افغانستان 


غنم لو غوندې ښایسته یې دهیرمند رڼه څپه یې 

اې زموږ افغانستانه ! د مورکۍ دخولې کیسه یې 


د اوزبېک ماشوم موسکایې، دتورکمن قـُرصه رخچینه 

د پامیر زیږه هوا یې ، د آمو خوږه نغمه یې 


له پارون نه را الوتی د ناټونو مست شرنګی یې 

د مڼې د ګل پرپاڼه لیکل شوې زمزمه یې 


د بابا له هسکې څوکې درته ګورم راته ښکارې

غـُلغله یې، هسک صلصال یې یا خودنګه شمامه یې

 
له قومونو اوبدل شوی د بابا رنګین ګیلیم یې 

د ابۍ تږي منګي ته د غره غېږه کې چینه یې


د نیلاب په شور دې مینځم، بلوڅي مول کې دې نغاړم

ته د دې ملت د عزم یوه لویه کتیبه یې

 
ته اتڼ یې ته قرصک یې، یکه زار د شپون ناره یې

د ملت د عشق یادګاره ! په سندرو کې ټپه یې 


ته ودان یې، ته ازاد یې ،ته پرون یې ته سبا یې 

اې زموږ افغانستانه ! ته ویاړلې زمانه یې

 

شاعر:څېړندوى عبدالغفور لېوال



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: هيواد
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۷/۲۹

مینه منم وفا منم ماته انسان ښکلی دی
دانسانیت لباس کي ولله چي جهان ښکلی دی

زه د بشر د ژوندن حق  ته احترام لرمه
دورورولۍ او محبت داشین اسمان ښکلی دی

دمرګ اوژوبلي اوازمړوای صداقت وای هر خوا
 
په دا لڼډ عمر کي د ژوندکول ارمان ښکلی دی

کاشکې چي جوړه شي په سوله کي دمیني دنیا
هري لیلاته خواکي ناست دزړه جانان ښکلی دی

که دا نړۍ ګلاب ګلاب سپرلی سپرلی شي چیرته
حفیظ ملیار ته خو دا خپل افغانستان ښکلی دی

حفيظ ماليار

 



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: هيواد
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۲/۲۹

مقام های محلی در ولایت ننگرهار در شرق کشور زدوخورد بین نظامیان افغانستان و ملیشه های پاکستانی را تایید کردند.


نړۍ ته

نړۍ چپ شه نړۍ غوږ شه نړۍ واوره

بيا يو سوي انقلاب ته دې زړه شوی

د خونخوارو يهودانو غم دې وکړه

بيا د سرو وينو سېلاب ته دې زړه شوی

 

ما به پېژنې که نه خو زه پښتون يم

زه د دې خاورې بچی يمه افغان يم

د نړۍ په مظلومانو مې زړه سوځي

اخر زړه زما د غوښې دی انسان يم

 

نړۍ څه کا خو ددوه وو جنګول کا

دنړۍ په کومکونو چې ازاد شي

هغه خلک شي له ټولو وروسته پاتې

همغه ولس په ټولو کې برباد شي

 

دا مړه نړۍ له وږو څه خبر ده

زمونږ چم کې نه غنم او نه جوار شته

دا همدوی وو چې هلمند يي کنډواله کړ

بيا هم وايي په دې سيمه کې کوکنار شته

 

چې زمونږه په تندو باندې راوري

د ړندو د لاسو کاڼي دې ړانده شي

زمونږ زرکې ستا له وېرې مستي نه کا

ستاسو زرکې ستاسو زاڼي دې ړانده شي

 

ياره سره سيلۍ د کلي نه چاپېر ده

د مرغيو ځالې نشته ګودر ړنګ دی

تا اتلس پسرلي په اور کې تېر کړه

په والله اوس دې د اور په شانه رنګ دی

ماشومانو د ټوپکو چل زده کړی

د قلم له تورو ليکو خبر نه دي

نړېوال د بشريت سندرې وايي

خو زمونږ د خوارو کړيکو خبر نه دي

 

ما شمله له سره ليرې کړه وطنه

ستا د پاکې ازادۍ تاريخ مې خرڅ کړ

د مېوند په نوم مې سمې لوبې وکړې

د زړورې ملالۍ تاريخ مې خرڅ کړ

 

ما سنګر ته امتحان د وينو ورکړ

زه په دغه ازموينه کې ناکام شوم

ما پردي له تانه وشړل وطنه

خو اوس بېرته د پردو خلکو غلام شوم

 

دا اولس خو داسې نه و  نړېوالو

دلته سوله دلته مينه په څپو وه

پر څټونو مو پردي توغونه نه وو

زمونږ تن کې زمونږ وينه په څپو وه

 

خو اوس دومره پرمختګ وطن ته راغی

پلار ګټلي تاريخونه مو برباد شو

دغه څومره نيکمرغي ده وطنوالو

مونږ ازاد شو ،مونږ ازاد شو ،مونږ ازاد شو

   سميع الله تړون




:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: هيواد
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۲/۱۲
 
اعلان.

.:: کلیک ::.