يادونـــــــــه! هسک ويبلاګ د ليکنو، ژباړو، شعرونو او نور ګټورو توکو يوه ذوقي مجموعه ده، چي د څو شيېبو له پاره مو بوختوي. کېداى سي، ځيني مضمونونه او مواد مو د معلوماتو په زياتولو او ذهن خړوبولو کي ګټور تمام سي.
مننه! هيله لرم چي د خپل نظر ، نيوکي او وړانديز په شريکولو سره، لوى وياړ را بخښئ.
په یوه هیواد کي چي سیاسي شعور
عام سوی نه وي خود به هر زورواکی درعیت پرس چپه میچني ورڅرخوي، موږ په دنیا کي هغه
قوم یوچي له سیاسته نفرت کوء،سیاست درواغ ګڼو او سیاست دهرچا کارنه بولو، خو بیرته
دوطن په ورانۍ کي خپله دسیاست مهرې ګرځېدلي یو،هرکله چي د افغانستان د
ورانیواجنډاوي په نوروهیوادونو کي ډیزاین سوي دي؛خو تطبیق یې خپله دځیني افغانانو
له خوا سوئ.
افغانستان دنړۍ په کچه اول
نمبرفاسد نظام لري،په دنیا کي دوهمه ناکامه اداره لري، دنشئي توکو خوباید خبري ونه
کړو.
د حامدکرزي دریاست وخت مخ
پرختمېدو دئ،داسي اوازې خلګ اچوي چي دنوموړي برخلیک به دډاکټرنجیب په شان وي، دلته
سوال دادئ چي ایا تراوسه د ډاکټرنجیب تشه موږ ډکه کړې؟ د داود خان بدیل مو وموندئ؟
که بل اړخ ته راسودپردي ناوړه سیاست په توسط دا کسان خپله دافغانانو له خوا په
شهادت ورسېدل!دا هم باید ووایو چي هغوئ هم دخپل عروج او مقام په وخت کي ځیني کړني
ترسره کړې چي اغیزي یې په بعضي مواردوکي تراوسه لیدل کیږي، خو په قانون کي دهرجرم
سزا بېله ټاکل سوې(دهرجرم سزا مرګ ندئ).
د امریکا دایمي اډې،ارګ ته دایرام
دپیسو توري خلطې،دګوشتې او ډیورنډ دبحث بیا راپورته کېدل کوم تصادف نه دئ، پاکستان
چي کله دافغانستان پرخاوره دتیري هڅه کړې دا هم دافغانانودنبض معلومول دي،دوئ
ازمایښت کوي چي؛ عام اولس،حکومت،سیاسي ګوندونه، اونړیواله ټولنه څه عکس العمل
ښئي؟؟ وروسته پرداټولو یو مرور کوي بیادځان لپاره هغه اپشن ټاکي کوم چي داسلام
اباد په ګټه وي،خودریغه دافغانستان پرچارواکوچي دخپلو چوکیو په خاطر یې درعیت و
ژوند ته اور واچوئ، بله ستونزه بیا هغه دسیاسي شعورده کله چي کرزی صاحب په دې
وپوهیدئ چي خپل اعتماد یې په خلګو کي له لاسه وتلئ نو په یوه کنفرانس کې مازي دا
وویل چي ډیورنډ نه منو! په دې خبره بیا کرزي دخلګو په زړونو کي تریوې اندازې ځای
وموندئ.
په یوه هیوادکي چي د دیموکراسۍ
پیلامه وي خود به رعیت او حکومت خپل حد له یاده باسي،کله چي عوام مظاهرې کوي بیرته
دپردیو سیاستونو په توسط خپل د ورور دکان،دبریښنا پایي او نورو ملي شتمنیوته اور
ورته کوي چي ښه بولګه یې دمیوند په ولسوالۍ کي دمظاهرې انجام وه، چي د حکومت له
خواهم تر ۲۰تنو پوري مرګ ژوبله واوښتله.
نړیواله ټولنه د دایمي اډو
دمنلولپاره اوس تربل هروخت بېلا بیلي تګلاري په کاراوچوي،داچي کرزی صاحب دځینو چنو
په حال کي دئ بیا نونړیوال مجبورسي چي کله د CIA دپیسو راپور خپور کي او کله په
محبسونو کي دبندیانو دشکنجو ستونزه راپورته کي، په دې ډول دوئ غواړي چي دنظام او
اولس ترمنځ یو واټن رامنځته کي.
خو اساسي او وروستۍ خبره داده چي
موږ نن داسي بازۍ ښکاریو چي په هراړخ کي رعیت(عوام) په اورکي لولپه کیږي، دپاکستان
تجاوزخواوس نه دئ سوی،دا معامله ګري خو داڅوکاله مخکي سوې ده، دلته بیا سوال دادئ
چي ولي اوس داموضوع ګرمه سوه؟؟ ایا دادونده وخت حکومت او پارلمان په سترګو ړانده
ول؟؟
دلته بیا فاسد چارواکي دخپل فساد
دنه افشا اودخپل فاسد ژوند دبقا په خاطر اولس په قومي جنګ سره اخته کوي،دوئ ورته
ګوري اوخپل نارواسیاست پرچلوي، اولس ته په کار داده چي نور له سیاسي شعوره کار
واخلي ترڅوهم خپل ژوند وژغوري او هم وطن ته نجات ورکړي.
په قرآنكريم كې ټولې (14
) سجدې دي او د سجدې لرونکي آيتونه په قرآنكريم كي د (السجدة) په توري په نښه شوي
دي , او په خوا كي يې ورسره شمېره هم ليكلي وي چي دا لومړۍ سجده ده يا دوهمه
يا دريمه يا............يا څوارلسمه .
دسجدې دآيت دتلاوت په پای
كي دسجدې كول واجب دي , او دسجدې كولو طريقه يې داسي ده چي :
كله يې دسجدې آيت تلاوت
كړ نو پورته دي شي او نيت دي وكړي چي :
نويت ان اسجد لله تعالى ,
لسجدة تلاوة القرآن , آمنت باالرحمن , ورضيت باالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة
الشريفة
كله چي يې دا نيت وكړ نو
دتكبير (الله اكبر) په ويلو سره به د لاسونو پورته كولو او ركوع كولو پرته سيخ
سجدې ته ولاړشي او يوه سجده به وكړي او په هغې كي به درې يا پنځه يا اووه ځله
تسبيح (سبحان ربي الاعلى ) ووايي او سربه راپورته كړي .
زمونږ
د ګران هيواد په لمنه کي ډير لوي او مشهور وطن پاله بچيان را لوى شويدي، چي
دا هيواد ور ته تر هر څه ګران او پر دې هيواد له سره تير وو.
يو ددې زړورو بچو څخه لوى ملي مبارز او سياسي
متفکر محمد هاشم ميوندوال و.
مر
حوم شهيد ميوندوال د غزني ولايت د مقر په ولسوالۍ کي د ملا عبدالحليم خان په روښان
فکره کورنۍ کي په ١٢٩٩شمسي کال زيږيدلى دى. د ده د کورنۍ اقتصادي وضعه ډيره ښه نه
وه، خو سره ددې ټولو ستونزو او مشکلاتو ميوندوال وکولاي شول چي خپل د مکتب
نه مخکي تعليم په خپله سيمه کي او لمړني ، منځني او د ليسي تعليم او تحصيل د
کابل په غازي او حبيبي ليسو کي سر ته ورسوي.
شهيد
ميوندوال له کوچنيوالي څخه يو ذکي ، ځيرک او هوښيار شاګرد و.
مرحوم
ميوندوال کله چي د ١٢ ټولګي څخه فارغ شو نو په ١٣٢١ل کال کي د اتفاق اسلام د
اخبار د ليکونکي په حېث ئې په کار پېل وکړ. د ده لمړى تخلص پرديس و، څرنګه چي دى
يو وطن پرست ليکوال و او دده ليکني د هر چا خوښيدلي، او عبدالهادى داوي به هم
هميشه لوستلي، نو د عبدالهادي داوي په مشوره ده خپل تخلص هم د پرديس څخه ميوندوال
ته بدل کړ.
شهيد
ميوند وال د ښه ذکاوت د لرلو په اثر ډير ژور او عميق فکر درلود او د ښه فکر په
اساس ئې ډير وطن پرستانه مقالې او مضامين ليکل چي د وطن د پرګنو خوښيدلې.
مرحوم
ميوندوال په ١٣٢٤ شمسي کال د دايره المعارف د عمومي مدير په صفت تعين او
مقرر شو. ده تل په صداقت او ايماندارۍ خپله وظيفه سرته رسوله. څرنګه چي دده لوي او
ازاد فکر لپاره دا ځاي کوچنى ښکاريده نو په همدې لحاظ دى د انيس د ورځپاڼي د
ليکوالي ډلي د غړى په حېث مقرر شو.
مرحوم
ميوندوال د انيس په ورځپاڼه کي د سياسي مقالو او مضامينو په نشرکي لوي لاس درلود.
ده پخپلو مقالو سره خلک د ډيموکراسۍ د اصولو سره اشنا کول او غوښتل ئې چي د
افغانستان پرګنې سيا سي شعور واخلي. دى په دې فکر کي و، چي که خلک سياسي شعور
ولري، نو بيا خپل حق او د نورو حقوق پيژني او په دى ترتيب بيا هيڅوک نشي کولاي چي
پر دوي ظلم او ناروا وکړي او د دوى حقوق پايمال کړي. مرحوم ميوندوال لوى وطن پرست
او هيواد پال شخصيت و.
دوه
کاله وروسته په ١٣٢٨ شمسي کال کي د ښه وظيفې د اجرا کولو له امله ميوندوال د
اطلاعاتو او کلتور د مستقل ريئس په حېث مقرر شو. دده په دوره کي د مطبوعاتو سانسور
کم او خلکو کولاي شول چي خپل نظر وليکي او چاپ شي.
له
مودې وروسته، ده د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د مطبوعاتي مشاور وظيفه په
غاړه وا خيستله. له يوه کال کار وروسته په ١٣٢٩ شمسي کي بيرته ئې مطبوعاتو
ته تشريف راوړ.
مرحوم
ميوندوال د خپل لياقت په اثر په واشنګټن ډي سي کي د افغاني سفارت د مستشار په حېث
و ظيفه اجرا کوله.
ددې
نه وروسته بيرته خپل هيواد ته راغلئ او د خارجه چارو په وزارت کي د خارجه چارو د
مرستيال په حېث تعين او مقرر شو.
له
لږي مودې پس مرحوم شهيد ميوندوال په لندن کي د لوي سفير په صفت تعين او مقرر شو.
ده تر هر څه د مخه د خپل هيواد منافع په نظر کي نيول او خپله وظيفه يي په صداقت سر
ته رسوله.
په
کال ١٣٣٣ شمسي کي د دوهم ځل لپاره د مطبوعاتو د مستقل ريئس په صفت تعين شو. د هغه
وخت حکومت غوښتل چي مرحوم ميوندوال د دوى ارتجاعي فرمايشات پر ځاي کړي، مګر څرنګه
چي دى په ديموکراسۍ معتقد و، او د خپل هيواد پرګنې ورته مهمي ښکارېدې نو د خلکو په
خاطر ئې ددې چوکۍ څخه استعفا وکړه، او چوکۍ ئې پريښودل. د همدې کال په اخره کي
دولت بيا دى واشنګټڼ ته د افغان لوى سفير په حېث وليږه او د سفير په توګه ئې په
کار پېل وکړ.
په
کال ١٣٤٣ شمسي کي د هغه وخت دولت، دى د مطبوعاتو د وزير په توګه وټاکه. شهيد
مرحوم ميوندوال د مطبوعاتو په برخه ډيري هلي ځلي کړيدي او د ديموکراسۍ اساسات ئې
په وطن او وطنوالو کي مروج کړل، چي حتى د کابل پوهنتون محصلانو د خپلو مطالبو د
غوښتنو لپاره په مظاهرو او اعتصابونو لاس پوري کړ چي په پاى کي د حکومت په
امر په مظاهرو حمله وشوه، چي په نتيجه کي څو تنه محصلان زخمي او ټپيان شول. او ددې
بحران په اخر کي د صدراعظم ډاکټر محمد يوسف خا ن حکومت سقوط او ړنګ
شو.
اعليحضرت
محمد ظاهر شاه، شهيد ميوندوال د نوي حکومت په جوړولو موظف کړ، کله چي مرحوم
ميوندوال نوي حکومت جوړ کړ او د هيواد د لمړي وزير په حېث ئې په کار شروع وکړله،
نو فورا پوهنتون ته ولاړ او د محصلان په منځ کي ئې يوه انقلابي بيانيه ور
کړه، چي د محصلانو ډيره خوښه شوه او دى د څو دقيقو لپاره محصلانو په اوږو وګرځاوه.
د شهيد ميوندوال دا کار د بادشاه چندان خوښ نه شو اما شهيد ميوندوال د محصلانو
پوښتنو ته مثبت ځوابونه وويل.
د
شهيد ميوندوال د صدارت دوره لنډه، مګر د ديموکراسۍ لاره ئې د خلکو پر مخ
پرانستله، او هغه دا چي شهيد ميوندوال دربار د خلکو پر مخ پرانستى و. او ده به
هميشه دا ويل چي زه به تل د خپل وطن د مشکلاتو د حل لپاره خپلو خلکو ته ورځم او د
خلکو په مرسته به د وطن ستونزو ته لار پېدا کوم. دده دا پروژه د خلکو سره د تماس د
پروژي په نا مه يا ديدله.
لږه
موده وروسته، ده د صحي معاذيرو د لرلو له امله په کال ١٩٦٨ ميلادي(١٣٤٤) شمسي کي د
صدارت د پوست او چوکۍ نه استعفا او ځان ئې ګوښه کړ.
شهيد
ميوندوال، د صدارت چوکۍ پريښوده، مګر سياسي مبارزه ئي پرې نه ښودله. ده د هيواد په
مطبوعاتو کي نوى تحول او بدلون راوړ او هغه داوه چي ملي وطني او شخصي جريدو
ته ئې اجازه ورکړه او پخپله يې هم د مساوات ملي ديموکراتيکه جريده خپروله چي خپل
ډله ايز هدف يې پکي نشر او د د يمو کراتيکو اصولو په اساس ولاړه وه. دده جريدې د
ديمو کراسۍ زمزمې د وطنوالو غوږونو ته رسولې.
شهيد
ميوند وال نورو وطنوالو ته هم داسي جرئت ورکړ چي خپلي ديموکراتيکي
غوښتني د ازادو اخبارونو او جريدو په وسيله د دولت اراکينو ته ورسوي.
شهيد
ميوندوال د خپلي ناروغۍ د تداوي لپاره بهرني هيوادونو ته ولاړ، له تداوۍ نه وروسته
په کال ١٣٥٢شمسي کي بيرته هيواد ته را ستون شو.
په
کال١٩٧٣عيسوي(١٣٥٢) شمسي کي کله چي سردار داود خان کودتا وکړه، نو د داود خان پر
چمي ملګرو، شهيد ميوندوال د بلى کودتا په تور زندان ته وا چوه. د پر چميانو
او سردار محمد داود د ملګرو په
واسطه په زندان کي شهيد شو، او د افغانستان راډيو له لاري اعلان شو چي مرحوم
ميوندوال ځان وژنه کړيده. دغه خبر د واقعيت څخه ليري يو خبر و، ځکه چي شهيد
ميوندوال يو کلک مسلمان او يو لوي سياست مدار شخصيت و، هغه هيڅکله داسي خام او بي
ثمره کار نه کاوه، ويل کيږي چي دى په وهلو او ټکولو وژل شوى و. دا چي چا
وواژه او څنګه يي وژلى، هغه به وژونکي او لوي پرورد ګار ته معلومه وي.
مګر
د شهيد ميوندوال د تحقيقاتو موئظف او مسئول صمد ازهر، د پرچم د ډلي غړى و. ځيني
ليکونکي وايي چي دده په شهادت کي صمد ازهر او د پر چم ډلي لوي لاس درلود. خو صمد
ازهر په خپلو ليکنو کي دا ادعا ردوي او وايي چي ده دا کار نه دى کړى، مګر دى ددې
کار بل مسئول هم نه ښئي. په هر تر تيب د قيامت په ورځ به د بيګناه شهيد ميوندوال
لاس او د چا ګريوان يا ګريوانونه وي.
د
سردار محمد داود خان لويه اشتباه د پر چميانو په ملګرتيا کودتا او بيا د ملي
اشخاصو له منځه وړل اود هغوي نه کار نه اخيستل وو. ده غوښتل يواځي په بي
تجربه نوو ځوانانو چي د سردار داود د ملګرو زامن او دوستان وو،او هيڅکله د سياست
په پوله هم نه وو تير شوي د وطن چاري پر مخ بوځي.
د
شهيد ميوندوال او شهيد محمد موسى شفيق د شرق نابغه و، د دوى څخه کار بايد کار
اخيستل شوى واي، نه دا چي يو شهيد شي او بل په کور کي نظر بند وي. دا د داودخان
د خود خواهۍ بله نمونه وه، ده غوښتل چي(ميم زر ما، ټوله زما).
په
هر تر تيب قدرت طلبانو تل داسي ډول اشتباهات کړيدي، چي بيا وروسته هغه جبران نا
پذير دي.
شهيد
ميوند وال هم د داسي ډول اشتباهاتو قرباني شو. کله چي شهيد ميوندوال ژوندى و، او
بيکاره و، يو ځل ما هم د ده د خښيني د (ميرمن د خور) په کور کي چي په هغه وخت کي
زه د کابل پوهنتون محصل او شاګرد وم، او د خښيني لور يې زما همصنفۍ وه، د
دريو ساعتونو لپاره خبري اتري کړيدي، چي زما د ژوند مهمي خاطري دي چي ځيني ئې
دادي:
مرحوم
ميوندوال ډير حليم او خوش مشربه شخصيت و. کله چي ده تشريف راوړ، زمونږ د ټولو سره
چي شپږ کسان وو، روغبړ وکړ، له روغبړ نه وروسته په ډيره تلوسه او جرئت ما د مرحوم
ميوندوال څخه وپوښتل چي تاسي اوس د هيواد د ابادۍ او کار لپاره ځوانان تشويقوئ،
کله چي تا سي صدراعظم او د حکومت مشر وئ او ښه فرصت درسره و، ولي مو ژر استعفا
وکړه او کار ته مو دوام ور نه کړ؟
شهيد
ميوندوال په ځواب کي موږ ته داسي وويل، چي دا ډيره ښه پوښتنه ده او زه بايد چي
ځواب در کړم. ده وويل چي هر ډول کار کول، د کار کولو صلاحيت ته ضرورت لري.
او هغه داچي سړى تش په نامه لومړى وزير وي اود کار صلاحيت ونه لري نو تر يوه چوپړ
هم خوار او ضعيف دى.
شهيد
ميوندوال ددې په هکله يوه کيسه وکړه، چي کټ مټ يې د ده صلاحيت تمثيلاوه او هغه دا
چي، ده وويل چي يو وخت په يوه منطقه کي يو لوي خان و. چې ډير مزدوران او ارګاه
بارګاه ئې درلودله. ده به د مزدورانو په سر يو مشرګى ټاکه چي د نورو
مزدورانو او د سيمي د خلکو څارنه وکړي او د دوي غوښتنو ته ځواب ووايې. خو دغه مشرګي
به يواځي د مسئول مشرګي نوم لاره نور ټول صلاحيت به د خان سره و. د تحويل خانو او
نورو شيانو کيلي ګاني ټولې د خان سره وې. د سيمي خلکو به چي څه کار او ضرورت
درلود، نو مشرګي ته به راتلل او د کار او ضرورتونو د اجرا پوښتني به ئې
کولې، مګر مشرګي هيڅ نه شو کولاي او خلکو ته يې دا هم نشو ويلاي چي دى بې صلاحيته
او تش په نوم مشر ګى دى. نو دا خواستونه او غوښتني به ورو ورو په شکايتونو بد ليدلي
او د خان غوږونو ته به رسيدلي. نو کله به چې مشرګي په خلکو کي د بي کفايته په نامه
شهرت پېدا کړ. نو لوي خان به هم دا فرصت غنيمت وګاڼه او د خپل ځان لپاره به يې په
تبليغاتو او فعاليت شروع وکړه، نو د خلکو په منځ کي به يې دا اوازې خپرې کړې،
چي مشرګي دخپل ځان او کورنۍ په فکر کي دئ، هغه يو عياش، بي کفايته او بي پروا شخص
دى، د ملت او وطن فکر ورسره نشته.د خان په تبليغاتو کي دا هم اضافه کيدل چي کله چي
ما مشرګي په دې وظيفه ګماره نو ورته مي ويلي وو چي، ته به تل خلک اول په نظر کي
نيسي او د خلکو مشکلات به حلوي، مګر ده خپل ځان او خپله کورنۍ لمړۍ په نظر کي
نيوله خلک به يې شاته اچول، زه به اوس د ده په حساب ورسيږم.
نو
خلکو به چي دا ډول تبليغات واوريدل نو څرنګه چي خلکو سواد او سياسي شعور نه درلود
نو د خان په خبرو يې باور کاوه. نو د بل مشرګي تر تقرر پوري به خان خلکو ته پخپله
ځيني نا چيزه تحفي او کارونه ور سمول، خپل ځان به يې محبوب القلوب او مشرګي به يې
منفورالقلوب معرفي کاوه.
شهيد
ميوندوال وويل چي ده خپل ځان د منفورالقلوب تر مرحلې پوري ونه رساوه،
او مخکي تر هغې يې استعفا وکړه.
پس
له بخښني غوښتني، بله مهمه پوښتنه چي ما تري وکړه هغه دا وه چي تاسي چا، ولې د سي اى
اې سره په ارتباط لرلو متهم کړئ؟ او ولي چا ستاسي د شخصيت څخه دفاع ونه کړه؟
مرحوم
ميوندوال په ډيره مهربانۍ سره وويل چي زه خوشاله يم چي د ځوانانو سره يم هره بله
پوښتنه که وي هم به ځواب ور ته ووايم.
کله
چي ما دخپلي ناکامي وظيفي نه بې د خان، د اجازى څخه استعفا وکړه، نو
دوي زما د بد نامۍ لپاره هر ډول هڅي په کار واچولې او په هر ترتيب چي
دوى کولاي شول، زه يې بد نامولم، زه بيا هم په دې خوشاله يم چي د يو هيواد
ايجنټ يې ښودلې يم. زه دومره وايم هغه شخص (ښاغلى هوتکي) چي زما د ارتباطاتو څخه
خبر وو، دى پخپله څه کول، او بيا څنګه د سياى اې مخفي موسسې دغه مجهول الهويه شخص ته د يوه
صدراعظم په هکله د ارتباطاتو راپور ورکاوه او دا چي دا ارتباطات د څه وخت نه، په څه منظور و. او ولي،
دا بيا زما د استعفا نه وروسته را منځ ته کيږي او رسوا کيږي، دا پخپله يوه معما
ده، چي ددې معما جوړونکي يې هم په حل نه پوهيږي. دا اوازه هغوئ په کار واچوله،
کومو چي غوښتل چي زما سياسي ژوند داغدار او لکه دار کړي. مګر زه د افغانستان په
پرګنو او خصوصا په ځوان نسل کلک ايمان لرم. دوي زما په هکله قضاوت
وکړې او تاريخ به زما د اعمالو په باره کي شهادت ورکړې.
يوه ورځ يو بزګر کلي ته په لار د لارې په منځ کي يوه غټه ډبره ولېده. بزګر شکايت پيل کړ: څومره بې تفاوته خلک دي، دا لويه ډبره يې د لارې منځ کي پريښې؟ ولې کوم څوک دا نه لرې کوي؟ همداسې له ځانه سره غړمبيده او لاړ. سبا يې همدا قصه د يو شُدو خرڅونکي/شيدو پلورونکي سره وشوه. له ځان سره وغړمبېده او ډبره يې همداسې پريښوده. او په خپله مخه شو.
بله ورځ يو زده کوونکی هم په دغه لار او دغه ډبره وربرابر شو. هغه په اندېښنه کي شو چي که د چا پښه په دې ډبره کي ونښلي، ټپي به شي، پرېکړه يې وکړه چي دا ډبره له لارې يو خوا ته کړي. که څه هم ډبره ډيره ستره وه خو هغه وکړای شول چي په پرلپسې هڅو هغه د لارې يوې غاړې ته کړي او لاره د نورو د تګ لپاره خوندي کړي. په دې وخت کي يې پام شو چي د کوم ځای څخه چي يې ډبره لرې کړې ده يو کاغذ پروت دی. کاغذ يې راواخيست، او په لوستو یې شو، په کي ليکلي وو:
ته د دې ملت ريښتينې شتمني يې. په دې نړۍ کې دوه ډوله خلک دي: هغوی چې يوازې خبرې کوي او هغوی چې عمل کوي. خبرې کوونکی يوازې خبرې کوي او کوونکی عمل کوي.
د دې کيسې اصلي موخه دا ده چي که تاسي څه نه کوئ، نو د نيوکو (انتقاد) حق هم نه لرئ. بدلون راولئ کوم چي غواړئ په دې دنيا کي يې وګورئ. ټولنې ته خدمت د هغې ټوټې کرايه ده چي موږ په دې زمکه کي اشغال کړې ده!
جاپاني هرمند او عکاس مايکو
اکيبا (Maico Akiba)
په ډير هنريت او خلاقيت سره هغه شيان چي دى په ورځني ژوند کي ورسره مخ او يا ګټه
ترې اخلي داسي انځور کښلى چي که سل کلونه پر تير سي څه ډول به وي.
دهغه مور کامله رحمه نومېده ، په هنر او انځور ګرۍ کې يې لوی لاس درلود . دوو خاوندانو یې لاره بېله کړې وه او د جبران پلار خليل جبران دهغې درېيم خاوند و .
دجبران پلار يو مست او بې مسووليته انسان و ،چې ټوله کورنۍ يې خپله په لوی لاس ،دستونزو ګردابونو ته ورټېل وهلې وه ، ده يو بل ورور هم لرلو ، چې پیتر نومېده او شپږ کاله له ده نه مشر و ،د ماريانه او سلطانه په نوم یې تر ده دوې کشرانې خويندې وې ، چې ټول ژوند یې یو له بل سره تړلی و.
دجبران ژوند له ډېرو لوړو ژور او ستونزو ډک دی او په يوه اغزن چارپيريال کې رالوی شوی دی .دی له رسمي زده کړو پاتې شو او په يوه لرې پراته کلي کې ديوه کشیش سره اوسېده ، له دغه کشیش سره یې منظمې لیدنې کتنې درلودې ، دمذهب اصول ، انجيل ،سوري او عربي ژبې یې ترې زده کړې .
دی لا اته کلن و ، چې پلار یې جبران خليل دمالياتو دنه ورکړې په سبب په زندان کې ولوېد او عثماني حکومت یې ټوله شتمني ترې واخیسته ، له خپل هېواد نه یې کډوالۍ ته مجبور کړ ،چې بالاخره دهغه مور مجبوره شوه ، څو خپل اولادونه او کورنۍ امريکا ته بوزي .
دامريکا په لور :
همغه و چې د ۱۸۹۵ کال دجون په میاشت کې چې جبران لا دوولس کلن و له مور ، ورور او دوو خويندو سره یې له خپل پلارني وطن لبنان نه مخه ښه وکړه ، هلته لرې دامريکا په باسټن کې یې ژوند پیل کړ.
دده بد خویه پلار چې په همغه مهال له زندان نه خوشی شوی و ، ددغه سفر سره مخالفت درلود او نه یې غوښتل ، چې کورنۍ يې امريکا ته لاړه شي .همغه و چې له کورنۍ نه يوازې په لبنان کې پاتې شو .
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دغه پوهنتون زیاترې برخې ویجاړې پاتې وې، محصلینو لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لرلې او ګڼ علمي کدرونه له هېواده وتلي او یا پر کورونو ناست وو.
کابل پوهنتون د کورنیو جګړو پرمهال پر یوې کنډوالې او د جګړې په سنګر اوښتی و.
نثاراحمد صالح د کندهار ځوان شاعر روڼ اندی او ځوان سياستوال دی، د انار ګل په دوديزه مشاعره کي يې د پاکستان پر ضد د ګوشتې ((شهید محمدقاسم)) ته ډېر په زړه پوری شعر ووایه ، د ټولي مشاعرې خوند يوه خوا وو او دصالح شعر او ډیکلمه بله خوا وه
دواړي غبرګوني یوه او بله په ښه توګه
پېژني، او د ژوند په هره برخه کي له یوې او بلي سره مرسته کوي، ان تر دې چي یوه د
بلي نیمګړې جمله هم بشپړوي.
دواړو له کوچنیوالي راهیسې د خپل بدن
په تېره بیا د سرونو منظم ښورول او اکټونه په ښه توګه زده کړي دي، په بدن کي یې
دوه بډوډي، دوه زړونه، دوې معدې او یو ځیګر دي، خو یوه لویه کولمه لري، یوه تناسلي
اله لري، ابي یې پر ښۍ خوا کنټرول لري او بریټېني یې پر کیڼ هغه.
د دواړو بدن د وني په لوړوالي کي
توپير دی، د ابي د بدن ونه ۱،۵۷
متر ده، خو د برېټيني بیا ۱،۴۷
متره، همدا ده چي د بدن د توازن برابرښت لپاره برېټيني پر پښو درېدو ته اړ کيږي.
ابي او بریټېني د ګڼو چارو په اړه یو
نظر لري، له خوړو نیولې، تر ټولنیز ژوند او د کالیو تر اغوستلو پورې یو نظر لري.
ابي وايي: "طبیعي ده چي موږ دواړي
بېل سلوک او کړه وړه لرو، برېيتي ځلېدونګي او تېز رنګونه خوښوي، خو زما ډېر رڼه
رنګونه خوښ دي".
ابي په خبرو کي ډېره تېزه ده.
ژوند او
توپیرونه
د دواړو
خویندو ترمنځ ځینې نور توپیرونه هم شته، بریټېني له لوړو ځایونو وېرېږي، خو ابي یې
په اړه بې باکه ده، ابي له ریاضي او علومو سره ډېره مینه لري، خو بریټېني بیا
هنرونه ډېر خوښوي.
د دواړو
خویندو یو بل توپیر د چای څښلو د پیالو په څرنګوالي او د چای په اغېز کي دئ، له
چای څښلو وروسته د بریټېني د زړه ټکان ډېرېږي، خو ابي ته بیا هېڅ خبره نه ده،
همداشان د دواړو د بدن د تودوخي درجه هم یوشان نه ده.
ابي وايي:
"د بریټېني د بدن د حرارت درجې په پرتله زما د بدن د حرارت درجه بل ډول ده،
له دې کبله زما د بدن د حرارت درجه ډېره لوړه وي".
که څه هم
د دواړو کورنۍ او ټولنیز طبیعي ژوند یو شان دی، یوځای یې درس لوستی او یوځای کار
کوي، خو له ځینو ستونزو سر ټکوي.
دواړې
پخپل خاص ژوند کي ستونزي ګالي، او په اړه یې بحث هم خوند نه ورکوي، دواړې هغه
ګنګوسې ردوي، چي ګني بریټېني کوژده کول غواړي، دواړي دا خبره یوه بې بنسټه ګنګوسه
بولي.
د موټر چلوني ليسنسونه
بل هېواد
ته هم د دواړو سفر کول له کړاوه ډکه خبره ده، هره یوه بېل پاسپورټ لري، خو د سفر
ټیکټ یو اخلي؛ ځکه چي په الوتکه کي پر یوه څوکۍ کښيني، همداشان دواړې له ګڼې ګوڼې
ځای ته د ننوتلو پرمهال یوشان احساس او ويښوالی لري، په ګڼو ځایونو کي یې خلک
عکسونه اخلي.
جانکانز
وايي: "تل د دوی خوښي او خوشحالي غواړم، او تل دا غواړم چي خلک یې انځورونه
وانخلي، او تل هڅه کوم چي د دوی د عکسونو اخیستو مانع شم".
دا زیاتوي: "ځیني وخت پر موږ د خلکو د راټولېدو پرمهال، سم
لاسي سیمه پرېږدو، خو تل مي د دوی دا هڅه خوښېږي، چي په ډېري اسانۍ سره له دا ډول
سیمې پښې سپکوي".
د غبرګونو
دا ډول مورزادي وضعیت ډېر نادر برېښي، ځکه چي د ډاکټرانو په وینا، دا ډول نښتي
غبرګوني ایله په ۲۰۰ زرو کسانو کي یو ځل تکرارېدلی شي، او په سلو کي
څلوېښت یا شپېته دا ډول نښتي غبرګوني نه پایېږي، بلکي له موره مړه پیدا کيږي، او
بل دا چي د نارینه وو په پرتله دا شان غبرګوني ډېر لږ وي.
د دوو
نښتو غبرګونو د جلا کولو جراحي عملیات د خپل ډول تر ټولو ډېر نازک او خطرناک دي؛
همدا ده چي د ابي او بریټېني مور او پلار د دوی د جلا کيدو عملیاتو ته زړه نه ښه
کوي، ځکه چي د عملیاتو پرمهال یې د یوې مړینه حتمي بلل کيږي.
په نړۍ کي ډيري جوړې کوښښ کوي چي داسي ودونه وکړي چي د
نړيوالو پام ځانته راواړوي تر څو له يوې خوا ډير مشهور سي او له بلي خوا يې داسي واده کړى
وي چي بلي جوړې نه وي تر سره کړى.
دا تصويرونه چي تاسو يې وينئ ، د عادت او دود څخه خلاف د واده
مراسم دي، په زړه په پوري دي.