هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
د ټپو ژبي په جواب کي غزل
<description>ښاغلي پوهاند دوکتور استاد ازمون صاحب د (ټپو ژبه) په عنوان يوه نولوستاژيکه غزل ليکلې وه، ما ئې په جواب کي دا څو بيته وکښل. مه ناهيلی کیږه، ته د ستورو کهکشان يې مخکي به روان يې، ته جرس ددې کاروان يې کال به بيا اباد‌ سي، په خزان پسي سپرلی راځي ته به ئې روزونکی او هم ته به ئې باغبان يې مينه دي شېرينه ده، درخو دي د تن وينه ده ياد چي د مومن وي او هم ته به ادم خان يې نن که مو ټپه او يا سندره ګونګۍ سوې ده ته د يکه زار په رمزو پوه يې، ترجمان يې لاره که تياره ده او</description>
شریر ګاونډی
<description>په لر او افغان کي لو فتنه ده، لوی عذاب د بې پلاره مور اولاد، کراچي دئ که پنجاب په چل او په دوکه کي د انګرېز سکنی ورور شرمېږي به، ړنګېږي به، حتمن اسلام خراب</description>
پټ خطر
<description>شاوخوا درې زره کاله مخکي د تروجن وار Trojan War په جګړه کي يوناني پوځ لس کاله د (ټرای)ښار کلابند کړ؛ خو د ښار کلک او ټينګ دېوالونه دوی د پرمختګ خنډ ول. وروسته يوناني قومندان (ادیسه) يوه په زړه پوري او جالبه طرحه جوړه کړه؛ يو لوی د لرګي آس ئې جوړ کړ؛ دننه ئې ډېر سرتېري پکښي پټ کړل. يوناني پوځ ته ئې داسي وښووله لکه دوی چي له جګړې وتلي وي. د ټروا خلکو فکر وکړ، چي دا آس د سولي نخښه ده؛ نو ښار ته ئې دننه کړ؛ خو کله چي شپه راغله، پټ سرتېري له د آس له منځه</description>
څو ډوله خلک(نظم)
<description>چي پوهېږي او پوهېږي چي پوهېږي دا عالِم دئ؛ د ژوند لار ځني زده کېږي ښه پوهېږي، نه پوهېږي، چي پوهېږي دا بيـده دئ؛ حــرکـت ســره ويښـېږي نه پوهېږي، خـو پوهېږي، نه پوهــېږي دا لار ورکی دئ؛ يو وخت پر لار سمېږي نه پوهېږي، په نه پوهه، نه پوهېږي دا جاهل دئ؛ جهالت کي به ختمېږي دا خــبري د احـــمد بن خـلـیل دي غزالي صاحب کتاب پوري رسېږي د پښــتو په نــظم ما قانع پيـودلي دا د پند ويناوي ستاسي هم خوښېږي روژه مات؛ د حوت ۱۹مه ۱۴۰۴ل.</description>
 اخلاص او سخاوت
<description>په يوه ښار کي يو سړي خپلي پيسې او شتمني هره ورځ خلکو ته بخښله؛ خلکو به پر ده د لېوني ګمان کاوه. يوه ورځ د ښار يو شيخ دې سړي ته‌ وويل، دا لېونتوب د څه لپاره کوې؟! سړي ورته وويل، ما د قرآن الکريم يو آيات ولوست، په معنی ئې پوه سوم، غواړم په هغه عمل وکړم؛ په قرآن کي راغلي: موسی علیه السلام وويل: رَبِّ إِنِّي لِما أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ(۲۴قصص) (پروردګاره! هره ښېګڼه چي تا پر ما نازله کړې، زه هغې ته اړ يم.) زه غواړم د الله په لاره کي دومره شتمني</description>
دغه خاوره پرېولل سوې، د شهيد په پاکو وينو!
<description>موږ ورکړي دي هغو ته، سم درسونه د غيرت چي کتلي ئې زموږ خواته، په بدي او په نفرت دغه خاوره پرېولل سوې، د شهيد په پاکو وينو خوشبويي ئې ځـي جنت ته، نـښانه د حريت د غره په څېر لښکري، دلته راغللې ايره سوې تور لوګی ئې جـهان وليد، و سـوځلې په ذلت د تورو په شرنګا کي، په اتـڼ ځـي و سنګر ته مـيدان د مـعرکه کـي، سـربازي کـړي په همت د وطن په مينه مست دي، عقيده ئې اسلامي ده د نيکو تاريخ ور پاته، دوی ئې ساتي په عزت پــرون هـا وو، نـــن بــيا دی دئ، ســبا بل دئ په نـوبـت</description>
کور د ميرويس خان او احمدخان دئ دا!
<description>سخت ګزار به وخورې له افغانه څه ورک به دي نښان سي له جهانه څه ته چي اور ته لاس ور وړې لمبه به سې روغ به پاته نه سې له طوفانه څه ځاله‌ د بازانو، د زمریانو کور ښکار په ډېر همت وړي له ميدانه څه هر چا که په بد نظر ور وکتل تندر به پرې راسي له اسمانه څه ته دي له خپل پلاره څخه و پوښته ژر به دي پښېمان کړي بد ګمانه څه کور د ميرويس خان او احمدخان دئ دا هر څه ئې واضح دي له عنوانه څه دلته هر زلمی دئ لکه غر ولاړ نه دئ چا مات کړی له زمانه څه</description>
بې‌مسؤلیته ژوند!
<description>و پرهيزګاره سړی د لمانځه لپاره مسجد ته ولاړ؛ لمونځ کوونکو دا ښه سړی وپېژاند؛ د نصيحت غوښتنه ئې ځني وکړه؛ پرهېزګاره سړي هم ومنله. لمونځ ئې وکړ، منبر ته پورته سو؛ تر حمد او ثنا وروسته ئې ناستو خلکو ته وويل: اې خلکو! له تاسو څخه دي هغه څوک و درېږي، چي په دې پوهېږي، چي نن به تر ماښامه ژوندي وي او نه به مري! هيڅوک ونه درېدل؛ بيا ئې وويل: له تاسو څخه چي څوک د مرګ لپاره چمتو دي، هغه دي ودرېږي! بيا هم هيڅوک ونه درېدل.</description>
حيراني صاحب وفات سو!
<description>انا لله و انا اليه راجعون مرحوم حاجي عبدالستار حيراني د مرحوم محمدنعيم زوى د ارواښاد عبدالله جان لمسى په ١٣٣١ل. کال د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د عظيم جان کارېز په کلي کي زېږېدلى، په خټه پښتون اسحاقزى دئ. له مروجو ديني زده کړو سره ئې عصري زده کړي تر نهم ټولګي پوري د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ، د سنځري د پيرمحمد کاکړ په منځني ښوونځي کي کړي وې. د هجرت پر مهال(١٣٥٨ل.تر ١٣٦٩ل.) ئې د سهيلي پښتونخوا د کوټي په پنجپاى کمپ کي د حزب اسلامي د حضرت امام ابوحنيفه په</description>
د سرې خولې ډوډۍ
<description>پخوا چي به څوک مړ سو، تر پاتا (فاتحه) او ختم وروسته به نژدې دوستانو د مړي د کور غړو ته مېلمستيا کوله؛ دې مېلمستيا ته په کندهار کي د سرې خولې ډوډۍ وايي؛ يعني د مړي د کورنۍ د ژړا ډوډۍ، د غمرازۍ او دلاسايۍ ډوډۍ. ستاسو په سيمه کي دا مېلمستيا په څه نامه يادېږي او اوس دا دود‌ سته که نه؟</description>