ما په سترګو کي ساتلی یو جهان دی
دوئ نارې کړې چي (نثار) خو بې ایمان دی

د جلاد په تشهد چي بدګمان یم
تر چاړې لاندي سر پروت د مسلمان دی

په سرور چي زندګي و مرګ ته سپارم
دا سوغات هم له طرفه د جانان دی

زموږ وحشت ته به یزید سي زاره چاودی
چي مو څنګه لا پر سر ولاړ اسمان دی!

که دي غېږ د محبت ور نه کړه پوه سه
د ورور لاس کي دي تیار د بل کمان دی

ما ویل چي هغه ستا له غمه مړ سو
خو هغې ویل (صالح) څنګه انسان دی؟
شاعر: نثار‹‹صالح››



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۱۱/۱۰

نه دم په چا لګېږي، نه دوعا په چا لګېږي

تر کومه چې د دې وطن هوا په چا لګېږي

 

سپین مخ یې دی رقیب ته، تورې څڼي یې دي ما ته

تياره د چا په برخه وي، رڼا په چا لګېږي

 

نه نښه چا ته نیسي، نه یې خیال د عاشقي وي

نظر د ښکلیو ښکلیو په خطا په چا لګېږي

 

مه دوري دوري مه ګوره، ګوزار د نظر مه کړه

په ډکه میخانه کې خامخا په چا لګېږي

 

ښایست د مخ به نه کړي کفایت قراره یاره

زړګي ته دې هم ګوري، چې بها په لګېږي



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۱۰/۲۸


xm6ahcajhhi31itdguf.jpg
هغه جلۍ
لکه غزل دشاعر
لکه جادو دساحر
لکه دسترګو ساغر
لکه نغمه درباب
لکه غوټۍ دګلاب
لکه دميني کتاب
لکه هوا دسهار
لکه دميني خمار
لکه اواز دابشار
لکه شپيلۍ دشپونکي
لکه درزا دزړګي
لکه اوبه دمنګي
لکه نغمه دبلبل
لکه مطلع دغزل
لکه شمله داتل
لکه ښايست دسپوږمۍ
لکه اواز دشپيلۍ
لکه دژمي ږلۍ
لکه دوصل باران
يالکه خيال دجانان
خو له ما دومره ليرې
لکه سپوږمۍ داسمان

عبدالرحيم رسوا



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۸/۰۶

په څه ده مروره، چيرته تللې ده پښتو
دا ولي په دې ښار کي داسي غلې ده پښتو

هم اورو، هم يې وايو، نه يې لولو، نه يې ليکو
موږ څه په نا اشنا ډول منلې ده پښتو

له بل سره خو خير، ډېري بانې ډېر جوابونه
دا ما او تا په څه باندي کږلې ده پښتو

نه، نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ
زما چي په کې بند په بند تړلې ده پښتو

اندېش شمس القمر



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۷/۲۰

ډیر راباندې ګران یې خو اوس ستالیده ګران شوي دي
یاره مهربانه چي دا څه درباندي شوي دي


ته دژمي لمرشوې په آسانه ښکاره کیږې نه
سترګو ته نظر شوې خو په سترګو لیدل کیږې نه


ستړې شولې خولې په تپوسونو پیدا کیږې نه
سحر که جادو دی که ټوټکې درباندي شوي دي


ته دښاره ووتې دنرخه چي ونه وځې
داګوره سراب دی فکرو کړه چي تیر نه وځې


شپه ده تروږمۍ ده تیندکونه چي تیر نه وځې
ته دآسمان ستوری شوې آسمان ته رسیدل ګران دي


ته دهما سیوری شوې ستا لاندې دریدل ګرا ن دي
ته یوداسې خوب شوې چي تعبیر یې اوس کیدل ګران دي


ځکه په کتو دې دادوه ستر ګي څلورشوي دي
ته دحاسدانو دحسده پروا مه کوه


سترګه دسبا شه نوره ترهه دچا مه کوه
هم دنظر بازو له نظره پروا مه کوه


داسې سپیلني په خروارونو لوګي شوي دي
زه ستا د سترګودخوږې مینې پوروړی یم


ستا دمحبت دلوی دریاب یو نیزوړی یم
زه په تصور کې دې خبرې ته سوچ وړی یم
لږ خو ما خبر کړه چې دا څه راباندې شوي دی



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۷/۰۵


که امــــکان در ســـره وي اختر ته راسه
یادوي دي خپــــــــل پردي اختر ته راسه

بې له تا نه هم تیریږي خـــو بې خونده
مازیګـر او ماښــــــــــامي اختر ته راسه

خلک سته خو پرې اباد دي خپل کورونه
خوار او زار دي ستا بچي اختر ته راسه

زما ته په کار یې زه پـه دنیــــــا څه کړم
پنځه ورځي ده ځـــــواني اختر ته راسه

ای الماسه نور یې نه سـمه زغمــــلای
دا اوږده مسافـــــــــــــري اختر ته راسـه




:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۵/۱۵

ته اوزه !

ته بېــــړۍ يې ،زه سيلاب
ته مينـــــــــا يې ،زه شراب 

په مذهـــــــب دپاکي ميني 
ته ګنــــــــاه يې، زه ثواب

درندانو په مـــــــــحفل کي 
ته اواز يـــــــــــــې ، زه رباب 

دادب په ښـــــــــوونځى کي 
ته قـــــــــــلم يې ،زه کتاب 

دسرواوښکو په طوفان کي 
ته څپـــــه يې، زه ګرداب 

دبهــــــــارپه حرم باغ کي 
ته بـــــــــــورايې،زه ګلاب 

ته ساقي دمــيــــــــــــوناب 
زه صميم خراب خراب 

(احمدصميم)



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۵/۱۳

چي د زړه سوده مي په تا کېږي

نه په دارو نه په دوعا کېږي

نور درته سوال د خولګۍ نه کومه
زړګیه، نوره مي حیا کېږي

هغه را ګوري، بیا په مړاوي نظر
یوه زلزله لکه چي بیا کېږي

شونډو ته خوله اوبه اوبه شي زما
چي محبت ته مي هوا کېږي

د نن فساد، پر نن اثر کوي خو
اصلي تاثیر یې په سبا کېږي

تیاره نو څه ده، د رڼا تشه ده
اصلي ګیله خو له رڼا کېږي

چي چېرته زه یمه، پوښتنه وکړه
هلته دي ذکر خامخا کېږي

مجيد قرار



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۳/۳۱

  اسلم لوڼ د  سپوږميز دولسمي پېړۍ په نيمايي کي د کندهار په باميزو کوڅه کي زېږېدلی دی او د ۷۸ کالو په عمر په ۱۳۳۲سپوږمیز کال کې مړ سوی دی


ستا له لاسه تل جفا سترګه د لمر وړي

د شفق په ژړا ویني هر سحر وړي

معشوقې دي په عالم کي شپې رسوا کړې

سپوږمۍ شمعه ستا د حسن در پر در وړي

هغه ستاد خولې خبري دي دلبره

چي په خولو کي د خوبانو ګل شکر  وړي

له باڼو دي د مینو بڼه ولاړه

چي و هر زړه ته تیره د عشق نشتر وړي

زما د خیال د مرغه ځاله ده سر بره

ستا د عشق پر کنګرو باندې شهپر وړي

چي تاجداره دي په مینه شي محتاجه

ستا له کبره به اسلم خاورې پر سر وړي

 اسلم لوڼ




:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۲/۱۶


د يوې نوم ورکي پېغلي د زړه ږغ

 عمر مي بس دغه و
چي تير په دغه رنګ شولو
يو خوا عشق يي
يوارمان کي
يو، جنون  کي
يو لټون کي
بس په تا پسي جانانه

زما په خيال کي ته وې
زما په خوب کي ته وې
زما په زړه ، زما ځيګر زما احساس کي ته وې

نو ځکه ما درپسې
لاري سار کړلې
تياري رڼا کړلې
شپې مي سبا کړلې
په دې لټون کي ګله
کله خندلي مي دي
کله ژړلي مي دي
د وسوسو په ټال کي
کله ځنګلي مي دي
ستا په تلاښ کي جانه
ما خپل ژوندون وبايلو
سترګي نظر ، سترګي ځيګر مي بايلود
ژړ ماځيګر ، ستړی ماښام او سپين سهر مي بايلو

خو اخير ومي موندې
داسي ښکاره سوه راته
چي ته هم زما په تمه
په انتظار وې زما

خو
تاته چي ما وکتل
سترګو دي سوال وکړ
چي
اې د ښايست ملوکې
تر اوسه چيرته وې ته
تر اوسه چيرته وې ته
تر اوسه چيرته وې ته

بيا لږ حيرانه سولې
لږ پريشانه سولې
چي ددې تيارو لارو نه
ددې اوږدو لارو نه
څنګه راتيره سولې
څنګه راتيره سولې

ما ويل خدای غني باچا دی
اوريدونکی د هر چا دی
که ژوند غواړي لږ دمه وکړه
دا غه نن شپه دلته وکړه

وای چي لوی الله
لوی الله لوي يې دربار دی
درکوي يې  درکوي يې
درکوي يې درکوي يې

ما ويل تنده مي شپه ماته
ټول غمونه مي شوه شاته
اوس به ټول عمر خنديزم
نور به چيري نه ژړيړم
نور به چيري نه ژړيږم
نور به چيري نه ژړيږم

خو
چي ځان ته مي لږ پام سو
نو وماته جوړ ماښام و

د مستۍ په ميکده کي
خالي شوی زما جام و
زما سترګي سوې بې نوره
شونډي يخي بې سروره
خوشحالي لاړه پناه سوه
د زړه خونه مي تالا سوه

نو

څنګه به تالره درځمه

څنګه به ستا ديدن کومه

څنګه به تا محسوسومه

څنګه به تا زه ښکلومه

اى زما د سترګو توره

اى زما د زړه کراره

 



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۱/۱۵
د ارواښادي کريمې فيض زاده رسولي يو غزل :
د سترګو فتنې
---------------------------------------
دا دسترګو په كاسو كي چي فتنه وړې
د زړه سر مي بيا په كومه بهانه وړې؟

چي د غبرګو سترګو تور دي نيمه خوا كړه
څه حاجت دئ، چي پر شونډو نن خواږه وړې

خپل ايمان دي په محراب كي وو، پلورلئ!
چي نفس مي د پردو په اشاره وړې

هغه (شان) دي تر چوخې لاندي برباد كړ
په لستوڼي كي چي پټه پيمانه وړې

زما له اوښكو هم وېرېږې، ښه پوهېږې
ګرېوانه ته چي مي ګورې كناره وړې

سر پر سترګو مي د دار مرګى قبول دئ
دا رسۍ ته چي مي غاړه نذرانه وړې

زما وينو هم بل قسم رنګ اخيستئ
دا چاړه كه دي په وينو تكه سره وړې

(۳۰- ۱ – ۱۳۷۱ ل .)

کوئټه

د خليل سروري نه په مننه



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۱/۰۳

څۀ خواږۀ کاتۀ کوي

ميني له مي زړۀ کوي

څۀ  د قهر اور کري

څۀ  د غضب تلۀ کوي

عشق او صبر اور ، اوبۀ

هيڅ ګوزاره نۀ کوي

ستا پۀ غم غني زړونه

نور غمونه څۀ کوي

هر پرهر مي هاغسي

اور کوي اوبۀ کوي

څۀ هغه يو ښکلی به

چا، چا سره ښۀ کوي

هر څوک خو صابر نۀ وي

هر څوک ښکلي څۀ کوي


صاحب شاه صابر



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۲/۲۶

غزل

پرېږده چې لوظونه د دروغو دي رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمه دا چي د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم

برند که حوادث دي د وختونو په ککو کي
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم

لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لوري بيا کړم

ستا په اننګو کي د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دي بابا کړم

 



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۲/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.