هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د کندهار ښار د شمال په ۴۰ کیلو میتري کي د شاه وليکوټ په ولسوالۍ کې د دالې بند د هيواد له لويو بندونو څخه يو دئ، چي د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو کرهڼيزي مځکي په خړوبېږي.

ددې بند د جوړېدو کار په ۱۹۵۲م.کال د ظاهرشاه په واکمنۍ کي د شامحمود د صدراعظمۍ په وروستي کال شروع او په ۱۹۵۳م. کال د شهيد داؤد خان د صدراعظمۍ په اوايلو کي پای ته ورسېد. دا بند چي له خاورو جوړ سوی ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږوالی لري. په مجموعي ډول ۳۱۴ میلیون مترمکعبه اوبه زېرمه کوي.

#خلک_د_دالې_بند_ته_ولي_خوشحالي_کوي

اوبه د الله لوی نعمت دئ د اوبو برکت دئ، چي د ځمکي پر مخ انسانان او حيوانان ژوند کوي؛ الله عزوجل د سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء په ۳۰ايات کي فرمايي: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ.

له اوبو څه مو هر ژوندى شى پيدا کړ.

په رشتيا سره چي اوبه ژوند دئ او پر موږ ددې ستر نعمت د شکر اداينه لازمه ده.

د دالې د بند پارچاوې خورا تکي شنې اوبه لري او په خورا جوش سره بهېږي؛ څو دقيقې ناسته او ورته کتل زړه ته خوښي ور بخښي.

د کندهار، هلمند، روزګان، زابل، غزني، فراه؛ چمن ګلستان، پښين، کوټي او نورو سيمو خلک ئې سيل ته راځي؛ مېلې کوې.

الله عز وجل دي مو هيواد او اولس همېشه خوشحاله، سوکاله او پرمختللی لري.

آمين


تړاو: کندهار
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

وايي که د پخلي په جريان کي غوړي اور واخلي او له کنتروله ووزي؛ سمدلاسمه پر غوړو مالګه و پاشئ، ډېر ژر به اور مړ کړي؛ ځکه چي مالګه اکسیجن بندوي او اور مړ کوي.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

کله نا کله يخچال د ځينو شيانو څخه بوی اخلي، چي د انسان د اذيت سبب ګرځي؛ نن مي په يو ځای کي ولوستل، وايي که غواړئ چي يخچال مو بدبوی ورک کي، په يوه کټوري کي لږ اندازه سکاره دننه په يخچال کي د ۲۴ ساعتونو لپاره کښېږدئ.

تاسي هم يوه ګټوره تجربه وليکئ.


تړاو: تجربه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

څو ورځي مخکي مي يو زېری درکړی وو، دا دئ نن ئې درسره شريکوم.

د ښاغلي سعيد‌ صاحب په زيار يو اپليکيشن د #ويښتيا په نوم چمتو سوی، چي ډېري په زړه پوري ويښوونکي او هڅوونکي لنډکۍ ليکني او کيسې پکښي را غونډي سوي؛ لوستل ئې د کورنۍ د ځوانانو، کوچنيانو او هر چا له‌ پاره ډېر ګټور دي.

#ويښتيا اپلکېشن د اوس له پاره يوازي په انډورايډ موبایلونو کي د استفادې وړ دئ.

نظرونه مو راته د قدر وړي


تړاو: ویښتیا
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

#معلومات!

ټېلفون الکساندر ګراهام بل اختراع کړ؛ د ټېلفون اولین لین ئې د خپلي معشوقې "آلساندرا لولیتا اوسوالډو " کور ته وصل کړ.

په هر ځل اړیکي نیولو کي ئې خپلي میني ته په بشپړ نامه ور ږغ کول، لږ وخت وروسته ئې نوم ور لنډ کړ، د "آله لول اس" په نامه ئې بلله.

څه وخت وروسته ئې دا نوم نور هم پسي لنډ کړ، د "الو" په ویلو سره ئې ټلیفون ته جواب وایه.

الکساندر د ښار نورو سیمو ته هم د ټېلفون لینونه وغزول؛ خلکو هم دده په څېر د ټېلفون جواب په "الو" سره ورکاوه.

نن ورځ په نړۍ ډېر خلک د "الو" په ویلو ټېلفون جوابوي، خو په د الو په فلسفه خبر نه دي.

#د_قانع_ژباړه


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۶/۰۷/۰۹ خپرندوی

مهمي ويبپاڼي

1. ieeexplore.ieee.org
2. acm.org
3. link.springer.com
4. wiley.com
5. sciencedirect.com
6. acs.org
7. aiaa.org
8. aip.org
9. ajpe.org
10. aps.org
11. ascelibrary.org
12. asm.org
13. asme.org
14. bioone.org
15. birpublications.org
16. bmj.com
18. emeraldinsight.com
19. geoscienceworld.org
20. icevirtuallibrary.com
21. informahealthcare.com
22. informs.org
23. ingentaconnect.com
24. iop.org
25. jamanetwork.com
26. joponline.org
27. jstor.org
28. mitpressjournals.org
29. nature.com
30. nrcresearchpress.com
31. oxfordjournals.org
32. royalsocietypublishing.org
33. rsc.org
34. rubberchemtechnol.org
35. sagepub.com
36. scientific.net
37. spiedigitallibrary.org
38. springermaterials.com
39. tandfonline.com
40. theiet.org

کتابتونونه


🔺www.ketabnak.com
🔺www.urbanity.ir
🔺www.98ia.com
🔺www.takbook.com
🔺www.irpdf.com
🔺www.parsbook.org
🔺www.irebooks.com
🔺www.farsibooks.ir
🔺www.ketabesabz.com
🔺www.readbook.ir

💠 علمي او څېړنيزي ويباڼي
🔺www.digitallibraryplus.com
🔺www.daneshyar.net

💠 معلوماتي
🔺www.umi.com/pqdauto
🔺www.search.ebscohost.com
🔺www.sciencedirect.com
🔺www.emeraldinsight.com
🔺www.online.sagepub.com
🔺www.springerlink.com
🔺www.scopus.com
🔺http://apps.isiknowledge.com
🔺www.anjoman.urbanity.ir

💠 مونوګرافونه او تيزسونه
🔺www.irandoc.ac.ir
🔺www.urbanity.ir
🔺www.umi.com/pgdauto
🔺www.mhrn.net
🔺www.theses.org

💠پارسي مقالې
🔺www.urbanity.ir
🔺www.shahrsaz.ir
🔺www.magiran.com
🔺www.civilica.com
🔺www.sid.ir

💠 د امريکا، ايران او... ملي کتابتونونه
🔺www.nlai.ir
🔺www.loc.gov
🔺www.bl.uk

💠ارواپوهنه
🔺http://eric.ed.gov

💠عمومي معلومات
🔺www.worldatlas.com

💠مقالې
🔺www.infolibrarian.com

💠له ١٩٨٨٨څخه مقالې
🔺www.findarticles.com

💠برېښنايي کتابونونه
🔺www.digital.library.upenn.edu/books

وړيا معلومات

🔺www.srco.ir
💠ويکپيډيا
🔺www.wikipedia.org

💠د ٢٤مملکتونو ٣٤٥ پايليکونه
🔺http://www.dart-europe.eu/basic-search.php

💠د کاليفرنيا مقالې:
🔺http://escholarship.org/

💠د مقالو بانک
TENNESSEE:
🔺http://www.lib.utk.edu:90/cgi-perl/dbBro...i?help=148

💠 1,550,632 پوهنتوني مقالې
🔺http://www.oalib.com/

💠مونوګراف او تيزيس
الکترونيکي دانشگاه ناتينگهام:
🔺http://etheses.nottingham.ac.uk/

💠ژورنالونه In Tech:
🔺http://www.intechopen.com/

💠علمس مقالې McGill :
🔺http://digitool.library.mcgill.ca/R

💠 1753 ژورنال- استنفورد:
🔺http://highwire.stanford.edu/

💠 متون علمي
Proceeding of the National Academy of Sciences آمريکا:
🔺http://www.pnas.org


تړاو: معلومات
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ