نه دم په چا لګېږي، نه دوعا په چا لګېږي
تر کومه چې د دې وطن هوا په چا لګېږي
سپین مخ یې دی رقیب ته، تورې څڼي یې دي ما ته
تياره د چا په برخه وي، رڼا په چا لګېږي
نه نښه چا ته نیسي، نه یې خیال د عاشقي وي
نظر د ښکلیو ښکلیو په خطا په چا لګېږي
مه دوري دوري مه ګوره، ګوزار د نظر مه کړه
په ډکه میخانه کې خامخا په چا لګېږي
ښایست د مخ به نه کړي کفایت قراره یاره
زړګي ته دې هم ګوري، چې بها په لګېږي
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
دوه
زاهدان
د يوه
دنګ غره پر سر د خدای په لمانځنه بوخت، يو په بل ګران، دوه زاهدان اوسېدل.
دواړو
له يوه خاورين کنډولي پرته بل څه نه لرل.
يوه
ورځ شيطان د مشر زاهد په زړه کې اندېښنې واچولې نو د کشر خوا ته ورغی او وې وې:
"اوږده موده کېږي چې ګډ اوسېږو، وخت يې راغلی چې سره بېل شو. راځه چې خپله
شتمني ووېشو."
کشر زاهد په خواشينۍ ځواب ورکړ: "وروره، له
تابېلېدل مې زړه دردوي، خو که ته يې اړين بولې چې ولاړ شې نو بيا سمه ده."
کنډولی يې را واخيست، هغه ته يې ونيو او زياته يې کړه: "وروره، دا خو
نه وېشل کېږي، دا دې ستا وي."
مشر زاهد په په قهرېدلې بڼه ځواب ورکړ: "زه خيرات نه غواړم، يوازې
خپله برخه غواړم، بويه چې کنډولی ووېشل شي."
کشر ووې: "که لوښی مات کړو نو د دواړو په درد نه خوري، راځه چې پرې
پچه واچوو."
خو مشر زاهد ورغبرګه کړه: "زه له خپلې برخې پرته بل څه نه غواړم، نه
مې خوښېږي چې عدالت او خپله ونډه يوې ړندې پچېاچوونې او تصادف ته وسپارم، له دې
کبله کنډولی بايد ووېشل شي."
کشر چې وپوهېد، دا وېينې راوېينې نوره ګټه نه لري نو وې وې: "که په
رښتيا ستا روستۍ غوښتنه همدا وي نو سمه ده، کنډولی به مات کړو."
مشر زاهد له غصې تور و شين شو او چيغه یې کړه:
"ځغله! لوده، ډارنه،
له جګړې تښتې."
ليک: جبران خليل جبران
ژباړه: عبدالحميد بهيج
:: اړونده موضوع:
هنري نثرونه
:: تړاو:
داستان

دغه
زدکوونکى ناکام دى که کامياب؟
١- ناپليون په کومه جګړه کې ووژل سو؟
جواب:
د هغه د واک په وروستۍ جګړه کې.
٢- د سولې اعلاميه چيرې لاسليک سوه؟
جواب:
د ورقې په پاى کې.
٣- د طلاق اصلي لامل څه دى؟
جواب: واده.
٤- د امتحانونو اصلي علت څه دى؟
جواب: ناکامي.
٥- په سهارنۍ کې څه شي هېڅکله نه سې خوړلاى؟
غرمنۍ او ماښامنۍ.
٦- څه شى د نيمې مڼې غوندې ښکاري؟
جواب: د مڼې هغه بله نيمايي.
٧- که په شنه سمندر کې سره ډبره وغورځوې، ډبره به
څنګه سي؟
جواب: ډېر ساده، لنده به سي.
٨- يو سړى ٨ ورځې څنګه بې خوبه تېرولاى سي؟
جواب: ډېر ساده، د شپې دې ويدېږي.
٩- که دې په يوه لاس کې 3 نارنجه او 4 سېبه واى او
په بل کې 3 سېبه او 4 نارنجه نو څه به دې لرلاى؟
جواب: ډېر غټ لاسونه.
١٠- که د خښتو يو دېوال 8 نفرو په 10 ساعتونو کې جوړ
کړى وي، نو 4 نفره به يې په څومره وخت کې جوړ کړي؟
جواب: په صفر وخت کې، ځکه دېوال مخکې له مخکې جوړ سوى دى.جبار فراز Jabar Faraz څه په مننه
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
جالب