هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۵/۰۱/۱۲ خپرندوی

ښاغلي پوهاند دوکتور استاد ازمون صاحب د (ټپو ژبه) په عنوان يوه نولوستاژيکه غزل ليکلې وه،

ما ئې په جواب کي دا څو بيته وکښل.

مه ناهيلی کیږه، ته د ستورو کهکشان يې

مخکي به روان يې، ته جرس ددې کاروان يې

کال به بيا اباد‌ سي، په خزان پسي سپرلی راځي

ته به ئې روزونکی او هم ته به ئې باغبان يې

مينه دي شېرينه ده، درخو دي د تن وينه ده

ياد چي د مومن وي او هم ته به ادم خان يې

نن که مو ټپه او يا سندره ګونګۍ سوې ده

ته د يکه زار په رمزو پوه يې، ترجمان يې

لاره که تياره ده او په مخکي دي پېچومي دي

ستا په لاس کي جام د جم، په لټه د انسان يې

دلته که اشرف په حسرتونو سوځېدلی دئ

ته د خوشحال خان په څېر پر ننګ ولاړ افغان يې

وچو وچو شګو کي به بیا ژوندۍ چینې سي ژر

ته پر شاړو مځکو، څاڅکی څاڅکی د باران يې

ځه هېري ناهيلۍ کړه، په تېر پسي ترتاب نسته

نوې مېنه جوړه که، د نوي ژوند درمان يې

اوس که د قانع خوښي مړه سوې او ملنګ ګرځي

تې د زړه مسيح يې او تې تخت د سليمان يې

د وري پينځمه ۱۴۰۵ل.

د استاد غزل

د ټپو ژبه

هسکه غړۍ تلمه د یو چا د زړه جانان ومه

وخت و د غرو منځ کې د چینې غوندې روان ومه

ښکل مې د مندر د تندي خال د زړه جومات کې کړ

ما چې غاړه تا له درکوله خو انسان ومه

ځان یې د جانان له مخه لوړ بللو ځکه خو

زه له آئینې سره په دې خبره وران ومه

لمر پسې روان وم یک تنها ستورو سپوږمۍ نه پټ

زه لکه پر ځمکه پروت شین سیوری د خپل ځان ومه

زړونه راپسې وو د چپه کاکل دوران مې و

وخته د یو چا سترګو کې پروت دعشق ایمان ومه

درب پسې د پښې به مې اسمان او ځمکه تله راتله

زه د ټپو ژبه د خواږه افغانستان ومه

ته به چې ښکاره شوې نو سپوږمۍ به پښه نیولې شوه

دا زما یقین و هسې نه چې په ګومان ومه

ورانه مې د زړه دنیاګۍ تاپسې نن ګله ده

چېرته یې په تا باندې خو زه آباد او خان ومه

خدای به مې په دې خبره هم بښي ملګرو چې

تل د قام لپاره له حالاتو سره وران ومه

ترنګ د هفته ګل۱ او پایندي۲ د باجې شور ومه

شین د ګلکي۳ ، ملا ۴په لوبو مست لغمان ومه

زړه نه د ګودر د بنګړو وتې دنګه غاړه وم

جونې بدرګه راپسې تللې یاقربان ومه

نه پرېښودم کله هم غاصب په ځمکه ګل سره

لویه ګناه دا مې وه چې زه په پښت افغان ومه

روح د زېړو وړانګو په غروب باندې سپاره مې چې

وا ازمونه ستا د محبت زېړی داستان ومه

۲۰۲۶/ ۴/۲ بلامبسوري، کټنسوېل، مېرېلېنډ

۱.د لغمان یو مشهور ولسي ربابي وو.

۲. د لغمان مشهور ولسي سندرغاړی و.

۳. د لغمان مشهور ولسي سندرغاړی او د منظومو ولسي کیسو مخزن و.

۴ملاګی چې په ملا استاد هم مشهور و ، دا هم دلغمان یو خوږ غږی او د ځانګړی سبک خاوند سندرغاړی و.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۵/۰۱/۱۲ خپرندوی

په لر او افغان کي لو فتنه ده، لوی عذاب

د بې پلاره مور اولاد، کراچي دئ که پنجاب

په چل او په دوکه کي د انګرېز سکنی ورور

شرمېږي به، ړنګېږي به، حتمن اسلام خراب


تړاو: نظم
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۵/۰۱/۰۴ خپرندوی

شاوخوا درې زره کاله مخکي د تروجن وار Trojan War په جګړه کي يوناني پوځ لس کاله د (ټرای)ښار کلابند کړ؛ خو د ښار کلک او ټينګ دېوالونه دوی د پرمختګ خنډ ول.

وروسته يوناني قومندان (ادیسه) يوه په زړه پوري او جالبه طرحه جوړه کړه؛

يو لوی د لرګي آس ئې جوړ کړ؛ دننه ئې ډېر سرتېري پکښي پټ کړل.

يوناني پوځ ته ئې داسي وښووله لکه دوی چي له جګړې وتلي وي.

د ټروا خلکو فکر وکړ، چي دا آس د سولي

نخښه ده؛ نو ښار ته ئې دننه کړ؛ خو کله چي شپه راغله، پټ سرتېري له د آس له منځه راووتل، د ښار دروازې ئې خلاصي کړې او خپل پوځ ئې دننه کړ؛ په همدې ډول ښار سقوط سو.

له همدې امله نن هم په نړۍ کي د “Trojan Horse” اصطلاح د پټ خطر يا پټي دښمنۍ د مثال په توګه کارېږي.

#هدفــ: هغه اولس چي د دښمن له خطره غافله وي، د ټروا ښار په څېر به ناڅاپه سقوطېږي؛ خو هغه خلک چي بيداره وي، د دفاع وسايل برابروي او د‌ دښمن پلانونه شنډوي.


تړاو: درس
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ