هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۳۱ خپرندوی

د بگرام هوايي ډگر رامنځ ته کیدل

پر افغانستان باندی د پخوانی شوروي د یرغل پر مهال په همدې ولسوالۍ کې یو لوی هوايي ډگر جوړ شو او له مسکو څخه رارسیدونکې او دې ښار ته تلونکو الوتکو به له همدې هوایي ډگر څخه پروازونه کول.هغه وخت په دې هوایي ډگر کې کوم زندان موجود نه وو او یوازي د هوايي قواوو صاحب منصبانو ته په کې د استوګنې څو بلاکونه په پام کې نیول شوي ول.

د هوایي ډگړ خرابیدل

په ۱۳۷۵ او ۱۳۷۶ کلونو کې د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د نښتو په پایله کې د بګرام هوايي ډگر ته سخت زیان واوښت. هغه وخت دغه سیمه تر ډیرې مودې پورې د ښکیلو غاړو د جګړې لومړۍ کرښه وه.

د امریکايي ځواکونو اډه

کله چې د طالبانو واکمنۍ ړنګه شوه ایتلافي ځواکونو د بګرام هوايي ډگړ په خپله ولکه کې راوست او دغه سیمه يې د خپلو الوتکو د ناستي پاستي له پاره د یوه لوی مرکز په توگه وټاکله.

له .dw. څخه په مننه



تړاو: شننه او څېړنه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۳۱ خپرندوی
پنځه ستر شخصيتونه چي لوړي زده کړي يې نه وې کړي


ارنسټ
همینګوی - امريکايي  ليکوال


http://www.civilwar.com//media/alincoln.gif

ابراهام لینکلن د امريکا مخکنى ولسمشر



http://www.aftabir.com/lifestyle/images/77632966987919031fc2364739e1124c.jpg
راکفلر - آمریکایي ملياډر

ویرجینیا ولف - بریتانیايي ليکواله

برنارد شاو

برتانيايي ننداره ليکونکى او ليکوال


تړاو: نوموتي
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۹ خپرندوی


فکري ازموينه

يوه ښځه د خپلي مور په فاتحه کي د يو داسي ځوان سره مخ سوه چي مخ کي يې هغه ځوان نه و ليدلى ښځه ددې ځوان په ليدلو سره سمدستي پر مينه سوه، او هغه يې د خپل ژوند روح وګاڼه.

ښځي هوښ او حواس د لاسه ورکړل او ددې سړي په فکرو داسي ډوبه سوه چي نه يې د هغه څخه د نوم ، د ځاى پته او يا ټلفون نمبر، هيڅ هم ونه پوښتنل.

څو ورځي تيري سوې ښځي د هغه ځوان په ليدلو پسي سرګردانه وه، چي يوه ورځ يې د ځوان په لټه خپله خور ووژل.

ستاسو په فکر ولي دې ښځي خپله خور ووژل؟


ښه فکر وکړئ بيا جواب لاندي

د بشپړ مطلب

په برخه کي  وګورئ



تړاو: ازموينه

د مطلب پاته برخه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۸ خپرندوی


ولسمشر محمد داود له همېشني عادت سره سم تر کار وروسته يا د رخصتيو په ورځ په شخصي موټر کي په پرمختيايي پروژو ګرځېده او يا يې د خلکو احوال اخيسته.

عسکر يا ساتونکي يې له ځانه سره نه بېول، ډېر ځله به يې په لاره کي له خلکو سره خبري کولي، خو چا نه پېژانده.
يوه ورځ چي له دغسي يوې کتني راستون شوى و، ماته يې وويل چي د گارډ قوماندان ورته راوغواړم. را مي وست... پوښتنه يې ترې وکړه:
بچپه زه بندي يم؟ هغه وويل نه صاحب، ولي؟ ده وويل:
نه، هرومرو بندي يم، ځکه چي په بندي پسي عسکر روان وي او نن مي کتل چي تاسي پټ پټ په ما پسي راروان واست! غواړئ ما وساتئ؟ له چا مي ساتئ؟
که چیري ما خلک ونه غواړي نو يو يا دوه عسکر څه چي ټانکونه مي هم نشي ساتلى.
دا خبره يې وکړه او په کلکه يې له قوماندان نه وغوښتل چي نور به د ده پسې عسکر نه ځي.
د ريښتیني مشر هره کارنامه د خلکو په زړونو کي ځای لري

محمد طارق بزګر


تړاو: خاطره
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۷ خپرندوی

هغه پخواني موږکان لا اوس نسته

چي په تلکه به يې ځان ګرماوه



تړاو: خوځيدونکي تصوير
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۷ خپرندوی
په دنيا کي انسانان په مختلفو ناروغيو اخته کيږي چي هره ناروغي ځانته درد او زحمت لري، دا کوچنۍ نجلۍ په يو ويرونکي ناروغي اخته ده او نسي کولاي چي د ژوند له خوښيو څه خوند واخلي.


دختر وحشتناک

رونابګوم  هندۍ نجلۍ چي د ١٨ مياشتو ده،

د يو بدي ناروغۍ چي ((hydrocephalu))  په  نوم ياديږي کړيږي.


دختر بدشانس


 دا ناروغي ددې سبب سوې چي ډيري اوبه ددې نجلۍ مغز ته ننوتي او هلته پاته دي،  ددې نجلۍ کورنۍ په يو کليواله سيمه (جيرانا) کي اوسيږي دومره پيسې نه لري چي ددې نجلۍ درملنه په وکړي.


دختر وحشتناک

دختر بدشانس


تړاو: جالب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۶ خپرندوی
٣٠ کلنه سوتلا کولو سوا د روسيې د پلازميني اوسېدونکې ده، چي ډيره خلاقه انځورګره او رسامه ده، د پنځو کلو را پدې خوا يې پر لاسونو د نقاشۍ هنر پيل کړى.

کولوسوا په ډير ظرافت او هنر يت سره د ښځو پر لاسونو نقاشي کوي د نوموړي دې هنر ډير مينوال ور مات کړي.

دا نقاشي د يوې ورځي لپاره پر لاسونو پاته کيږي او د اوبو سره د تماس په وخت له منځه ځي.


http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%A1%D9%A1%D9%A1%D9%A1%D9%A0.jpg

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%87%D9%86%D8%B1%D9%A1.jpg

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%A1%D9%A1%D9%A1%D9%A3.jpg

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%A1%D9%A1%D9%A5.jpg

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%A2%D9%A2%D9%A2.jpg

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%A7%D9%A7%D9%A7.jpg

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%A4%D9%A4%D9%A4.jpg

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%A3%D9%A3%D9%A3.jpg

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%A1%D9%A1%D9%A7.jpg



تړاو: هنر
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۶ خپرندوی

خلق خوښ په خوب اوده وي دى بې خوبه

د پالنګ د پاسه خوب وي پرې محال

پټ په پټه وبله اوړي تر صباحه
د ښه لفظ، د ښه مضمون په اتصال

چي د شعر فکر ورشي په مجلس کي
نور عالم خندا هوس کا دى ملال

کله کله يې مخ پټ شي په ډېر فکر
چي په ده د لېونتوب شي احتمال.

دانايي، علم، حکمت په کي زياتېږي
څوک چي ښه وکا د شعر استعمال

د هر بحر يې په شمار واړه حرفونه
په تقطيع سره يې جمع انفصال.

شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دى
نه د هر يوه وږسترګي د کنګال

شعر کار يا د سالک يا د مالک دى
د عاشق دى، د دردمن دى، د ابدال.

د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چي د شعر دردانې پلوري په مال.

قصيدې لرم غرا له هره بابه
په حکمت، په نصيحت کي مالامال

په تعريف د دلبرانو غزلونه
په صفت د سترګو،وروځو،زلفو،خال

رباعي ده ، که قطعه، که مثنوي ده
همګي واړه ګوهر دي در و لال

په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه مي مه غواړه مثال

طبيعت مي عطائې ، نه د تحصيل دى
که خبر يم د املا په استعمال.

بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړه
ګڼه شعر د پښتو وو غيرسال

نه يې وزن، نه تقطيع، نه يې عروض وو
دوه مصراع يې د خفيف بحر، دوه طال

د غزل نه يې مطلع، نه يې مقطع وه
نه صفت، نه يې تشبيه، نه يې مثال

مګر زه يې چي ګويا په شاعرۍ کړم
پښتانه يې پوهول ايزد تعال

په دا بندوبست به نور تر ما بهتر شي
پس له ما چي کا د شعر قيل وقال.

ګلستان زما د ميني شګفته شو
پرې وهي شيدا بلبله پر و بال

ګلدستې يې لور په لور په ملک خورې شوې

تر کابله، تر کشميره ، تر بنګال

هر مضون ته چي د زړه توجه وکړم
طبيعت يې راکوي په استعجال

د الهام غوندي خبر وي چي رادرومي
چي زما په زړه نزول کا لايزال

درست ديوان مي لکه باغ د علم ګنج دى
په کي هر رنګه ګلونه، هر نهال.

په غزل، په رباعي مي زړه مين دى
چي مداح يم د دلبرو د جمال.

زه مداح د هيچا نه يم بې د کښليو
د نور چا په صفت نه لرم يو قال

زه څه، خداى په کښلي مخ باندي مين دى
ګوره احسن القصص په استدلال

نه مي طمع له چا ده چي مدح گوى شوى
نه مي چا سره لباس شته، نه ټيټال

که د هجوي له غندني درته وايم
فردوسي مې په دا کار کي نه دى سيال

فردوسي لري څو بيته له محموده
زه لرم د اورنګزېب د ذم جوال

چي د دور شاهنشاه د ذم لايق شو

د غندني ګڼه هر يو آق سقال

ما هم هېڅ تقصير په ذم د چا و نه کړ
د اورنګزېب بادشاه په غاړه دا وبال

په دوران يې درست جهان سره ګډوډ شو
ته به وايې زمانه شوه د دجال

خدايه، هومره مهلت ورکړې په دنيا کي
چي کاږه کارونه سم کاندې خوشحال


تړاو: د توري او قلم بابا
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۵ خپرندوی
 

رښتيا هم وايم، خوشالي د ملت هم غواړمه

عجب ساده يمه لا سر سلامت هم غواړمه

 

كه ستورى نه يم د اسمان تمنا هم نه كوم

كه يم ګلاب نو بيا د خاورو قربت هم غواړمه

 

د تورو سترګو په خبره دي ښه وپوهېدم

خو د سرو شونډو له جانبه دي ست هم غواړمه

 

زه چي راغلى ومه، تا ته مي سپارلى و زړه

نن زه هم ځم او هغه خپل امانت هم غواړمه

 

په سترګو خوند، په ګوتو درد راټولوم دروېشه

ګل ته كه ځم نو د اغزي نزدې كت هم غواړمه


دروېش درانى


تړاو: غزلزار دروېش
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۵ خپرندوی

١: د نړۍ د کوچني ترين مغز څښتن


http://3.bp.blogspot.com/_BEogiLoYMCk/TJC_lyhxR-I/AAAAAAAABgc/HCIqKoC8550/s1600/bush-thinking-hard.jpg



٢: په نړۍ کي کوچنۍ ترينه کيمره


http://2.bp.blogspot.com/_BEogiLoYMCk/TJC4u3LgtkI/AAAAAAAABeM/v1enF28Crv8/s1600/7823_20080745541.jpg



٣: په نړۍ کي کوچنۍ ترينه پيشو


http://3.bp.blogspot.com/_BEogiLoYMCk/TJC4vNyMShI/AAAAAAAABeU/MIo_gpxA5PM/s1600/3558818_320X240.jpg


٤: په نړۍ کي کوچنۍ ترينه سمساره



٥: په نړۍ کي کوچنى ترين سړى  (٢ فوټه او ٣،٤٦ انچه)



٦: په نړۍ کي کوچنى ترين موزيم



٧: په نړۍ کي کوچنۍ ترينه څرخکه


٨: په نړۍ کي کوچنۍ ترينه شرموښکۍ

http://2.bp.blogspot.com/_BEogiLoYMCk/TJC5IjfZ9dI/AAAAAAAABe8/JBKac1HP5tc/s1600/image_preview.jpg



٩: په نړۍ کي کوچنى ترين آس



١٠: په نړۍ کي کوچنۍ ترينه ويب پاڼه


http://www.guimp.com




١١: په نړۍ کي کوچنى ترين سپى


١٢: په نړۍ کي کوچنى ترين ماهى(کب)


١٣: په نړۍ کي کوچنى ترين ٤ سلنډره ماشين

١٤: په نړۍ کي کوچنى ترين د واوري سړى


١٥: په نړۍ کي کوچنى ترين ربوټ

١٦: په نړۍ کي کوچنى ترين ماشوم(کوچنى)


١٧: په نړۍ کي کوچنى ترين ښار

١٨: په نړۍ کي کوچنۍ ترينه نجلۍ ( ١ فوټ او ١١ انچه)

١٩: په نړۍ کي کوچنى ترين کور


٢٠:  په نړۍ کي کوچنۍ ترينه ملا (١٥ انچه)






تړاو: جالب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۴ خپرندوی

http://ups.night-skin.com/up-92-01/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D9%85%D9%8A%D9%86%D9%87-%D9%82%D8%B1%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%8A.jpg


يو ښوونکي په ټولګي کي له زده کوونکو څه وپوښتل،

ايا د ميني په اړه داسي څه ويلاى سئ،

چي ريښتينې مينه څنګه وي ؟

يو زده کوونکي وويل بخښه کول مينه ده،

بل ويل چي ګل ډالۍ کول،

زړه را کښوونکي الفاظ جوړول مانا مينه،

يو بل بيا  د دردنو زغمل او د خوښيو شريکول مينه وبلل.

  ددوي له منځه يو شاګرد ولاړ سو،

بېله دې څخه چي د ميني په اړه خپل نظر وړاندي کړي،

يو لنډه کيسه يې شروع کړه:

ځوانه جوړه ښځه او خاوند چي  ژوي پوهان وه،

  يوه ورځ د معمول سره سم و ځنګله د څيړني په موخه تللي وه،

کله چي په ځنګله يو غونډۍ ته ورسيدل ځاى پر ځاي و درېدل.

ګوري چي يو غټ پړانک يې مخ ته ولاړ دئ،

د سړي سره نه د ښکار توپک و ، او نه يې د تيښتي لار درلودل.

د ميړه او ميرمني رنګ الوتى وو،

د پړانګ په وړاندي د هيڅ حرکت توان  يې نه درلود،

پړانګ کرار کرار ددوى پر خوا ور روان وو.

 پدې وخت کي سړى په ځغستا سو او او ښځه يې يوازي پرېښوول،

بېله ځنډه پړانګ په سړي پسي منډه کړه،

تر څو دقيقد وروسته د سړي مرګوني نارې د ښځي تر غوږ سوې.

پړانګ ولاړئ او ښځه ژوندۍ پاته سوه.

 کيسه چي تر دې ځايه ورسېده،

زده کوونکو د سړي پر ملامتي او ناځواني خبري پيل کړې،

چي ولي يې ښځه يوازي پريښوول او دى وتښتيدئ.

کيسه ويونکي وپوښتل،

پوهيږئ چي ځوان د مرګ په سلګيو کي څه ويل؟

زده کوونکو تر لږ فکر وروسته وويل،

کيداي سي هغه د خپلي ميرمني څخه بخښه غوښتي وي،

چي هغه يې يوازي پرېښول!

 کيسه ويونکي زده کوونکي جواب ور کړ : نه!

د هغه ځوان وروستۍ خبري دا وي:

(( ګراني ته زما تر ټولو ښه او ښايسته مينه يې،

د اولادونو دي ښه پالنه کوه،

هغوى ته ووايه چي پلار مو ستاسو سره ډيره مينه درلودل.))

د زده کوونکي تر سترګو اوښکي رواني وې،

په ژړا سره يې کيسې ته دوام ورکړ:

ټول ژوي پوهان پوهيږي چي،

پړانګ پر هغه چا حمله کوي چي هغه ځانته حرکت ورکړي او يا تښتي.

ځکه نو زما پلار و ځغستل،

د خپل ځان په قربانۍ سره يې زما د مور ژوند و ژغورئ.

دا ريښتيني او بې ريا مينه وه چي پلار مي د مور او زموږ سره درلوده.

 

پاملرنه: وفاداري او قرباني د ميني او دوستۍ ستره بېلګه ده،

که وفا او قرباني نه وي د ميني او دوستۍ قدر هيڅ ارزښت نه لري.

 


تړاو: په زړه پوري کيسې
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۴ خپرندوی

د سترګو ازموينه

پدې شکل کي تصوير وينئ؟

د څه شي تصوير دئ؟



فکر کوم چي نه يې سئ پيژندلاى

نور راسئ لاندي

د بشپړ مطلب

تڼۍ ته ټک ورکړئ وبه يې وينئ


تړاو: ازموينه

د مطلب پاته برخه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۳ خپرندوی
http://files.afghanpaper.com/pics/201107/201107171352284733.jpg

د ښکلو هنرونو د څلورم کال محصلي زرلښتي د نورو ټولګیوالو په څېر د لمانځن غونډي لپاره په خپل دستمال باندي میزونه پاکول. د پوهنتون د خدماتو مدیر د زیارکښو محصلینو د نوملړ د لیکلو لپاره تالار ته را ننوت.‌
د پوهنتون د خدماتو مدیر : او دختر نام پدرت چیست ؟
زرلښته: داود.
د خدماتو مدیر:‌ پدرت چی کار میکند ؟
زرلښته: پدرم در صدارت کار میکند.‌
د خدماتو مدیر:‌در کجای صدارت ؟
زرلښته:‌در شورای وزیران.‌
د خدماتو مدیر: چی کاره است ؟ مامور است، اجیر است یا پیاده است ؟
زرلښته چي د میز په پاکولو هماغسي لګیا وه سر یې را پورته کړه او مدیر ته یې کړه چي:‌خو کار میکنه دگه امونجه.
د خدماتو مدیر په تنده لهجه: او دختر مه میگم که چی کاره است ؟؟؟؟؟
زرلښته: رئیس است.
د خدماتو مدیر: چی ؟؟؟ تو دختر داود خان استی ؟؟؟؟

د اتلانو بچیان لکه زرلښته داسي وي نه لکه زموږ د غلو بچیان چي د سپیو (باډیګارډانو)‌ له لاسه یې په لسمه کوڅه کي هم څوک ندي په کرار.‌
همدا خو د ریښتینو او غلو اتلانو تر مینځ توپیر دی
!!!!

د محمد تنها څه په مننه


تړاو: خاطره
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۳ خپرندوی

استاد عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى په ١٢٩٨ هجري لمريز کال کي دې نړۍ ته سترګي وغوړولې.

پژواک د افغانستان يو نوموتى شاعر، عالم او سياست پوه و.

استاد پژواک ، د ١٣٧٤هجري لمريز کال دغبرګولي په ١٨مه د پنجشنبې په سهار ، د١٩٩٥زيږديز کال د جون د مياشتي ٨مه چي داسلامي نړۍ له وير او ماتم يعنې دعاشورا له ورځې سره سمون خوري، د شپږ اويا کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې . _ انا لله و انا اليه راجعون)

 

د حمام لُنګ

په ظاهر کي ډېر خیالي دي دا وګړي
په باطن کي زښت خالي دي دا وګړي

په عمل کي ئې بری موندلی ندی
په وینا کي بریالي دي دا وګړي

نه ئې نوم شته نه ئې نښه خپل وطن کي
امریکا کي نومیالي دي دا وګړي

د پردي په غلامۍ کي رقابت کړي
ټینګ ولاړ په خپل سیالي دي دا وګړي

تَبَعه د امریکې شول دا بې ننګه
ګوره هسې ننګیالي دي دا وګړي

په دنیا کي خو شتمن او مستان ګرځي
خو محشر کي ډېوالي دي دا وګړي

واړه واک ئې د پردي خو په وطن کي
مدعي د واکمني دي دا وګړي

لکه لُنګ دي د حمام واړه "پژواکه!"
د هر تن د ځان کالي دي دا وګړي


استاد عبدالرحمن پژواک
د "بانوی بلخ" له مجموعې څخه


تړاو: پژواک
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۱ خپرندوی

دل پښتون دلدار پښتون ریبار پښتون
عشق پښتون نظر پښتون پرهار پښتون

ننګ دی که غیرت دی په همدې کي دی
شان پښتون ټوپک پښتون دستار پښتون
...
تل به ئې په زړه کي احترام کوم
دود پښتون دستور پښتون رفتار پښتون

جنګ، جهاد مېړانه د پښتون مانا
پښت پښتون منصور پښتون هم دار پښتون

سر ښندل بایلل ئې دي په خټه کي
ننګ پښتون فرهنګ پښتون انګار پښتون

هرڅه ښکلي ښکلي په پښتو کي دي
خیال پښتون احساس پښتون قرار پښتون

نه خوښوم پرته له پښتون مینه
ته پښتون هغه پښتون ټول آر پښتون

تل به ئې بازار د مینې ګرم وي
سیند پښتون منګی پښتون نګار پښتون

خوند کوي فقط له پښتنې سره
ټیک پښتون، پیزوان پښتون او هار پښتون

پورته شه ساقي د میو جام ډک کړه
غم پښتون هوس پښتون خمار پښتون

وخت د نو بهار دی غږ ترې پورته کړه
ساز پښتون آواز پښتون بهار پښتون

دا به زما تقوا همیش ملګرې وي
شعر پښتون قلم پښتون شعار پښتون


له مصطفى پسرلي څه په مننه

‎‎

 


تړاو: د ليکوال له فيس بوکه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۱ خپرندوی


درې (۳)  پوښتني

 

يو ځوان د زده کړو لپاره له هیواده بهر تللی و.

کله چي راوګرځېد نو له خپل پلار څخه یې وغوښتل

 چي یو دیني عالم او متخصص وروپیژني

تر څو د هغه درو (۳) پوښتنو ته ځواب ووايي.

 بالاخره د هغه پلار وتوانید

چي یو اسلامي عالم ورته پیدا کړي.

ځوان وپوښتل ته څوک يې،

 ایا ته زما پوښتنو ته ځواب راکولای سې؟

دیني عالم وويل زه د الله جل جلاله بنده یم او

 ان شاالله چي ستا د پوښتنو ځوابونه به درکړم.

ځوانورته وويل آیا ته باوري يې؟

ځکه ډیرى پروفیسران او متخصصین ددې وړ نه وه

چي زما ځواب ووايي.

دیني عالم: زه به دالله په مرسته خپله پوره هڅه وکړم

 چي ستا ځواب ووایم.

ځوان وویل:  زه درې(۳) پوښتنې لرم:

اوله پوښتنه: آیا خداي شتون لري؟

که وي، نو د هغه بڼه راته وښیه؟

دویمه پوښتنه: تقدیر څه ته وایي؟

دریمه پوښتنه: که شیطان له اور څخه پیدا سوى وي،

ولي په اخر کي دوزخ ته غورځول کیږي،

په داسي حال  کي چي دوزخ هم له اور څخه جوړ سوى دئ؟

 دوزخ به په حقیقت کي هغه ته هیڅ ضرر ونه رسوي ځکه

چي دوزخ او شیطان دواړه له یو شي (اور) څخه جوړ سوي.

آیا خدای ددې په اړه څه فکر کړی و؟

عالم یو ناڅاپه دغه ځوان د هغه پرمخ یوه کلکه څپیړه وواهه.

ځوان (د قوي درد په حس کولو) وویل:

ولي ماته په غوسه سوې؟

ديني عالم: زه په غوسه نه یم.

 دغه څپیړه ستا د درې واړه پوښتنو ځواب دی.

ځوان: زه پوه نه سوم.

ديني عالم ورته وويل تا زما له څپیړې وروسته څه احساس وکړ؟

ځوان: بلي، ما د درد احساس وکړ.

ديني عالم: آیا ته باوري يې چی دا درد شتون لري؟

ځوان: بلې ، هو

ديني عالم: ماته ددې درد شکل او صورت وښیه!

ځوان: زه یي نه سم ښودلاي.

ديني عالم: دغه زما ستا لپاره اول ځواب دی.

 مونږ ټول د الله شتون غیر لدې چي د هغه صورت وګورو احساسوو....

 آیا تا تیره شپه خوب لیدلی و  چي زه به تاته څپیړه درکوم؟

ځوان: نه

ديني عالم: دې ته تقدیر وايي،

 او دا ستا د دوهمي پوښتني ځواب سو.

ما چي ته په کوم لاس ووهلې،

دا لاس د څه شي څخه جوړ سوى؟

ځوان: ستا لاس له غوښي جوړ دی.

ديني عالم: او ستا مخ له څه شي جوړ دی؟

ځوان: له غوښي څخه.

ديني عالم: زما له څپیړي وروسته دي څه احساس وکړ؟

ځوان: د درد احساس

ديني عالم: همداسې ده.

او دا ستا د دریمی پوښتنی ځواب سو.

 سره لدې چي شیطان او دوزخ دواړه له یو شي (اور) څخه جوړ دي

خو بیا هم که الله وغواړی نو دوزخ به ورته د عذاب یو سخت ځای کړي. 

 


تړاو: ښه دليل
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۰ خپرندوی

افغانستان ( د افغانانو مېنه ) په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کي راګير هېواد دى.

 دا هېواد، چي پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد شوى ، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو.

ځينې مورخين ليکي ، چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې  تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې  رسېده .

د احمدشاه باباامپراطوري وار په وار د ده د لمسيانو او بيا دمحمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه .


د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت :

د  افغانستان شمال او سوېل لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره  ٢٤٣٠ کيلو متره ، په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤ کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له تاجکستان سره  ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي  پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو او ٣٩٨  ولسواليو وېشل شوى دى.


د افغانستان ٣٤ ولايتونه :

  1. بدخشان
  2. بادغيس
  3. بغلان
  4. بلخ
  5. باميان
  6. دايکندی
  7. فراه
  8. فارياب
  9. غزني
  10. غور
  11. هلمند
  12. هرات
  13. جوزجان
  14. کابل
  15. کندهار
  16. کاپيسا
  17. خوست
  1. کونړ
  2. کندوز
  3. لغمان
  4. لوګر
  5. ننګرهار
  6. نيمروز
  7. نورستان
  8. روزګان
  9. پکتيا
  10. پکتيکا
  11. پنجشېر
  12. پروان
  13. سمنګان
  14. سرپل
  15. تخار
  16. وردګ
  17. زابل

د افغانستان ډېموګرافي

ژبې

په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ور|باندې په مختلفو ګړدودونو خبرې اترې كېږي.

مذهب

په مذهبي توګه د افغانستان ۹۹% سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لدې ډلې څخه له ۸۵% تر ۸۹% پورې سني او ۹% تر ۱۵% شيعه جوړوي او يو په سلو کې د نورومذهبونو پيروان،لکه هندوان ،سکان او ډېر کم عيسويان  جوړوي

ښوونه او روزنه

په ملي کچه په هغو کسانو کې ، چې تر ۱۵کلونو لوى دي، د لوست ليک اندازه ۳۴په سلو کې ده ،  د نارينه وو په منځ کې د سواد کچه ٤٣،١  په سلو کې او په ښځو کې بيا دغه کچه له۱۰څخه تر ۱۵په سلو کې ده.


زنان افغانستان

زنان افغانستان



تړاو: آسيا
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۹ خپرندوی

د حاجي ميروس نيکه او د احمدشاه بابا ويناوي د ارواښاد اديب شيخ( شيخ عبدالغفور خروټي) په نظم پېلي مرغلري دي هيله چي اروښاد اديب شيخ له دعا هېر نه کړئ.




تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۹ خپرندوی
دا وني، بوټي، واوري او ګلونه مي وطن دى

دا غرونه مي هډوکي دي دا خاوره مي بدن دى

بېشکه چي بې وسه يم خو نه داسي ورک نه يم
په موټي کي مي اوس هم خپله خاوره خپل وطن دى

ته څوک يې؟څه دې نوم دى؟څه به ته څه به دي زور وي
ددې خاوري د زور خو؛ نه دهلي او نه لندن دى

داته څه يې دا ستا د ځانه څه طمع پيدا شوه
زمونږ خو هغه ځان دى چي په دې خاوره مين دى

که لاس دي ورله ور وړو د زور به يې خبر شې
ګرېوان د پښتون مه ګوره که هر څومره خيرن دى

خبر يې چي په دې وطن کي سر لرې سردار يې
دا سمه پښتونخواه ده دلته هر څوک قدر من دى

د ميني په وخت مينه وي د توري په وخت توره
بس دا زما د قام د هري نري پېغلي فن دى

نور نه کښېني ورځي د مغل خېلو خبر اخلي
خوشحال راپاڅېدلى دى شلولى يې کفن دى

 نه، نه زړه په غلطه يې په دې سړي تېروځي
نه داسړى زه پېژنمه دى خو دروغجن دى

چي هرڅه يمه، يم نه دروغژن نه منافق يم
چي کوم داغ مي په زړه دى هغه داغ مي په لمن دى

د ډېرو پسرلو په دعا جوړ نه شو صابره
هم هغسې خوږېږي هغه زخم دى زولن دى

ارواښاد صاحب شاه صابر


تړاو: ارواښاد صابر
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۹ خپرندوی

ډبۍ له  نن څخه ١٨٠ کاله مخکي يو ساده کلى و چي د ابوظبۍ د مشايخو تر تصرف لاندي اداره کيده.

په کال ١٨٣٣ م کي شيخ مکتوم بن بطي آل مکتوم د خپلي کورنۍ او خيښانو  ٨٠٠ کسيزه ډله د امارت ابوظبۍ څخه ودې کوچني کلي ته را وکوچول او هلته يې د آل مکتوم قبيلې حکمراني تاسيس کړه، تر دې وړاندي دبۍ يو کوچنى کلى و او د نور کلو سره يې هيڅ توپير نه درلود.

نن ورځ ډبۍ د نړۍ په سطحه د سوداګرۍ ستر مرکز دئ، که څه هم د ډبۍ اقتصاد پر تيلو او نفتو ولاړ دئ  ولي ډير عايد يې د جبل علي په سيمه کي پر بهرنيو اتباعو باندي د مځکو پلور دئ، چي هغوى پدغو سيمو کي د اوسيدلو، سياحت، ترانزيټ، سوداګرۍ او نور برخو کي کار کوي

نن ورځ ډبۍ په نړۍ کي د سوداګرۍ، تفريح ورزش او سياحت د لوى مرکز په توګه مطرح دئ، او د ډيرو نړيوالو توجه يې جلب کړې ده.

په ٢٠٠٠ کلو کي چي نړۍ د اقتصادي کرکيچ سره مخ سوه ډبۍ هم د لويو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه او ٣ کاله يې سختي ربړي وګاللې، ولي د پرلپسې کار او ښې رهبرۍ په برکت  په ٢٠١٢ م کال کي ډبۍ د نړۍ ٢٢  د لوړي بيې ښار ونومول سو او په منځنۍ اسيا کي يې اول مقام خپل کړ.

وګورئ چي ډبۍ د ختيځ او لويديځ د يوې ناوي په څير څومره ښايسته ده.

 

اكبر مجموعة صور لمدينة دبى

اكبر مجموعة صور لمدينة دبى

اكبر مجموعة صور لمدينة دبى

Post 08 fot 9 500x281 تصاویری زیبا از دبی

  نور په زړه پوري تصويرنه لاندي

د بشپړ مطلب

په برخه کي وګورئ


تړاو: آسيا

د مطلب پاته برخه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۸ خپرندوی

http://axgig.com/images/00463800670758865885.jpg


سړى چي سهار له خوبه راپاڅيد، ګوري چي تبر يې ورک سوى.

پخپل ګاونډي شک پيدا سو چي کيداي سي دا به هغه غلا کړى وي، ددې لپاره چي خپل ګاونډى وڅاري ټوله ورځ يې دده حرکات او کړه وړه تر نظر لاندي نيولي و.

متوجه سو چي ګاونډى يې د غله په څېر حرکت کوي، د غله په ډول پر لاره ځي، ټولي کړني يې داسي دي لکه يو شى چي پټوي.

نور يې نو شک په يقين بدل سو تصميم يې ونيوئ چي کور ته ولاړ سي، کالي بدل کړي او قاضي ته شکايت وکړي.

کله چي کور ته ورسيد تبر يې پيدا کړ،

ميرمني يې ځاى پر ځاى کړى و.

سړى بيا له کوره راووت او ګاونډى يې بيا تر نظارت لاندي ونيوئ،

دده نظر او فکر بدل سو د ګاونډي ټول کړه وړه، حرکات،

خبري د يو شريف سړي په څير ورته ښکاريدلې.



پاملرنه:

هر څنګه چي ته ځان ته ګوري هماغسي يې،

که فکر کوې چي هميشه به ناکام او موخي ته به ونه رسيږي

دا ريښتيا ده  بريالى به هم نه سې،

که دي ښه فکر کاوه او همېشه دي مثبت اړخ څېړئ،

نو هيڅ کله به ناکام نه سې.

خپل د فکر ډول دي بدل کړه.

يو عالم څه ښه ويلي دي:

(ځان داسې کړه لکه سمندر چي څوک دي اسرار نه سي معلومولای،

ځان داسي کړه لکه اسمان چي څوک دي هيلي نه سي درولای،

داسي سه لکه مرغه چي کړه وړه دي څوک له ګواښ سره

نه سي مخ کولای، داسي سه لکه ونه چي رېښې دي

څوک نه سي پرې کولای او داسي سه لکه ډبره چي څوک دي

نه سي ماتولای. . .

او ستا د خير کارونه بايد د هغه چاپه څېر وي چي پر شګو روان وي،

ږغ يې نه اورېدل کيږي؛ خو نښي يې څرګندي وي.)


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۸ خپرندوی
http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/himmats_picture_copy1.jpg

ليکنه : عبدالنافع همت


مولوي صالح محمد کندهاری او تعليمي ادبيات

کله چي د ارواښاد مولوي صالح محمد کندهاري نوم اورو نو د پښتو ژبي لومړی معلم مو سترګو ته درېږي او کله چي بيا د پښتو ژبي ادبيات پر څو دورو وېشو اووروسته د معاصرو ادبياتو دورې ته راځو نو هم يې مولوي صاحب له مخکښانو څخه ګڼل کېږي، ان دا چي يو شمېر خو يې د معاصر ادب موسس بولي. د مولوي صاحب ژوند ډېر اړخونه لري ،لکه معارف، ژورناليزم، سياست، ليکوالي، شاعري او داسي نور خو موږ يې دلته يوازي د معارف او ادبياتو پر ګډ ترکيب، ياني تعليمي ادبياتو خبري کوو .

 نامتو يوناني عالم ارسطو ادبيات په عمومي ډول پر څلور برخو وېشي لکه اسطوره، تراژيدي، کوميډي او حماسه، خو د نوو څېړنو په رڼا کي د ادبياتو نوي وېشونه هم سوي دي چي په دې وېش کي تعليمي ادبيات هم مطرح او نن په نړيواله کچه يو مهم بحث ګڼل کېږي. څرنګه چي په دې ليکنه کي د ادبياتو او تعليم پر ګډ جوړښت خبري کوو نو د ادبياتو په اړه دوو تيوريو ته لنډه کتنه هم ضروري برېښي.

ادبپوهان د ادب په اړه پر دوو برخو وېشل سوي دي: يوه ډله باور لري چي ادبي ليکني بايد خوندوري وي او بله ډله بيا وايي چي ادبي ليکني بايد ګټوري وي، چي پر همدې بنسټ هره ډله خپل دلايل او پلويان لري، خو دريم بحث هم سته، هغه دا چي که ادبيات هم ګټور او هم خوندور وي، نو چندان څوک ورسره اختلاف نه لري، هغه د چا خبره غوړي لا غوړ.

د مولوي صاحب له هنري ليکنو داسي برېښي چي پر همدې لاره تللی دی، ځکه دده ليکني هم هنري ارزښت لري، ياني هم خوندري دي او هم ټولني ته ګټه لري، دده اکثره کتابونه او ليکني که هغه نظم دی او که نثر د هنريت تر څنګ تعليمي پيغامونه لري، دده تعليمي او تربيوي مفکوره هم پر دين او هم پر نوي تمدن ولاړه ده چي د نوي ژوند غوښتني يې له دين سره ښې تړلي او ددې دوو ارزښتو تر منځ يې د اعتدال يوه کړۍ جوړه کړې وه. ده په هغه وخت کي د يوه سپېڅلي افغان او يوه تکړه معلم په توګه دا کار په خورا دقت او مهارت سره کړی دی.

د ښووني او روزني نوی علم يا موډرن پيډاګوژي د نوي نسل د روني لپاره په نهايي هدف کي څلور ټکي ټاکي. يو دا چي په سالمه زده کړه سمبال انسان بايد لومړی د خپلي کورنۍ لپاره ګټور تمام سي، ځکه چي د ټولني کوچني او اساسي واحد کورنۍ ده او فرد په کورنۍ کي زېږي او وده کوي. دوهم بايد د خپل هيواد لپاره ګټه وکړي، تر هغه وروسته سيمه مهمه ده او وروستۍ پوله يې نړۍ ده، هغه انسان چي داسي استعداد ولري چي بشري ټولني ته خدمت وکړي نړيوال شخصيت بلل کېږي.

په عمومي ډول علوم پر دوو برخو وېشل کېږي چي يو يې طبيعي او بل يې هم اجتماعي علوم دي، چي هره برخه يې خپلي څانګي او مفردات لري.

که موږ هغي دورې ته وګورو چي مولوي صاحب په هغه کي ژوند کاوه نو نه هغه مهال افغانسان د ښووني او روزني په برخه کي يوه موډرنه او روښانه پاليسي او نه يې هم د پيډاګوژۍ مسلکي کدرونه درلودل، خو مولوي صاحب د خپل لوړ استعداد او نبوغ له مخي په خپلو ادبي ليکنو کي، هغه که د رسمي تعليمي نصاب لپاره ليکل سوي او که په نورو کتابونو، مجلو او اخبارونو کي خپرې سوي دي هغه څه په پام کي نيولي چي د ښووني او روزني نننی علم يې ملاتړ کوي. د مولوي صاحب ليکني د محتوا له مخي خورا غني دي خو موږ يې دلته يوازي د ادبي ليکنو يو څو بېلګي را اخلو:

١- دين او مذهب : څرنګه چي د ښووني او روزني په هدفونو کي لومړی د يوې ټولني معنوي ارزښتونو ته پام ضروري دی او له بلي خوا مولوي صاحب خپله هم يو ديني عالم او متقي شخصيت و نو دې اړخ ته يې ډېر پام کړی دی او د اسلامي عقايدو، اسلامي اخلاقو، د اسلامي اصولو په رڼا کي ټولنيزي اړيکي او نورو اړخونو په اړه يې ډېري ليکني کړي دي، لکه د مدينې د لور ژړا، د عبرت کيسه، حمد، نعت، مناجات او داسي نور يادولای سو.

٢- اقتصاد: اقتصاد چي د معنويت تر څنګ د ټولني يو مهم اړخ دی هم د مولوي صاحب له ياده نه دی وتلی، لکه په پښتو مثنوي کي يې د ټولني د هغو متخصصينو، کارګرانو، کسبکارانو او هنرمندانو ارزښت ته اشاره کړې چي د افغاني ټولني په اقتصاد کي مهمه ونډه لري، دغسي يو نظم هم لري چي د بېلابيلو پيغمبرانو ( ع) د کسب او شغل ياونه يې پکښي کړې ده.

٣- سياست: مولوي صاحب سياست ته هم پوره پام کړی دی، مثلا د (دعائيۀ افغاني) په نوم يوه قصيده لري چي په هغه کي د هغه وخت د ويښتابه غورځنګونو، د نوي عصر غوښتنو، عصري تخنيک، د وخت د استعمار دسيسيې او تر څنګ يې د وخت د نظام د سياسي اصلاحاتو يادونه سوې ده، دغه ډول په پښتو مثنوي کي د پاچا، عسکر، والي او مامور رول او ارزښت هم خورا ښه تشريح سوی دی.

٤- ښوونه او روزنه: څرنګه چي مولوي صاحب خپله ددې ډګر اتل و نو دې خوا ته يې خورا دقيقه توجه کړې ده، په دې برخه کي ډېر مثالونه لرو خو څرنګه چي موږ يوازي دده تعليمي ادبيات څېړو نو دلته هم يوازي دده ( يوه ورځ غير حاضري ) نومي ډرامه او د مکتب د هلکانو لپاره ترانه يادوو.

٥- فرهنګ: اکثره علماء فرهنګ په عمومي ډول پر دوو عمده برخو، ياني معنوي او مادي برخو وېشي چي معنوي اړخ ته يې تهذيب او مادي اړخ ته يې تمدن وايي، مولوي صاحب ددې دوو اړخونو تر منځ خورا ښه تناسب ساتلی دی، د بېلګي په ډول په معنوي برخه کي يې ادبيات لکه متلونه، کيسې، ټوکي، ټولنيز اخلاق او نور اړخونه را اخيستي دي او د تمدن په برخه کي يې د کلال، نانوای، ترکاڼ، جولا، خټګر او صندلۍ نظمونه د يادوني وړ دي چي د افغاني ټولني ډېره روښانه انځورګري پکښي سوې ده.

٦- جغرافيه: د انسان په روزنه کي وراثت، تعليم او چاپېريال اساسي رول لري چي مولوي صاحب د افغاني چاپېريال ياني د سياسي جغرافيې ډېرو اړخونو ته پام کړی دی لکه کور، کوڅه، کلی، ښار، اجتماعي موسسات، هوا او داسي نور چي د صندلۍ نظم يې هغه هنري اثر دی چي د کابل سړه هوا انځوروي.

مولوي صاحب د ښووني او روزني په ډګر کي لومړی خپل وس له ټولني سره شريک کړی دی، خو چي کله يې فکر کړی چي د نورو پوهانو، شاعرانو او ليکوالو اثار هم دټولني د سالمي روزني په برخه کي ګټور تمامېږي نو هغه اثار يې هم د خپلي ټولني له روحيې سره سم سکښتلي او په روانه او ساده ژبه را ژباړلي دي چي په دې برخه کي د نامتو افغان عالم او متصوف مولانا جلال الدين بلخي د مثنوي نظمونو او حکايتونو ژباړه يادولای سو. مولوي صاحب په دې ډګر کي د پښتو ژبي اسلاف هم نه دي هېر کړي، نه يوازي دا چي خپله د نوي عصر د غوښتنو په پام کي نيولو سره ددغو مشرانو پر لاره تللی، بلکي د هغوی ځيني شعرونه يې هم په خپلو کتابونو کي راوړي دي چي په دې لړ کي د رحمان بابا او خوشال بابا ځيني شعرونه د يادوني وړ دي.

د لوستونکو او زده کوونکو پېژندنه:

د پيډاګوژۍ او تعليمي ارواپوهني علماء د ښووني او روزني په برخه کي له فزيکي، اروايي او ټولينز پلوه د زده کوونکو څېړنه او مطالعه ډېره ضروري بولي. دوی دغه څېړنه او ارزونه پر درو برخو وېشي، لکه د زده کوونکو ذوق، ضرورت او صلاحيت . دغه پوهان باور لري چي که موږ د تدريس په بهير کي له دغو درو اړخونو څخه يو هم له پامه وغورځوو، نو ښوونه او روزنه به هيڅ نتيجه ور نه کړي. دا چي د زده کوونکو او لوستونکو پر ضرورتونو مو مخکي خبري وکړې اوس يې پر ذوقونو بحث کوو:

الف : خندا او تفريح : نوميالی اروا پوه (فرويډ) په دې اند دی چي د خندا له لاري د انسان له وجود څخه ګڼ شمېر اندېښنې او ګرومونه وزي چي په نتيجه کي يې د انسان ذهن سپک او کار ته چمتو کېږي، ددې عمليې فزيکي دليل دا دی چي انسان د خندا پر مهال ډېر اکسېجن جذبوي او په نتيجه کي يې ډېره انرژي اخلي، نو په همدې اساس نن تعليمي اروا پوهان په تعليمي بهير کي خندا يو ضروري عمليه او يو ښه افزار ګڼي. مولوي صاحب دې اصل ته ښه ځير سوی دی، ځکه يې نو په خپلو کتابونو او ليکنو کي يو شمېر منظومي او منثوري ټوکي راوړي چي هدف يې له دې لاري د خپلو لوستونکو او زده کوونکو خندول او زده کړي ته چمتو کول دي.

ب : له حيواناتو سره مينه : د پيډاګوژۍ په ژبه دې علاقې او مينې ته د فعاليت اصل ويل کېږي. د ښووني او روزني پوهانو تر ګڼو څېړنو او تجربو وروسته يو شمېر اصول وضع کړل چي اوس په تعليمي ډګر کي د يوه موثر افزار په توګه کار ځني اخيستل کېږي. ددې لاري لارويان په دې باور دي چي انسان فطرتاً يو فعال موجود دی او تل غواړي چي د ژوند په ټولو چارو کي مداخله وکړي. انسان علاقه لري چي په خپل چاپيريال کي ټول موجودات له نژدې وويني او تجربه يې کړي، ځکه نو هر انسان د کوچنيوالي په پړاو کي غواړي چي د انسانانو تر څنګ حيوانات، مرغان، خزندې او نور موجودات هم له نژدې وويني او د هغوی ژوند وڅېړي. د پيډاګوژۍ پوهان پر دې ټينګار کوي چي بايد د کوچنيانو دغه خوی او غوښتني په دقت درک او د دوی له دې مينې او علاقې څخه د ښووني او روزني په بهير کي پوره ګټه واخيستل سي، مولوي صاحب دې واقعيت ته ښه ځير سوی دی، ځکه يې نو په خپلو ليکنو په تېره بيا کيسو او ټوکو کي حيواني کرکټرونو ته ډېره پاملرنه کړې او ددې کرکټرونو پر اوږو يې انساني پيغامونه سپاره کړي او د خپلو لوستونکو او زده کوونکو تر ذهنه يې ور رسولي دي.

ج: له ولسي ادب سره مينه : د انسان روزنه نه يوازي دا چي له ښووني، بلکي له نورو اجتماعي علومو سره هم ژوري اړيکي لري چي په دې لړ کي فولکلور هم يادولای سو.

د فوکلور يوه مهمه برخه ولسي ادب تشکيلوي چي په ولسي ادب بيا يوه غوښتنه برخه په کوچنيانو پوري اړه لري. د کوچنيانو ولسي ادب يوه برخه لويانو د کوچينانو لپاره پنځولې او بله برخه يې خپله د کوچنيانو تخليق دی ، نو د پيډاګوژۍ متخصصين تعليمي پيغامونه دولسي ادب په پوښ کي نغاړي او په دې ډول په تعليمي بهير کي له ولسي ادب څخه د يوه ښه افزار په توګه کار اخلي. مولوي صاحب په دې برخه کي هم خپل لوستونکي او زده کوونکي ډېر ښه پېژني، ځکه يې نو په خپلو کتابونو او ليکنو کي ګڼ شمېر متلونه، لنډۍ، نکلونه او ټوکي راوړي دي.

تر دې ځايه مو د لوستونکو او زده کوونکو پر ضرورت او ذوق خبري وکړې، اوس به د هغوی پر استعداد او صلاحيت خبري وکړو چي دغه موضوع د تدريسي ميتودونو په نوم يادېږي.

تدريسي ميتودونه :

څېړنو ښوولې چي انسانان د يادولو له پلوه پر څو ډلو وېشل سوي دي چي هره ډله يې په جلا ډول زده کړه کوي، چي دا لاره يا روش د ميتود په نوم يادېږي. د ښووني او روزني پوهان تدريسي ميتودونه په عمومي ډول پر درو برخو وېشي چي لومړی يې شفاهي، دوهم يې عيني او دريم يې هم عملي ميتودونه دي. دلته به وګورو چي مولوي صاحب په خپلو ليکنو کي کوم ميتودونه کارولي او څومره موثر دي:

الف : کيسه : کيسه ډېر موثر او په زړه پوري ميتود دی، ځکه چي کوچنيان له کيسې سره ډېره مينه لري نو که تعليمي مطالب د کيسې په فورم کي وړاندي سي کوچنيان يې په ډېره مينه مني. مولوي صاحب په خپلو کتابونو او ليکنو کي کيسو ته ډېر پام کړی دی، لکه حکايتونه، ټوکي، ډايلاګونه او يوه ورځ غير حاضري نومي ډرامه او داسي نور يادولای سو.

ب : رول پلې: رول پلې يا تمثيل انساني ژوند ته تر ټولو نژدې ميتود دی، ځکه چي د انسان د واقعي ژوند پېښې دي، لکه مخکي چي مو يادونه وکړه مولوي صاحب د يوه ورځ غير حاضري په نوم يوه ډرامه ګۍ ليکلې چي په حبيبيه ليسه کي د غازي امان الله شاه په حضور کي د نوموړي ليسې د زده کوونکو له خوا پر سټيج لوبول سوې هم ده. ځيني خلک دا ليکنه ډرامه نه، بلکي يوازي ډايلاګ بولي خو زه وايم چي ډرامه ده، ځکه چي يوه ډرامه معمولا موضوع، هدف، کرکټرونه، ډايلاګ، مکان، زمان، کشمکش، غوټه، پېښه او صحنه لري چي فکر کوم دا ډرامه دا ټولي ځانګړتياوي لري. د ډرامې په برخه کي زما تجربه داښيي چي کله د سټيج ډرامې سکريپټ يا متن په چاپي بڼه وړاندي سي نو ټول ډايلاګونه او حالتونه يې پر کاغذ د ليکولو وړ نه وي، ځکه چي کرکټرونو ته اکثره خبري د ډايريکټر له خوا په خوله ور زده کېږي، نو کله چي څوک دغه متن لولي ځيني برخي يې ګونګي ښکاري، ښايي له همدې امله به ځيني خلک فکر کوي چي دا يوه ډرامه نه، بلکي يوازي ډايلاګ دی.

ج : ډايلاګ : که څه هم ډايلاګ ته په يوازي سر ادبي او هنري اثر نه سو ويلای خو د داستاني ژانرونو لکه ډرامې، لنډي کيسې او ناول يوه مهمه برخه بلل کېږي. مولوي صاحب په خپلو تدريسي کتابونو کي څو ځايه ډايلاګونه راوړي دي چي د معلوماتو د انتقال بهير يې ډېر اسانه کړی دی، د بېلګي په ډول د پښتو ژبه لومړی ټوک تدريسي کتاب په (٩٣) مخ کي د ملاقات په نوم يو ډايلاګ راغلی چي د خټکيو د دوکاندار او يوه رانيوونکي تر منځ خبري اتري او سودا انځوروي.

د : عملي کار :دا ميتود ډېر موثر او معلومات ډېر ژر انتقالوي. مولوي صاحب په څو ډايلاګه او ډرامه کي هڅه کړې چي په تعليمي بهير کي د عملي مثالونو او تجربو انځورونه وړاندي کړي.

و: مقايسه : مقايسوي ميتود ډېر موثر دی چي په اکثرو داستاني اثارو کي کارېږي، په دې ميتود کي منفي کرکټر خپل او مثبت کرکټر د خپل استدلال او منطقو په رڼا کي عمل کوي، په پای کي يوه پېښه کېږي چي په نتيجه کي يې منفي کرکټر د خپل عمل ناوړه سزا ويني او په نتيجه کي لوستونکي يا تماشاچيان په غير مستقيم ډول زده کړه کوي چي په يوه ورځ غير حاضري ډرامه کي له همدې تخنيک څخه کار اخيستل سوی دی.

ه : له ماشوم څخه ماشوم ته د تجربې انتقال : په دې ميتود کي شاګرد له شاګرد څخه زده کړه کوي، ددې ميتود ګټه دا ده چي د شاګردانو ژبه، د استدلال او معلوماتو کچه تقريبا سره ورته ده، مولوي صاحب هم په يوه ورځ غير حاضري ډرامه کي دواړه کرکټرونه شاګردان ټاکلي دي چي په پای کي تماشاچيان د معلم له سزا څخه نه، بلکې په حقيقت کي د مثبت شاګرد له موقف څخه زده کوي چي مېلې ته د تګ پر ځای يې ښوونځي ته تګ غوره وباله .

د مولوي صاحب په اړه دې څېړني وښووله چي ده د هغه مهال له امکاناتو او شرايطو سره سم د وطن د بچيانو په سالمه روزنه کي يو ستر رول لوبولی دی، ان دا چي له ادبي ليکنو له لاري يې خلکو ته په داسي ډول زده کړه ورکړه چي معاصره تعليمي اروا پوهنه او پيډاګوژي يې هم ملاتړ کوي، خو له بده مرغه تر مولوي صاحب وروسته بل چا په دومره مينه او دقت دې برخي ته پام نه دی کړی.

دا يو روښانه واقعيت دی چي زموږ د اوسنۍ بدمرغۍ يو لوی عامل بې سوادي ده، که د امنيتي، اقتصادي، کلتوري او داسي نورو عواملو له مخي په رسمي ډول زموږ د ټولو ځوانانو اړتياوي نه سي پوره کېدای، نو شخصي زده کړي او هلي ځلي هم کولای سي چي په هيواد کي د بې سوادۍ کچه راټيټه کړي. فکر کوم نن تر بل هر وخت د ليکوالانو لپاره د کار او ډوډۍ پيدا کولو زمينه برابره ده، نو که زموږ ليکوال د خپلو ليکنو له لاري ځوان نسل ته هم يو څه ور زده کړي، يو خو به د اراښاد مولوي صاحب سپېڅلي لاري ګڼ لارويان پيدا کړي او بل به زموږ د ليکوالو هنري اثار د خوند پر ځای ولس ته ګټه هم ورسوي

يادونه : دا مقاله په هغه سيمينار کي اورول سوې چې د روان لمريز کال د غبرګولي پر ١٢-١٣ نېټه په کندهار کي د مولوي صالح محمد کندهاري د پنځوسم تلين په مناسبت جوړ سوی و. ليکوال

 


تړاو: شننه او څېړنه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۷ خپرندوی

تصاویری از بچه حیوانات دوست داشتنی ! (6) www.taknaz.ir
تصاویری از بچه حیوانات دوست داشتنی ! (6) www.taknaz.ir

نور لاندي  دبشپړ مطلب په برخه کي وګورئ خورا په زړه پوري دي


تړاو: حيوانات

د مطلب پاته برخه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۷ خپرندوی



تړاو: سرګرمي
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۵ خپرندوی

نور په زړه پوري انځورونه د بشپړ مطلب په برخه کي وګورئ



د مطلب پاته برخه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۵ خپرندوی


څيړونکي څو موږکان د ازمويني په موخه د اوبو حوض ته واچول تر څو دا معلومه کړي چي څومره وخت ژوندي پاته کيږي، ډير موږکان تر ١٧ دقيقو پوري ژوندى پاته نه سول، څيړونکي ددغو موږکانو له ډلې يو موږک مخکي تر ١٧ دقيقو  له اوبو را ويوست،تر لږ سا اخيستلو وروسته يې بيرته اوبو ته واچاوه.

 فکر وکړئ چي څومره وخت به ژوندى پاته سوى وي، او څومره مقاومت به يې کړى وي؟؟؟

٢٦ ساعته!!!!

جالبه ده يو موږک په ١٧ دقيقو کي مري او بل ٢٦ ساعته مقاومت کوي،

پوهيږئ چي ولي؟

تر څيـړنو وروسته دا جوته سوه چي دا موږک دبيا ژغورني په هيله ژوندى و، اميد يې درلود بيا به وژغورل سي، ددې هيلي سره تر ساعتو ساعتو ژوندى پاته سو.

هيله د ژوند محرکه قوه ده، بايد هر څه ته هيله ولرو ځکه چي بې هيلي ژوند مرګ دئ.



تړاو: ښه دليل
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۵ خپرندوی


د يوې نوم ورکي پېغلي د زړه ږغ

 عمر مي بس دغه و
چي تير په دغه رنګ شولو
يو خوا عشق يي
يوارمان کي
يو، جنون  کي
يو لټون کي
بس په تا پسي جانانه

زما په خيال کي ته وې
زما په خوب کي ته وې
زما په زړه ، زما ځيګر زما احساس کي ته وې

نو ځکه ما درپسې
لاري سار کړلې
تياري رڼا کړلې
شپې مي سبا کړلې
په دې لټون کي ګله
کله خندلي مي دي
کله ژړلي مي دي
د وسوسو په ټال کي
کله ځنګلي مي دي
ستا په تلاښ کي جانه
ما خپل ژوندون وبايلو
سترګي نظر ، سترګي ځيګر مي بايلود
ژړ ماځيګر ، ستړی ماښام او سپين سهر مي بايلو

خو اخير ومي موندې
داسي ښکاره سوه راته
چي ته هم زما په تمه
په انتظار وې زما

خو
تاته چي ما وکتل
سترګو دي سوال وکړ
چي
اې د ښايست ملوکې
تر اوسه چيرته وې ته
تر اوسه چيرته وې ته
تر اوسه چيرته وې ته

بيا لږ حيرانه سولې
لږ پريشانه سولې
چي ددې تيارو لارو نه
ددې اوږدو لارو نه
څنګه راتيره سولې
څنګه راتيره سولې

ما ويل خدای غني باچا دی
اوريدونکی د هر چا دی
که ژوند غواړي لږ دمه وکړه
دا غه نن شپه دلته وکړه

وای چي لوی الله
لوی الله لوي يې دربار دی
درکوي يې  درکوي يې
درکوي يې درکوي يې

ما ويل تنده مي شپه ماته
ټول غمونه مي شوه شاته
اوس به ټول عمر خنديزم
نور به چيري نه ژړيړم
نور به چيري نه ژړيږم
نور به چيري نه ژړيږم

خو
چي ځان ته مي لږ پام سو
نو وماته جوړ ماښام و

د مستۍ په ميکده کي
خالي شوی زما جام و
زما سترګي سوې بې نوره
شونډي يخي بې سروره
خوشحالي لاړه پناه سوه
د زړه خونه مي تالا سوه

نو

څنګه به تالره درځمه

څنګه به ستا ديدن کومه

څنګه به تا محسوسومه

څنګه به تا زه ښکلومه

اى زما د سترګو توره

اى زما د زړه کراره

 


تړاو: غزلزار
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۴ خپرندوی


پټ ښرموښان (ليوان)

سپين ږيري نيکه خپل لمسي  ته ويل

زويه په زموږ په مغزو کي دوه ليوان (شرمښان) پټ دي

 چي هر کار راباندي کوي

اول ليوه هغه دئ چي ټول شيطاني اعمال لکه:

 غوسه، درواغ، کينه، حرص او رټل سوي کارونه کوي.

دوهم هغه بيا ارام خوشحاله، هيله من، ريښتونى او عاجزه وي.

لمسي تر لږ فکر ورسته پوښتنه وکړه: 

نيکه جانه کم يو بريالى او کاميابه دئ؟

سپين ږيري نيکه بې له ځنډه جواب ورکړ:

هغه يو کاميابه دئ چي موږ يې مړوو او غذا ورکوو!


تړاو: درنه خبره
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۴ خپرندوی
لیکنه او ژباړه: حکمت سروش


که تاسو د کرکیټ او په ځانګړي ډول د لږو اورونو یانې شل اوریزو لوبو مینوال یاست، که چیرې مو د څلوریزو او غټو شپږیزو هیجانې خوند ته زړه کیږي. که له تېزو بالونو، د ویکیټې د غورځېدو او په یو دم د زرګونو خلکو د خوشالۍ له چیغو خوند اخلئ نو ستاسې انتظار په ختمېدو دی، ځکه چې ای پي ال ۶ په شروع کېدو دی.

د ۲۰۱۳ م، انډین پریم لیګ سیالۍ چې په مخفف یانې آی پي ایل (IPL) مشهوره دي، په ۲۰۰۷ کې پیل شوې او دا یې شپږم پړوا دی.

په دې سیالیو کې به نهه لوبډلې لوبې کوي چې د اپریل له دریمې نیټې به پیل او د می تر ۲۵ مې به روانې وي.

د پرانیستې مراسم به یې د اپریل پر دوهمه د هند د کلکتې ښار په سالټ لېک لوبغالي کې ترسره شي، چې د هند مشهور فلمي ستوري شاه رخ خان، کترینه او ډیپیکا به په کې ګډا کوي.

د دې تر څنګ به انګلیسي سندرغاړی پیټبول هم د خپلو مستو سندرو سره پروګرام مستوي.

شاه رخ ویلي چې د آی پي ایل د شپږم پړاو پرانیستونکی مراسم به داسې مراسم وي چې تر اوسه به چا په هند کې نه وی لیدلي.

په دې کې له نڅاګرو نیولې، تر اتش بازیو پورې هر څه وي.

د دې سیالیو د تېر کال اتل د شاه رخ خان لوبډله کلکته نایټ رایډرز ده چې په پایلوبه کې یې چنای سوپر کینګز ته ماتې ورکړې وه.

راځئ په دې سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو او لوبغاړو په اړه مالومات ولولو، په تېر پړاو کې یې له کارګردکۍ او پر راتلونکې هغه یې له تاثیراتو خبر شو.

کلکته نایټ رایډرز

روزونکی: ټریور بایلیس

د ۲۰۱۲ کارکردګي:

په وروستیو ۱۳ لوبو کې د ۱۰ په ګټلو سره یې د دې سیالیو تاج خپل کړ او اتل شو.

د ملا تیر:

شاه رخ خان، نه نه ټوکې کوم، که جدي ووایو د دې لوبډلې مهم سړی باید سنیل نراین وبلل شي چې تېر کال یې په ۱۵ لوبو کې ۲۴ لوبغاړي وسوځول او همدارنګه دې نومونه لا پسې خطرناک کړ چې توپوهونکی یې نه شي لوبولای او نه یې په چل پوهیږي.

ټوله لوبډله:

براډ هډین، برینډن مکالم، بریټ لي، دیباراتا داس، ایون مورګن، ګوتم ګمبیر، اقبال عبدالله، جاکیس کالیس، جېمز پټینس، لکشمي پتي بالاجي، لکشمي رتن شوکلا، منوج تیواري، منویندر بیسلا، محمد شامي، پردیپ سانګوان، رجت بتیجا، ریان مکلارن، ریان ټن دوسچاتي، سچیترا سینانایک، سرابجیت سینګ لدا، شکیب الحسن، سنیل نراین او یوسف پټان.

 

چنای سوپرکینګز

روزونکی: سټیپن فلیمنګ

د ۲۰۱۲ کارکردګي:

چنای لوبډله د تېر پړاو په پېل کې ډېر کمزوري ول، هیڅ به دې زړه ته نه لوېده چې کله له کلکته نایټ رایډرز سره په پایلوبه کې میدان ته راووتل. لوبه یې وبایلله، خو دا افتخار یې وګټی چې په ډېر زبردست ډول په پنځه کلونو کې د څلورم ځل لپاره پایلوبې ته راووتل.

د ملا تیر:

رویندرا جډېجا، د دوو میلیونو امریکايي ډالرو سړی ( په دې بیه لوبډلې اخیستی) که څه هم په چینای سوپر کینګز کې د خپل دې قیمت سره سم کار ونه کړ، خو موږ په دې هیله یو چې دا ځل به په ښه توګه رامخته کیږي. نوموړی په خپله ملي لوبډله کې ښه وځلېدی خو دا ځل باید په ای پي ایل کې، په پوره ۱۰ لوبو کې تر ۱۲ ویکیټو اخیستلو او ۱۹۱منډو جوړولو ډېر څه وکړي.

ټوله لوبډله:

اکیلا دنانجیا، البي مورکل، انیرودا شریکانت، انکیت سینګ راجپوت، بي اپاراجیت، بین هیلپینهای، بین لاغلین، کرسټوپر موریس، ډیک نانیس، ډاین براوو، فرانکوس دو پلیسیس، امتیاز احمد، جاسن هولډر، مایکل هسي، موهیت شرما، مهیندرا سینګ ډهوني، مورلي ویجې، نووان کلاسیکارا، آر کارتیکیان،  روي چندرا اشوین، رویندرا جډېجا، رونیت موري، شاداب جکاتي، سوبرمنیم بدرینات، سرېش راینا، ویجې شنکر، وریدیمن ساها.

ممبی انډینز

روزونکی: جان رایټ

په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:

په تېر پړوا کې یې دریم مقام وګاټه، د یوې نه هیرېدونکې شیبې سره چې د چنای سوپرکینګز په وړاندې یې په وروستي بال لوبه پای ته ورسېده. له ۱۶ لوبو څخه یې ۱۰ وګټلې.

د ملا تیران:

لسیت ملینګا او کیرن پولارد ته باید د ممبی انډینز مهمې څیرې وویل شي. سریلانکايي ملینګا د آی پی ایل تر ټولو خطرناک بالر دی، تېر کال یې په ۱۴ لوبو کې ۲۲ ویکیټې واخیستې نوموړي د ۱۶.۶۳ په اوسط سره ۸۳ لوبغاړي سوځولي.

ټوله لوبډله:

ابو نسیم احمد، اکشر پاټیل، ادیتیا تار، ایډین بلېزرډ، امباتي رایدو، امیتوزي سینګ، دوال کولکرني، دینېش کارتیک، دواین سمیت، ګلېن مکسویل، هربجن سینګ، جاکوب اورام، جلال سکسېنا، جېمز فرنکلین، کیرن پولارد، لسیت ملینګا، میشل جانسن، مناف پاټېل، نتن کولتر نیل، پیلیپ هګز، پوان سویال، پراګیان اوجا، ریکي پونټینګ، ریشي دوان، روهیت شرما، سچین ټنډولکر، سوریا کمار یادو، سوشانت مراټې، یوزویندرا سینګ چهال.

 

ډهلي ډېر ډیویلز

روزونکی: ایریک سیمونز

په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:

په لومړي یا د لیګ په پړوا کې لومړۍ شوه، خو په پلې افس (حذفي) پړاو کې یې مزه نه وه او له کتاره ووته.

د ملا تیر:

ښکاره خبره ده چې د دې لوبډلې مهمه څېره ویریندر سېواګ دی چې تېر کال یې په ۱۶ لوبو کې ۴۹۵ منډې جوړې کړي. خو موږ د دې لوبډلې د ملا تیر انموکت چاند بولو، د هند د نولس کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې کپتان چې تېرکال یې نړیوال جام وګاټه، دا ځل باید ده ته موقع ورکول شي چې وګورو څه کولای شي.

ټوله لوبډله:

اجیت اګرکار، اندر رسل، اریشت سنګاوي، اشیش نیهرا، سي ایم ګوتم، ډېویډ وارنر، غلام بودي، عرفان پټان، جیون میندیس، جیسي رایډر، جوهان بوتا، کیدر جیدې، کیوین پیټرسن، مهیلا جیوردنا، منپریت جونیجا، مورني مورکل، نومان اوجا، په ون نیګي، ریلوف وان در میروي، رایسټون دیاس، سیدارت کاول، سوجیت نایک، شهباز ندیم، اومېش یادو، انموکت چاند، ورون ارون، وینوګوپال راو، ویریندر سېواګ، یوګېش ناګر.

کینګز ایلېون پنجاب

روزونکی: ادم ګیلکریست

په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:

پنجاب لوبډله په مهمو او حیاتي لوبو کې ښه نه وه. له دریو کلونو څخه په پرله پسې ډول په دې نه دي توانیدلي چې مهمې لوبې وګټي. تېر کال یې د بایللو او ګټلو لوبو شمېر برابر و، او همدارنګه ویې نه شوای کولای چې پرله پسې دوې لوبې وګټي.

د ملا تیر:

اظهر محمود د دې لوبډلې داسې څېره ده چې د ټولو سترګې به ور اوړي، زموږ ټولو خوښ دی، د نوموړي شتون په لوبډله کې هیجان جوړوي او مقابل لوبډله له ویرې سره مخ کوي. اظهر ښه فلیډ، بېټینګ او بالینګ درې سره کولای شي. په ۲۰۱۲ کې یې په ۱۱ لوبو کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې او ۱۴ ویکیټي یې واخیستې، اوس برتانوی پاسپورټ لري او کولای شي په آی پي ایل کې ولوبیږي.

ټوله لوبډله:

ادم ګیلکریست، انکیت چودري، اظهر محمود، بارګې بټ، بیپول شرما، ډېویډ هسي، ډېویډ میلری، ډیمیتري ماسکارنهاس، ګورکیرات من سینګ، هرمیت سینګ بنسال، لوک پومېرسباش، منان اوهرا، مندیپ سینګ، منپریت ګوني، نیتین سایني، پریویندر اوانا، پاول والتایتي، پیوش چاولا، پروین کمار، آر ستیش، ریان هریس، سندیپ شرما، شان مارش، سیدارت چیتنیس، سني سینګ.

سن رایزرس حیدرآباد

روزونکی: ټام موډي

په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:

دا لوبډله تر دې وړاندې ډیکن چارز نومېده، تېر کال له منځه دویم شو، چې رښتیا شي هیڅکله یې هغه مقام ته ځان نه دی رسولی چې په کار وه.

د ملا تیر:

زبردست بالر ډېر سټېن، چې تېز دی، خطرناک دی او ظالم دی. د نړۍ په هر کونج او د کرکیټ په هر فارمټ کې یې ویکیټي اخیستي. او بې له شکه چې اغېزناک او ګټور بالر دی. تېر کال یې په ۱۲ لوبو کې ۱۸ لوبغاړي وسوځل. ښه شهکاري یې د دریو لوبغاړو په سوځولو سره یوازې د ۸ منډو ورکول و.

د ده تر څنګ شېکر دَون هم د پام وړ دی، خو د هغه زخمي کېدا به ټیم ته لوی زیان وي او کېدای شي د دې پړوا په ځینو لوبو کې ونه لوبیږي.

ټوله لوبډله:

اکشت ریډي، امیت مشرا، اناند رجن، انکیت شرما، اشیش ریډي، بیپلاب سمنترې، کامیرون وایټ، کریس لین، کلینټ مک کي، ډېر سټېن، ډېرن سامې، دوارکا روي تېجا، هنوما ویهاري، ايشانت شرما، جېن پاول ډومني، کرن شرما، کومار سنګکارا، نتن مکالم، پرتیو پاټېل، کوینټن دي کوک، سچین رانا، شېکر دَون، سودیپ تیاګي، تلایون سرګونم، تیسارا پیرېرا، وير پرتاب سینګ.

بېنګلور رویل چېلنجرز

روزونکی: رې جینینګز

په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:

د دوی د بېټنګ انتظام ته په کتو سره، تېر ځل پر پنځم مقام ختمېدل بدخونده کیسه وه، خو هغوی په پلې آفس یا حذفي لوبو کې د خپلو منډو د اوسط له لاسه وبایلله، او دا خبره داښيي چې ولې باید د لوبو د څوکه په څوکه ختمولو مخه ونیول شي.

د ملا تیر:

په ۱۵ لوبو کې یې ۷۳۳ منډې جوړې کړې، ۴۶ یې څلوریې ووهلې او ۵۹ هم شپږیږې، سټرایک رېټ یې ۱۶۰.۷۴ و. دا سړی له ویسټ انډیز څخه دی، چپ لاسی توپ وهونکی دی، ښه خوندسرده او خوش طبع دی، کریس ګېل یادوو.

ټوله لوبډله:

اې بي ډیولرز، ابیمنیو میتون، ابینو موکونډ، اندریو مکډونالډ، ارون کارتیک، چیتیشور پوجارا، کرییس ګېل، کریسټوپر بارنویل، ډېنېل کریسټین، ډېنېل ویټوري، هرشل پاټیل، جېدېو اونادکت، کې پي اپننا، کرون نایر، مایانک اګروال، مویسي هینرینکس، ورلي کارتیک، موتیا مورالیترن، پنکج سینګ، پرشانت پرمېشور، آر وینې کمار، روي رامپال، رودرا پرتاپ سینګ، ایس ارویند، سندیپ واریر، سوراب تیواري، شیلډون جکسن، سني سوهال، سید محمد، تيلاکرانتي دیلشان، ویجې زول، ویرات کوهلي، ظهیر خان.

پونې واریرز

روزونکی: پروین امري

په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:

د دې لوبډلې په اړه یوازې یو شی د خلکو په یاد دی، چې کله سورو ګنګولي د ویکیټ تر اخیستلو وروسته منډې وهلې او ورېښتان یې باد اخیستي ول او په ډېر زحمت یې په ده پسې ځان رساوه. بله یې لا دا چې مایکل کلارک هم دا کال د زخمي کېدو له امله په دې لوبو کې برخه نه شي اخیستلای.

د ملا تیر: پروېز رسول، په دې سیزن کې  ډېر ښه ولوبېدی او وځلېدی. نوموړی له جمو کشمیر څخه لومړنی لوبغاړی دی چې په آی پي ایل کې برخه اخلي. نوموړي د اسټرالیا د دورې پر وخت اووه ویکیټې واخیستې، که څه هم د آی پی ایل بال له هغه څخه فرق کوي، هیڅوک نه پوهیږي چې دی باید څنګه خپلې لوبډلې ته یو څه ورکړي. خو بیا هم د دې لوبډلې د مینوالو تمه ده چې ګوندې دی به په دې پړاو کې څه کمال وکړي.

ټوله لوبډله:

ابیشیک نایر، اجنتا مینډیس، علي مرتضی، انګیلو ماتیوز، انوستوپ ماجومدار، اشوک ډینډا، بووینشور کمار، دیراج جیدې، ایکلاویا دویدي، هرپریت سینګ، ایشور پانډې، کېن ریچارډسن، کریشناکانت اوپادې، لوک رایټ، مهېش راوت، منېش پانډې، مارلون سېمولز، مایکل کلارک، مېشل مارش، میتون منهاس، پروېز رسول، راهول شرما، رایپې ګومز، روبین اوتاپا، راس ټېلر، شریکانت واګ، سټیو سمیت، سومن، تمیم اقبال، اودیت بیرلا، یووراج سینګ، واین پارنیل.

راجیستان رویلز

روزونکی او کپتان: راهول ډرېویډ

په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:

تېر کال یې اووم ځای خپل کړ، خلک دا ځل بیا هم هماغه فکر کوي چې راجیستان رویلز به هیڅکله د ۲۰۰۸ غوندې د دې سیالیو اتل نه شي، چې د ټول سیزن جام خپل کړي.

د ملا تیر:

شېن واټسن به پوره هڅه وکړي چې کرکیټ اسټرالیا ته ثباته کړي چې تر درملنې وروسته روغ شوی او لوبه کولای شي. که چیرې نوموړي په لوبه کې هماغسې اور ولګوي لکه د هغه هیواد چې یې غواړي بیا خو نو په ضمانت کولای شي چې د راجستان پیټی پر اوږو یوسي.

ټوله لوبډله:

اجینکیا رانې، اجیت چندېلا، انکیت چَوَن، امیت سینګ، اشوک میناریا، براډ هوګ، دیشانت یاګنیک، فیډل ایډورډز، هرمیت سینګ، جېمز فالکنر، کیون کوپر، کوسال جانیت پیرېرا، اویس شاه، پره وین تامبې، راهول ډرېویډ، راهول شوکلا، ایس سریشانت، سچین بېبې، شرییاتس ګوسوامي، سیدارت تریویدي، ستارت بیني.


تړاو: لوبي
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۲ خپرندوی
http://www.zananetavanmand.com/wp-content/uploads/2012/05/388462_353000494714895_340147402666871_1622787_78051976_n.jpg

زما مور یوه سترګه لرل . زما بد ځيني راتله...

د هغې لیدل زما لپاره یو شرم وو.

هغېزما د نفقې لپاره د ښوونځي د شاګردانو او

استادانو اشپزي کوله.

د ابتدائې ښوونځي په ورځو شپو کي مي

یوه ورځ مور راته راغله او سلام ېې راته وکړ.

بله ورځ مي په مکتب کي یو ټولګیوال راته وویل،

هلکه، ستا مور خو یوه سترګه نه لري!

ما ویل، کاشکي چي زه هم له خاورو لاندي واى

او مور مي هم ورکه وای.

ما مي له مور سره په هماغه ورځ مخالفت وکړ

او ورته مي ویل، که ته  د همدې لپاره ژوندۍ يې

چي یوازي په ما پوري خلک وخندوې

او د خلکو مخکي مي وشرموې، نو ولي نه مړه کېږې؟!!!

زما مور هیڅ ځواب رانکړ...

زه ډیر زیات په غوسه وم، د یوې لحظې لپاره

هم چپ نه سوم او نه مي پدې بيخي فکر وکړ

چي څه مي  وویل.

زه د هغې له احساساتو بيخي بې خبره وم.

بل داسي شى نه و چي له هغې سره يې وکړم نو،

له کوره وتل مي غوره وګڼل.

په درسونو ویلو کي مي ډیر کوښښ شروع کړ،

او په بهر کي د درس ویلو چانس راته پيدا سو .

تر زده کړي وروسته مي واده وکړ، یو کور مي واخیست

او ماشومان مي هم پیدا سول.

زه له خپلي کورنۍ، ماشومانو او هوسا ژوند سره

ډیر خوشحاله وم. 

یوه ورځ مي مور هغه ځاى ته راغله چيري زه اوسېدم،

تر څو ما وویني.

هغې زه څو کاله نه وم ليدلى او خپل لمسیان خو يې

بیخي نه وه ليدلي.

کله چي هغه د کور په دروازه کي ودریده،

زما ماشومانو ورپوري وخندل،

او ما ورته په چغو وویل چي ولي بې بلني راغلې يې.

ما پرې چغي کړې، ورته ومي ویل:

تا زما کور ته د راتګ جرئت  ولي کړى ،

او زما ماشومان دي ولي وویرول!

همدا اوس! لدې ځایه ووزه!!!

زما د خبرو په ځواب کي مي مور راته په ډیر کراره وویل،

بخښنه غواړم، ما لکه چي ځای غلط کړی دئ.

او هغه په تلوار  بیرته ستنه سوه.

یوه ورځ راته په هغه ځاي کي چیري چي

زما مور اوسیده د مکتب د یوې غونډي بلنلیک راغلئ.

ښځي ته مي درواغ وویل،

چي زه ښارګوټي ته په یو ضروري کاري سفر ځم.

له غونډې وروسته،

هغې زړې جونګړي ته لاړم(چیرته چي مي مور وه)

ګاونډیانو راته وویل چي هغه خو مړه سویده.

له سترګو څه مي یوه اوښکه هم نه ولاړه.

هغوی راته یو لیک راکړ،

هغه لیک چي مور مي زما لپاره ليکلى وو.

(زما زړه ته را نږدې زویه، ستا په اړه تل اندیښنه کوم.

لدې چي ستا کور ته راغلم او ستا ماشومان مي

وویرول ډیره بخښنه غواړم.

د مکتب غونډي ته ستا د راتګ په اړه خبره سوم، نو ډیره خوښه سوم.

خو زه کیدای سي د کټ نه د پاڅیدلو توان هم ونلرم تر څو تا هلته ووینم.

بیا هم بخښنه غوړام چي ته زما له امله د خپل ژوند په اوږدو کي ډیر په تکلیف سوى يې.

خو ته پوهیږې....... کله چي ته ډیر کوچنى وې،

په یوه واقعه کي دي سترګه له لاسه ورکړه.

ستا د مور په حیث،

ما دا نه سوه زغملى چي زما زوی دي،

داسي لوی سي چي یوازي دي یوه سترګه ولري.

نو ما درته خپله یوه سترګه درکړه.

ما په خپل زوی ډیر وویاړل، هغه زما لپاره،

زما په ځاى او زما په سترګه یوه نوې دنیا ولیده.

په ډیره مینه او خلوص.

ستا مور.


تړاو: په زړه پوري کيسې
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۱ خپرندوی


تړاو: جالب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۱ خپرندوی
 د ٢٠٢٢  کال دفوټبال نړيوال جام لپاره د قطر هيواد تيارى
قطر د پنځو لويو لوبغالو جوړلو کار شروع کړى،
نوموړي لوبغالي به د لمر په انرژۍ سره مجهز وي،
 دننه په لوبغالي کي به هوا ډيره معتدله يعني ٢٨ درجي به وي


معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي

معمار - ایده های قطر برای جام جهانی ۲۰۲۲

د فوټبال نړيوال جام په قطر کي


تړاو: دخوښۍ وختونه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۰ خپرندوی

 يو کال په ملک کي لوږه او قحطي راغلي وه، ټول اولس په غم اخته او پرېشانه وه.

د خداي يو دوست په کوڅه کي تيريدئ، ګوري چي د کلي د خان مريى خوښ خوشحاله او خندان دئ.

د خداي دوست پوښتنه ځيني وکړه و لي داسي خوشحاله يې؟ ته نه ويني چي ټول اولس په غم ځنګيږي.

مريي ورته ويل قربان دي سم زه خو د هغه خان نوکر يم چي څو د پسو رمې لري، تر څو چي زه د هغه نوکر يم هغه ماته ډوډۍ راکوي، چي زه پرې پوره باور لرم نو بيا ولي خوابدى سم؟

د خداى دوست له ځانه وشرميدئ چي دا مريى د خان په څو رمو دومره باوري دئ او د رزق هيڅ غم نه کوي، ولي موږ چي داسي خداي لرو چي هغه د ټولي نړۍ څښتن دئ، بيا هم په ډوډۍ او رزق پسي سرګردانه او لالهانده يو.



تړاو: ښه دليل
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۷ خپرندوی

د لرغوني يونان د خدايانو پيژنده

 يونان هغه ټولنه ده چي د اولسواکۍ لومړنى بنسټ هم هلته ايښودل سوى، ولي بيا هم په خرافاتو او چټياتو کي غرق وه

 د مختلفو خدايانو و عبادت ته معتقد وه، دوى د يو خداي وجود ته عقيده نه درلودل نو ځکه يې د ډيرو خدايانو عبادت کاوه

د دوى د څو خدايانو نومونه پدې ډول دي

۱- زيوس Zeus

زيوس د دوى د خدايانو مشر او رئيس و، چي د اسمان خداي د برېښنا تالندي او نور خدايان دده د نسله ګڼل کيدل.  

زيوس د خپلو اولادو او ميرمنو سره د چلند په اساس په ښځو کي ډير بدنامه و.

۲- هرا Hera


هرا د خدايانو ملکه او د ودونو الهه ګنل کيده د زيوس ميرمن او خور وه،

دا  د ښايسته ترينو خدايانو خخه شميرل کيدل.


۳- افروډیټ Aphrodite


افروډيټ د ميني، ښايست، کوتري، مرغه، د عسلو دمچيو، مڼې (سيب) ، الهه وه، دې  الهې شهواني تمايلات خورا ډير وه په ځانګړې توګه د خپل ورور آرس سره.

٤- پوسایډون Poseidon


يوسايډون د سمندرنو،  زلزلو، او افتونو خداى شميرل کيدئ درې ښاخه نيزه او غوايې دده نښه وه

٥هرمس Hermes


هرمس  د تجارت، غلا، او خبرو خداي و، لکړه او پر تاو سوي دوه ماران يې سمبول و.


۶- آپولو Apollo


آپولو د زيوس ځوان زوى او د آرتميس غبرګولى ورور و،  دى د لمر، ښايست، شعر، موسيقي او رڼا خداى ګڼل کيدئ


۷- دیونیسوس Dionysus


12خدای یونان را بشناسید

ديدنيسوس  د شرابو رب النوع پيژندل کيدئ



۸- آرتمیس Artemis


12خدای یونان را بشناسید

آرتيميس د مياشتي، ښکار او بکارت  الهه وه. دا الهه د هميشه ځواني اوښايستې په نوم پيزندل سوې وه

۹- هفائيسټوس Hephaestus


12خدای یونان را بشناسید

هفائيسټوس د اور او فلزکاري خداي شميرل کيدئ.


۱۰- دیمیتر Demeter


ديميتر  کښت کروندې ، او له مځکي څخه د ګټي اخيستني خداي و


۱۱- آرس Ares


12خدای یونان را بشناسید

ارس د خدايانو په منځ د ليوني په نوم شهرت درلود،

دى په جګړه کي د وحشي خداي په نوم ياديدئ


۱۲- آتنا Athena


12خدای یونان را بشناسید

آتينا د يوناني خدايانو په منځ کي ډير محبوب وو،

دى د عدالت، ښايست په نوم مشهوره و.

انيتا زيوس د اولي ميرمني زوى و.




تړاو: عقايد
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۶ خپرندوی
http://mohem.org/wp-content/uploads/2012/06/treasury-pot-of-gold.jpg

ملا نصرالدين هره ورځ په بازار کي گدايې کول، خلګو به په ملنډو او پسخند سره د هغه په لاس کي سکې اچولې.

هر چاچي به ملا ته دوې سکې، يوه دسرو زرو او بله د سپينو زرو ښوول ملا به د سرو پر ځاى د سپينو زرو  سکه اخيسته.

د ملا دا داستان او کيسه په اولس کي خورا مشهوره وه، نر او ښځو به په ملا هره ورځ دا امتحان کاوه او ملا به همېشه د سپينو زرو سکه انتخابول

تر دې چي يو ورځ يو مهربانه سړى ددې کيسې په ليدلو سخت نا ارامه سو، ملا يې تر لاس ونيو او يوې ګوښې ته يې کړ ، ويل: ملا هر وخت چي تاته څوک دوې سکې درښيې د سرو زرو دا ځيني اخله هم به دي پيسې ډيري سي او هم به دي خلک احمق نه بولي.

ملا ورته وويل ته خو ښه وايي که زه د سرو زرو سکه پورته کړم بل وخت ماته څوک دواړې  سکې  نه راښيي چي ثابته کړي زه تر دوى ډير کم عقل او احمق يم، پوهيږي چي ما پدغه چل څومره پيسې له دغو احمقانو څخه تر لاسه کړي.

پاملرنه: اول: ګته دي لږ وي خو هميشه دي وي-

دوهم: هغه عمل چي د عقل له مخي کيږي ډير ښه دئ، پروا نه کوي چي بې فکره خلک د کم عقل ګمان در باندي وکړي

دريم: دهوښيار جيب هميشه د پيسو ډک وي



تړاو: ښکلې کيسه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۵ خپرندوی


ډن فلمینګ تکړه ګرافيستګر د کوچنيانو لپاره په زړه پوري شکلونه د الفبا څخه

جوړ کړي

دا شکلونه د کوچنيانو سره په زده کړه کي خورا مرستندويه تماميداى سي


پلاتی پوس-Platypus

حیوان


بم -owl


حیوان


ډينګ -flamingo


حیوان



بيزوګۍ -monley

حیوان


زرافه -giraffe


حیوان

ډایناسور -dinosaur

حیوان


نور په زړه پوري شکلونه لاندي د بشپړ مطلب په برخه کي وګورئ

تړاو: دا نځور ژبه

د مطلب پاته برخه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۵ خپرندوی
http://www.talafghan.com/images/numialai2.jpg

د ارواښاد استاد نوميالي (تخنوني)


دسرکس لوبه جاري ســــــوه -  ماټو کښېنوست پر چوکۍ

نـــــــور يې هر څه د زمري وه  -  خــــــــو مانده و په لکۍ

   ---

چــــرسي نه دئ د چا زوى- تــــارياکي دوه په ايکي

پــوډري چي باندي راغى  - ريخ يې و ايست پيـشکي

---

ټکه راغله له اسمانه - ملک خالي ســــو له مړو

آس د شا پر خوا قيضه سو - چي ملک مو سو (بلو)

---

پلاره سترګي دي ړندې سه -  تا اخته کړم په بلا

ديدنۍ مي دي سي خاوري - چي هم پک دئ هم ملا

---

د ټمبه غوايي له بېخه -  ساه وتله په تيزي

ده ول دغه بازسازي ده  - ما ول داده باد سازي

---

پر دا خپله سوټه ناست وي_ بل ته نه ورکوي لار

چي يو ځلي باندي کښېنوست_  زموږ هر نوى صوبه دار

---

هى توبه مکاري چرګي _  ستا له دغي دوه رنګۍ

چي کوټ کوټ لرې و ماته _  بل ته اچوې اګۍ

---

سوشلزيم معمـــــا وه – سد مو نه په رسيده

خو چي زموږ په برخه راغى _ شوده ليزم ښکاريده

---

رباني ول په کابل کي _ واک مي ټوله و منلى

د کرزي دولت  به څه وي  _ خارجيانو دئ تپلى

--

انډيواله راځه پرېږدو _ له يوه سره ګيلې

په ګيلو له لاسه وزي _ ښه وختونه د مېلې

--

راځئ ټوله له نفرته _  تصفيه کړو خپله وينه

په يوه انسانستان کي _ مينه ولمانځو په مينه

 


تړاو: ترخه خندا
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۴ خپرندوی

بیا راغـلـــی پروطــــــن دی نوبهـــــــار
بیا نسیــــــم غـــــــوټۍ شیـــندلي پرگلزار

شپې ځـــــــولۍ دپرخي راوړي ترگلــونو
غــېږه ډکــــه له شبنــــم اخلي ســــــــهار

بیا دغـــــــرو لمني مستي کــړې شپـېلیــو
بیا جوړه شـــــــــوله شپانه سره مالــــدار

بیا لښـــــــکر د مـــرغـکیـــو دی راغـلی
بیا بورا گل ته سیـنــه سپــــــړي په خــار

له ســــــــړوبادونــوتـللي تـــــــوتکۍ دي
را ستنېـږي چی لښـــــــکر لښــکرپه وار

د شینکي آسمـــان سینه له زاڼوښـــــــکلې
غــاړگۍ کی ورته جـــــوړه هــــــرکـتار

له باغــــــونو له ځنـــــگلونوپورته کېږي
د بلبــــلو ترانې هــــــــــزارهــــــــــــزار

بیا تشېــــــږي ډک جامـــونه د ســـرومیو
بیا دخــــم څنـــــگ ته پراته دي توبه گار

بیا ســـــاقي دی له مستۍ څخـه زنگېــږي
بیــــا دزړولــــه کلي کــــــوچ وکړخـمار

بیا حمــــــید په شنه پیـاله کي می راوړي
پرشین زړه لري دســــــروشــونډوپرهار

بیا خــــــــوشــال د پښتنو په تورو ویاړي
غــــوړېـدلی په اهــــاړکی لالــــــــه زار

د ســـــاقي له گوتــوســـره بڅــري اوري
له محفله عــــقـــل کوچ کــــــــوي په وار

له مطــــــرب ســره شهـبازاورباب ناڅي
له نغمــــــو پاڅي لمبـــــــــې کــرارکرار

شیخــــه نن به له مستیو امـــان غـــواړې
چی زلمی ســــــاقي راغـلی دی پـر ښـار

ددښتـــــــولمني سرې دي له غــــــاټولــو
ږغ دزرکوشــــورا پــــــورته له کهــسار

څه نارې دي څــه مستۍ دي څه آســــونه
څه سخي دی څه جنـډۍ ده څـه مــــــزار

گل غــــــونډۍ ته ارغـــــوان دی راوتلی
بیا یې ناوې کړه سینـــــگاردچــــــاریکار

پردښتــــــونود پېغـــــلوټـــوځـــي پلټــني
له امــــو تر اباسیـــن اوکنـــــــــدهــــــار

مبــارک دي وي گلــــــونه د نارنجـــــــو
پرې ټولېــږي چی زلمي د ننــــــگرهــار

کلي کــــورته یې درنگ جامې اغــوستي
گل یې پوري دی په ســـــــرو په چنــــار

څه ســندري څــه چاربیتي څه غـــــزلــي
څه مطــرب څه ملنگ جان څه یې اشعار

د کلات پرخـــړه خاوره لمبــې ناڅـــــــي
د بادام ونو سپــــــــــــړلــــی دی انـــگار

شگوفــویې له سالودی رنگ دی اخیستی
که ســـــالو ته شگـوفــــو کړرنگ تیـــار

په لمـــن وهي پېغلوټي ســــــره گلونـــــه
په اوربل کی یې ټـــومبــي کتار کتــــــار

سره غـــورځکه ده په زړه دارغنــداوکی
کنـــــدهــــــــارراوړي گلـــــــونـه د انار

د نارنــــج او د بادام پـه سیــــــــالي وزي
را ایستـــلي یې ښــــاخـــونـه دي گلنــــار

له بېد مشکو سره ځي کاروان د مشــــکو
ترختنه یې نسیــــــــــم وزي پــه ښــــکار

هره ونه یې پوښــــــــلې ده لـــه گلــــــــو
لکه ښــکلي پېغــــلي نه غواړي ســینگار

در واري دي ســـــم کــــوڅې د باتورانـو
غبرگي ستــــرگي دي ړندې سي د اغـیار

په پېــــړیو په دې غرونو دې دښـــتو کي
شول لښـــکرد میــــرڅمنــــوتار پـــه تار

نه په برخه یې سپــــــرلی شــــونه گلونه
نه یــــوه شېبه چـــــا کړی دی قــــــــرار

دا وطـــن په قــــــــــوالـه دی د زمــــریو
په میــــراث یې پســـرلي وړي له پــــلار

ما ویل چی بیــــا به دلتــه پســــــرلی وي
بیا به رنگ د گلــــو نـه راکـــــــــوي لار

له خیبـــره تـر مــــالانه بـه وطــــــن وي
له پنجــــشېره ترهلمنـــده کــــورد یـــــار

غـراو سمــه هره لوېشت به یـوکهول وي
راتــــه زېــری دی راوړی نن رویبـــــار

وایی ږغ دی د ســـورنا او د ډولـــونـــــو
کجــاوې دي چې راځـي پر اوښــــــو بار

پــــه یـــوه ناره اتـــــــــڼ تـه دي وتــــلي
ځوان بــوډا یـــــې گل ټــومبــلي پردستار

د ښـایستـــوپېغلانوشرنگ دی په دښتوکی
پراوربل یې دي بوتکۍ په غـــــاړه هــار

له باغـــــــو راځي نغمـــــې د چـڼـچـڼـیـو
لـه ویالـوراځــــي ږغــونـــــه د آبشـــــار

له گـــــورم سره نارې د گـــــوروانانــــو
د آســـــونو له پښو پــــــــورته دی غــبار

ږغ راځي د شهیــدانــــــو لـــــه جــنـډیـو
مبـــــارک دي وي نعـمـــت د کـــــردگار

زمـــــوږد وینوبرکت دی چی سپرلی دی
تروطــــن موکړل زلمي ســرونه جـــــار

اوس یې وســــاتۍ زلمیـو بــــــوډاگانــــو
هم په وینوهـم په مټــــــو هـــــــم په زیار

هري لوېشتي یې له وینــــورنگ اخیستی
له ښـــــارگــــه دغـــــازي اود ســــــالار

مخ به تــــوروي دخـزان په دې وطن کي
که پیــدا مـــــو مشــــــران کړل ایـمانـدار

هېـــــریې نه کی ســـره زخمـونه د زلمیو
پردې مځــکه د چـــا نه شــــــی منت بار

ددې خــــاوري یوڅښتـــن دی یوملت دی
چی پردي نه کړی دخپـل قســمت واکدار

دې وطن کی چی اوسېــــږي یوافغان دی
نه غــــــــــلام پکښـــــي پیدا دی نه بادار

چی یې بېل گڼي دښمــن دی ددې خاوري
یا یې بولۍ لېــــــــونی ، نه دی هــوښیار

مبارک مـــــــــو پســرلی شـــه افـغانانــو
ترقیـــــــامتــه دي ژونـدی وي دا بهــــار

څوچي ستـــوري دآسمان پرسینه ښکاري
چی زمــــان وي چی لا لمــرکـوي رفتار

د افغــــــــان ولـس بیــرغ به لارپېـــــږي
لا به ســــرې ســــکروټـي پاشي پراغیار

قصیــــدې د جهــــــــــاني به ویـل کـېږی
پر سخی، پـرگل غــــونډۍ ،پر شــــالمار

چی زمان وي چی لا لمـــــــــر کــــــــــوي رفــــتار
د افغان اولس بیـــــــــــرغ بــــــــــه لا رپــــــېــــږي
لا بــــــه ســـــــرې سکـــــــــروټـي پاشي پر اغیار 
قصیدې د جهاني بـــــــــــــه ویـــــــــل کـېـــــــــږی
پر ســــــــــخی، پــــــــر گل غونډۍ ،پر شالمار.
٢٠٠٥-١٥-٢
ویرجینیا
 

عبدالباري جهاني 


تړاو: پسرلى
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۳ خپرندوی

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D8%AF-%D8%A7%D9%88%D9%86%DB%8D-%D8%A7%D9%86%DA%81%D9%88%D8%B1%D9%A1.jpg

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D8%AF-%D8%A7%D9%88%D9%86%DB%8D-%D8%A7%D9%86%DA%81%D9%88%D8%B1.jpg

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D8%AF-%D8%A7%D9%88%D9%86%DB%8D-%D8%A7%D9%86%DA%81%D9%88%D8%B1%D9%A2.jpg

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D8%AF-%D8%A7%D9%88%D9%86%DB%8D-%D8%A7%D9%86%DA%81%D9%88%D8%B1%D9%A5.jpg


تړاو: انځور
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۳ خپرندوی
د ارواښادي کريمې فيض زاده رسولي يو غزل :
د سترګو فتنې
---------------------------------------
دا دسترګو په كاسو كي چي فتنه وړې
د زړه سر مي بيا په كومه بهانه وړې؟

چي د غبرګو سترګو تور دي نيمه خوا كړه
څه حاجت دئ، چي پر شونډو نن خواږه وړې

خپل ايمان دي په محراب كي وو، پلورلئ!
چي نفس مي د پردو په اشاره وړې

هغه (شان) دي تر چوخې لاندي برباد كړ
په لستوڼي كي چي پټه پيمانه وړې

زما له اوښكو هم وېرېږې، ښه پوهېږې
ګرېوانه ته چي مي ګورې كناره وړې

سر پر سترګو مي د دار مرګى قبول دئ
دا رسۍ ته چي مي غاړه نذرانه وړې

زما وينو هم بل قسم رنګ اخيستئ
دا چاړه كه دي په وينو تكه سره وړې

(۳۰- ۱ – ۱۳۷۱ ل .)

کوئټه

د خليل سروري نه په مننه


تړاو: غزلزار
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۳ خپرندوی
داسي کب (ماهى) به مو نه وي ليدلى چي لاسونه ولري وګورئ


http://ups.night-skin.com/up-91-12/%DA%A9%D8%A8-%D9%87%D8%B3%DA%A9%D9%A1.jpg


دا کب د اول ځل لپاره په ١٩٩٩ کال کي وموندل سو.

په زړه پوري داده چي دا ګب د خپلو لاسو په واسطه ابازي کوي

پوهان  وايي چي دا ډول مبانو ٥٠ ميلونه کاله مخکي په سمندرونو او بحيونو کي موجود وه دا کب د استرليا په سهيل ختيزه سيمه کي موندل سوى

http://ups.night-skin.com/up-91-12/%DA%A9%D8%A8-%D9%87%D8%B3%DA%A9.jpg


تړاو: جالب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۳ خپرندوی
په ٢٠١٢-٢٠١٣ کال کي
 د نړۍ  ستر او لوى پوهنتونه

 د ټايمز مجلې د درجه بندي  په اساس په نړۍ کي ستر پوهنتونه

چي د محصلينو دباور، د علمي او اکاډيميکو شخصيتو،

د پوهنتونو د رئيسانو ، دولتو او صنايعو له مخي درجه بندي سوي دي

د کلفورينا د تکنالوژۍ انسټيوټ د ۹۵.۵ نورو په لرولو اول،

ورپسې د اسټنفورډ پوهنتون دريم د برتانيې اکسفورډ پوهنتون دئ.

په اسيايې پوهنتونو کي د جاپان ټوکيو پوهنتون د ٧٨،٣ نومرو

په لرولو سره ٢٧ او د سنګاپور پوهنتون ٢٩ هانکانګ ٣٥ مقام ګي دئ .

د افغانستان پوهنتون په ٤٠٠ غوره هيوادو کي ځاى نه لري



north american

تړاو: په نړۍ کي اول
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۱ خپرندوی
د ١٣٩٢ کال د نو روز جشن چي د اريايانو او نور اقوامو په تاريخ کي خاص ځاي لري د نړۍ په بيلابيلو هيوادنو کي په خورا جم او جوش سره لمانځل کيږي

په افغانستان کي که څه هم ځيني عالمان د نوروز لمانځل ښه نه ګڼي ولي بيا هم زاړه ،ځوانان او کوجنيان  دپسرلي دښايست او د موسم د سمورتيا په موخه راوټوليږي او د ميلو په کولو سره د پسرلي هرکلى کوي البته ډير ځوانان دا ورځ د ېوې مذهبي ورځي په نوم نه بلکي د نوي کال د پسرلي په نوم يادوي او خوښي پکښي کوي راسئ چي د ځينو هيوادو ځانګړي لوبي او خوښۍ سره وګورو


v

نور په زړه پوري تصويرونه لاندي د پشپړ مطلب په برخه کي وګورئ


تړاو: دخوښۍ وختونه

د مطلب پاته برخه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۱ خپرندوی



فقير د کبابي دوکان له څنګه تېرېده،

کبابي غوښې په سيخونو کي ټومبلي وې،

پر اور يې اړولې او پکه يې ورته وهله،

د غوښو خوږ بوى فضا نېولې وه.

فقير بېچاره چي ډېر وږى شوى و او پيسې يې نه لرلې،

چي کباب پرې واخلي،

له خپلې کڅوړې يې وچه ډوډۍ راواخېسته،

شخوند به يې ترې جوړ کړ،

د کباب لوګي ته به يې ونېو او خوړله به يې.

په همدې ډول يې يو څو شخوندونه وکړل او روان شو،

خو کبابي په چټکۍ ورپسې له دوکان راووت او له لاسه يې ونېو او ورته ويې ويل:


))
چېرته ځې، د کباب د لوګي پيسې راکړه چي ودې خوړ.((

يو قاضي په لاره تېرېده،

چي دغه جريان يې ولېد او متوجه شو،

چي فقير سړى ورته سوال زارۍ کوي چي خوشې يې کړي،

خو کبابي غواړي د لوګي پيسې ترې واخلي.


د قاضي په فقير زړه وسوځېد، ورغى او کبابي ته يې وويل:

))
دا سړى پرېږده چي لاړ شي، د کباب د لوګي پيسې چي ده خوړلى، زه درکوم.)) کبابي ومنله او فقير سړى يې پرېښود.

قاضي د فقير له تلو وروسته څو سکې له جېبه راويېستې،

په داسې حال کي چي يوه يوه سکه يې په ځمکه غورځوله،

کبابي ته يې وويل:

(راځه د لوګي په بدل کي د دغو سکو ږغونه شمېره او درسره وايې خله.(


کبابي په حيراني قاضي ته وکتل او ورته ويې ويل:

((د خداى بنده، دا د پيسو ورکولو کوم ډول دئ؟((


قاضي همداسې سکې په ځمکه غورځولې، څو ږغ يې واوري،

ورته وويل:

((زړګيه، څوک چي د کباب لوګى او بوى خرڅوي او غواړي په هغه پيسې ترلاسه کړي، نو بايد د پيسو پر ځاى يې ږغونه تحويل کړي((


ژباړه: ميوند فدا



تړاو: ښه دليل
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ