يو بډای د سوالګر په پرلپسې غوښتني غوسه کېږي؛ خو زموږ رب په سوال(غوښتنه) نه کولو په قهرېږي؛ ابن ماجه يو صحيح حديث را نقلوي، وايي: مَن لم يسألِ اللهَ يغضبْ علَيهِ. څوک چي له الله جل جلاله څخه څه نه غواړي، الله عز وجل پر هغه په غوسه کېږي. راسئ، چي د زړه له اخلاصه له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړو. اللهم انك عفوٌ كريمٌ، تحب العفو فاعف عني. آمين
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
حدیث,
دعا
رسول الله ﷺ فرمایي: د دين په کارونو کي آساني کوﺉ، سختي مه کوﺉ؛ خلکو ته زيری ورکئ او خلک مه متنفره کوئ. "رواه البخاري"
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
حدیث
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول اللهﷺ وفرمایل: څوک چي په یوه ورځ کي سل واره(سُبحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ) ووایي؛ ګناهونه ئې بخښل کېږي، که څه د سمندر د ځګ په څېر وي.(حديث صحيح. متفق علیه)
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
حدیث
يو سړي په ډېر تلوار لمونځ کاوه، محتسب په دُره وواهه؛ لمونځ کونکي پاته لمونځ په ډېر احتياط سره ادا کړ. تر لمانځه وروسته محتسب پوښتنه ځني وکړه، کم لمونځ ښه وو؟ سړي ورته وويل: اول، ځکه هغه وخت مي په زړه کي د الله څه بېره وه، په دوهم وار لمانځه کي مي ستا د دُرې بېره وه. #هدفــ: د عبادت هغه خوند چي په يو رنګۍ(اخلاص) کي سته، په دوه رنګۍ(ريا) کي نه پيدا کېږي!
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي
:: تړاو:
اصلاح
د موسی عليه السلام په وخت کي سخته وچکالي راغله؛ د دښت هوسیاني و موسی عليه السلام ته راغلې، ویل موږ له تندي مرو، له خدایه د باران غوښتنه وکه! حضرت موسی و الله عزوجل ته د هوسیو غوښتنه بيان کړه، الله ورته وفرمایل: د باران د اورېدلو وعده نه ده سوې! حضرت موسی و هوسیو ته د باران د نه اورېدو جواب ورساوه. د هوسیو له منځه یوې وویل: زه و الله ته د مناجات او خبرو لپاره کوه طور ته ځم؛ و دوستانو ته ئې وویل: که زه له کوه طوره په خېزو او خوښۍ را کښته کېدم، پوه سئ، چي د باران هیله پیدا سوې، که نه وو، نو د باران هيله مه کوئ! هوسۍ و غره ته پورته سوه، حق تعالی دې ته هم د باران د نه اورېدو جواب ورکړ؛ خو کله چي هوسۍ د راکښته کېدو په وخت کي خپل خواشيني ملګري وليدل، چي ددې راتګ ته سترګي په لار دي، له ځان سره ئې وويل، زه بايد په خېزو او خوشحالۍ د دوی خواته ورسم، تر څو مي دوستان خوشحاله سي، توکل پر الله، و خپل خدای ته هيله لرم، چي باران به وکړي. هوسۍ لا مځکي ته نه وه رسېدلې، چي باران شروع سو! موسی عليه السلام د اعتراض په ډول له الله عز وجل څه ددې راز وغوښت؛ الله عز وجل ورته وفرمايل: هماغه جواب چي تاته درکړه سوی وو، هغه جواب هوسۍ ته هم ورکړه سو، خو توپير ئې په دې کي وو، چي هوسۍ پر الله د توکل په نيت حرکت وکړ، او ناهيلې نه سوه، د توکل نتيجه ئې هم وليده! #هدفــ: هيڅ وخت مه ناهيلی کېږه، کېدای سي په وروستي شېبه کي هم الله تا بريالی کړي، پر الله توکل وکه! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
په کليسا کي يو پيشي اوسېدله، هر وخت به ئې د کليسا د راهب مزاحمت کاوه؛ راهب امر وکړ، چي کله زه عبادت کوم، دا پيشي پر يوه ونه پوري تړئ، چي زه په ښه توګه عبادت ته فارغه سم. دا کړني ډېر کلونه دوام وکړ، د پيشي تړل د دوی په مذهب کي د يو اصل په توګه ومنل سو؛ ډېر وخت وروسته مشر راهب او پیشي دواړه مړه سول؛ نورو راهبانو به پيشياني رانيولې او د عبادت پر وخت به ئې پر ونه تړلې، چي د عبادت اصل پر ځای سي. د مشر راهب تر مړيني وروسته بل راهب د عبادت په وخت کي د پيشي د تړلو پر اهميت يو لوی کتاب وليکئ. #هدفــ: په خلکو کي ډېر باورونه او کږني همداسي دي، چي په پخوا کي به يو څه پېښ سوي وي، خو اوس ئې کول يوازي او يوازي خرافات دي او بس؛ لکه۳۹يا ۱۱۱نمبرونه. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
ښه دعا هغه ده، چي د زړه له اخلاصه وسي او د زړه اخلاص هغه وخت راځي، چي دعا کوونکی د دعا په مقصد او معنی پوه وي؛ که سوره فاتحه چي بهترينه دعا ده، د زړه له اخلاصه ووايو، الله عز وجل به مو په هر ځای کي بريالي لري. { بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ(1) الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ (2) الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ (3) مٰلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5) اهْدِنَا الصِّرٰطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) صِرٰطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّآلِّينَ (7) #آمين
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما خبري
:: تړاو:
درنې خبري
اسلام معنی سلامتيا، عدل او انسانیت؛ په کم ځای کي چي امن، عدل او انسانیت نه وو، پوه سه چي هلته اسلام سم نه دئ حاکم سوی.
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما خبري
:: تړاو:
درنې خبري
داسي خالق لرو چي د ښه کار پر اراده اجر را کوي، خو د ګناه پر اراده تر هغه وخته سزا نه راکوي، څو چي مو عملاً ګناه کړې نه وي؛ تر دې جالبه لا دا چي تر ګناه کولو وروسته د ګناه پر پښېمانۍ هم بیرته اجر راکوي. سبحان الله موږ څونده ناشکره بنده ګان یو!
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما خبري
:: تړاو:
درنې خبري
تر دې عبادت چي ناست په مسجد کي یې، خو چُرت او فکر دي په څپليو کي بند وي، چي څوک ئې غلا نه کړي؛ هغه عبادت ښه دئ، چي پر بیابان یې وکړې، خو شُغل او فکر دي یوازي او یوازي له الله سره وي.
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي،
زما خبري
:: تړاو:
درنې خبري
له خدایه غوښتنه "شجاعت" دئ؛ که یې درکړه "رحمت" دئ، که یې در نه کړه "حکمت" دئ. له خلګو غوښتنه "ذلت" دئ؛ که یې درکړه "احسان" دئ؛ که یې در نه کړه "خفګان" دئ.
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي
:: تړاو:
درنې خبري
پیغمبرﷺ فرمایلي دي: الله تعالی[و هغو مامورینو ته خطاب کوي، چي د انسان اعمال لیکي] فرمایي:«هر وخت چي زما بنده د یو ناوړه کړني تصمیم ونیسي، هغه تصمیم دده په اعمالو کي مه لیکئ، تر څو چي ئې هغه عمل تر سره کړی نه وي، که ئې ناوړه عمل اجرا کړ، همغه ولیکئ؛ خو که ئې بده کړنه زما په خاطر پرېښول، هغه په نیکي کي ورته ولیکئ.
که زما بنده د ښه کار اراده وکړه، او وئې نه کړه، هغه اراده ئې په ښو اعمالو کي ولیکئ، او که ئې هغه ښه کار وکړ، د هغه عمل د لسو نیکیو پر ځای اووه سوه برابره ډیري نیکۍ ورته ولیکئ.
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي
په فيسبوک کي مي له ملګرو د يوه يوه حديث ليکلو غوښتنه کړې وه، ملګرو مي دا حديثونه راته ليکلي دي.
نویدجان مبارز: له ابی امامة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :چا چی تر هر فرض لمانځه وروسته ایت الکرسی وویل دی به د جنت د داخليدو څخه هیڅ شی منع نه کړی مګر یواځی مرګ (د جنت او دده تر کابین به یواځی مرګ پرده یا خنډ وی) (رواه النسائي وصححه ابن حبان او صحيح الجامع ۶۴۶۴
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
عقيده
روژه په اسلام
او نوي ساینس کي (لړۍ)

د مبارکي روژې په اړه دښاغلي عبدالغفارجُبیر په زړه پوري
ليکنه پرلپسې لړۍ دلته وګورئ
هر عنوان چي دلته ليکل سوى دئ
د بشپړ مطلب په برخه کي ئې بشپړه ليکنه وګورئ
١: په قرانکریم کی روژه: (١برخه)
٢: روژه په احاديثوکي: (٢برخه)
٣: د پېشلمي فضيلت: (٣برخه)
٤: دروژې په ماتلوکی تلوارکول: (٤برخه) ٥:په سفرکی دروژې نيولورخصت: (٥)
ددې عنوانونو د تفصيل د لپاره لاندي د
بشپړ مطلب برخي ته ولاړ سئ
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
روژه
په قرآنكريم كې ټولې (14
) سجدې دي او د سجدې لرونکي آيتونه په قرآنكريم كي د (السجدة) په توري په نښه شوي
دي , او په خوا كي يې ورسره شمېره هم ليكلي وي چي دا لومړۍ سجده ده يا دوهمه
يا دريمه يا............يا څوارلسمه .
دسجدې دآيت دتلاوت په پای
كي دسجدې كول واجب دي , او دسجدې كولو طريقه يې داسي ده چي :
كله يې دسجدې آيت تلاوت
كړ نو پورته دي شي او نيت دي وكړي چي :
نويت ان اسجد لله تعالى ,
لسجدة تلاوة القرآن , آمنت باالرحمن , ورضيت باالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة
الشريفة
كله چي يې دا نيت وكړ نو
دتكبير (الله اكبر) په ويلو سره به د لاسونو پورته كولو او ركوع كولو پرته سيخ
سجدې ته ولاړشي او يوه سجده به وكړي او په هغې كي به درې يا پنځه يا اووه ځله
تسبيح (سبحان ربي الاعلى ) ووايي او سربه راپورته كړي .
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
قران
دا هغه ډبره ده چي حضرت محمد مصطفى ورڅخه اسمان ته پورته سوى
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
جالب

پيدا يښت يوه پرهيزګاره سړي يوه
دانه سيب په داسي حالت كي وموندى چي غوښتل يې دلمانځه دپاره پاكي اوسترګي وكړي هغه
. وياله چي نوموړي سړي غوښتل لاس اومخ پريمنځي يوه دانه سيب اوبو پرسررا اخيستى وو
، نوموړي هغه راواخيستئ اويوه حصه يې ځني وخوړل ناڅاپه په فكر كي ورته ولويدل چي
داخوحتماً د كم بل شخص مال دى اوماته حرام دى . سمدلاسه دهمدې ويالې په څنډه رارهي
سو غوښتل يې چي دسيب دلويدلومبداء معلومه كي ، داوبو لښتى ديوه باغ څخه چي دسيبو
درختي پكښې وې تيرسوى وو، نوموړي شخص دباغ دروازه پيداكړه اوباغبان ته يې سيب کيسه
وكړه او ورڅخه ويې غوښتل چي دانيم سيب ورته وبخښي، باغبان چي هم يو پوه او صادقه
سړى وو پوه سو چي دا شخص ډير په ځاى رسيدلى سړى دى بايد دده سره دوستي وكړي
نو ورته ويې ويل .
داسيب په يوه شرط بخښم چي ته به هم زماغوښتنه منې .
نوموړي ورته وويل . څه غوښتنه لرې ؟
اّيازماپه واك اواختياركي ددې غوښتني امكانات سته ؟
باغبان ورته وويل هو ، زمايوه لورده چي هم ګنګۍ ده ، هم كڼه ، هم ړنده
ده هم شوټه ، دابه ته په نكاح را څه قبلوې. سړى چي هم مجبوره وو ويي منل په دي
خاطرچي خوړل سوي سيب ورته حلال سي. دواده شپه سول نكاح وتړل سول خلګ خبرسول كله چي
پرهيزگاره سړي تر مراسمو وروسته خپلي خوني ته ولاړى كه گوري يوه ډيره ښايسته
اوځوانه انجلي دده په انتظارده، د داسي حالت منځ ته راتلل دپرهيزګاره سړي
دانتظارڅخه ليري خبره وه نو دخپلي كوټې څخه بيرته راووتى اوخپل خسر ( باغبان ) ته
راغلى او ورته ويې ويل (تاخوزماسره بل رنګه وعده كړې وه اوس خودابل څه وينم خسر يي
( باغبان ) ورته وويل داهم هغه انجلي ده چي ماتاته ويلي وه ، ړنده په دې معني چي
هيڅ نارينه يي بيله تا څخه پخوا نامحرم نه دى ليدلى .
ګونګه په دې معنى چي دهيڅ نامحرم سړي سره يې خبري نه دي كړي .
كڼه په دې معني چي دهيڅ نامحرم سړي اّواز يې نه دى اوريدلى
شوټه په دې معني چي دخپله كوره څخه يي دباندي قدم نه دى ايښى .
په هر صورت ددې ښځي څخه يوه دانه هلك پيدا سو ، داهلك دوړكوالي څخه
ډير هوښيار اوذكي وو دتعليم اوزده كړي سره يي ډيره علاقه درلودل كله چي لوى سو د
خپل وخت او زمان دډيرو لويو او نامتو شخصياتو دجملې څخه وگرځيدى دخپلو ښو اخلاقو
او پوهي په درلودلو سره يې ډيرخلګ دخپل ځان په شا وخوا را ټول كړل ځكه ترنن پوري
ددې سړي دپوهي درناوي كيږي اوپه درنده سترګه كتل دمسلمانانو دډيرو خلګو له خوا
وظيفه ګڼل سويده ،
اوس
نو تاسي وواياست
سوالونه
1. دسيب خوړونكي څوك وو ؟
2. ددې ښځي څخه كم هلك پيدا سو
او نوم يي څه وو ؟
جوابونه
1. دسيب
خوړونكي ثابت رحمت الله عليه دامام ابوحنيفه پلاردى
2. ددې
ښځي څخه حضرت نعمان ابن ثابت پيداسو، چي دژوندانه دلوړو اومعتبرو اشخاصوپه قطاركي
ځاي لري او نوم يي امام اعظم صاحب يا امام ابوحنيفه يانعمان ابن ثابت دى.
احمدشاه
پوپلزى
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده

که صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا
کل جهان د محمد په مخ پيدا شو
محمد دی د تمام جهان ابا
نبوت په محمد باندي تمام شو
نشته پس له محمده انبيا
نور هاله د محمد وه په جهان کي
چي بوی نه وه د ادم او د هوا
په صورت کي اخرين دی پيدا شوی
په مانا کي اولين دی تر هرچا
خدای يې مه ګڼه بېشکه چي بنده دی
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا
که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی
محمد دی د همه واړو پېشوا
چي يې دين د محمد دی قبول کړی
حبشي دی، که فاسق دی که تارسا
محمد د ګمراهانو رهمنا دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا
که رڼا ده پيروي د محمد ده
که نه نشته په دنيا بله رڼا
محمد د بې چاروو چاره ګر دی
محمد دی هر دردمند لره دوا
زه "رحمان " د محمد د در خاکروب يم
که مي خدای نه کا له دې دره جدا

:: اړونده موضوع:
دين او عقيده

په قرانکریم
کې د «هامان» نوم راغلی دی لکه : فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ ،
داپه داسي حال کې په انجیل او توراة کې د هامان هیڅ یادونه نده سوې ، مشهور
فرانسوي ډاکټر موریس بوکای ته فکر پیداشو چې ولي د دي دوو اسماني کتابونو دهامان
یادونه نده کړې نو یې څیړنه پیل کړه ، دی د مصر دلرغوني تاریخ یوه ماهرته ورغی او
دهامان دنوم په اړه یې خپله اندیښنه ورسره شریکه کړه ، له هغه نه یې وغوښتل چې په
هیروغلیفي ژبه کې د دي نوم تشریح ورته وکړې هغه د مصر دپخوانیو مشاهیرو دنومونو یو
قاموس ورته راواخیست ، هلته چې د هامان دنوم کومه ژباړه یکلي وه هغه ډیره زیاته
هیښونکي او ډیره عجیبه وه ، هامان یعني دکاڼو ایستونکو کاریګرو مشر ....!!
ډاکټر
موریس بوکای د مصر دلرغوني تاریخ پوه ته وویل : که زه درته ووایم چې ما 1400 کلنه
مخطوطه موندلي ده ، په هغه کې لیکلي دې چې هامان دفرعون یو وزیر و او د معمارانو
اوکاریګرو مشر یې و ته به یې په اړه څه ووایې ؟ دمصرتاریخ پوه چیغه کړه : دا
ناشوني او ناممکنه خبر ده دا نوم یواځي دپخواني مصر په زړوموندل شویو کاڼو باندي
په هیروغلیفي ژبه لیکل شوی دی ، چې یوه یې اوس هم په ویانا کې په (هوف) نومي
لرغونتون کې شتون لرې ، اودا معلومات به دهیروغلیفي ژبي د رموزو په معلومولو سره ترلاسه
کیږې او دا معلومات په کال 1822م کې ترلاسه شوې دې ، نو ستا مخطوطه چیرته ده ..؟؟
ډا کټر
موریس بوکای هغه ته دقرانکریم ژباړه پرانستله لو ورته کړه یې : هغه مخطوطه د محمد
معجزه ده ویې لوله ،
وَقَالَ
فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرِي
فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَلْ لِي صَرْحاً لَعَلِّي
أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِين .
ژباړه
: او فرعون وویل : ای مشرانو ! ستاسو له پاره له ماپرته بل خدای زه نه پیژنم ، نو
خټي پخي کړه ای هامانه ! اوماته وداني جوړه کړه ، چې زه دموسي خدای ته وروخیژم او
زه ګومان کوم چې هغه د دروغژنو له ډلي نه دی حامد افغان
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
۱ :
د امتحان صحنې ته له راتګه مخكي دوه ركعته نفل او دُعاء هيڅکله هم مه
هيروئ .
۲ : په الله (ج) باندي دزړه له صدقه توكل او باور وكړئ له هغه نه په
اخلاص وغواړئ چي زړه ته مو سكون او ډاډ دركړي ځكه كه دامتحان پر وخت
سكون او آرام ونلرئ نو ټول زده كړي شيان به مو له ياده ووځي .
٣ : له خپلو والدينو او نيكو متقي اشخاصو نه د ځان لپاره د دُعاء
غوښتنه وكړئ .ځكه دمور اوپلار دُعا داولاد لپاره او دمتقيانو دُعا ستاسي په
غياب كي قبليږي .
٤ : دمسنونه اذكارو تكرار وكړئ او همدارنګه دحافظې دتقويت لپاره ضرور ده له
ګناهونو نه ځان وساتئ ځكه په احاديثو كي رسول الله ( ص ) واضحه اشاره كړې چي
ګناهونه دنسيان يا هيرولو او دحافظې دضعيفوالي باعث ګرځي همدارنګه يو
ستر امام فرمايي چي ما خپل استاد ته دحافظې دكمزوري شكايت وكړ نو (
فاوصني بترك المعاصي ) يعني هغه ماته دګناه نه كولو لارښوونه وكړه .
ځيني هغه دعاګاني چي دحافظې دتقويت لپاره موثري دي :
١ - اللهم يا معلم ابراهيم علمني ويا مفهم سليمان فهمني .
يعني اى دابراهيم ( ع ) ښوونكيه ! ماته ښوونه
وكړه او اى دسليمان ( ع ) پوهوونكيه ! ما پوه كړه .
٢ - رب اشرح لي صدرى ويسر لى امرى ول عقدة من لسانى
يفقهوا قولى .
يعني اى ربه زما سينه پراخه كړه، كارونه مي راته آسانه كړه ، دژبي غوټه مي
خلاصه كړه چي دوى مي په خبرو وپوهيږي. ليک:ډا کټــــر عبدالوحيــــــــــــــــد ( منصور)
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
يوځوان یو نیک
سړي ته ورغلی او ورته یې وویل چي زه ځوان یم، خواهشات مي زیات دي، په ښار کي پیغلو
ته له کتو څخه ځان نه سم ساتلی، زه څه وکړم ؟.
ځوان ته، سړي
له شیدو داسې ډکه پیاله ورکړه چي له تو ییدو یې ووریدو او ورته یې وویل چي د ښار
په منځ کي ولاړ سي او دغه پیاله به فلاني ځای ته ورسوې خو چي شیدې درته نه توی نه
شي!.
نیک سړي په
خپلو شاګردانو کي یو تن ته دنده وسپارله چي ورسره ولاړ شي او ورته یې وویل چي که
شیدې ترې تویی شوې نو د خلکو به وړاندې دې ځوان ووهي.
ځوان
ولاړ او شیدې یې ټاکلي ځای ته ورسولې او یو څاڅکی هم ترې توی نه شوې او بېرته نیک
سړي ته راغی.
نیک سړي ترې
پوښتنه وکړه: څومره پیغلې دې په لاره ولیدې ؟
ځوان ځواب
ورکړ: ښاغلیه! خوا وشا مي هیڅ نه دي لیدلي، وریدم چي هسې نه شیدې رانه توی شي او
ووهل شم او د خلکو په وړاندې رسوا شم.
لارښود سړي
ورته وویل: د مسلمان حال باید تل همداسې وي، مسلمان باید د ګناه کولو پرمهال له
خدایه او د قیامت په ورځ له رسوایی څخه ووریږي.
خدایه موږ پر
نېغه لاره روان کړې!.
امین.
د الیاس وحدت
ژباړه
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
دين او عقيده
په کوم وخت کی د یو ملک پاچا ډنډوره ووهله چی که څوک د
پاچا حضور ته داسی کوم شی راوړی چی د حیرانتیا وړ وی نو پاچا به یی به غوره
انعامونو سره و پالی.ډیرو خلکو د خپل مهارت تر مخه ښکلی اوعجیبه شیان د پاچا حضور
ته وړاندی کړل؛ حو یو شی هم دپاچا د حیرانتیا سبب ونه ګرځید؛څو ورځی وروسته یو سړی
ددریو بتانو سره د پاچا خدمت ته حاضر شو او ویی ویل پاچا سلامت دا بتان به تا هک
پک کړی پاچا دری واړه بتان وکتل او ویی ویل دا دری واړه بتان یو شان دی او کوم
توپیر نلري. پاچا دغه سړی ته وویل چی دا اوس ته ثابته کړه؛چی دا بتان یو تر بله
فرق لری ؛دغه سړی یو سیخ راواخیست او د بت په یو غوږ یی ننه ایست دغه سیخ د یت له
بل غوږ راووت سړی وویل ؛چی داد هغه شخص استازیتوب کوی چی په یو غوږ اوری او له بل
غوږ یی وباسی؛ بیایی دبل بت په غوږ کی سیخ وردننه کړ ؛سیخ د بت له خولی راووت هغه
سړی پاچا ته وویل ؛چی دا دهغه شخص استازی توب کوی چی راز او خبره نشی ساتلی چی څه
واوری نو سمدستی یی بل ته رسوی خوله یی سوری وی بیا یی همدغه سیخ ددریم بت په غوږ
وردننه کړ سیخ دننه ایسار شو او را بهر نه شو سړی پاچاته وویل دا دهغه شخض
استازیتوب کوی چی د نورو خلکو رازونه خوندی ساتی دهر چا اوری خو بل ته یی نه وایی
او دا تر ټولو غوره دی ؛
((څوک چی د چاپه عیبونو پرده اچوی الله پاک د هغوی په
عیبونو پرده اچوي))

:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
دين او عقيده
دتوحيد سورت ښکلى جدول
قل | هو | اله | احد | اله | صمد | لم | یلد | هو | اله | احد | اله | صمد | لم | یلد | ولم | اله | احد | اله | صمد | لم | یلد | ولم | یولد | احد | اله | صمد | لم | یلد | ولم | یولد | ولم | اله | صمد | لم | یلد | ولم | یولد | ولم | یکن | صمد | لم | یلد | ولم | یولد | ولم | یکن | له | لم | یلد | ولم | یولد | ولم | یکن | له | کفواٌ | یلد | ولم | یولد | ولم | یکن | له | کفواٌ | احد |
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
الله (ج) فرمايي
يا ايهاالناس ان خلقنکم من ذکر وانثي وجعلنکم شعوبا وقبايل لتعلرفو .
ان اکرم عندالله اتقاکم ان الله عليم الخبير.
حضرت محمد (ص) د ورستي حج په خطبه کي ارشاد کوي:
تاسي تول له آدمه څه پيدا سوي ياست او آدم له خاوري پيدا دى عرب په عجم او سپين په تور پوستي غوره والي نلري مگر دا چي تقوا او نيک عملونه ولري.
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
لومړى : اقراراو باور كول دي پدې چې خدای جل جلاله شته او يو دى او حضرت محمدصلى الله عليه وسلم يې رسول او پيغام وړونكى دى او هغه څه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخدای جل جلاله له لورې راوړي ريښتيا او حق دي .
دوهم : لمونځ كول ,نو هغه سړى چې دلمانځه له فرضوالي منكر وي كافر بلل كيږي , او هغه څوك چې فرض والى يې مني خو كوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .
دريم : درمضان دمياشتې روژې نيول ,نو هغه څوك چې درمضان دمياشتې فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرض يې بولي مګر نيسي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .
څلورم : دزكوة وركول , نو هغه څوك چې دزكوة فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرضوالى يې مني مګر وركوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .
پنځم : دحج كول په هغه چا چې دلارې وس او ځواك ولري , نو هغه څوك چې دحج له فرضوالي منكر وي كافر دى , او هغه څوك چې فرض والى خو يې مني مګر له ځواك درلودلو سربيره يې نه ادا كوي فاسق دى . والله تعالى اعلم باالصواب
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
اسلام
دتصوفودډيروطريقوبنسټونه په مختلفوپيړيوكښي ايښودل سوى دي مګرځيني يې نوم وركي اوځيني يې دنامه لمخي پاته اوځيني تر اوسه چلونكي اوپالونكي لري ځيني مشهوري طريقي يې په كتابو كښي دېرش ښودل سوي دي چي دلاندينيوطريقو څخه عبارت دي :
۱.جنيديه.۲.زيديه .۳.نوريه .۴. طيفوريه .۵. ادهميه .۶. محاسبه . ۷. سهيليه . ۸. حكيميه . ۹. خرازيه . ۱۰. خفيفيه .۱۱.سياريه . ۱۲. قادريه . ۱۳. نقشبنديه .۱۴. سرورديه . ۱۵. چشتيه . ۱۶. اويسيه . ۱۷. كبرويه . ۱۸. احمديه . ۱۹. شازليه . ۲۰. مولويه . ۲۱. جزوليه . ۲۲. ملامتيه . ۲۳. شطاريه . ۲۴. خلوتيه . ۲۵. سنوسيه . ۲۶ . غزاليه . ۲۷. رفاعيه . ۲۸ . حلاجيه . ۲۹ .حيدريه ۳۰ . نعمت الهيه .
1. جنيديه دحضرت جنيدبغدادي رحمة الله تعالي عليه طريقه ده چي دهجري قمري په دريمه پيړۍ كي پيداسو اصلادنهاوندوومګر په بغدادكي يې ژوندتېركړى دى اودمحمد قواريري زوى دى اوده ته دسيدالطائفه ، لسان القوم ، طاؤس العلماء او دسلطان المحقيقن القاب وركړل سوى دي اودطريقة اوشريعت خاوند ووچي په اصولواو فروعوفنونوكي يې پوره مهارت درلودى
2. زيديه :دحضرت عبدالواحد رحمة الله عليه طريقه ده نوموړي عالم دشريعت اوطريقت وو اوصاحب دكرامت وواودده طريقې ته واحديه هم وايي
3. نوريه :دحضرت شيخ ابوالحسن نوري رحمة الله عليه طريقه ده
4. طيفوريه : دحضرت بايزيد بسطامي رحمة الله عليه طريقه ده
5. ادهميه :دحضرت ابراهيم بن ادهم رحمة الله عليه طريقه ده
6. محاسبه : دحضرت عبدالله حارث بن اسدمحاسبي طريقه ده
7. حكميه : دحضرت شيخ محمد بن علي حكيم ترمذي رحمة الله عليه طريقه ده .
8. خرازيه .دحضرت شيخ ابوسعدخرازرحمة الله عليه طريقه ده
9. سهيليه :دحضرت شيخ سهيل بن عبدالله تشتري رحمة الله عليه طريقه ده .
10. خفيفيه : دحضرت شيخ ابو عبدالله خفيف رحمة الله عليه طريقه ده
11. سياريه : دحضرت شيخ ابوالعباس سياري رحمة الله عليه طريقه ده
12. قادريه : دحضرت شيخ عبدالقادرجيلاني رحمة الله عليه طريقه ده
13. چشتيه :دحضرت خواجه معين الدين چشتي رحمة الله عليه طريقه ده .
14. نقشبنديه : دحضرت خواجه بهاوالدين نقشبدي رحمة الله عليه طريقه ده .
15. سرورديه : دحضرت شيخ شهاب الدين سروردي رحمة الله عليه طريقه ده .
16. اويسيه :دحضرت شيخ اويس قرني رحمة الله عليه طريقه ده
17. كبرويه : دحضرت شيخ نجم الدين كبري رحمة الله عليه طريقه ده .
18. احمديه : دحضرت شيخ احمد بدوي رحمة الله عليه طريقه ده
19. شاذليه : دحضرت شيخ ابوالحسن شاذلي رحمة الله عليه طريقه ده .
20. جزوليه : دشاذلي يوه مشهوره ځانګه ده چه سالكين يې ډيروه
21. مولويه : دحضرت مولانا جلاالدين بلخي رومي رحمة الله عليه طريقه ده
22. ملامتيه : دحضرت شيخ حمدون بن احمد قصار رحمة الله عليه طريقه ده چي ځيني يې قصاريه هم بولي .
23. شطاريه : دحضرت شيخ عبد الله شطار رحمة الله عليه طريقه ده چي په كال ۸۱۸ هجري كي وفات سوى دى .
24. سنوسيه : دحضرت شيخ محمد سنوسي ادريسي رحمة الله عليه طريقه ده .
25. خلوتيه : دسرورديې اوكبرويې دڅانګو څخه شمېرل كيږي .
26. غزاليه : دحضرت شيخ امام محمد غزالي رحمة الله عليه طريقه ده .
27. رفاعيه : دحضرت شيخ سيد احمد بن ابي الحسن رفاعي رحمة الله عليه طريقه ده .
28. حلاجيه : دحضرت شيخ بن منصور حلاج رحمة الله عليه طريقه ده .
29. حيدريه : دحضرت شيخ حيدر رحمة الله عليه طريقه ده دې طريقې په اومه هجري قمري پيړۍ كښي په خراسان اوشاوخواكي ډېرپيروان پيداكړل داسلامي نړۍ مشهورسياح ابن بطوطه ددې طريقې په مورد داسي وايي حيدريه طريقه په زهد كښي ډېره مشهوره وه سالكين يې هم زيات وه اود ډېرزهد له امله يې ودونه نه كول .
30. نعمت الهيه : دحضرت شاه نعمت الله ولي رحمة الله عليه طريقه ده ددې طريقې اكثره اساسات دحضرت شيخ ابن العربي رحمة الله عليه د طريقي سره ورتوالي لري .
حضرت شاه نعمت الله ولي رحمة الله عليه داتمي اونهمي پيړۍ په منځ كښي ژوند درلودى اوزياتي رسالې يې په خپل ژوند كښي په فارسي ليكلي دي اودده داشعارو يو ديوان هم سته چي دتصوفوزيات معلومات پكښي دى اصلا قريشي سادات دى چي دكورنۍ سلسله يې وحضرت رسول اكرمr ته رسيږي نوموړى په كال ۷۳۰ هجري قمري كښي ږيږدلى دى دځوانۍ لويه برخه يې په عراق كښي تېره كړي ده درياضت په موخه يې اوه كاله په مكه مكرمه كښي تېر كړي دي اوپه كال ۸۳۴ هجري قمري كښي دسلوكالوڅخه په زيات عمروفات سوى دى دغه دتصوفومشهوري طريقې دي حق ته وصلونكي هيڅوك نسي كولاى چي زموږپرمشائخوباندي تيرى وكړي ځكه هغه اكثره په خيرالقرون كښي تېرسوى دي بعضي كسان چي دكفري هڅوپه نتيجه كښي جوړ سوي دي اوبعضي كسان يې هم غولولي دي دټولو اولياؤاوطريقو څخه منكردي يادجهري ذكرڅخه منكردي داټول هغه آفات دي چي دين متين محمدي ته متوجه دي اوحال داچي اللهY ددې دين دساتني وعده كړي ده شيطان لعين زيارباسي چي عام خلګ لار وركي كړي حاصل داچي ځيني يې دي ته هڅولي دي چي دمطلق ولايت څخه يې منكرسي اوځيني يې دې ته هڅولي دي چي دپيريامرشدڅخه يادزيارت څخه داسي څه وغواړي چي هغه داللهY څخه غوښتل كيږي او حال داچي دامطلق شرك دى .
اړينه پوهه: مولوى عبدالهادى (حماد)
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
شاعران يو په نغمو يادوو خدای ـ ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای ـ موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای شاعران خو د اوښكوپه تسپو يادوي خداى نو دا زاهدان او ذاكران چې كومې تسپې اړو ي دغو تسپو دين ته څرنګه لاره كړي، تسبيح څه مانا او ولي يې شمېر ثابت نه دى ؟ دغه پوښتنې ليكوال او محقق مولوي محمد اياز ترنك ، يو په بل پسې داسې راځواب كړې :( تسبيح عربي كلمه ده مصدر دى ، سبحان الله ، الحمدالله او الله اكبر ويلو ته تسبيح وايي او هر هغه شى چې پورتني تسبيحات پرې ويل كيږي، هغه هم تسبيح بولي د مولوي محمد اياز ترنك په وينا د تسپو په اړه د حضرت ابو هريره ( رض)له قوله يو حديث ډيرمشهور دى، وايي چې هغه يو څو وړې، وړې تيږې درلودې او پر هغو به يې د پيغمبر( ص) له امر سره سم ځينې اذكار شميرل چې پيغمبر ( ص ) ور ښوولي وو ، بلاخره همدا وړې ،وړې تيږي يو وخت په داسې مريو واوښتې چې په تارونو كې به پيل كيدې همدا راز يو بل حديٍث چې علامه سيوطې ( رح ) يې روايت كوي وايي چې يوه ښځه وه چې د خرما په زړو به يې هغه اذكار چې حضرت پيغمبر( َ ص) ور ښوولي وو ادا كول خود مولوي ترنك په وينا علماو دتسپو د جوازحكم د حضرت ابو هريره د عمل له مخې وركړىچې د اذكارو د اندازې د معلوملو لپار به يې له تيږو څخه كار اخيست سبحه د شمار دانو او په تار پيل سويو مريو ته هم وايي ډيرى علما په دې باور دي چې په صدر داسلام كې تسبيحات په داسې مريو او دانو نه ويل كېدل ،په كومه بڼه چې اوس رواج دي په كابل كې د بي بي عايشې د دارالحفاظ استاد مولوي مځمد ولي په دې اړه داسې نظر لري : (تسپې دسردار دوعالم ( ص) له بيبيانو څخه را رواج سوي هغه مهال داسې تسپې لكه دااوس چې موږ اوتاسو يې اړوو نه وې موجودې ، اذكار به دخرماوو په دانو ويل كيدل ، يوه ورځ د رسول الله (ص) بي بي ناسته وه او رسول الله (ص) پرې پام سو ى وو چې د خرما دانې راخلي او يوه ،يوه اړخ ته ږدي نو حضرت پيغمبر(ص) پوښتلې وه چې څه كوې بي بي ورته ويلې وو چې پر دغو زړو خپل تسبيحات شمارم نو حضرت پيغمبر(ص) فرمايلي وو چې كه څه هم دا بدعت دى، خو ډير ښه بد عت دى ) .د مولوي محمد اياز ترنك په وينا تر ټولو افضل ذكر سبحان الله ،الحمدالله او الله اكبر دى چې تر هر لمانځه وروسته بايد وويل شي معمولا د دغو تسبيحاتنو د ويلو لپاره ۳۳، ۹۹، ۵۰۰او ۱۰۰۰مرۍ په تار پيلې كيږي دا چې ولې داشمېر ثابت نه دى د مولوي محمد ولي په وينا اوږدې تسپې د ډيرو اذكارو لپاره وي او معمولا له ۹۹ څخه پورته تسپې صوفيان او هغه كسان چې د تصوف په يو طريقه كې شامل وي اړوي فرضا د لا اله الاالله كلمه يواځې په دا چشتيه طريقه كې ۱۰۰۰ ځلې ويله كيږي او همدا راز هغه كسان چې اوراد پخوي هغوى هم په لوړ شمير كې تسپې ګرځوي ، اوراد ۵۰۰ ،۱۰۰۰ او ان تر ۵۰۰۰پورې سته داسې ويل كيږي چې په ځينو نور اديانو كې هم دمريو اړول مذهبي اړخ لري ، عيسايان په اوږدو مريو پورې صليب غوټه كوي او د غاړې د اميلونو په څېر يې كاروي او سيكان بيا تسبيحات پرې كوي ، البته د تسپو مرۍ د زينت او ښايست لپاره هم كارولې كيږي د كابل ښار تسپې خرڅونكى نورګل په دې اړه وايي: (خبره دا ده چې تسپې په مختلفو اديانو كې سته له ما څو ورځې مخكې يو سيك يو جوړتسپې واخيستې ما ورته وويل چې سردارجي ته په دا تسپو څه كوې ؟ هغه راته وويل چې تاسو څه پرې كوئ؟ ما ورته وويل چې موږ خو خپل خداى پرې يادو، ذكر پرې كوو ، هغهپه ځواب كې راته وويل چې څنګه چې تاسو په خپل مذهب كۍ ذكركوى موږ هم داسې اذكار لرو زه هم خداى پرې يادوم ) تسپې معمولا له قيمتي او غير قيمتي كاڼو ،لرګيو، سيپۍ يا صدفونو ، هډكو، د ځينو حيواناتو له ښكرو او خاورې څخه جوړيږي دافغانستان شاه مقصودۍ او صدفي تسپې د هندوستان دچنډن له معطره لرګي څخه جوړې شوې تسپې د يمن عقيق او د عراق سندولوس د ايران فيروزه او په تركيې كې د كبانو له هډوكو جوړې شوې مرۍ او تسپې خلك ډير ې خوښوي خو نن سبا دافغانستا ن په بازارونو كې تر ټولو لوړ نرخ د كهربا تسپو دى او ارزانه تسپې له مسالې او لرګيو څخه جوړې سوې تسپې دي چې له ۲۰ افغانيو رانيولې تر سلو پورې نرخ لري د كابل ښار يو تسپې پلورونكى محمد لقا د كهربا تسپو په اړه وايي: ( ثواب د زيتون اوانځرو په تسپوكې ډير دى خو د كابل په بازارونو كې ،قيمتي تسپې كهربا دي چې له پنځوسو تر شپيتوزرو افغانيو پورې لاس په لاس كيږي، دا تسپې له عراقۍ دي ) وايستم د ښكليو دمحفل له ذكره تېر عمر دا دى د تسپو چړي شوم اوس له شماره ووتم تسپې يو مخروطي شكله مېر دو چړيان يا طالبان لري پر طالبان تسبيح نه كيږي او له شماره وتي وي په ۳۳مريو كې دو طالبان ۱۱،۱۱مرۍ او په ۹۹مريو كې ۳۳،۳۳ مرۍ سره بيلوي. تسپې د جوړښت له اړخه د ټكيو په څېر هوارې د خرما په څېر بيضوي شكله او د مردكيو په څېر ګردي جوړيږي.
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
د حضرت موسى ع غاښ خوږېدئ، د غاښ د درد شکايت الله ج ته وکړ. الله تعالى ورته د يو ډول وښو د استعمال امر وکړ، کله چي حضرت عيسى ع هغه استعمال کړ، نو دغاښ درد يې ښه سو. بل وخت بيا موسى ع دغاښ له خوږ څخه په تکليف سو، د همهغه مخکني واښه څخه يې ګټه واخيسته کوم، چي مخکي الله تعالى ورته ښوولى و، ولي د غاښ درد ئې ارام نه سو. ده له الله تعالى څخه ددې راز سبب وپوښتئ ، الله ج ورته وويل، اول ځل دي زه په ياد سوم او زما په هيله سوې، خو دوهم ځل دي زه هېر او د واښه په هيله سوې. مطلب: که د الله مرسته په هر حالت کي وغواړو رارسېږي، الله ج فرمايي ( و اذا سالک عبادي عني فاني قريب) ١٨٦ سوره بقره. ژباړه: که هره شېبه زما بندګان له تا څخه پوښتنه کوي، نو زه هره لحظه ډېر نژدې او قريب يم. دومره نژدې چي بل څوک هم تر دې موږ ته نژدې کېدلاى نه سي؛ لکه الله ج چي فرمايي: ( و نحن اقرب اليه من حبل الوريد) ١٦ ،سورت ق . ژباړه: او زه د غاړي د ښارګ څخه هم درته نژدې يم. ژباړه: قانع
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي
حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه
نوم يې عبدالله ، كنيت يې ابوبكر , صديق او عتيق يې لقبونه وو . دپلار نوم يې عثمان كنيت يې ابو قحافه او دمور نوم يې سلمى او ام الخير يې كنيت وو . دپلار دلورې د نسب پوره كړۍ يې داده : عبدالله بن عثمان بن عامر بن عمرو بن كعب بن سعد بن تيم بن مُره بن كعب بن لوئ القرشي التميمي . او دمور دلورې دنسب كړۍ يې په دا ډول ده : ام الخير بنت صخر بن عامر بن كعب بن سعد بن تيم بن مُره ( طبقات ابن سعد قسم اول دريم ټوك119 مخ) پدې ډول دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه نسب دمور او پلار دواړو له لورې په شپږم پشت درسول الله صلى الله عليه وسلم له نسب سره يو ځای كيږي .
دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه پلار
دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه پلار ابو قحافه عثمان بن عامر دمكې له شرفاوو څخه او دډير عمر سړى وو , په پيل كې هغه هم داسلام غورځنګ هسې يوه ټوكه بلله له همدې كبله حضرت عبدالله وايي كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت وكړ نو زه درسول الله صلى الله عليه وسلم په لټه كې دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه تر كوره راورسيدم هلته ابو قحافه موجود وو هغه حضرت علي رضي الله عنه پدې لاره دتيريدو په مهال ليدلى وو نو ډير دغصې په حالت كې يې وويل چې دې هلكانو زما زوی هم خراب كړ ( الاصابه 4 ټوك 221مخ ) ابو قحافه دمكې تر فتحې پورې پخپل پلارني مذهب ولاړوو دمكې تر فتحې وروسته يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم په مسجد كې تشريف درلود چې ابوبكر له خپل پلار سره يو ځای درسول الله صلى الله عليه وسلم ليدو ته راغى ,كله چې درسول الله سترګي پرې ولګيدې نو ويې فرمايل اى ابوبكره تا (دلته په راوستو سره)خپل پلار ولې وځوراوه زه به ورغلى وم ,كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دابو قحافه سپين ږيرتوب وليد نو دابو قحافه په حالت يې رحم راغى او خپل دشفقت لاس يې دهغه په سينه ورتير كړ او دښو او مباركو تورو تلقين يې ورته وكړ او په اسلام يې مشرف كړ هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم له رحلته وروسته دابوبكر رضي الله دخلافت زمانه هم وليده اوپه 14هجري كال كې د97 كلونو په عمر مړشو . (اصابه 4 ټوك 222 مخ ) 
دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه مور
حضرت ام الخير سلمى بنت صخر رضي الله عنها له هغو كسانو نه شمير ل كيږي چا چې په پيل پيل كې داسلام حق مذهب قبول كړ,تردې له مخې يواځې 39 كسانو اسلام راوړى وو او هغوی هم په جار دخپل اسلام ښكارندوينه نشوا كولای اونه يې هم داسلام بلنه په ښكاره ډول كولای شوا. حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه چې يو ځل له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اجازه وغوښته او مشركين يې په جار سره اسلام ته راوبلل نو مشركينو هغه سخت وواهه خو په دې ربړ سربيره حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دخپل كور غړو ته داسلام بلنه وركوله هماغه وو كله چې سهار شو نو له خپلې مور سره دارقم بن ارقم رضي الله عنه كورته درسول الله صلى الله عليه وسلم ليدو ته راغى او عرض يې وكړ چې اى دخدای رسوله ! زما مو ر حاضره ده هغې ته دحقې لارې لارښوونه وكړئ : نو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته داسلام راوړو بلنه وركړه او هغه په اسلام باندې مشرفه شوه ( الاصابه 8 ټوك 229 مخ ) حضرت ام الخير هم دډير عمر ښځه وه دحضرت ابو بكر صديق رضي الله تر خلافته پورې ژوندۍ وه ليكن له خپل خاوند نه مخكې مړه شويده . ( الاصابه له طبراني )نه .
دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه حليه
حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه ډير دنريو اندامونو څښتن وو ,څهره يې لغږوښي او غنم رنګى وو , تندى يې لوړ او پراخ وو , سترګې يې ور ننوتلي وې او په ويښتانو به يې دنكريزو خضاب لګاوه .
دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه مېرمنې او اولادونه
حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو كې له يوه نه ډير ودونه كړي وو .له كومو ميرمنو نه چې يې اولادونه شوي دهغوی نومونه دادي : قتيله يا قتله : له دې څخه يې حضرت عبدالله او حضرت اسماء رضي الله عنهماپيدا شو . ام رمان : دادام المؤمنين حضرت عايشې او حضرت عبدالرحمن رضي الله عنهما مور وه . اسما : له دې څخه محمد بن ابي بكر پيدا شو . حبيبيه بنت خارجيه : دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ترټولو كشره لور( ام كلثوم )له همدې نه پيدا شوې وه .
دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه ژوند
حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه له اسلام څخه تر مخه يو بډای سوداګر وو چې په ديانت ,ريښتنولۍ او امانت ساتلو كې يې وتلى نوم درلود . د مكې اوسيدونكو به دهغه دعلم , تجربې او ښو كړو وړو له امله دهغه ډير عزت كاوه .دجاهليت په زمانه كې به د خون بها مال دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه په كور كې يوځاي كيده كه به دبل چا كره يوځای شو نو قريشو به هغه مال نه مانه .(كنزالعمال 6 ټوك 313 مخ ) دجاهليت په زمانه كې هم ابوبكر صديق رضي الله عنه له شرابو نه همداسې بد وړل لكه داسلام په زمانه كې , اوويل به يې چې دشراب څښل دانسان عزت ته زيان رسوي . له حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه سره له ډيره وړوكوالي درسول الله صلى الله عليه وسلم مينه وه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دملګرو په ټولۍ كې ګډ وو. دسوداګرۍ په ډيرو سفرونو كې به هم له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګرى وو (پورتنۍ حواله) كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم نبي وټاكل شو نو هغه په پټه خپل ټول مخلصين او درازملګري پدې حقيقت خبر كړل نو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ترټولو لومړی سړی وو چې د رسو لله صلى الله عليه وسلم سره دبيعت كولو لپاره يې لاس ور اوږد كړ .كه څه هم ځينو مؤرخينو ليكلي چې تر ټولو مخکې حضرت خديجې رضي الله عنهااسلام راوړ ځينو بيا حضرت علي رضي الله عنه ليكلى ځينو حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه ليكلى ليكن له ډيرو اثارو او دلايلوڅخه دا په ډاګه كيږي چې تر ټولو مخکې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه اسلام راوړى , او ددې نورو اثارو او احاديثو تطبيق څيړونكو څه پدې ډول كړى چې : په ښځو كې ام المؤمنين حضرت خديجې رضي الله عنها لومړى اسلام راوړى , په ماشومانو كې حضرت علي رضي الله عنه ,په غلامانو كې حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه او په ازادو او بالغو سړو كې بيا حضرت ابو بكر رضي الله عنه تر ټولو ړومبى په اسلام باندې مشرف شوى دى . فتح الباري 7ټوك 130 مخ . دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه له مسلمانيدو سره سم داسلام دپر مخ تللو لړۍ پيل شوه او دحضرت عثمان بن عفان , حضرت زبير بن عوام,حضرت عبدالرحمن بن عوف , حضرت سعد بن ابي وقاص , حضرت طلحه بن عبدالله ,حضرت عثمان بن مظعون , حضرت ابو عبيده ,حضرت ابو سلمه ,حضرت خالد بن سعيد بن العاص رضي الله عنهم په څيرجليل القدره خلک هم دحضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه دزېارايستلو په پايله كي مسلمانان شول . حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په خپل كور كې دلمانځه كولو لپاره يو ځانګړى مسجد جوړ كړى وو چې ډير په عاجزۍ او خشوع وخضوع سره به يې لمونځ پكې ادا كاوو , صديق رضي الله عنه ډير زړه نرمى انسان وو ,كله چې به يې دقرآن كريم تلاوت كاوو نو له سترګو څخه به يې اوښكې بهيدلې آن تردې چې خلكو به دهغه ژړااوريدله او ټول به رايو ځای شول او له دې اثر درلودونكي منظر څخه به ډير متاثر شول . بخاري باب هجرة النبي واصحابه . حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه به دخدای په لاره كې ډير مالونه وركول په سنه 9 هجري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم دغزوۀ تبوك دتيارۍ لپاره دخدای جل جلاله په لاره كې دمالونو دوركولو اعلان وكړ نو حضرت عمر رضي الله عنه دخپل كور نيمايي مال دخدای په لار كې دوركولو په بڼه درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړ او دا ګمان يې وكړ چې كيدای شي نن زه په نيك كار كې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ته ماتې وركړم خو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دخپل كور ټول مال راوړ او درسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته يې كيښود , رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت عمر څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل؟ نو حضرت عمر وفرمايل چې نيمايي مال مې اولاد ته پريښود او نيمايي مې دخدای جل جلاله په لار كې د صدقه كولو په نيت ستاسې حضورته راوړ , بيا يې له ابو بكر صديق رضي الله عنه څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل؟ هغه ورته وفرمايل : چې اى دخدای رسوله ! ما چې څه په كور كې درلودل نو هغه مې ټول ستاسې حضورته راوړل , اوويي فرمايل چې كور مې الله تعالى او دهغه رسول ته پريښود (هغه به له خپله درباره زما روزي راكوي ) دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دا وينا درسول الله صلى الله عليه وسلم ډيره خوښه شوه او دحضرت ابو بكر صديق ستاينه يې وكړه ,نو حضرت عمر رضي الله عنه وايي چې ما له ځان سره وويل چې ريښتيا هم په نيكو كارونو كي تر حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه وړاندې کيدل اسان كار نه دى . ترمذي مناقب ابو بكر رضي الله عنه . رسول الله صلى الله عليه وسلم چې تر ټولولومړى دمسجد دجوړولو لپاره دكومې ځمكې انتخاب كړى وو هغه ديتيمانو وه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غو ښتل چې ديتيمانو په ځمكه مسجد جوړ كړي خو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دهغې ځمكي قيمت هغو يتيمانو ته وركړ او درسول ا لله صلى الله عليه وسلم له رايې سره سم په هماغې ځمكې مسجد جوړ شو . فتح الباري 7ټوك 193 مخ .
دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ځانګړتياوې
1-حضرت ابو بكررضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې په نړۍ كې ورته د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دجنتي توب زيرى وركړل شوى وو . 2- داسلام دلومړي خليفه په توګه وټاكل شو . 3- په بالغو نارينه و كې ترټولو لومړى په اسلام باندې مشرف شو. 4- درسول الله صلى الله عليه وسلم دخسرتوب وياړ ورپه برخه شو . 5- په غار حرا كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دملګرتوب له كبله ورته د(يارغار) دلقب اخيستلو شرف حاصل شو .
په لاندې غزاوو كې حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه فعاله ونډه اخيستې وه
1- غزوۀبدر 2-غزوۀ احد 3-غزوۀ بني مصطلق 4-واقعۀ حديبيه 5- امارت حج .
دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه وفات
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې نړۍ څخه دآخيرت په لورې سفر وكړنو دمرتدينو او په دروغو دنبوت ددعوې كوونكو يو سيلاب راپورته شو له بله پلوه ځينو مسلمانانو دزكوة له وركړې څخه هم ډډه وكړه نو دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دخلافت ډيره برخه له هغوی سره په مقابله تيره شوه ايله څه باندې دوه كاله وتلي وو او له داخلي فتنو څخه خلاصون او دفتوحاتو پيل شوى وو چې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دمرګ په مرض اخته شو . حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها وايي چې په يوه سړه ورځ حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه ولامبل او له هغه وروسته يې سخته توده تبه پيل شوه چې نژدې 15 ورځې يې دوام درلود دمرض په مهال يې وپوښتل چې نن كومه ورځ ده ؟ ورته وويل شو چې نن دو شنبه ده , بيا يې وپوښتل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په كومه ورځ وفات شو ؟ ورته وويل شو چې ددوشنبې په ورځ نو ويې وفرمايل چې زه هم هيله لرم چې په همدې نن شپه دخپل اجل بلونكي ته ښه راغلاست ووايم هماغه وو چې دسه شنبې په شپه د63 كالو په عمر په 13 هجري كال دجمادى الاولى په پای كې د تل پاتي نړۍ په لورې مسافر شو . انا لله وانا اليه راجعون . له وصيت سره سم يې د شپې په مهال دكفن او دفن تياري وشوه , خپلې ميرمنې حضرت اسماء بنت عميس رضي الله عنها ورته غسل وركړ , حضرت عمر فاروق رضي الله عنه يې دجنازې لمونځ اداكړاو حضرت عثمان ,حضرت طلحه ,حضرت عبدالرحمن بن ابي بكر , او حضرت عمر فاروق رضوان الله تعالى عليهم اجمعين قبر ته ورټيټ كړ او پدې طريقه سره درسول الله صلى الله عليه وسلم دژوندوني ملګرى دتلپاتې ملګرتيا په بڼه درسول الله صلى الله عليه وسلم په خوا كي خاورو ته وسپارل شو او پدې څه كولوسره له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دنيوي مينې په پايله كې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه داخروي ملګرتوب لپاره له رسول الله صلى الله علي وسلم سره يوځای جنت ته ننووت . رضي الله عنهم ورضوا عنه .
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
ايمان
مفهوم : ايمان څه د پاسه اويا شعبی دی اوچته درجه يی کلمه د لااله الاالله ده او ادنی درجه يی دتکليف ورکونکی شی ليری کول دلاری څخه او حيا هم يوه خصوصی شعبه د ايمان ده .
په بعضی رواياتو کی اوه اويا هم راغلی دبخاری شاريحينو په دری برخو ويشلی دی :
اول –تصديق چه ځای يی زړه دي .
دوهم – اقرار په ژبه .
دريم – عمل چه تعلق يی اعضاء او جوارح دي .
اول :- د زړه متعلق ديرش (30) دی :
1 - ايمان په ذات او صفات د الله جل جلاله 2 - غيرالله مخلوق دی 3- پر فرشتو ايمان 4 – دالله جل جلاله په کتابو ايمان 5 – په رسولانو ايمان 6 – په قيامت، قبراو حشرايمان 7 – په تقدير ايمان 8 – په جنت ايمان 9 – په جهنم ايمان 10 - له الله جل جلاله سره محبت 11 - محبت،دښمني،وركړه اومنع صرف دالله لپار 12- دنبی علیه السلام سره محبت 13 – اخلاص 14- توبه 15 - د الله جل جلاله څخه ويره 16- وفا 17 - د الله جل جلاله د رحمت اميد 18 - د الله جل جلاله څخه نه نا اميد کيدل 19 - شکر گذاری 20 - صبر 21 – تواضع 22 – شفقت 23 – په مقدر رضا 24 – توکل 25 – د نفس اصلاح 26 – کينه نه کول 27 – حيا کول 28 – غصه نه کول 29 – دوکه نه کول 30 – له دونيا سره محبت نه کول.
دوهم : - د ژبی متعلق اوه(7) دی :
1 – دکلمی طيبی ويل 2 – تلاوت 3 – علم زده کول 4 – علم نورو ته ورزده کول 5 – دعا 6 – ذکر 7 – عبث نه کول
دريم : - د باقی بدن څلويښت (40) دی او دا عملونه په دريو برخو ويشل شوی دی :
اول ذاتی حصی ده چه شپارس ( 16 ) برخی لري :
1 – پاکی 2 – لمونح قائمول 3 – زکات ، صدقه 4 – روژه نيول 5 – حج او عمره 6 – اعتکاف 7 – هجرت 8 – نذرپوره کول 9 – دقسمونو پوره کول 10 – دکِفارو پوره کول 11 – دعورت پټول 12 – قربانی 13 – دجنازی کفن اودفن 14 – قرض اداکول 15 –صحح معامله 16 - دحق گواهي
دوهمه حصه دنورو سره معامله ده او شپر( 6 ) برخی لری :
1 – نکاح 2 – د اولادونو او ماتحتو حق 3 – د واليدينوحق 4 – داولاد تربيت 5 – صله رحمی 6 – د مشرانو ادب او جائزه خبره يی منل .
دريم عامه حقوق اتلس ( 18 ) برخی لری :
1 ـ عدل 2 ـ دحقي ډ لي ملگرتيا 3 - دحاكم جائز حکم منل 4 ـ اصلاح مابينی 5 ـ امربالمعروف او نهی المنکر
6 ـ نيک کار کی مدد 7 - حدود قائمول 8 - جهاد 9 - امانت اداکول 10 - قر ض ادا کول 11 - دگاونديانوحق ادا كول 12- جائز مال ګټل 13 – جائزمصرف 14 - سلام او جواب يي 15 - دپړنچي جواب 16 - دامانت رسول 17 - د لوبو او ټوقو نه بچ كيدل 18 - دلاري نه د تكليف وركوني شيانو ليري كول
بنياد د ټولو كلمه د لااله الاالله محمد رسول الله ده
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
د ا لله عزوجل څخه پرته بل څو ك دبندګي وړ نسته حضرت محمد صلي الله عليه وسـلم د ا لله جل جلاله رسو ل دئ. پر هر مسلما ن لازمه ده چي ددي كليمي الفاظ په ژبه صحيح ووائي په معني ئي ځان پوه كړي او په زړه پري باور وكړي . دلا اله الاا لله فضيليتونه لااله الا الله ددي كليمي په ډير ذكر كولو ســره زړه ژونـــد ي كيږي له خــــيري ،زنګ اوبــــدو اخلاقــــوڅــــخه پا كـــــــيږي .زړه له نوره څخه ډكيږي سكو ن اواطمينا ن ورته حاصليږي وسوسي بي ځايه فكرونه غمونه پريشاني پري له منځه ځي . دولاړي ، ناستي ،روغتيـــا نا روغتيا ،شتمنۍ ، غريبۍ ، اقامت ،ســـفر او په هر حا ل كي دا كليـــمه ويل كيداي شــي . د قــيــــا مــــت په ورځ بــــه خـــــوښ او خوشـــــــحا له وي او مـــــخ بــه ئــي له نـــــوره څـــــــخه ځــــــــليږي . له بـــدو كارو څــخــــه ژغـــــورل كيــــږي او دنــــيـــــكو كارونـــو كړنــــــه ورتــــــه اســـا نــــه كــــيـــــږي دمرګ او قبر له ويري او تاريكۍ څخه به په اما ن وي.ترټولوذكرونو افضله ده اودخداي ج ددوستانووظيفه ده.ايما ن ته پري قوت تازه والي اونوي كيدل حــاصلـــيږي . ددښمـــــــــن څــخــــه دژغــــــــورنــي لپا ره كلكه كــــلا ده.مرګ به ئــــي د ايمـــــان ســـــره وي .دا كـــــــليمــــه دجــــنــــــت كيــــلي ده .ګنــــا هــــو نــــه پـــري بخښل كيـــږي .تــــرصــــدقـــي كـــولــــو غـــــــوره ده . ددنياواخرت نيكمــرغي ده تـرځمـــكواواســـمانودرنـه ده . له كفر او شــرك څــخه پـاكونكي ده .ددي كليمي د ويونكـي به شــفا عــت په برخــه كــيږي. د الـله ج رحــــمــــت پـــري را اوريــــږي . بخار ي ، مسلم ،احمد، طبراني ، بيهقي ، كه كو م څو ك دغه كليمه اويا زره واره ووائي برسيره پر ډيرو ثوابونو او ګټو دده لپا ره ددوذخ څخه فد يه ده او كه ئي څوك ثوا بونه خپل مور پلار او نورو دوستانو ته ورووبخښي دهغوي لپاره دغذاب څخه دخلاصو ن سبب ګرځي . (خيرالفتواي او منة الجليل دعلامه شامي) كه كو م څوك لا اله الاالله ترهر لما نځه وروسته اويا ددو لمنځونو په مينځ كي (۱۶۵) واره ووائي او ياد سيد نا ومرشد ناحضرت پيرا ن پير غوث اعــظـــم ســــــيدشــــــيخ محي الدين عبد القادر جيلا نيالحسني و الحسيني قدس ا لله سره رضي ا لله تعالي عنه سره په زړه كي مينه او محبت كوي او له ځا نه سره ووائي چي زه دده مر يد يم نو هغه كس دده په مريدانو كي شمير ل كيږي ځكه چي ا لمرء مع من احب (سړي به له هغه چا سره وي چي ورسره مينه لري) [بهجة الااسرارو معد ن ا لا نوار .
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
رسول الله ﷺ فرمایي: د دين په کارونو کې آساني کوﺉ سختي مه کوﺉ خلکو ته زيری ورکړئ او خلک مه متنفره کوئ. "رواه البخاري"
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
اصلاح
|