و پرهيزګاره سړی د لمانځه لپاره مسجد ته ولاړ؛ لمونځ کوونکو دا ښه سړی وپېژاند؛ د نصيحت غوښتنه ئې ځني وکړه؛ پرهېزګاره سړي هم ومنله.
لمونځ ئې وکړ، منبر ته پورته سو؛ تر حمد او ثنا وروسته ئې ناستو خلکو ته وويل: اې خلکو! له تاسو څخه دي هغه څوک و درېږي، چي په دې پوهېږي، چي نن به تر ماښامه ژوندي وي او نه به مري!
هيڅوک ونه درېدل؛
بيا ئې وويل: له تاسو څخه چي څوک د مرګ لپاره چمتو دي، هغه دي ودرېږي!
بيا هم هيڅوک ونه درېدل.
پرهېزګاره ورته وويل: زه تاسو ته حيران يم، چي نه پر پاته کېدو ډاډه ياست او نه د تګ (مرګ) لپاره اماده ياست!
#هدفــ: د انسان تر ټولو لويه تېروتنه دا ده چي د فنا په یقین کي بېمسؤلیته ژوند تېروي.
#د_قانع_ژباړه
تړاو: پند
Afghan Afghani Converter