انا لله و انا اليه راجعون
مرحوم حاجي عبدالستار حيراني د مرحوم محمدنعيم زوى د ارواښاد عبدالله جان لمسى په ١٣٣١ل. کال د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د عظيم جان کارېز په کلي کي زېږېدلى، په خټه پښتون اسحاقزى دئ.
له مروجو ديني زده کړو سره ئې عصري زده کړي تر نهم ټولګي پوري د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ، د سنځري د پيرمحمد کاکړ په منځني ښوونځي کي کړي وې.
د هجرت پر مهال(١٣٥٨ل.تر ١٣٦٩ل.) ئې د سهيلي پښتونخوا د کوټي په پنجپاى کمپ کي د حزب اسلامي د حضرت امام ابوحنيفه په منځني ښوونځي کي د ښوونکي په توګه دنده اجراء کړې وه.
مرحوم حيراني صاحب د ثور د اوومي تر انقلاب وروسته شاعرۍ شروع کړې وه.
ښاغلي حاجي حيراني صاحب په شعر کي ځان د عبدالرحمن بابا شاګرد ګڼي؛ شعرونه ئې ډېر روان او سليس دي؛ د خال او خط شاعري ئې نه ده کړې؛ خو ديني، تصوفي، اخلاقي، حماسي او ټولينزي غوښتني ئې په شعر کي څرګندېږي.
شاعري ئې د ښکلو تشبيهاتو، کنايو، استعارو او نوي ترکيبونو په لرلو سره ډېره په زړه پوري ده.
په ۱۳۹۸ل. کال چي ما (قانع) د کندهار سل کلن فرهنګي بهیر پر کتاب کار کاوه، حاجي حيراني صاحب راته وویل، چي د شعرونو شمېر ئې تر ٦٠٠عنوانه اوړي، چي له دې شعرونو څخه ئې پينځمه مجموعې ترتيب کړي دي؛ اوله شعري ټولګه ئې (د هجرت او جهاد پرليکه)، دوهمه ئې (د قلم د څوکي څاڅکي)، درېيمه ئې (ميوندۍ ښکلا)، څلرمه ئې (ميوندۍ خېمه) او پنځمه ئې (کاغذي ګلدان) په نوم ده.
د مرحوم حيراني صاحب دا ټولي مجموعې ناچاپه پاته دي. درې کاله مخکي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کي د کتابونو د چاپ د کميټې له خوا د کتابونو د چاپ انتخاب کېدئ، د ښاغلي حیراني صاحب دا مجموعې په کابل کي د بیهقي کتاب خپرولو ادارې ته د خپرېدو له پاره غوره سوې؛ خو تر اوسه لا چاپ سوي نه دي.
حیراني صاحب د ډېري مودې را په دې خوا مریض وو او په روغتون کي بستر وو؛ خو نن چهارشنبه د دلوي میاشتي پر اوله ۱۴۰۴ل. نېټه وفات سو؛ انا لله و انا الیه راجعون. جنازه ئې نن د ماښام تر لمانځه وروسته په خپل کلي عظيم جان کارېز کي خاورو ته و سپارل سوه.
مرحوم حیراني صاحب یو غریب او په عین غریبي کي ډېر دروند او مهربانه شخصیت وو؛ سره له دې چي په ټولنه کي د یو ښه اولسي شاعر په توګه مطرح وو؛ خو ډېر عاجزه او ساده کلیوال ژوند ئې کاوه. دکندهار په اکثرو مشاعرو او ادبي غونډو کي ئې برخه اخيسته.
د ارواښاد حیراني صاحب څخه اووه اولاده(څلور زامن او درې لوڼي) پاته دي؛ ارواح دې ښاده او جنت الفردوس دې ځای سي.
دا ئې هم د کلام بولګې
غزل
هسي ستړي دنیاګۍ ده هر سړی ئې سرګردان دئ
خوشحالي پکښي کي کمه د غمو پکښي باران دئ
د زورواکو چالاکي ده ناپوهانو ځان پلورلی
د پردي اولاد په وینو ئې خپل کور کړی ودان دئ
مخ په وړاندي وړاندي درومي خپل زامن ئې نګاه کړي
هم نیلی ئې د خیالاتو په بري سره روان دئ
د هوس پر ستر ناست دي نشه یان د بل په وینو
د بخت ستوری د ښاغلو ځلېدونکی هسي شان دئ
زخمي کیږي وژل کېږي د ښایسته عنوان پر لیکه
صاحب ناست په بنګله کښي تر پردۍ هڅي قربان دئ
د عمر ابن خطاب غوندي ملاح د کښتۍ غواړو
حیراني د اوسنیو نا امیدو خپل زمان دئ
غزل
که دا جګو جګو غرو ته نظر وسي
یا بهانده شنو سیندو ته نظر وسي
یا یو ښه عمیق نظر کړو و اسمان ته
یا پکښي کي مشعلو ته نظر وسي
له آدمه تر دې دمه چي څه سوي
یا د عمر تېرېدو ته نظر وسي
یا چي څه وینو د عصر په لمن کښي
یا روانو کړکېچو ته نظر وسي
یا د ټول بشر په سطحه چي څه کېږي
یو تر بله قتلېدو ته نظر وسي
واکمني د ذالجلال ده حیراني ټوله
که د حق و فیصلو ته نظر وسي
تړاو: د تللو یاد
Afghan Afghani Converter