په کمونيسټي دوران کي يو سړی له المانه سايبيريا ته تلئ، څو هلته کار وکړي؛ هغه په دې خبر وو، چي هلته ټول هغه ليکونه چي آلمان ته استول کېږي، د سانسورچيانو له خوا پټ کتل کېږي؛ په همدې اساس ئې خپلو دوستانو ته وويل، که زما ليک په شنه رنګ کښل سوی وو، پوه سئ، هر هغه څه چي مي کښلي سم دي (يعني سانسور نسته) او که مي ليک په سره رنګ کښلی وو، پوه سئ، چي هر څه ناسم دي. سړی سايبيريا ته ولاړئ؛ څه موده وروسته ئې دوستانو ليک تر لاسه کړ، چي په شنه رنګ کښل سوی وو؛ په خط کي ئې ليکي وو، دلته هر څه ډېر ښه دي، مغازې له خوږو خوړو ډکي دي، ټول خلک خوشحاله دي، ښايسته اپارتمانونه ولاړ دي؛ خو يو شی چي څوک ئې نه سي رانيولای، هغه سور رنګ دئ! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د دالې بند د جوړېدو کار په ۱۹۵۲م.کال د ظاهرشاه په واکمنۍ کي د شامحمود د صدراعظمۍ په وروستي کال شروع او په ۱۹۵۳م. کال د شهيد داؤد خان د صدراعظمۍ په اوايلو کي پای ته ورسېد. داله په همهغه وخت کي هم يوه سرسبزه سيمه وه، کله چي حکومت د امريکا په مرسته د دالې بند جوړاوه، د خلکو له ډول ډول غبرګونو سره مخ سو، تر دې چي ښځمنو په داله پسي بدلي جوړي کړې، ځينو ددې کار ستاينه کوله او ځينو ئې غندنه کوله؛ دا بدلي اوس ډېر لږ د خلکو په ياد کي پاته دي، چي يوه بدله ئې په دې ډول ده. غرقه دي داله کړه چي دي رود کئ رابسته پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه دا دونه غر ئې سوری کئ، بيا ئې ورکړه دربچه پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه راغله ماشینان پکښي ناست هزاره ګيان چتي پيتي پزي له يوه مخه بينيان سخت دي تر ډبره چي دوی کار کاوه په شپه پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه که ددې بدلې نوره برخه که ستاسي او يا ستاسي د مشرانو په ياد وي، دلته ئې وليکئ.
:: اړونده موضوع:
هیواد او نړۍ
:: تړاو:
د تاریخ خبري
د "جګړه او سوله" مشهور اثر ليکوال نیکولایویچ تولستوی په ۶۷کلنۍ کي د بايسکل سپرلي زده کړه؛ دا کړنه په ادبياتو کي په يوه مفکوره بدله سوه، چي د {تولستوی بايسکل} ورته وايي؛ معنی ئې دا چي "د هيڅ شي لپاره ناوخته نه دئ!" #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
#تاريخ_وايي، چي يو نيم سل کاله مخکي يو غوايي د شکاګو ايالت په يوه طبيله کي څراغ په لغته وواهه، چي له امله ئې يوه لويه اور لګیدنه رامنځته سوه، په پېښه کي ۳۰۰کسه ووژل سول او له ډېرو تاوانو سره نهه کيلو متره مربع سيمه په بشپړ ډول د اور خوراک سول. مطلب د خره خرتوبي هر څوک يادوي، خو د غوايي لغته او ښکر ته هيڅ فکر نه کوي؛ په ويجاړۍ کي غوايی هم تر چا کم نه دئ؛ ۴۴ کاله مخکي يوه غوايي زموږ جوړ نظام په ښکر وواهه، تر اوسه ئې روغه ورځ نه ده ليدلې!
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
د تاریخ خبري
وايي د مغولي چنګيز پوځ د خپلو يرغلونو په ترځ کي په يوه جګړه کي له لوږي سره مخ سول، د جګړې توان ئې له لاسه ورکړ؛ چنګيز خپلو جنګياليو ته امر وکړ، چي هره لس کسيزه ډله دي له خپله منځه يو جنګيالی وخوري، تر څو نور له مرګه وژغورل سي. پوښتنه داده چي د چنګېز دې کړني ته ظلم ويل کېږي، که د جګړې مدیریت!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
په عکس کي وينئ، چي ۶۵۰ سرتېري په داسي ډول ولاړ دي، چي د آس شکل ور ځني جوړ سوی؛ دوی دا ننداره د هغو اتو ميلونو آسانو په احترام جوړه کړې، چي په ۱۹۱۹م. کال کي د لومړۍ نړۍ والي جګړې پر مهال وژل سوي ول.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
مغولي چنګيز که په نورو هيوادو او نورو ملتو کي د بې رحمه، يرغلګر، وحشي او قاتل په نومونو يادېږي؛ خو په خپل هيواد(مغولستان) او خپل اولس کي د ميني، محبت، سولي، عدل او د تاريخ د زريني څېرې په نوم پېژندل کېږي او عکس ئې په ډېر وياړ سره پر پيسو چاپېږي. #هدفــ: يوې پېښي ته هر څوک له خپلو عینکو(په منفي او مثبت نظر) ګوري، خو منصفانه نندارچي تاريخ دئ.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
جالبي پيښي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
د شلمي پېړۍ په اوايلو کي د انګلستان د هايکام په ښار کي به هر کال د هغه ځای د ښاروال او مامورينو وزنونه تلل کېدل؛ هر کله چي به د چا وزن ډېر سوی وو، د سزا په ډول به ئې په ورستو روميانو او خرابو سوو مېوو ويشتئ.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
جالبي پيښي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
د المان په وينسټر بورګ ښار کي يوه کلا ده، چي د وفادارو ښځو په نوم يادېږي؛ وايي په ۱۱۴۰م. کال کله چي درېيم کنراد پاچا د وينسټر بورګ ښار ونيوئ، خلکو غوښتل چي يوې کلا ته پناه يوسي. کنراد پاچا امر وکړ، يوازي ښځو او کوچنيانو ته اجازه سته، چي دې کلا ته پناه یوسي او په امن کي پاته سي؛ و ښځو ته د درنښت او بخششۍ په توګه ئې په دې شرط د هر هغه قيمتي شي د وړلو اجازه ورکړه، چي د وړلو وس ئې ولري. عسکر د څارني په موخه ولاړ ول، ګوري چي هري ښځي خپل مېړه په غوټه کي اچولی او کلا ته ئې وړي؛ پېغلانو هم خپل پلرونه او وروڼه په غوټو کي ورسره اخيستي دي. پاچا چي له دې کيسې خبر سو، په خندا سو، ويل ئې پر خپله ژمنه ولاړ يم، اجازه ورکئ، چي ښځي خپل نارينه له ځان سره بوځي! له هغه وخته دا کلا د وفادارو ښځو په نوم و نومول سوه. #هدفــ: د لويانو قول-قول، او وينا ئې وينا وي، که څه هم کړې خبره ئې په ډېر تاوان تمامېږي! #دقانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
جالبي پيښي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
د ايرلېنډ مشهور ليکوال جورج برنارد شاو يوه ورځ له يو شاګرد سره د لندن په يوه پارک کي ناست وو، چي يو ورځپاڼه پلورونکي په لوړ ږغ ويل: د هسپانیې د انقلاب په اړه، ځانګړی خبر، ځانګری خبر! شاګرد وغوښتل، چي د ځانګړي خبر په خاطر اخبار رانيسي؛ خو برنارد شاو ورته وويل: پرېږده يې، زه به ددې خبر(انقلاب) فلسفه درته تشريح کړم؛ د معمول له مخي غرني غوايي په ډلئيز ډول څړځايونو ته ځي، کله چي ماړه سي، نو څړځايونو کي په مستۍ او سستۍ سره ګرځي. په دې وخت کي د وږو غوايانو يوه بله ډله په دوی پسي راځي او دوی په ښکرو وهي. ماړه سوي غوايي له ځانه د دفاع توان نه لري، و شاتګ او بلآخره تېښتي ته مجبوره کېږي او څړځايونه و نوو وږو غويو ته پرېږدي؛ دوی چي هم ماړه سي، مجبوره دي، چي ځای و راتلونکو لوږو ته ور پرېږدي؛ دې ته وايي، انقلاب...! #هدفــ: په هغه ټولنه کي چي خلکو ته په مساوي ډول حقوق ورنه کول سي، د هغې ټولني د وګړو انرژي به همېشه د يو بل په پرځولو او واک په تر لاسه کولو مصرفېږي. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
کله چي مغولو پر بغداد يرغل وکړ، د هغه عصر د علماو ټول کتابونه ئې د دجلې سيند ته ور واچول؛ تاريخونه وايي، چي ددې کتابونو په سياهۍ د سيند د اوبو رنګ تور واوښت؛ وروسته ئې عالمان او پوهان ووژل، چي د دوی په وينو د دجلې د اوبو رنګ سور سو. تاريخونو دا ورځ د اسلامي طلايي دورې چي تقريباً شپږ پېړۍ ئې دوام وکړ، د پای ورځ نومولې ده.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
جالبي پيښي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
يو سړي ول زه کمونيسټی سوی يم؛ ملګري ئې ورته وويل، ته د کمونيسټۍ په تاوان خبر يې؟ يو تاوان ئې دادئ، که ته دوه موټره ولرې، يو موټر به هغه چاته ورکوې، چي نه ئې لري. سړي ول، ور کوم ئې! ملګري ئې ورته وويل، که ته دوه خره ولرې، يوه خر به هغه چاته ورکوې، چي نه ئې لري! سړي ول، له دې سره مخالف يم، نه غواړم چي خپل خر بل ته ورکړم! ملګري ئې ورته وويل، چي موټر ورکوې، نو خر ولي نه ورکوې، خو دواړي يو ډول کيسې دي! سړي ورته وويل، نه دا هغه رکم کيسه نه ده، ځکه چي زه اوس دوه موټره نه لرم، خو دوه خره لرم! #هدفــ:زموږ د اکثرو سياسينو مبارزه او ملګرتيا تر شخصي ګټو پوري ده؛ که پر واک وو، هر څه سم دي، که بېواکه سو، هر څه خراب دي!
:: اړونده موضوع:
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
کله چي مغولي چنګېز د بخارا په نيولو بريالی نه سو، نو ئې يو ليک د بخارا خلکو ته ولېږئ، ول هر څوک چي زما سره ملګري کېږي، سر ئې په امان دئ! د بخارا خلک دوې ډلي سول، يوې ډلي جګړه پيل کړه، بله ډله له چنګېز سره ملګري سوه. چنګيزخان ملګري ډلي ته وليکل، له خپلي مخالفي ډلي سره وجنګېږئ، نيول سوی غنیمت ئې او د ښار حاکميت ستاسو دئ. ملګري ډلي ومنل، جګړه د دوو مسلمانو ډلو تر منځ ونښته، په پايله د چنګېز ملګرې مزدوره ډله بريالۍ سوه. تر بريا وروسته چنګېز امر وکړ، چي مزدوره ډله بې وسلې او سرونه ئې ځني پرې کړئ! چنګېز ول، که دوی وفا لرلای، د پرديو په مقابل کي به ئې له خپلو وروڼو سره خيانت نه کاوه! #هدفــ: که د تبر لاستی له لرګي نه وای جوړ، هيڅکله به د ځنګله وني د تبر خورک نه وای؛ داخلي دښمن تر بهرني په کراتو کراتو خطرناکه او مضر دئ! منبع: الكامل في التاريخ #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
په دوهمه نړۍ واله جګړه کي کي کله چي لندن د جرمنيانو تر سخت بمبارد لاندي وو؛ د انګلستان صدراعظم چرچيل و يوې مهمي غونډي ته روان وو، دا چي پر ناوخته سوی وو، خپل موټروان ته ئې وويل، ما عاجل غونډي ته ورسوه! موټروان ئې د تګ لپاره ډېره لنډه خو ممنوعه لار غوره کړه؛ کله چي نيمي لاري ته ورسېد، ناڅاپه د جريمې پوليس پر پېښ سو، د درېدو امر ئې پر وکړ؛ موټروان ورته وويل، دا د لومړي وزیر موټر دئ، هغه بايد په عاجله توګه جلسې ته و رسوم! افسر په سړه سينه ورته وويل، زه هم لومړی وزير، هم ئې موټر او هم خپله دنده ډېره ښه پېژنم! موټروان ته ئې جريمه ورکړه او د موټر د بيرته ګرځېدو امر ئې وکړ. موټروان د موټر په را ګرځولو بوخت سو؛ چرچېل سګریټ را وکېښ، وئې لګاوه او وئې ويل: جګړه موږ ګټو، دلته قانون حاکم دئ، په داسي حال کي چي د لندن واټونه تر بمبارد لاندي دي، خو بيا هم په قانون اداره کېږي! #هدفــ: د هغه هيواد خلک چي په ريښتينې توګه خپلو قوانينو ته ژمن وي، هيڅ وخت به مغلوبه نه سي؛ د قانون ماتېدل د نظام نسکورېدل دي! #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
د بشر په تاريخ کي چنګيز ډېر ظالم شخص تېر سوی؛ دی چي به پر هر ښار ورغئ، خلک به ئې ووژل او ښار به ئې وران کړ. يو وخت پر يو ښار ورغئ، خلکو ته ئې وويل، زه له تاسو يوه پوښتنه کوم، که مو سم او ښه جواب راکړ، سرونه به مو په امان وي؛ زه د خدای له خوا رالېږل سوی يم، که خپله راغلی يم؟ د خلکو له منځه يو زړه ور شپون ولاړ سو، ويل: ته نه د خدای له لوري را لېږل سوی يې او نه خپله راغلی يې؛ بالکي زموږ عملونو تر دې ځايه را وستلی يې! موږ چي د خپلو پوهانو، عالمانو او هوښيارانو قدر نه دئ کړی؛ ناپوهو او نا لايقو اشخاصو ته مو لوړ مقامونه ورکړي او عزت مو ئې کړی دئ، پايله ئې دا سوه، چي ته دلته لښکرکښي وکې او راسې! #هدفــ: تر څو چي اولس په ځان کي تغیر را نه ولي، په حکومت کي هيڅ وخت تغير نه راځي، زموږ خوږ پيغمبر فرمايي: اعمالُکم عُمالُکم. ستاسو عملونه پر تاسو حاکمان دي. #دقانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
ادوارد مورداک په ۱۸۸۷م. کال کي د انګلستان په سلطني کورنۍ کي پيدا سوی. ادوارد دوه مخه لرل؛ يو اصلي چي خبري، خوراک او چښاک ئې په کولای سوه؛ بل مخ ئې شاته وو، چي يوازي ئې خندا، ژړا او جالب اوازونه کول. ادوارد له خپلي دوهمي څېرې سره سخت په تکلیف وو؛ همزولو ملګریتوب نه ور سره کاوه او نه ئې خبري ورسره کولې. د شپې ئې هم خوب نه سو کولای، ځکه چي دوهم مخ خوب ته نه پرېښاوه؛ ډېر وېرونکي اوازونه به ئې ورته کول، دا مخ دده له کنټروله وتلی وو. ادوارد د دوهم مخ له مزاحمت څه د فکر اړولو په موخه د موسیقۍ زده کړي ته مخه کړه، خو دوهم مخ بيا هم د موسيقۍ زده کړي ته نه پرېښودئ. پر ډېرو ډاکترانو وګرځېدئ، خو چا نه سو کولای، چي اضافي مخ ځني لېري کړي. له ژونده ډېر ستړی سو، نور ئې دا حالت نه سو زغملای، بلآخره ئې د عمر پر ۲۳کلنۍ ځان وژنه وکړه. #دقانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
جالبي پيښي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
خواجه انور د البانيې ديکتاتور مشر وو، چي له دوهم نړۍ وال جنګ وروسته پر دې هيواد حاکم سوی وو. خواجه انور له بهرنيانو څه د ويري په ناروغۍ اخته وو، خپل غريب اولس ئې د امريکا له تجاوز او حملې څخه په وېره کي اچولی وو. د خواجه دا لېونتوب تر داسي حده ورسېد، چي خپل اولس ته ئې امر وکړ، چي هر څوک دي په خپل کور کي څلور نفريزه سنګرونه جوړ کړي. په ډېر قذاف مصرف سره ئې په ټول هيواد کي يو ميليون سنګرونه جوړ کړل؛ په داسي حال کي چي د هيواد نفوس ئې څلور يا پينځه ميليونه وو. خواجه د ديکتاتورۍ په زور پر ټول هيواد لوی دېوال را وګرځاوه او له نړۍ سره ئې ټولي اړيکي پرې کړې. البانيا ددې ليوني ديکتاتور په حکومت کي د نړۍ په دريم فقيرترين هيواد بدل سو. بلاخره خواجه مړ سو، خو هيڅ هيواد پر البانيې حمله ونه کړه؛ د بهرنيانو د حملې ضرورت ځکه نه وو، چي خپله خواجه د خپل هيواد دښمن وو؛ په اولس کي ئې داسي ويره خپره کړې وه، چي هيڅ بهرني نه سول خپرولای. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
له اول نړيوال جنګ وروسته د المان پيسې دونه بې ارزښته سوې، چي خلکو د سونګ د توکو د رانيولو پر ځای کاغذي نوټونه د ځان ګرمولو له پاره په بخاريو کي سوځل.
:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
په لرغوني روم کي چي به د کښتي طبقې خلک له حاکمي طبقې څه په تنګ سول، ښار به ئې ور پرېښودئ؛ تر هغو به ښار ته نه راتلل، تر څو چي غوښتني ئې حاکمي طبقې نه وای منلي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
دا کلا د المان په وينستربورګ ښار کي ده، وايي په ۱۱۴۰م. کال کي کله چي درېيم کنراد پاچا د وينستربورګ ښار ونيوئ، خلکو دې کلا ته پناه وړل؛ کنراد پاچا امر وکړ، يوازي ښځو او کوچنيانو ته اجازه سته چي دې کلا ته پناه یوسي او په امن کي پاته سي؛ و ښځو ته د درنښت او بخششۍ په توګه ئې په دې شرط د هر هغه قيمتي شي د وړلو اجازه ورکړه، چي د وړلو توان ئې ولري. د پاچا عسکرو د ښځو څارلو ته ولاړ ول، ګوري چي هري ښځي خپل مېړه په غوټه کي اچولی او کلا ته ئې وړي؛ پيغلانو هم خپل پلرونه او وروڼه په غوټو کي ورسره اخيستي دي. پاچا چي له دې کيسې خبر سو، په خندا سو؛ ويل پر خپل ژمنه ولاړ يم، اجازه ورکړئ، چي ولاړ سئ. له هغه وخته دا کلا د وفادارو ښځو په نوم و نومول سوه.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
په کليسا کي يو پيشي اوسېدله، هر وخت به ئې د کليسا د راهب مزاحمت کاوه؛ راهب امر وکړ، چي کله زه عبادت کوم، دا پيشي پر يوه ونه پوري تړئ، چي زه په ښه توګه عبادت ته فارغه سم. دا کړني ډېر کلونه دوام وکړ، د پيشي تړل د دوی په مذهب کي د يو اصل په توګه ومنل سو؛ ډېر وخت وروسته مشر راهب او پیشي دواړه مړه سول؛ نورو راهبانو به پيشياني رانيولې او د عبادت پر وخت به ئې پر ونه تړلې، چي د عبادت اصل پر ځای سي. د مشر راهب تر مړيني وروسته بل راهب د عبادت په وخت کي د پيشي د تړلو پر اهميت يو لوی کتاب وليکئ. #هدفــ: په خلکو کي ډېر باورونه او کږني همداسي دي، چي په پخوا کي به يو څه پېښ سوي وي، خو اوس ئې کول يوازي او يوازي خرافات دي او بس؛ لکه۳۹يا ۱۱۱نمبرونه. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي
:: تړاو:
د تاریخ خبري
څو کاله مخکي چي د شمالي کوريا رهبر کیم جونګ ايل مړ سو، حکومت د غمرازۍ په موخه د يوې اونۍ له پاره داسي ماتم اعلان کړ، چي د ماتم په ورځو کي به هر يو حتمن ژړا او فرياد کوي. حکومت ملي امنيت ته امر وکړ، چي هغه خلک تعقیب او ونيسئ، چي د رهبر پر مړينه ژړا او فرياد نه کوي؛ هر هغه څوک چي نه ژاړي د امريکا د ګوډاګي، داخلي دښمن، د نظام مخالف او شر اچونکي په جرم ئې بندي او نظامي محکمې ته ئې وسپارئ. د ماتم په اولو دريو ورځو کي تر شپاړس زره ډېر خلک په دې جرم ونيول سول، چي يا ئې نه و ژړلي او يا ئې لږ ژړلي ول. ټول خلک له دې بېري چي ونه نيول سي، هره ورځ په کوڅو، ښارو او لويو ميدانو کي په زوره زوره ژړل او تمثيلي فرياد ئې کاوه. له بهرنيومنابعو #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري
|