یو سړي غوښتل چي له خپلي ښځي ځان خلاص کي، د طلاق لپاره ئې یو پلمه ورته پیدا کول. یوه ورځ ئې کور ته لس منه مالګه راوړه، و ښځي ته ئې وویل: ماښام ته په دې لس کیلو مالګه کي کتغ راپوخ که، خو پام چي په کتغ کي د مالګي خوند درڅه پیدا نه سي؛ که دي کتغ په مالګه وو، نوره طلاقه یې! ښځي ماښام ته کتغ ورپوخ کړ، خو د مالګي هیڅ خوند پکښي نه وو؛ مېړه ئې حیران پاته سو. ستاسو په نظر ښځي څه شي ورپاخه کړي دي؟
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
سرګرمۍ او انځورونه
ملګرو نن به مو په يو ډول کړنه سره ډير حيران کړم تاسو به په يو څو ثانيو کي داسي څه وويني چي هيڅ مو باور نه راځي، شرط دادى چي تاسو به يې حتما اجراء کوئ، راسئ چي پيل يې کړو: اول: د کمپيوتر مخ ته پر چوکۍ ناست ياست، راسته (ښى) پښه مو پورته کړئ او د ساعت د ثانيه ګر غوندې يې د راسته خوا څه چپې خواته دايروي وګرځوئ، په همدې حال کي په راسته لاس په اشاره په هوا کي 6 عدد په انګليسي د لوړي خوا څه کښته خواته وليکئ. دا عمل مو وکړ څه مو وليدل د پښې حرکت مو بلمقابل شروع سو يعني د راستې خواڅه وچپې خواته روانه سوه. ښه راسئ دا کړنه بيا بيا تکرار کړئ هيڅ بدلون به ونه وينئ هاغه آش هاغه کاسه!
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
وایی یو صحرایي د ښار په یو پاکه ساحه کي د حاجت پر رفع کولو کښېنستئ، چي ناڅاپه درې عسکر ورته ودرېدل او سړی یې لاس تړلی قومندانۍ ته روان کئ. پر لاري یې ورته وویل، که موږ ته کباب را رانیسې، ایله به دي کړو! صحرایی بېچاره د ځان د خلاصون په موخه کباب ور رانیوئ؛ عسکرو خورا په خوند سره کباب خوړئ. صحرایی ډېر په حیرانۍ سره ورته کتله. یو عسکر سترګي پر راغټي کړې، ولي داسي حیران راته ګورې، تا تر اوسه عسکر نه دي لیدلي؟ سړي ورته وویل عسکر مي لیدلی دي، خو دې ته حیران یم که زه بولو نه وای نیولی، نو تاسو به څه شي خوړل!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
خندا
يو سړي په ښار كي روژه خوړله پوليسو ونيوئ، وقاضي ته ئې وروستئ؛ كه گوري چي قاضي د كباب په خوړلو بوخت دئ، و پوليس ته ئې وويل دې سړي څه گناه كړې ده، چي رادي وستئ؟پوليس ورته وويل: قاضي صاحب دې سړي د روژې په مياشت كي په يوه كوڅه كي وچه ډوډۍ خوړله، رامي وستئ چي ستا سره كباب وخوري.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
د جګړې له ډګره تازه حال (طنز)همدا اوس خورا سخته جګړه روانه ده. دا جګړه د نړۍ په ټولو سیمو کي د نفسي غوښتنو، شیطاني افعالو، بدو کړونو او ناوړه اعمالو د تصفیې په هدف په شدت سره روانه ده. ویل کېږي چي په دې جګړه کي تر اوسه ۱۷ پېشلمیان ختم سوي دي او ۱۶ روژې په بشپړه توګه نیول سوي او د ۱۷مي روژې د نیولو لپاره د نړۍ په میلونونو مسلمانان د صبح صادق له پیل سره را خوځېدلي دي.خبر زیاتوي په دې جګړه ټول مسلمانان د منظم پلان له مخي مبارزه کوي. هر ماخستن د تراوح ادا کولو وروسته د راتلونکي ورځي د جګړې لپاره استراحت کوي او سبا ته ځانونه چمتو کوي. په روانه جګړه کي شر خوښونکي عناصر؛ لکه: شیطانان او منافقین خورا سخت ځپل سوي دي. د مخامخ مقابلې توان ئې له لاسه ورکړی، اوس یوازي د چریکي حملو له لاري پر ځینو سوست کمانو مسلمانو حملې کوي.دا حملې اکثره په تشنابونو،پسخانو، بانډارځایونو، د چارواکو پر دفترونو، او ځینو امنیتي پوستو کي پر میشتو کمزورو مسلمانانو تر سره کېږي. د جګړې یو طرف مسلمانان او بل طرف ئې شیطانان او شیطان خېل دي، کفار هم د شیطانانو په ملګریتوب کي ښکېل دي. د جګړې د ډګر یو تن مسلمان جنګیالي (روژاتي) خپل مورال خورا قوي وښودئ او وئې ویل چي تر راتلونکو ۱٣ یا ۱٤ ورځو پوري به روژه په بشپړه توګه ونیسو او اختر ته به ور ورسېږو. کله چي اختر ته ورسېدو بیا به نو د خوشحالۍ جشنونه جوړېږي. زموږ خبریال حالاتو په کتلو سره دا وړاندوینه کوي، چي سوبه د مسلمانانو په برخه ده. د خبر خپرول د منابع په یادولو سره جواز لري
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
د حجرې په طالبانو کي د سايدې ژبه ډېره مشهوره ده، کله چي ميلمه ورته راسي نو دوى پخپلو منځو کي د سايدې ژبه شروع کړي . راسئ چي د سايدې ژبه زده کړو، خورا په زړه پوري ده. البته که دلته په ښوونه کي اشتباه سوې وي، هيله ده چي د سايدې ژبي ماهرين ئې را اصلاح کړي.په دې ژبه کي د کلمي اول تورى ليري کېږي او پر ځاى ئې (س) توري ورلوېږي او د کلمې ليري سوى تورى د (سايدي) سره يو ځاى کېږي؛ مثلا:چاى: د چاى څخه د (چ) توري ليري کوو او پر ځاى يې (س) ور اچوو، چي (ساى) سي. د چاى د (چ) تورى د سايدې د (س) پر ځاى ايږدو (چايدې) به سي؛ نو دسايدې په ژبه چاى ( ساى چايدې) ويل کېږي. کور ( سور کايدې) پلار (سلار پايدې) مبايل ( سبايل مايدې) برق (سرق بايدې) کوچى (سوکچى کايدې) طالب (سالب طايدې) جنګ (سنګ جايدې) جوړ په خير ( سوړ جايدې سه پايدې سير خايدې) خو کومي کلمې چي د (س) په توري پيل سوي وي د هغو د کلمو سرته د (ي) توري راځي؛ لکه سهار داسي وايو: يهار سايدې سور ( يور سايدې) سوله (يوله سايدې) اوس به نو په دې جمله ښه پوهېږي: د يايدې سايدې سبه ژايدې سه ښايدې سفريح تايدې سه دايدې موږ يې داسي وايو: د سايدې ژبه يوه ښه تفريح ده.
:: اړونده موضوع:
زما خبري،
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
تفريح
وایي: د داودخان په زمانه کې یو سړی راغی داودخان ته یې وویل د ټانګې کرایه ډیره زیاته شویده داودخان سملاسی شخصي لباس واغوسته او لاړ ټانګې وال ته یې وویل محترمه تر څرخي پله څو اخلې؟ ټانګې وال بغیر له دې نه چې ویې پیژانی ورته وویل" زه په دولتی نرخ باندې کار نکوم! داودخان:۵؟ ټانګې واله پورته ځه! داودخان: ۱۰؟ ټانګې واله پورته ځه! داودخان: ۱۵؟ ټانګې واله پورته ځه! داودخان: ۲۰؟ ټانګې واله؛ را پنجه شه! داودخان سپور شو ټانګې واله داودخان ته وکتل او ویې ویل: عسکر یې؟ داودخان: پورته ځه! ټانګې: واله تورن یې؟ داودخان:پورته ځه! ټانګې واله: واله جنرال یې؟ داودخان: پورته ځه! ټانګې واله :مارشال یې؟ داودخان؛پورته ځه! ټانګې واله:هسې نه چې داودخان یې؟ داودخان: را پنجه شه! د ټانګې واله رنګ بدل شو داودخان ورته ...وویل وویریدې؟ ټانګې واله: پورته ځه! داودخان؛ولړزیدې؟ ټانګې واله:پورته ځه! داودخان:متیازې دې وکړې؟ ټانګې واله؛ پورته ځه! داودخان: ډکې بولې دې وکړې؟ ټانګې واله: را پنجه شه! هی هی ټانګې واله:ما زاندان ته وړې؟ داودخان:پورته ځه؟ ټانګې واله:بل ځای ته مې بدلوې؟ داودخان:پورته ځه! ټانګې واله: اعداموي مې؟ داودخان: را پنجه شه ......
:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي،
سرګرمۍ او انځورونه
يو سړي په ښار كي روژه خوړله پوليسو ونيوئ، وقاضي ته ئې وروستئ؛ كه گوري چي قاضي د كباب په خوړلو بوخت دئ، و پوليس ته ئې وويل دې سړي څه گناه كړې ده، چي رادي وستئ؟پوليس ورته وويل: قاضي صاحب دې سړي د روژې په مياشت كي په يوه كوڅه كي وچه ډوډۍ خوړله، رامي وستئ چي ستا سره كباب وخوري.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه

دغه
زدکوونکى ناکام دى که کامياب؟ ١- ناپليون په کومه جګړه کې ووژل سو؟
جواب:
د هغه د واک په وروستۍ جګړه کې.
٢- د سولې اعلاميه چيرې لاسليک سوه؟
جواب:
د ورقې په پاى کې.
٣- د طلاق اصلي لامل څه دى؟
جواب: واده.
٤- د امتحانونو اصلي علت څه دى؟
جواب: ناکامي.
٥- په سهارنۍ کې څه شي هېڅکله نه سې خوړلاى؟
غرمنۍ او ماښامنۍ.
٦- څه شى د نيمې مڼې غوندې ښکاري؟
جواب: د مڼې هغه بله نيمايي.
٧- که په شنه سمندر کې سره ډبره وغورځوې، ډبره به
څنګه سي؟
جواب: ډېر ساده، لنده به سي.
٨- يو سړى ٨ ورځې څنګه بې خوبه تېرولاى سي؟
جواب: ډېر ساده، د شپې دې ويدېږي.
٩- که دې په يوه لاس کې 3 نارنجه او 4 سېبه واى او
په بل کې 3 سېبه او 4 نارنجه نو څه به دې لرلاى؟
جواب: ډېر غټ لاسونه.
١٠- که د خښتو يو دېوال 8 نفرو په 10 ساعتونو کې جوړ
کړى وي، نو 4 نفره به يې په څومره وخت کې جوړ کړي؟
جواب: په صفر وخت کې، ځکه دېوال مخکې له مخکې جوړ سوى دى.جبار فراز Jabar Faraz څه په مننه
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
جالب
ميړه
په خوارۍ بد ښکاري رشوت دکار
په کچه خوړل کيږي . د رښتیا مزل لنډوي. اختلاس يوه نيشه وي هسې نه
چي هميشه وي.
د رستم نوم له دوستم نه ښه دى.
دلته دسلوكالووږي په یو
ورځ مړيږي. له بارانه پاڅه ترناوې لاندي كښينه.
د ژمي په لمر او د مشر په
سترګګ اعتبار نسته
د کشر کارونه واړه
په مصلحت دي دوست په پور
ورکولو تجربه کړه دومره خوږ مه سه چې خلکو
ته دشکرې ناروغی سې اونه دومره تريخ سه چي په
لیدو دی دهغو خوله یو جریب خلاصه سي ډوډۍ خو دی خپله ده . خیر
که نس دبل دی غر په غر
ورځي خو سړى په سړي نه ورځي
حساب په خروار ، بخشش په مثقال پارلمان ته یې ویل کار وکړه هغه ټوله وزیران استیضاح کړه بې پارلمانه وطن ښه دی نه داچې ټوله ورځ غمونه
جوړوي د دولت په کور پنځه
زره مېلمانه هيڅ دي چي
لوی تراپي ، کوچنی غا پي چرګه چيببره شي ، دبل
کره هګۍ اچوي د میوې په ونه غالبوزی را ټولیږي اور
په اوبو مري پور چيتر زرو
ډیر شو ، منکر سه په بینایانو کي یو سترګه پاچا دی ډکه لاسه ته مي دښمن يې بابا
دي خدای وبخښي مګر د وطن په آبادی
کي سُست و بد
تربور په بد ځای کي پټیږي بدپارلمان ددولت تنګه موچڼه ده برخي
وېشه پزې ګوره پردي چي په دې دولت او حکومت روږ دي ، که سل واره نران سي نه یې پريږدي په
خوله لااله ، په زړه کومه ده غلا سړی چي غټيږ ي ، کونه ئې تنګيږي کوز
یې ډډیږی ارګ پر ایراني غوړو مست دی چي
بابا ژوندی و ، کرزي یې هر ورځ لاسونه
مچول چي ارګ د ایران لېټۍ خوري د وزیرانو به يې څه احوال وي ؟ چي
راځي د بل له کوره ، پرتابه شپه
سي تکه توره چي د
ولس په وینو مست سي، هغه
مودمور مېړه سي* چي له امریکا سره ځي ، تل به
توري وڅکي خوري* *چي سوله تر پلو ده ، دسولی
شورا ته غول ورغله
چي له ګاونډي زيږي ، وزیر زيږي چي وزیر يې تورن وي ، برق ئې ګوزاوڼ وي چي دولت زهيروي ، وزیران
يي واهه چې په يارانه کې
مصونیت غواړي ، نو بيا ګرانه ده خانده
خانده ، اوس جریمه هم غواړې خدای
خبر دی ، چې امریکا کاپر دی خوار
سې مکاره. چي هم بډې
اخلې هم له خیانته ژاړې لاس چي آموخته شي ، آس نه دی چي
قېضه شي وطن که مي وسوه ددوبی
کور خو مي جوړ دى دوزیرانو پر ږيره خس وي دسلو شاباسونه
يو میلون ډالره ښه دي انسان دی، هغه چي له حيوان څخه ګيله کوي
اصيل کله پیداکيږي.
بخت په اړیکو دی نه په منډه.
خیانت په خیانت، منت يې پر څه ؟
اور اچوونکی نه سوځي
بې واسطې مقام کله سته.
بلاوه برکت یې و. پاک مه اوسه بې باک اوسه.
پردی خر په مخ زور وهي
پردی کټ تر ماتیدو وي.
پنځه ګوتي سره يو دي.
په بازيو کې هډوکي ماتيږي.
په بل وطن کي د بدو کښت کوه تېرېږه. په ډيري کي یې پټوه په لږو کې یې هم
پټوه پير نه الوزي مُريد یې
هم نه الوزي.
پردى خواړه يا مرداروي يا دغلا.
په جنګ کي مرمۍ ويشتل کيږي .
له لېوه مه تښتېده پر قصاب به واوړې پر فهیم
دا پزه هم ډیره ده پور
پر غاړه، څوکۍ سوه مرداره دامریکا اوګره په څكلو خلاصه سوه د خير نه مي دي توبه امریکاسپي دي كورې كه زه د خپل وزیر تیز پيژنم ته زما دارو ، او زه ستا دارو ! دواړه به مرو
تربور مه مړ کوه ، غرب
ته یې واستوه جاهلانو ته د علم خبرې مه کوه څراغ چي په کور کي نه لګيږي په صحرا کې
به څنګه ولګیږي څوک چي لاس درپوري بند کي
غوڅه وه يې.
چي بدکوې ، ښه به مومي چي غل يې له پاچا مه بېرېږه. چي رشوت
خور ي، ګټي د هغو دي.
دننه يې ګټه په بهری يې خوره٠ دپلار خوړلی رشوت پر زوی یې
قی آسانه دی تر بې عقله دښمن هوښيار
دوست ښه دی .
تر څو درواغ راځي رښتیا به کلى وران
کړى وي.
تر پښو لاندې مځکه ګوره ، ليري
واټن مه ګوره تر بېکاره کښېناستل په
کابل کي کار ښه دي داڅوکۍ يوه نشه وي، داسي نه چې همېشه وي. رشوت دکرزي او فهيم تر پښو لاندېي دى دوږخ د کرزي او فهيم تر پښو لاندې دی په
تبه یې ونیسه په مړینه یې راضی کړه
چي د وزارت دوره
تیره شي نو هر څه هیره شي . چي په ناز یې لويي څوکۍ ته رسیږي ، په زيار ایستې
کیږي
چي مړ سو هغه اتل سو بې حیابې حیا یي کوله حیا دار ویل زما څخه یې زده
کړې ده .
خر پلار که، پر
سپورسه
خر
به خندا څنګه نه پو هيږي ليکوال: محمود نظري
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
طنز
د هوا خبري
وايي چي
یو خان کره سندرغاړي سندري ویلې. نو په هره سندره به خان ورته ویل چي لس لکه دي سوې.
شل لکه دي سوې. هغه بنگله درنه قربان. دا موټر درنه قربان. سندرغاړی خوشاله و، چي
لاړم دخیره میلونر سوم. سهار چي هنرمندان کورته روانیدل. نو سندرغاړی خان ته ورغلئ
چي خان صاحب ماښام چي دي وعدې کړي وې هغه اوس پوره کړه.
خان ورته وويل د څه شي وعدې؟
سندرغاړی
ورته وايي .هغه ما چي سندري ویلې او تاسو موټر او بنگلې راکولې. خان ورته وخندل.
تا هم
بادول کول .ما هم بادول وکړل..
ستا سندرې هم هوا ته ولاړې زما خبري هم.
په مخه
دي ښه
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
درنې خبري

د کرکټ د
نړۍ د شور، زوږ او ژونده د مالامال سريال يوه بله پرده هم راکښته سوه!
IPL ښيم چې هر کال يې خپل مينه وال د خيالي او واقعي
نړۍ د امتزاج يوې نادرې نندارې ته کښېنولي دي.
د سږني ټورنمنټ اول اوور برېټ لي ولوباوه چې په لومړني جادويي
بال يې د ډيلي د ځوان بټسمن اونموکت چاند ويکټ والوزاوه. لومړنۍ څلوريزه او
پنځوسيزه د ډيلي کپتان مهيله جياوردنې ووهله.
د ټورنمنټ تر ټولو بدمرغه لوبډله ډيلى و چې د ډېرو تکړه لوبغاړو له لرلو سره-سره يې يوازې درې لوبې وګټلاى سوې او له دويم پړاوه
تر ټولو مخکې بې برخې سو.
د تېر کال اتلې لوبډلې کلکتې سږ ډېر بېخونده او بې رنګه ټورنمنټ
درلود، ځکه نو شاهرخ خان هم په برنډه کې ډېر کم په مستيو او ډانسونو وليدل سو ته
وا د اوله سره يې د ناکامۍ بوى تر سږمو سوى و.
د ياد ټورنمنټ له پيله پر يوه حال او مېزان روانه لوبډله چيناى
وپېژندل سوه. جالبه دا وه چې دغې لوبډلې سږ کال د خپل ټول ريکارډ خلاف غوره لوبې
وکړې او زياتې يې په کې وګټلې خو په فاينل کې د ممبيي د خطرناک بالينګ ښکار سوه.
ډېرى کارپوهان په دې اند دي چې که ډهوني د بټنګ لپاره تر جدېجا مخکې يعنې پر شپږم
نمبر راوتلى واى نو د برياليتوب چانس يې ډېر و. که د راپور د غوښتنې خلاف کار نه
واى نو حتماً مې ليکل چې په دغه لوبډله کې مې يوازې ډهوني پر زړه جوړ دى نور دې يو
لا هم په مخه نه درځي. خير دى اوس به يې نه ليکم. لول
په دغه ټورنمنټ کې د زبردست نړيوال بالر ملنګا خپلې ويکټې تر
سلو واړولې او دا مهال د IPL مخکښ ويکټ اخيستونکى او بلا بالر پېژندل کېږي. د
کارپوهانو په اند په IPL کې سږ کال تر تېز بالنګ ورو يا سپېن او يا هم د
متوسط سپيډ لرونکي بالران ښه وځلېدل، دوى وجه د هندي پيچونو ډول په ګوته کوي او دا
هم پر اضافه کوي چې د همدغو سلو پيچونو او دغه راز آب و هوا له لاسه دغه هيواد په
خپل تاريخ کې د پاکستان په شان مشهور فاسټ بالران هم نه دي لرلي. ويل کېږي چې د
هند کرکټ بورډ به د کرکټرانو له خوا د تېزو پيچونو د جوړولو وړانديزونه تر جدي غور
لاندې ونيسي. د هند مشهور ژوندى فاسټ بالر ظهير خان دى چې کله ناکله تر 135 لوړ
بالينګ کوي.
په دې ټورنمنټ کې څو فلمي او خيالپلو ته ورته پېښې هم وسوې. يوه
يې د پونې پر وړاندې د شل اوريز کرکټ د تورې بلا او بالرانو د قاتل کريس ګېل په 66
توپونو 175 ناسوځېدلي منډې وې چې 17 اوږدې شپږيزې يې په کې واورولې. زه حيران دې
ته يم چې څنګه په هغه ورځ د څو نندارچيانو سرونه مات نه سول! نوموړي په خپل دغه
هېښوونکي اننګز کې د شل اوريز فارمټ درې ريکارډه پر خپل نامه کړل: تېزترينه سليزه،
په يوه لوبه کې ډېرې شپږېزې او دغه راز په يوه اننګز کې لوړ سکور.
دويمه پېښه يې د استرالوي الراونډر ګلين ماکسويل په يو ميليون
ډالرو رانيونه وه چې يوازې يې په دوو لوبو کې وکاراوه او هغه يې هم خونده نه وه،
نور يې ټول ټورنمنټ د ميدان دباندې پر اوږده چوکۍ ارږميانې کښلې او د امباني
خاندان د سترګو خار و.
درېيمه لويه پېښه د ويکټ اخيستلو پر وخت د هربجن سينګ عجيبه
حرکات ول چې نه ډانس ته پاتېدل، نه اتڼ ته او نه هم منډې ته بس تيار لکه سړى چې
برق ونيسي. کوريوګرافران تر اوسه د دغو حرکاتو پر تجزيه بوخت دي خو لا يې په کومه
کټګوري کې د شاملولو توان نه دى پيدا کړى.
په دغه ټورنمنټ کې د تېر په پرتله هندي ځوان بټسمنان او بالران
د خارجيانو سره خوله په خوله روان ول او ښه ځلېدل. اميت ميشره، وينې کمار او
ايشانت شرما يې د بالرانو او روهيت، کوهلي، بيسله، داون او کارتيک يې د بټسمنانو
مثالونه کېداى سي. بايد وويل سي چې اميت ميشره په ٢٢مه لوبه کې د پونې پر وړاندې د
خپل IPL دوران
دويم هټريک(درې ويکټه پر درېيو پرله پسې بالونو اخيستل) هم ترلاسه کړ. د هندي
بالرانو تر منځ تر ټولو نامي توپ اچوونکى باجي(هربجن سينګ) راوخوت. نوموړي 24
ويکټه واخيستل. تر اوسه په IPL کې هېڅ هندي لوبغاړي دومره زيات لوبغاړي نه دي
سوځولي. د ده د قوله چې سږ يې کار ځکه سم و چې د پخواني هندي مشهور سپينر انيل
کوملې خبرو ته يې غوږ ايښودى.
ډېل سټېن په روان ټورنمنټ کې 219 داسې بالونه وار کړل چې هېڅ
منډه نه پر وسوه او په کنجوسو بالرانو کې اول لمبر راغى، يعنې منډې يې پر چا نه
لورېدې.
د ټورنمنټ تر ټولو غوره ځوان لوبغاړى د راجستان تکړه بټسمن
سانجو سامسون وپېژندل سو. په دې ټورنمنټ کې څو حيرانوونکي کېچونه هم واخيستل چې په
پاى کې يې د غوره کېچ نيوونکي لقب د پنجاب لوبډلې لوبغاړي ګورکيرات من سينګ وګټى.
د ټورنمنټ لومړى نمبر منډه جوړوونکى د چيناى اوپنر بټسمن سپين
ږيرى مايک هسي و چې ټولټال يې 733 منډې وکړې(وا دومره انرژي دې د کومه کړه زوى مړى
نه يې)، مخکښ ويکټ اخيستونکى هم د همدې ټيم غړى او زبردست ويسټ انډيزى الراونډر(چې
حريفانو به د سوخته د بيزو زوى باله) ډوېن براوو سو چې 32 بټسمنان يې سوځولي ول.
په IPL کې تر
اوسه هېڅ بالر په يوه ټورنمنټ کې تر 29 ډېر ويکټونه اخيستي نه ول. زياتې شپږيزې
(51 دانې) ګېل کاکو ووهلې چې دى ژوندى وي بل به يې نو څوک وهي، منډه يې د لاسه نه
کېږي نو په شپږيزو او څلوريزو يې سره رسوي، ولاکه دغه وايي چې دا بالران هم
انسانان دي او احساسات لري که نه.
لنډه دا چې بالاخره د ساتيري ډک او د وخت ضايع کولو تر ټولو
زوروره وسيله يعنې IPL پرون د ممبيي په اتلولۍ پاى ته ورسېد. پايلوبه د
کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې وسوه. دا هغه ګراونډ دى چې ممبيي په کې خورا ښه
ريکارډ لري. د ممبيي د کپتان د خبرو سره-سره چې د لوبې تر پيل وړاندې يې وکړې او
په کې ويې ويل چې دا زموږ لپاره يوازې يوه بله لوبه ده، نه پايلوبه، بيا هم ټوله
لوبډله په تېره بټنګ لاين اپ يې، تر تاثير لاندې و او تکړه-تکړه هلکان يې ژر-ژر
اوټ سول، ټول عزت يې پولارډ ور خوندي کړ. خو کله چې وار د بالنګ سو نو بيا يې داسې
لوبه وکړه چې موږ ټول ياران يې د غارونو څخه راوايستلو او پر فېسبوک مو د چيناى يو
ګړى مخکې خوشحالو مينه والو ته ګواښونه شروع کړل. دا ځل نو هغوى په سوړو ننوتل او
تر اوسه يې درک و خرک ورک دى. شرما اول اوور ملنګا ته ورکړ. دا چې نوموړى په نوي
بال د سم بالنګ کولو ښه ريکارډ نه لري نو ټولو پر دې پرېکړه شک څرګند کړ، خو هغه
ظالم خپل کمال وښود او دوه لوى ويکټونه(هسي او راينا) يې پر نه څه اوټ کړل.
ممبيي لوبډلې ته د لومړي مقام اخيستلو له امله سل کروړه هندۍ
کالداري انعام ورکړل سو. نوش جان!!!
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
کرکټ

فکري ازموينه يوه ښځه د خپلي مور په فاتحه کي د يو داسي ځوان سره مخ سوه
چي مخ کي يې هغه ځوان نه و ليدلى ښځه ددې ځوان په ليدلو سره سمدستي
پر مينه سوه، او هغه يې د خپل ژوند روح وګاڼه.
ښځي هوښ او حواس د لاسه ورکړل او ددې سړي په فکرو داسي
ډوبه سوه چي نه يې د هغه څخه د نوم ، د ځاى پته او يا ټلفون نمبر، هيڅ هم ونه
پوښتنل.
څو ورځي تيري سوې ښځي د هغه ځوان په ليدلو پسي سرګردانه
وه، چي يوه ورځ يې د ځوان په لټه خپله خور ووژل.
ستاسو په فکر ولي دې ښځي خپله خور ووژل؟
ښه فکر وکړئ بيا جواب لاندي د بشپړ مطلب په برخه کي وګورئ
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
ازموينه
هغه پخواني موږکان لا اوس
نسته
چي په تلکه به يې ځان
ګرماوه
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
خوځيدونکي تصوير
د سترګو ازموينه پدې شکل کي تصوير وينئ؟ د څه شي تصوير دئ؟

فکر کوم چي نه يې سئ پيژندلاى نور راسئ لاندي د بشپړ مطلب تڼۍ ته ټک ورکړئ وبه يې وينئ
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
ازموينه
لیکنه او ژباړه: حکمت سروش

که تاسو د کرکیټ او په ځانګړي ډول د لږو اورونو یانې شل
اوریزو لوبو مینوال یاست، که چیرې مو د څلوریزو او غټو شپږیزو هیجانې خوند ته زړه
کیږي. که له تېزو بالونو، د ویکیټې د غورځېدو او په یو دم د زرګونو خلکو د خوشالۍ
له چیغو خوند اخلئ نو ستاسې انتظار په ختمېدو دی، ځکه چې ای پي ال ۶ په شروع کېدو
دی.
د ۲۰۱۳ م، انډین پریم لیګ سیالۍ چې په مخفف یانې آی پي ایل (IPL) مشهوره دي،
په ۲۰۰۷ کې پیل شوې او دا یې شپږم پړوا دی.
په دې سیالیو کې به نهه لوبډلې لوبې کوي چې د اپریل له دریمې
نیټې به پیل او د می تر ۲۵ مې به روانې وي.
د پرانیستې مراسم به یې د اپریل پر دوهمه د هند د کلکتې ښار
په سالټ لېک لوبغالي کې ترسره شي، چې د هند مشهور فلمي ستوري شاه رخ خان، کترینه
او ډیپیکا به په کې ګډا کوي.
د دې تر څنګ به انګلیسي سندرغاړی پیټبول هم د خپلو مستو سندرو
سره پروګرام مستوي.
شاه رخ ویلي چې د آی پي ایل د شپږم پړاو پرانیستونکی مراسم به
داسې مراسم وي چې تر اوسه به چا په هند کې نه وی لیدلي.
په دې کې له نڅاګرو نیولې، تر اتش بازیو پورې هر څه وي.
د دې سیالیو د تېر کال اتل د شاه رخ خان لوبډله کلکته نایټ
رایډرز ده چې په پایلوبه کې یې چنای سوپر کینګز ته ماتې ورکړې وه.
راځئ په دې سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو او لوبغاړو په اړه
مالومات ولولو، په تېر پړاو کې یې له کارګردکۍ او پر راتلونکې هغه یې له تاثیراتو
خبر شو.
کلکته نایټ رایډرز
روزونکی: ټریور بایلیس
د ۲۰۱۲ کارکردګي:
په وروستیو ۱۳ لوبو کې د ۱۰ په ګټلو
سره یې د دې سیالیو تاج خپل کړ او اتل شو.
د ملا تیر:
شاه رخ خان، نه نه ټوکې کوم، که جدي
ووایو د دې لوبډلې مهم سړی باید سنیل نراین وبلل شي چې تېر کال یې په ۱۵ لوبو کې
۲۴ لوبغاړي وسوځول او همدارنګه دې نومونه لا پسې خطرناک کړ چې توپوهونکی یې نه شي
لوبولای او نه یې په چل پوهیږي.
ټوله لوبډله:
براډ هډین، برینډن مکالم، بریټ لي،
دیباراتا داس، ایون مورګن، ګوتم ګمبیر، اقبال عبدالله، جاکیس کالیس، جېمز پټینس،
لکشمي پتي بالاجي، لکشمي رتن شوکلا، منوج تیواري، منویندر بیسلا، محمد شامي، پردیپ
سانګوان، رجت بتیجا، ریان مکلارن، ریان ټن دوسچاتي، سچیترا سینانایک، سرابجیت سینګ
لدا، شکیب الحسن، سنیل نراین او یوسف پټان.
چنای
سوپرکینګز
روزونکی: سټیپن فلیمنګ
د ۲۰۱۲ کارکردګي:
چنای لوبډله د تېر پړاو په پېل کې ډېر کمزوري ول، هیڅ به دې
زړه ته نه لوېده چې کله له کلکته نایټ رایډرز سره په پایلوبه کې میدان ته راووتل.
لوبه یې وبایلله، خو دا افتخار یې وګټی چې په ډېر زبردست ډول په پنځه کلونو کې د
څلورم ځل لپاره پایلوبې ته راووتل.
د ملا تیر:
رویندرا جډېجا، د دوو میلیونو امریکايي ډالرو سړی ( په دې بیه
لوبډلې اخیستی) که څه هم په چینای سوپر کینګز کې د خپل دې قیمت سره سم کار ونه کړ،
خو موږ په دې هیله یو چې دا ځل به په ښه توګه رامخته کیږي. نوموړی په خپله ملي
لوبډله کې ښه وځلېدی خو دا ځل باید په ای پي ایل کې، په پوره ۱۰ لوبو کې تر ۱۲
ویکیټو اخیستلو او ۱۹۱منډو جوړولو ډېر څه وکړي.
ټوله لوبډله:
اکیلا دنانجیا، البي مورکل، انیرودا شریکانت، انکیت سینګ
راجپوت، بي اپاراجیت، بین هیلپینهای، بین لاغلین، کرسټوپر موریس، ډیک نانیس، ډاین
براوو، فرانکوس دو پلیسیس، امتیاز احمد، جاسن هولډر، مایکل هسي، موهیت شرما،
مهیندرا سینګ ډهوني، مورلي ویجې، نووان کلاسیکارا، آر کارتیکیان، روي چندرا اشوین، رویندرا جډېجا، رونیت موري،
شاداب جکاتي، سوبرمنیم بدرینات، سرېش راینا، ویجې شنکر، وریدیمن ساها.
ممبی
انډینز
روزونکی: جان رایټ
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
په تېر پړوا کې یې دریم مقام وګاټه، د یوې نه هیرېدونکې شیبې
سره چې د چنای سوپرکینګز په وړاندې یې په وروستي بال لوبه پای ته ورسېده. له ۱۶
لوبو څخه یې ۱۰ وګټلې.
د ملا تیران:
لسیت ملینګا او کیرن پولارد ته باید د ممبی انډینز مهمې څیرې
وویل شي. سریلانکايي ملینګا د آی پی ایل تر ټولو خطرناک بالر دی، تېر کال یې په ۱۴
لوبو کې ۲۲ ویکیټې واخیستې نوموړي د ۱۶.۶۳ په اوسط سره ۸۳ لوبغاړي سوځولي.
ټوله لوبډله:
ابو نسیم احمد، اکشر پاټیل، ادیتیا تار، ایډین بلېزرډ، امباتي
رایدو، امیتوزي سینګ، دوال کولکرني، دینېش کارتیک، دواین سمیت، ګلېن مکسویل، هربجن
سینګ، جاکوب اورام، جلال سکسېنا، جېمز فرنکلین، کیرن پولارد، لسیت ملینګا، میشل
جانسن، مناف پاټېل، نتن کولتر نیل، پیلیپ هګز، پوان سویال، پراګیان اوجا، ریکي
پونټینګ، ریشي دوان، روهیت شرما، سچین ټنډولکر، سوریا کمار یادو، سوشانت مراټې،
یوزویندرا سینګ چهال.
ډهلي ډېر
ډیویلز
روزونکی: ایریک سیمونز
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
په لومړي یا د لیګ په پړوا کې لومړۍ شوه، خو په پلې افس
(حذفي) پړاو کې یې مزه نه وه او له کتاره ووته.
د ملا تیر:
ښکاره خبره ده چې د دې لوبډلې مهمه څېره ویریندر سېواګ دی چې
تېر کال یې په ۱۶ لوبو کې ۴۹۵ منډې جوړې کړي. خو موږ د دې لوبډلې د ملا تیر انموکت
چاند بولو، د هند د نولس کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې کپتان چې تېرکال یې نړیوال جام
وګاټه، دا ځل باید ده ته موقع ورکول شي چې وګورو څه کولای شي.
ټوله لوبډله:
اجیت اګرکار، اندر رسل، اریشت سنګاوي، اشیش نیهرا، سي ایم
ګوتم، ډېویډ وارنر، غلام بودي، عرفان پټان، جیون میندیس، جیسي رایډر، جوهان بوتا،
کیدر جیدې، کیوین پیټرسن، مهیلا جیوردنا، منپریت جونیجا، مورني مورکل، نومان اوجا،
په ون نیګي، ریلوف وان در میروي، رایسټون دیاس، سیدارت کاول، سوجیت نایک، شهباز
ندیم، اومېش یادو، انموکت چاند، ورون ارون، وینوګوپال راو، ویریندر سېواګ، یوګېش
ناګر.
کینګز
ایلېون پنجاب
روزونکی: ادم ګیلکریست
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
پنجاب لوبډله په مهمو او حیاتي لوبو کې ښه نه وه. له دریو
کلونو څخه په پرله پسې ډول په دې نه دي توانیدلي چې مهمې لوبې وګټي. تېر کال یې د
بایللو او ګټلو لوبو شمېر برابر و، او همدارنګه ویې نه شوای کولای چې پرله پسې دوې
لوبې وګټي.
د ملا تیر:
اظهر محمود د دې لوبډلې داسې څېره ده چې د ټولو سترګې به ور
اوړي، زموږ ټولو خوښ دی، د نوموړي شتون په لوبډله کې هیجان جوړوي او مقابل لوبډله
له ویرې سره مخ کوي. اظهر ښه فلیډ، بېټینګ او بالینګ درې سره کولای شي. په ۲۰۱۲ کې
یې په ۱۱ لوبو کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې او ۱۴ ویکیټي یې واخیستې، اوس برتانوی پاسپورټ
لري او کولای شي په آی پي ایل کې ولوبیږي.
ټوله لوبډله:
ادم ګیلکریست، انکیت چودري، اظهر محمود، بارګې بټ، بیپول
شرما، ډېویډ هسي، ډېویډ میلری، ډیمیتري ماسکارنهاس، ګورکیرات من سینګ، هرمیت سینګ
بنسال، لوک پومېرسباش، منان اوهرا، مندیپ سینګ، منپریت ګوني، نیتین سایني،
پریویندر اوانا، پاول والتایتي، پیوش چاولا، پروین کمار، آر ستیش، ریان هریس،
سندیپ شرما، شان مارش، سیدارت چیتنیس، سني سینګ.
سن رایزرس
حیدرآباد
روزونکی: ټام موډي
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
دا لوبډله تر دې وړاندې ډیکن چارز نومېده، تېر کال له منځه
دویم شو، چې رښتیا شي هیڅکله یې هغه مقام ته ځان نه دی رسولی چې په کار وه.
د ملا تیر:
زبردست بالر ډېر سټېن، چې تېز دی، خطرناک دی او ظالم دی. د
نړۍ په هر کونج او د کرکیټ په هر فارمټ کې یې ویکیټي اخیستي. او بې له شکه چې
اغېزناک او ګټور بالر دی. تېر کال یې په ۱۲ لوبو کې ۱۸ لوبغاړي وسوځل. ښه شهکاري
یې د دریو لوبغاړو په سوځولو سره یوازې د ۸ منډو ورکول و.
د ده تر څنګ شېکر دَون هم د پام وړ دی، خو د هغه زخمي کېدا به
ټیم ته لوی زیان وي او کېدای شي د دې پړوا په ځینو لوبو کې ونه لوبیږي.
ټوله لوبډله:
اکشت ریډي، امیت مشرا، اناند رجن، انکیت شرما، اشیش ریډي،
بیپلاب سمنترې، کامیرون وایټ، کریس لین، کلینټ مک کي، ډېر سټېن، ډېرن سامې، دوارکا
روي تېجا، هنوما ویهاري، ايشانت شرما، جېن پاول ډومني، کرن شرما، کومار سنګکارا،
نتن مکالم، پرتیو پاټېل، کوینټن دي کوک، سچین رانا، شېکر دَون، سودیپ تیاګي،
تلایون سرګونم، تیسارا پیرېرا، وير پرتاب سینګ.
بېنګلور
رویل چېلنجرز
روزونکی: رې جینینګز
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
د دوی د بېټنګ انتظام ته په کتو سره، تېر ځل پر پنځم مقام
ختمېدل بدخونده کیسه وه، خو هغوی په پلې آفس یا حذفي لوبو کې د خپلو منډو د اوسط
له لاسه وبایلله، او دا خبره داښيي چې ولې باید د لوبو د څوکه په څوکه ختمولو مخه
ونیول شي.
د ملا تیر:
په ۱۵ لوبو کې یې ۷۳۳ منډې جوړې کړې، ۴۶ یې څلوریې ووهلې او
۵۹ هم شپږیږې، سټرایک رېټ یې ۱۶۰.۷۴ و. دا سړی له ویسټ انډیز څخه دی، چپ لاسی توپ
وهونکی دی، ښه خوندسرده او خوش طبع دی، کریس ګېل یادوو.
ټوله لوبډله:
اې بي ډیولرز، ابیمنیو میتون، ابینو موکونډ، اندریو مکډونالډ،
ارون کارتیک، چیتیشور پوجارا، کرییس ګېل، کریسټوپر بارنویل، ډېنېل کریسټین، ډېنېل
ویټوري، هرشل پاټیل، جېدېو اونادکت، کې پي اپننا، کرون نایر، مایانک اګروال، مویسي
هینرینکس، ورلي کارتیک، موتیا مورالیترن، پنکج سینګ، پرشانت پرمېشور، آر وینې
کمار، روي رامپال، رودرا پرتاپ سینګ، ایس ارویند، سندیپ واریر، سوراب تیواري،
شیلډون جکسن، سني سوهال، سید محمد، تيلاکرانتي دیلشان، ویجې زول، ویرات کوهلي،
ظهیر خان.
پونې
واریرز
روزونکی: پروین امري
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
د دې لوبډلې په اړه یوازې یو شی د خلکو په یاد دی، چې کله
سورو ګنګولي د ویکیټ تر اخیستلو وروسته منډې وهلې او ورېښتان یې باد اخیستي ول او
په ډېر زحمت یې په ده پسې ځان رساوه. بله یې لا دا چې مایکل کلارک هم دا کال د
زخمي کېدو له امله په دې لوبو کې برخه نه شي اخیستلای.
د ملا تیر: پروېز رسول، په دې سیزن کې ډېر ښه ولوبېدی او وځلېدی. نوموړی له جمو کشمیر
څخه لومړنی لوبغاړی دی چې په آی پي ایل کې برخه اخلي. نوموړي د اسټرالیا د دورې پر
وخت اووه ویکیټې واخیستې، که څه هم د آی پی ایل بال له هغه څخه فرق کوي، هیڅوک نه
پوهیږي چې دی باید څنګه خپلې لوبډلې ته یو څه ورکړي. خو بیا هم د دې لوبډلې د
مینوالو تمه ده چې ګوندې دی به په دې پړاو کې څه کمال وکړي.
ټوله لوبډله:
ابیشیک نایر، اجنتا مینډیس، علي مرتضی، انګیلو ماتیوز،
انوستوپ ماجومدار، اشوک ډینډا، بووینشور کمار، دیراج جیدې، ایکلاویا دویدي، هرپریت
سینګ، ایشور پانډې، کېن ریچارډسن، کریشناکانت اوپادې، لوک رایټ، مهېش راوت، منېش
پانډې، مارلون سېمولز، مایکل کلارک، مېشل مارش، میتون منهاس، پروېز رسول، راهول
شرما، رایپې ګومز، روبین اوتاپا، راس ټېلر، شریکانت واګ، سټیو سمیت، سومن، تمیم
اقبال، اودیت بیرلا، یووراج سینګ، واین پارنیل.
راجیستان رویلز
روزونکی او کپتان: راهول ډرېویډ
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
تېر کال یې اووم ځای خپل کړ، خلک دا ځل بیا هم هماغه
فکر کوي چې راجیستان رویلز به هیڅکله د ۲۰۰۸ غوندې د دې سیالیو اتل نه شي، چې د
ټول سیزن جام خپل کړي.
د ملا تیر:
شېن واټسن به پوره هڅه وکړي چې کرکیټ اسټرالیا ته ثباته
کړي چې تر درملنې وروسته روغ شوی او لوبه کولای شي. که چیرې نوموړي په لوبه کې
هماغسې اور ولګوي لکه د هغه هیواد چې یې غواړي بیا خو نو په ضمانت کولای شي چې د
راجستان پیټی پر اوږو یوسي.
ټوله لوبډله:
اجینکیا رانې، اجیت چندېلا، انکیت چَوَن، امیت سینګ،
اشوک میناریا، براډ هوګ، دیشانت یاګنیک، فیډل ایډورډز، هرمیت سینګ، جېمز فالکنر،
کیون کوپر، کوسال جانیت پیرېرا، اویس شاه، پره وین تامبې، راهول ډرېویډ، راهول
شوکلا، ایس سریشانت، سچین بېبې، شرییاتس ګوسوامي، سیدارت تریویدي، ستارت بیني.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
لوبي
د کرکيټ د نړۍ اتل شاهد اپرېدى د
کرکيټ په ډګر کي
٧١٠٠منډي
٣٤٨ويکټي
٣٠١ شپږيزي
٦٥٠څلوريزي
١١٥ کېچونه
٨ ځله په يوه لوبه کې پنځه
ويکټه اخيستل
د کرکټ د تاريخ تر ټولو ګړندۍ سليزه
دويمه ګړندۍ پنځوسيزه
تر ټولو لوړ سټرايک رېټ (لږ تر لږه په ٥٠ لوبو کي)
٣٣ ځله مېن اف د مېچ
انعامونه
په يوه لوبه کي د ٥ ويکټونو اخيستونکو په لړ کي تر ګلېن مک ګرات
لوړېدل چي د نړيوال کرکټ يو افسانوي بالر دى
دغسي لوبغاړى يوه الهي ډالۍ بلل کېږي.
دا که بيا مسلمان او پښتون هم وي نو څو چنده يې ارزښت نور هم
زياتېږي.
ما ته بې اپرېدي د پاکستان څه چي د نړۍ محدود اوريز کرکټ بې خونده،
پيکه او بې رنګه ښکاري.
په دې هيله يم چي دى تر خپلي څلوېښت کلنۍ پوري ولوبېږيۤ. عبدالجبار فراز
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
لوبه
یوې ښځې خپل میړه ته ویل: "دوې داسي خبري راته وکه چي په یوه یې ډېره خوشحاله سم او په دوهمه يې ډېر درد راسي" سړي ورته وویل: 1-ته زما ژوند یې! 2-په داسي ژوند دي لعنت وي
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
ترخه خندا

د حادثې او فاجعې تر منځ فرق
له يو چا يې وپوښتل چي د حادثې او فاجعې تر منځ څه توپير
وي؟
هغه ورته وويل کله چي د يوچا مېرمن ناڅاپه د پله له سره د اوبو څه ډکي ويالې ته ور ولوېږي
دا حادثه ده!
خو کله چي يو احمق هغه له اوبو را وکاږي دا فاجعه بلل کيږي.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
ترخه خندا

چاوویل: ټنډیږي مګرمړيږي نه،
ماته سمدلاسه ته راپه یادسوې.
بل وویل:ګېډه خویې مړه ده مګرسترګي یې وږي دي، بیا ته راپه یادسوې.
یوه وویل:قصاب نه دی مګر ډېرخلک یې بې تیغه حلال کړي دي،
دلته هم ته راپه یادسوې.
هغه بل وویل : منګولي اوپنجې یې دلیوانونه دي اوخونخواردی
داځل هم ته راپه یادسوې. بې ګناه خلک مي په زندان کي ولیدل ، ته راپه یادسوې.
هغه ورځ چاپوښتنه وکړه چي په غلو زهیر ،دمجرمینو طرفدار ، دمظلومانو دښمن ، دناحقي ملګری ، دقاتلانو حامي څوک دی ؟
ماته ته راپه یادسوې.
ارواښاد استاد الفت
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه

د ښو شاعرانو مخ ته دي لاس وي!
يوه ورځ د شاعرانو په مشاعره کي په دې
بحث او څېړنه کيده
چي د شعر ويلو لپاره څه وخت او کوم
حالت مناسب دئ؟
چا ويل چي د شپې سکوت!
چا ويل دپسرلي سهار چي بلبلان چغيږي پاڼي
رپيږي او اوبه بهيږي!
چا بيا ويل چي د غرو لمني د چينې غاړه
غرنۍ منظره!
پدې وخت کي يو شاعر را ږغ کړه
زه خو هر وخت شعر وايم
په ولاړه او په ناسته په کار او بې
کاري کي
آن چي د ضرورت په ځاى کي هم وايم
يو بل شاعر پر راږغ کړه ښه اوس پوه
سوم
چي دا ستا شعرونه ولي داسي ..... دي
ځکه چي الهام دي همداسي .... ځاى درته
راځي
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
بډو خان مړ سو او وروسته له مرګه ملایکو بلي نړۍ (آخرت) ته بوت. بډو
خان له ملایکو نه وپوښتل چي
تاسو څه ډول پوهیږی چي یو کس څو ځلي درواغ ویلی دي؟
ملایکو بډو خان یوې خوني
ته بوت چي هلته زیات ساعتونه پر دیوالونو باندي ځوړند وه. ملایکو وویل:
هر ځلي چي یو څوک درواغ وایی د
ساعت عقرب یو ځلي حرکت کوي.
هغه ساعت د ګاندي دئ په ټول عمر کي یې دوه، درې ځلي حرکت کړی همدا ډول د پاچا خان ساعت.
هغه بل ساعت د کرزی دی هغه په
څو ساعتونو کي یو ځلي حرکت کوي.
بډو خان حیران پاته سو ځکه د جهادي مشرانو ساعتونه یې و نه ليدل.
بډو خان د ملایکو څه وپوښتل
د جهادي مشرانو (مسعود، مزاري، دوستم، سیاف،
فهیم ...) ساعتونه نسته؟
ملایکو وویل هو سته، د
دوی د ساعتونه څخه موږ په خپل دفترونو کي د چت د پکې په توګه کار اخلو.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
د هغه چا چي خبري يې نه درواغ او نه ريښتيا
وي، فيلسوف دئ
هغه څوک چي پيسې اخلي او درواغ وايي
دلال دئ
هغه څوک چي درواغ وايي او پيسې اخلي
هغه فقير دئ
هغه څوک چي پيسې اخلې تر څو د درواغو
او ريښتيا تشخيص وکړي قاضي دئ
هغه څوک چي بېله ريښتيا بل څه نه وايي
هغه کوچنى(ماشوم) دئ
هغه څوک چي درواغ يې ډير خواږه وي شاعر دئ
هغه څوک چي درواغ خبري يې خلک ريښتيا
ګني سياستمدار دئ
هغه څوک چي ريښتيا خبري يې
خلک درواغ ګڼي او پر خاندي ليونى دئ.
هغه څوک چي ډير درواغ وايي او خپله هم نه په پوهږي ډيري خبري کوونکى دئ
هغه څوک چي هيڅ درواغ نه وايي مړى دئ
هغه څوک چي په خپلو درواغو بارو کوي باوله دئ هغه څوک چي د ځان په درواغو باور کوي مغروره او ځان خوښوونکى دئ
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
فکر وکړئ په تصوير کي پنځه شکله ښودل سوي دي تاسو فکر وکړئ چي شپږم شکل به څه ډول وي

پيدا مو کړ؟ ښه که مو پيدا کړى وي د نظر ورکولو په برخه کې جواب وليکئ که يې نسئ ښودلاى نو لاندي راسئ او جواب يې وګورئ * * * * * * ښه فکر مو وکړ نه يې سئ ښودلاى نو راسه لاندي د بشپړ مطلب تنئ کښېکاږه او جواب يې وګوره
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
دابه څه شي وي؟ چي نه و، ته را نغلې، درکاوه مي، چي ته راغلې او اوس سته په تا حرام دئ، که نه وو او ته را غلې،ستا انعام دئ! ددې کيسۍ جواب لاندي د نظرونو په برخه کي راته وليکئ
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
د شيطان شکل
د عربو يو مشهور اديب جاهظ وايي: چي زه په دنيا کي چا داسي
نه يم پکه کړى، لکه چي يوه ورځ يوې ښځي تر
لاس ونيولم چي راځه له تاسره مي کار دئ، زه هم ورسره روان سوم ، تلو-تلو چي د يوه زرګر دوکان ته يې وروستلم او هغه ته ئې وويل چي
(دده په شان) دومره يې وويل او دا لاړه په خپله مخه، زه اک پک اريان دريان ودريدم، چي دا څه ټوکه وه؟
دهغه زرګر نه مي پوښتنه وکړه چي دا څنګه کيسه وه؟
هغه راته وويل چي زه نور نه يم خبر خو دې ښځي يوه ورځ ماته وويل
چي ماته د شيطان شکل جوړ کړه، ما ورته وويل چي ما شيطان څه ليدلى دئ چي تاته يې
شکل جوړ کړم پس له هغې دا ولاړه او ته ئې
را وستلې(( چي دده په شان))
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
راشئ نن ځان و ازموياست څنګه شخص ياست خورا په زړه پوري ټست دئ
فکر وکړه چي په لوى دښت کي
روان يې تر پنځه ساعته تګ وروسته وږى تږى او ډير ستړى سوې، ناڅاپه دي د ليري يو ښکلې مجلله او شانداره ودانۍ تر
سترګو سول.

١: فکرکوئ چي دا ودانۍ به
څه شي وي؟
١الف- ماڼۍ وي ب- موزيم
ج- هوټل د- مسجد جامع
٢: دې ودانۍ ته د کومي لاري
داخليږئ؟
الف- پنجري ب- دروازه ج- کلکين
د- د زېر زميني د تونل
کله چي ودانۍ ته داخل سوې ګورې چي ودانۍ
ستاسو تر فکر ډيره ښکلې او ښايسته ده ناڅاپه د دروازې ږغ اورئ او د يو داسي چاسره
مخ کيږي چي د هغه ليدل ستاسو لپاره يوه هيله او ارمان وو.
٣: دا شخص به څوک وي؟
روانيږي دوهم منزل ته په مخ
کي ځينه وينئ فکر کوئ
٤: لاره به سيده وي که کږه وږه؟
په ځپنو کي پورته کېږئ ځينې
حسابئ
٥: څو ځينې وي؟ ( له يوې څه
تر ډيرو وپري)
وروسته يوې خوني ته
ننوزئ......
٦: خونه
څومره پراخه وي؟
الف- د کبانو د حوض په
اندازه
ب- د يو معمولي خوني په
اندازه
ج- د ځنګل په اندازه
د- دارام اقيانوس په اندازه
٧: ستاسو په اند د خوني
يوالونه يې پايد څه رنګ ولري؟
الف- سور ب- تور اوسپين ج-
ارغواني د- ژړ و- رنګين کمان په رنګ
يو ميز مو ومخ ته راځي دا
به څنګه وي....
٨: آیا گردى- مربع- مثلث
او يا بې ډوله؟
د ميز پر سر پنځه ډوله مېوې
دي: ګيلاس- سيب-کيوه- خټکى٠ هندواڼه
٩: کومه ميوه
انتخابوئ......
کومه ميوه چي مو انتخاب کړه
تاسو ته څوک در په يادوي؟
١٠: د هغه شخص نوم وليکئ؟
١١: ميوه چي مو رواخيسته
الف- سملاسي يې خورئ
ب- ميوه څه خرابه سوې وه
سمه خوا يې خورئ
ج- ميوه پرې کوئ ګورى ئې چي
چنجي خوړلې، هغه ليري کوئ بيا ئې خورې
د- که چنجي لږ خوړلي وي
بيخي ټوله نه خورئ غورځوئ ئې
ددې ودانۍ څخه را وزئ پنځه
حيوانان وينئ موږک- هوسۍ- آس- ډلپين - فيل
١٢:کوم حيوان اول په ښه درځي کټګوري ئې کړئ....
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
جواب:
١:ستاسو فکر او غوښتنه ددې
ښکارندويې کوي چي تاسو ددې شيانو په تلاښ ياست
ماڼۍ:مال او شتمني. موزيم :کار او کسب . هوټل:مينه او محبت. مسجد جامع: روحانيت
٢: ددې ښکارندويې کوي چي
تاسو دداسي ژوند په تلاښ ياست.
پنجره: خوشحاله ژوند .
دروازه: ارام او په امن کي ژوند. کلکين: مينه ناکه ژوند. د زېر زميني د تونل:
خطرناکه او له تجرپو ډک ژوند
٣: هغه څوک پيدا کوئ
چي په هغه باندي د سختي او ستونزمني ورځي
کي د ملګرتيا پوره باور لرئ.
٤: ځينې ستاسو د مينه ناک
ژوند نښه ده، کږې وږې ځيني د ښايسته ژوند
او سيده د ستړي ژوند په مانا دي.
٥: د ځينو تعداد: د ځينو
شمير ستاسو د هيله مانا ژوند په مان دي.
٦: د خوني اندازه: که مو
خونه هر څومره کوچنۍ فرض کړي وي دا ستاسو پر محافظه کاري دلالت کوي.
٧: د خوني رنګ ستاسو شخصيت
ښيي:
سور: احساساتي. تور اوسپين:
منطقي. ارغواني:سرټمه. ژړ :خوښ خوشحاله.
رنګين کمان په رنګ: ستاسو په فکر چي ريښتيا زه څوک يم شکمن ياست.
٨: دميز ډول: ستاسو ليد
شيانو او ځاى ته ښئي
ګردى: تاسو هميشه هر شى او
ځاى ته دنورو د ليد لوري ګورئ.
مربع: ثابت او منصفانه
مثلث: تسو غواړئ چي يو
مبتکر او نوښت راوړنکي او اوسئ
بر ډوله: تاسو يوئې ارادې
او صابت نه ياست
٩: ميوه ددې نښه ده چي تاسو په څنګه ملګرو پسي ګرځئ، غټي ميوې ددې ښارندويې کوي چي
تاسو ته د ملګري ظاهري څيرر ته اهميت ورکوئ او کوچنۍ مېوه دې مانا ورکوي چي تاسو
ته د ښه شخصيت ملګري مهم دي.
١٠: دغه شخص ستاسو د ښه
دوست په مانا دئ.
١١: د مېوې خوړل ډول ددې
نښه ده چي تاسو دنورو خلګو سره څنګه رفتار کوئ
الف: سملاسي خورل: تاسو په
زړه کي کينه نه ساتئ
ب- ميوه څه خرابه سوې وه
سمه خوا يې خورئ: يعني تاسو د دوستانو مثبت کارونه منئ او په منفي خوا پسې يې ګرځئ
ج- ميوه پرې کوئ ګورى ئې چي
چنجي خوړلې، هغه ليري کوئ بيا ئې خورئ: دملګرو د ضعف او قوت ټکي منئ.
د- که چنجي لږ خوړلي وي
بيخي ټوله نه خورئ غورځوئ ئې: تاسو يو بې رحمه انسان ياست.
١٢: حيوان:
موږک: انتظار او احترام. هوسۍ:
ستاسو دوستان. آس: مينه. ډلپين: کار
اوکسب. فيل: کورنۍ.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
د شخصيت ازموينه
د ښځي خاوند له خپل
اتاق څخه د هوټل و منېجر ته زنګ وهي او ورته وايي ژر راسه چي زما او دمېرمني ترمنځ
مو لفظي شخړه سوې ده او هغه اوس وايي چي زه ځان له کلکين څخه لاندي غورځوم.
منېجر : وبخښئ ! دا ستاسو شخصي موضوع ده
، زه پکي دخالت نه سم کولای
.
د ښځي خاوند : بې عقله، ژر راسه ، کلکين نه خلاصيږي
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
خورا په زړه پوري او ښايسته رسامي ده هيله ده چي په پوه سئ او خوند ترې واخلئ 







ددې په زړه پوري انځورګرۍ لپاره د بشپړ مطلب تنۍ ته ټک ورکړئ خورا ښايسته او حيرانوونکي انځورګري ده
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه

که
2 + 3 = 10
7 + 2 = 63
6 + 5 = 66
8 + 4 = 96
نو دا لاندي عددونه به څو کيږي؟
9 + 7 =????
جواب ډير اسانه دى
ژر مه تسلميږه فکر وکړه!
بيا هم فکر وکړه!
ښه نو چي داسي ده راځه
چي
جواب ئې در وښيم
لاندي راسه
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
د
بشپر مطلب تڼۍ ته ټک ورکړئ جواب به ئې ووينئ ډير ښايسته
جواب
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
ايا کله مئين سوي ياست؟

ښه راسئ چي يوه ازموينه درڅه واخلم خو پام به کوئ چي ريښتينولي به په جدي ډول په نظر کي نيسئ.
لاندي پوښتني په هو او نه جواب کړئ
١ پوښتنه: سور رنګ مو خوښ دئ؟
٢ پوښتنه: درواغجنه حندا کولاى سئ؟
٣ پوښتنه:شعر مو خوښيږي؟
٤ پوښتنه:د مقابل شخص سره د خبرو په وخت جرئت دلاسه
ورکوئ؟
٥ پوښتنه: آيا ژاولي ژوئې؟
٦ پوښتنه: موسيقي اورئ؟
٧ پوښتنه : ماډلي ژوند مو
خوښ دئ مطلب ښه وريښتان، ښايسته کالي او
نور؟
٨ پوښتنه: دهلک يا نجلۍ
سره مينه کول ښه کار ګڼئ؟
٩ پوښتنه: خپله معشوقه په قصدي ډول ځوروئ؟
١٠ پوښتنه: يوازيتوب مو خوښيږي؟
١١ پوښتنه: ايا په مينه کي ښکلا مهمه ګڼئ؟
١٢ پوښتنه: د تگ په حال کي خپل د لاسو پښو او سترګو حرکاتو ته پاملرنه
کوئ؟
١٣ پوښتنه: د بد حالت په ليدلو ژاړئ؟
١٤ پوښتنه: ايا پيسې مو خوښيږي؟
١٥ پوښتنه: خپل ځان درته ډير ګران دئ؟
١٦ پوښتنه: ايا ځان هميشه خوشحاله احساسوئ؟
١٧ پوښتنه: ايا خوشحالي يوازي د خپلي معشوقې په وصلت کي وينئ؟
١٨ پوښتنه: دا مو خوښيږي چي تاسو تر خپلي معشوقې ښايسته و اوسئ؟
١٩ پوښتنه: ايا واده دميني وروستى
پړاو ګڼئ؟
ښه اوس چي مو ټولو پوښتنو ته دهو او نه جوابونه
وويل راسئ چي پوښتونو ته نومرې ورکړو
١: له يوه څخه تر يولس
پوري پوښتنو ته هر مثبت جواب يعني (هو) ته
پنځه نومرې او منفي يعني (نه) ته صفر
ورکړئ
٢: له يولسمي څخه تر شلمي پوښتني پوري هر منفي يعني (نه) ته لس نومرې او مثبت يعني (هو) ته صفر نومرې ورکړئ
پايله: که مو
دنومرو مجموعه له ٢٠ څخه تر ٢٥ وي نوتاسو يو مغروره او کبرجن انسان ياست کوښښ وکړئ چي په کرکټر کي
مو بدلون راولئ.
که مو د نومرو مجموعه د ٣٠ او ٣٥ تر منځ
وي نو ځان هجران ته اماده کړئ ځکه ستاسو په منځ کي يو غماز سته چي ستاسو خوښي نسي
زغملاى.
که مو نومرو مجموعه د ٤٠ او ٤٥ تر منځ
وي نو هيڅکله ومئين ته په سپک نظر مه ګورئ دخپلو ملګرو خوږې مشورې واخلئ
که مو د نومرو مجموعه د ٥٠ او ٥٥ تر منځ
وي نو ډير ژر به ديوې نجلئ او يا هلک سره اشنا سئ خو دا اشنائي به مو بيخي لنډ مهاله وي ځکه ستاسو مينوال پر تاسو نه بلکي
ستاسو وشتمني او ښکلا ته هوسيږي.
که مو دنومرو مجموعه د ٦٠ او ٦٥ تر منځ
وي ډير ژر به ستاسو مينه په واده بدله سي
او که خداي کول تر واده وروسته به مو لومړى اولاد هلک وي.
که مو دنومرو مجموعه د ٧٠ او ٧٥ تر منځ
وي نو مينه او هوس ډير فرق لري کوښښ مه کوئ چي ميني ته مو د هوس جامې ور واغوندئ
که مو دنومرو مجموعه د ٨٠ او ٨٠ تر منځ
وي که څه هم خپله معشوفه در باندي له ځانه
ګرانه ده خو د مور او پلار ابرو او عزت هم
په خيال کي ساتئ
که مو دنومرو مجموعه د ٩٠ او ٩٥ تر منځ
وي نو سنګين او وفادار اوسئ بې ځايه مه خاندئ بې اندازې ټوکي مه کوئ
اتل
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
جالبي پيښي،
سرګرمۍ او انځورونه
تر واده مخکي: تر سرې غرمې بيدېدل تر واده وروسته: تر ملا مخکي ويښيدل پايله: مسجد پالل * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: بې اجازې په سفر نلل تر واده وروسته: وسلماني ته تلل هم اجازه غوښتل پايله: حساس ژوند * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: تر ټولو ښه خوراک بېله احسانه تر واده وروسته: سوځلې ډوډۍ داحسانه سره پايله: د ژرندي په شان معده لرل * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: ښايسته استراحت اوخوشحاله ژوند تر واده وروسته: سخت کار او ستومانه ژوند پايله: کړاو ګالل * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: دتفريحي ځايو ته تلل تر واده وروسته: دخسرګنۍ کورته تلل پايله: راپورتر * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: انګريزي ويل فوتبال کول تر واده وروسته: کوچنيان ارامول درملتون پېژندل پايله: زړ سوى پيدا کول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: دپلار نه پيسې اخيستل تر واده وروسته: ميرمني ته پيسې ورکول پايله: بانکداري يادول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: وسېنما او ستوديم ته په صف کي دريدل تر واده وروسته: و قصاب او نانواى ته په نوبت دريدل پايله: نوبت مراعتول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: په رخصتيو کي په ميله تلل تر واده وروسته: په رخصتيو کي کور صفاکول پايله: ښاروال خوشالول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: دميني او حماسي شعرو ليکل تر واده وروسته: د قفس د مرغه داستان ليکل پايله: دخپلواکۍ ارزښت پيژندل * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: په تليفون کي په ساعتو بانډار تر واده وروسته: په مبايل کي په ثانيو خبري پايله: دخپلي روغتيا خيال کول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: هر وخت ميلمستياوي کول تر واده وروسته: په اختر کي يوه شپه ميلمستيا برابرول پايله: دود پر ځاي کول
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب،
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
خندا
دوه تنه په اعدام محكوم سوي وه، كله چي دوى د اعدام ځاى ته راوستل سول، نو يو نفر ئې د اعدام پر تخته ودراوه او په غاړه كي ئې رسۍ ور بنده كړه، كله چي يې تخته كښته كړه، نو رسۍ وشلېده اعدامي لاندي چي هلته اوبه وې ولوېدى، نو خلكو چكچكي كړې، چي خداى پر ورحمېدئ او له جزا څخه خلاص سو، ده هم اوبازي وكړه او د اوبو څخه راووت. كله چي د دوهم اعدامي وار راورسېدى هغه يې هم د اعدام ځاى ته راووست نو هلته و هغه جلاد ته زارۍ كوي، چي د خداى پار مي در وړى دي، كوچنيان لرم دغه رسۍ ښه كلكه غاړي ته راواچوه چي زما اوبازي نه ده زده.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
خندا
دا افغانان دي
وايې چې يوه مشره ملا يكه په هغه دنيا كې په دوزخو ګرځيده كه ګوري چې يو دوزخ هيڅ پيره دار نه لري نو نورو ملايكو ته يې وويل چې دا ولې پيره دار نلري : دوى ورته وويل دا افغانان دي نو دوى پيره دار ته ځكه اړتيا نه لري چې هر يو رالوړيږي هغه نور يې بيرته تر پښو راكښوي ، نو ځكه هيڅوك نشي راوتلي .
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
مېرمن خپل خاوند ته وايي: مبارك دي سه! په كور كي به درې تنه سو. - خاوند په خوشحالۍ: کوچنى پر لار ي دئ؟؟ - مېرمن: نه سر دي وخوري، مور مي راروانه ده چي له موږ سره واوسېږي.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
خندا
|