#بعضُ_السَّلامِ_سِلام؛ ځیني سلامونه (چي په اصل کي د جوړتيا هیله ده)، خو داسي لګېږي، لکه سِلام (د ډبرو په څېر سخت او درانه وي)؛ د ګټي پر ځای تاوان رسوونکي وي. #وبعضُ_الكَلامِ_كِلام؛ ځیني خبري د زخمونو په څېر وي؛ یعني د ښو پر ځای بدي او دردناکه وي. #وبعضُ_العِناقِ_عَنَاق:ځینو خلکو ته غاړه ورکول، د محبت پر ځای نفرت راولي؛ يعني هره غېږه سکون نه بلکي د خفګان سبب وي. #هدفــ: هره کړنه لکه څنګه چي په ظاهره سمه ښکاري، په اصل کي هغسي نه وي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
په افريقا کي چي هر سهار هوسۍ له خوبه را پاڅي، په دې فکر کي وي، چي څنګه تر زمري تېزه منډه ووهي، تر څو د زمري ښکار نه سي؛ زمری بيا په دې فکر کي وي، چي څنګه تر هوسۍ تېز ولاړ سي او هوسۍ ښکار کړي، تر څو له لوږي مړ نه سي. #هدفــ دا مهمه نه ده، چي هوسۍ سې يا زمری، مهمه داده چي د لمر له راختو سره سم په ټوله وړتيا ځغستا شروع کړې؛ تر څو د ژوند و موخو ته ورسېږې. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
یوه ورځ د امام شافعي رحمه الله او دده د شاګرد یونس تر منځ د يوې مسئلې پر سر اختلاف رامنځ ته سو؛ شاګرد په قهر سو، درس ئې پرېښود او خپل کور ته ولاړ. د شپې ناوخته ئې د کور دروازه وټکېدله، کله چي ئې دروازه خلاصه کړه، امام شافعي رحمه الله دروازې ته ولاړ دئ، ډېر حيران سو. امام شافعي ورته وویل: یونسه په سلونو مسایلو کي زموږ اتفاق او يووالی دئ، خو په يوه مسئله کي اختلاف به موږ سره بېل کړي! يونسه! په هر اختلاف کي د برياليتوب کوښښ مه کوه، ځیني وخت 'د زړونو ګټل' د 'موقفو تر ګټلو' ډېر ګټور او ارزښتناک وي. يونسه! هغه پلونه مه خرابوه، چي تا جوړ کړي او ته پر تللی یې؛ کېدای سي یوه ورځ بیا ورته اړتیا پيدا کړې. همیشه "خطا" مه خوښوه، خو له خطاکوونکي څه بد مه وړه! په زړه کي "ګناه" بده وګڼه، خو پر "ګنهکار" و رحمېږه او بخښنه ورته وکه. یونسه! د چا پر وينا انتقاد وکه، خو وينا کونکي ته درناوی ولره؛ زموږ دنده دا ده چي 'ناروغي' له منځه یوسو، نه ناروغ! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
که هره شپه د ټلوېزون کتلو پر ځای يوازي ۱۵ دقيقې مطالعه وکئ، په يوه کال کي به مو تقريباً ۱۵ کتابه مطالعه کړي وي؛ په دې سره به تاسي د ټولني په لوستو کسانو کي شمار سئ؛ نو هره شپه تر بيدېدو مخکي يوازي ۱۵دقيقې مطالعه وکئ، چي هم مو معلومات ډېر سي او هم ښه او ارام خوب وکئ
:: اړونده موضوع:
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
خبريال له يو سل کلن صحتمند سړي څخه دده د ځوان پاته کېدو راز وپوښت؛ سل کلن ورته وويل، زه هيڅ وخت له چا سره خبره نه پېچم! خبريال ورته وويل، دا نو کله امکان لري!؟ سل کلن ورته وويل، هو بالکل، ته رښتيا وايې، دا هيڅ امکان نه لري!!! #هدفــ: که غواړئ چي ارام فکر او خوشحاله ژوند ولرئ، هيڅ وخت له چا سره ځان په جوال کي مه اچوئ! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
کښتګر خپل غويی د استراحت په موخه په يو ګوښه کي وتاړه او خپله په کار پسي روان سو؛ يو ګړی وروسته يو ستړی سوالګر راغئ، له غوايي سره نژدې کښېنستئ، خوب غلبه پر وکړه، بيده سو. غوايي ځان د سوالګر خورجين ته و رساوه، په خورجين کي چي څه وو، ټول ئې وخوړل. سوالګر چي راويښ سو، د غويي خاوند ئې پيدا کړ او د خپلو شيانو د تاوان غوښتنه ئې ځني وکړه. د غوايي خاوند سوالګر ته وويل، اې د خدای بنده، ته بايد ماته د غوايي تاوان راکړې! سوالګر حيران سو، ول نو زه ولي تاوان درکم؟ د غوايي خاوند ورته وويل، ځکه چي زما په غوايي دي د سوال او فقر وړيا ډوډۍ وخوړه، نور زما کار نسي کولای! #هدفــ: د هغه چا چي د سوال په ګوله خوله خوږه سي، خپل د کور شات بيا خوند نه ورکوي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
چيني فيلسوف لائتوسه وايي، کله چي يو هيواد د حکمت او عقل په اساس اداره سي؛ ګدامونه ئې له غنمو، اوربشو او جوارو ډک وي. او هغه هيواد چي له عقل او حکمت پرته اداره سي، ګدامونه ئې له تورو، نېزو او وسلو ډکه وي.
:: اړونده موضوع:
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
جاپانۍ هنرمنده (يوکو_اونو) وايي، کوښښ وکه، د هيچا په اړه منفي خبره ونه کړې؛ د دريو ورځو لپاره، د ۴۵ ورځو لپاره او بالاخره درې مياشتي؛ هغه وخت بيا ته وګوره چي ستا په ژوند کي څه پېښېږي!
:: اړونده موضوع:
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
وايي په کندهار کي د سپيانو د وژلو عمليات له هغه وروسته پيل سول، چي په عینو مېنه کي ئې يو بې ګناه کوچنی داړلی او وژلی وو؛ خلکو د دوی ددې کړني په مقابل کي د ټولو سپيانو د منځه وړلو ږغ پورته کړ، چي په نتيجه کي ئې يوازي تېره شپه ۶۰ سپيان ووژل سول او دا لړۍ لا روانه ده. نن سپيانو په ژړانده سترګو او د حال په ژبه له انسانانو پوښتنه کول، چي په موږ کي څو لېونو يو کوچنی و داړئ، تاسو زموږ د ټولو د وژلو او له منځه وړلو ږغ پورته کړ؛ کلونه کلونه کېږي، چي تاسي د خپلو او پردیو له خوا وژل، ترټل او توهينېږئ، ايا کله مو هم د دوی پر ضد يو ږغ پورته کړی دئ! په رشتيا چي دنيا د زورورو ده، کمزوری په کوچني عمل له منځه ځي او زورور په هر رنګه بد عمل اتل بلل کېږي.
:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
:: تړاو:
پند
د سړک پر غاړه يو اعلان ځړېدلی وو، پر ليکي وو: {دوه زره روپۍ مي ورکي سوي دي؛ ډېره اړتيا ورته لرم، ځکه په ژوند کي نور هيڅ نه لرم، بس همدا مي ټوله شتمني ده؛ هر چا که پيدا کړي وي، هيله ده، چي پر دې ادرس ئې راوړي؛ ډېره اړتيا ورته لرم!} يو ځوان دا اعلان ويني، له جېبه دوه زره روپۍ را باسي، و ليکل سوي ادرس ته ئې ور وړي؛ ګوري چي ادرس د يوې زړې بوډۍ کور دئ؛ دی پيسې ورکوي، خو بوډۍ په ژړا کېږي، وايي، ته دولسم کس ئې چي راځې او وايې، چي ستا پيسې ما پيدا کړي دي! سړی په موسکا سره له بوډۍ روانېږي، خو بوډۍ په ژړانده ږغ ورته وايي، زويه هغه اعلان څېري که؛ ځکه چي هغه اعلان ما نه دئ ليکی او نه زما ليک زده دئ؛ ستاسو همدردي او ښه احساس ماته د ژوند کولو هيله رابخښي، دا ماته په دنيا کي تر ټولو لوی خير او مرسته ده! #هدفــ: هر چيري چي انسان او انسانيت وي، هلته به د ميني او محبت ډېوه روښانه وي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
د يو سړي دعوه و قاضي ته راجع سوه؛ سړي به هره ورځ قاضي ته د ورتګ مخکي خپله خولۍ مخ ته ايښول، يعني خولۍ به ئې قاضي فرضول، بيا به ئې هغه څه چي په محکمه کي ويل، و خولۍ (قاضي) ته بيانولې؛ رشتيا او درواغ به ئې سره سنجول، دده په تاوان خبري به ئې اصلاح کولې، وروسته به رشتيا قاضي ته ور روان سو. چا ورته وويل، دا ته څنګه په محکمه کي و قاضي ته داسي سمي خبري کوې، چي قاضي هم ستا په حق کي فيصله وکړي! سړي ورته وويل، زه اول خپله خولۍ قاضي کوم! #هدفــ: که هر انسان د خپل وجدان په مخکي ځان محکمه کړي؛ ځان ته مجازات او مکافات وټاکي، هيڅکله به د لوی خدای جل جلاله په حضور کي سرټيټی او ملامت نه سي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
د ترکيې مشهور ليکوال عزیز نسين وايي، د خبريال په توګه مي هند ته سفر درلود، په رېلګاډي کي سپور سوم؛ تر څه تګ وروسته ناڅاپه رېلګاډي ویرونکی بريک ونيو و درېده؛کله چي له ګاډي را کښته سوم، ومي ليده، چي يوه غوا د رېلګاډۍ په مخ کي پر پټلۍ ناسته ده او د ګاډۍ د تګ مخه ئې نيولې ده؛ له خپل هندي لارښود څه مي پوښتنه وکړه، چي ولي څوک د رېلګاډي له مخه غوا نه ليري کوي؟ هغه راته وويل: غوا مقدسه ده، هيڅوک کار نسي په درلودلای! بيا مي ورته وويل، نو اوس چاره څه ده، څه بايد وسي؟ هغه وويل: تر هغو به صبر کوو، تر څو چي غوا په خپله خوښه ولاړه نه سي! و مي ويل، يعني يوه غوا که تر هره وخته وغواړي، د رېلګاډي د تګ مخه نیولای سي او څوک ئې ممانعت هم نه کوي؟ ويل، هو؛ غوا مقدسه ده! زه پوه سوم چي په وروسته پاته ټولنه کي تش په نوم مقدس عقايد د يوه ملت د پرمختګ مخه نیولای سي او هيڅوک دا جرئت نسي کولای چي څه وکړي يا څه ووايي! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
په پخوا وختو کي له يو بزګر سره يوه ګوتمۍوه، دې ګوتمۍ دا کمال درلود، چي له چا سره به وه، هغه به ئې د انسانيت و لوړو درجو ته رسوئ. بزګر درې کوچني زامن لرل، کله چي ئې زامن غټان سول، پلار ئې د هغې ګوتمۍ په څېر دوې نوري جوړي کړې او هر زوی ته ئې جلا جلا ورکړې. وروسته له دې د دوی تر منځ جنجال پېښ سو، هر زوی به ويل، چي زما ګوتمۍ اصلي ده! د اصلي ګوتمۍ د معلومولو پر سر شخړو او دعوو درې سره زامن اړ کړل، چي قاضي ته ولاړ سي. کله چي ئې قاضي ته جريان بيان کړ، قاضي ورته وويل: په حقيقت کي له تاسو ټولو اصلي ګوتمۍ ورکه سوې ده، ځکه چي د اصلي ګوتمۍ کمال دا دئ، چي سړی د انسانيت و درجې ته رسوي؛ خو په تاسو کي يو هم دې درجې ته نه ياست رسېدلي؛ له يو بل سره دعوې، شخړي او ښکنځل کوئ. #هدفــ:موږ همېشه د خپلو مشرانو په مدنيت، عظمت، وحدت او اتلوليو نازېږو او ځانونه د هغوی وارثین ګڼو؛ خو اوس موږ ته يوازي ددې کيسو دعوې را پاته دي، په اصل کي د هغوی لار را څه ورکه ده. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
وايي، يو پاچا د هند د نيولو په موخه روان سو، و يو داسي ښار ته ورسېدئ، چي جګ برجونه او لوی خندقونه ئې درلول؛ پاچا چي برجونه او خندقونه وليدل، امر ئې وکړ، چي لښکر پنډ کئ، تر څو پر ښار د حملې پلان جوړ کړو. ماښام پاچا قدم واهه، چي په خندق کي ئې د چونګښو نارو ته پام سو، په فکر کي ئې پلان جوړ کړ. يوه ورځ وروسته ئې د خندق چونګښو ته اعلان وکړ، چي د شاهي حکم په اساس به نن شپه يوه چونګښه هم نارې نه وهي! هنديانو چي دوی له برجو څه څارل، په خندا سول، په ټوکو او مسخرو سره ئې وويل: چونګښي د پاچا په حکم څه پوهېږي! پاچا سمدلاسه امر وکړ، هغه پسونه چي لښکر ته حلالېږي، د هغو کولمې پاکي کړئ، دواړه سرونه ئې بند کئ، وئې پړسوئ او خندق ته ئې ور واچوئ. شپه سوه، له دېواله ږغ راوتئ، له چونګښو نه؛ ټولي چونګښي چپه خوله سوې. سهار چي رڼا سوه، د ښار دراوزې خلاصي سوې، ټول ښار تسليم سو، ځکه چي دوی وليدل، چي چونګښي لا د پاچا د امر تابع دي، بېله تسلیمۍ ئې بله لار نه ليده. پاچا عقل او حکمت په کار واچاوه، کله چي ئې د پسو پړسېدلي کولمې و خندق ته واچولې، چونګښو ګمان کاوه، چي اوبو ته ماران راغلي، د ښکار له وېري ټولي چپ و غړپ وې. #هدفــ: ښه حاکمان هره پرېکړه د پوهي او حکمت له مخي کوي، نه د زور او جبر له لاري؛ ډېر ناشوني کارونه، چي په زور نه کېدل، په ډېري اسانۍ سره په ښو اخلاقو تر سره سوي دي. #د_قانع_ژباره
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
يو سپي په چمن کي واښه(بوس) خوړل، يو بل سپیچي پر لاره تېريدئ، د سپي د وښو خورک ته حيران سو؛ سپي ته ئې وويل: سپی او دوښو خورک مي هيڅکله نه وو ليدلي! ولي واښه خورې؟ سپی چي د وښو په خوړلو لګيا وو، ول زه د خان صاحب سپی يم! د لاري سپي په پُزخند ورته وويل، کمعقله! ته چي واښه خورې، نو ولي د خان سپی يې! که د خان سپی وای، نو لږ تر لږه خو بې يو هډوکی در اچولی وای، اوس چي واښه خوري، نو ولي د خان سپی يې، خو د ځان سپی سه! #هدفــ: ځني خلک د يو چا په ستاينه او د نورو په غندنه کي دونه افراط کوي، چي اصلاً ئې خپل اصليت هېر کړی وي؛ د نيمي ګولې سپی دي ورک سي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
د موسی عليه السلام په وخت کي سخته وچکالي راغله؛ د دښت هوسیاني و موسی عليه السلام ته راغلې، ویل موږ له تندي مرو، له خدایه د باران غوښتنه وکه! حضرت موسی و الله عزوجل ته د هوسیو غوښتنه بيان کړه، الله ورته وفرمایل: د باران د اورېدلو وعده نه ده سوې! حضرت موسی و هوسیو ته د باران د نه اورېدو جواب ورساوه. د هوسیو له منځه یوې وویل: زه و الله ته د مناجات او خبرو لپاره کوه طور ته ځم؛ و دوستانو ته ئې وویل: که زه له کوه طوره په خېزو او خوښۍ را کښته کېدم، پوه سئ، چي د باران هیله پیدا سوې، که نه وو، نو د باران هيله مه کوئ! هوسۍ و غره ته پورته سوه، حق تعالی دې ته هم د باران د نه اورېدو جواب ورکړ؛ خو کله چي هوسۍ د راکښته کېدو په وخت کي خپل خواشيني ملګري وليدل، چي ددې راتګ ته سترګي په لار دي، له ځان سره ئې وويل، زه بايد په خېزو او خوشحالۍ د دوی خواته ورسم، تر څو مي دوستان خوشحاله سي، توکل پر الله، و خپل خدای ته هيله لرم، چي باران به وکړي. هوسۍ لا مځکي ته نه وه رسېدلې، چي باران شروع سو! موسی عليه السلام د اعتراض په ډول له الله عز وجل څه ددې راز وغوښت؛ الله عز وجل ورته وفرمايل: هماغه جواب چي تاته درکړه سوی وو، هغه جواب هوسۍ ته هم ورکړه سو، خو توپير ئې په دې کي وو، چي هوسۍ پر الله د توکل په نيت حرکت وکړ، او ناهيلې نه سوه، د توکل نتيجه ئې هم وليده! #هدفــ: هيڅ وخت مه ناهيلی کېږه، کېدای سي په وروستي شېبه کي هم الله تا بريالی کړي، پر الله توکل وکه! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
که سل سره او سل تور مېږیان په يوه لوښي کي واچوې، تر هغو له يو بل سره هيڅ کار نه لري، تر څو چي لوښی ونه ښوروې؛ کله چي دي لوښی وښوروئ، دوی د يو بل په وژلو شروع کوي! سره مېږیان فکر کوي، چي تور مېږیان ئې دښمنان دي او تور فکر کوي، چي سره مېږيان ئې دښمنان دي؛ خو دوی نه پوهېږي، چي اصلي دښمن ئې د لوښي ښوروونکی دئ! #هدفــ:هغه اولس چي د پرديو په خبرو او افکارو باور کوي، همېشه به په خپلو کي سره په جنګ او اختلاف اخته وي، هيڅکله به هوسا ژوند ونه ويني. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
يو ورځ د ملانصرالدين له لاسه خطا وسوه؛ عسکرو ونيوئ، حاکم ته ئې بوتلئ؛ حاکم ملا د مرګ په سزا محکوم کړ؛ خو تر اعدام مخکي ئې ور ته وويل، په يوه شرط له مرګ ژغورل کېدای سې، چي خپل خره ته به په ددرو کلونو کي ليکل او لوستل ور زده کوې. ملا د حاکم شرط ومانه او له بنده ازاد سو. يو سړي ملا ته وويل، اې کمعقله خر کله ليک او لوست زده کولای سي! ملا ورته وويل: که د خدای خوښه وه، نو په دې درو کلونو کي به يا حاکم مړ سي او يا خر! #هدفــ:هيڅ وخت مه ناهيلي کېږئ، کېدای سي هر څه ستاسو له خوښي سره سم ستاسو په ګټه تمام سي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
پسونه په خپلواک ژوند کي دريو کانديدانو ته د رايي ورکولو حق لري؛ لېوه، سپی او قصاب!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
الوتکه د لوېدو له خطر سره مخ وه، ټولي سپرلۍ ئې چيغي او نارې وهلې؛ خو يو نفر ارام ناست وو، هيڅ ږغ ئې نه کاوه. د ملګرې ئې ورته فکر سو؛ ويل: آ سړيه! ته ولي نه ژاړې؟ سړي په ډېره ارامه سينه ورته وويل: دا الوتکه څه زما د پلار ده، چي زه ئې پر لوېدو او سقوط چغي او نارې ووهم! #هدفــ: ځيني خلک په سترګو ويني، چي اولس په خطر کي دئ، خو بيا هم وايي، په ما يې څه، دا اولس زما د پلار دئ!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
د يو نظام سقوط له هغه ځايه پیلېږي، چي چارواکي ئې اولس په ډول ډول نومونو، جرمونو او قوانينو له ځانه بېل کړي.
:: اړونده موضوع:
زما خبري
:: تړاو:
پند
لقمان حكيم و خپل زوی ته وويل: زويه، که په دې پوهېږې، چي خبره دي د سپينو زرو ارزښت لري، پر دې هم باور ولره، چي چوپتيا دي دسرو زرو ارزښت لري.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
هدیره ده، چي ټنـګ ور نه کړې ډاله ته يا قـــربان ســــندري مـــه وايه کاڼه ته په بـــدي کـي يې، تــربـور لـره ورکړې د رنــــجو ســـلايي مـه وړه، و باڼه ته د جـــلال او د جـــمال فلســفه پرېږده د امــان کیسه په درد نه خوري هاغه ته دنـــګي مېـني، هســک ســرونه لوړ برجونه د نــــړۍ ښــکلاوي نه ښــکاري ړانده ته مـوږ چــي ژوند د بل هيواد د خلکو وينو لــکه ګـــوري چـي جــره د بل واده ته دا نــړۍ له انــسانانــو ســره خوند کړي دا د زرکـــي رفــتار نه ښــايي کارګه ته د پســــو پـه رمــــــــولو ښـــــه بلد دئ ته د عقــــل لاري مـــه ښــــــيه شپانه ته که پر دغـه حـال قـانع يـې، نـو قانع سه که ژونـد غواړې، لېڅي ونغاړه يانه ته د جدي ۲۴مه ۱۴۰۰ل.
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
پند
پاچا ته ئې د پُسه کله(کوټی) ور پوخ کړی وو، پاچا ويل، په دې کله کي ډېر پندونه سته. اول ئې له کلې مغزه را و ايستل؛ ول: که غواړې چي هميشه واکمني وکړې، ټولنه له ماغزو خلاصه که! وروسته ئې ژبه وخوړل؛ ويل، که غواړي چي پر خلکو تل خپل حکم وچلوې، د ټولني ژبه ورلنډه کړه! بيا ئې د کلې سترګي او غوږونه وخوړل؛ ويل، که غواړې چي ملت کنټرول کړې، له اولس سره د ليدلو او خبري کولو ځان وساته. وزير ورته وويل، پاچاصاحب قربان دي سم، تا خو ټوله کله وخوړه، زه به کولمې په څه شي غوړي کړم! پاچا ورته وويل، تاسو بايد پښې وخورئ، چي زما پاچاهي هميشه ستاسو په برکت پر پښو ولاړه وي. #هدفــ: په کم هيواد کي چي د فکر، ژبي او استدلال خلکو ته ځای نه وي، هلته به مطلقه ديکتاتوري حاکمه وي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
يوازي جسمي اسارت نه دئ، چي انسان ئې په زندان کي تېروي؛ فکري اسارت هم سته، چي منجمد فکر ئې د {مغز} په قفس کي تېروي.
:: اړونده موضوع:
زما خبري
:: تړاو:
پند
يو کمعقل سړي و خره ته خبري ور زده کولې؛ هره ورځ به په غوږ کي ورته ږغېدئ؛ ده فکر کاوه، چي خر ئې خبري زده کوي. يو هوښيار سړي ورته وويل: اې کمعقله! بېځايه ځان مه ستړی کوه او مه خلک پر ځان خندوه؛ خر خبري نه سي زده کولای، خو ته له خره څه چوپتيا زده کولای سې! #هدفــ:ځيني خلک له ازله خدای سرناخلاصه پيدا کړي وي، که ټوله دنيا په نصيحت ورته ستړي هم سي، خو بيا به هم هوښيار نه سي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
هري کړني ته په ساده نظر مه ګورئ، کېدای سي همدا ساده کړنه د لویي موخي د ترلاسه کولو له پاره خنډ سي؛ په لاره کي پرته کوچنۍ شګه کېدای سي، ستا د تګ مخه و نه نيسي؛ خو که همدا شګه دي په بوټ کي ولوېږي؛ نه يوازي دا چي په زحمت به سئ، بلکلي له تګه به دي هم واچوي.
:: اړونده موضوع:
زما خبري
:: تړاو:
پند
یو ملنګ لاستنګی سو، د یو شتمن کور ته ورغئ؛ ویل: اورېدلي مي دي، چي تاسو د خدای په لاره کي مال پر ځان نذر کړی او ملنګانو ته ئې ورکوئ، زه هم ملنګ یم. شتمن ورته وویل: ما ړندو ته نذر ایښی، خو ته ړوند نه یې! ملنګ تر لږ فکر وروسته وویل: اې شتمنه حقیقي ړوند زه یم، چي د خدای دربار مي پرېښی او تاته راغلی یم؛ دا ئې وویل روان سو. #هدفــ: و هغه چاته د غلامۍ سر مه ټيتوه، چي هغه خپله د بل غلام وي او تا په غلامۍ هم نه قبلوي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
له يو عالم څه ئې پوښتنه وکړه، ول خلک په کم حال کي ښه پېژندل کېږي! عالم ورته وويل: ۱- قوم د غربت په وخت کي؛ ۲-سړی د مېرمني د ناجوړۍ په وخت کي؛ ۳- ښځه د مېړه د غربت په وخت کي؛ ۴- مومن د الهي امتحان په وخت کي؛ ۵- اولادونه د مور او پلار د ضعف په وخت کي؛ ۶- خور او ورور د ميراث د وېش په وخت کي!
:: اړونده موضوع:
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
يو ښکاري هره ورځ صحرا ته د ښکار له پاره تلئ، مرغان بې نيول او حلالول به يې. يوه ورځ چي هوا ډېره سړه وه، ښکاري مرغان نيولي ول، حلالوله يې؛ له ډېره يخه د ښکاري تر سترګو اوښکي رواني وې. يوه مرغه بل ته وويل: عجبه زړسوانده او مهربانه انسان دئ، پر موږ څنګه ژاړي. دې بل مرغه ورته وويل: د سترګو اوښکو ته ئې مه ګوره، د لاس کار ته ئې وګوره! #هدفــ: د ځينو خلکو په ظاهره اوښکي تويول له مجبوريته وي، خو په حقيقت کي په زړه کي ګوړي ماتوي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
جلال آل احمد په خپل کتاب نون والقلم کي ليکي؛ ددې حکومت او هغه حکومت تر منځ هيڅ توپير نه وينم. زموږ ژوند اصلاً بشري نه، نباتي دئ؛ کټ مټ لکه يوه ونه. د ژمي له راتګ سره مو پاڼي له باران سره تويېږي، د پسرلي په انتظار کښېنو، چي بيا مو پاڼي را شنه سي؛ وروسته تر دوبي پوري انتظار کيږو، چي مېوه ورکړو؛ بيا باران ته ګورو، وروسته د سَرِي په انتظار؛ دغسي مو ټول ژوند په انتظار او بدلون کي نغښتي دئ
:: اړونده موضوع:
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
له يو ظالم پاچا څخه ئې پوښتنه وکړه، ويل: دا اولس په ناپوهۍ او جهالت کي څنګه ساتې؟ پاچا ويل: په يو صندوقچه کي، چي د مقدساتو په نوم ده! ويل: ددې صندوقچې ساتنه څشنګه کوې؟ ويل: د خرافاتو په وسيله!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
د زمري کوچنی چيچی په ځنګله کي له خپله کهوله ورک سو، د پسو په رمه ګډ سو؛ له پسو سره لوی سو، ده فکر کاوه، چي نور نو پسه دئ؛ له پسو سره ګرځېدئ، کله چي به ليوه د پسو پر رمه حمله کول، دی به هم له پسو سره تښتېدئ. يوه ورځ د زمریانو يوې ډلي ولیدئ، ويل دا څه کوي! له ځان سره ئې د اوبو حوض ته بوتلئ، ويل ته دي څېرې ته وګوره، چي څوک يې! ده خپلي څيرې ته کتلو سره دا هېر کړه، چي دی دي پسه وي. بيرته د زمریانو له ډلي سره يو ځای سو. #هدفــ:له انسان څه چي خپل هدف ورک سي، پر ناسمو لارو روان سي، دا فکر کوي چي زه خدای له ازله بدمرغه پيدا کړی يم؛ خو کله چي سم رهبر او مشر پر پېښ سي، بيرته خپل هدف تر لاسه کولای سي. پر زموږ تر اوسه سم رهبر نه دئ پېښ سوی.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
دا ټوکه مي څو کاله مخکي ليکلې وه، خو د خپرېدو جرئت مې نه کاوه؛ نن بې خپره کړم. ډاکتر لېوني ته وویل: که کشک درکم څه په کوې؟ لېوني ورته وویل: واریشتونکی ځني جوړوم، د ګاونډي د کور هینداري په ماتوم! ډاکتر ویل، دا بستر کئ، لیونی دئ. څو ورځي وروسته ډاکتر بیا پوښتنه ځني وکړه؛ که کشک درکړم، څه په کوې؟ لېوني ویل، وارویشتونکی ځني جوړوم، د ګاونډي د کور هینداري په ولم! ډاکتر ویل، پر سد سوی نه دئ، بستر ئې کئ. څو میاشتي وروسته ئې بیا لیونی را وغوښت، خو دا ځل ئې پوښتنه ورته بدله کړه، ویل که ښځه در وکم څه په کوي؟ لیوني ویل، کورته ئې بیایم! ډاکتر ویل: افرین! بيا؟ لیوني ویل: خوني ته ئې ننباسم! ډاکټر فکر وکړ، چي لیونی جوړ سوی دئ، ویل افرین، بیا څه په کوې؟ لیوني ویل، کالي ځني کاږم! ډاکتر نور هم مطمئن سو، چي سړی پر سد سوی دئ؛ ویل، بیا څه په کوې؟ لېوني ویل، پرتوګ ځني کاږم! ډاکتر ویل، ډېر ښه! نو بیا څه کوې؟ لېوني ویل، له پرتاګه څه ئې کشک کاږم وارویشتونکي ځني جوړم او د ګاونډی د کور هینداري په ولم! #هدفــ: ځني خلک له ازله خدای وهلي وي، که پر اوږو ئې د سعدي پندونه ور بار کې، دی به بيا هم د انا په مذهب وي.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
پند
زمری ئې قفس ته واچاوه، د خورک لپاره ئې کولمې ورکړې؛ زمري وويل: دا څه دي، زما خورک هوسیاني دي! ويل، دونه به وږی سې، چي اخر به همدا وخورې! زمری له ډېري لوږی مجبور سو، کولمې ئې وخوړې. څو ورځي ورسته ئې د کولمو پر ځای هډوکي ور واچول؛ زمري ورته وويل، اې بابا زه مو يو وار په کولمو عادت کړم، اوس بيا هډوکي را کوئ! ويل، دونه به وږی سې، چي د هډوکو خورک ته به اړ سې!! زمري تر څو ورځو لوږی وروسته مجبور سو، چي هډوکي وخوري. له څه وخت وروسته ئې زمري ته شپيشتي (رشکه) ور واچولې. زمری ويل: بې انصافه، زه خر نه يم، چي ته ماته شپيشتي راکوې! ويل، اخر به د شپيشتو خورک ته هم اړ سې!! زمری څه وخت مقاومت وکړ، خو اخر مجبور سو، چي شپيشتي هم وخوري. تر څه وخت وروسته ئې هر څه پر بند کړل، هيڅ خواړه ئې نه ورکول. زمري نارې کړې، چي وږی يم، په شپيشتو مو عادت کړم، ولي ئې نه راکوئ! ويل، د شپيشتو خورک خو وړيا نه دئ، ته بايد د خره په څېر نارې ووهې، چي در ئې کړو! دا کيسه تر هغه وخته روانه وه، چي بالاخره زمری مړ سو. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
استاد په ټولګي کي و هر زده کونکي ته يوه له هوا ډکه بوغۍ(پوکاڼۍ) او يوه ستن ورکړه؛ ورته وئې ويل، يوه دقيقه وخت لرئ، چي يو د بل پوکاڼۍ سره وچاودئ، تر يوې دقيقې وروسته که د هر چا دا ناچاوده پاته سوه، جايزه ورکوم. مسابقه شروع سوه، په پای کي دوې بوغۍ سمي پاته سوې. استاد و زده کونکو ته مخ کړ او ورته وئې ويل: ما همدا مسابقه په بل ټولګي کي هم اجراء کړه، په هغه ټولګي کي ټول ګټونکي سول؛ ځکه هيچا د يو بل بوغۍ نه چوول، ټول ګټونکي سول. #هدفــ: موږ په ټولنه کي د يو بل رقیبان نه يو؛ نه يو ګتونکي او نه يو بل بايلونکي يو. حتمي نه ده، چي موږ دي خپله نېکمرغي د بل په بدمرغي کي تر لاسه کړو. کولای سو، په ګډه يو هدف تر لاسه کړو؛ يو ځای و اوسو؛ يو ځای خوراک او چښاک وکړو او يو ځای خوښي وکړو. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
له يو سړي څخه ئې پوښتنه وکړه، ول، په کور کي څو نفره ياست! ده ورته وويل، يو ګړی وروسته به درې سم، يا به طالب د حجرې سم.
:: اړونده موضوع:
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
پاچا امر وکړ، چي د (نس باد) ايستل منعه دي! يو چا پوښتنه ځني وکړه، ولي دي د نس پر باد بنديز ولګاوه؟ پاچا ويل: ښه دئ، چي اولس د باد د ازادۍ پر مبارزه مصروفه وي، چي نورو لويو کارو ته ئې فکر نه سي!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند
له يو عالم څخه ئې پوښتنه وکړه، ول ښه مسلمان چاته ويلای سو! عالم ورته وويل: ښه مسلمان هغه دئ، د لاس او ژبي له شره ئې انسان په امان وي. سړي ويل، په سترګو دي ړوند سم، که به مي تر اوسه داسي مسلمان ليدلی وي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
يو استاد په کتاب کي وليدل، چي غټه ږيره او کوچنى سر د کمعقلۍ او حماقت نخښه ده؛ هينداره ئې را واخيستل ځان ته چي ئې پکښي وکتله، ږيره ئې غټه او سر ئې کوچنى دئ. ويل که زده کوونکي په کتاب کي دا وينا وويني، کېداى سي رسوا او ددوى د خندا سم، ښه داده چي ږيره کوچنۍ کړم.نيمه ږيره ئې په موټ کي ونيوله اضافه ئې شمع ته نژدې کړه چي وسوځي. ږيري اور واخيست ټوله ږيره، مخ، لاسونه او خونه وسوځېدل.تر جوړتيا او صحت وروسته ئې په کتاب کي د مطلب په حاشيه کي وليکل: "دا وينا صحيح او په تجربه رسېدلې ده!" #هدفــ: جاهل او ناپوه که هر څونه ځان هوښيار وښيي، په همغه اندازه ئې جهالت او ناپوهي ښکاره کېږي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
د حضرت موسى عليه السلام غاښ خوږېدئ، و الله ج ته يې د غاښ د درد شکايت وکړ. الله تعالى ورته د يو ډول وښو د استعمال امر وکړ، کله چي حضرت موسى هغه استعمال کړ، نو دغاښ درد يې ښه سو. بل وخت بيا موسى ع دغاښ له خوږ څخه په تکليف سو، د همهغه مخکني واښه څخه يې ګټه واخيسته کوم چي مخکي الله تعالى ورته ښوولى و، ولي د غاښ درد ئې ارام نه سو. موسى عليه السلام له الله ج څخه ددې راز سبب وپوښتئ ، الله ج ورته وويل اول ځل دي زه په ياد سوم او زما په هيله سوې، خو دوهم ځل دي زه هېر او د واښه په هيله سوې.
#هدفــ: که د الله مرسته په هر حالت کي وغواړو رارسېږي، الله ج فرمايي ( و اذا سالک عبادي عني فاني قريب) ١٨٦ سوره بقره. ژباړه: که هره شېبه زما بندګان له تا څخه پوښتنه کوي، نو زه هره لحظه ډېر نژدې او قريب يم. دومره نژدې چي بل څوک هم تر دې موږ ته نژدې کېدلاى نه سي.لکه الله ج چي فرمايي: ( و نحن اقرب اليه من حبل الوريد) ١٦ ،سورت ق . ژباړه: او زه د غاړي د ښارګ څخه هم درته نژدې يم. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
چي په ګوړه مري، په زهرو یې مه وژنه!
:: تړاو:
پند
قاضي پر یو مجرم حکم صادر کړ؛ ویل: یا به سل روپۍ جریمه ورکوې، یا به سل لښتي وهل کېږې او یا به سل حلقې پیاز خورې. مجرم د پیازو خورک غوره او اسانه وګڼئ؛ کله چي ئې څو دانې پیاز وخوړل، تر سترګو ئې اوښکي راغلې په سخت عذاب اخته سو. ویل سل لښتي مي ووهئ؛ کله چي ئې څو لښتي وواهه، د نورو وهلو طاقت ئې نه درلود، په نارو ئې شروع وکړه، ویل نور مي مه وهئ، جریمه تحویلوم؛ سل روپۍ جریمه ئې ورکړه، یعني مجرم درې سره سزاوي ولیدې.
#هدفــ: ځیني کسان د حق پټولو له پاره درواغ وایي، وروسته د خپلی ادعا د ثبوت له پاره دروغجن دلالیل وړاندي کوي، په اخره کي مجبوره سي حقیقت ومني. اولنو څه ښه ویلي: کاش چي اخر عقل ړومبی وای!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
امام شافعي رحمه الله فرمایي:
احفظ لسانكَ أيُّها الإنسانُ - لا يلدغنَّكَ إنهُ ثعبانُ- كم في المقابرِ من قتيلِ لسانهِ- كانت تهابُ لقاءهُ الشجعان ژباړه: ای انسانه خپله ژبه دي وساته، دا ژبه ښامار دئ پام کوه چي ودي نه چیچي. ډېر داسي کسان د ژبي له لاسه وژل سوي، چي خلک به یې له مقابلې وېرېدل.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
بې ادبي را وبخښئ! ۱۸+ د تن غړو وغوښتل چي په خپلو منځو کي مشر او رئس و ټاکي؛ مغز وویل: دا ریاست زما حق دئ، ځکه چي ټوله امرونه زه کوم! اعصابو ویل د ریاست وړ زه یم، ځکه د تن هري برخي ته زه خبر رسوم" سږي را ږغ کړه دا هوا څوک رسوي؟ دا زه رسوم، که هوا نه وي تاسو به څه وکړئ، نو زه د ریاست حق لرم! د تن هر غړي د ریاست او مشرتوب غوښتنه کول، د مقعدي سوري هم د ریاست دعوه وکړه! د تن نورو غړو پر وخندل او مسخره یې کړ. مقعده په غوسه سوه، ۶ ورځي یې و غایطه موادو ته د وتلو اجازه ورنه کړه او سوری یې بند کړ. د غړو تر منځ ګډوډی را منځ ته سو، هر یو په خپل درد او ویر اخته سو. اوومه ورځ غایطه مواد و خولې ته ورسېدل؛ ټولو غړو په یوه اتفاق پړېکړه وکړه، چي د مقدی سوری زموږ مشر او رئس دئ! #هدفــ: په هغه ټولنه کي چي ریاست او مشرتوب د علم، پوهي او تخصص په اساس نه وي، هر د مقعدی سوری به اتل، مشر او رئس وي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
یو بندي له زندانه و تښتېدئ، د اورګاډي وتمځای ته ئې ځان ورساوه او د اورګاډي په یوه ډبه کي سپور سو. د ډبې دروازه اتومات بنده سوه، اورګاډي حرکت وکړ. بندي وروسته پوه سو، چي د اورګاډي د یخچال په ډبه کي سپور سوی دئ. پر یو کاغذ ئې ولیکله "دا زما د بدو کړنو سزا ده، زه باید په یخچال کي یخی سم!" کله چي اورګاډی و بل تمځای ته ورسېد، مامورینو د بندي مړ جسد په داسي حال کي ولیدئ، چي د ډبې یخچال بیخي بند و. #هدفــ: هر هغه څه چي هیله یې لرو، هغه به راسره کېږي؛ که د خوښۍ په تمه سو، خوښي به راباندي راځي؛ که د غم فکر وکړو، غم به راباندي راځي. که پیسې ساتو، د ستونزو د رفع په موخه یې ونه ساتو، کېدای سي مشکلات را پېښ سي او هلته مصرف سي. ښه داده چي د واده کولو، موټر او کور د رانیولو له پاره یې جمع کړو، کېدای سي همدې هدف ته ورسېږو!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
یو بندي له زندانه و تښتېدئ، د اورګاډي وتمځای ته ئې ځان ورساوه او د اورګاډي په یوه ډبه کي سپور سو. د ډبې دروازه اتومات بنده سوه، اورګاډي حرکت وکړ. بندي وروسته پوه سو، چي د اورګاډي د یخچال په ډبه کي سپور سوی دئ. پر یو کاغذ ئې ولیکله "دا زما د بدو کړنو سزا ده، زه باید په یخچال کي یخی سم!" کله چي اورګاډی و بل تمځای ته ورسېد، مامورینو د بندي مړ جسد په داسي حال کي ولیدئ، چي د ډبې یخچال بیخي بند و. #هدفــ: هر هغه څه چي هیله یې لرو، هغه به راسره کېږي؛ که د خوښۍ په تمه سو، خوښي به راباندي راځي؛ که د غم فکر وکړو، غم به راباندي راځي. که پیسې ساتو، د ستونزو د رفع په موخه یې ونه ساتو، کېدای سي مشکلات را پېښ سي او هلته مصرف سي. ښه داده چي د واده کولو، موټر او کور د رانیولو له پاره یې جمع کړو، کېدای سي همدې هدف ته ورسېږو!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
د اقیانوس د سواحلو خلک د خورک له پاره د اوبو چنګاښ نیسي. دوی چي کله چنګاښان ښکار کړي، و سودې ته ئې اچوي. که یو چنګاښ په سوده کي وي، نو د سودې پر سر یو سرپوښ ږدي؛ خو کله چي ډېر چنګاښان په سوده کي وي، پر سوده سرپوښ نه ایږدي. ځکه چي که هر چنګاښ د پورته کېدو هڅه کوي بل چنګاښ یې د پرمختک مخه نیسي، نو یو چنګاښ هم په تېښته نه سي بریالی کېدلای. #هدفــ: هغه ټولنه ناکامه ده، چي د خپلو خلګو بریالیتوب نه سي زغملای او د پرمختګ مخه یې نیسي، دا ټولنه به همیشه د نورو تر لاس لاندي وي، هیڅ ر هبر او مشر به پیدا نه کړي!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
بایزید بسطامي رح ته یې وویل: "که د قیامت په ورځ الله ج درڅه وپوښتي، چي څه دي راوړي، ته به ورته څه ووایې؟" بایزید ورته وویل: کله چي فقیر و سخي ته ودرېږي، سخي نه ورته وایي، چي څه دي راوړي، بلکلي ورته وایي چي څه غواړې...! #هدفــ:: همیشه له الله څخه غوښتنه کوه، ځکه چي الله هیڅ کله د خپل عاجزه بنده غوښتنه نه ردوي.
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
له یو ځوانه یې پوښتنه وکړه، بدترین دردونه کوم دي؟ -ویل: یو د غاښ درد او بل د بدي مېرمني لرل! یو بوډا دا خبري واورېدې، ویې ویل: غاښ کولای سې چي ویې وکاږې او مېرمن هم کولای سې چي طلاقه یې کړې؛ بدترین دردونه د سترګو درد او د بد اولاد لرل دي؛ نه سترګي کښلای سې او نه له اولاده منکرېدلای سې. #هدفــ: باید کوښښ وکړو چي د مور او پلار د ویاړ سبب سو، د هغوی د دردونو او کړاونو سبب ونه ګرځو.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
|