ترانه


شمله هسکه تر اسمان
شې اوچت تر کهکشان
تل ودان دې وې ودان
اې وطنه د افغان

ستا درې به ګلدرې کړو
ستا ابادې به میرې کړو
هر دښمن به دې اېرې کړو

دا مو هوډ دا مو پیمان
موږ به اېل کړو فرعونیان

ستا غرور به زینتي شي
ستا فضا به جنتي شي
که مو مټې فولادي شي

جنګ به ستړی کړو په ځان
خو ګټو به هر میدان

دا کیسې خورې د امن 
دا سورې نارې د امن 
غواړو موږ جرګې د امن

موږ سپیڅلي افغانان
یو د مینې لارویان

افسانه کړې لویه ربه
ورک یې ته کړې بې سببه
چې انسان شي بې غضبه

ارماني د یو ارمان
له فدا ورک خپل جهان

ميوند فدا



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: هيوادنۍ سندري
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۲۹
د ځوان ډاکتر ښايسته شاعر او تکره ليکوال

ښاغلي احسان الله درمل خوښ کړي بيتونه



کوږ فکر تنها نه وي په ټیټو کې
ډیرې کږې لارې خو غر هم لري

استاد پسرلی

اوړي هوښیارانو ته تل خپل خلک
پوخ چې شي پر څانګه ثمر پیټی شي
استاد پسرلی

ژړا مدام نه وي پیشه د ټیټو
اکثر له غرونو نه چینه راوزي
استاد پسرلی

چاوې چې ژړا دی د کمزوري کار
وریځو هم له غرونو سره وژړل
استاد پسرلی

حاسد که هر څو وولي شهکار اثر په تیږه
ماتیږي نه د لمر د پلوشو وزر په تیږه

ظالم ته سنګدلان ورکوي توان د زور و ظلم
چې پڅې چړې خلک تیروي اکثر په تیږه

له لاسه دروتلي زړه ته مه ګوره په کرکه
ګوهر دی ماتوي به لیوني ګهر په تیږه

دښمن د انسانیت په پسته نرمه نه پوهیږي
د مار او د لړم نشته علاج مګر په تیږه
استاد پسرلی

 

ادمه سوز و ساز دې د نغمو مه کینوه
دا چاوې چې نغمو کې دې درخو مه کینوه

ښایست خو څه مجبور نه وي یا هو وایه یا نه
د هرې جملې پښو ته یوه خو مه کینوه
استاد پسرلی

هغه رهبر ندی راځئ چې په جمرو یې وولو
چې د ابلیس غوندې له خپلو اسرو نه راوزي
استاد پسرلی

هر څه چې و موږ ته وطن ښکلی و
کب ته وي خوږې د سمندر اوبه
استاد پسرلی

ورک حواس د ورکو د ستم له زوره مه پوښته
سوې ځالې ګوره نور یې حال له اوره مه پوښته
استاد پسرلی

ما چې لکه ګرد د خپلې خاورې لمن پریښوده
پریږده چې هر څوک مې له غباره لمن وڅنډي
استاد پسرلی

ژوند که دې شا کړه پسرلیه ږدې منت په چا؟
ځګ به څه په بحر باندې خواره لمن وڅنډي
استاد پسرلی

پنډه د غمونو په سر بیرته وړم
تاته سپمولی نظر بیرته وړم

څوک د مرغلرو پیژندوی نه وو
تل د سمندر ته ګوهر بیرته وړم

راغلم جهان ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي ماذدیګر بیرته وړم
استاد پسرلی

په موږ که قیامت وي د دنیا یې باندې څه؟
هوسۍ که مري که پایي د صحرا یې باندې څه؟
استاد پسرلی

اوږد مې زنکدن کړ تصور د وفادار حسن
دا مې لکه شمه لمدې سترګې سر ته ناسته وه
استاد پسرلی

شپو ورځو تمام عمر نوکونه جنګول راته
ښکاري زمانه هم پسرلیه شر ته ناسته وه
استاد پسرلی

ما درپورې زړه تاړه چې خپل دې وم
سیوری دې اوس مه پریږده په لارو کې
استاد پسرلی

که ور راخلاصوې که نه، ځواب خو راکوه مه
نه لمر یم او نه سیوری چې هر در ته به دریږم
استاد پسرلی

عادت مې لکه عطر جاریدل دي له ګلونو
ملا نه یم، چې خپل خپاره څادر ته به دریږم
استاد پسرلی

زړه چې دې تش نکړي نارواوو نه سجده نه شوه
زه چې منم بس په عابدانو کې مینا منم
استاد پسرلی

یو که راته ښه ووایي سل به مې مرتد ګڼي
هر سړی په بیله لاره ځي زه به د چا منم
استاد پسرلی

یوه د زړه خبره نه په دیر نه په جومات کې وه
څه به پسرلیه د راهب او د ملا منم
استاد پسرلی

شیخ د جنت مزې ستایلې او زه فکر یووړم
مینه به نه وي، لکه بحر خیټه خوله به یم زه؟
استاد پسرلی

بیرته راغلم چې مستي هم له یارانو سره خوند کړي
په جنت کې د شرابو یوه ویاله وه نور څه نه وو
استاد پسرلی

حسن او مینه د یو بل څانګې ریښې دي
راته مه وایه، چې زه چیرته او ته څوک؟
استاد پسرلی

اخر یې عشق دومره حساس کړمه چې ناز یې اورم
که په حیا یې رنګ هم الوزي پرواز یې اورم
استاد پسرلی

دې یو ته په زندان کې او د بل د ګور د پاسه
یم شمه د مقتول او د قاتل لپاره سوځم
استاد پسرلی

د لویو غرونو خوا کې هم وي خوړې ګړنګونه
کامل مې پیدا نکړ د کامل لپاره سوځم
استاد پسرلی

دا سپینه سپوږمۍ هم لواړې کاواړې ده چې ورشې
ښکاریږي ډیر کاږه سړي ته سم له لیرې لیرې
استاد پسرلی

نه زوړ منطق چلیږي یاره نه زاړه فکرونه
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
استاد پسرلی

که مراد ځوږ وي، له زړو ژرندو هم ځوږ راخیژي
د ژوند نغمه د خوند لپاره هنرور بدلوي
استاد پسرلی

لاړې زه دې یو عالم الم ته تنها پریښودم
ګوره دا دې چاته لکه پل په صحرا پریښودم؟
استاد پسرلی

هر تور تومت چې ګورې په کمزور ورتپل کیږي
په ماته خوله به څه وایو، چې یار! داسې نه و
استاد پسرلی

خدای خبر چې خوی به د زاهد کړي اعتکاف بدل
مار او لړم هم تیروي ژمی په غارونو کې
استاد پسرلی

نه زړه د شکایت لرم نه خوله د حکایت
یم هغه نری تار چې مرغلرو وي خوړلی
استاد پسرلی

ذوق او غوښتنې هم د ګټو په پله پلونه ږدي نن
د ډم ودونه په زړه اوري د ملا جنازه
استاد پسرلی

هر جاهل ته د خپل جهل بدي بس ده
څوک چې سر تندی وهي له غره ماتیږي

چې زوال یې وي راغلی وړ یې واوړي
له یخنۍ چې شي کنګل اوبه ماتیږي
استاد پسرلی

مینه کې چې وکړي څوک اودس پخپلو اوښکو
مونځ یې ادا کیږي په ولاړه لکه شمه
استاد پسرلی

ماسکه ویل پاس د پرښتو په عرش کې غونډه وه
ته وې د حیا خوله پرته د تا په ټنډه وه

اوښکه مې د حسن جلوې تویه کړه له سترګو نه
ما چې ویل چیرته د لویدلي ستوري منډه وه

تا ویل چې بیا به سره ګورو د محشر په ورځ
جوړ په ما قیامت شو که رښتیا وي وعده لنډه وه
استاد پسرلی

لوی خلک به مومې له شهرت او نامه ها پلو
ډک خمونه ګوره له مینا او جامه ها پلو
استاد پسرلی

زړه دې، ورته وایې خوشبیني که کمزوري د عشق
سل ځله دې تیر ایستمه زر ځله دې بیا منم
استاد پسرلی

د کومې ونې سیوری وبولم د امن سیوری
په غوښ خورو ونو کې خپلو تنها پرییښودمه

د دیوالونو په چولو کې ږدي توی شوي ویښته
زه هم په سمڅو کې بیدردې دنیا پریښودمه
استاد پسرلی

رنګ او ښایست ندي تړلي سره
اوبړۍ هم شنې دي خو ښکلا نلري
استاد پسرلی

اور اوبه وو دواړه خو چې مینې بله شمه کړو
زه هم نه پاتیږمه که تا له یاده وباسم
استاد پسرلی

ځې چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې وې
ستن به ځان ایستلی وي خو تاره ته به پاتې وې
استاد پسرلی

ذهني کجي د عملي کجروۍ لار پرانیزي
د تیر په شان به کږیدم چې په کمان پسې تلم
استاد پسرلی

نورو پسې تګ سړی خړمخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
استاد پسرلی

یو ځلې خو له ما وکړه اوله بسم الله
ساقي ګوره له وېشه دې مدام پاته یم
استاد پسرلی

شمې که سیالي د سوځیدلو وي
دا لیونی زړه هم تر چا کم ندی
استاد پسرلی

هر زړه ته الهام د مینې نه ورځي
هر سړی چې جام ولري جم ندی
استاد پسرلی

د عمر په وروستو لمحو شوم دومره قدر پوی
په داسې زینو وختم چې بام نلري
استاد پسرلی

ما وې چې بیا به نکوم د حسن بنده ګي
زر ځلې مې توبه پدې ثواب ماته شوه
استاد پسرلی

دا سپین ویښته تر سپینو تروو نه وو دومره کم
پیري راغله نشه مې د شباب ماته شوه
استاد پسرلی

درپسې ستورو هم را ایستي له درڅو سرونه
څنګه په دومره ګڼه ګوڼه کې زه تا ووینم؟
استاد پسرلی

نقاشه ټوله رنګونه ګډ وډ وشینده دیوال ته
شاید چې څه خو ورته شي زما لیوني خیال ته
استاد پسرلی

ما د یو دیدن لپاره ژوند قبول کړ په ساړه زړه
بار د ډیرو یخو واورو د چینې لپاره غر وړي
استاد پسرلی

راغلې چې غمونه مې د زړه واخلې
غر د خوځيدو نه وي غر چیرته وړې؟
استاد پسرلی

درد مې سوي زړه ته په بانه راځي
داسې مصیبت دې په چا نه راځي
استاد پسرلی

له تاند نه په مننه



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غوره بيتونه
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۲۲


يوې مصرۍ نجومي وړاند وينه کړې ده چي اوباما به ډير ژر ترور کړل  سي

د مصر خبري رسنۍ اخبارک(akhbarak) تيره ورځ پخپل راپور کي د ميرمن ((جوي عياد )) له قوله ليکلي دي چي په نيژدې راتلونکي کي به اوباما ترور کړل سي دې نجومي او ستوري پيژندونکوي ويلي چي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر به په نيژدې راتلونکي ترور سي.

همدا رنګه دا وړاند وينه کوي چي  امريکا به د سختو او ويرنوکو سيلابونو او طوفانونو په غيږ کي را ايساره سي، چي سخت مالي او ځاني تاوانونه به ور واړوي.


http://old.jamnews.ir/Images/News/Smal_Pic/21-11-1390/IMAGE634645005461352761.jpg




:: اړونده موضوع: جالبي پيښي
:: تړاو: جالب
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۲۲
ددې ښځي قد ١٨٨ سانتي متره دئ پداسي حال کي چي د ميړه قد ئې يوازي او يوازي ٨٠ ساتنۍ دئ ولي بيا هم پرته د کومي کمۍ د احساس څخه خوښ خوشحاله ژوند لري.

دا لنډى سړى چي  Vern Troyer نوميږي فلمي اداکار او په څو مشهور فلمو کي لکه د هري پارتر او نورو کي ئې کار کارکړى دئ، نوموړي د خپلي يوې دوستي Geneviève Gallen سره چي د يوګا ښوونکې ده واده وکړ.

په زړه پوري خو داده که ښځه ناسته او څښتن يې ولاړ وي خو بيا هم ښځه جګه مالوميږي.

7nii169swsis6q1shdek.jpg

z00sa5jaeypsv4ohk07.jpg

zg7sg1c3ygs6exsg8ex.jpg

u9sgk3n3gkf8ht01phqt.jpg



:: اړونده موضوع: جالبي پيښي
:: تړاو: جالب
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۲۰

که مو د زړه حرکتونه نه وي ليدلي وګورئ د زړه حرکات پدې ډول دي




:: تړاو: جالب
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۱۸

روژه په اسلام او نوي ساینس کي (لړۍ)



د مبارکي  روژې په اړه دښاغلي عبدالغفارجُبیر په زړه پوري ليکنه پرلپسې لړۍ دلته وګورئ

هر عنوان چي دلته ليکل سوى دئ د بشپړ مطلب په برخه کي ئې بشپړه ليکنه وګورئ

١: په قرانکریم کی روژه: (١برخه)

٢: روژه په احاديثوکي: (٢برخه)

٣: د پېشلمي فضيلت:برخه)

٤: دروژې په ماتلوکی تلوارکول: (٤برخه)

٥:په سفرکی دروژې نيولورخصت: (٥)

ددې عنوانونو د تفصيل د لپاره لاندي د

بشپړ مطلب

برخي ته ولاړ سئ



:: اړونده موضوع: دين او عقيده
:: تړاو: روژه
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۱۸
د العالم خبري رسنۍ په حواله د کعبې شريفي د مسجدالحرم د پراخيدو چاري د عثماني دورې د حرم او پخواني حرم په نړو سره پيل سوي دي.

ددې تاريخي او قديمي برخي په نړولو سره  ځيني سخت په غوسه دي چي ولي يې د مسجدالحرام عثماني او تاريخي برخه له منځه يو وړل.

د مسجدالحرام د ختيځي او شمالي برخي د نړولو  وروسته د پراخولو چاري په خورا ګړنديتوب سره پر مخ درومي .

عبدالرحمن السديس چي مسجدالحرام او مسجدالنبي  د چارو لوى رئيس دى وايي چي د حرم شريف د پراخيدلو چاري د نقشې مطابق پر مخ ځي او ٢٤ ساعته کار پر روان وي، چي ددې سره به د زيارت کونکو او حاجيانو لپاره ډيري اسانتياوي را منځ ته سي.

د سعودي وهابي رژيم چي د مقدسه اماکنو د منځه وړلو لړۍ ئې له ډيره وخته را پيل کړې ده داسي ودانۍ او مقدسه ځايونه له منځه وړي چي قدامت ئې سلونو کلونو ته رسېږي، دا لړۍ چي دوې لسيزي وړاندي پيل سوې ده تر اوسه ئې تقريبا ٩٥ سلنه ځايونه تخريب کړي او له منځه يې وړيدي.


تخریب مسجدالحرام

تخریب اماکن صدر اسلام

تخریب مسجدالحرام در مکه

تخریب مکه و مدینه


د مسجدالحرام تر پراخيدلو وروسته نقشه



:: اړونده موضوع: جالبي پيښي
:: تړاو: جالب
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۱۸


پيغله (چن سيوآن) د چين د هبئي ايالت اوسېدونکې ده، په يو خارق العاده فکر سره کولاى سي چي په يو وخت د دواړو لاسونو په ګوتو ليکنه وکړي.

دا نجلۍ چي ژباړنه ده کولاى سي په يو لاس انګليسي او په بل لاس چنايي خط وليکي، دا وايي کله چي ما په ښونځي کي په دواړو لاسونو ليکل وکړل ټولګيوالي مي حيراني او راسره په ضد کي سوې، غوښتل ئې چي دوى هم په دواړو لاسونو ليکل وکړي خو وئې نکړاى سواى چي څه وليکي.

هغه کسان چي ددې پيغلي هنر ئې نه دى ليدلى، دا خبره ورته د نه منلو وړ ښکارې خو ځيني بيا ددې خبر په ليدلو او اورېدلو سره د ځان په ازمويلو کوښښ کوي چي ځان بريالى کړي.



:: اړونده موضوع: جالبي پيښي
:: تړاو: جالب
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۱۸

د یوې زده کوونکي له دستکوله ئې څه راویستل؟ 

د نجونو یوه دولتي پوهنتون ته  د پوهنتون یوه څارونکې ډله راغله او د نجونو د دستکولو پلټنه ئې پیل کړه، د یوې یوې نجلۍ دستکول وپلټل شو، د چا په دستکول کي کتابونه،کتابچې او د ضرورت وړ پاڼو نه بغیر بل څه پیدا نه شول، خو یو ټولګی پاتی وو چي دا د پیښي ځای وو، پېښه څه وه؟
او څه مخته شول د پوهنتون څارونکې ډله دهلیز ته ور ننوته او ټولي نجوني ئې سره راټولي کړې او ورته يي وویل چي خپل خپل دستکولونه خپلو مخو ته کیږدئ.
د دهلیز یوې څنډي ته یوه زده کوونکې ناسته وه، د دې خپګان ورو ورو زیاتیده، هغې په کراتو کراتو دې څارونکې ډلې ته په ځیر ځیر کتل او ورو ورو پر مخ خپګان زیاتیده، دې پر خپل دستکول لاس ایښی و، تالاشي پیل شوه، د دې نمبر هم راورسیده، د نجلۍ خپګان ورو ورو زیاتیده له څو شیبو وروسته د څارونکې ډله د نجلۍ دستکول ته د پلټولو لپاره راورسیده.
نجلۍ خپل دستکول نیولى و، او هغې په چوپتیا سره يي دا ویل چې تاسې دا دستکول هیڅکله نشې خلاصولای، هغې ته ویل کیده چې خپل دستکول راخلاص کړي!
دې څارونکي ډلې ته په ځیر ځیر کتل، خو داسې ښکاریده چي ژبه ئې ګنډلې وي، دستکول ئې د سینې پورې کلک نیولى و، څارونکو بیا وویل، دستکول دي موږ ته راکړه، نجلۍ په زوره ږغ پرې وکړ، زه يې نشم درکولای .
څارونکي ډله ددې نجلۍ خوا ته راټول شول، ډیري سختې ناندرئ پیل شوې، د دهلیز ټولي نجوني خپه وې، اخر راز ئې څه و؟ ریښتیا څه و؟ خو اخر ئې ددې نجلۍ نه دا دستکول واخیست په ټولو نجونو کي په یو ځل چوپتیا خپره شوه، خو معلومه نه وه چي څه به وشي؟ ….
په دستکول کي څه دي؟

څارونکو دا دستکول واخیست او ادارې ته رهي شول، نجلۍ په اداره کي ناسته وه او له سترګو ئې د اوښکو داسي بهېدې لکه باران چي اوري، ټولو ته ئې په قهر کتل چي بهر به د یو عالم خلکو په مخ کي رسوا شم.
دا ئې کښېنولې وه، د پوهنتون رئیس د نجلۍ دستکول را خلاص کړ، رئیس ږغ کړ ای خدایه په دستکول کي څه ول، تاسي څه ګومان کوئ؟ په دستکول کي داسي څه منع شوي څیزونه نه ول، نه بربنډ عکس و په خدای داسي څه نه وه چي د حیرانی لامل دي وګرځي خو د ډوډۍ یو څو ټوټې وې او د کارول شوي سنډویچ یو څو برخي وې، بس همدا وې نور څه نه ول.
کله چي د دې لړۍ په اړه له دې نه پوښتنه وشوه هغې په ځواب کي وویل:

 دا چي ټولي نجوني زده کوونکي د سهار ناشته کوي نو زه د ډوډۍ میدګي ټولوم څه يې خورم او څه يې خپل کور ته وړم. هو خپلي مور او خويندو ته، تر څو چي هغوي ته د غرمې او شپې د خوراک لپاره څه پیدا کړم، زه تنګ لاسي یم زما د روزلو څوک نشته، ان زما خبر هم څوک نه اخلي، زما د دستکول د خلاصولو لامل یواځي همدا و  چي تر څو زما په راز زما همصنفیاني پوه نشي ترڅو د دوئ مخکي شرمنده نشم.
مګر تاسو زما سره داسې کار وکړ او پر ډاګ مو پریښودم- له ننه وروسته به زه پوهنتون ته راتلای هم نشم، زما له خوا بې ادبي وشوه نو ددې له امله زه له تاسي بخښنه غواړم، دا زړه راکښونکې منظره څه وه چي د خلکو له سترګو اوښکي لکه باران رواني وې،  ټولو د دې نجلۍ د ایسارولو کوښښ کاوه مګر له دې ورځ وروسته هغه پوهنتون ته رانغله!!!

فهيم صافى



:: تړاو: درد
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۱۶

وهلې مي ځواني ده په قمار د خرابات
یو څو شپې مي لا پاته دي پر ښار د خرابات
ناصحه له مغانه دي زړې کیسې راوړي
یو څه تر تا پوهیږمه په کار د خرابات
تر څو به تور او سپین د ګناهونو راته ښیې
ما ږیره سپینه کړې ده پر لار د خرابات
پښتون غیرت مي نن له خپله جیله ځي دوږخ ته
له غاړي څنګه وباسم زنار د خرابات
چي نه اورې د جام له کنګرو د حق سندري
زاهده نا محرم یې د اسرار د خرابات
راځه چي دي ریشتیا کم د خوبونو تعبیرونه
شب قدر مي لیدلی پر بازار د خرابات
احرام یې قبول سوی وي د خُم پر مستو شونډو
رندان مي دي لیدلي په سهار د خرابات
تازه مي کړې له سره جهاني د عمر پاڼې
په کړوپه ملا مي ولیکل اشعار د خرابات
د جون د میاشتي شپږ ویشتمه ۲۰۱۳ ویرجینیا



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: د جهاني جهان
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۰۷


نوى ليکوال

څه موده د مخه مې عجیبه شوق په زړه کې په ټوبو شو و مې غوښټل چې لیکوال شم، شعر، داستان او . . . ولیکم کتابونه مې چاپ شي او نوم مې په نومونو کې را ووځي. هو ریښتیا، هیر مې شول چې څرنګه مې دا شوق په سر کې پېدا شو؟ خامخا به تاسې اټکل وکړۍ د ډېرې مطالعې او لوست څخه مې د پوهې تالی «ظرف» ډک شوی او ترې نور بهېږي، چې دادی اوس سپین کاغذونه پرې رنګوم. نه دوستانو داسې نده. هغه کتابونه مې چې د خپلو سیالانو سره د سیالۍ په خاطر په کور کې د کتابتون په نامه را ټول کړي و او هر سیال ته به مې ځان ددغو کتابونو د لوستلو لیونی ښوده. باور مو وشه چې هغه ټول کتابونه ټول نا لوستي مېلمانه و چې هر یو هماغسې نالوستی په خپله مخه لاړ ځکه هر چا چې یووړ بیا می ورته لټه ونکړه.

پوهېږم چې بیا مې پوښتۍ چې کتاب او لوست سره پردی بیا څنګه لیکوال کېدا شي؟ دوستانو د خدای داد د بنده داد ندی زه د خدای راکړي استعداد څخه برخه من یم او د بلی خوا نه شکر دی په دی هم ډاډه یم چې اوس اوس د کره کتنې او نقد دود او دستور هېر شوی دی هېڅوک بل نه خپه کوي چې لیکنه یې نقد کړي سپکې او درندې خواوی یې په ګوته کړي هنري او ادبي کمزورتیا یې په ډاګه کړي، که دا کار وشي پوهېږي؟ خبره توري او ټوپک ته وځي. نو ځکه خو دلیکوالو شمیره مخ په ډېرېدو ده.

هغه ورځ په یوې غونډې کې یوه لیکوال ته بلنه ورکړه شوه چې خپل لیکلی شعر ولولي کله چې حضارو ته مخامخ ودرید د حاضرینو د چکچکو په وقفه کې یې جب ته لاس ننه ایست او یوه پاڼه کاغذ یې را وایست او په لوستو یې پېل وکړ: د کوژدې د شپې له پاره . . . چکچکې شوې . . . واه واه څه عنوان؟ . . . نکریزې یو خروار. نقل و پتاسې یو چارک. وړه او وریجې . . . بیا چکچکې . . . غږونه پورته شول بیا ووایه، بیا ووایه څه ښه . . . نکریزی یو خروار، نقل و پتاسې، وریجې بیا هم چکچکې پورته شوې. چې مې کاته شاعر وارخطا خپل د کورتۍ بل جب ته لاس تېر کړ او د ځانه سره یې وویل لکه چې د نکریزو پر ځای مې وړه او وریجي لیکلي دي. بیا هم چکچکې. لیکوال چې د آورېدونکو ولولی او احساسات ولیدل ارامه شو او ادامه یې ورکړه: شل منه غوړي، سل منه لرګي، بیا هم چکچکې او دا غږونه ډېر ښه ډېر ښه . . .

لیکوال د خپل ځوی د کوژدنې د شپې د خرڅ لیست چې په غلطه یې د کورتۍ په جب کې دده د لیکل شوی شعر د پاڼې سره بدل شوی وو د شعر او ادب مینه والو ته ولوست او ښه ښایسته هرکلی یې وشو هیچا ورته ونه ویل چې وروره څه لولې؟.

ما چه هغه حال ولید بس د لیکوالۍ شوق چې له ډېره وخته ورته هوسېدم په زړه کې را ژوندی شو او هغه ویره مې چې په هسې اوتو بوتو لیکنو سړی نه لیکوال کېږی له زړه نه ووته.

هو د ښو لیکنو د لوستلو تږو مینه والو! ډېر ژر به که خېر وي په خپلو نابو لیکنو په لیکلو به ستاسې ادبي او هنري تنده ماته کړم. د هنر او ادب د سمسورتیا په هیله.

د محمد عمر ننګیار لیکنه
د اسمايي څه په مننه



:: تړاو: طنز
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۰۳
http://up.toca.ir/images/38k2avtk3uzfsohlhnd.jpg


كه دغو ( ۷ ) پوښتنو ته مو ځواب وركړ،

 برياليتوب ستاسې دى.


ليكوال: برايان تريسي   ژباړه: ګل محمد سنګت بلوڅ

۱: خپل ارمانونه سم تعريف كړئ، كه وغواړئ په خپل چاپېريال كې بريالي اوسئ، څه ډول ځانګړتياوې بايد ولرئ او څنګه چلند وكړئ؟

د كاغذ پر مخ خپل ارمانونه وليكئ، د هغو كسانو ژوند مطالعه كړئ چې ستاسو په اند تر ټولو غوره دي، د هغوى ځانګړتياوې څه او ستاسې په بريا كې څومره مهمه ونډه لرلى شي؟ فكر وكړئ، خپلو ارمانونو ته د رسېدو په موخه كومو شيانو ته اړتيا لرئ؟ ويې ليكئ همدا اوس.

۲: كومه برخه كې زيات فعاليت او هڅه كوئ؟ د خپل دغه فعاليت په اړه څه ډول ذهني انځور او خاكه لرئ؟ څنګه كولى شئ چې په هغې كې نور انكشافات او نوښتونه وكړئ؟

۴: د برياليتوب يوه لاره د هغه تخيل او ذهني انځور جوړول دي لكه فكر كوئ بريالي ياست همدا په خپل ذهن كې انځور كړئ، مثلا تاسې ځان يو مليارد وګڼئ او له دې خيالي انځور څخه خوند واخلئ. دغه مسئله په ذهن كې نوره هم و روزئ هر كار ته ذهني انځور جوړوئ دا بريا ته د رسيدو  يوه لاره ده.

۳: څه ډول خلكو ته درناوى لرئ او ولې؟ څنګه كولى شئ په ځان كې بدلون راولئ؟ له هغه چا څخه چې متاثر ياست د هغوى مثبتې نكتې د ځان لپاره د يو ايډيال په توګه انتخاب كړئ، وروسته خپل انتخاب وګورئ هغې ته ځان نږدې كړئ او خپل مثبت بدلون له هغه سره مقايسه كړئ.كرار كرار تاسې هم د هغه برياو ته رسېږئ.

۵: د خپل ژوند له كومې برخې سره زياته مينه لرئ؟ څه ډول كارونه مو وجدان درڅخه خوشاله كوي، څنګه كولاى شئ دغه كارونه زيات تر سره كړئ؟

۶: تاسې زيات ښه ياست. د نن ورځې وروسته ځان غوره وبولئ، پر ځان باور ولرئ، هر ډول ناسم محدوديتونو سره مبارزه وكړئ، هرڅومره چې كېږي خپل باور پياوړى كړئ.

۷: خپل پخوانى تفكر خويي او چلند پرېږدئ، اوس تاسو هغه كس ياست چې ځانته مو ايديال ټاكلى، نور نو د خپلې خوښې له ژوند څخه خوند واخلئ.



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: ښه دليل
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۰۲
د مصر جمهوری دولت چي په انګرېزۍ کې ورته Egypt  وایي، د شمالي افریقا عربي هېواد دی. ددې هېواد تقریبا ټوله برخه په افریقا لویه وچه کي موقعیت لري.

د سینا سارا او سویز کانال یو څه برخه یې په اسیا کي موقعیت لري.

دې هېواد د مځکې۱،۰۰۱،۴۵۰ کیلومتره مربع سیمه نیولې، د غزې په پټۍ کي له فلسطين سره په سویل کي، سوډان، ليبيا او شمال او ختیځ لورو ته د مدیترانې او سور بحر سره بریدونه لري.

د مصر هېواد د نړۍ له پینځلسو نامتو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.د ۷۷ ملیونو ډېري برخه یې د نیل رود پر غاړه، چېرې چي کرنیزه او حاصل خیز زږمکې شتون لري، ژوند کوي. د زمې دېرې برخه یې د سحرا دښتو نیولي دی، چي دا دښته بېخي د اوسېدو وړ نه ده.

د ګڼمېشتو ښارونو څخه یې د قاهرې او سکندریې ښارونه یادولى سو.

د مصر هېواد د هغو اهرامو له وجي په نړیواله کچه پېژندل کېږي، کوم چي د فرعوني واکمنو لخوا د خپلو مړو د ښخولو لپاره جوړکړل سوي دي.

 دا اهرام د نړۍ په اریانوونکو ودانۍ او څلو کې شمېرل کېږي.

 د غزې اهرام، د کرنک عبادتځای، او د بادشاهانو دره، او د هغو کیندنو او انځوریځو دیوالونو په واسطه په نړیواله کچه پېژندل کېږي.

نن سباد مصرهېواد د سیاسي او کولتوري اړخ څخه د هرچا د پام وړ دی، او د منځني ختیځ هېوادونو په سیاسي او پوځي ادلون بدلون کې ښه کارنده ونډه لري.

 




:: تړاو: لرغونى مصر
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۰۱
 
اعلان.

.:: کلیک ::.