#بعضُ_السَّلامِ_سِلام؛ ځیني سلامونه (چي په اصل کي د جوړتيا هیله ده)، خو داسي لګېږي، لکه سِلام (د ډبرو په څېر سخت او درانه وي)؛ د ګټي پر ځای تاوان رسوونکي وي. #وبعضُ_الكَلامِ_كِلام؛ ځیني خبري د زخمونو په څېر وي؛ یعني د ښو پر ځای بدي او دردناکه وي. #وبعضُ_العِناقِ_عَنَاق:ځینو خلکو ته غاړه ورکول، د محبت پر ځای نفرت راولي؛ يعني هره غېږه سکون نه بلکي د خفګان سبب وي. #هدفــ: هره کړنه لکه څنګه چي په ظاهره سمه ښکاري، په اصل کي هغسي نه وي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
په افريقا کي چي هر سهار هوسۍ له خوبه را پاڅي، په دې فکر کي وي، چي څنګه تر زمري تېزه منډه ووهي، تر څو د زمري ښکار نه سي؛ زمری بيا په دې فکر کي وي، چي څنګه تر هوسۍ تېز ولاړ سي او هوسۍ ښکار کړي، تر څو له لوږي مړ نه سي. #هدفــ دا مهمه نه ده، چي هوسۍ سې يا زمری، مهمه داده چي د لمر له راختو سره سم په ټوله وړتيا ځغستا شروع کړې؛ تر څو د ژوند و موخو ته ورسېږې. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
چي د هيواد روح ته خطره راغلله پـر زړه د غــم او وير حـمله راغلله ما مي په هيلو شپه رڼا کړه تېره له سپيده چاود سره تياره راغلله چا دي و مخ ته خاوري وشيندلې د بـاران څاڅـکي خــړوبـه راغلله ما مي تقدير په خپل تدبير بدلاوه هــغه بــرعـــکسه فيـــصله راغلله تــږو مزلونه رباطونه طی کړل له هر سراب څخه تشنه راغلله د خاموشۍ پر دښت غوغا شنه سوې له وچه ســـينده لو څــپه راغلله خدای خبر چا د ژوند پياله کړه ماته چي پر شفق ئې نخښه سره راغلله ګل د اغــزي مـــلګرتيا څه کوله پر تا د قــتل ئــې شــبهه راغلله سوله احساس او عاطفه څرګنده د آدم ژونــد ته چــي ډېوه راغلله د قانـع زړه دئ کـرونده د غمو له دې غزل څـه ئې ناله راغلله د سنبلې ۱۱مه۱۴۰۳ل.
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
غزل
یوه ورځ د امام شافعي رحمه الله او دده د شاګرد یونس تر منځ د يوې مسئلې پر سر اختلاف رامنځ ته سو؛ شاګرد په قهر سو، درس ئې پرېښود او خپل کور ته ولاړ. د شپې ناوخته ئې د کور دروازه وټکېدله، کله چي ئې دروازه خلاصه کړه، امام شافعي رحمه الله دروازې ته ولاړ دئ، ډېر حيران سو. امام شافعي ورته وویل: یونسه په سلونو مسایلو کي زموږ اتفاق او يووالی دئ، خو په يوه مسئله کي اختلاف به موږ سره بېل کړي! يونسه! په هر اختلاف کي د برياليتوب کوښښ مه کوه، ځیني وخت 'د زړونو ګټل' د 'موقفو تر ګټلو' ډېر ګټور او ارزښتناک وي. يونسه! هغه پلونه مه خرابوه، چي تا جوړ کړي او ته پر تللی یې؛ کېدای سي یوه ورځ بیا ورته اړتیا پيدا کړې. همیشه "خطا" مه خوښوه، خو له خطاکوونکي څه بد مه وړه! په زړه کي "ګناه" بده وګڼه، خو پر "ګنهکار" و رحمېږه او بخښنه ورته وکه. یونسه! د چا پر وينا انتقاد وکه، خو وينا کونکي ته درناوی ولره؛ زموږ دنده دا ده چي 'ناروغي' له منځه یوسو، نه ناروغ! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
چي کرلې مي په زړه کي د اُنس مينه د نفرت سېلۍ له هر لور پرې راځينه ستا د سترګو تور د توري شپې په څېر دي په تياره کي پټ رازونه خوندي وينه د نازکو شونډو منځ کي سپين غاښونه لکه واوره او شيدې چي يو ځای سينه مخامخ چي سوه د حُسن و شغلو ته آينه سوه ستا د مخ په جوهر سپينه په خندا کي دي سکون او آرام نغښتی لکه يخ کي چي د لمر شغلې را ځينه ستا وصال دئ خزانه تر اوبو لاندي سمندر کي به څوک څنګه ژوند کوينه لړزېږم لکه پاڼه ستا په څنګ کي د بېلتون شمال مي ستا له غېږي وړينه په ديدن دي زما د ژوند بېړۍ روانه په هجران کي مي سي وچه د رګ وينه ګل په سل رنګه مخو کي ښکلی ښکاري د ګلباز دوه مخی رنګ مي بد ايسينه لکه څاڅکي د اول باران پر مځکه هومره تمه دي قانع د راتلو کړينه د سنبلې ۴مه ۱۴۰۳ل.
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
غزل
استقلال دئ هر انسان لره ژوندون د عظمت او د خوښيو خوږ مضمون ازادي ده لــــکه ويـــنه د رګـــو د پينځو حواسو منځ کي يو تړون حــريت اساس د عــــلم او عمل له وحـــــشته تمدن لره ور تلون خپلواکي ئې له وجود سره تړلې د افغان په توره هر دښمن زبون ګاونډ دي له ها تللو تپوس وکړي چي پر مېنه ئې تازه غم د پرون هم ئې زر او زور اوبه سوله په لاس کي ساده نه ده، څېري سوی ئې پتلون په هر نوم چي ئې رالېږي دې درشل ته دا الف قد به ئې مات سي لکه نون اتفاق کي، هر يو ښکار دئ د صياد په نفاق کي الوده يو په خپل خون د قانع ايمان پر دې خبره ټينګ تباه کېږئ، که مو را نه وست بدلون د زمري ۲۸مه۱۴۰۳ل.
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
غزل
پخوا چي قطعې(ورقي) او چکه نه ول، په حجرو او کوټو کي به د اخوند وړه خورا په خوند کېدله؛ که مو د اخوند د وړو اورېدلي وي؛ نو راته وواياست چي د اخوند وړه به څوک کوي! #د_لوبي_ترتيب_داسي_دئ مثلاً په کوټه کي لس نفره ناست دي، دوی دوه دوه سره انډيوالان سي، داسي چي يو د بل دفاع وکړي او خپل انډيوال د اخوند د وړو څخه خلاص کي. يو نفر مثلاً کريم خپل ملګري جميل ته وايي، دا چي د اخوند وړه خلاص سوي دي، يو څوک بايد پيدا سي چي د اخوند وړه و ژرندي ته يوسي؛ ته وا دا کار به څوک وکي! ملګری ئې(جميل) سمدلاسه د يو نفر نوم ياد کي؛ وايي دا وړه به احمد کوي! د احمد ملګری (محمود) ژر پر را ږغ کي، وايي احمد څه وزګار نه دئ، خپله زر کارونه لري، هغه ئې نه سي کولای! مقابل شخص(جميل) بيا ورته ووايي، نو بې څوک وکي؛ محمود ورته وايي چي ولي ئې عبدالله نه کوي؛ د عبدالله ملګری شمس بيا د هغه دفاع شروع کي. لوبه تر هغه وخته روانه وي، چي يو څوک د ملګري دفاع ونه کي او يا په خبرو کي بند سي؛ په دې وخت کي پر دغه ملامت شخص سزا راوزي؛ کله جالب نوم پر کښېږدي، کله ايشله په وکي، کله بل ناټک؛ په دې سره نو ټوله مجلس د خندا شين وي.
:: اړونده موضوع:
زما خبري،
اولسي ادب
:: تړاو:
فوکلور

کږليچونو کي روان يم، تش کالبوت يم لکه مړی د دردو د ښار پاسبان يم، له وجوده څه يم ستړی فولادي چړې په تن کي، لکه ستني وهل کېږي د بڅرکو تېز باران يم، د دوزخ د لمبو زړی چي ئې جوړ کړمه له خټو، لږ اوبه مي بهانه سوې نور د خاور لوی طوفان يم، پر دښت ګرځم لکه خلی يو بې واکه بې اختياره، دا زه څنګه خلیفه سوم! په تش نوم ياد د انسان يم، نور غلام په غاړه پړی د اضدادو په محور کي، يو له بل سره په ضد يو که پر بر سوم پهلوان يم، که نه ولاړمه ناولی د اذهانو جېلخانه کي بنديوان فکرونه ناست دي بې صورته په زندان يم، دئ نا ارامه مي هر غړی چي قانع په خپل قسمت سوم، عاقبت پر خدای سپارمه زه قاضي د خپل وجدان يم، هر چا خپل خپل عمل وړی خپل کور، د زمري اوله۱۴۰۳ل.
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
غزل
|