هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۵/۰۹/۰۱ خپرندوی
شمعي و اورلګیت ته وویل: 
له تا څخه ډېر بېرېږم، ته زما قاتل یې! 
اورلګیت ورته وویل: زما څخه مه بېرېږه، له هغه تاره وبېرېږه چي تا په خپل وجود کي ځای ورکړی!
مطلب: کورنی دښمن تر باندني دښمن زر واره خطرناک دئ.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۵/۰۹/۰۱ خپرندوی
یو نفر و ډاکټر ته د تداوۍ له پاره ورغلئ. د معاینې په وخت کي و ډاکتر ته مفتش راغلئ او له ډاکتره ئې د ډاکترۍ اسناد وغوښتل. ډاکتر مفتش ګوښه کړ، څو پیسې ئې ورکړې، ول زه واقعي ډاکټر نه یم، دا پیسې واخله او ځه!
مفتش پیسې واخیستې او روان سو.
ناروغ و مفتش ته شکایت وکړ، ول دا دي څه وکړه، ولي دي دا جعلي ډاکټر پرېښود؟ 
مفتش ورته وویل زه هم ریښتنی مفتش نه یم، ما یوازي خپل جیب ډک کړ، ته کولای سې د جعلي ډاکټر شکایت وکړې! 
ناروغ د یوې ترخې موسکا سره وویل: متاسفانه چي زه هم په رشتیا ناروغ نه یم، راغلم چي له ډاکتره د ناروغۍ تصدیق واخلم، تر څو له وظیفې رخصت سم او استراحت وکړم.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۵/۰۹/۰۱ خپرندوی

د ځنګله له ونو څه مي وپوښتل: تاسو په دې دونه لویو تنو له یوې وړې اوسپني چي "تبر" نومېږي، ځورېږئ؟ 

ویل: زموږ ځورېده له تبره نه، بلکي د هغه له لاستي څه ده، چي زموږ له کهول او جنسه دئ!

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۵/۰۹/۰۱ خپرندوی

بېله میني ژوند ناممکن دئ!
له استاده ئې پوښتنه وکړه: "ایا مات سوی زړه بیا هم مینه کولای سي؟"
استاد وویل: هو کولای یې سي!
-ویل:"ایا تاسو تر اوسه له مات سوي ګیلاسه اوبه چښلي دي؟"
استاد ورته وویل: ایا تاسو د ګیلاس د ماتېدو په خاطر له اوبو چښلو لاس اخیستی دئ؟

مینه 
مینه رنګ د ښایستو دئ
مینه ژوند د پرګنـو دئ 
مینه روح د تمدن دئ
مینه خوی د پرښتو دئ

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۵/۰۹/۰۱ خپرندوی
په کور کي ئې د میرې له بده چلنده زړه تنګ سو، و "امن کور" ته د ځان رسولو په نیت ئې پولیسو ته پناه یووړه. قومندان پر نجلۍ د بدلمنۍ او له کوره د تېښتي دوسیه جوړه کړه. پولیسو نجلۍ له دوسیې سره د "امن کور" ته ولېږله.
د امن کور مشره د نجلۍ له فریاد او غوغا ستړې سوه، نجلۍ ته ئې وویل: د پولیسو له قومندانه غوښتنه وکه، چي له دوسیې دي د بدلمنۍ تور لیري کړي.
له ډېرو زاریو وروسته قومندان له دوسیې څخه د بدلمنۍ تور د لیري کولو لپاره له نجلۍ څه زنا غوښتنه وکړه، خو نجلۍ د قومندان له دې شرط سره مخالفت وکړ؛قومندان په زور او جبر پر نجلۍ جنسي تېری وکړ.
محکمې نجلۍ د معاینې لپاره و عدلي طب ته ولېږله. 
عدلي طب ثابته کړه، چي نجلۍ بدلمنې ده او دمحکمې په حکم نجلۍ د زندان و تورو تمبو ته واچول سوه.


تړاو: ټوټه
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ