يو سړي په ډېر تلوار لمونځ کاوه، محتسب په دُره وواهه؛ لمونځ کونکي پاته لمونځ په ډېر احتياط سره ادا کړ.

تر لمانځه وروسته محتسب پوښتنه ځني وکړه، کم لمونځ ښه وو؟

سړي ورته وويل: اول، ځکه هغه وخت مي په زړه کي د الله څه بېره وه، په دوهم وار لمانځه کي مي ستا د دُرې بېره وه.

#هدفــ: د عبادت هغه خوند چي په يو رنګۍ(اخلاص) کي سته، په دوه رنګۍ(ريا) کي نه پيدا کېږي!



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما ژباړي
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

وايي په پخوا زمانو کي يو عادل پاچا وو، د ناروغۍ په اساس ناڅاپه کوڼ سو؛ خپلو وزيرانو ته ئې ډېر وژړل. وزيرانو ددې لپاره چي پاچا ته تسئليت ورکړي، ورته وئې ويل، خير دئ، که دي د اورېدو حس له لاسه ورکړی، خدای مهربانه دئ، الله به ډېر عمر در کړي.

پاچا ورته وويل، تاسي نه پوهېږئ، زه پر دې ژاړم که يو مظلوم د انصاف غوښتلو لپاره ماته راسي، زه به د‌ هغه ږغ څنګه اورم!

وروسته ئې امر وکړ، په هيواد کي دي هيڅوک سره کالي نه اغوندي، بېله مظلوم څخه؛ څنګه چي زه سورلباسی ووينم، پوهېږم به، چي له هغه سره ظلم سوی، کومک ته به ئې ځان رسوم.

#هدفــ: که اراده وي، د مظلوم ږغ په هر حالت کي اورېدل کېدای سي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

افغانان تر هغه وخته د چا خيال ساتي، چي د دوی له ديګدانه ئې پښه لېري وي، که ئې د دوی و دېګ ته پښه وروړه، نور دي د ځان خير غواړي؛

بوکوفسکي وايي، هندوان و غوا ته ډېر احترام لري، موږ هم د دوی عقيدې ته احترام لرو، خو که ئې غوا په ښکر ووهلو، نه يوازي دا چي احترام ختمېږي، بالکي ښکارونه ئې هم ور ماتوو!

#بوکوفسکی



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

يو عالم وايي، پر موږ ددې واکمن او د ها واکمن توپير نسته، موږ اصلاً بشري نه، بالکي نباتي ژوند کوو؛ لکه يوه درخته، چي ژمی پر راسي، پاڼي ور و رژوي، بيا د پسرلي په تمه شپې او ورځي سبا کوي؛ په پسرلي کي له سره ژوند پيل کړي؛ بيا دوبي ته په تمه يي، چي مېوه ور پخه کړي؛ له ميوې وروسته ناڅاپه منی او بيا ژمی پر را نازل سي؛ هر څه بيا په صفر کي ضرب سي، هغه آش هغه کاسه!

دا ئې ژوند او دا ئې جريان دئ، که ورته خوښ وي، يا ناخوښ، ژوند به همداسي تېروي!

زموږ ژوند هم کټ مټ لکه د نباتاتو، په څو زره کلن تاريخ کي موږ منظم سل کلن نظام نه دئ در لودلی؛ هر يو چي پر چوکۍ کښينې، نه د هغه تللي واکمنۍ له ترخو ځان خبروي او نه خپل د بقا لپاره محاسبه کوي!

خدايه موږ سړي کړې!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

کښتګر په کرونده کي تخم پاشئ، يو مغروره شتمن پر پېښ سو، په ډېر تکبر سره ئې ورته وويل، ويې کره؛ کرل ئې پر تا خوړل ئې پرما!

کښتګر په معنی لرونکي انداز ور وکتل، وئې ويل:‌ شپيشتي(رشقه) کرم!!!

#هدفــ په مقام، پيسه او قبيله تکبر او لويي هميشه د انسان د ذلت او شرمندګۍ سبب ګرځي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

(هغه) کوښښ کوي، چي تاسو په کوچنيو موضوعاتو کښي را ګير کړي، نا ارامه مو کړي، له ځانه سره مو په شر اخته کړي؛ (هغه) غواړي، چي تاسو خپل فکري تمرکز له لاسه ورکړئ، پر ساده کړنو جدي عکس العمل وښووئ، تر څو دی خپل لوی هدف ته ورسېږي او ستاسو په ذهن کي د (هيلي) روښانه ډېوه مړه او د (ناهيلۍ) په تورتم کي مو ورک کړي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

ارنست همينګوی وايي، په نړۍ کي دوې ډلي خلک سته، چي هيڅکله په ځان کي بدلون نه راولي:

اول، تر ټولو ډېر پوهان؛

دوهم، تر ټولو ډېر کمعقلان!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

د وخت حاکم و مفتي ته وليکل: کله چي زه روژه نيسم، له ډېري لوږي او تندي څه په غوسه کېږم، ناحقه د خلکو د زوروني او وژني حکم کوم، هيله ده، چي د روژې د نه نيولو فتوا را کړئ!

مفتي په جواب کي ورته وليکل: د خدای حکم د تغير وړ نه دئ، خو د حاکم بدلون د اجراءوړ دئ؛ که تاسو پر خپل ځان کنترول نه لرئ، لطفاً د چارو واګي بل وړ حاکم ته وسپارئ، تر څو د بېګناه خلکو د زوروني سبب نه سئ.

#هدفــ: د ځان په ګټه د قانون تر اصلاح د ځان اصلاح مهمه ده، ځکه ته فرد يې او قانون دټولو دئ.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

افغان سياسيون ولي له تللو واکمنيو عبرت نه اخلي.

په دې سل کلن تاريخ کي تر پينځلسو ډېري واکمنۍ يو په بل پسي په زور را چپه سوې، خو يوه هم له بل څخه عبرت وا نه خيست، علت ئې څه دئ!

وايي: له يو قبرکن څخه ئې پوښتنه وکړه، ستا ټول عمر له قبرو، مړو، غسل او جنازو سره تېر سوی، په ژوند کي دي کمه عجوبه ليدلې؟

قبرکن ورته وويل: پينځوس کاله مي کېږي، چي قبرونه کينم، مړو ته غسل ورکوم، جسدونو ته کفن او تر خاورو ئې لاندي کوم، په دې ټول ژوند کي زه يو عجبترين انسان یم، چي دا هرڅه وينم خو بيا هم باور نه کوم، چي يوه ورځ به زه هم مرم!



:: اړونده موضوع: زما خبري، وراشې او کنايې
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶

🟢سم 🔴ناسم

اختلاس اختلاص

اسراف(بدخرڅ) اصراف

سالون صالون

صراف سراف

الحمدلله الحمدالله

ضامن ظامن

انضباط انظباط

ضخيم زخيم



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶
دا بیت و خوشحال خان خټک ته منسوب سوی دئ

مه خوشحال وای مه خټک وای مه خاني وای
چج په لاس وای مسلي وای خو ځواني وای

په داسي حال کي چی سرمحقق استاد هیوادمل وایي، دا بیت د خوشحال خان نه دئ.



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹

‏رسول الله ﷺ فرمایي:

‏د دين په کارونو کې آساني کوﺉ سختي مه کوﺉ خلکو ته زيری ورکړئ او خلک مه متنفره کوئ.‏

"رواه البخاري"



:: اړونده موضوع: دين او عقيده
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۳۸۵/۱۱/۲۴
 
اعلان.

.:: کلیک ::.