د بي بي سي راډیو د پښتو څانګي خوږژبی وياند او د ژونديو خاطرو د خپروني او کتاب مولف ډاکتر عبدالعلي خان ارغندابی د ۷۶ کالو په عمر په لندن کي وفات سو؛ انا لله وانا الیه راجعون.

ډاکتر داود عظيمي د ارواښاد ارغنداوي د مشر زوی، داود ارغنديوال، له قوله ليکلي، (چي د ارواښاد جنازه او فاتحه به په لندن کي وي.

ارواښاد علي ارغنداوی په ۱۹۴۸م کي په کندهار کي زوکړی و او لوړي زدکړي يې په هندوستان کي کړي وې.

د نوموړي د ډکټورا مقاله، په شلمه ميلادي پېړۍ کي د برتانوي استعمار او د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې په اړه وه.

دی په افغانستان کي د جنګونو په وختونو کي لندن ته کډه سو او څو کاله د بي بي سي راډیو د پښتو څانګي همکار و.

ارغنداوي صاحب په بي بي سي کي د "ژوندۍ خاطرې" په نامه د افغانستان د معاصر تاريخ په اړه د راډیويي خپرونو يوه لړۍ جوړه کړه چي وروسته په همدې نامه د کتاب په بڼه چاپ سوه).

د مرحوم ارغنداوي له ږغ سره د بي بي سي راډيو خصوصا د ژوندۍ خاطرې د خپروني مينه وال ډېر آشنا دي؛ د مرحوم ارغنداوي صاحب سره دي الله ښه وکړي.



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

عبدﷲ ستوری د شهید مولوي عبدالحکیم زوی او د مرحوم حاجي عبدالکریم لمسی دئ، په ۱۳۵۳ل. کال د کندهار ښار په اتمه ناحیه (عباس آباد) کي زېږېدلی دئ.

د ابتدائیه دیني زده کړو تر څنګ ئې عصري زده کړي تر لسم ټولګی پوري کړي، چي د ژوند مشکلاتو په اساس ئې زده کړي نیمګړي پاته سوي.

د ستوري صاحب ورځنی شغل عریضه لیکنه وه، خو ددې تر څنګ ئې په رسمي چوکاټ کي له۱۳۸۹ل.څخه تر۱۳۹۲ل. کال پوري په اطلاعاتو او کلتور ریاست کي د طلوع افغان ورځپاڼي د قلمي همکار په توګه او له ۱۳۹۳ل. کال څخه تر ۱۳۹۵ل. کال پوري په کندهار ښاروالي کي د حاضرۍ د تنظیم د مامور په توګه دنده اجراء کړې؛ همدارنګه ئې په غیر رسمي ډول د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کي د مشاعرو د تنظیم د مسؤل، د لوی کندهار ادبي بهیر د تاسیس د غړي او په کندهار کي د روهي ادبي بهیر د مالي مسؤل په توګه دندې سرته رسولي دي.

ستوری صاحب اته اولاده لري، چي پینځه ئې لوڼي او د محمدضیاء ستوري، احمد شاه ستوري او اسراراحمد ستوري په نومو ئې درې زامن دي، چي په ټولو ئې تعلیم کړی دئ.

ستوری صاحب د کندهار په ادبي ډګر کي ډېره فعاله او پېژندل سوې څېره ده، چي د خپل ادبي فعالیت او خدمت په ترڅ کي ئې ۲۱ واره جایزې او ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي.

ستوري صاحب په ډېرو مشاعرو کي ګډون کړی او په خپل شعر او ترنم سره ئې مینه وال خوشحاله ساتلي وو.

ستوری صاحب اته لیکلي اثار لري، چي (جار تر محمد سمه) د نعمتونو ټولګه او (ته د ستوري تصور کي)شعري ټولګه ئې چاپ او (بیا به نرۍ جامې ونه کړم_ادبي صنایع)، (ګل لپه_شعري ټولګه)، (د ارغند په لمن کي _د کندهار شاعرانو تذکره)، (د کندهار د هنرمندانو تذکره)، (د کندهار د ممثلینو تذکره) او (د کندهار د سپورټي اتلانو تذکره) ئې ناچاپه اثار دي.

ستوری صاحب تکړه شاعر او ښه لیکوال وو، همیشه به ئې خپل شعرونه په خواږه آواز کي په ترنم سره زمزمه کول او پر نوي زېږېدلو کوچنیانو ئې د پخواني دود د را ژوندي کولو په موخه نشریح ویلې؛

په ښاغلي عبدالله ستوري د ادب لار ودانه وه، خو ناڅاپي مړيني ئې د ژوند د ادبي لاري سفر ور نیمګړی کړ او د عمر پر ۴۹کلنۍ (د ۱۴۰۲ل، کال د دلوي میاشتي پر ۲۹مه ناوخته ماخستن) په داسي حال کي روح حق ته وسپارئ، چي د قران المجید تلاوت ئې کړی وو.

د مرحوم ستوري روح دې ښاد، یاد دې تلپاتی او جنت دې ځای وي!

آمين



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

هغه څوک چي ۳۰کاله ئې د بي بي سي راډيو پښتو خبرونه، د خپل شوق او د هيواد تاريخ د خوندي کولو په موخه، په شا وخوا ۵۰۰۰ کيښتونو کي ثبت کړل.

محمدحنيف خان مي هغه وخت و پېژاند، چي ما په کندهار کي افغان کتاب پلورنځى پرانيست؛ دی به هلته راتلئ، سياسي کتابونه به ئې مطالعه کوله؛ ښاغلی حنيف د افغانستان پر سياسي تاريخ ډېر اګاه شخصيت وو.

په ۱۳۹۳ل. کال د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څه فارغ سو؛ ورسره ئې د کندهار پوهنتون په اداري برخه کي د تحويلدار په توګه دنده اجرا کوله.

د کرونا په کال د کرونا افت ښاغلی حنيف خان ډېر له کاره و يوست، بيخي د ژوند هيله ور ځني ختلې وه؛ خو بيا هم الله جل جلاله نوی ژوند ورکړ، خو دې نامردي کرونا ډېري ناروغۍ پکښي شنې کړې.

نن خبر سوم، چي تحويلدار حنيف خان کاکو وفات سوی دئ.

روح دې ښاد جنت دې ځای وي.



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

په ډېري خواشينۍ سره مي د پښتو ژبي د ښه ليکوال، ژباړن او شاعر ښاغلي عبدالحميد پوهمل د مړيني دردونکی خبر تر لاسه کړ؛

انا لله و انا اليه راجعون.

ارواښاد پوهمل د مفتي ملا غلام نبي اخوند زوی په ۱۳۲۷ل. کال د کندهار ښار په يحيیٰ خان کوڅه کي زېږېدلی.

مرحوم پوهمل صاحب له تاندي ځوانۍ څه ژباړه، ليکوالي او شاعري کوله، چي د کندهار په طلوع افغان جريده کي به خپرېدله.

پوهنمل صاحب په اولو وختو کي د حقګوی تخلص کاوه.

د مرحوم پوهمل اول کتاب د طبيعي درملنه تر عنوان لاندي په ۱۳۸۸ل. کال کي چاپ سو، بل اثر ئې پوهنيزي ويناوي دي همدا رنګه د شعرونو يوه ټولګه د ارمانو نړۍ او نور ناچاپ اثار هم لري.

مرحوم پوهمل صاحب ډېر کلونه په دولتي دوايرو کي رسمي دندي سرته رسولي، په هيواد کي د ثور تر کودتاه وروسته په ۱۳۵۹ل. کال له هيواده کډوال سو او په همدې کډوالۍ کي د کراچي په ښار کي وفات سو؛ روح دې ښاد جنت دې ځای وي.

ارواښاد عبدالحمید پوهمل په فيسبوک کي ډېر فعال وو، هر وخت به ئې ډېري په زړه پوري ليکني، شعرونه او ژباړي خپرولې؛ اکثره وخت به ئې زما (قانع) سره پر اړينو موضوعاتو ميسېجونه تبادله کول.

د مرحوم پوهمل صاحب مړينه د پښتو ادب لپاره لويه غمیزه ده: سخته به وي، چي ژر دي د‌ دوی په څېر علمي او ادبي شخصيت پيدا کړو.

پر ګور ئې نور!



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

په ډېري خواشينۍ سره خبر سوم، چي ډېر فعاله ادبي او فرهنګي شخصيت غرزي خواخوږی وفات سو، روح دې ښاد او جنت دې ځای وي.

مرحوم خواخوږی صاحب له فرهنګي فعاليتونو سره په سياسي او مدني ډګر کي هم د ښه نامه څښتن وو؛

دا هم دمرحوم غرزي خواخوږي ژوندلیک

#غرزى_خواخوږى د افغانستان د مشهور ليکوال مرحوم محمدابراهيم خواخوږي زوى د درمحمد خان لمسی، په ١٩٦٢م.کال په کابل ښار کي زېږېدلى، اصلي ټاټوبى ئې کندهار دئ؛ په خټه بلوڅ دئ.

ښاغلي غرزي منځنۍ او لوړي زده کي د کابل ښار په حبيبه لېسه کي سرته رسولي؛ د افسرانو کورس، د کټمندو او پراشوټ(ج) کورس او د حربي پوهنتون د لوژيستيک په پوهنځي کي د ليسانس تر درجې پوري بشپړي کړي دي.

له ١٩٧٢م کال څخه تر١٩٨٠ل.کال پوري د ځوانانو د نهضت غړى؛ له ١٩٨٠م. کال څخه تر ١٩٩٢ل. کال پوري د دفاع وزارت او ستر درستيز په برخو د افسر دندې اجراء کړي اوتر ډګروالۍ پوري ئې ترفيع کړي ده؛ څلور کاله ئې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشاور په توګه وظيفه اجراء کړې ده.

په ١٩٩٢ل. کال کي د هجرت پر مهال ئې له مختلو نړۍ والو موسسو سره کار کړى دئ.

په ١٩٩٦م.کال کي ئې د سترجنرالۍ په رتبه کي د مجاهدينو د اسلامي دولت د احتساب وزارت د معين په توګه وظیفه اجرا کړې ده؛

د ښاغلي غرزي خواخوږي په وینا چي په ١٩٩٧م.کال کي ئې د استخباراتو د عمومي رياست د اوپراتيفي معاون او د اسلامي دولت د امنيتي مشاور په توګه دنده تر سره کول، چي په همدې کال دط.ال.بانو د اسلامي ام.ارت د مشرتابه له خوا د ملي قيام (کودتا) په تور بندي سو؛ وايي چي د اعدام په سزا لا هم محکوم سو او د کابل، ننګرهار او کندهار په بنديخانو کي ئې پينځه کاله بند وګالئ، خو وروسته په ٢٠٠١م.کال د ډسمبر پر٧مه نېټه ازاد سو.

ښاغلي خواخوږي په ٢٠٠٤م.کال کي د خواخوږي ادبي او کلتوري انجمن په نوم ټولنه تاسيس کړه؛

په ٢٠٠٥م. کال کي ئې له کابله د ولسي جرګې ته ځان کانديد کړ،خو کامياب نه سو.

په ۲۰۱۶م کال په پېښور کي د جنرال قونسل په توګه وټاکل سو.

ښاغلی خواخوږی د افغان بلوڅانو د سراسري شورا مرستیال هم وو.

همدارنګه ډېري نوري دولتي او غير دولتي دندي هم اجراء کړي دي، د خدمت په ټولو دورو کي ډېر تقدير سوى دئ؛ د ستوري اوله او دوهمه درجه نښانونه، مډالونه، ستاينليکونه او جايزې ورکول سوي دي.

و ایران، پاکستان، هند، چین، ازبکستان، متحده عرب امارات، عمان، قطر، عربستان، فرانسه، جرمنو، ډنمارک او سويډن ته ئې سفرونه کړي دي.

د ښاغلي غرزي صاحب ډېري مقالې او ليکني د هيواد دننه او دباندي رسنيو کي خپرې سوي دي، له مقالو سره ئې دغه اثار هم ليکلي دي:

۱:افغانستان د ديموکراسۍ په بهير کي؛

۲:کندهار د تاريخی پيښو په رڼا؛

۳:لويه لوبه؛

۴:په افغانستان کی د ديموکراسی او ټولټاکنی بهير ته لنده کتنه؛

۵:د خواخوږی يادونه؛ ۶:افغانستان به سوی ديموکراسی؛

۷:تل پاتې څېره؛

۸:آزمايلى بيا مه آزمويئ!!!؛

۹:په افغانستان او قبايلي سيموکي تاريخي پېښي اودجرګورغنده اغېزې؛

۱۰:پټي دسيسې؛

۱۱: Dawn of Democracy in Afghanistan.

مرحوم غرزی خواخوږی د ژوند په شپېته کلنۍ کي د ۱۴۰۱ل.کال د مېزان مياشتي پر ۲۹مه نېټه د جمعې په ورځ د زړه د حملې په سبب وفات سو، روح ئې ښاد وي او جنت دې ځای وي.

#ماخذ_د_کندهار_سل_کلن_فرهنګي_بهیر. د سیداحمد قانع لیکنه



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

په ډېري خواشينی سره خبر سوم، چي استاد ناصح صاحب ۲۵ ورځي مخکي وفات سوی دئ؛ د افسوس خبره داده، چي استاد ټول عمر د خپل اولس په خدمت کي تېر کړ، خو هيچا ئې نه د مړيني خبر خپور کړ او نه ئې څوک بېله قريبانو جنازې ته ورغلل.

که څه هم موږ مُرده پرسته ټولنه يو، خو اوس نه د چا پر مرګ ژاړو او نه ئې په ژوند کي په حال ځان خبروو.

دا هم د استاد ناصح ژوندليک

استاد عبدالقیوم ناصح د عبدالسلام زوی په ۱۳۲۸ل. کال د کندهار ښار په اوله ناحيه کي زېږېدلی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړي ئې د کندهار ښار په احمدشاهي ښوونځي(اوسنۍ ظاهرشاهي لېسه)کي تر سره کړې؛ په ۱۳۴۲ل. کال کي احمد شاه بابا لیسې ته تبدیل سوی، په ۱۳۵۰ل. کال له نوموړي لېسې فارغ او په همدې کال د کندهار عالي دارالمعلمین ته شامل او په ۱۳۵۲ ل. کال فارغ سوی دئ.

د ١٣٥٢ل. کال له سنبلې مياشتي څه ئې د حاجي کرز په ښوونځي کي د ادبیاتو (پښتو، دري او انګريزي) مضمونو د استاد په توګه دنده پیل کړه؛ له یوه کال تدریس وروسته په ۱۳۵۳ ل. کال کي دکندهار میخانیکي لېسې ته تبدیل سو او هلته ئې هم د معلمۍ مقدسه دنده سرته رسوله.

له ۱۳۷۴ل. څخه تر ۱۳۸۱ل. کال پوري پر کور ناست وو، وروسته ئې څه موده په احمدشاه بابا لېسه کي بیا په ظاهرشاهي لېسه کي استادي وکړه؛ په ۱۳۸۲ل. کال میخانکي لېسې ته ولاړ؛ په همدې لېسه کي ئې د معلم، سر معلم او مدیر په توګه دندي تر سره کړي دي؛ استاد په ۱۳۸۵ل. کال تقاعد سو.

استاد ناصح صاحب له تدريس سره د موسیقۍ په برخه کي هم ښه پوهه درلوده او خپله ئې هم ښه سندري ویلې.

استاد ناصح د موسیقۍ په فن کي له استاد هاشمي، استاد قاسم، استاد یعقوب قاسمي او استاد رحیم بخش څخه زدکړي کړي دي؛ استاد ناصح تر ډېره د مرحوم استادرحیم بخش تر اغېز لاندي وو، ځکه ئې نو په کندهار کي په ثاني رحيم بخش سره هم شهرت درلودئ.

ښاغلي استاد ناصح له ۱۳۴۵ل. کال راپه دې خوا د موسيقۍ په فن کي ډېر شهرت تر لاسه کړ.

استاد ناصح د موسيقۍ پر لسو آلاتو برلاسي وو؛ په ډېر شمېر نارینه او ښځینه شاګردان ئې د موسیقۍ په مختلفو برخو کي روزلي دي.

استاد ناصح په ۱۳۶۲ل. کال دکندهار د اطلاعاتو او کلتور ادارې له خوا مرکز کابل ته معرفي او په همدغه سلسله کي ئې هندوستان ته د موسیقۍ په منظور سفر وکړ.

په ۱۳۶۴- ۱۳۷۰ او۱۳۷۲ل. کلو کي درې ځله پاکستان ته دموسیقۍ د ثبتولو او کنسرټونو په موخه تللی دئ.

استاد په کلاسیکه موسيقۍ کي په پښتو، دري او اردو ژبو ډېري په زړه پوري سندري ويلي دي.

د موسیقۍ ډېر آلات لکه: هارمونیه، تبله، رباب، بینجو، دلربا، تنبور، اکاروبون، کاسیو، ارګ او نوري غربي او شرقي آلې ږغولای سوې.

استاد د ۱۳۶۱ل. کال را په دې خوا له کندهار راډیو او ټلوېزون سره همکاري کوله.

استاد ناصح له شعر او ادب سره علاقه ډېره علاقه درلوده، خپل ډېر پښتو، دري او عربي شعرونه ئې د موسيقۍ په پردو کي راوستلي دي.

په دري سندرو کي ئې د ميرزا عبدالقادر بېدل، حافظ شيرازي، سعدي شيرازي او په پښتو سندرو کي ئې دحمید بابا، ملا عبدالسلام اخند، ملاعبدالمنان حيران، خوشحال خان خټک او نور ادیبانو شعرونه ويلي دي.

استاد ناصح صاحب ښه لیکوال او شاعر وو؛ ډېر شعرونه ئې په دري ژبه ول؛ خو په پښتو ژبه کي هم ښه شعرونه لري.

داستاد ناصح نثرونه او شعرونه چي زیاتره دافغان اولس د اتفاق او واحد وطن، د ټولنيزو غوښتونو مطابق ويلي، چي په طلوع افغان، سورغر او نورو رسنيو کي خپاره سوي دي.

استاد ناصح کوم چاپ اثر نه لري، خو د شعرونو یو قلمي دېوان ورڅخه پاته دئ.

استاد دوه ودونه کړي ول، چي اول واده ئې په ۱۳۵۳ل. کال او دوهم واده ئې ۱۳۵۸ل. کال کړی دئ؛ زما د معلوماتو له مخي استاد زوی نه لري.

ناصح صاحب ته د استادۍ رسمي لقب د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري په ۱۳۹۹ل. کال کي ورکړل سو.

استاد ډېر غريبانه ژوند کاوه، له ډېره وخته د ناروغۍ پر بستر پروت وو، درمنلي او پالني ته ئې واکمنو هيڅ توجه نه وه کړې، ژوند ئې په غربت کي تېراوه، چي بلاخره په ډېره ګمنامۍ کي د عمر په ۷۳ کلنۍ د ۱۴۰۱ل. کال د سنبلې پر ۲۷مه نېټه وفات او روح ئې حق ته وسپارئ؛ جنازه ئې په کندهار ښار کي، په خپله پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپارل سوه؛ ارواه ئې ښاده، جنت دې ځای وي.

دا هم د مرحوم استاد ناصح صاحب د شعر نمونه:

ياران مرا شب به پايان رسيد آخر

از همه خدا حافظ

صد مژده و صد تحفه به مایان رسید آخر

از همه خدا حافـظ

از اول شب تا حال خواندیم هزار آهنـگ

با تبله و تار چنگ

از رفتن شب غوصه و ارمان رسید آخـر

از همه خدا حافـظ

در شهر شب آدینه هر جا بود یک قصـه

یا محفل و یا قطعه

از جمـله بمـا نمره فــراوان رسیــد آخــر

از همه خدا حافـظ

اشعار و غزل خواندم از بیدل و از حافظ

یاران خدا حـافــظ

فیضش به همه پیر و جوانان رسید آخـــر

از همه خدا حافـظ

ور لهجهء تاثیر دار ناصح به بوستانـــــی

چون بلبل خوشخوانی

خاموش که نور صبح به آسمان رسید آخر

از همه خدا حافظ

#############

دا ئې هم په ملمع ادبي صنعت کي يو شعر

این علمُ واجباً کلُ اناثُ و الذکُور

گر چه جاه و منزلش نزدیک باشد یا ز دور

تل د عالم نوم به وي ژوندی په ټول اوراق دکون

گوش ده ناصح که از هر نعمت است دانش ضرور



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

انا لله و انا اليه راجعون.

توکمپوه، ژبپوه، مؤرخ، لیکوال او څېړونکي ارواښاد ډاکتر عبدالرازق پالوال د حاجي عبدالخالق زوى د عبدالسلام لمسى او د ميراحمد کړوسى دئ، د ١٣١٧ل. کال د حوت پر ۲۱مه نېټه د کندهار ښار د کاکړو په کوڅه کي زېږېدلى او د باميزو په کوڅه کي لوى سوى دئ؛ په خټه پښتون خروټى دئ.

ډاکتر پالوال صاحب د لېسې زد کړي په ۱۳۳۷ل. کال په حاجي ميرويس نيکه لېسه کي بشپړي کړي او په ۱۳۴۱ل. کال د کابل پوهنتون د ادبياتو او انساني علومو له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ.

په ۱۹۶۵م.کال ئې په اينډيانا پوهنتون کي د بشر پوهني په څانګه کي زدکړی کړي؛ په ۱۹۷۱م. کال ئې د امريکا لویژيانا په دولتي پوهنتون کي په بشر پوهنه کي ماسټري تر لاسه کړې او ۱۹۷۷م.کال ئې د بشرپوهني د مطالعاتو په څانګه کي د امريکا د پنسلوانيا په دولتي پوهنتون کي دوکتوره (PH .D) لاسته راوړې ده.

وروسته هیواد ته راستون او ۱۳۵۶ل. کال څخه تر ۱۳۵۹ل. کال پوري په کابل پوهنتون کي د ادبياتو په پوهنځي کي د فلسفې او اجتماعي علومو په څانګه کي د پوهنوال په علمی رتبه کي استاد وو.

له ۱۹۸۰ –تر ١٩٩٧م. کال پوري د جرمني په هايډلبرګ په پوهنتون د تدريس چاري او د مونشن په موزيم کي ئې کار کاوه.

له ۱۹۹۷څخه بيا تر ۲۰۰۲ م. کال د سهيلي پښتونخوا د پښين او سورخاب په سيمو کي ئې د مهاجرت ژوند کاوه ؛ په ۲۰۰۲ م. کال کندهار ته راغى او د کندهار ښار د څلرمي ناحيې د باميزو په کوڅه کي په خپل پلارني کور کي ميشت سو.

ډاکتر پالوال صاحب د ژبو د ثبت په برخه کي په زردیو، وردوج، زېباک، ایسکتول، سنګلېچ او مونجان کي د سنګلیچي او مونجي ژبو ثبت کړی دئ.

په ۱۳۴۳ل. کال ئې د کندهار ښار پښتو، هندويي، په فراه کي پښتو، د روزګان په میلکوه کي، په کنګ، په چخانسور، په ګاوني دورزي او په چاربورجک کي ئې بلوڅي ژبي ثبت کړي دي؛ همدغسي په رودباد، د هلمند په بلالکه کي ئې پښتو، په سپارک کي، په خلیج ، او بوست کی ئې هم پښتو ژبه ثبت کړې ده.

ډاکتر پالوال صاحب په پښتو، دري، اردو، عربي، انګليسي، ساسنکريټ او جرمني ژبو پوهیدئ او په دې ژبو ئې ژباړي هم کړي دي؛ په انګليسي ژبه کي ناچاپ اثار هم لري.

منظومي او منثوري ليکني ئې دلېسې له اووم ټولګي څخه راپیل کړې او د ژوند تر وروستیو پوري ‎ئې دوام ورکړ؛ چي له مستقلو اثارو سره ئې په ډېرو رسنیو کي لکه، وږمه، کابل، کندهار مجلو طلوع افغان انیس ، هیواد او نورو اخبارو کي په متفرقه ډول خپرې سوي دي.

د لیکنو په برخه کي مرحوم ډاکتر پالوال ګڼ شمېر اثار لیکلي، چي د چاپ سوو اثارو څخه ئې: د پښتو نوی مصدر اثر، د پښتو نوی پخواني تاريخ دوهم ټوک، معياري پښتو، موږ محوه کيږو، وګړي دوږخيان دي اوسړيان هم لا د یادوني وړ دي؛ ناچاپ اثارو شمېر ئې تر ۲۶ عنوانو اوړي، چي د ځینو اثارو نومونه ئې دادي: د پښتو نوی پخوانی تاریخ دریم او څلرم ټوک،د پټي خزانې تاریخي اصالت، په اسلام کي د ښځو ازادي که ځان پوښ او کوربندي، د قران شریف ترجمه په کندهارۍ پښتو سره، د تورات ترجمه او شننه، د بودایت اصل او بنیاد، د ښوراوک بړېڅان، د واده داستان په غاړو کښي، پالوال په باغ ارم کښي له شاپېریانو سره، د کابل د دارالتادیب مطالعه په انګلېسي ژبه، د پنځه شپږ کلن پالوال تېښته، ګوډ تېمور، ابراهیم (ع) په دین او تاریخ کښي او نور.

مرحوم ډاکتر پالوال صاحب ټول ژوند له کتاب مطالعې او تحقق سره وو، چي د ژوند په وروستیو کي ئې حال د ډېر زړسوي وو او په خورا بېوسۍ او بېکسۍ کي ئې ژوند کاوه.

چي بلاخره د عمر په ۸۳کلنۍ کي د لیندۍ میاشتي پر ۱۵مه نېټه د دوشنبې په شپه وفات سو. روح دې ښاد، جنت دې ځای وي.

جناه ئې د دوشنبې په ورځ ماپښين ۳بجې د کندهار د مشاهيرو په هديره کي د ارواښاد پوهاند باوري صاحب تر څنګ خاورو ته و سپارل سوه.

مرحوم دوه اولادونه لري، چي یو ئې زوی او بله ئې لور ده، چي له هیواده لیری په جرمني کي اوسي.

د قانع ليکنه



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.