دا بیت و خوشحال خان خټک ته منسوب سوی دئ

مه خوشحال وای مه خټک وای مه خاني وای
چج په لاس وای مسلي وای خو ځواني وای

په داسي حال کي چی سرمحقق استاد هیوادمل وایي، دا بیت د خوشحال خان نه دئ.



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
د لوى مفسير شيخ الحديث عالم او متقي شخصيت حضرت مولانا محمد عبيدالله ايوبي (رح) ژوند ته لنډه کتنه
مولانامحمد عبیدالله ایوبي، کندهاري، نقشبندي، سلیمانخېلي، سني، حنیفی مذهبه او په طریقت کي د نقشبنديې طريقې پيرو و.
مولوي عبیدالله د ملا محمد ایوب زوى،د ملا شمس الدین لمسى د محمدکریم کړوسى او د سکندر کودى دئ.
نوموړى د پنج شنبې په ورځ د ماپښین تر لمانځه وروسته د ذالقعدې پر ۱۵ مه د (۱۳۴۳ هـ. ق) دکندهار ولايت د پاشمول په کلي کي زېږېدلى دئ.
شيخ الحديث او مفسير لوى عالم مولوى عبيدالله ايوبي لومړنۍ زده کړي د خپل پلار ارواښاد مولوى محمد ايوب څخه تر سره کړي دي، وروسته پاکستان او هندوستان هيوادونو ته د زده کړو لپاره تللى دئ. 
د پرلپسې زحمت او زيار ګاللو څخه وروسته د خپل عمر په ٢٥ کلنۍ کي د فضيلت پګړۍ ور پر سرکړل سوه. وروسته ئې تدريس پيل کړ. 
د کندهار ولايت د سنځري په کلي کي ١٢ کلونو ډېر وخت تدريس وکړ، په همدې جريان کي ئې د کندهار دکدني د سيمي د مشهور شيخ کامل مولوى عبدالغني مشهور په بابک لاس نيوى وکړ او د نقشبنديې طريقې پيرو سو.
څه وخت وروسته کندهار ښار ته راغلئ او د ملاعلم اخند په کلي کي ئې ١٣ کاله طالب العلمان و روزل.
د ١٣٥٧ د غويي د کرغېړني کودتا سره سم مولوى ايوبي صاحب مهاجرت ته اړ سو او د ډېرو نورو منورينو او مشايخو په څېر ده هم هيواد پرېښود، د پاکستان هيواد د کويټي ښار ته ولاړ.
مولوى ايوبي صاحب د تدريس تر څنګ ډېر کتابونه تصنيف کړل، چي مشهور هغه ئې په ١٨ ټوکه د قران مجيد تفسير (تفسير ايوبي) دئ، ډېر نور کتابونه ئې و پښتو ته را وژباړل او تر ٤٠ پر ډېرو کتابونو ئې حاشيې او تعليقات وليکل.
مولوى ايوبي صاحب د ژوند ډېره برخه په تدريس او د شاګردانو په روزنه تېره کړه. د ژوند وروستي ٣٥ کلونه ئې د پاکستان د کويټي په ښار کي په تدريس پاى ته ورسول .
په هيڅ سياسي جريان او ګوند کي ئې وظيفه وانه خيستل او بې پرې پاته سو.
شيخ الحديث مولانا ايوبي صاحب څخه ٦ لوڼي او ٦ زامون پاته سوي، زامن ئې هم د علم په ګېڼه پسولل سوي اود ښه شخصيت څښتنان دي.
لوى عالم او متقي شخصيت مولوي محمد عبيدالله ايوبي حنيفي نقشبندي سليمانخېلي د ١٤٣٦ ه ق کال د شوال مياشتي پر ١٣ مه نېټه په داسي کي د اجل داعي ته لبيک ووايه، چي په زرګونو شاګردان او په لکونو مسلمانان ئې د تدريس ، علمي مسايلو بيانولو او تصنيفونو څخه مستفيد سول.
انا لله و انا اليه راجعون.

ليکنه: سيداحمد قانع



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
صالون که سالون؟
سالون انګليسي لغت دئ چي په سالون تلفظ کېږي په (ص) ليکل ئې ناسم ډول دئ. په دهخدا فرهنګ کي راوړي چي سالن اصلاً فرانسوي لغت دئ
Salon : سالون، تالار، دغونډى لويه خونه، د جرګى تالار، د ژونديور سامانو د اثارو ښودنه 
Saloon: سالون، لويه خوفه، دشرابو دځښلو اوخرڅولو او را نيولو ځاى



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، ژبه او ګرامر، زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

 

سعدي رح د ګلستان په اووم باب کي د تربيت په برخه کي راوړي

يو صحرايي مي وليدئ، چي و خپل زوى ته يې ويل: یا بُنَّی اِنَّک مسئولٌ یومَ القیامةِ ماذا اکتَسَبتَ و لا یُقالُ بِمَن انتَسبتَ. يعني اې زويه د قيامت په ورځ ستا څه دا پوښتنه نه کېږي، چي په خټه څوک يې؟ د خپلو کړنو او اعمالو جواب به وايي.
کعبه شريفه د تور وريښمين پوښ په سبب نه، بلکي د شرف او کمال په وجه مچېږي.
په قيامت نسته داسي پوښتنه چي د چا زوى يې د کوم وطنه
مېزان ولاړ عدل چلېږي خوشبخت هغه دئ چي نيک عمل وي

‫#‏ژباړه_قانع‬ د غبرګولي ٩مه ١٣٩٤



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، علمي او تحليلي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۴/۱۶

ښاغلی مطیع الله تراب

زه پښتو یم او ته پښتو نه ېې.
زه یو وخت د ارگ ژبه وم او اوس د مرگ ژبه یم.
ته د درو نه ارگ ته ورسیدې او زه د ارگ نه غرو ته وختم.
نن د ارگ نه د ژوند خبر ستا په ژبه خپریږي او د مرگونو غندنې ته زه پاتې یم .
دلته د مقتول ژبه هم پښتو ده د قاتل په ژبه هم پښتو او د ارگ نه غمرازي هم په پښتو.
...
بلخوا د سرکار سر بې پښتو .
د نطاق خبر بې پښتو او د کار پوه نظر بې پښتو.
زه داسې هیوادوالو ته پاتې شوې پښتو یم چې د دې هیواد مل هم اوس هغه شان زلمی نه دې پاتې.
رسول ېې زلمی دی خو پښتو نه وايي.
په دې خړ پړ وطن کې یوازې یو مشاور رنگین دی باقي ټول وطن غمگین.

ما ویل چې د موسی زو جانان به مې راشي خو هغه هم د لودینو د جاوید سره ورک شو.


عجبه دا ده چې هغه ارگ چې ملا رباني پکې پښتو ویلې نن هغې کې د استاذ رباني ژبه واکمنه ده.
ډاکټرمې دار ته وختو او انجنیر مې کوهسار ته.
وايي چې زه پښتو د افغانستان د اکثریت ژبه یم خو چې حقیقت ته گورم زه یاخو د زندان ژبه یم یا د طالب جان ژبه یا په قبرستان کې یادیږم او یا په وزیرستان کې .
زما ژبه د روغتون د بیمار ژبه ده او د پوهنتون نه د انکار ژبه ده.
په زابل کې د مزدور ژبه ده او په کابل کې د مجبور ژبه ده.
دا ژبه نه وزیر وایي نه ېې مشیر وايي .
مبارکي په بله ژبه ده او غمرازي په پښتو کې .

ځکه چې خارجي بورس د بل دی او د خزلو بورۍ د پښتون ده.



 زه داسې وخت ته پاتې یم چې په ارگ کې مې خرم دومره کریم دی چې زما وخت ېې انعام کې بل ته ورکړی دی.
عمر او فاروق مې دومره عدالت کوي چې زما د ټوټه ېې هم لیلام کړې ده.
رحېم مې دفاع نه شي کولی او انور مې حق نه شي ویلی.
یو بچی مې غني دی او بل مې معصوم.
یو زر نه لري او بل زور .
ټول د مخدوم په خدمت کې او تورن په قومانده کې دي .
یو د مارشل نه امر اخلي او بل د محمدی نه فرمان .
د کشرانو جرگه مې هم د لاسه تللې او د مشرانو په خبره خو څوک پیاز هم نه خوري.
حمیده کوچۍ د جنرالې ذکي نه وهل خوري او مومند او کټوازی ورته چغې وهي جنرال صاحب چي مې کني .
چي مې کني .
زه په دې ټول وطن کې پښتو هله اورم چې څوک د نورو جنگونو اعلانونه کوي.
هله ېې اورم چې کله څوک د جنازو لمونځونه کوي.
هغه وخت پښتو راښکاره شي چې کله ځان مرگه د جنت ارمان وکړي.
هله پښتو واورم چې کله ماین ښخوونکی د مرگ سامان وکړي.
د چاودنې ټپي مې چیغې او مظاهرې باغي مې نعرې په پښتو کې وهي.
د جهاد فتوا په پښتو کې ده او د شهید فاتحه په پښتو کې ده.
د نوروز تبریکي په بله ژبه او د عاشورا غمرازي په پښتو کې.
نه مې د خپلواکی په میله کې څوک اوري او نه مې د اولمپیک په مقابله کې څوک غږوي .
په ویلو خو ملي سرود په پښتو دی خو غږول نه غږول ېې د بل چا په لاس کې دي.
ځکه خو ورک دی او سپک دی.

زه هغه پښتو یم چې نه د اسمايي د غر نه خپریږم او نه د لمر په طلوع کې ځلیږم.
شمشاد ته ختلې یم خو د پامیر نه راغورځیدلې یم.
پوهنتون مې دانشگاه ده او بازار مې فروشگاه.
نه د بازار په دیوالونو کې یم نه د دربار په مجلسونو کې یم .
په کانکور کې ناکامه یم او په هر پیغور کې بدنامه یم.
حمزه بابا به ویل چې زه به جنت ته د پښتو سره ځم .
خو نن بابا خپله په جنت کې گرځی او زه ېې په ژوندوني په دوزخ کې پریښې یم او هره ورځ مې یو نوی اور زاړه پیغور کې او ناکرده جرم په تور کې سوزیږم .

اور دی عالمه چاپیره اور دی




:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: پښتو
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۹/۱۱
http://up.toca.ir/images/38k2avtk3uzfsohlhnd.jpg


كه دغو ( ۷ ) پوښتنو ته مو ځواب وركړ،

 برياليتوب ستاسې دى.


ليكوال: برايان تريسي   ژباړه: ګل محمد سنګت بلوڅ

۱: خپل ارمانونه سم تعريف كړئ، كه وغواړئ په خپل چاپېريال كې بريالي اوسئ، څه ډول ځانګړتياوې بايد ولرئ او څنګه چلند وكړئ؟

د كاغذ پر مخ خپل ارمانونه وليكئ، د هغو كسانو ژوند مطالعه كړئ چې ستاسو په اند تر ټولو غوره دي، د هغوى ځانګړتياوې څه او ستاسې په بريا كې څومره مهمه ونډه لرلى شي؟ فكر وكړئ، خپلو ارمانونو ته د رسېدو په موخه كومو شيانو ته اړتيا لرئ؟ ويې ليكئ همدا اوس.

۲: كومه برخه كې زيات فعاليت او هڅه كوئ؟ د خپل دغه فعاليت په اړه څه ډول ذهني انځور او خاكه لرئ؟ څنګه كولى شئ چې په هغې كې نور انكشافات او نوښتونه وكړئ؟

۴: د برياليتوب يوه لاره د هغه تخيل او ذهني انځور جوړول دي لكه فكر كوئ بريالي ياست همدا په خپل ذهن كې انځور كړئ، مثلا تاسې ځان يو مليارد وګڼئ او له دې خيالي انځور څخه خوند واخلئ. دغه مسئله په ذهن كې نوره هم و روزئ هر كار ته ذهني انځور جوړوئ دا بريا ته د رسيدو  يوه لاره ده.

۳: څه ډول خلكو ته درناوى لرئ او ولې؟ څنګه كولى شئ په ځان كې بدلون راولئ؟ له هغه چا څخه چې متاثر ياست د هغوى مثبتې نكتې د ځان لپاره د يو ايډيال په توګه انتخاب كړئ، وروسته خپل انتخاب وګورئ هغې ته ځان نږدې كړئ او خپل مثبت بدلون له هغه سره مقايسه كړئ.كرار كرار تاسې هم د هغه برياو ته رسېږئ.

۵: د خپل ژوند له كومې برخې سره زياته مينه لرئ؟ څه ډول كارونه مو وجدان درڅخه خوشاله كوي، څنګه كولاى شئ دغه كارونه زيات تر سره كړئ؟

۶: تاسې زيات ښه ياست. د نن ورځې وروسته ځان غوره وبولئ، پر ځان باور ولرئ، هر ډول ناسم محدوديتونو سره مبارزه وكړئ، هرڅومره چې كېږي خپل باور پياوړى كړئ.

۷: خپل پخوانى تفكر خويي او چلند پرېږدئ، اوس تاسو هغه كس ياست چې ځانته مو ايديال ټاكلى، نور نو د خپلې خوښې له ژوند څخه خوند واخلئ.



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: ښه دليل
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۰۲

الف لیله و لیله د تاریخي او اجتماعي پلوه

 لیکوال : عبدالباري جهاني 

څه باندي لس کاله مخکي زما استاد او ملګري مرحوم محمد انور نومیالي ماته له ډنمارک څخه په ټلفون کي وویل چي د الف لیله و لیله د ترجمې کار یې پیل کړی دی. ما یې ډیر تود هرکلی وکړ او دا مي ورته وویل چي د پښتو ژبي دغه لوی او لازم خدمت له تا پرته بل څوک نه سي کولای. خو خپلو ملګرو ته مي وویل چي د نومیالي صاحب روغتیایی حالت او عمر ښایی د دې لوی کار د بشپړیدلو اجازه ورنه کړي. کشکي یې دا کار یو څه مخکي پیل کړی وای. زما له مرحوم استاد سره ریشتیا هم عمر وفا ونه کړه او کار نیګمړی پاته سو. څه موده مخکي زما همصنفي او د وړوکتوب د وختونوملګري محمدمعصوم هوتک په ټلفون کي راته وویل چي د الف لیله ولیله ترجمه کولو ته یې ملا تړلې ده؛ د خپلی ترجمې یوه برخه یې را ولیږله او ما ورته وویل چي تر دغه بهتر کار کول تقریبا غیر ممکن دی. ده وروسته را څخه وغوښتل چي زه د مقدمې لیکلو کار پر غاړه واخلم. ده چي دونه لوی کار ته اوږه ورکړې وه نو مایې هم ناز پر مځکه نه سو اچولای. له بده مرغه چي ما الف لیله و لیله ډیر پخوا لوستې وه او په هغه وخت کي مي هم په جدي نظر نه وه لوستې. زه مجبور سوم چي د دې لوی کتاب پاڼي له سره واړوم را واړوم او ځیني نکلونه خو له سره په بشپړه توګه ولولم. د مقدمې په نوم مي یو څو پاڼي توري کړې. خدای دي وکړي چي د فکلوري نکلونو د څيړونکو لپاره ګټوري وي. زه هیله لرم چي ګران معصوم هوتک به دغه ارزښتناکه ترجمه ژر بشپړه کړي او د پښتو ادب او فوکلور شاګردانو او څیړونکو ته به ورسیږي.

دا نکلونه په لومړي سر کي یوازي افسانې معلومیږي خو که سړی ښه ورته ځیرسي او په غور یې ولولي نو ګوري چي په دې نکلونو کي د اسلامي نړۍ، او په تیره بیا د عربانو کلتوري او عنعنوي ارزښتونو ډیر څرګند انعکاس کړی دی او سړی بیخي د هینداري نوم ورکولای سي. البته د فوکلوري نکلونو او عصري، په تیره بیا ریالیسټیکو، داستانونو تر منځ له یوې خوا او د تاریخ او فوکلوري کیسو ترمنځ له بلي خوا ډیر زیات توپیر موجود دی. جدي لوستونکي باید په دې پوه وي چي دوی، داستانونه نه بلکه، فوکلوري کیسې لولي. په عصري داستانونو کي لوستونکی هر ځای له لیکوال څخه پوښتنه کوي او ولي؟ او څرنګه؟ ورته وایی. خو په فوکلوري کیسو کي خبره داسي نه وي. په فوکلوري کیسو کي یو عادي بزګر د یوه لوی استاد او عالم په توګه دلایل وایي. یو لوی پاچا د یوه عادي بازاري سړي عقل نه لري؛ او چي هر څوک هر څه ورته ووایی هغه مني. د یوه پاچا زوی، چي د نکل اصلي قهرمان وي، هم دونه ښایسته وي چي ښایستې پیغلاني او ښځي، حتی شاپیریاني، په یوه ځل لیدلو ورباندي میني سي، هم دونه هوښیار وي چي په لومړۍ ځواني کي یې د فقهي څخه نیولې تر منطق او نجوم پوري ټول علوم داسي خلاص کړياو زده کړي وي چي لوی پوهان او عالمان سیالي ورسره کولای نه سي او هم داسي پهلوان وي چي د زرو تنو په جنګ ورځي. دغه راز دیبان او له هغوی سره د انسانانو مقابله او جنګونه، پیریانان، جادو او منتر او په بیزو او سپیو د انسانانو بدلول، شاپیریاني، کوه کاف او تر اوبو لاندي د دیبانو ښارونه هغه څه دي چي حتی زر کاله مخکي په داستان کي چا نه سوای یادولای، ځکه چي ځای پرځای د لوستونکو له سوالونو سره مخامخ کیدی. خو څرنګه چي فوکلوري نکلونه د عادي او بې معلوماتو خلکو لپاره ویل کیږي او لیکل کیږي، نو هر څومره چي مبالغه پکښی زیاته وي په هغه اندازه د اوریدونکو او لوستونکو لپاره په زړه پوري وي. خو سترګه ور او لوستي خلک د فوکلوري نکلونو مبالغو، بې منطقیو او د ناممکناتو برخي ته نه ګوري بلکه په هغو کي د خلکو د عنعناتو، مذهبي عقایدو، عمومي پوهني، د پاچاهانو د خپل سری او استبداد او خرافاتو ته د خلکو او حتی پاچاهانو د عقیدې اندازه لګولای سي.

ټوله ليکنه د

 د بشپړ مطلب

 په برخه  کي کتلاى سئ



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: فولکلور
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۳/۱۱
http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/himmats_picture_copy1.jpg

ليکنه : عبدالنافع همت


مولوي صالح محمد کندهاری او تعليمي ادبيات

کله چي د ارواښاد مولوي صالح محمد کندهاري نوم اورو نو د پښتو ژبي لومړی معلم مو سترګو ته درېږي او کله چي بيا د پښتو ژبي ادبيات پر څو دورو وېشو اووروسته د معاصرو ادبياتو دورې ته راځو نو هم يې مولوي صاحب له مخکښانو څخه ګڼل کېږي، ان دا چي يو شمېر خو يې د معاصر ادب موسس بولي. د مولوي صاحب ژوند ډېر اړخونه لري ،لکه معارف، ژورناليزم، سياست، ليکوالي، شاعري او داسي نور خو موږ يې دلته يوازي د معارف او ادبياتو پر ګډ ترکيب، ياني تعليمي ادبياتو خبري کوو .

 نامتو يوناني عالم ارسطو ادبيات په عمومي ډول پر څلور برخو وېشي لکه اسطوره، تراژيدي، کوميډي او حماسه، خو د نوو څېړنو په رڼا کي د ادبياتو نوي وېشونه هم سوي دي چي په دې وېش کي تعليمي ادبيات هم مطرح او نن په نړيواله کچه يو مهم بحث ګڼل کېږي. څرنګه چي په دې ليکنه کي د ادبياتو او تعليم پر ګډ جوړښت خبري کوو نو د ادبياتو په اړه دوو تيوريو ته لنډه کتنه هم ضروري برېښي.

ادبپوهان د ادب په اړه پر دوو برخو وېشل سوي دي: يوه ډله باور لري چي ادبي ليکني بايد خوندوري وي او بله ډله بيا وايي چي ادبي ليکني بايد ګټوري وي، چي پر همدې بنسټ هره ډله خپل دلايل او پلويان لري، خو دريم بحث هم سته، هغه دا چي که ادبيات هم ګټور او هم خوندور وي، نو چندان څوک ورسره اختلاف نه لري، هغه د چا خبره غوړي لا غوړ.

د مولوي صاحب له هنري ليکنو داسي برېښي چي پر همدې لاره تللی دی، ځکه دده ليکني هم هنري ارزښت لري، ياني هم خوندري دي او هم ټولني ته ګټه لري، دده اکثره کتابونه او ليکني که هغه نظم دی او که نثر د هنريت تر څنګ تعليمي پيغامونه لري، دده تعليمي او تربيوي مفکوره هم پر دين او هم پر نوي تمدن ولاړه ده چي د نوي ژوند غوښتني يې له دين سره ښې تړلي او ددې دوو ارزښتو تر منځ يې د اعتدال يوه کړۍ جوړه کړې وه. ده په هغه وخت کي د يوه سپېڅلي افغان او يوه تکړه معلم په توګه دا کار په خورا دقت او مهارت سره کړی دی.

د ښووني او روزني نوی علم يا موډرن پيډاګوژي د نوي نسل د روني لپاره په نهايي هدف کي څلور ټکي ټاکي. يو دا چي په سالمه زده کړه سمبال انسان بايد لومړی د خپلي کورنۍ لپاره ګټور تمام سي، ځکه چي د ټولني کوچني او اساسي واحد کورنۍ ده او فرد په کورنۍ کي زېږي او وده کوي. دوهم بايد د خپل هيواد لپاره ګټه وکړي، تر هغه وروسته سيمه مهمه ده او وروستۍ پوله يې نړۍ ده، هغه انسان چي داسي استعداد ولري چي بشري ټولني ته خدمت وکړي نړيوال شخصيت بلل کېږي.

په عمومي ډول علوم پر دوو برخو وېشل کېږي چي يو يې طبيعي او بل يې هم اجتماعي علوم دي، چي هره برخه يې خپلي څانګي او مفردات لري.

که موږ هغي دورې ته وګورو چي مولوي صاحب په هغه کي ژوند کاوه نو نه هغه مهال افغانسان د ښووني او روزني په برخه کي يوه موډرنه او روښانه پاليسي او نه يې هم د پيډاګوژۍ مسلکي کدرونه درلودل، خو مولوي صاحب د خپل لوړ استعداد او نبوغ له مخي په خپلو ادبي ليکنو کي، هغه که د رسمي تعليمي نصاب لپاره ليکل سوي او که په نورو کتابونو، مجلو او اخبارونو کي خپرې سوي دي هغه څه په پام کي نيولي چي د ښووني او روزني نننی علم يې ملاتړ کوي. د مولوي صاحب ليکني د محتوا له مخي خورا غني دي خو موږ يې دلته يوازي د ادبي ليکنو يو څو بېلګي را اخلو:

١- دين او مذهب : څرنګه چي د ښووني او روزني په هدفونو کي لومړی د يوې ټولني معنوي ارزښتونو ته پام ضروري دی او له بلي خوا مولوي صاحب خپله هم يو ديني عالم او متقي شخصيت و نو دې اړخ ته يې ډېر پام کړی دی او د اسلامي عقايدو، اسلامي اخلاقو، د اسلامي اصولو په رڼا کي ټولنيزي اړيکي او نورو اړخونو په اړه يې ډېري ليکني کړي دي، لکه د مدينې د لور ژړا، د عبرت کيسه، حمد، نعت، مناجات او داسي نور يادولای سو.

٢- اقتصاد: اقتصاد چي د معنويت تر څنګ د ټولني يو مهم اړخ دی هم د مولوي صاحب له ياده نه دی وتلی، لکه په پښتو مثنوي کي يې د ټولني د هغو متخصصينو، کارګرانو، کسبکارانو او هنرمندانو ارزښت ته اشاره کړې چي د افغاني ټولني په اقتصاد کي مهمه ونډه لري، دغسي يو نظم هم لري چي د بېلابيلو پيغمبرانو ( ع) د کسب او شغل ياونه يې پکښي کړې ده.

٣- سياست: مولوي صاحب سياست ته هم پوره پام کړی دی، مثلا د (دعائيۀ افغاني) په نوم يوه قصيده لري چي په هغه کي د هغه وخت د ويښتابه غورځنګونو، د نوي عصر غوښتنو، عصري تخنيک، د وخت د استعمار دسيسيې او تر څنګ يې د وخت د نظام د سياسي اصلاحاتو يادونه سوې ده، دغه ډول په پښتو مثنوي کي د پاچا، عسکر، والي او مامور رول او ارزښت هم خورا ښه تشريح سوی دی.

٤- ښوونه او روزنه: څرنګه چي مولوي صاحب خپله ددې ډګر اتل و نو دې خوا ته يې خورا دقيقه توجه کړې ده، په دې برخه کي ډېر مثالونه لرو خو څرنګه چي موږ يوازي دده تعليمي ادبيات څېړو نو دلته هم يوازي دده ( يوه ورځ غير حاضري ) نومي ډرامه او د مکتب د هلکانو لپاره ترانه يادوو.

٥- فرهنګ: اکثره علماء فرهنګ په عمومي ډول پر دوو عمده برخو، ياني معنوي او مادي برخو وېشي چي معنوي اړخ ته يې تهذيب او مادي اړخ ته يې تمدن وايي، مولوي صاحب ددې دوو اړخونو تر منځ خورا ښه تناسب ساتلی دی، د بېلګي په ډول په معنوي برخه کي يې ادبيات لکه متلونه، کيسې، ټوکي، ټولنيز اخلاق او نور اړخونه را اخيستي دي او د تمدن په برخه کي يې د کلال، نانوای، ترکاڼ، جولا، خټګر او صندلۍ نظمونه د يادوني وړ دي چي د افغاني ټولني ډېره روښانه انځورګري پکښي سوې ده.

٦- جغرافيه: د انسان په روزنه کي وراثت، تعليم او چاپېريال اساسي رول لري چي مولوي صاحب د افغاني چاپېريال ياني د سياسي جغرافيې ډېرو اړخونو ته پام کړی دی لکه کور، کوڅه، کلی، ښار، اجتماعي موسسات، هوا او داسي نور چي د صندلۍ نظم يې هغه هنري اثر دی چي د کابل سړه هوا انځوروي.

مولوي صاحب د ښووني او روزني په ډګر کي لومړی خپل وس له ټولني سره شريک کړی دی، خو چي کله يې فکر کړی چي د نورو پوهانو، شاعرانو او ليکوالو اثار هم دټولني د سالمي روزني په برخه کي ګټور تمامېږي نو هغه اثار يې هم د خپلي ټولني له روحيې سره سم سکښتلي او په روانه او ساده ژبه را ژباړلي دي چي په دې برخه کي د نامتو افغان عالم او متصوف مولانا جلال الدين بلخي د مثنوي نظمونو او حکايتونو ژباړه يادولای سو. مولوي صاحب په دې ډګر کي د پښتو ژبي اسلاف هم نه دي هېر کړي، نه يوازي دا چي خپله د نوي عصر د غوښتنو په پام کي نيولو سره ددغو مشرانو پر لاره تللی، بلکي د هغوی ځيني شعرونه يې هم په خپلو کتابونو کي راوړي دي چي په دې لړ کي د رحمان بابا او خوشال بابا ځيني شعرونه د يادوني وړ دي.

د لوستونکو او زده کوونکو پېژندنه:

د پيډاګوژۍ او تعليمي ارواپوهني علماء د ښووني او روزني په برخه کي له فزيکي، اروايي او ټولينز پلوه د زده کوونکو څېړنه او مطالعه ډېره ضروري بولي. دوی دغه څېړنه او ارزونه پر درو برخو وېشي، لکه د زده کوونکو ذوق، ضرورت او صلاحيت . دغه پوهان باور لري چي که موږ د تدريس په بهير کي له دغو درو اړخونو څخه يو هم له پامه وغورځوو، نو ښوونه او روزنه به هيڅ نتيجه ور نه کړي. دا چي د زده کوونکو او لوستونکو پر ضرورتونو مو مخکي خبري وکړې اوس يې پر ذوقونو بحث کوو:

الف : خندا او تفريح : نوميالی اروا پوه (فرويډ) په دې اند دی چي د خندا له لاري د انسان له وجود څخه ګڼ شمېر اندېښنې او ګرومونه وزي چي په نتيجه کي يې د انسان ذهن سپک او کار ته چمتو کېږي، ددې عمليې فزيکي دليل دا دی چي انسان د خندا پر مهال ډېر اکسېجن جذبوي او په نتيجه کي يې ډېره انرژي اخلي، نو په همدې اساس نن تعليمي اروا پوهان په تعليمي بهير کي خندا يو ضروري عمليه او يو ښه افزار ګڼي. مولوي صاحب دې اصل ته ښه ځير سوی دی، ځکه يې نو په خپلو کتابونو او ليکنو کي يو شمېر منظومي او منثوري ټوکي راوړي چي هدف يې له دې لاري د خپلو لوستونکو او زده کوونکو خندول او زده کړي ته چمتو کول دي.

ب : له حيواناتو سره مينه : د پيډاګوژۍ په ژبه دې علاقې او مينې ته د فعاليت اصل ويل کېږي. د ښووني او روزني پوهانو تر ګڼو څېړنو او تجربو وروسته يو شمېر اصول وضع کړل چي اوس په تعليمي ډګر کي د يوه موثر افزار په توګه کار ځني اخيستل کېږي. ددې لاري لارويان په دې باور دي چي انسان فطرتاً يو فعال موجود دی او تل غواړي چي د ژوند په ټولو چارو کي مداخله وکړي. انسان علاقه لري چي په خپل چاپيريال کي ټول موجودات له نژدې وويني او تجربه يې کړي، ځکه نو هر انسان د کوچنيوالي په پړاو کي غواړي چي د انسانانو تر څنګ حيوانات، مرغان، خزندې او نور موجودات هم له نژدې وويني او د هغوی ژوند وڅېړي. د پيډاګوژۍ پوهان پر دې ټينګار کوي چي بايد د کوچنيانو دغه خوی او غوښتني په دقت درک او د دوی له دې مينې او علاقې څخه د ښووني او روزني په بهير کي پوره ګټه واخيستل سي، مولوي صاحب دې واقعيت ته ښه ځير سوی دی، ځکه يې نو په خپلو ليکنو په تېره بيا کيسو او ټوکو کي حيواني کرکټرونو ته ډېره پاملرنه کړې او ددې کرکټرونو پر اوږو يې انساني پيغامونه سپاره کړي او د خپلو لوستونکو او زده کوونکو تر ذهنه يې ور رسولي دي.

ج: له ولسي ادب سره مينه : د انسان روزنه نه يوازي دا چي له ښووني، بلکي له نورو اجتماعي علومو سره هم ژوري اړيکي لري چي په دې لړ کي فولکلور هم يادولای سو.

د فوکلور يوه مهمه برخه ولسي ادب تشکيلوي چي په ولسي ادب بيا يوه غوښتنه برخه په کوچنيانو پوري اړه لري. د کوچنيانو ولسي ادب يوه برخه لويانو د کوچينانو لپاره پنځولې او بله برخه يې خپله د کوچنيانو تخليق دی ، نو د پيډاګوژۍ متخصصين تعليمي پيغامونه دولسي ادب په پوښ کي نغاړي او په دې ډول په تعليمي بهير کي له ولسي ادب څخه د يوه ښه افزار په توګه کار اخلي. مولوي صاحب په دې برخه کي هم خپل لوستونکي او زده کوونکي ډېر ښه پېژني، ځکه يې نو په خپلو کتابونو او ليکنو کي ګڼ شمېر متلونه، لنډۍ، نکلونه او ټوکي راوړي دي.

تر دې ځايه مو د لوستونکو او زده کوونکو پر ضرورت او ذوق خبري وکړې، اوس به د هغوی پر استعداد او صلاحيت خبري وکړو چي دغه موضوع د تدريسي ميتودونو په نوم يادېږي.

تدريسي ميتودونه :

څېړنو ښوولې چي انسانان د يادولو له پلوه پر څو ډلو وېشل سوي دي چي هره ډله يې په جلا ډول زده کړه کوي، چي دا لاره يا روش د ميتود په نوم يادېږي. د ښووني او روزني پوهان تدريسي ميتودونه په عمومي ډول پر درو برخو وېشي چي لومړی يې شفاهي، دوهم يې عيني او دريم يې هم عملي ميتودونه دي. دلته به وګورو چي مولوي صاحب په خپلو ليکنو کي کوم ميتودونه کارولي او څومره موثر دي:

الف : کيسه : کيسه ډېر موثر او په زړه پوري ميتود دی، ځکه چي کوچنيان له کيسې سره ډېره مينه لري نو که تعليمي مطالب د کيسې په فورم کي وړاندي سي کوچنيان يې په ډېره مينه مني. مولوي صاحب په خپلو کتابونو او ليکنو کي کيسو ته ډېر پام کړی دی، لکه حکايتونه، ټوکي، ډايلاګونه او يوه ورځ غير حاضري نومي ډرامه او داسي نور يادولای سو.

ب : رول پلې: رول پلې يا تمثيل انساني ژوند ته تر ټولو نژدې ميتود دی، ځکه چي د انسان د واقعي ژوند پېښې دي، لکه مخکي چي مو يادونه وکړه مولوي صاحب د يوه ورځ غير حاضري په نوم يوه ډرامه ګۍ ليکلې چي په حبيبيه ليسه کي د غازي امان الله شاه په حضور کي د نوموړي ليسې د زده کوونکو له خوا پر سټيج لوبول سوې هم ده. ځيني خلک دا ليکنه ډرامه نه، بلکي يوازي ډايلاګ بولي خو زه وايم چي ډرامه ده، ځکه چي يوه ډرامه معمولا موضوع، هدف، کرکټرونه، ډايلاګ، مکان، زمان، کشمکش، غوټه، پېښه او صحنه لري چي فکر کوم دا ډرامه دا ټولي ځانګړتياوي لري. د ډرامې په برخه کي زما تجربه داښيي چي کله د سټيج ډرامې سکريپټ يا متن په چاپي بڼه وړاندي سي نو ټول ډايلاګونه او حالتونه يې پر کاغذ د ليکولو وړ نه وي، ځکه چي کرکټرونو ته اکثره خبري د ډايريکټر له خوا په خوله ور زده کېږي، نو کله چي څوک دغه متن لولي ځيني برخي يې ګونګي ښکاري، ښايي له همدې امله به ځيني خلک فکر کوي چي دا يوه ډرامه نه، بلکي يوازي ډايلاګ دی.

ج : ډايلاګ : که څه هم ډايلاګ ته په يوازي سر ادبي او هنري اثر نه سو ويلای خو د داستاني ژانرونو لکه ډرامې، لنډي کيسې او ناول يوه مهمه برخه بلل کېږي. مولوي صاحب په خپلو تدريسي کتابونو کي څو ځايه ډايلاګونه راوړي دي چي د معلوماتو د انتقال بهير يې ډېر اسانه کړی دی، د بېلګي په ډول د پښتو ژبه لومړی ټوک تدريسي کتاب په (٩٣) مخ کي د ملاقات په نوم يو ډايلاګ راغلی چي د خټکيو د دوکاندار او يوه رانيوونکي تر منځ خبري اتري او سودا انځوروي.

د : عملي کار :دا ميتود ډېر موثر او معلومات ډېر ژر انتقالوي. مولوي صاحب په څو ډايلاګه او ډرامه کي هڅه کړې چي په تعليمي بهير کي د عملي مثالونو او تجربو انځورونه وړاندي کړي.

و: مقايسه : مقايسوي ميتود ډېر موثر دی چي په اکثرو داستاني اثارو کي کارېږي، په دې ميتود کي منفي کرکټر خپل او مثبت کرکټر د خپل استدلال او منطقو په رڼا کي عمل کوي، په پای کي يوه پېښه کېږي چي په نتيجه کي يې منفي کرکټر د خپل عمل ناوړه سزا ويني او په نتيجه کي لوستونکي يا تماشاچيان په غير مستقيم ډول زده کړه کوي چي په يوه ورځ غير حاضري ډرامه کي له همدې تخنيک څخه کار اخيستل سوی دی.

ه : له ماشوم څخه ماشوم ته د تجربې انتقال : په دې ميتود کي شاګرد له شاګرد څخه زده کړه کوي، ددې ميتود ګټه دا ده چي د شاګردانو ژبه، د استدلال او معلوماتو کچه تقريبا سره ورته ده، مولوي صاحب هم په يوه ورځ غير حاضري ډرامه کي دواړه کرکټرونه شاګردان ټاکلي دي چي په پای کي تماشاچيان د معلم له سزا څخه نه، بلکې په حقيقت کي د مثبت شاګرد له موقف څخه زده کوي چي مېلې ته د تګ پر ځای يې ښوونځي ته تګ غوره وباله .

د مولوي صاحب په اړه دې څېړني وښووله چي ده د هغه مهال له امکاناتو او شرايطو سره سم د وطن د بچيانو په سالمه روزنه کي يو ستر رول لوبولی دی، ان دا چي له ادبي ليکنو له لاري يې خلکو ته په داسي ډول زده کړه ورکړه چي معاصره تعليمي اروا پوهنه او پيډاګوژي يې هم ملاتړ کوي، خو له بده مرغه تر مولوي صاحب وروسته بل چا په دومره مينه او دقت دې برخي ته پام نه دی کړی.

دا يو روښانه واقعيت دی چي زموږ د اوسنۍ بدمرغۍ يو لوی عامل بې سوادي ده، که د امنيتي، اقتصادي، کلتوري او داسي نورو عواملو له مخي په رسمي ډول زموږ د ټولو ځوانانو اړتياوي نه سي پوره کېدای، نو شخصي زده کړي او هلي ځلي هم کولای سي چي په هيواد کي د بې سوادۍ کچه راټيټه کړي. فکر کوم نن تر بل هر وخت د ليکوالانو لپاره د کار او ډوډۍ پيدا کولو زمينه برابره ده، نو که زموږ ليکوال د خپلو ليکنو له لاري ځوان نسل ته هم يو څه ور زده کړي، يو خو به د اراښاد مولوي صاحب سپېڅلي لاري ګڼ لارويان پيدا کړي او بل به زموږ د ليکوالو هنري اثار د خوند پر ځای ولس ته ګټه هم ورسوي

يادونه : دا مقاله په هغه سيمينار کي اورول سوې چې د روان لمريز کال د غبرګولي پر ١٢-١٣ نېټه په کندهار کي د مولوي صالح محمد کندهاري د پنځوسم تلين په مناسبت جوړ سوی و. ليکوال

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: شننه او څېړنه
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۱/۱۸

ځوان ته!

ازادي د الهي نظام ترټولوستره ورکړه ده، هغه ټولني او هیوادونه چي تر استعمار لاندي وي ډیر د ذلت ژوند لري، ازادي هر سړی له خپل لیدلوري تعریفوي خو زموږ مسلمانانو لپاره هم یوه اسلامي ازادي داخل په هیواد اودباندي له هیواده حتمي ده.

علامه سید جماالدین افغان وایي ازادي څوک په تحفه کښي چاته نه ورکوي باید په زور واخستل سي، موږ افغانان د زغم له فرهنګه تر ډیره بې برخي یوکله چي مو دغه فرهنګ په ځان کښي پیداکړئ بیا امکان لري چي ځانونه تریوځایه ورسوو.

که په یوه هیواد کښي د ناامنۍ په راوستلوکښي ځوان قشر ډیررول لري همداسي یې د امن په راوستلوکښي هم اهم دي خو کله چي احساسات پرغالب سي بیایې نتجه په صفرکښي ضرب سي، ډاکټرګوستاولوبون وایي ؛ په یوه ډله کښي تل احساسات په اسانۍ خپریږي، اما دهغه شي چي خپریدل یې مشکل دي عقل او منطق دي چي غیرد شخصي زحمته په لاس نه راځي؛ زموږځوانان په اکثره مجالسو کښي پرداسي موضوعاتوبحث کوي چي اصلآ یې په اړه یوه ذره معلومات هم نلري دوئ فکرکوي چي په دې کارسړی لوړ ښکاري خو خبر نه دي چي په قوي منطق اواستدلال سره سړی یوځای ته رسیږي نه په بې ځایه بحث (کج بحثۍ) سره.

په ټوله دنیا په خاصه په افغانستان کښي واکداره طبقه په ځوان قشرکښي راټوکیدلې ځیني تاریخي روایات وايي چي د احمدشاه بابا دباچاه کېدو یو دلیل دا وه چي هغه ځوان او ۲۵ کلن وه که اسلامي اړخ وڅیړو د اسلام سترلارښود د ځوانۍ په مرحله کښي په اسلام مبعوث سو.

زه نه پوهیږم چي زموږ پرکور اوس څه بلا نازله سوله! هر ځوان مود انتقاد دلاسه پرلاري نسي تلای خو کله چي په نظام کښي پرچوکۍ سي بیا یې خپسکه ونیسي او دجېب د ډکېدو په فکرکښي سي داسي خوبه نه وي چي د افغان انسان دزړه څخه د وطن مینه بیخي وتلې وي؟ کېدایسي د ګوتوپه شمارځیني پاک نفسه سرونه هم وي.

ځیني ځوانان په یوه اداره کښي کار کوي خو ترکاریې تخریب زیات وي، د دې پرځای چي د کارپربهبود سباته پلان جوړکړي اول د رعیت دشکولوپه اړه په سلوفکرونوکښي ډوب وي، زه یوکس پیژنم یو کال یې د معارف په ریاست کښي کار وکړئ کله چي به سهارد کوره راوتئ حیران به وه چي په کوم موټرکښي کښیني خو د وظیفې تر مخه یې چینايي موټرسایکل درلودئ استعداد یې هم دونده لوړ دی چي مکتوب نور ورته وايي او ور لیکيې.

ارسطو دځوان په اړه وایي: ځوانان ترډیره له نظره غورځول کېدای نسي دوئ عزت غواړي، د دې لپاره چي خپل لوړوالی وښئي او تر هغه لا ډیربری لټوي، دوئ پیسو ته ډیراهمیت نه ورکوي ځکه ځوانان د نه شتوالي احساس نه کوي.

کله چي د دنیا ځوانان ګورو دځوان په اړه دپوهانونظریات مطالعه کووفکر راته پیداسي چي زموږ اوسني ځوانان به د هغوئ په شان نه وي! بیا وایو که دهغوئ په شان نه وي نو خواهشات یې تر هغوئ لس چنده اضافه دي مګرد وطن محبت او داجتماع د پرمختګ څرک یې هم په وجود کښي نسته.

کله چي دوې ورځي مخکي په شمال کښي څوجنګسالاران سره راټول سول د اکثره ځوانانوپه زړونو کښي وهم او ترخولې یې د مایوسۍ خبري اورو نو اې ځوانه!

که ځان د مبارزې خولې ته ورنه کړې نوارمان ته درسیدو هیله مه کوه، که په زړه کښي د وطن مینه ځای نه کړې همداسي به دي د خوراومورسترګي امریکايي درتړي او وروربه دي په ځانمرګي او موټربم کښي پارچه پارچه کیږي، که دهیوادپه سیاسي بحران کښي فکر ونه ځغلوې همداسي به دپردو تراستعمار او استثمار لاندي یې، که دي ذهن ترخپلي کورنۍ پوري محدود وه اخیربه د دغه راروان اورلمبه ستا تر درګاه هم درورسیږي.

ولاړسه په خپل قدرپوه سه، فکردي له محدودیاتو بهرکړه او په خپل پوره وس د وطن تورو تاریکو ته دلمردشغلو رڼا ورسوه د میني د سمبول په تور،سوراو زرغون رنګ د اسمان پرکهکشان په زرین خط ودان افغانستان ولیکه او دخوشحال بابا هغه ارمان پوره کړه چي ویل به یې:

څودي وس رسي په لوی دریاب کښي ګرزه

په ویاله کي دي زوال وینم نهنګه

 

په درناوي-نثاراحمد صالح



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۲/۰۷

http://ups.night-skin.com/up-91-10/www-hask-blogfa-com.jpg

يو کلي کي بزګر چي تل به ئې د جوارو ښه فصل درلود، دې جوارو به ورته ښه ګټه او جوايز راوړل.

هر کال به ده د ولايت په سويه د ښه فصل جايزې ګټلې.

يو کال يوې ورځپاڼي وغوښتل چي ددې بزګر بريالي فصل په راز پوه سي، مرکه ئې ورسره برابره کړه.

بزګر خبريال ته وويل چي زه دخپلو جوارو تخم له ګاونډي سره شريکوم

خبريال ويل تاسي څنګه د خپل بهترين جوارو تخم له ګاونډي سره شريکوئ، پداسي حال کي چي هغه هم په سيالۍ کي ستاسي سيال دئ؟

راپورتر وپوښتل ولي؟

بزګر: تاسو پوهيږئ، چي سېلۍ د بوټي د ګل ګرد الوزوي، او پټي په پټي ئې شيندي، که زما  ګاوندى ټيټ او خراب جوار ولري، نو دهوا له کبله زما فصل هم خرابوي او د جوارو کيفيت اغېزمنوي.

نو ځکه که زه ښه فصل غواړم زما ګاونډى هم بايد ښه فصل ولري.

پاملرنه: که غواړي چي بريالى او خوشحاله ژوند ولرې د د خپلو دوستانو، ګاونډيانو او ملګرو لپاره ئې هم وغواړه ځکه چي دا د انساني فطرت غوښتنه ده الفت څه ښه وايې:

داسي خوشحالي دي خداي په هيڅ کور کي پيدا نه کړي

يو کور کي وير وي او بل خاندي د ليلا سره



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: کلتور او ادبیات
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۱/۱۶

علم څه دئ ؟

لیکوال : جان کورن ول

ژباړن : جلال آشنا


علم”Science“ له يوې لاتيني كلمې ”Scientia“ ،چي دخبرتيااومعرفت ماناوركوي اخيستل شوې ده .دمفاهيمو،فرضيواونظرونواصولوپيژندلواوپوهيدلوته علم ويلاى شو،پردغويادوشوټكولږاومحدوبحث بسيا نه كوي بلكي يوه اوږداومفصل فلسفي بحث ته اړتيالري.
 
پوهه اوديوڅه پيژندل په علم كي ” Science“ شامېليږي ،علم په اصطلاحي ماناكي هغه څه دى چي دطبعيت څخه بحث كوي اوپرمعينولارولاس ته راځي .
 
ځيني فيلسوفان په نړۍ كي دشتومخلوقاتوپه شتون اوپه هغوي باندي دانسان دپوهيدوترمنځ دتوپيرپه مسئله قائل دي ،”كانت“ المانى فيلسوف له دوكلموفنومن”Phenomena“(هغه څه چي دتجربې له لاري پرې پوهيدل شوني وي ) اونومن”noumen“ هغه څه چي دتجربې له لاري پرې پوهيدل شوني نه وي ) ګټه اخلي .
 
دغه رازكانت اوپلويان يې په دې باور دي ،چي ذهن يوازي ديوڅه ظاهري اړخ او”فنومن“باندي پوهيږي اود”نومن“ له پيژندلواوپوهيدلوناتوانه دى. البته دكانت له نظره دعقل په وسيله دنومن پيژندل ناشوني دي.
 
ګڼ شميركارپوهان دامني ،چي په علمي ډول دنړۍ پيژندل اوهرډول تحقيقات په نړۍ كي ممكن دي ،په هغه صورت كي چي تجربه ورسره نغښتې وي ،اونوموړى دا دعوا هم نه كوي ،چي ګواكي هرڅه دهغه په مطلقه ماناسره څرګنديږي ،بلكي پردې ټينګاركوي ،چي دتجربواومشاهدو پربنسټ يې نوم او اوصاف غوره كوي اوټاكلى شي .
 
هغه چي اروپا دناپوهۍ له درانده خوبه راووته نوعلم يې ديوې منظمي پوهي په ډول تعريف كړاوڅرګنده يې كړه چي هرهغه زده كړه اوپوهه چي په منظم ډول سرته رسيږي علم دى .
 
علم ډيره پراخه مانالري اوكله يې هم له ”فلسفې “سره يوشى بولي .په هغه وخت كي يې دطبعي”Natural“ او”Science“ اواخلاقي علم ”Moral Science“ ترمنځ پرتوپيرباوري وه ،اودايې انګيرله چي يوله بل سره ډيرتوپيرلري اوترمنځه يې كوم تړاوشتون ندى موجود،اخلاقي علم هغه څه دى كوم ،چي نن ورځ يې كارپوهان فلسفه بولي .خوعلم په ننني عصركي هغه څه ګڼي ،چي پرتجربواستواروي اوداډول علم طبعي علم دى ،بايدووايوچي طبعي علم پرسخت علم”hard science“ اوسبك علم ”Soft Science“ وېشل شوى دى ،فزيك ،ځمك پيژندنه ،شيمي اوداسي نورسخت علوم دي اودغه رازانسان پيژندنه ،تاريخ،ټولنپيژندنه سبك علوم ګڼل كيږي .
 
هغه ډله چي پرپورته يادي شوي ډلبندۍ سره سلا دي استدلال كوي ،چي سبك علوم دتجربې له لاري نسي كيداى ،بلكي دشواهدواوتاريخي رواياتوپه مرسته  ددې ډول علم لړۍ غښتلي كيداى سي ،ددغه ډول علم په هكله دډيرومعلوماتودراټولولولپاره قوي فكراواستدلال ته اړتياليدل كيږي .
د”علمكلمه په هغوځايوكي كارول كيږي ،چي له علمي لاروهغوځايوكي ګټه اخيستل كيږي ،لكه كمپيوټر...فرضيه (hypothesis) ،مډل (Model) ،نظريه(Theory) قانون(Low) په علم كي بېلابېلي ماناوي لري اوپه ورځنيوخبرو آتروكي  ډيرې په خوله راځي .
 
يوعالم د”مډل“په مرسته كولاى شي ،چي ديوڅه وړاند وينه وكړي اودتجربې په مرسته يې په هرډول ځانګړنووپوهيږي .
فرضيه“ په علم كي هغه څۀ دي ،چي هغه څه په ثبوت ورسوي كوم چي دتجربې له لاري په مكمل ډول ثبوت شي اونه په پوره ډول ردشي.
  
آيارياضي علم دئ ؟
ځيني پوهان اورياضي دانان په دې باوردي ،چي درياضي مسائل ټول په ازمايښت اوتجروبواستواردي نوله دې كبله نوموړي انګيري چي رياضي علم نه دى اوزياتوي چي هغه څه كوم چي په تجروبواو ازمايښتونوولاړوي علم نه دى ،نوموړي استدلال كوي چي رياضيكي فرضيې اونظريې دازمايښت وړنه دي اودتجربې له لاري هم ناشوني برېښي ،كه څه هم رياضي علم دى يانه دى خودااړينه ده ،چي رياضي دعلم لپاره ضروري ده دهرډول علم لپاره دمشاهداتواوتجروبودسرته رسولولپاره رياضي ضروري ګڼل كيږي ،حساب،ديفرينسيال،انتيګيرال درياضي هغه ښاخونه دي چي په هغوعلوموكي ،چي په تجروبوولاړوي ترې په پراخه كچه ګټه اخيستل كيږي،  رياضيات دنړۍ پيژندلوښه وسيله ده .



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: کلتور او ادبیات
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۱/۱۱

http://img.tebyan.net/big/1387/09/20214011625220011412315810114424456232191140226.gif

يو ښکاري د مرغانو د ښکار لپاره  سپى را نيوئ، سپي جالب خاصيت درلود د اوبو پر سر ئې تګ کاوه په ځغستا به ئې ښکار سوى مرغه نيوئ، ښکاري  و خپل سپي ته حيران وو هيڅ يې باور نه کيدئ  يوه ورځ د يو ملګري سره ښکار ته ووت او  په سيند کې ښې ډيري هيلۍ  وويشتې ، و سپي ته ئې د ښکار سوو هيليو د راوړلو لارښوونه وکړه، سپي په يوه آن کي ټولي ښکار سوي  هيلۍ د اوبو له سر څخه را ټولي کړې،  د سپې څښتن ددې په انتظار وو چي اوس به ئې ملګرى د سپي دا جالبه کړنه وستائي خو ملګرئ  ئې ډير بې تفاوته پاته سو، وروسته ښکاري ځيني وپوښتل ملګرې پدې سپي کي دي څه شي جالب ونه ليدئ؟

ملګري جواب ورکړ هو ومي ليدل چي ستا سپي بېچاره اوبازي نه سواى کولاى.

پاملرنه:ځيني کسان همېشه منفي فکر کوي، د هر چا و ښه کار او ښه نظر ته په منفي فکر ګوري،  د هر شي عيب پلټي ښېګڼه يې نه ويني



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۱/۱۰

http://ups.night-skin.com/up-91-10/hask.jpg

ښوونکي داول ټولګي له یو زده کوونکي څخه پوښتنه وکړه:

که زه تاته یوه مڼه بیا بله مڼه اوبله مڼه درکړم نو له تا سره به ټولي څو دانې مڼې وي؟
ماشوم ژرځواب ورکړ: څلور
ښوونکي یو ځل بیا ورته تکرار کړ چي هسي نه وي اوریدلي یې نه وي
زه اوس تاته یوه مڼه بله مڼه او بیابله مڼه درکوم نو له تاسره به ټولي څو دانې مڼې سي؟
ماشوم داځل لږ وارخطا غوندي سو په خپلو وړو او تنکیو ګوتو یې هم حساب وکړ خو ځواب بیا هم تغیر ونه کړ : څلور
ښوونکي له لږ فکر کولو وروسته دا وپتییله چي دا ځل دبل شي پوښتنه ترې وکړي نو یی ورته وویل: اوس زه تاته یوه مالټه درکوم بیا یوه بله مالټه درکوم او بیا بله مالټه درکوم نواوس راته ووایه چی له تاسره ټولي څو دانې  مالټې سوې  ماشوم په ځواب کي وویل: درې
ښوونکي حیران سو اوورته ویې ویل: ښه ګلالیه! ته دارته ووایه چي ولي مڼې څلور او مالټې درې کیږي؟
ماشوم ورته وویل: ځکه چي یوه مڼه له ماسره دکتابونو په بکس کي وه ...

پاملرنه: هروخت چي مو په یوه موضوع کي مقابل لورى په مکرر ډول مخالفت کوي نو بیا تاسو پرخپله خبره همداسي ولاړ مه پاته کیږئ تاسو یو ځل اړوندي موضوع ته له بلي زاویې وګورئ یعني خپل لیدلوری مو بدل کړئ ښايي دموضوع تر شا کوم بل څه وي چي هغه تاسو پخپل زاړه موقف او پخواني لیدلوری کي نسی لیدلای.



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۱/۰۸

زاړه سړي غونډي ته وينا کوله.
حاضرينو ته ېې يوه ټوکه وويله او ټولو په کړس کړس وخندل.
همدا ټوکه ېې بيا وويله، دا ځل لږو کسانو لږ وخندل.
دريم ځل ېې بيا همدا ټوکه وويله، دا ځل هېچا هم ټوکي ته ونه خندل.
هغه موسکا وکړه او وېې ويل: کله چي نسئ کولای يوې ټوکي ته څو ځله وخاندئ، نو ولي د يوه غم يا ستونزې په اړه تل خواشيني ياست او بيا بيا پرې ژړا کوئ؟
له تېرو پېښو څخه يوازې عبرت واخلئ او مخ په وړاندي ولاړ سئ.

محمود سعيد.

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۱/۰۶

د فارسي ژبي د مستانه شاعر خيام رباعيات

دپښتو ژبي د سرتاج شاعر جهاني منظومه ژباړه

ما و مى و معشوق درين كنج خراب

جان و دل و جام و جامه در رهن شراب
فارع زاميد رحمت و بيم عذاب
ازاد زخاك و باد و از آتش و آب
زه او مى و معشوق دلته د مغانو په كونجونو
زړه او روح جام او جامه مي په ګروي د شرابونو
نه مي تمه د رحمت سته نه مي ډار له عذابونو
زه ازاد له خاورو باده له اوبو او له اورونو


چندان بخورم شراب كين بوى شراب
آيد ز تراب چون شوم زير تراب
تا بر سر خاك من رسد مخمورى
از بوى شراب من شود مست و خراب
غواړم دومره شراب وڅكم چي مى بوى د شراب راسي
د هغه قبر له خاورو چي تر لاندي مړى زما سي
چي خمار حريف تېرېږي زما پر خاوره زما پر قبر
د شرابو بوى يې مست كي خرابي ورته پيدا سي

تا بتوانى غم جهان هيچ مسنج

بر دل منه از آمده و نامده رنج
خوش ميخور و ميباش درين دير سپنج
با خود نبرى جوى اګر دارى ګنج
چي دي توان وى چي ونه خورې د فانى دنيا غمونه
پر زړه بار نه كې د تلليو او راتلونكو شپو غمونه
دې پردۍ مېنه كي تېرى شپې په ميو په خوښۍ كه
خزانې به دي وي پاته ترې به درومې تش لاسونه



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۱۹

هر يو ګل دی پاڼي پاڼي نشته ساه يوه غوټۍ کي
په سپرلى کي هم خزان دی وير ژړا ده په ښادۍ کي
دا زما خاوري ايرې ژوند پکي ستا نيازبينه مينه
لکه ګل وي چا ټومبلی په ريښې ريښې پګړۍ کي
چي دې خپل زړګي ته ګورم د يارانو په محفل کي
لکه کور د چا کنډر وي په آباده آبادۍ کي
تږى تږى يم چي نه ئې جل مي اخلي چي دي وينم
اخر سا به رانه وځي په دې تنده ليونۍ کي
برقه ته چي شاعري کړې په دې بې شعوره وخت کي
لکه دښته کي څوک واورى خپل آواز په واپسۍ کي

سعدالله جان برق





:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۱۸

یو ځوان هلک خوب لیده، چي یو دوکان ته ننوځي. دوکاندار کوم معمولي انسان نه بلکي یوه پرښته وي. ځوان پوښتنه ترې کوي:

تاسو دلته څه خرڅوئ؟

پرښته په ځواب کي وايي، هر هغه څه چي ستاسو په کار وي!

ځوان یې په شمېرلو پیل کوي او وايي، ښه نو زه غواړم، چي په ټوله نړۍ کي جنګ ختم سي. یوه داسې ټولنه، چي د خلکو تر منځ یې ورورولي وي. لوږه، تنده، فقر او بې روزګاري نه وي. ډېره مینه،  ښه چلند او ....

پرښته یې په خبرو کي ورلویږي او وايي:

بخښنه غواړم ځوانه ته زما په مطلب پوه نه سوې. موږ رسیدلي فصلونه، نه بلکي یوازي تخمونه خرڅوو!

اناهیتا روهي



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۱۵


چي خپه کیږي ښکلي ، ښه پوهیږم

څنګه پخلا شي ؟ په دې نه پوهیږم

ظاهره څومره خوږې ښکاري شونډې

څومره ترخه دي پکې، زه پوهیږم

څه مي پوښتې چي مي زړګی څنګه دی؟

دی خو له  تاسره ،زه څه پوهیږم

سترګي دي څه وايي په هره ادا ؟

لږ رانږدې شه چي پرې وپوهیږم

اخر به ستا تصویر زخمي شي په کې

داسې چې ته ماتوې زړه ، پوهیږم

 

دمني ۱۳ مه ۱۳۹۰

 
استاد عبدالغفور لېوال



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۱۵

وایي چي یو پښتون ته یوه پرښته راغله او ورته وئې ویل چي ته که هر څه له خدایه وغواړې نو سمدستي ئې درکوي خو په یو شرط چي ستا تربور ته به ئې ستا دوه برابره ورکوي. نو ته سوال وکړه چي الله پاک ئې درته پوره کړي.

پښتون په دې فکر کاوه چي که یو کور وغواړم نو د تربور به مي دوه کوره وي، که یو موټر وغواړم نو د تربور به مي دوه موټره سي او که مې یو بچی باسواده وو نو د تربور به مې.....

خو هر څه مي له تربوره نیمایي کېږي.
پښتون له څه ځنډ وروسته پرښتې ته وویل چي سوال مي له خدایه دا دی چي یوه سترګه مي ړنده کړي.

Atiq Tokhi‎‏

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۱۴

ايا کله مئين سوي ياست؟


ښه راسئ چي يوه ازموينه درڅه واخلم خو پام به کوئ چي  ريښتينولي به په جدي ډول په  نظر کي نيسئ.

لاندي پوښتني په هو او نه جواب کړئ

١ پوښتنه: سور رنګ مو خوښ دئ؟

٢ پوښتنه: درواغجنه حندا کولاى سئ؟

٣ پوښتنه:شعر مو خوښيږي؟

٤ پوښتنه:د مقابل شخص سره د خبرو په وخت جرئت دلاسه ورکوئ؟

٥ پوښتنه: آيا ژاولي ژوئې؟

٦ پوښتنه: موسيقي اورئ؟

٧ پوښتنه :  ماډلي ژوند مو خوښ دئ مطلب ښه وريښتان، ښايسته کالي  او نور؟

٨ پوښتنه:  دهلک يا نجلۍ سره مينه کول ښه کار ګڼئ؟

٩ پوښتنه: خپله معشوقه په قصدي ډول ځوروئ؟

١٠ پوښتنه: يوازيتوب مو خوښيږي؟

١١ پوښتنه: ايا په مينه کي ښکلا مهمه ګڼئ؟

١٢ پوښتنه: د تگ په حال کي خپل د لاسو پښو او سترګو حرکاتو ته پاملرنه کوئ؟

١٣ پوښتنه: د بد حالت په ليدلو  ژاړئ؟

١٤ پوښتنه: ايا پيسې مو خوښيږي؟

١٥ پوښتنه: خپل ځان درته ډير ګران دئ؟

١٦ پوښتنه: ايا ځان هميشه خوشحاله احساسوئ؟

١٧ پوښتنه: ايا خوشحالي يوازي د خپلي معشوقې په وصلت کي وينئ؟

 ١٨ پوښتنه:  دا مو خوښيږي چي تاسو تر خپلي معشوقې ښايسته و اوسئ؟

١٩ پوښتنه: ايا واده دميني وروستى  پړاو ګڼئ؟

ښه اوس چي مو ټولو پوښتنو ته دهو  او  نه جوابونه وويل راسئ چي پوښتونو ته نومرې ورکړو
١: له يوه څخه تر يولس پوري پوښتنو ته هر مثبت جواب  يعني (هو) ته پنځه نومرې او منفي يعني (نه)  ته صفر ورکړئ

٢: له يولسمي څخه تر شلمي پوښتني پوري هر منفي يعني (نه) ته لس  نومرې او مثبت يعني (هو) ته صفر نومرې ورکړئ

 

پايله: که مو دنومرو مجموعه له ٢٠ څخه تر ٢٥ وي نوتاسو يو مغروره او کبرجن انسان ياست کوښښ وکړئ چي په کرکټر کي مو بدلون راولئ.

که مو د نومرو مجموعه د ٣٠ او ٣٥ تر منځ وي نو ځان هجران ته اماده کړئ ځکه ستاسو په منځ کي يو غماز سته چي ستاسو خوښي نسي زغملاى.

که مو نومرو مجموعه د ٤٠ او ٤٥ تر منځ وي نو  هيڅکله ومئين ته په  سپک نظر مه ګورئ  دخپلو ملګرو خوږې مشورې  واخلئ

که مو د نومرو مجموعه د ٥٠ او ٥٥ تر منځ وي نو ډير ژر به ديوې نجلئ او يا هلک سره اشنا سئ خو  دا اشنائي به مو بيخي لنډ  مهاله وي ځکه ستاسو مينوال پر تاسو نه بلکي ستاسو وشتمني او ښکلا ته هوسيږي.

که مو دنومرو مجموعه د ٦٠ او ٦٥ تر منځ وي ډير ژر به ستاسو مينه په واده بدله سي  او که خداي کول تر واده وروسته به مو لومړى اولاد هلک  وي.

که مو دنومرو مجموعه د ٧٠ او ٧٥ تر منځ وي نو مينه او هوس ډير فرق لري کوښښ مه کوئ چي ميني ته مو د هوس جامې ور واغوندئ

که مو دنومرو مجموعه د ٨٠ او ٨٠ تر منځ وي  که څه هم خپله معشوفه در باندي له ځانه ګرانه ده خو  د مور او پلار ابرو او عزت هم په خيال کي ساتئ

که مو دنومرو مجموعه د ٩٠ او ٩٥ تر منځ وي نو سنګين او وفادار اوسئ بې ځايه مه خاندئ بې اندازې ټوکي مه کوئ

اتل




:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، جالبي پيښي، سرګرمۍ او انځورونه
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۱۱



محمود سعید

یوکس بل ځای ته په سفر ځي. له رسیدو سره سم ګوري چې په خونه کښې یی د کمپیوټر او انټرنیټ آسانتیا شته ځکه نو پریکړه کوي چې زرترزره خپلې میرمنې ته بریښنالیک ولیږي.لیک لیکي خو د پتې وروستی توری ورڅخه غلطیږي او سمدلاسه یی لیږي.
په همدې حال کښې ددې نړۍ په یو بل ګوټ کښې یوه میرمن چې همدا اوس اوس يي خپل خاوند خاورو ته سپارلی، په دې فکر چې ښایي دوستانو یي ورته د خواشینۍ ښودلو کوم بریښنالیک رالیږلي وي غواړي خپل بريښنالیکونه وګوري.
همدا چې لومړی بریښنالیک لولي بې هوښه کیږي او په ځمکه رالویږي.
زوی یی په ویره راځي ګوري چې مور يي بې هوښه ده او په همدې حال کښې یی سترګې د کمپیوټر په پاڼه لګیږي ګوري چې په بریښنالیک کښې داسې لیکل شوي:
ګرانې میرمنې سلام!
پوهیږم چې له دې لیک په تر لاسه کولو به پوره هیښه شې.
رښتیا دلته هم کمپیوټرونه او نورې آسانتیاوې شته او هر څوک کولی شې دوستانو ته یی لیک ولیږي . زه همدا اوس راورسیدم او هرڅه مې تر نظر تیر کړل.
هرڅه ستا دراتګ لپاره تیار دي، سبا به دې ووینم.
په دې هیله چې ستا راتګ هم زما په شان بې ویرې وي...
اوه...دلته څومره ګرمي ده

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۱۰
د م . ګلالۍ ژباړه او لنډیز _ هالنډ

 

 

احمد ظاهر دډاکټر  عبدالظاهر زوی و چې د ١٩٤٦ کال کې د جون په  ١٤نیټه د لغمان په ولایت کې زیږیدلی و  . داحمد ظاهرلنډژوندوښودله چې هغه د دې  لپاره زیږیدلی و چه دخپل لوړ استعداد لویه برخه افغان موسیقۍته ځانګړې کړي  .  ده په ډیر کم عمر کې  دموسیقۍ د هنر سره مینه لرله،او په ډیر کم عمر کې یې دټمبور، مانډولین او اکارډیون په غږولو پیل وکړ . د نولس سوه شپیتمو کالونو په پیل کې احمدظاهر دکابل د حبیبی د لیسې څخه په کنسرتونو لاس پوری کړ  او  د خپلوملګرو په ګډون یې ځانته د موسیقۍ یو  ګروپ هم جوړ کړ.

 

داحمد ظاهر ښکلی او زړه راښکونکی غږ او دموسیقۍ په برخه کې د هغه دژور احساس له برکته وه چې هغه په افغانستان کې په نوي کیفیت سره د موسیقی لارښونه کوله . له نیکه مرغه احمد ظاهر ددې امکانات هم لرل چې دهیواد دوتلو موسیقي پوهانو لکه ساکفونسټ استاد اسماعل عظیمي ، ترومپت نواز استاد ننګیالی ، کمپوزر نېنواز، ترانه ساز مسحورجمال او داسې نورو سره یوځای  د خپل استعداد د لا ځلاولو لپاره کار وکړی .

 

د احمد ظاهر دورې  د افغانستان په موسیقۍ کې د یو نوی خوزښت د راوستلواستازیتوب کاوه چې دلویدیځ د موسیقۍ تر اغیزلاندې  راغلی و . دغه موسیقې ته اماتورلقب ورکړل شوی و، ځکه چې سندرغاړی یې په دودیزه توګه دداسې کورنیو څخه و چې د موسیقۍ سره ئی هیڅ ډول تړاو نه لاره . په هر حال د لویدیځ د موسیقۍ د اغیزجرړو لا پخوا خوزښت پیل کړی و چې نښې یې په ١٩٥٠ کلونو کې د افغانستان دراډیو ټلویزیون وتلو هنرمندانو  لکه استاد سرمست، ساربان او نینواز  کې ښکاره کیدلی .

                                     Ahmad Zahir flanked by Ustad F. M. Nangalai (left) and Ustad Ismail Azimi (right) at a concert in Kabul (late 1970s)

احمد ظاهر  د موسیقۍ سره دخپلې ځانګړې میني او ټینګې ارادې په اساس ٢٢ البومونه ثبت کړي  او دري ټوکه نوریې هم د افغانستان راډیو له لارې خپاره شوي دي چې د احمد ظاهر د غږ د مینه والو تنده پرې ماتیږي . احمد ظاهر د غزلو ، آزادو شعرونو او عشقي سندرود ویلو تر څنګه ځیني داسې سندري هم ویلی دي  چې دهیواد  واکمنوسیاسي اوټولنیزو حالاتو ته ځانګړي شوي وي ، لکه زندګي اخر سراید،مرا از این قفس آزاد کنید او داسې نورې سندرې   چې  احمد ظاهرپه هغوي کې د هغه وخت  د حالاتو په هکله خپل فکر،درد او اعتراض په ډیر ښکلی غږاو هنرسره مینوالو ته بیان کړي .  

 

له بده مرغه داحمد ظاهر عمر ډیر لنډو او د٣٣ کالو په عمر  د ١٩٧٩ کال  دجون په ١٤نیټه یې په یوه دردونکي پیښه کې  خپل ژوند له لاسه ورکړ او خپل ټول مینه وال یې په ویر کښینول .




:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۰۹
ارواښاد پروفيسر ډاكتر صاحب شا صابر څه ښه وئې
وريځي راوله باران راوله
څڼوله څنډ وركړه توپان راوله
سپرليه زه به دي احسان ومنم
خو ته له ځان سره جانان راوله

ياره  کوڅې  ته  دې  ملنګ  را درومي
په   مينه  مست لکه  د  بنګ را درومي

سترګو  اسمان  کې مې  د غم  وريځي دي
ځکه  باران   يې  په  غور ځنګ  را  درومي

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۰/۰۷


ډاډ

يو سرتېرى چي په جنګ كي سخت ټپي سوى و، له درد څخه يې ډېر فرياد کوئ چيغي او نارې يې وهلې، يوه منصبدار د دې لپاره چي ټپي ته يې ډاډ وركړی وای، ورته وويل: هغه بل ته وګوره، مړ سوى دى دومره نارې نه وهي ته خو يوازې ټپي يې چي ټول وطن دې په سر اخيستی دی.

 د کاڼي کرښي

ښه چي کوې امېدواره اوسه، او بد چي کوې خبرداره اوسه

کلاله وکه خپله سياله

په پردي خيرات کي سپي په لوټو مه وله

 د كومي بلا چي نه خلاصېږى، غاړه غړۍ ورځه

 

اخطار

 غل يوه کور ته ور واوښت، په کور کي يوازي يو ماشوم ويښ و، ماشوم غله ته وويل: زما د ښوونځي بسته هم درسره يوسه، که نه نو مور او پلار راويښوم



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۹


 



http://azturk.blog.com/wp-content/blogs.dir/00/02/42/59/2425963/files/unluler/aziz-nesin.jpg


ليکوال: عبدالجبار فراز

عزيز نسين په ١٩١٥م کې دنيا ته راغى. د دغه نړيوال طنزليکوال ژوند له لوړو ژورو ډک دى. د نظامي زده کړو تر بشپړولو وروسته پر پوځي خدمت بوخت شو. خو دا چې د ده ذوق او فکري ميلان بلې خوا ته و، نو هره شېبه د دغې دندې د خوشي کولو په خيال کې و. اخير ځنې لاس پر سر شو او مسلکي ليکوالۍ ته يې مخه کړه. په ډېر لږ وخت کې يې نړيوال شهرت او نوم وګاټه. د نسين د ژوند تر ټولو پام وړ ټکى د هغه عقيدوي اړخ دى. پر نوموړي باندې د ترکي مذهبي مشرانو له خوا د کافر او ګمراه ټاپې هم وهل شوي دي. د ده ديني ژمنتيا هغه وخت لا تر شک لاندې راغله چې د اسلام د مشهور دښمن سلمان رشدي يو خرافي ناول (شيطاني آيتونه) يې ترجمه کړ. د ده دغه کار ترکي مسلمانان وپارول. آن تر دې چې د نوموړي د وژلو هڅې هم وشوې. د ١٩٩٣م د جولاى پر دويمه نېټه، کله چې عزيز نسين د سيواس سيمې يوه هوټل ته په فيسټيوال کې د ګډون کولو لپاره ننووت، نو پارېدلو مسلمانانو يې پر ضد لاريون پيل کړ او تر هوټل راچاپېر شول. دغو خلکو د ياد ليکوال د وژلو په موخه د هوټل ودانۍ ته اور ورته کړ. د اور لګېدنې له امله جوړې شوې هله ګولې او د پوليسو او ژغورندويه ادارې مداخلې نسين ته د تېښتې لار پرانيسته، خو ٣٧ کسان د لمبو خوراک شول. دغه پېښه د سيواس د عامه وژنې په نوم هم يادېږي.

عزيز نسين په 1972م کې د نسين په نوم يوه خيريه ټولنه جوړه کړه. دغې ټولنې به هر کال څلور بېوزله او بې کوره ماشومان خپلول او د هغوى د زده کړې او ساتنې بشپړ مسووليت به يې پر غاړه اخيست. نسين ياد بنياد ته دومره متعهد و چې د خپلې ټولې ليکوالۍ عايد يې ورته وقف کړ. ده په سياست کې هم څه ناڅه برخه اخيستې ده. کله چې په ١٩٨٠م کې د کنان ايورين له خوا پوځي کودتا وشوه، عزيز نسين د روڼآندو په غوښتنه د نظامي حکومت د راپرځولو لپاره يو فکري کمپاين پيل کړ.  



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۸

اى خورور  ورو ملګرو

اى هم فکرو هم سنګرو

سره يو سئ وخت د ننګ دى

دخطر اوسنى زنګ دى

لاس په لاس سره يو صف سئ

ټول قربان له يوه هدف سئ

د مقصد لور ته ډاډه سئ

لوي څښتن ستاسو په څنګ دى

دې ستم ته که تابع سوې

خدايږو لاړلې ضايع سوې

داجهان دقدرت نه دى

دتاريخ او دفرهنګ دى

راځئ وکړو ټول سوګند بيا

چي ګټو نوى ميوند بيا

هم ددې مقصد لپاره

نور حرام خوب د پالنګ دى



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۸


د نارنج خپرندويه ټولني يادښت

د ريښتيني ميني روغ ليونى هغه په زړه پوري دردونکى داستان دى چي د يو افغاني ميني يو ريښتينئ انځور ښکارندويي کوي .

 ددې داستان اتل سدو دئ چي کيداى سي د ابه يو پټ نوم وي ،د خپلي معشوقې (غوټۍ) سره دميني ريښې غځوي او په مخ کي ورته سختي ربړي او مشکلات راځي چي بيا دا د ريښتيني ميني ليوني خپل ژوند دلاسه ورکوي  او داستان په ډير زړه دردونکي حالت پاى ته رسېږي ، داستان په يو ځل نه بلکي په څو څو ځله لوستلو ارزي ، دا دعوه د لوستونکو د غوښتني په اساس ځکه کوم چي څو ځله دا ناول چاپ سوي او دهر ځل لوستو وروسته ئې هم  مينه وال نور هم ډير سوي دي،  راسئ چي دا داستان ولولو  تر څومو د څو شېبو لپاره د ميني په رنګينه دنيا ګۍ کي ورک کړي او د نيمه خوا سدو دهغه دنيمه خوا غوټۍ د نيمه خوا ميني  له درده ډک  ژوند نه خبر سو.

نارنج خپرندويه ټولنه وياړي چي دنورو ګټورو اثارو د خپراوي تر څنګ د خپل ولس  د ميني د  خړوبولو لپاره دا ناول چاپوي.

په ټوله انساني مينه

نارنج خپرندويه ټولنه کندهار- افغانستان



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۸

جنګه

ای جنګه خوار سې جنګه

ناولیه او بد رنګه
ته ورک سې له جهانه
دنیا ده درنه تنګه
------------
نه ځوان ګورې نه زوړ
ناورین دئ ستا پرې جوړ
ماشوم وژنې بې ننګه
ای جنګه خوار سې جنګه
-------------
لمبې دي مدام بلي
سېزې دا خلک ولي
څوک خلاص ستا له غورځنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
--------------
هیڅ رحم درکي نسته
بد مرغه او بدپښته
نړۍ لتا نه ړنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
-------------
پخوا دي وه بس توره
دنیا وه ترې تروره
ټويک دي اوس تر څنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
---------------
د شوبلو دي لښکري
ماشین وکړې وزري
راکټ دي هم په ننګه
ای جنګه خوار سې جنګه
-------------
منطق دي واړه زور دی
سکروټي او سور اور دی
ستا خوله د پوهي ګونګه
ای جنګه خوار سې جنګه

-------------
ته غوښت د ظالمانو
وسله د شوکمارانو
په تا یې ده غوا لنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
---------------
حتمي یو ورځ ورکیږي
نړۍ نه محوه کیږي
سې کوز به له پالنګه
ای جنګه خوار سې جنګه

 -------------
جهان به ټول هوسا سي
خوره به سوله بیا سي
خوښي به وي هر رنګه
ای جنګه خوار سې جنګه



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۷



دا مينه خو هم عجيبه ده


مينه که دي د

مور سره وه، نو عبادت دی

که د

پلار سره وه، نو تقدس دی

که د

ورور سره وه ، نو طاقت دی

که د

خور سره وه، نو فرض دی

خو که دي مينه د

خپلي ښځي سره  وه نو بیا خلک وائي

د اخري زمانې دله دی پر ښحه ئې ايمان راوړى

 او د ښځي څه بیریږي

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۳

داوطن مه بېلوئ 


داوطن مه بیلوئ

داوطن مه ځوروئ

دا د زمریو وطن

دیوال ئې مه ړنګوئ

 «»«»«»

دادی دټولو کنډر

پکې اوسې هریو ټبر

دیرغلګرو په ضد

تویې شوي ویني دسر

«»«»«»

دا دنیکونو کوردی

 خلک یې قوت اوزوردی

افغان ته ګران له زړه نه

دښمن ته دود اواوردی

«»«»«»

دلته شوي تویې ویني

ترې دریابونه جوړشول

دښمن بارکړي کډي

په خپله ماته پوه شول

«»«»«»

دا دى دمینې وطن

دا دبابا دی مدفن

دامونیکو ګټلى

 دښکلا ښکلی ګلشن

«»«»«»

 ساتل یې فرض ګڼو

که هرڅه راشی خطر

پې پوه اوس هرافغان دی

خپله یې ساتی بهتر

امرالدین سرحد


:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۱

الازهر پوهنتون:
د نړۍ تر ټولو پخوانى مذهبي پوهنتون الازهر دى، چې د 970م كالونو پر شاوخوا په قاهره كې جوړ شوى دى. دا پوهنتون چې د الازهر جومات (پر هغه مهال جوهر جوړ كړى و) تر څنګ موقعيت لري، له هغې وروسته چې خپل باور يې نړيوالو ته پوخ كړ، پر 1872م كال يې ديپلوم، BAs، ماسټري، ډاكټري… أګري وركول هم پيل كړل. پر 1930م كال د دغه پوهنتون پوهنځي او استادان په دريو برخو ووېشل شول: 1- دنيات، 2- حقوق او 3- عربي. بيا وروسته پر 1961م كال نوى قانون (حقوق)، ساينس، طب، انجنيري او زراعت پوهنځي يې جوړ كړل.
الازهر ځكه د پاملرنې وړ دى چې په نړۍ كې لومړى پوهنتون دى، چې د زده كوونكي لپاره يې د ليليې سېسټم جوړ كړ.
د دې پوهنتون تګلار دا ده چې ښايي د الاهزهر زده كوونكى مسلمان وي او د هر مسلمان پر غوښتنليك له نژادي، ژبني، ملكي او.. تعصب پرته غور وكړي. دغه پوهنتون ته له ټولې نړۍ څخه زده كوونكي ځي، لكه، افغانستان، عراق، اندونيزيا، چين، جاپان، فرانسه، امريكا او…. همدا اوس په دغه پوهنتون كې 90000 زده كوونكي پر زده كړو بوخت دي.
شترنج:
د شترنج نړيوال اتل ګري كسپاروف د نړيوالې سيالۍ تر ګټلو وروسته له IBM (Deep Blue) كمپيوټر سره د سيالي په حال كې دى، چې پايله يې د ده په ګټه وه. كسپاروف IMB كمپيوټر ته په نيويارك كې د 2-1 نومرو سره ماتې وركړه.
تر اوسه د دې لوبې اوولس اتلان تېر شوي دي، چې ټول د روسيې اوسېدونكي دي او كسپاروف له دغو اتلانو نه دولسم تل دى.
تر ټولو ګران بيه سكه
د سپينو زرو يوه ډالري سكه چې پر 1804زېإدي كال هك شوې. په نړۍ كې دغه ډول سكې شپإ نمونې دي. دغه سكې پر 1900زېإدي كال پر (28000) ډالرو خرڅه شوې.
تر لرغونى (پخوانى) چاپ شوى كتاب
لومړى لرغونى چاپ شوى كتاب طومار دى، چې 4.87 متره اوإدوالى لري. په دغه كتاب كې بود ايي نښې او لارښوونې كښل شوې دي، تر دې كتاب وروسته د بودا د مراقبې اداب دي چې پر 949زيإدي كال چاپ شوى. د يادونې وړ ده چې دا دواړه كتابونه د انګليستان په لرغونتون كې خوندي دي.
راډيو:
افغانستان ته پر 1305 ل كال د اعليحضرت امان الله خان د پاچاهۍ په پېر كې راډيو راوړل شوه او پر 1306ل كال يې پر خپلو خپرونو پيل وكړل، چې مدير يې محمد حسن نومېده.
ټلوېزيون:
په افغانستان كې د 1356ل كال په ليندۍ كې د اسمايي غره له پاسه په لوړو څوكه ودرول شو او د همدې كال د كب پر 25مه نېټه يې عملاً ازمېښتي خپرونې پيل كړې او د كابل ښار په مهمو پاركونو او د ګڼې ګوڼې په ځايونو كې يې د تلوېزيون پايې كېښودې. دولت پرېكړه كړې وه چې د تلويزيون رسمي خپرونې به د 1357ل كال د چنګاښ پر 26مه د جمهوريت د كليزې په ورځ د جمهور رئيس په وينا پرانيستل كېږي

ا. ويس وردګ



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۱

خدايه !

ستا د پاکۍ او ستا د دين دعویدار

ستا په نامه چي څۀ پر مځکه کوي

دا په ورځ سپين او په شپه تور ګنهګار

ستا د ملا نه خلګ کرکه کوي


دا په باطن کي د يزيد ملګری

دا په ظاهره د حسين پيروکار

د د درنو درنو سرو لوګری

دا سر تر پايه روياکار روياکار


دا په ظاهره پريشته پريشته

پټ د فرعون او د شيداد ملګری

دا خپل له خداي سره ريشته په ريشته

خو پټ د ظلم استبداد ملګری

 

خو دوي چي هر څومره أينې ماتي کړي

دا خپل بد رنګه رنګ به نور نه کړي

منم په زور به ميخانې ماتي کړي

خو د شعور جام به نسکور نه کړي

 

يو باد به راشي ستا د لويه کوره

د خپل ملا نه به جامې وباسي

بيا به خپل ډول وهو په زوره زوره

زموږ له خلې به څوک نغمې وباسي

کمال خان انديش



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۱


غاښ ماتوونکى ځواب !

دتورې اوقلم خاوند لوى خوشحال خان بابا دخپل ژوند په هر ډګرلکه : سياسي ،پوځي ،کلتوري،علمي،هنري ،ادبي اوداسې نورو برخوکي برﻻسى سياستوال ،پوځي، شاعر ، ليکوال او اديب ؤ اود مغولي واکمنود ښکېلاک او زبېښاک په وړاندي ئې په نوموړوڅانګوکي مبارزه کوله .اتل او تورزن خوشحال خان خټک دافغان ، افغانيت ،پښتون اوپښتونوالۍ ترپاک نوم اوشعارﻻندي دمغولي واکمنواودهغوى له ګوډاګيانوسره ډغري وهلې ،ځکه خوپه ډېر وياړ،برم او پرتم سره وايي :

دافغان په ننګ مې وتړله توره×ننګيالى د زمانې خوشحال خټک يم

دهندپرنيمه وچه د مغولي واکمنۍ او امپراتورۍ پرمهال ددربار رسمي ژبه فارسي وه، اوخوشحال بابا دفارسي شاعرۍ په ډګر کي هم د يوۀ پوخ شاعراواستاد په توګه پاتي سوى، چې په دې ميدان کي ئې هم خورا پياوړې شاعري کړې ده .يوه ورځ مغولي واکمن اورنګزېب د دربار غوړمالواو تالۍ څټو شاعرانو ته وويل ، چي خوشحال خان پرافغان اوافغانيت ډېر وياړي .تاسوهغه ته په شعرکي داسي څه ورته وواياست او په هغه څه ئې خوابدى کړئ ،کوم ،چي بابا ډېر پرې نازيږي . همداسې يوه ورځ ،يوتن درباري شاعر دمغولي واکمن اورنګزېب په لمسون خوشحال بابا ته په شعر کي وويل :

زسگ(اف اف )ز زاغان) غان )گرفتند×يقناًنام اوافغان گرفتند

ددې شعر په اورېدو سره ټولو درباريانو او ناستومغولي واکمنواو چارواکو پر خوشحال بابا وخندل ،خو باتور او زړور خوشحال بابا، بې له دې ، چي خپل مورال وبايلي ، په قهر اوغصه سي اوياله ميدان څخه وتښتي ، ډېر ژر په زغرده ځواب ورکړ او وئې ويل :

زمرتد (ميم )ز چغول( غول )گرفتند×يقناً نام او مغل گرفتند

له دې ځواب سره ټول هک پک او حيران سول ، او دخوشحال خان خټک په شاعرۍ ، ژبغړاندۍ اوحاضرځوابۍ ئې اعتراف وکړ ، او دهغه ستر ټولنيز او ادبي شخصيت ته ئې سلام اودرناوى وړاندي کړ .

لیکنه:فضل وزير هيله من

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۱

 

خیام یوسفزے

متلونه په لنډو لفظونـو کي د فصاحت او بلا غت هغۀ وړې وړې فصيحه جملې دي چي د لفظ او معنوي طور موزونې او مکملې وي او د انسان د ژوند د بيل بيل اړخ سره تعلق لــري او د عقل او د تجربو نه ډکې نکتې پکښي پرتې وي او داسي جملې اکثر د ملت د ټولو افرادو که هغه عام وی او که خاص ، د هغوئ د عقل ، فکر ، احساساتو او د دنيا د تودو سړو نه حاصلو کړو تجربو او حقيقي علم او واقعاتي تأثراتو يوه خاکه وي

 متلـــــونه د يويې ژبي د اولسي ادب يوه ارزښتناکه اثاثـه وي ، د اولـــس د پوهې رواياتو ، نفسياتو او د حسن ظرافت د معيار يو عکس هم په متل کښي ښکاري په پښتــو ژبه کښي بې شميره متلــونه دي ، په پښتني اولس کښي پوه او هوښيار هغه بللې کيږي څوک چي څومره زيات په متلونـــــــو پوهيږی يا څــومره زيات متلونه ورته ياد وي

 متل په فوکلور کښي د ټپې په شـــان يو داسې اولسی صنف دى چي ويونکي او جوړونکي ئې معلوم نۀ وي ، يوه واقعه ، ټوقه ، پيښه ، ماحــــول په يو مخصوص حالت کښي په غير اراديی توګه متل وزيږوي

 

د نمونې په توګه يو څو متلونه

 

ځــان زهير کړه ځــان امير کړه

د سر د پاسه سر وي

روغ صورت تل اختر دى

ظلم لږ هم ډيـــــــــر وي

يو ها وه هغه هم سخا وه

خبرې ډيرې سر ئې يو

پټ غل باچا دى

پياز دي وي خو په نياز دي وي

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۰


يوځوان یو نیک سړي ته ورغلی او ورته یې وویل چي زه ځوان یم، خواهشات مي زیات دي، په ښار کي پیغلو ته له کتو څخه ځان نه سم ساتلی، زه څه وکړم ؟.
ځوان ته، سړي له شیدو داسې ډکه پیاله ورکړه چي له تو ییدو یې ووریدو او ورته یې وویل چي د ښار په منځ کي ولاړ سي او دغه پیاله به فلاني ځای ته ورسوې خو چي شیدې درته نه توی نه شي!.
نیک سړي په خپلو شاګردانو کي یو تن ته دنده وسپارله چي ورسره ولاړ شي او ورته یې وویل چي که شیدې ترې تویی شوې نو د خلکو به وړاندې دې ځوان ووهي.

ځوان ولاړ او شیدې یې ټاکلي ځای ته ورسولې او یو څاڅکی هم ترې توی نه شوې او بېرته نیک سړي ته راغی.
نیک سړي ترې پوښتنه وکړه: څومره پیغلې دې په لاره ولیدې ؟
ځوان ځواب ورکړ: ښاغلیه! خوا وشا مي هیڅ نه دي لیدلي، وریدم چي هسې نه شیدې رانه توی شي او ووهل شم او د خلکو په وړاندې رسوا شم.
لارښود سړي ورته وویل: د مسلمان حال باید تل همداسې وي، مسلمان باید د ګناه کولو پرمهال له خدایه او د قیامت په ورځ له رسوایی څخه ووریږي.
خدایه موږ پر نېغه لاره روان کړې!.
امین.

د الیاس وحدت ژباړه

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، دين او عقيده
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۱۰

وطنه ګران وطنه !
جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !

زيبا وطن يې زمونږ
ته روح او تن يې زمونږ
ګور او کفن يې زمونږ
دين او ايمان وطنه !

جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !


خاورې به ستا په خد مت
کړوپه خپل تن او صورت
ستا په ناموس شرافت
تير يو تر ځان وطنه
!

جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !


ته يې زيارت دنيکو
دوروستي نسل زانګو
يو په غيرت او پښتو
تانه قربان وطنه
!

جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !


وطنه ستا حفاظت
په مونږ دى فرض او سنت
تا به ساتو امانت
اى دافغان وطنه!

جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !


مخلص فرزند يمه ستا
غيږ کي خورسند يمه ستا
په عشق کي بند يمه ستا
زه ملنگ جان وطنه
وطنه ګران وطنه !
جنت نشان وطنه !
ته يې زمونږ شمعه مونږ ه ستا يو پتنگان وطنه !

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۰۸

په کوم وخت کی د یو ملک پاچا ډنډوره ووهله چی که څوک د پاچا حضور ته داسی کوم شی راوړی چی د حیرانتیا وړ وی نو پاچا به یی به غوره انعامونو سره و پالی.ډیرو خلکو د خپل مهارت تر مخه ښکلی اوعجیبه شیان د پاچا حضور ته وړاندی کړل؛ حو یو شی هم دپاچا د حیرانتیا سبب ونه ګرځید؛څو ورځی وروسته یو سړی ددریو بتانو سره د پاچا خدمت ته حاضر شو او ویی ویل پاچا سلامت دا بتان به تا هک پک کړی پاچا دری واړه بتان وکتل او ویی ویل دا دری واړه بتان یو شان دی او کوم توپیر نلري. پاچا دغه سړی ته وویل چی دا اوس ته ثابته کړه؛چی دا بتان یو تر بله فرق لری ؛دغه سړی یو سیخ راواخیست او د بت په یو غوږ یی ننه ایست دغه سیخ د یت له بل غوږ راووت سړی وویل ؛چی داد هغه شخص استازیتوب کوی چی په یو غوږ اوری او له بل غوږ یی وباسی؛ بیایی دبل بت په غوږ کی سیخ وردننه کړ ؛سیخ د بت له خولی راووت هغه سړی پاچا ته وویل ؛چی دا دهغه شخص استازی توب کوی چی راز او خبره نشی ساتلی چی څه واوری نو سمدستی یی بل ته رسوی خوله یی سوری وی بیا یی همدغه سیخ ددریم بت په غوږ وردننه کړ سیخ دننه ایسار شو او را بهر نه شو سړی پاچاته وویل دا دهغه شخض استازیتوب کوی چی د نورو خلکو رازونه خوندی ساتی دهر چا اوری خو بل ته یی نه وایی او دا تر ټولو غوره دی ؛
((څوک چی د چاپه عیبونو پرده اچوی الله پاک د هغوی په عیبونو پرده اچوي))



 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، دين او عقيده
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۰۵

دیوه هوښیار سړې یو شوخ او تریخ ژبی زوی و ، هر وخت به یې شحړې او جګړې کولي یوه ورځ یې پلار ورته وویل : دا کڅوړه له میخونو ډکه ده داواخله او کله چې دي له چاسره شخړه او جنجال راځې د باغ پردیوال باندي یو میخ ټک وهه !

هلک دمیخونو کڅوړه واخیستله ، په لومړۍ ورځ یې په شمار اووه دیرش میخونو دباغ پردیوال ټک وهل یعني دومره ځله یې جنجالونه وکړل ، هلک له ځانه سره وویل : داکار ستونزمن دی

... دځان کنترولول یې پیل کړل ، په دویمه اونۍ کې دمیخ ټکولو شمیر کم شو هلک فکر وکړ چې د کڅوړې ترښورولو او میخونو ټکوهلو دځان کنترول یوڅه اسانه ده ، دمیخ کمیدلو لړۍ دي حد ته راورسیدله چې داسې ورځ هم راغله چې په ټوله ورځ کې یې یومیخ هم پردیوال ونه ټکواهه ،

پلار ته ورغی او ورته ویې ویل : زه اوس دي ته اړتیا نلرم چې پردیوال میخونه ټکوهم ، پلار یې ورته وویل : او س ولاړشه او کوم میخونه دي چې پردیوال وهلي دي هغه یو یو را وکاږه ! هلک ولاړ او ټول میخونه یې را وایستل څو ورځی وروسته یې پلار ته وویل چې دا کار هم پای ته ورسید ،

پلار یې ترلاس ونیو او دباغ دیوال ته یې بوتلو ، د دیوال خواته یې پلار درا ایستل شویو میخونو نښوته نغوته وکړه او ورته ویې وویل : زویه ! دي نښو ته ګوره دا دیوال هیڅکله دپخوا په شان نشې کیدلی او دا نشې به یې خامخا پر ټټر پاته وې ، کله چې دې له چا سره شجړه رامنځته شې او ستا له خولي نه سپکي او ترخي خبرې ووځې ، په دي خبرو سره تا دهغه انسان زړه داسې ټپې کړ لکه په دیوال کې دمیخونو سوړي چې ته ویني ، ستاپه سپکه خبر ، ښکنځل او بدو ویلو سره دهغه پر زړه ټپونه جوړ شې اوس که څه هم ته د معذرت او بښني په غوښتلو سره کولی شې دهغه له زړه نه دښکنځلو اوسپکو خبرو میخونه وباسې خو نښې او اثاربه یې په خپل حال داسې پاته وې لکه ستا مخته پردیوال ستا دټکوهل شویو میخونو نښې

دحميد افغان نه په مننه



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۰۵


ښه سړي لعل و یاقوت دي مونده نه شي
لکه نور کاڼي لږ نه دي نا کسان
که په نور خلکو کې ښه سړي مونده شي
ولي ښه سړي به لږ وي افغانان
که هر څو ورته د پند خبري وایي
د پلار پند یې هم ښه نه لګي په ځان
هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده
اتفاق ورڅخه نشته ډیر ارمان

د بهلول او د شیر شاه خبري اورم
چې په هند کې پښتانه وو بادشاهان
شپږ اوه پیړۍ هسې بادشاهي وه
چې درست خلک وو په دوي پوري حیران
یا هغه پښتانه نور و دا څه نور شول
یا د خدای دی اوس دا هسي شان فرمان
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۱۷

ســــــــــیــــــــپــــــارو کـــــــــي دګـــل ، بلبــــلان بلبــلان 

وایـې وي دي ودان ، داوطـــــن دافـــــــغــــــــــــــــــــــان 

 

چــــاته ټیټ مه شه ټیټ د دې غــــــــــــرونو غــــــــــــرور 

د ګــــــــــلــونو غــوندسکه خـــــــــــــــــویندي دطــــــــور 

خــدایه ته یې شـــــې مـــــل ، پـه پاک روی دحـــضـــــور 

ډیر ښـــــاغــــــــــــــلي لرو مـــــریدان دمـــنــــــصــــــــور 

 

داســــــــر تیــــــري دعــــــشق پتـنـګــــــــان دایمــــــــا ن 

دار تــــه ځــــي پــه زار زار ، یاقــــــــــــــــربان یا قـــــــربان 

 

شــپــــــې شـــوی ډیــــرې اوږدې ورک ســــبا راولــــــئ 

بــــار دنــــور قــــــــــــــــــــافـــــلــــــې د رڼـــا راولـــــــئ 

د یــتــیم پـــر خــولـګۍ ، بـــیــا مـــــــوســـکـــا راولــــــئ 

مـــهــــاجــــــــر ې مرغــــــۍ ، بیــــــــر ته بیــــا راولـــــئ 

 

شــــــــین بــڼکـــي طـــوطیــان، سـپــین وزری مـــارغـــان 

تــور لـــوګـي چـي دجـنـــګ ، کــــــړي جــــارو پـــه یـــو آن 

 

خدای به بـــیا کــړی راشـــنه ، تور شــپو کــي ســـپوږمــۍ 

په ګــــــــــډا به راځـــــي ، په څـپــــو کـــــــي ســـپوږمــۍ 

لپـــې لپـــــــې به څښــــــو، په اوبــــو کــــي ســـپوږمــۍ 

زرغـــــونـــــه به مـــــو شـــی ، په رګــو کـــي ســـپوږمــۍ 

 

دوطــــــن مــور مـو وړي ، پـــاس پـر ســر شـــــین قـــرآن 

مـخ په لمـر یو روان ، مـــــونږ دســـــتـــــــورو کـــــــــــاروان




:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۱۶


دا سپينه خوله دې لنګه غوا ده
په زړه ظالمې يار دې وچه ډوډۍ خورينه

خدایه هغه ساعت به کوم وي 
چي د وطن په بیرغ وشیندم ګُلونه

د لوئ اختر مبارکي کي
زه به مي يار ته، لويه غیږه ورکومه

په زړه مي خاوري کوټنۍ سوې
ازغي يې شنه شوه اوس مي خوب ته نه پریږدینه

په مسافرو جارو راسه 
سړی مین کړي کډه واخلي بیرته ځینه

لاس پــه ولاړي را چــا پــېر کــه
تـر کــښېنستــو پــو ري مــي صـبر نـه راځـینـه

راسه دا خپل تصویر دي واخله 
لکه ماشوم مي په سرو سترګو ژړوینه

ګودر ته دواړه خویندي لاړي

مشره ویشتل کړي کشره غشي ورکوینه

 

دنغارې اواز دي راغی
په زړہ سوری سې یارہ وہ دي کړہ کوژدنه.

خلک تپوس ته د رنځور ځي 
زه چي رنځور سم د جانان دیدن ته ځمه

چي مازدیګرسي په سلګو سم

چي تور ماښام سي بي اختیاره وژاړمه

چي مازدیګر سي کښته لمر سي

په چا اختر سي څوک د غم ژړا کوینه

په سپـینـه خولـه دي لـړم وخوره

چي زه د دم په بـانه درسم ښکل دي کـړمه

زه دي قربان ترهغه چاسم
چي دپښتون قام دراتلونکي غم کوينه

 

Girl Photo  (portrait, girl, female, woman, flowers) 

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۸


د نجومي څيړنو او په ځانګړې توګه د کليزو ، مياشتو ، ورځو او ساعتونو د پوهېدلو او منځ ته راوړلو نوښت د يوشمير نورو پوهنيزو څانګو په څير په ختيځ کي شوئ دئ . تاريخي لاسوندونه ښئي چي د ورځو د ويش لومړنۍ هڅه د نيل سند پر شا او خوا دلرغونو مصريانو او بيا د دجلې او فرات سندونو تر منځ اوسېدونکو له لوري شو ېده . په لرغوني چين ، پخواني هند او لرغونو اريائيانوکي هم د څيړنو دا لړۍ پالل شوې شوېده .خو په دې ډله کي مصريان تر نورو مخکښه وه .
لرغونو مصريانو په لومړيو کي نجوم پوهنه د سحر او جادو په توګه کارول ، د همدې انګيرني په بنسټ د ورځو مياشتو او کلنو پيژندنه د نجوميانو او ساحرانو دنده ګڼل کېده . خو ورورسته دا دنده د نورو سحري او جادويې بوختياو څخه بيله شوه او د دربار په چارو کي يې زيات ارزښت پېدا کړ . نجوميانولومړۍ ځل ، ورځ په لسو برخويا ساعتونو و ويشل اوپر هغه بر سېره يې ، يو ساعت د لمرختلو او بل ساعت يې د لمر لوېدلو مهال ته ور بيل کړ او بيا يې شپه هم د ورځي سره برابره وګڼل ، په دې ډول يوه شپه ورځ څلورويشت برخي ياساعته ومنل شوه . د ورځو د ويش وروسته د کال د پيژندلو خبره منځ ته شوېده اوتر هغه وروسته د کال په ويش کي دمياشتو ونډي ته پام شوی دئ . څرګنده خبره ده چي د دې ويشونو او د هغو د پيژندلو لړۍ په ناببره توګه نه بلکي د پيړيو ، پيړيو پر له پسې هڅو او زيار پايله وه چي د خپل مهال اړوند ټولو انسانانوته د منلو او پاللو وړ کليزه جوړه شي .
په نړۍ کي زيات شمير کليزي د اولسونو او ټولنو له لوري کارول کيږي ، يو شمير دا کليزي ډيري نيمګړي او ابتدايې او يو شمير بيا پر مخ تللي او هر اړ خيزي دي . چي تر ټولو نامتو کليزي يې د زيږديزي ( ميلادي ) ، عبريزي ( يهودي ) ، زردشتيزي ( اهورايې )، لمريزي ( شمسي، (سپوږ ميزي ( قمري ) ،او کنفيسيزي ( چيني ) په نوم ياديږي . د دې يادشويو کليزو د پيل ، پاې او په منځ کي د مياشتو او ورځو ويش يو له بله توپير لري ، يو شمير يې د کال څلورو فصلونو ته په پام سره تنظيم شوي او يو شمير يې دځانګړو پيښو په تړاو پيل شوي دي .
١ - زيږديز ه يا ميلادي کاليزه :دا کليزه په زياته پيمانه د حضرت عيسی ( ع ) دلارويانوله لوري کارول کيږي، د يو شمير کسانو په باوردا کليزه د نوموړي د زيږيدو څخه پيل شوېده . په شپاړسمه پيړۍ کي دې کليزي بدلون وموند. ( دګريګورين او جولين د کلنۍ شميرواوښتون ) زيږديز کال ټول ټال دولس مياشتي لري چي د پيل مياشت يې د جنوري په نوم ياديږي .د ټول کال د ورځو شمېره يې او ٣٦٥ ورځو ته رسيږي . دا کليزه نړيوال شهرت لري اوپه ټولو هغه هېوادونو کي چي وګړي يې د عيسوي دين پيروان دي ،کاورل کيږي .
٢ - عبري يا يهودي کليزه : دا کليزه دولس مياشت لري او د ورځو شمېره يې ( ٣٥٤ ) ته رسيږي . عبري نوئ کال د سپتمبر پر ٢٣ مه نيټه پيليږي . د عبري کليزي کارونکي په دې باور دي چي د دې کال پيل د حضرت ادم ( ع ) او بي بي هوا د پيدايښت څخه پيليږي . دا مهال يې د کلونو شمېره ( ٥٧٦٨ ) تم کال ته رسيږي . د عبري کال لومړۍ ورځ د هشانا ( پيدايښت ) د جشن تر سر ليک لاندي د عبادتونو په ترځ کي نمانځل کيږي .
٣ - زردشتي يا اهورايې کليزه : په زردشتي کليزي کي ټولي مياشتي ديرش ورځي دي او هره ورځ بيل نوم لري چي زردشتيان يې په اورېدلو پوهيږي چي د مياشتي کومه نيټه ده . د هري مياشتي لومړۍ ورځ اورمز د ( اهو را مزدا ) لسمه نيټه ايان ( اوبه ) شلمه ورځ وهرام ( برياليتوب ) او ديرشمه ورځ انارام ( سپېڅلې رڼا ) په نومونو يادوي . د ا کال د زردشت د سپيڅلتيا د پيل څخه حساب شوېدئ ، چي دا مهال يې د کلونو شميره ٢٥٣٨ شم کال ته رسيږي .
٤ - کمفيسيوس يا چيني کليزه : په چين هېواد کي د ٢٦٠٠ کاله را په دېخوا يوه کليزه معمول ده چي ، د پيړۍ پر ځای شپيته کاله لري ، چي پنځه ځله دولس کلنئ پړاو يې بشپړ مهال ته رسوي . هر کال يې د يوه پيژندل شوي حيوان په نوم ياديږي . د بيلګي په توګه د چرګ کال ، د زمري کال ، د موږک کال اونور ، چي هر يو يې د چيني وګړو لپاره بيله ځانګړتيا لري . کال دولس مياشتي لري او د شمير له مخي د هري مياشتي ورځي د بلي مياشتي سره ورته نه دي . د دې کاليزي پيل د کنفيسيوس له ائېن سره تړاو لري .
٥ - ليږديزه - سپوږميزه يا هجري قمري کليزه: داکليزه د لمريزي په څير د حضرت محمد (ص) د هجرت له مهاله پيليږي . د سپوږميزي او لمريزي کليزي د کلونو د شميرې تر منځ توپير د سپوږمۍ او لمر په بدلون کي دی . دوولس مياشتي لري او د ورځو شمېره يې په ټوليزه توګه ٣٥٤ ته رسېږي . د کال پيل يې د مرغومي ( جدي ) مياشت د لومړۍ نېټې څخه پيليږي .
٦ليږديزه - لمريزه يا هجري شمسي کليزه : لمريز کال چي هجري شمسي کال هم ورته وايې د حضرت رسول اکرم ( ص ) د هجرت څخه پيليږي . د لمريز کال لومړۍ مياشت د وري يا حمل په نوم ياديږي اود دې مياشتي لومړۍ ورځ د نوروز په نوم يادوي ، چي د زيږديز کال د مارچ مياشتي د ٢٢ مي نېټې سره سمون خوري . کال يې څلور فصله ، او هر فصل يې درې مياشتي دئ چي په ټوليزه توګه دولس مياشتي کيږي . او ټول کال يې ٣٦٥ ورځې دئ . په افغانستان کي لمريز کال د کارولو تر ټولو پخواني سندونه هغه نوټونه يا کاغذي پېسې دي چي د اعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ د پيل ( ١٢٩٨ لمريز کال )  پر مهال خپاره شوي او کارول شويدي .
د کاليزو د بدلون او اړولو چاري
که وغواړو چي هجري شمسي کال په هجري قمري کال واړوو ( بدل )  د دې لپاره اړ يو چي داچاري تر سره کړو : لومړۍ د يوه ټاکلي لمريز کال شمېره په يوولس کي ضربوو . د ضرب شوي شميرې حاصل پر ٣٦٥ ويشو او بيا هغه په لاس راغلې شميره د لمريز کال پر ټاکلې شميرې زياتوو ، چي په پايله کي به د سپوږميز کال شمېره په لاس راشي . يوه بيلګه وړاندي کوو :
د افغانستان د خپلواکۍ هجري شمسې نېټه ١٢٩٨ کال و. که وغواړو چي دافغانستان د خپلواکۍ هجري قمري نېټه پېدا کړو لومړۍ ١٢٩٨ په ١١ کي ضربوو چي ١٤١٧٨ شمېره به په لای راکړي . بيا دا شمېره پر ٣٦٥ وېشو ، چي د ٣٨ شمره به يې حاصل راشي . بيا دا ٣٨ د ١٢٩٨ سره جمع کوو چي ورستۍ شمېره به ١٣٣٧ وي چي د افغانستان د خپلواکۍ هجري قمري کال څرګندوي .
او که وغواړو چي هجري قمري کال په هجري شمسي کال واړوو ، په هغه صورت کي اړ چي دا چاري تر سره کړو : لومړۍ هجري قمري کال په يولس کي ضربوو ، بيا د ضرب حاصل پر ٣٦٥ تقسموو او د تقسيم حاصل د هجري قمري کال د شمېرې څخه منفي کوو چي په پايله کي به د هجري شمسې کال شمېره په لاس راشي. يوه بيلګه وړاندي کوو :
امير عبدالرحمن خان په ١٢٩٦ هجري قمري کال د افغانستان واکمن شو . که وغواړو چي همدا نيټه په هجري شمسې کال واړو لومړۍ به ١٢٩٦ په ١١ کي ضرب کړو چي حاصل به يې ١٤١٥٦ شميره وي . بيا به نوموړې شميره پر ٣٥٤ و وېشو چي حاصل به يې ٣٩ شمېره وي . تر هغه وروسته به د ٣٩ شمېره د هجري قمري سنې څخه منفي کړو چي حاصل به يې ١٢٥٧ شميره وي او دا هغه هجري شمسي کال دۍ چي امير عبدالرحمن خان د افغانستان واکمن شو .
د نړيوالو تاريخونو د ښودلو لپاره اړ يو چي هجري شمسي سنه په ميلادي سنه واړو . د دې لپاره اړيو چي د شمسي سنې سره ٦٢٢ شمېره جمع کړو . يوه بيلګه وړاندي کوو ، که د افغانستان د د خپلواکۍ د ګټولو کال په پام کي ونيسو چي په١٢٩٨ لمريږ کال د انګريزانو سره تر پوځي مخامختيا وروسته تر لاسه شوه ، په ميلادي سنه واړوو ،( ١٢٩٨ + ٦٢١ = ١٩١٩ ميلادي ) په هغه صورت کي به د افغانستان د خپلواکۍ د ګټولو کال د ١٩١٩ ميلادي کال سره سمون وخوري.

 عبدالهادي مجروح



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۵



نه پرې ګرم دى بازار د سيلانيانو.
نه مستيږي پرې سيتار د عاشقانو.
هسي مست لکه نغمه د ربابي.

نه شراب او نه مستي د ملنګانو.
نه د چا کور ته په زور نه په رضا ځي.
نه راغلى زما او ستا په دعاګانو.
هسي جوش لري مستي لري د ځانه.
هسي مست غوندي مهال وي د ځوانانو.
د انتظار د کلي لمر پر راختو دى.
دا سهار لکه چي راغلى پر خوارانو.
د هر چا د ژوند بدلون لري په ځان کي.
هم مسکين غواړي هم ميلمه دى د خانانو.
وايه ستا په زړه کي څه ګرځي جانانه.
پريږده واخله څو مچکي له شونډانو.
ددې داوړو منځ کي کښته پورته لاره.
د اختر په ورځ به لنډه کړو يارانو.

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۴

فرهاد دريا (۳۱ د وږي 1341 ل. افغان سندرغاړی او کمپوزر دی. نوموړی د افغانستان، پاکستان، ايران او تاجيکستان تر څنګ په ازبکستان کي هم ګڼ شمېر مينه وال لري. په تېرو څو کالونو کي يې د يو شمېر سندرو او سندريزو البومونو ډېر تود هرکلی سوی.
فرهاد دريا د كابل د ګذرګاه په سيمه کي زېږېدلی. دريا د افغانستان له يوې نوموتې او لرغونې كورنۍ څخه سر راپورته كړی، نيكه يې شېر محمد خان ناشر د اوسمهالي كندوز له لومړنيو سوداګرو، خدمتکارانوڅخه ياديږي؛ چي په كندوز او په ټوليز ډول د افغانستان شمالي سيمو ته يې د صنعت او كرنې په برخه كې بې بريده چوپړ کړی. د افغانستان خلك يې د ادبي او پېښليكي ( تاريخي) كتابونو دخپراوي له امله " ناشر" بولي. دريا اوولس كاله ماسومتوب او زلميتوب د لرغوني كندز د" شبنم" او " شبدر" ترڅنګ تېر كړ.
او نور  لاندي دمضمون په پاتي برخه کي وګورئ

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۲

 

په (Speaking) کي مو ترمينځه (Make) يو (Fight) سو
ماول څنګه؟ ده ول جنګ پرسر د (Light) سو
وې وويل دې (Side) ته (Dark) دی رڼا نسته
په (Discusses) سره مو (Pass) دا ټوله (Night) سو
ډېريم (Happy) چي سوم (Lucky) زمايارانو

ځکه بخت مي مخکي (Black) وو خو اوس (White) سو
نه ويل اونه ليکل کړم په خپل ژبه
ځکه (Tang) مي ډير عادت په (Read) او (Write) سو
په (Wrong) (Thing) باندي Upset)) سم په ( Web Page) کي
په آفت باندي يې (Dirty) (All) (Web Site) سو
Every Day)) راته (Advise) کړي لکه ((Boss
قلم مل ناځوانه ګوره راته (Tight) سو
وايي ژبه هويت ،مور اوناموس ده
(
Obligation) يې پرموږ ځکه هر (Right) سو

 

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۲

مرد هغه چي همت ناک، برکت ناک
له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک
مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد
نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک
لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کي

د غونچې غوندي خوله ډکه، سينه چاک
چي خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي
په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک
په تمکين کي لکه صبر، په سخا کې
په هر لور څانګي ږنګورې لکه تاک
لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کي
همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک
چي دا هسي ښه ويل کا زه حيران يم
چي خوشال راوړ له کومه دا ادراک

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۲

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه كې

په دې دښتونو كي يوازي دا يوه نغمه ده

چي موږ ته نكل د پېړيو كوي

يوازي دغه آواز

اوس د آشنا دښتونو

د جګو جګو غرونو

زموږ د زهيرو چپاو سويو زړونو

د نړېدلو سوځېدلو خونو

د ځوانيمرګو نيمه خوا قبرونو

يوه يوه كيسه پر ژبه لري

يوازي دغه آواز

يوازي ستا د شپېلۍ مستي او آزادي نغمې

د لوړو غرونو تر كمرونو ورځي

لا د كيږدۍ تر ماښامونو ورځي

لا په دښتو كي تر اورونو ورځي

لا د زلميو مينانو تر نكلونو ورځي

لا د بلبلو چڼچڼيو تر غوږونو ورځي

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه كې

چي زموږ د غرونو دا ژور لاښونه

چي دا زخمي ګلونه

دا سوځېدلي او دا وچ ډاګونه

دا نيمه خوا ښارونه

دا بې صاحبه دا ميرات كورونه

دا د مرګي له ساندو ډكه خونه

يوازي تا پېژني

شپانه كلونه كېږي

چي وطن رنګ د لېونتوب اخيستى

جنګونو باج له سړيتوب اخيستى

د څو قاتلو لوټمارانو ټولۍ

د بېګانه داړه مارانو غدۍ

زلمي سرونه په لمنو كي وړي

شهيدي ويني په خُمونو كي وړي

پردي تېغونه په لاسونو كي وړي

نه يې په شپو كي دي كيسې پرې ايښي

نه په كيږديو كي لمبې پرې ايښي

نه يې پر شوندو ترانې پرې ايښي

نه يې شهباز نه يې نغمې پرې ايښي

نه يې لنډۍ نه يې نارې پرې ايښي

ستا له شپېلۍ به هم نغمې تللي وي

ستا له نغمو به هم كيسې تللي وي

ستا له كيسو به هم مزې تللي وي

تا ته به هم سورونه نه وي پاته

ستا له آوازه به هم ويني څاڅي

ستا له سورونو به هم اوښكي پاڅي

تا ته به كله دونه شور پاته وي

ستا د نغمې به كله زور پاته وي

ستا به د وينو چېرته اور پاته وي

خو ته دا خپله شپېلۍ بنده نه كې

ستا له شپېلۍ وارى سم

كه سبا بيا مو ګودرونه خپل سول

كه مو دا غرونه دا دښتونه خپل سول

كه په كيږديو كي اورونه بل سول

او بيا كيسې د اورېدلو سولې

بيا غاړګۍ د اچولو سولې

پېغلي ګودر ته د ورتللو سولې

د پايزېبونو د پاوليو شرنګولو سولې

د محتسب سترګي ړندې سوې د ايستلو سولې

بيا به دا ستا په نغمو

بيا به دا ستا په آواز

دا ستا په مسته شپېلۍ

راويښوو د نيمو شپو نكلونه

له شپو به باسو شيطاني خوبونه

بيا به را ياد كو پخواني وختونه

بيا به رباب ته شهبازونه راسي

بيا به نغمو لره سورونه راسي

بيا به نڅا ته پايزېبونه راسي

بيا به محفل ته پانوسونه راسي

د ساقي لاس كي به جامونه راسي

ته به شپېلۍ ږغوې

ياغي سندري به دي

راپاڅوي د رګو وچي ويني

ژوندۍ كوي به زمولېدلي ميني

راويښوي به ډكي ډكي پيني

دا شپېلۍ بنده نه كې

په دې شپېلۍ كي زه خوبونه وينم

پكښي خيالونه وينم

درته خوبونه زنګوم پكښي ټالونه وينم

د نن اورونه هېرومه جنتونه وينم

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه كې

ستا له شپېلۍ وارى سم

په دې دښتونو كي يوازي دا يوه نغمه ده

چي موږ ته نكل د پېړيو كوي

Photo: پښتو متلونه

1. هرچاته خپل وطن کشمير دی 
2. خپل کورساته ګاونډي غل مه نيسه .
3. د ورغومي تڼاکه مرغلره ده .
4. خپله ژبه هم کلاده هم بلا.
5. مه کوه په چا، چې وبه شي په تا .
6. مارته په لسټوڼي کښې ځای مه ورکوه .
7. ديولاس څخه ټک نه خيژي .
8. موړ د وږي له حاله څه خبر دے .
9. که غر لوړدے په سرلارلري .
10. کوږ بار تر منزله نه رسېږي 
11. څه چې کرې هغه به رېبې .
12. مېړونه مري اونومونه يې پاتې کېږي .
13. چه غورځي هغه پرځي .
14. خپل عمل د لارې مل .
15. دګورشپه نه په کورکېږي .
16. مارخوړلی له پړي بيرېږي 
17. چې په تمه د سپروشي، هغه پاتې په ميروشي .
18. بنده ترخپل وس پړ دے .
19. اوبه په ډانګ نه بېلېږي .
20. اوبواخيستی ځګ ته هم لاس اچوي .
21. خوشحال خټکه! په درنو دروند، په سپکو سپکه .
22. دکبرکاسه نسکوره ده 
23. خپل عيب دولومينځ دے .
24. خپله خور لور کړميزنه وي .
25. نه د دين شو او نه د سادين
26. م زر ما او ټوله ځما
27. كه غر لوي دي په سر ي لار ده
28. چي شپه ي تر منځ وي، د هغي بلا مه يريږه
29. توري يرو ل كوي، سپيني ورو ل كوي
30. كه اوربشي پيسه سير شي، د خرۀ هم هغه لپه ده
31. چا په كلي كي نه پريښودو او دۀ وييل خر مې د ملك كره وتړۍ
32. بزي بزي، شودي به راكي خو د پچو ډكي-
33. وار وار كله د ځوي كله د پلار-
34. نمر په ګوته نه پټيږي-
35. د بارانه تښتيدمه، د ناوي لاندي مي شپه شوه-
36. د كلي وؤزه، د نرخه مه وؤزه-
37. په جنګ كي اسونه نه څربيږي
38. د كور جل سپكه وي-
39. وطن په خلكو ښايسته وي-
40. د خرۀ مينه لته
41. خر د خيد(شنو) په خوراك څه پوهيږي-
42. سل په لالي پوري، يوه پرې د بنګړو-
43. د دروغو مزے لنډ وي-
44. د لامدو به څه لامدۀ كي-
45. د زورور اوبه په لوړه ځي-
46. چې ته هم راڼۍ شې ، زه هم ، خټې به څوک کا-
47. زما پېدا په ما لګيا-
48. كږه خوله سوك سموي-
49. سينځخ په لوټه اوختو، كشمير ئې وليدو-
50. په كور كي مرور وؤ، په غرۀ كي ي ګورګوري نه خوړي
51. نر هغه ده چي كټي ګپي وهي-
52. د غل مخ تور وي-
53. د سنډګا نو په جنګ كي چيندخ مري-
54. سنډا ته سريندي مه وهه-
55. په غولو كي چخچي مه وهه-
56. ميږي هم په خپل كور مست وي-
57. سل دي ومره ، يو دي مه مره-
58. په بوسو كي اؤبه مه بهيوه-
59. چي يوه دانه خاوري شي، سل پيدا شي-
60. اصيل ته اشاره، كم اصل ته متروكه-
61. د خا ن نوكر د خا ن نه زياته چليږي-
62. چي په ګوړه مري، په زهرو ي څه له وژني-
63. لږ خوره تل خوره، ډير ګنډير شي
64. نابلده غله جمات ماتوي-
65. مړه خيټه پارسي واي-
66. - اجل چې راشي وخت نه غواړي
67. انسان ته خبره خره ته لرګئ
68. بدبختي يوازې نه راځي
69. پر پردي لاس مار مه وژنه
70. پر ښو تلوار په بدو تامل
71. په پادې کې د يوې غوا مردارئ د ټولو نوم بدوي
73. په تل کې به يې پېدا کړې
74. په دوه ګوتو لمر نه پټېږي
75. په زور کلی نه کېږي.
76. په هوا کې ماڼې نه جوړېږي
77. په يوه ګل نه پسرلی کېږي
78. په ښايست مه نازېږه
79. پوره ورک دې کړه دوه کوره
80. تر بيکارۍ بېګاري ښه ده
81. تشه لاسه ته مې دښمن يې.
82. تللی وخت بيا نه راګرځي
83. ته له ما جار زه له تا جار
84. جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې
85. چرګه معلومه نه، چرګوړي اسمان ته وختل.
86. چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي
87. چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي.
88. چې اوښان ستاتې، دروازې به لوړې جوړوې.
89. چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي تورې خاورې د بيابان يې
90. چې رڼا دې وي له کوره ټول عالم پرې رڼا بوله
91. چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي
92. چې شوه تير هغه شوه هير هوښيار نه ګرځي په تېرو پسې ډير
93. چې نه لري سړي نه کروت خوري نه غوړي
94. چې هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته
95. چې اوږه يې نه وي خوړلي له خولې نه يې بوی نه ځي
96. چې ډير غورېږي هغه لږ ورېږي
97. چې غورېږي هغه ورېږي نه.
98. چې کار په هغه دې کار ، چې نه کار په هغه دې څه کار
99. خپل عمل د لارې مل دی.
100. خپله لاسه ګله لاسه 
101. خدايه لوی مې کړې لويي را مه کړې
102. خر د ګل په بوې نه پوهېږي
103. خط له ټکي شروع کېږي
104. خوله يې د سوي شخوند وهي د اوښ.
105. د خدای قانون نه بدلېږي
106. د خره مينه لغته ده
107. د خلکو زور د خدای زور دی
108. د درواغو مزل لنډ دی
109. د دو پېسو شادي د لسو روپيو زنځير ويوړ.
110. د شيدو سوئ مستې پوك کوي
111. د صبر ميوه په مراد پخېږي
112. د صبر مېوه خوږه وي.
113. د عادت بلا په بسم الله نه ورکېږي
114. د غله په غره کې ځاې نشته
115. د غله په ږيره کې خلی ده
116. د لمدو خټو لږ اوبه پکار دي.
117. د لوګري چې لو ته زړه نکېږي نو لور په لوټه اچوي
118. د مشرانو خبره د کاڼي کرښه ده.
119. د واده او ګور شپه نه په کور کېږي.
120. دړندو په ښار کې يوسترګي پاچايي
121. رښتيا چې راځي، دروغو كلي ړنګ كړي وي.
122. د کبرجن سر ټيټ وي
123. درست کښت يې وخور دی يې لا مږه بولي.
124. درواغ د ناپوهه وزر دي
125. درواغجن حافظه نلري
126. درواغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي
127. دوست به دې وژړوي، دښمن به دې وخندوي
128. دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې
129. دومره خوږ مه شه چې عالم دې وخوري او دومره تريخ مه شه چې عالم دې وغورځوي
130. دومره ښه مکوه چې پرې ستومانه شې
131. زور يې د ملخ پټې وهي په مخ.
132. ژرنده که د پلار ده هم په وار ده
133. ژوند په اميد خوړل کېږي
134. ساده سړی خدای ساتي
135. سپى چې لېونى شي خپل خاوند هم خوري
136. سپور د پلې په حال څه خبر دی
137. سترګې له سترګو شرمېږي.
138. سل روپۍ پور کړه د ژمي شپه په کور کړه
139. شپه که تياره ده، مڼې په شمار دي.
140. غر که څومره جګ دی ، خو په سر يې لار شته.
141. غوا که توره ده شيدې يې سپينې دي.
142. غوټه چې په لاس خلاصېږي خولې ته صبر دی.
143. چې په ګوړه مري، په زهرو يې څه له وژنې.
144. قانع د خدای دوست دے 
145. قصابان ډېرېږي غوا مردارېږي
146. لمر په دو ګوتو نه پټېږي.
147. لمړۍ ځان پسې جهان
148. له اوربشو نه اوربشې، له غنمو نه غنم، هوښيار ويل زه يې منم
149. له باران نه پاڅيد ناوې ته کيناست.
150. له بارانه تښـتېدمه، د ناوې لاندې مې شپه شوه.
151. له بدکرداره ځوی نه ښه ده ړنده ارتينه
152. له خپل څادر سره سمې پښې وغزوه
153. څادر ګوره، پښې غزوه.
154. له خوږو نه خواږه له ترخو نه ترخه د تا يې پرې څه
155. له شوروا نه مرور له غوښې سره پخلا
156. له لوږي مړ شه د منت خواړه مه خوره
157. له مياشې نه فيل جوړول
158. له ناکلالې ښځې جره بې کوره ښه دی
159. له وخت نه ګټه واخله
160. له ږيرې يې اخلي پر بريتو يې ږدي
161. له ښو نه ښه ځېږي له بدو نه واښه
162. لورې تاته وايم نږورې ته يې واوره
163. لږ به خورم هوسا به اوسم
164. لېوه ته چې نصيحت کړې په هغه ورځ دوه خوري
165. مات لاس غاړې ته لوېږي.
166. مار چې څومره کوږ ځي، خپل سوري کې سمېږي.
167. مار يې لنډئ کړ خو مړ يې نه کړ.
168. مار چې لنډى شي، ګړندى شي.
169. مال خپل ساته ګاونډی غل مه نيسه
170. ملامت سترګې نلري
171. مه مې يادوه بد پلار چې زه دې ياد نکړمه ښه پلار
172. موټی د خروار نمونه 
173. موړ د وږي له حال څه خبر دی
174. مياشتې ته له لومړې ورځې دعا کېږي
175. ميلمه د کوربه سره نه جنګېږي
176. مينې نه مينه ځېږي
177. مکوه هغه کار چې نه دې مور کړی وي نه پلار
178. ناپوهه دومره په بل نه کوي لکه په ځان
179. نارينه غرونه غرونه، ښځې اړمونه.
180. نوم يې لوی کور يې وران
181. نيمچه ملا سړی کفر ته باسي
182. هر ځلېدونکي ته ملغلره مه وايه
183. هر څوک خپل شے ښاغلی ګڼي
184. هر کار په حوصله کېږي
185. هره ورځ اختر نه وي
186. هره ورځ د بلې مور ده.
187. هېڅ ګل بې اغزي نشته
188. وچې خاورې په دېوال نه نښلي.
189. وخت سره زر دي
190. وخت ښه قاضي ده
191. ورور دې هغه ده چې په درد دې وخوري
192. وروري به کوؤ خو حساب تر مينځه
193. وسله هغه چې په لاس کې درغله.
194. وسله هغه ده چې په لاس کې دې وي
195. ياپل ګور يا خپل ګور 
196. يار له کوڅې تير شو رنګ يې هېر شو
197. يتيم د ژړا عادت وي
198. يو انار سل بيمار
199. يو وايي کور مې درجار، بل وايي زه هم سترګې لرم.
200. ځمکه د خدای ده کور دې خپل 
201. څاڅکي څاڅکي ډېرېږي
202. څه چې کرې هغه به رېبې
203. څو زحمت و نه ګالې راحت نه مومې
204. ډوبېدونکی هر بوټې ته لاس اچوي
205. ړوند رڼا نه پېژني
206. ښه چې کوې امېدواره اوسه، او بد چې کوې خبرداره اوسه
207. ښه کوه درياب ته يې اچوه
208. کبر زوال لري
209. کلاله وکه خپله سياله.
210. چې زه وايم زه يم، ته واېې زه يم ، نه به ته يې نه به زه يم ، که تا ويل چې ته ېې ، زه وايم ته يې، هم به زه يم او هم به ته ېې
211. د کوڅه ډبی سپي مه وېرېږه
212. د ميږي چې اجل راشي ، وزر ئې اوشي
213. ګوړه ګوړه وايه خوله به دې خوږه وي
214. سپي غپيږي كاروان تيريږي-
215. ړوند په خپل كور ښه پوهيږي-
216. توتان په وار پخيږي، ماشومانو ورته بيړه ده-
217. كارغۀ د شراكي قدم زده كولو، خپل هم تري هير شو-
218. تماشبين د نخښي منځ ولْې-
219. تشه لاسه، تۀ م دشمن يې
220. يو د لوږي مري، بل يْْْْْې سر نه پراټي لټوي-
221. په شګو غوړي مه اړوه-
222. كه د وريژو خوړل اسان وے ،منجا زامنو به خوړي-
223. تۀ به يې په مټ يوسي، دے به وائ كناټي مو دې اوخوږولو--
224. وينه په ويني نه وينځل كيږي-
225. ښځه په كور يا په ګور
226. خر يار كړه،مطلب پري بار كړه 
227. د هري وني مه خوره، د يوي به د زهر شې
229. ترڅوچې ماشوم ونه ژاړي مورشيدې نه ورکوي
230. زوړ ملا ، زړې تراوې
231. يو خواته ډانګ وي اوبل خوا ته پړانګ
232. اسمان ته کوکې مه وهه
233. هم خرما او هم ثواب
234. د ښاره ووزه، خو د نرخه مه ووزه
235. په ډيرو ليوني خوشاليږي
236. مړه خيټه فارسي وايي--
237. يو بام دوي هواوي-
238. وهم دي كوم ځاي، درزا دې كوم ځاي خيژي
239. دايلۍ بچى ته څوک لامبو نه ښائى.
240. او ل مېړانه په سيالۍ وه اوس سپيتانه په سيالۍ ده.
241. بد ورور په بده ورځ كې پكار راځي.
242. بي ثمره ونه څوك په ډبرو نه ولي.
243. د ژمي په لمر او د دښمن په خندا اعتبار نشته.
244. د زورور له څنګه زړه ور مه كېنه.
245. چې غورزي، هغه پرزي.
246. ځواني يوه نشه وي، داسې نه چې همېشه وي.
247. خراړې، د يو ګذار نه لاړې..
248. اختر پټ مېړه نه دې.
249. په پردي خيرات کې سپي په لوټو مه وله.
250.د اودو هغه نر کټي راوړي
251. كه ګور ګران دې،د مړي ناكام دې.
252. مار خوړلې پړي نه يرېږي.‎



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۲


ما له هغې سره د زړه له كومي مينه لرله ، تر دې اندازې چي ما ددې پر سر هرڅه پرېښودل ، كار او بار ، دوستان او خواږه یاران . ما ددې په لاسته راوړلو کي له هري مشروع او غیر مشروع لاري کار واخیست هر چا به هرځای راته ویل چي تا ولي له هغې سره ديارۍ تار غځولى دئ خو ما د ټولو ستونزو او كړاو سره، سره دهغې له يارۍ څخه لاس وانخیست، افسوز اوبیا افسوز چي دا دومره بې وفاده چي هيڅ يې زما و دومره وفا ته ونه كتل او اوس هم لګيا ده چي په يو رقم د رقمو ما دخلګو په مخ كي بدنام او په عالم كي رسوا كړي، خو زه اوس پوه سوم او اوس هم اوبه له ورخه نه دي تیري او دا به په ټول عالم كي رسوا كړم چي نور خلګ یې دیارۍ په دام کي ونه مښلي او دا به هم ووایم چي دا څو ك ،د چا له کوره له چا پیدا او چيري اوسيږي. ددې نوم پوړي ده له نشه يي توكو پيدا او غواړي چي د انسان په وينه كي و اوسو زما خو يي وينه را وچه ،كور مي وران او په عالم كي يې به يوه پسه كړم خو تاسو دي ورته پوه او اګا ياست.

حبیب الله قلم مل




:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۲

اختره موږ به ته وسا کې کنه؟
زموږ یتیمان به دیلاسا کې کنه؟

اخــتره مـــوږ یـو ژړیــدلـي ټــولـه
وایه دا اوښکي به صفا کې کنه؟


اختره په وطن کي مي سوالونه کیږي
وایه دا سوالونه به خونسا کې کنه؟

اختره موږ په ورور وژنه بوخت یو
ترمنځ مو ورکه دا بلا کې کنه؟

اخـتره موږ خـپل دښـمن نه پـیـژنو
وایه دا دښمن به افشاء کې کنه؟

اخــتره ټـوپک پیژنو قلم څه شي دئ
وایه دا قلم به راپیدا کې کنه؟

اختره ړانده یو نو موږ څه ووینو
وایه خاکسار به ته بینا کې کنه؟ 

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۲

غزل -

 ناست وي په محفل کي خو تنها لګي

پته د مین سړي صفا لګي

دا واړه اعجاز دې د سرو شونډو دی
ته که دروغ هم وایې رښتیا لګي

زه یې د خوشخال غوندې په جار منم
ښکلي ګنې خلکه د هر چا لګي

نه غواړي د زړه علاج مي نه غواړي
وایه ګنې څه د مسیحا لګي

زه چي د چا بل ښکلي صفت کوم
خدای خبر چي ولې بد په تا لګي

ناز او په ستم کي فرق اسان ندی
ښکلي مونږ ته ځکه بې وفا لګي

غشي چي کاږه وي هدف نه لګي
ستا باڼه کاږه دي خو رسا لګي

ویي لیدم، مسکۍ شوه، ورو یې وویل
درد به مي په ټنډه خامخا لګي

رحمت الله درد

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۱


 
اعلان.

.:: کلیک ::.