هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۶/۲۵ خپرندوی



د  فوټبال د ملي ټيم سره د دوى د برياليتوب وروسته په لاندي ډول مرستي  سوي دي:

.       د ولس مشر کرزی  د ټيم د ټول غړو سره د يوه کور او نغدو پيسو ژمنه .

·         د افغانستان نړيوال  بانک : 3 میلیونه افغانۍ

·         میوند بانک: 2.5 میلیونه افغانۍ

·         عزیزی بانک: 1 میلیون افغانۍ

·         خورشید ټلوېزون: 1 میلیون افغانۍ او يوه شپه مېلمستيا

·         د شهزاده سراى صرافانو: 1 میلیون افغانۍ

·          غضنفر گروپ او وطن گاز: 2 میلیون ه افغانۍ

·         د افغانستان تجارتي بانک : 1 میلیون افغانۍاو په کابل سټار هوتل کي مېلمستيا

·        نورالله دلاوری د مرکزي بانک رئيس: زر ډالره

·          حسین فهیم، د سوداګرۍ خونو رئیس : 5لکه  افغانۍ

·         د ام ټي ان  مخابراتي شرکت  1 میلیون افغانۍ

·         حاجي سعدالله حقیار، د سوداګرۍ خونو  دارلانشا رئيس: 1 لک افغانۍ

·         محترم د GTR   کمپنۍ رئیس  میرویس علیزي : 5 لکه  افغانۍ

·         محترم عبدالبصیر عمرزی، ملي تاجر: 5 لکه  افغانۍ

·          صافی شرکت: 1 میلیون افغانۍ

·         د هرات سوداګرۍ خوني : 25  زره ډالر

·         ، د وزیراکبر خان د مسجد خطيب اوامام داکتر نیازی  دوه د حج او عمرې زيارت ټکټونه

·         ذبیح الله مومند زاده: 5 حج عمره

·          سید جاوید اندیش، د کاروان پوهنتون  رئیس : 5 لکه  افغانۍ

·         د کام ګروپ رئيس  زمری کامگار: 30 زره ډالره

·         داوی،د داوی ایل  رئیس: 50 زره ډالره

·         حاجی صادق،د  افغان کاروان  شرکت رئیس: 20 زره ډالره

·         حاجی محمد یونس مومند، د سوداګرۍ خونو رئيس: یو کورولا  موټر 2013

·         حاجی مایل آقا خیرخواه، د  کابل د سوداګرۍ خونو رئيس: 5 لکه افغانۍ

·         سعید نعیم سادات،: کورولا  موټر 2013  و ګول ساتونکي ته

·         عطا محمد نور، د بلخ والي  ب: 2 میلیونه افغانۍ

·         حاجی محمد داود یوسفزی،: 2 لکه  افغانۍ

·         نجم الدین سپاس، 1 لک  افغانۍ کول ساتونکي او 2 لکه  افغانۍو ټول ټيم ته

·          سرینا هوټل: د ټيم 20 غړو ته يوه شپه  په هوټل کي استراحت

·         محمد نعیم دیندار: 700 لکه  افغانۍ

·          سید سعادت نادری: یو میلیون افغانۍ

·         سید رحمت الله سادات: 2 حج عمره

·         محترم عتیق عشقرمراد، ملى تاجر: 200 زره  افغانۍ

·         HB کمپنۍ: عطرونه او نور سامان د 2 زره ډالرو په ارزښت  

·        افغان جرمن  بین المللی  شفاخانې: 1 کال  پاره د ټول ټيم د روغتيا بیمه

·         د تول  هيواد د سوداګرۍ خونو د ټولو کارکونکو د يوې ورځي  معاش

·         د طلايې توپ شرکت : د کاله  200 توپ  د  5 کالو لپاره  د ١٤٠ زره افغانيو په ارزښت

·         حاجی ادریس  د LTD  کمپنۍ رئیس: ٥٠ زره افغانۍ

·         حاجی اسمعیل برکی: 50 زره  افغانۍ او په پغمان کي مېلمستيا

·         حاجی ابراهیم ظریف : 50 زره  افغانۍ

·         د مجید مال شرکت : د استانبول په هوټل کي مېلمستيا

·         محمد الدین فدایي: 1000 دالره

·         شهباز کمین زاده: 2.5 زره  دالره

·         دکورنيو چارو وزير داودزی: 2پايې  فورونر موټرونه  او د ټيم هر غړي ته شل زره افغانۍ

 .         د ولسي جرګې  د ټولو غړو د درو  ورځو معاش .

.         د مشرانو جرګې  د ټولو غړو د درو  ورځو معاش


تړاو: جالب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۶/۱۹ خپرندوی



یوه ایرانۍ نجلۍ د خپل ښایست له کبله نشي کولای په ولایتي شورا کي استازي شي

یوه ایرانۍ نجلۍ په دې خاطر چي زیات ښایست لري ، په ولایتي شورا کي له چوکۍ نه تر لاسه کولو محرومه شوه .

دا نجلۍ نینا سیاهکالي مرادي نومیږي ،له څوارلسم ټولګي نه فارغ شوې ده . هغي د ایران په ټاکنو کي ځان د قزوین ولایتي شورا ته نومولی وو . تر ټاکنو وروسته مالومه شوه چي نینا څه د پاسه لس زره رایي لاس ته راوړي وې او د ۱۶۳ نوماندو په کتار کي تر ټولو زیاتي رایي ګټلي وې چي په ښکاره توګه یي د قزوین په ولایتي شورا کي چوکۍ کټلې وه .

خو دا نجلۍ د ټاکنو د کمیسیون له پلوه رد شوه او اجازه ور نه کړه شوه چي ولایتي شورا کي خپله چوکۍ باندي کښیني . د ټاکني کمیسیون د نینا د ردي پر وړاندي داسي دلیل ویلی دی » موږ نه شوه کولای چي شورا ته د مدلانو لپاره لاره هواره کړو او هلته د ښایست مدل ته ځای ورکړو «

د نړۍ په رسنیو کي چي ددې نجلۍ د نومولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي ،له اسلامي کتني له اړخه د هغي په نومولو کي کوم داسي غیر اسلامي کړنه نه لیدل کیږي او نه کوم داسي ثبوت وړاندي شوی دی .

د ۲۷ کلني نیناسیاهکالي مرادي حریفانو ویلي دي چي ددې نجلۍ پوسترونه چي د ټاکنو لپاره په هر ځای کي ځوړند شوي وه ، خلک  ځان ته جذب کړه او له همدي کبله زیاتو خلکو دي ښایستي ته رایي ورکړې .

له ټول افغانستان څخه په مننه

ژباړه : احمدالله رحماني



تړاو: جالب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۶/۱۸ خپرندوی

ليکوال: اسد دانش

يو وزير صاحب راته تيلفون وکړ چې لږ راشه کېبنو سړيه ورک ورک يې، زه هم خداى حسب معمول وشرمولم او ورغلم ، چې ورغلم سم دستي يې وويل ياره زه خو دا ستا ملګرو ، مريدانو ، يارانو ، او او او ، ډير تنګ کړى يم په ما پسې ډير شيان ليکې دا لږ منعه کړه ، ما هم ورته ځان ملک ملک کړ

 چې يم که نه يم بس زه يم !

 ما ويل وزير صاحب ستا هم يوه سوړه نه ده زه څه و کړم نو ولي ولي؟

ما ويل وزير ته يې او مقررې او منفکيانې دې وروڼه او د کاکا زامن کوي څه ګورم چې د وزير تندى لږ تريو شان شو، دې سره دروازې سره ناست سړي د نر بچي نو زما څټ ته يوه کلکه څپړه ه راو بغوله نيغ يې په کټ کې کېنولم، کليمه مې وويله شکر مې وويست يو ګيلاس اوبه مې وڅکلې او بيا ويده شوم خداى دې موږ او تاسې ټول په خپل امان او پنا کې وساتې 


تړاو: لنډي کيسې
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۶/۱۴ خپرندوی

http://1.bp.blogspot.com/-zsKO3kTIzDw/ToL7TIn8UEI/AAAAAAAAAEw/Emn0o1mnnSc/s320/Sh.jpg

نن مازيگر مي كورنى البم مخي ته ايښي و  او د ټولو عكسونه سره د هغوي خاطرې زما د سترگو په وړاندي تيريدلې او پداسي حال كي چي اوښكي مي له سترگو جاري وي د كورنۍ يوه ډيره په زره پوري خاطره مي را په زړه سوه او ومي غوښتل چي د تاسو قدرمندو ملگرو سره يي شريكه كړم.

پدي وخت كي ډاكټر صاحب د افغانستان جمهور ريس و، د جمعې ورځ وه او ټوله كورنۍ ډاكټر صاحب كورته يعني قصر نمبر يو ته ورغلو، د ډاكټر صاحب د جمعې مباركه ورځ ډيره خوښيدله، او هميشه به يي ويل چي :"دا ورځ مي د دوو علتونو په درلودلوسره خوښه ده. يوه دا چي د خداي ج د عبادت تر ټولو سپيڅلي ورځ ده او بله دا چي زه پدې ورځ د خپلي ټولي كورنۍ ديدن  كوم "زموږ د ماما كور په ده دانا كي و ، او خداي بخښلي ماما مي ډير په داكتر صاحب باندي گران و.
 
كله چي مو د غرمي ډوډۍ وخوړل  نو ډاكټر صاحب  خپل ساتندوى جفسر ته وويل چي يو عادي موتر را وغواړه چي څوك مي ونه پيژني او موږ ټول د ماما ليدلو ته ځو.

 هغه ورځ موږ ټول يعني زه ، شهيد نجيب الله، شهيد احمدزی او شهيده مور مي سره د جفسر د ماما كورته ور روان سولو ، كله چي د ماما كورته ورسيدلو نو ماما مي د ډاكټر صاحب په ليدلو سره ډير حيران سو او هغه هم پدي چي د ملت جمهور ريس پدې عادي موټر كي فقط يوازي د يوه باډي گارډ سره ورغلى ډير ورخطا سو او ورته ئي ويل چي نجيبه ته ژر لدې ځايه ولاړ سه چي څوك دي ونه وژني زه كورته درځم خو ته ولار سه.

ډاكتر صاحب ورته په خندا سو او ورته وئي وويل:" ماما جانه نه مي په ناحقه څوك وژلي او نه له دښمن نه ويره لرم. بل داچي داسي زمريان د هيواد په هرگوټ كي داسي ټينگ امنيت نيولي چي يو نجيب خو څه كوي چي سل نجيبان هم د ښارپه منځ كي وگرځي څوك به ورته پورته ونه ګوري. " هم هغه ورځ وه د ماما كوركي مو چاي وڅكلې او مازيگر كورته راغلو. ډاكټر صاحب په خپل ځان او په افغان  ملت ئي ډير اطمينان درلود  او هميشه به ئي ويل چي زه له ترور څخه پدي نه داريږم چي افغانان په غافله كي ويشتل نه كوي. هغوي د ميدان زمريان دي او مخامخ درسره لاس او پنجه نرموي. واقعت يي ويلي وو شهيد د شهادت په شپه تن په تن د پنجابيانو سره وجنگيد تر څو بي غيرتو پنجابيانو د هغه په سر ډزي وكري او دا زمري يي د ابد لپاره زمونږ څخه واخيست، او دميدان ننگيالي زمري يي په شهادت ورساوه.

روشن احمدزى


تړاو: خاطرې
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۶/۱۴ خپرندوی


لاسونه پورته کړم دعا کومه

سرپه سجدو ربه ژړا کومه

دسولي کور افغانستان کړې ربه

جوړدا وطن د هر افغان كړي ربه

ته مو وطن ته ا بادي راوالې

زموږ هيواد ته وداني راوالې

بيا مو قامونه يوافغان كړې ربه

ته مو وطن په دوى ودان كړې ربه

له ښکلا ډک وطن جنت لرو موږ

الله راکړى ښه فطرت لرو موږ

ډېرمو ښايسته افغانستان دی ربه

لکه جنت په دې جهان دی ربه

لږ كړه نفاق او نفرتونه له موږ

هم دا دردونه زحمتونه له موږ

داتېر تاريخ  زموږ روښان كړه ربه

ورته حيران دا ټول جهان كړه ربه

لږ كړه وحشت او تور تمونه له موږ

هم دا جنګونه تكليفونه له موږ

ته مې قبوله دا دعا کړې ربه

وطن اباد دا د بورا كړې ربه


تړاو: هيوادني شعرونه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۶/۰۶ خپرندوی
ګلډن ګيټ پول

 

ګلډن ګيټ پول چي د امريکا په سانفرانسيسکو ايالت کي مو قيت لري ٢٧٣٧ متره اوږد دئ

کله چي دا پول په کال ١٩٣٧ کي جوړېدئ ناممکنه ګڼل کېدل چي دا پول دي جوړ کړل سي، ځکه چي سخت بادونه چي سرعت ئې په ساعت کي ٦٠ ميلو ته رسيدئ ددې پول د جوړېدو خنډ و

د طبعي ، موسمي پيښو او خطراتو په مقابل نوموړى پول د ٤ کلونو په ترځ کي د ٣٥ ميلونه ډالرو په لګښت  جوړ کړل سو. ددې پول د جوړېو په وخت ډيري بدي پيښي رامنځ ته سوې چي ١١ نفرو پکښي ژوند دلاسه ورکړ په مجموع کي ٥ زره کارګرو ددې پله جوړول کي کار کړى.

پر نوموړي پول د ورځي په اوسط ډول ١٨ سوه عرادې تيريږي

 

 

 

 

 

 


تړاو: جالب
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ