پوهنتون کي روان يم، دوه دری ژبي محصلان خپلو کي لګيا دي خبري کوي؛ زه هم په خپلو فکرو کي ډوب روان وم، چي ناڅاپه مي دې جملې د خيال نيلي را تم کړ؛ سوم عيد ماه رمضان است!



:: اړونده موضوع: کیسې او خاطرې
:: تړاو: خرافات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

کږني زموږ په ټولني کي خورا ډېري دي؛ هر کور کي داسي څه حتماً سته، چي د هغه کور خلک ئې په کږنه نيسي؛ مثلاً د شپې جارو کول، لاس تر زني کښېنستل، د نوکانو جنګول او داسي نور.

په نورو هيوادو کي هم پر کږنو باور سته؛ وايي، د يوګوسلاويا پاچا اول الکساندر (سه شنبه) په کږنه نيولې وه؛ د سه شنبې په ورځ ئې په هيڅ غونډه کي ګډون نه کاوه؛ د کږني علت ئې د سه شنبې په ورځ دده د کورنۍ د درو غړو مړه کېدل ول؛ خو تر څه وخت وروسته پاچا له دې احمقانه فکر څه تېر سو او د سه شنبې ورځ ئې سمه وګڼله.

يوه ورځ جالب تصادف پېښ سو، پاچا د سه شنبې په ورځ فرانسې ته سفر وکړ، خو په همغه سه شنبه يو تروریسټ ترور کړ!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، اولسي ادب
:: تړاو: خرافات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

يوه شپه له يو کليوال ملګري سره د څوارلسم سپوږمۍ ته ناست وم، د غره و د وره خبري مو کولې، چي وار د سپوږمۍ راغئ؛ ملګري مي راته وويل، په سپوږمۍ کي هغه تور خاپونه وينې؟

ما ول، هو!

ويل دا اسرافيل عليه السلام دئ، زنګون کيچ ولاړ دئ، د الله امر ته انتظار باسي، چي کله الله امر پر وکي، سمدلاسه به د سُر شپېلۍ ووهي، قيامت به سي!

ما وخندل؛ ملګری مي ويل، ولي خاندي، ګناهکاره کېږې!

ماول نه، داسي نه ده، په سپوږمۍ کي اسرافيل له کومه سو، دا توري نښي او لکې طبعي دي!

ملګری مي سور و شين سو، ول ته نه يې خبر، يا دي عقيده خرابه سوې ده، ورسه له مشرانو څه پوښتنه وکه!

ملګري ته چي مي هر څه قناعت ورکاوه، سړي خپلي خبري ته سر نيولی وو.

څو کاله وروسته مي ملګری پر خپله کړې خبره سخت پښېمانه وو، ويل جهالت دئ، موږ ته د اناګانو خُرافات راپاته دي، پرهغو ټينګ ولاړ يو.

#هدفــ: په هغه ټولنه کي چي علم او تمدن نه وي، ځای ئې خُرافات او جهالت ډکوي.



:: اړونده موضوع: اولسي ادب، وراشې او کنايې
:: تړاو: خرافات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

د کندهار ښار په عمومي هديرو کي له پخوا څه يو پوښلی حوض سته، چي د عين الدين حوض په نوم يادېږي؛ په اولس کي دا مشهوره ده، چي په دې حوض کي پيريان اوسېږي، څوک د شپې نه سي ور تلای.

يوه شپه څو ملګري سره ناست ول، په دوی کي يو نفر د خپل زړورتوب کيسې کولې؛ په مجلس يو ملګري ورته وويل، که ته دونه دلاوره يې، ونيسه په دا نيمه شپه عين الدين حوض ته ولاړ سه او هلته دا مختوبېله ټکوهه، سهار به ئې موږ وګورو، که دي ټکوهلې وه، نو ته په رشتيا زړه ور يې!

سړي ومنل، روان سو؛ ډېر وخت تېر سو، خو د سړی درک معلوم نه سو.

د ملګرو ئې اندېښنه سوه، ول هسي نه چي پيريانو يو څه په کړي وي، ټول د حوض پر خوا روان سول؛ کله چي حوض ته ورسېدل، ګوري چي د حوض په ځينه کي سړی بېسده پروت دئ؛ چي راپورته ئې کئ، لمن ئې په مختوبېله کي بنده ده.

سړي له بېري مختوبېله پر خپله لمن ټک وهلې وه، کله ئې غوښتل ولاړ سي، هغه لمن ئې بنده وه، ځای پرځای بېسده سوی وو؛ ده فکر کړی وو، چي پېري تر لمني نيولی دئ.

#هدفــ:ځيني وخت سړی دونه د افواهاتو او اوازو تر اغېز لاندي راسي، چي خپل حواس له لاسه ورکړي؛ خو په اصل کي هيڅ هم نه وي.



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: خرافات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

(کيسه لږ اوږده خو په زړه پوري ده)

#پير_قلفي_بابا

يو قلف پلورونکی وايي، يوه ورځ يو پيرډوله صوفي چي تسبيح ئې په لاس کي وې، دکان ته راغئ؛ ۶۰دانې داسي کوچني قلفونه ئې رانيول، چي هيڅ ارزښت ئې نه درلود، زه هم په دې سودا خوشحاله سوم.

بله اونۍ راغئ، ۱۲۰ دانې ئې واخيستل؛ اونۍ وروسته ئې۲۰۰ او په څلرمه اونۍ ئې ۳۶۰دانې قلفونه رانيول؛ زه هم خوشحاله او حيران وم، چي دا څه په کوي؛ هر وار چي مي پوښتنه ځني کول، حال ئې نه راته وايه.

ما ول، دا خرڅوې؟

جواب ئې نه راکوه.

خبره ۵۰۰ قلفونو ته ورسېدل، معامله ښه روانه وه، دواړه سره راضي وو.

يوه ورځ مي ورته‌ وويل، که ددې قلفو په کيسه مي خبر کړې، ۶۰دانې وړيا درکوم!

له دې سره د پير صاحب خوله خلاصه سوه؛ ويل، زه د همدې کلي سړی يم، له پلار و نيکه څه تعويذونه کوم، د کليو خلک چي ډېري ئې ښځي او لږ ئې سړي دي راځي، زما څه تعویذونه اخلي؛ د ورځي له۵۰ تر ۱۰۰ تعويذونه ورکوم، له هر تعويذ سره يو قلف هم ورکوم؛ ورته وايم، چي په دې قلف ستا دښمن او د دښمن بخت تړم؛ زر- دوه زره روپۍ شکرانه هم ځني اخلم.

له خپلي ژمني سره سم مي ۶۲دانې قلفونه ورکړل، ما ويل، آفرين اصلي سوداګر ته يې، موږ قلف په لس درکوو، ته ئې په زر خرڅوې، هغه هم د چين کافر هغه تر ټولو خراب جنس!

والله ته ډېر د احترام وړ يې، سم بيل ګېټس يې!

څه موده وروسته مي مېرمن په داسي حال چي وظيفه ئې کوله، په ډېر احترام سره ئې دسمال خلاص کړ، هغه کوچنی چنايي قلف ئې را ښکاره‌کړ، ويل دامي له پير صاحب څه د خپلي لور د بخت د‌خلاصېدو په خاطر په لس زره روپۍ اخيستی دئ‌.

قلف پلورونکی وايي، هيڅ مي ونه ويل، چُپ پاته سوم.

څه وخت وروسته هغه پير بيا د قلفو اخيستلو لپاره دکان ته راغئ، په ګيله سره مي ورته وويل، چي ته دا څه کارونه‌ کوې!

پير په خندا سو، ويل: زه څه وکم، چي دوی خپله راځي او پر ما باور کوي، زه څه وکم، زما ګناه څه ده!

له درده چُپ سوم، د خپلو خلکو ناپوهۍ او جهالت ته حيران پاته سوم، چي جهالت ئې هيڅ نه ختمېږي.

#هدفــ: په هدف ئې ټول پوهېږو، خو ځان نه پوهوو!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: خرافات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

يو شپون د پير دربار ته، له راتلو سره سم د پير په پښو کي ولوېدئ؛ ويل پيره، ستا قربان سم، دغه دروږ مي تاته راوړی، راڅه قبول يې که!

پير ورته وويل، سمه ده قبلوم يې، خو اول دا راته ووايه، چي ولي دي دا دروږ راوړی دئ؟

شپانه ورته وويل، پير مبارکه ستا قربان سم، هغه بله ورځ مي رمه د غره لمني ته د څر لپاره بېولې وه، په دغه ورځ می سپی له رمې سره‌ نه و ملګری کړی، نا څاپه د غره له خوا يو غټ شرمښ(لېوه) راغئ، مخ پر رمه را ځغلي، چي هر څه مي نارې پر ووهلې، ګټه يې نه کول؛ پير مبارکه، چي ته مي را په ياد سوې، سم دلاسه مي را وننګولې؛

پيرجانه، ستا صدقه سم!

تا هم بله نه ده کړې، د يو غټ کوټه سپي په څېر را ورسېدې، لکي دي ډانګ نيولې وه، لېوه دي را چپه کړ، په وينو دي ولړئ، و دي شړئ، سخت مدد دي را ورساوه؛ خو د لېوه د جنګ پر مهال مي ستا مبارک بادونه او په مرداريو لړلی بدن به مي مرګی هېروي؛ ستا بلا دي زه واخلم، که ته د کوټه سپي په څېر نه وای راغلی، ټوله رمه به مي د لېوه خوراک وای!



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: خرافات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.