عبدالقدوس استقلال مي کوچنی زوی دئ؛ تازه پر خبرو راغلی دئ؛ ځينو شيانو ته جالب بديل نومونه کاروي؛ مثلاً کلچې ته چيلکا، مينا ته ينا، ښورا ته وشا، حجاڼۍ ته اجۍ او څوک يې؟، ته چيکا وايي.
تړاو: استقلال
|
هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥) هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
|
||
|
هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی
عبدالقدوس استقلال مي کوچنی زوی دئ؛ تازه پر خبرو راغلی دئ؛ ځينو شيانو ته جالب بديل نومونه کاروي؛ مثلاً کلچې ته چيلکا، مينا ته ينا، ښورا ته وشا، حجاڼۍ ته اجۍ او څوک يې؟، ته چيکا وايي.تړاو: استقلال د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی
سکندر مقدوني د خپل لښکر په منځ کي يو سرتېری وليد، چي پر يو ضعيف او ډنګر آس سپور دئ؛ په قهر ئې ورته وويل، نه شرمېږې، چي پر دې آس جګړې ته راغلی يې؟سرتېري وخندل؛ سکندر حيران سو، ورته وئې ويل، زه درته په غوسه يم او ته خاندې!سرتېري وويل، زه پر داسي آس سپور يم، چي هيڅکله د جګړې له ډګره نه سي تښتېدلای؛ خو ته پر داسي آس ناست يې، چي تېښته هر وخت درته آسانه ده.سکندر د سرتېري له دې خبري و شرمېد او هغه ته ئې انعام ورکئ.#هدفــ: زړورتیا او وفاداري په تجهیزاتو کي نه بلکي په نیت او ارادې پوري تړلې ده.#د_قانع_ژباړهتړاو: پند د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی
د ثور انقلاب د اووم نمبر فرمان په اړه به مو په تاريخ کي لوستي او له مشرانو به مو ډېر څه اورېدلي وي؛ نن د سيد عبدالخالق اغا پر يو نظم پېښ سوم، اووم نمبر فرمان ئې خورا ستايلی دئ.
اووم لمبر فرمان جار سم، په درې سوه واده سو، الحمد لله ښه سوالحمدلله شکر دئ، نه شل زره ولور سته، نه ديګ سته نه دېګبر ستهخُښی او پينځلسی او نه جوړه ئې د اختر سته، نه نور کف و کالر ستهنه نور غلط حکمونه د جانبه د خسر سته، نه خواښي بړبړ ستهنن بيا د فيوډال پر ککرۍ سخت ګزار وسو، الحمدلله ښه سوهغه وختونه تېر سول چي بابا به خرڅوله، لالا به خرڅولهپه مېږه په بزه پر زوړ بوډا بې خرڅولهپه غوا بې خرڅولهپه شل زره ولور او په دنيا بې خرڅولهرسوا بې خرڅولهپه زوړ پوستين کي پټ اولاد به وروست ورته بيده سوپر مخ باندي منسوخ سوله غلط غلط دودونه ناوړه رواجونهخوښي او پينځلسی او د خسر بابا حکمونهد خواښي منتونهولور او بابېړی او نور دغسي تاوانونهبې ځايه مصرفونهسيد عبدالخالقه دا يو ډېر ښه اقدام وسواووم لمبر فرمان جار سم، په درې سوه واده سو الحمد لله ښه سوتړاو: سیاست او شاعري د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی
د تلي پر شپږمه، څورلس دوه د شمسي کال د پنجشنې سهار و، خدای پيدا کړ استقلال عبدالقدوس ئې نوم سو مبارک بری دي وي برخه په ژوند دي وي خوشحال تړاو: استقلال جان د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی
پوهنتون کي روان يم، دوه دری ژبي محصلان خپلو کي لګيا دي خبري کوي؛ زه هم په خپلو فکرو کي ډوب روان وم، چي ناڅاپه مي دې جملې د خيال نيلي را تم کړ؛ سوم عيد ماه رمضان است! تړاو: خرافات د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی
کتاب پلورنځي ته يو داسي ځوان راغئ، چي مخکي مي نه وو ليدلی او نه د کتاب او مطالعې سړی معلومېدئ؛ د ډاکټر کاغذي نسخه ئې راته ونيوله، ويل ئې دا راکه! پر کاغذ د ارواپوهني اړوند د څو کتابونو نومونه ليکلي وو؛ کتابونه مي ور کړل. پوښتنه مي ځني وکړه، ارواپوهنه دي خوښه ده؟ ويل ئې ارواپوهنه نه پېژنم، مریض وم، ډاکتر ته تللی وم، هغه دا نسخه راکړه، ويل کتابپلورنځي ته ورسه، دا کتابونه ځني واخله، ويې لوله. سړی مي تشويق کړ؛ څه موده وروسته بيا راغئ، نور کتابونه ئې هم واخيستل، پوښتنه می ځني وکړه، اوس دي صحت څنګه دئ؟ ويل ئې، بيخي جوړ سوی يم، خو د کتاب لوستني په ناروغي اخته سوی يم! #خاطرې_او_ياداښتونه تړاو: کتاب |
||
| د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ | ||