چاک په خټو بند کړ؛ څه وخت وروسته د کور په بله برخه کي بل چاک پیدا سو، سړي بیا پټ کړ، دا کيسه څو ځله تکرار سوه. یوه ورځ ناڅاپه کور ونړېد؛ سړي په ډېره غوسه کور ته دهغه کړې ژمنه وریاده کړه. کور و سړي ته وویل: هر ځل مي غوښتل چي تاته خبر درکړم، خو تا به زما خوله په خټو رابنده کړه، زه به دي چپ کړم؛ دا د نه اورېدلو او خبرداري ته د پام نه کولو پایله ده! (مولانا_معنوي_بلخي) #هدفــ: ژوند د مرګ د راتلو زېری دئ؛ موږ چي زړېږو مرګ ته نژدې کېږو، خو ددې پر ځای چي دا حقیقت ومنو، په بېلابېلو بهانو ځان تېر باسو.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
پاچا په ښکار وتلی وو، ګیدړه په مخه ورغله، ده هڅه وکړه چي ګیدړه ژوندۍ ونیسي، خو ددې چالاکۍ پاچا ډېر ستړی کړ؛ دا چي ده ئې د نیولو هوډ کړی وو، تر ډېري ستړیا وروسته ئې ژوندۍ ونیول. پاچا ګیدړي ته وویل: تا زه ډېر ستړی کړم، زه به داسي سزا درکړم، چي ته ژوندۍ یې، له ښکاره به خوند وانه خلې. د ګیدړي په غاړه ئې زنګوله ور وځړول، په ځنګله کي ئې ایله کړه. ګیدړه خوشحاله سوه، چي د پاچا له بنده ازاده سوه؛ خو له هغې ورځي څه نه په نس مړه سوه او نه ئې له ښکاره خوند واخیست، ځکه چي دا به ښکار ته نژدې سوه، هغه به زنګوله وشرنګېده، ښکار به وتښتېد، ګیدړه به وږې پاته سوه. #هدفــ: هغه خلک چي د منفي افکارو ښکار سوي وي، هیڅکله به ښه ژوند او پرمختګ ونه کړي، هر وخت چي د یو ښه کار اراده وکړي، منفي افکار(زنګوله) به هغه ورته بد معلوموي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
️ یو یهودي له روسیې څخه و اسرائیلو ته د تګ جواز تر لاسه کړ؛ کله چي له روسیې څخه وتئ، په هوایي ډګر کي یو مامور دده شیان چیک کړل، مجسمه ئې ولیده، ویل دا څه شي ده؟ یهودي ورته وویل: پوښتنه دي سمه نه ده، ووایه چي دا څوک دئ؟ دا د لینن مجسمه ده، د روسیې لوړ شخصیت دئ، چي په خپل هیواد کي ئې عدالت او ډیموکراسي برقراره کړه؛ زه دده شخصیت ته د درناوي په خاطر همیشه دا مجسمه له ځانه سره ګرځوم. مامور ورته وویل: ډېر ښه، ځه مخ ته مو ښه. کله چي سړی اسرائیلو ته ورسېد، په هوایي ډګر کي د ګمرک مامور مجسمه ولیده، له یهودي څخه ئې پوښتنه وکړه، ویل دا څه شي ده؟ سړي ورته وویل: ووایه چي دا څوک دئ؟ دا د هغه لیوني او منفور سړي مجسمه ده، چي زه یې له روسیې څخه وتلو ته مجبور کړم؛ زه همیشه دا مجسمه له ځان سره ګرځوم، چي هر وخت لعنت پر ووایم او پر تف کړم. مامور ورته وویل: ډېر ښه، تاسو تللای سئ، مخته مو ښه. څو ورځي وروسته یهودي په خپل کور کي خپله کورنۍ دعوت کړه؛ وراره ئې په المارۍ کي نموړې مجسمه ولیده، ویل: کاکاجانه دا څوک دئ؟ ده ورته وویل: زويه پوښتنه دي سمه نه ده، داسي ووایه چي دا څه شي ده؟ دا لس کیلو ګرامه ۲۴ عیاره سره زر دي، چي له روسیې څخه مي بېله ګمرکي محصوله دلته راوړل! #هدفــ: "سیاست، یعني دا چي یوه خبره پر څو ډوله خلکو ته وکړې او هغوی ئې هم بېله دلیله درسره ومني"
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یو فیلسوف چي ډېر ظلم ورسره سوی وو، د عدل له پاره پاچا ته و لاړ؛ پاچا ته ئې خپل حال بیان کړ، زارۍ ئې ورته وکړې، خو پاچا ئې پر خبره غوږ ونه نیوئ. فیلسوف مجبور سو، د پاچا پښو ته ورولوېد، خپله غوښتنه ئې بیا ورته تکرار کړه. پاچا خوشحاله سو، ژر ئې دده غوښتنه ومنله. خلک د فیلسوف له دې کړني څه ناراضه سول، ده ته ئې په بدو ویلو خوله راخلاصه کړه؛ ویل ستا په څېر دروند عالم څنګه داسي سپک کار کولای سي! فیلسوف ورته وویل: تاسو نه پوهېږئ، د پاچا غوږونه د سر پر ځای په پښو کي ول، زه مجبوره سوم، چي دده غوږو ته خبره ورسوم بله چاره مي نه درلوده! #هدفــ: نننی حاکمان هغه وخت د مظلوم ږغ اوري، چي د غوږ پر ځای ئې خېټه او جېب له پیسو ور ډک کړې.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
پاچا له وزیر څخه وپوښتل: "سږکال د هیواد د خلکو اقتصادي وضعه څنګه وه؟" وزیر ورته وویل: "الحمدلله تر دې حده ښه وه، چي موچیانو لا هم وکولای سول، چي حج ته ولاړ سي." پاچا ورته وویل: کمعقله! که د خلکو مالي وضعه ښه وای، نو څپلۍ پلورونکي به حج ته تللي وای، نه موچیان؛ ځکه خلک ددې توان نه لري چي نوي څپلۍ واخلي د مجبورۍ په اساس خپلي زړې څپلۍ موچیانو ته د ګنډلو له پاره وړي. #هدفــ: رنځور د ډاکتر په تشخیص جوړېدای سي، نه د عیادت کونکي په ډاډ ورکونه!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
قاضي د انورالسادات له قاتله پوښتنه وکړه، ولي دي سادات مړ کړ؟ قاتل ورته وویل: هغه یو سکولر وو. قاضي پوښتنه ځیني وکړه، ایا د سکولر په معنی پوهېږې؟ قاتل وویل: یا، هیڅ نه پوهېږم!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
د نجیب محفوظ(د نوبل جایزې ګټونکی، مصري لیکوال) د وژل کېدو په پېښه کي قاضي له وژونکي څخه پوښتنه وکړه، ولي دي نجیب په خنجر وواهه؟ قاتل ورته وویل: دده د لیکنو په خاطر، په ځانګړې توګه دده د کتاب (زموږ د کوڅې کوچنیان) په خاطر. قاضي ورته وویل: تا دده کتاب لوستی دئ؟ قاتل وویل: یا ما نه دئ لوستی!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
شیطان په ونه پوري تړلی خر ایله کړ، خر د ګاونډي و کروندې ته ولاړ، وچ او لانده ئې له یوه مخه وخوړه؛ د ګاونډي ښځي چي خر د ترکاریو پر خوړلو ولید، توپک یې را واخیست، خر یې مړ کړ. د خره خاوند چي دا صحنه ولیده، په غوسه سو، را ولاړ سو ښځه یې مړه کړه؛ د ښځي مېړه چي د مېرمنی په وینو لژند جسد ولیدئ، سمدلاسه یې د خره خاوند مړ کړ. و شیطان ته یې وویل دا دي څه وکړه؟!! شیطان ورته وویل، ما یوازي خر ایله کئ! #هدفــ: که غواړئ چي یو ښار خراب کړئ، نو خر ایله کئ! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یوې غریبي ښځي په لوړ ږغ له خدایه د مرستي او کومک غوښتنه وکړه؛ یو کافر ددې ښځي ږغ واورېد، تصمیم ئې ونیوئ، چي له دې ښځي سره کومک وکړي. خپل نوکر ته ئې خوراکي توکي په لاس ورکړه، ورته وئې ویل دا د هغي ښځي کور ته یوسه، که ښځي پوښتنه درڅخه وکړه، چي دا چا درکړه، ته به ورته ووایې، چي دا شیطان راکړه. کله چي نوکر د ښځي کور ته خوراکي توکي ور وړل، ښځي ځیني واخیستل، ډېره خوشحاله سوه، مخ پر خونه روانه سوه؛ نوکر ورته وویل، نه غواړې چي پوه سې چي دا شیان چا درته رالېږلي دي؟ ښځي ورته وویل، نه، مهمه نه ده؛ کله چي خدای امر وکړي شیطان به ئې لا هم امر مني. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یو محصل د ازمویني په صحنه کي سپینه پارچه استاد ته ورکړه، د پارچې په سر کي ئې لیکلي وو "نه لیکل مي ددې ښکارندویي نه کوي، چي زما دي هیڅ شی نه وي زده؛ بالکي هغه څه چي زما په ذهن کي دي، قابل د بیانولو نه دي!" کله چي شقه اعلان سوه، د محصل په نتیجه کي استاد لیکلي وو "نومرې نه وړل دي د ناکامۍ په معنی نه دي؛ بالکي په همدې ټولګي کي پاته کېدل دي ماته روحي خوښي رابخښي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
کله چي اوبه له ډبرین دېوال سره لګېږي، له هغه سره مبارزه نه کوي؛ په چوپتیا سره حرکت کوي او په کراره کراره لار پیدا کوي؛ که ډبره ډېره غټه وي، له څنګ سره ئې تېرېږي، خو لږ لږ ګرانیټ ئې له ځان سره حلوي، لویه ګاره په شګو او رېګ بدلوي؛ په نتیجه کي نرمي اوبه کامیابېږي او کلکه ډبره ماتېږي. #هدفــ: په ژوند کي د اوبو په څېر نرم چلند وکړئ، خو هدف ته ځان ورسوئ. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یو غریب و بډای ته تر سلام ویلو وروسته وویل، چيري روان یې؟ بډای ورته وویل: ګرځم، چي یو څه اشتها پیدا کړم؛ ته چیري ځې؟ غریب ورته وویل: زه اشتها لرم، ګرځم چي یو څه غذا پیدا کړم.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
له یو کاسب څخه یې پوښتنه وکړه: په دې کوڅه کي چي نه د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه سته او نه نور کاسبان سته، څنګه رزق او روزي پیدا کوې؟ کاسب ورته ویل: هغه خدای چي زما د مرګ له پاره یې داسي فرشته ټاکلې، چي په هر ځای کي مي پیدا کولای سي، نو څنګه به د رزق رسولو فرشته ما پیدا نه کړي. #هدفــ: پر خدای توکل او پر خپله برخه قناعت لویه پاچهي ده.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یو شتمن سړي بهلول ته د پُسخند په ډول وویل: زما او ستا تر منځ څه ورته والی سته، که نه؟ بهلول وویل: هو سته! بډای وویل: څه ورته والی سره لرو؟ بهلول وویل: دوه شیان مو بیخي سره ورته دي، اول زما جېب او ستا کله(سر)، چي دواړه خالي دي؛ دوهم زما کله او ستا جېب چي دواړه ډک دي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یوې ډلي خلکو و قاضي ته شکایت وکړ، چی دوو غلو زموږ سل نفريز کاروان لوټ کړ. قاضی ورته وویل: په سلو تنو مو دوه غله نه سوای وژلای؟ یو نفر ورته ورته وویل: قاضي صاحب دوی دوه تنه ملګري وو، خو موږ سل تنه یوازي وو. #هدفــ: د بریالیتوب راز په اتفاق کي دئ، که متفق نه سو د ځانځانۍ ښامار به مو یو په یو وخوري. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یو پاچا د خپل هیواد ماهر رسام را وغوښت، د ډېرو پیسو په مقابل کي ئې دنده ور وسپارله، چي د فرشتې او شیطان عکسونه ورته رسم کړي. رسام حیران وو، چی د فرشتې تصویر به له کمه کړي، ځکه چي ده خو هیڅ وخت فرشته نه وه لیدلې؛ په همدې لټون کي ئې یو کوچنی پیدا کړ، چی ډېره معصومه څېره ئې وه، ښایسته هنري تابلو یې ځیني رسم کړه او پاچاته ئې یو وړه. پاچا له دې ښایستې تابلو څخه ډېر متاثره سوه، ډېره ئې خوښه سوه. اوس نو د شیطان د تصویر نوبت سو، رسام زندانونو ته ولاړئ، ډېر مجرمین يې ولیدل، ډېر تلاښ ئې وکړ، څو داسي شکل پیدا کړي، چي د شیطان څېره ځینی رسم کړي؛ ډېر کلونه تېر سول، خو رسام په دې ونه توانېدئ، چي د شیطان څېره رسم کړي. څلوېښت کاله تېر سول، پاچا فکر وکړ چي عمر ئې پای ته رسېږي، خو انځور رسم نه سو؛ و رسام ته یې وویل: هر څنګه چي کېږي، باید د شیطان انځور رسم کړې. رسام تر ډېر کوښښ وروسته یو ډېر بد او ظالم مجرم پیدا کړ، چي خیرنه څېره او ګډ وډ ورېښتان یې درلودل؛ مجرم ته ئې ویل: زه به ډېري پیسې درکړم، که اجازه راکړې، چي ستا څېره د شیطان په نوم انځور کړم. مجرم قبوله کړه، رسام څو ورځي د شیطان په رسمولو بوخت وو، خو یو ورځ متوجه سو، چي د مجرم تر سترګو اوښکي څڅېږي، د علت پوښتنه ئې ځیني وکړه؛ مجرم ورته وویل: تاسو مخکي هم زما څېره رسم کړې وه، زه هغه معصوم کوچنی یم، چي تاسو د فرشتې تصویر زما له څېرې څخه رسم کړ، نن زما عملونو له ما څخه شیطان جوړ کړ. #هدفــ: خدای ټول انسانان د فرشتې په څېر معصوم او له ګناه پاک پیدا کړې دي، خو همدا موږ یو، چي د بدو اعمالو او ناوړه کړنو په نتیجه کي ځان په شیطان بدلوو. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
بې ادبي را وبخښئ! وایي د یو پاچا پر زړه درد سو، د دربار له حکیمه یې دوا وغوښته. حکیم ورته وویل "پاچا صاحب تاسو باید ایماله وکړئ." دا خبره پر پاچا ډېره بده ولګیده، ویل "بدبخته رزیله دا نو دوا ده چی تا ماته راوښووله!" حکیم وارخطا سو، ویل "پاچا صاحب وبخښه، زه باید ایماله وکړم، تر څو ستاسو د زړه درد ارام سي." د تصادف له مخي د حکیم په ایماله د پاچا د زړه درد ورک سو. ددې پیښي وروسته چي به هر وخت د پاچا پر زړه درد سو، امر به یې وکړ، "حکیم را چپه کړئ، ایماله ورکړئ!" #هدفــ: کم عقلانو او ناپوهانو ته هیڅ وخت سمه مشوره مه ورکوئ، کېدای سي ستاسو مشوره تاسو ته د سر درد جوړ سي. سرجاهلان بر سر دار به که جاهل به خواری گرفتار به #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
یو سوالګر سهار وختي چي لا د ښار دروازې نه وې خلاصي سوي، ښار ته ورسېد؛ منتظر سو، تر څو دروازه خلاصه سي. کله چي دروازه خلاصه سوه، د دروازې ساتونکو سوالګر ونیو او د پاچاهۍ ماڼۍ ته یې روان کړ. سوالګر په زاریو شروع وکړه؛ زه بې ګناه یم، ما کوم جرم نه دئ کړی، ما ایله کړئ...! عسکرو سوالګر ماڼۍ ته بوت، په عزت او تعظیم سره ئې د پاچاهۍ پر تخت کښېنوئ. کله چي سوالګر ددې پېښي علت وپوښت، دوی ورته وویل: "هر کال په دغه ورځ موږ خپل پاچا په دا ډول سره ټاکو!" اوسنی پاچا چي سوالګر سړی و، فکر وکړ؛ باید د مخکني پاچا له حاله خبر سم، چی له هغه سره څه سوي او چیري دئ؟ د ماڼۍ له یوه ساتونکي سره ئې انډیوالي جوړه کړه، له هغه څخه ئې د تېر پاچا حال وغوښت. ساتونکي ورته وویل: د کال په اخره کي زوړ پاچا و یوې لیري او له خلکو خالي جزیرې ته بیایو، هلته ئې ایله کوو، موږ ترې راځو او بیا نوی پاچا ټاکو. پاچا د همدې انډیوال په کومک هغه جزیره پیدا کړه او دده په مشري یې له نورو پټ هغې جزیرې ته مریان او مینځیاني ولېږلې؛ په جزېره کي ئې باغونه ماڼۍ او ښارونه په اباد کړل. اولس فکر کاوه چي دا پاچا د مخکنیو پاچاهانو خلاف له دنیا او پاچاهۍ سره هیڅ کار نه لري. کله چي کال پای ته ورسېد، وزیرانو پاچا ته وویل: "زموږ د دود او رواج له مخي نن باید ښکار ته ولاړ سو." پاچا پوه سو، په ډېري خوښۍ سره تګ ته اماده او په کښتۍ کي سپور سو. وزیرانو پاچا و دریاب ته بوتلئ، په هغه لېري جزیره کي ئې ایله کړ او دوی ځیني راغلل. د جزیرې مریانو پاچا پیدا کړ او په عزت سره ئې پر تخت کښېنوئ. #هدفــ: موږ دنیا ته ناخبره راغلي او ناخبره به درومو؛ که د ژوند و روان یون ته متوجه سو او د پرون د راغلو او د نن تللو له حاله ځان خبر کړو، حتماً به د سبا ورځي غم خورو. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې

د واده په لومړي سهار سړي
او ښځي تړون وکړ چي دروازه به هیچا ته نه خلاصوي، په لومړیو کي د هلک مور او پلار
راغلل. زوم او ناوي یو بل ته حیران حیران کتل ، ځکه دوی مخکي دا تړون کړی وو چي
هیڅ یو به دروازه نه خلاصوي بلاخره دروازه ئې خلاصه نکړه . وروسته د نجلۍ مور او
پلار راغلل، دوی دواړو بیا یو بل ته تر ډیره حیران حیران کتل ، د ناوي په سترګو کي
اوښکي را ټولي سوي وې ځان ئې کنترول نکړای سو پدې حالت کي ئې وویل : نسم کولای چي
مور او پلار مي د دروازې تر شا ووینم او دروازه ورته خلاصه نه کړم . سړي څه ونه
ویل او دروازه ئې خلاصه کړه ، اما سړي دغه موضوع
له ځانه سره وساتل .
کلونه تیر سول خدای ج دوی
ته څلور زامن ورکړل . پنځم اولاد ئې نجلۍ وه . ددغه ماشوم د زیږیدو په ویاړ پلار
ډیره ښادي او خوشحالي وکړه څو پسونه ئې حلال کړل یوه ډیره لویه مهماني ئې جوړه کړه
. خلکو له ده څخه په ډیره معتجبانه توګه وپوښتل: ددغه ښادی او مهماني اصلي علت څه دی ؟ سړي په
ډیره سادګۍ ځواب ورکړ : دا هغه ماشوم دی چي دى به دروازه به زما په مخ خلاصوي.
:: اړونده موضوع:
هنري نثرونه
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې

يو ښوونکي په ټولګي کي له زده کوونکو څه وپوښتل،
ايا د ميني په اړه داسي څه ويلاى سئ،
چي ريښتينې مينه څنګه وي ؟
يو زده کوونکي وويل بخښه کول مينه ده،
بل ويل چي ګل ډالۍ کول،
زړه را کښوونکي الفاظ جوړول مانا مينه،
يو بل بيا د دردنو زغمل او د خوښيو شريکول
مينه وبلل.
ددوي له منځه يو شاګرد ولاړ سو،
بېله دې څخه چي د ميني په اړه خپل نظر وړاندي کړي،
يو لنډه کيسه يې شروع کړه:
ځوانه جوړه ښځه او خاوند چي ژوي پوهان وه،
يوه ورځ د معمول سره سم و ځنګله د څيړني په
موخه تللي وه،
کله چي په ځنګله يو غونډۍ ته ورسيدل ځاى پر ځاي و
درېدل.
ګوري چي يو غټ پړانک يې مخ ته ولاړ دئ،
د سړي سره نه د ښکار توپک و ، او نه يې د تيښتي لار
درلودل.
د ميړه او ميرمني رنګ الوتى وو،
د پړانګ په وړاندي د هيڅ حرکت توان يې نه
درلود،
پړانګ کرار کرار ددوى پر خوا ور روان وو.
پدې وخت کي سړى په ځغستا سو او او ښځه يې
يوازي پرېښوول،
بېله ځنډه پړانګ په سړي پسي منډه کړه،
تر څو دقيقد وروسته د سړي مرګوني نارې د ښځي تر غوږ
سوې.
پړانګ ولاړئ او ښځه ژوندۍ پاته سوه.
کيسه چي تر دې ځايه ورسېده،
زده کوونکو د سړي پر ملامتي او ناځواني خبري پيل
کړې،
چي ولي يې ښځه يوازي پريښوول او دى وتښتيدئ.
کيسه ويونکي وپوښتل،
پوهيږئ چي ځوان د مرګ په سلګيو کي څه ويل؟
زده کوونکو تر لږ فکر وروسته وويل،
کيداي سي هغه د خپلي ميرمني څخه بخښه غوښتي وي،
چي هغه يې يوازي پرېښول!
کيسه ويونکي زده کوونکي جواب ور کړ : نه!
د هغه ځوان وروستۍ خبري دا وي:
(( ګراني ته زما تر ټولو ښه او ښايسته مينه يې،
د اولادونو دي ښه پالنه کوه،
هغوى ته ووايه چي پلار مو ستاسو سره ډيره مينه
درلودل.))
د زده کوونکي تر سترګو اوښکي رواني وې،
په ژړا سره يې کيسې ته دوام ورکړ:
ټول ژوي پوهان پوهيږي چي،
پړانګ پر هغه چا حمله کوي چي هغه ځانته حرکت ورکړي
او يا تښتي.
ځکه نو زما پلار و ځغستل،
د خپل ځان په قربانۍ سره يې زما د مور ژوند و
ژغورئ.
دا ريښتيني او بې ريا مينه وه چي پلار مي د مور او
زموږ سره درلوده.
پاملرنه: وفاداري او قرباني د ميني او دوستۍ ستره بېلګه ده، که وفا او قرباني نه وي د ميني او دوستۍ قدر هيڅ ارزښت نه لري.
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
زما مور یوه سترګه لرل
. زما بد ځيني راتله... د هغې لیدل زما لپاره یو شرم وو.
هغېزما د نفقې لپاره د ښوونځي
د شاګردانو او استادانو
اشپزي کوله.
د ابتدائې ښوونځي په ورځو شپو کي مي یوه ورځ مور راته راغله او سلام ېې راته وکړ.
بله ورځ مي په مکتب کي یو ټولګیوال راته وویل، هلکه، ستا مور خو یوه سترګه
نه لري!
ما ویل، کاشکي چي زه هم له خاورو لاندي واى او مور مي هم ورکه وای.
ما مي له مور سره په هماغه ورځ مخالفت وکړ او ورته مي ویل،
که ته د همدې لپاره ژوندۍ يې
چي یوازي په ما پوري خلک وخندوې او د خلکو مخکي مي وشرموې، نو ولي نه مړه کېږې؟!!!
زما مور هیڅ ځواب رانکړ...
زه ډیر زیات په غوسه وم، د یوې لحظې لپاره هم چپ نه سوم او نه مي پدې بيخي فکر وکړ چي څه مي وویل.
زه د هغې له احساساتو بيخي بې خبره وم.
بل داسي شى نه و چي له هغې سره يې وکړم نو، له کوره وتل مي غوره وګڼل.
په درسونو ویلو کي مي ډیر کوښښ شروع کړ، او په بهر کي د درس ویلو چانس راته پيدا
سو .
تر زده کړي وروسته مي واده وکړ، یو کور مي واخیست او ماشومان مي هم پیدا سول.
زه له
خپلي کورنۍ، ماشومانو او هوسا ژوند سره
ډیر خوشحاله وم.
یوه ورځ مي مور هغه ځاى ته راغله چيري زه اوسېدم، تر څو ما وویني.
هغې زه څو کاله نه وم ليدلى او خپل لمسیان خو يې بیخي نه وه ليدلي.
کله چي هغه د کور په دروازه کي ودریده، زما ماشومانو ورپوري وخندل، او ما ورته په چغو وویل چي ولي بې بلني راغلې يې.
ما پرې
چغي کړې، ورته ومي ویل: تا زما کور ته د راتګ جرئت ولي کړى ، او زما ماشومان دي ولي وویرول!
همدا اوس! لدې ځایه ووزه!!!
زما د خبرو په ځواب کي مي مور راته په ډیر کراره وویل، بخښنه غواړم، ما لکه چي ځای غلط کړی دئ. او هغه په تلوار
بیرته ستنه سوه.
یوه ورځ راته په هغه
ځاي کي چیري چي زما مور اوسیده د مکتب د یوې غونډي بلنلیک راغلئ.
ښځي ته مي درواغ وویل، چي زه ښارګوټي ته په یو ضروري
کاري سفر ځم.
له غونډې وروسته،
هغې زړې جونګړي ته لاړم(چیرته چي مي مور وه)
ګاونډیانو راته وویل چي هغه خو مړه سویده.
له سترګو څه مي یوه اوښکه هم نه
ولاړه.
هغوی راته یو لیک راکړ، هغه لیک چي مور مي زما لپاره ليکلى وو.
(زما زړه ته را نږدې زویه، ستا په اړه تل اندیښنه کوم. لدې چي ستا کور ته راغلم او ستا ماشومان مي
وویرول ډیره بخښنه غواړم.
د مکتب غونډي ته ستا د راتګ په اړه خبره سوم، نو ډیره خوښه سوم.
خو زه کیدای
سي د کټ نه د پاڅیدلو توان هم ونلرم تر څو تا هلته ووینم.
بیا هم بخښنه غوړام چي ته زما له امله د خپل ژوند په اوږدو کي ډیر په تکلیف سوى يې.
خو ته پوهیږې....... کله چي ته ډیر کوچنى وې، په یوه واقعه کي دي سترګه له لاسه ورکړه.
ستا د مور په حیث، ما دا نه سوه زغملى چي زما زوی دي، داسي لوی سي چي یوازي دي یوه سترګه ولري.
نو ما درته خپله یوه سترګه درکړه.
ما په خپل زوی ډیر وویاړل، هغه
زما لپاره، زما په ځاى او زما په سترګه یوه نوې دنیا ولیده.
په
ډیره مینه او خلوص.
ستا مور.
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې

يو
بوډا په صحرا کي ژوند کاوه، غوښتل ئې چي د پټاټو د کښت لپاره مځکه شجاره کړي، خو د
مځکي اړول ورته ډير سخت وو، يوازينى زوى چي دده سره به ئې هر کال کومک کاوه په
زندان کي بندي وو.
بوډا
ډير ناهيلى سو، زوى ته ئې ليک وليږئ او د خپل ناتوانه بشر حال ئې ورته بيان کړ:
ګرانه
زويه! زه په ښه حالت کي نه يم سږ کال د مځکي د اړولو توان هم نه لرم هغه څه چي به
موږ ددې کښت څخه لاس ته راوړل نور پر موږ بند سول اى کاش چي ته راسره واى، کومک به
دي راسره کړى واى او مځکه به دي راته اړولې واى.
((ستا
خواخوږى پلار))
څو
ورځي وروسته پلار د زوى ليک تر لاسه کړ.
پلارجانه!
دخداى لپاره مځکه مه اړوه چي ما هلته وسلې ښخي کړي دي.
بوډا
زوى ته بيا ليک واستاوه چي زويه دا څنګه پيښه ده، زه اوس څه وکړم ؟
زوى
ئې په جواب کي ورته وليکل:
پلار جانه! ورسه اوس دي نو مځکه کي پټاټې وکره
زما همدومره په وس کي وو چي ستاسره مرسته وکړم.
(سهار وختي ١٢ تنه پوليس او افسران راغلل او د
وسلو پيدا کو په نيت ئې د بوډا ټوله مځکه واړول را واړول، هيڅ وسله ئې پيدا نه کړل)
د
زوى د پاخه تدبير په اساس د بوډا مځکه و کښت ته اماده سول.
په
دنيا کي هيځ داسي مانع نسته چي هغه دي ستا د بري مخه ونيسي تر څو چي ته خپله د زړه
له اخلاصه تصميم ونه نيسي تر څو بريا ترلاسه کړې.
مانع
ستا ذهن دئ، نه داچي ته چيري ئې!
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
د شيطان شکل
د عربو يو مشهور اديب جاهظ وايي: چي زه په دنيا کي چا داسي
نه يم پکه کړى، لکه چي يوه ورځ يوې ښځي تر
لاس ونيولم چي راځه له تاسره مي کار دئ، زه هم ورسره روان سوم ، تلو-تلو چي د يوه زرګر دوکان ته يې وروستلم او هغه ته ئې وويل چي
(دده په شان) دومره يې وويل او دا لاړه په خپله مخه، زه اک پک اريان دريان ودريدم، چي دا څه ټوکه وه؟
دهغه زرګر نه مي پوښتنه وکړه چي دا څنګه کيسه وه؟
هغه راته وويل چي زه نور نه يم خبر خو دې ښځي يوه ورځ ماته وويل
چي ماته د شيطان شکل جوړ کړه، ما ورته وويل چي ما شيطان څه ليدلى دئ چي تاته يې
شکل جوړ کړم پس له هغې دا ولاړه او ته ئې
را وستلې(( چي دده په شان))
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
|