ميړه په خوارۍ بد ښکاري

رشوت  دکار په کچه خوړل کيږي .

د رښتیا مزل لنډوي.

اختلاس يوه نيشه وي هسې نه چي هميشه وي.
د رستم نوم له دوستم نه ښه دى.
دلته دسلوكالووږي په یو ورځ مړيږي.

له بارانه  پاڅه ترناوې لاندي كښينه.
د ژمي په لمر او د مشر په سترګګ اعتبار نسته
د کشر کارونه  واړه په مصلحت دي

دوست په پور ورکولو تجربه کړه

دومره خوږ مه سه چې خلکو ته دشکرې ناروغی سې اونه دومره تريخ سه چي په لیدو دی  دهغو خوله یو جریب خلاصه سي

ډوډۍ خو دی خپله ده . خیر که   نس  دبل   دی

غر  په غر  ورځي خو سړى په سړي نه ورځي
حساب په خروار ، بخشش په مثقال

پارلمان ته یې ویل کار وکړه هغه ټوله وزیران استیضاح کړه

بې پارلمانه وطن ښه  دی نه داچې ټوله ورځ  غمونه جوړوي

د دولت په کور پنځه زره مېلمانه هيڅ دي

چي لوی تراپي ، کوچنی غا پي

چرګه چيببره شي ، دبل کره هګۍ اچوي

د میوې په ونه غالبوزی را ټولیږي

اور په اوبو مري

پور چيتر زرو ډیر شو ، منکر سه

په بینایانو کي یو سترګه پاچا  دی

ډکه لاسه ته مي دښمن يې

بابا دي خدای وبخښي مګر د وطن په آبادی کي سُست و

بد تربور په بد ځای کي  پټیږي

بدپارلمان  ددولت تنګه  موچڼه ده

برخي وېشه پزې ګوره

پردي چي په دې  دولت او حکومت روږ دي ، که سل واره نران سي نه یې پريږدي

په خوله لااله ، په زړه  کومه  ده غلا

سړی چي غټيږ ي ، کونه ئې تنګيږي کوز یې ډډیږی

ارګ پر ایراني غوړو مست دی

چي بابا ژوندی و ، کرزي یې هر ورځ لاسونه مچول

چي ارګ د ایران لېټۍ خوري د وزیرانو به يې څه احوال وي ؟

چي راځي د بل له کوره ، پرتابه شپه سي تکه توره

چي د ولس په وینو مست سي،  هغه مودمور مېړه سي*

چي له امریکا سره ځي ، تل به توري وڅکي خوري*

*چي سوله تر پلو ده ، دسولی شورا ته غول ورغله
چي له ګاونډي زيږي ، وزیر زيږي

چي وزیر يې تورن وي ، برق ئې ګوزاوڼ وي

چي دولت زهيروي ، وزیران يي واهه

چې  په يارانه کې مصونیت غواړي ، نو بيا ګرانه ده

خانده خانده ، اوس جریمه هم غواړې

خدای خبر دی ، چې امریکا کاپر دی

خوار سې مکاره. چي هم بډې اخلې هم له خیانته  ژاړې

لاس چي آموخته شي ، آس نه دی چي قېضه شي

وطن که مي وسوه  ددوبی کور خو مي جوړ دى

دوزیرانو پر ږيره خس وي

دسلو شاباسونه يو میلون ډالره ښه دي

انسان دی، هغه چي له حيوان څخه ګيله کوي
اصيل کله پیداکيږي.
 
بخت په اړیکو دی نه په منډه
 
خیانت په خیانت، منت يې  پر څه ؟
 اور اچوونکی نه  سوځي
بې واسطې مقام  کله سته.
بلاوه برکت یې و.

پاک مه اوسه بې باک اوسه
پردی خر په مخ زور وهي 
پردی کټ تر ماتیدو وي
پنځه ګوتي سره يو دي.
په بازيو کې هډوکي ماتيږي.
په بل وطن کي د بدو کښت کوه تېرېږه.

په ډيري کي  یې پټوه په لږو کې یې هم پټوه

پير نه الوزي  مُريد یې هم نه  الوزي.
 
پردى خواړه  يا مرداروي يا  دغلا.
په جنګ  کي مرمۍ ويشتل کيږي .
 له لېوه مه تښتېده پر قصاب به واوړې

پر فهیم دا  پزه هم ډیره ده

پور پر غاړه،  څوکۍ سوه مرداره

دامریکا اوګره په څكلو خلاصه سوه
د خير نه مي دي توبه  امریکاسپي دي كورې كه

زه د خپل وزیر تیز پيژنم

ته زما دارو ، او زه ستا دارو   دواړه به مرو
 
تربور مه مړ کوه ، غرب ته یې واستوه

جاهلانو ته د علم خبرې مه کوه

څراغ چي په کور کي نه لګيږي په صحرا کې به څنګه ولګیږي

څوک چي لاس درپوري بند کي غوڅه وه يې.
چي بدکوې ، ښه به مومي 

چي غل يې له پاچا مه بېرېږه.

چي رشوت خور ي، ګټي د هغو دي.
 دننه يې  ګټه په بهری يې خوره٠

دپلار خوړلی  رشوت  پر زوی یې قی آسانه دی

تر بې عقله دښمن هوښيار دوست ښه دی .
تر څو  درواغ  راځي رښتیا به کلى وران کړى  وي.
 
تر پښو لاندې مځکه ګوره ، ليري واټن مه ګوره

تر بېکاره کښېناستل په کابل کي کار ښه دي

داڅوکۍ يوه نشه وي، داسي نه چې همېشه وي.

رشوت دکرزي او فهيم تر پښو لاندېي دى

دوږخ د کرزي او فهيم تر پښو لاندې دی

په تبه یې ونیسه په مړینه یې راضی کړه
چي د وزارت دوره تیره شي نو هر څه هیره شي .

چي په ناز یې لويي څوکۍ ته رسیږي ، په زيار ایستې کیږي
 چي مړ سو هغه اتل سو

بې حیابې حیا یي کوله حیا دار ویل زما څخه یې زده کړې ده . 
خر پلار که، پر سپورسه

خر به خندا څنګه نه پو هيږي

ليکوال: محمود نظري




:: اړونده موضوع: سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو: طنز
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۵/۱۳


نوى ليکوال

څه موده د مخه مې عجیبه شوق په زړه کې په ټوبو شو و مې غوښټل چې لیکوال شم، شعر، داستان او . . . ولیکم کتابونه مې چاپ شي او نوم مې په نومونو کې را ووځي. هو ریښتیا، هیر مې شول چې څرنګه مې دا شوق په سر کې پېدا شو؟ خامخا به تاسې اټکل وکړۍ د ډېرې مطالعې او لوست څخه مې د پوهې تالی «ظرف» ډک شوی او ترې نور بهېږي، چې دادی اوس سپین کاغذونه پرې رنګوم. نه دوستانو داسې نده. هغه کتابونه مې چې د خپلو سیالانو سره د سیالۍ په خاطر په کور کې د کتابتون په نامه را ټول کړي و او هر سیال ته به مې ځان ددغو کتابونو د لوستلو لیونی ښوده. باور مو وشه چې هغه ټول کتابونه ټول نا لوستي مېلمانه و چې هر یو هماغسې نالوستی په خپله مخه لاړ ځکه هر چا چې یووړ بیا می ورته لټه ونکړه.

پوهېږم چې بیا مې پوښتۍ چې کتاب او لوست سره پردی بیا څنګه لیکوال کېدا شي؟ دوستانو د خدای داد د بنده داد ندی زه د خدای راکړي استعداد څخه برخه من یم او د بلی خوا نه شکر دی په دی هم ډاډه یم چې اوس اوس د کره کتنې او نقد دود او دستور هېر شوی دی هېڅوک بل نه خپه کوي چې لیکنه یې نقد کړي سپکې او درندې خواوی یې په ګوته کړي هنري او ادبي کمزورتیا یې په ډاګه کړي، که دا کار وشي پوهېږي؟ خبره توري او ټوپک ته وځي. نو ځکه خو دلیکوالو شمیره مخ په ډېرېدو ده.

هغه ورځ په یوې غونډې کې یوه لیکوال ته بلنه ورکړه شوه چې خپل لیکلی شعر ولولي کله چې حضارو ته مخامخ ودرید د حاضرینو د چکچکو په وقفه کې یې جب ته لاس ننه ایست او یوه پاڼه کاغذ یې را وایست او په لوستو یې پېل وکړ: د کوژدې د شپې له پاره . . . چکچکې شوې . . . واه واه څه عنوان؟ . . . نکریزې یو خروار. نقل و پتاسې یو چارک. وړه او وریجې . . . بیا چکچکې . . . غږونه پورته شول بیا ووایه، بیا ووایه څه ښه . . . نکریزی یو خروار، نقل و پتاسې، وریجې بیا هم چکچکې پورته شوې. چې مې کاته شاعر وارخطا خپل د کورتۍ بل جب ته لاس تېر کړ او د ځانه سره یې وویل لکه چې د نکریزو پر ځای مې وړه او وریجي لیکلي دي. بیا هم چکچکې. لیکوال چې د آورېدونکو ولولی او احساسات ولیدل ارامه شو او ادامه یې ورکړه: شل منه غوړي، سل منه لرګي، بیا هم چکچکې او دا غږونه ډېر ښه ډېر ښه . . .

لیکوال د خپل ځوی د کوژدنې د شپې د خرڅ لیست چې په غلطه یې د کورتۍ په جب کې دده د لیکل شوی شعر د پاڼې سره بدل شوی وو د شعر او ادب مینه والو ته ولوست او ښه ښایسته هرکلی یې وشو هیچا ورته ونه ویل چې وروره څه لولې؟.

ما چه هغه حال ولید بس د لیکوالۍ شوق چې له ډېره وخته ورته هوسېدم په زړه کې را ژوندی شو او هغه ویره مې چې په هسې اوتو بوتو لیکنو سړی نه لیکوال کېږی له زړه نه ووته.

هو د ښو لیکنو د لوستلو تږو مینه والو! ډېر ژر به که خېر وي په خپلو نابو لیکنو په لیکلو به ستاسې ادبي او هنري تنده ماته کړم. د هنر او ادب د سمسورتیا په هیله.

د محمد عمر ننګیار لیکنه
د اسمايي څه په مننه



:: تړاو: طنز
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۴/۰۳

دملا غلام فاروق په اقتفا دملا شمس القمر شعر

دپارلمان په اړه

څه تقدیراوڅه برخلیک زمونږ په نام دی
چې سحر زمونږ یې کړی تورماښام دی


دوی دامونه راته جوړ او یوبل وژنو
...هم یې ایښی زموږ وینوته خپل جام دی


دا ملت چې یې ځپلی دی دیرش کاله
اوس یې ایښی ورکیدلوته بل دام دی


دقانون اودملت استازو کور یې
بدل کړی په خپل کوراو خپل غلام دی


ګوره دلته نن هریوددوی نوکردی
که یاغي و که باغي و او که رام دی


دولس ولسواکي شوه ټوله ورکه
چې په خاص او خواصي دانګریز پام دی


چې عزیزاونظري ، فاطمې دواړه
دوالي وي په خدمت دا مو انجام دی


اوقاضي نذیراحمد ددوی نوکر وي
نه قضا نه حکومت زمونږ په کام دی


چې دې څنګ ته انوري او سجا دي وي
نو دا څنګه اویاڅنګه دې اندام دی


دمشکي او دپمپي پاچاهي راغله
خبردارشه ورکیدلو ته دې ګام دی


چې خالد پښتون نوکر دمعنوي شي
اکبري مې وربخښلی په انعام دی


چې ملا او نا ملا دتره خیلو
شي ملا درته داڅرنګه امام دی


دقلات دتاریخي ښارقلات والو
تاسو ولې بیا ټاکلی یو بدنام دی


دپامیردلوړو غرونواو درواز نه
بدخشیو را لیږلی بد پدرام دی


یاد کوف او دکوفا ب دسرچینو نه
دوه بدنامه خویندې مونږه ته پیام دی


څوک موټرې څوک کورونه ورله پلوري
په پردو ښځو شورا کې غټ لیلام دی


که شاهد یامشاهد یا شهزاده وي
که دا درې وي او که یو کرنیل امام دی


سل افسوسه مې په لویه پکتیا ده
چې ځاځیو رالیږلی ښځ اندام دی


یا دتورو دتورزنودځدراڼو
پاچاخان په ځای راغلی یونا کام دی


دازبکوننګیالیوله قطاره
درحمان اوغلي په ځای کې څه بې نام دی


دوردګ محمدجان خان توره شوه پڅه
چې جنرال داود امان په کې ناکام دی


دسیحون په څنډه نه وه کوم ملاله
چې بیرغ دې نن په لاس کې دشیورام دی

دتخاراویامزار یاسرپل نه
نه ترکمنو نه ازبکونه پیام دی


دکندز دکندزیانو خوله شوه چوپه
چې مرستیال پرځای راغلی چوپ کلام دی


نو داڅرنګه شورا ولسواکي ده
چې هرات نه دقامونو لامقام دی


دغزني دپښتنو استازي لوټ شول
دشملواو دپټکیو بدفرجام دی


غزنوي محمود سلطان جیغه شوه خړه
سلطان زوی ځکه را پیل دغه قیام دی


ننګرهاراو دکنړ دعظمتونو
چې یې نوم په هره ټیټه او په بام دی


او ویل به یې دستار سړي په شمار دي
نن هغه دستار یې غاړې ته لجام دی


چې دی ناست دی دخپل پلار قاتل ترڅنګه
دشهید قدیروارث ته لوی دشنام دی


لکه دا چې دعرب عجم جګړه وي
قانوني خنجر ویستلی له نیام دی


دسیاف او هزارو شخړه توده شوه
محقق ورته له قم نه بل مقام دی


خلک وايي دا وړۍ نه شړۍ کیږي
ځکه هرې ډلې ایښی بل ته دام دی


دملاغلام فاروق په اقتفا کې
دملا شمس القمر دغه پیغام دی



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: طنز
ن :
ت : ۱۳۸۹/۱۲/۲۰

رئيس عبدالله خان په خپلو ټولو رسمي چارو كي خورا جدي او ديكتاتور و چي هيچا هم سر نه شواى ځني پورته كولاى. دى په عمر پوخ، په ونه لوړ او خورا غټ برېتونه يې درلودل. كله چي به ډېر درد ورغی، نو يو برېت به يې ښورېده. د خطر له دې زنګ سره د نوموړي رياست ټول كاركوونكي بلد ول. پر دغه مهال به هر چا هڅه كوله چي ځان ورسره مخامخ نه كړي، په تېره بيا د دفتر چپړاسيان، څوكيداران، موټروانان او اشپزان خو به له ډاره لکه پاڼه داسي رېږدېدل. عبدالله خان د موډ او فېشن هم خورا شوقي و. کله چي به بازار ته نوې دريشي او يا نوی ماډل بوټ راغی، نو ده به خامخا رانيوه. ده سينګار او فېشن د ډيموکراسۍ يوه نه بېلېدونکې برخه ګڼله او کله چي به بازار ته د فېشن يو نوی شی راغی، نو بې واره به يې دا خبره تر خوله ووته: واه واه ډيموکراسي!

ده د مژګان په نوم يوه سكرټره هم درلوده چي له سينګار سره يې خورا جوړه وه. ان دا چي كله به يې يو ګيلاس چاى او يا اوبه هم وڅښلې، نو ژر به تشناب ته ولاړه او د خپلو شونډو رنګ (لب سيرين) به يې تازه كړ او اكثره وخت به يې اناري رنګ لب سيرين استعمالاوه. که څه هم په نوموړي رياست کي نورو ښځو هم کار کاوه، خو د مژګان په شان يې په ځان ګوته نه وهله، ياني خپل سينګار ته يې دومره ډېره پاملرنه نه کوله.

يوه ورځ په دغه رياست كي بېړنۍ غونډه رابلل شوې وه. عبدالله خان له موډه سره سمه او نوې دريشي اغوستې او د غونډې تالار ته راغى. د ده له راتګ سره سم د غونډي ټولو برخه والو په برېتوکي وخندل. که څه هم له خندا سره چاودل، خو له ډاره هيچا هم زړه نه شواى كولاى چي په زوره وخاندي. عبدالله خان څو واره له هغوی څخه د خندا علت وپوښت، خو هيچا هم ورته ونه ويل چي دوى ولي خاندي؟ اخر عبدالله خان دومره پوه شو چي خبره په ده كي ده. تندى يې تريو شو، غونډه يې د پنځو دقيقو لپاره وځنډوله او له تالاره راووت. خپل د كار دفتر ته راغى او بوټونه، پتلون، كورتۍ، كميس او نېكټايي يې ښه په ځير سره وکتل، بيا يې له ځان سره وويل: ”عجبه ده، زه نه پوهېږم چي دا خلك ولي خاندي؟ په ما كي خو داسي څه نشته، چي د خندا دي وړ وي. دا خلك لېوني شوي دي، كه څنګه چي بې ځايه خاندي؟“. له دې سره سم د تشناب خوا ته روان شو، هلته چي ورسېد، نو هينداري ته ودرېد. ګوري چي سپين برېتونه يې په لب سيرين سره دي. ژر- ژر يې خپل برېتونه پاك كړل او په داسي حال كي چي له درده يې يو برېت ښورېده، له تشنابه راووت. په دې وخت كي مژګان په ټيليفون كي له يو چا سره خبري كولې. كله چي يې عبدالله خان وليد چي درد ورغلی دی، نو له ډېري وېري يې د ټيليفون غوږۍ (ګوشکه) له لاسه ولوېده، په ډېري عاجزۍ د مېز ترڅنګ ودرېده او ويې ويل: رئيس صاحب ډېر وبخښئ! ما فكر کاوه چي تاسي به په غونډه كي تشريف لرئ. عبدالله خان وويل : نه خير دى پروا نه لري.

عبدالله خان پر خپله څوكۍ كښېناست او د ټيليفون غوږۍ يې راپورته كړه چي پر ټيليفون يي سمه كښېږدي. په دې وخت كي يې پام شو چي د ټيليفون غوږۍ هم په لب سيرين سره ده. عبدالله خان لومړى د غوږۍ لب سيرين او بيا مژګان ته په ځير- ځير وكتل او هغې ته يې داسي وښووله چي زما برېتونه هم د ټيليفون په ګوشکه سره شوي دي. په دې وخت كي بيا د عبدالله خان يو برېت په ښورېدو شو.



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
:: تړاو: طنز
ن :
ت : ۱۳۸۸/۱۲/۱۸
 
اعلان.

.:: کلیک ::.