په څه ده مروره، چيرته تللې ده پښتو
دا ولي په دې ښار کي داسي غلې ده پښتو

هم اورو، هم يې وايو، نه يې لولو، نه يې ليکو
موږ څه په نا اشنا ډول منلې ده پښتو

له بل سره خو خير، ډېري بانې ډېر جوابونه
دا ما او تا په څه باندي کږلې ده پښتو

نه، نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ
زما چي په کې بند په بند تړلې ده پښتو

اندېش شمس القمر



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۷/۲۰

د راز مرغۍ 

يوه مرغۍ ده ، بڼکې سپينې 
راپسې مړه ده ، له ډېرې مينې 
له چار چاپېره ، دنيا نه ښکلې 
له مانه ښکلې ، له تانه ښکلې


د ژوند پر څانګه ، مې خوږه ناسته 
پر ما مئنه ، راسره راسته 
وهي مښوکه ، زما په زړه کې 
له خواږه درد يې ، جارشم ادکې


توږي په ورو ،ورو ، زنګ مې له زړه نه 
په هنر باسي ، جنګ مې له زړه نه 
کله غزلې ، راباندې وايي 
کله يوه ښکلې ، راباندې ستايي


چې يو ناڅاپه ، يو څوک راياد شي 
دا نو يا چيغه ، يا هم فرياد شي 
چې چاته ليکم ، د مينې کرښې 
دا هم راووځې ، د درد له پرښې


بس په مښوکه ، ټکي را ټول کړي 
دا يو ګلاب کړي ، دا بل غاټول کړي 
ها تېرې هېرې ، زمانې راوړي 
ستا د يادونو ، خزانې راوړي


چې يا له ځانه ، يا له جهانه 
يا مرور شم ، له خپل ارمانه 
دا مو په چل چل ، سره پخلا کړي 
ملنګ سړى وم ، جوړ مې پاچا کړي


چې مې په زړه کې ، غوټه پيدا شي 
دا پسې راشي ، ناڅاپه واشي 
د کرکې غرونه ، راته اوبه کړي 
په وچ کمر کې ، ګلان راشنه کړي


پر سره انګار مې ، پښې يبلې بيايي 
د اوبو ساز مې ، په غوږ کې وايي 
زما استاذه ، زما ملګرې 
راته ډبرې ، کړي مرغلرې


چې راخورې شي ، د کفر لړې 
دا مې په وړانګو ،کړي سترګې غوړې 
په ويرانۍ کې ، په ابادۍ کې 
راسره مله ده ، په غم ښادۍ کې


پټه يې ساتم ، د زړه پنجره کې 
يا يې د سترګو ، په دروازه کې 
د راز کيلي ، يې ماته راکړې 
بنديخانه يې ، راته وا کړې


همدا مرغۍ ده ، راباندې ګرانه 
له لارويو ، هم له کاروانه 
په تورو شپو کې ، رڼا نوميږي 
دا مرغکۍ مې ، ژړا نوميږي



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: د شاعرانو کاروان
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۷/۰۸

ډیر راباندې ګران یې خو اوس ستالیده ګران شوي دي
یاره مهربانه چي دا څه درباندي شوي دي


ته دژمي لمرشوې په آسانه ښکاره کیږې نه
سترګو ته نظر شوې خو په سترګو لیدل کیږې نه


ستړې شولې خولې په تپوسونو پیدا کیږې نه
سحر که جادو دی که ټوټکې درباندي شوي دي


ته دښاره ووتې دنرخه چي ونه وځې
داګوره سراب دی فکرو کړه چي تیر نه وځې


شپه ده تروږمۍ ده تیندکونه چي تیر نه وځې
ته دآسمان ستوری شوې آسمان ته رسیدل ګران دي


ته دهما سیوری شوې ستا لاندې دریدل ګرا ن دي
ته یوداسې خوب شوې چي تعبیر یې اوس کیدل ګران دي


ځکه په کتو دې دادوه ستر ګي څلورشوي دي
ته دحاسدانو دحسده پروا مه کوه


سترګه دسبا شه نوره ترهه دچا مه کوه
هم دنظر بازو له نظره پروا مه کوه


داسې سپیلني په خروارونو لوګي شوي دي
زه ستا د سترګودخوږې مینې پوروړی یم


ستا دمحبت دلوی دریاب یو نیزوړی یم
زه په تصور کې دې خبرې ته سوچ وړی یم
لږ خو ما خبر کړه چې دا څه راباندې شوي دی



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۷/۰۵
 
اعلان.

.:: کلیک ::.