د تکړه هنرمند او رسام Lisa Adams
په زړه
پوري رسامۍ چي خورا په زړه پوري او ښايستې دي





















:: تړاو:
هنر
ډيره په زړه پوري ده چي په ګوتو سره په ډير ساده ډول د سکرو په مرسته ښايسته نقاشي کوي وګورئ چي په څومره ظرافت سره ئې ښکلي رسامۍ کړيدي













:: تړاو:
هنر
ښکلى هنر البته دلاس په ګوتو سره
:: تړاو:
هنر
٣٠
کلنه سوتلا کولو سوا د روسيې د پلازميني اوسېدونکې ده، چي ډيره خلاقه انځورګره او
رسامه ده، د پنځو کلو را پدې خوا يې پر لاسونو د نقاشۍ هنر پيل کړى.
کولوسوا په ډير ظرافت او هنر يت سره د ښځو پر لاسونو نقاشي
کوي د نوموړي دې هنر ډير مينوال ور مات کړي.
دا نقاشي د يوې ورځي لپاره پر لاسونو پاته کيږي او د اوبو
سره د تماس په وخت له منځه ځي.









:: تړاو:
هنر

يو ړوند
سوالګر د لاري پر سر ناست وو، پر يوه کاغذي دړه ئې ليکلي وو:
(زه
ړوند يم هيله ده چي زما سره کومک وکړئ!)
يو شاعر پر
دې لاره تيريدئ ګوري چي د ړوند بيچاره مخ
ته فقط څو سکې پرتې دي، ده هم څو سکې د
ړانده مخ ته کښېښودي او بېله دې چي د ړانده څه اجازه واخلي هغه کاغذي دړه يې را
واخيسته او پر دا بل مخ يې بل اعلان وليکئ، د ړانده مخ ته ئې کښېښول،ځيني روان سو.
د ورځي په
پاى کي چي شاعر بيا له همدې ځايه تيريږي ګوري چي د ړانده سوالګر خولۍ دپيسو څخه ډکه ده.
ړانده
سوالګر شاعر د بوټو پر ږغ وپيژندئ ږغ يې پسي وکئ وروره تاسوسهار زما پر کاغذي دړه
څه وليکل ؟
شاعر ورته
وويل: ساده ليکنه مي وکړه هغه څه چي تاسو ليکلي وو ما په بل ډول وليکل، شاعر
وموسېدئ روان سو.
ولي ړوند
سوالګر هيڅ پوه نه سو چي پر دې کاغذي دړه څه ليکل سوي دي
پوهيږئ چي
شاعر څه ورته ليکلي وو؟ پر کاغذ ليکل سوي وو:
نن د پسرلي
رنګينه او ښايسته ورځ ده ولي افسوس چي زه يې دتماشې څه بې برخي يم
پاملرنه:کله چي مو کار پر مخ نه ځي، و
ستراتيژۍ ته مو تغير ورکړئ، حتما برياليتوب ستاسو په برخه دئ. هر ښه
بدلون په ژوند کي اړين دئ
:: تړاو:
هنر