هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۱۱/۲۱ خپرندوی
د څېړنو له مخې مشروع جنسي اړیکې پر نفس باور پیاوړی کوي. ان هغه کسان چې پر خپل نفس ډېر باور هم لري وايي د ښه احساس لرلو لپاره مشروع جنسي اړیکې ټينګوي.


ځينې کسان په دې باور دي چې له واده کولو سره د انسان ستونزې ډېریږي او اړیکې یې کمزورې کیږي. خو څېړنې ښيي چې واده کول د انسان روغتیا ته ډېرې ګټې لري.

دلته به د ځينو هغو څېړنو یادونه وکړو چې په علمي ډول تایید شوې دي:

۱ـ د اندېښنو کمېدل: مشروع جنسي اړیکې د وینې فشار په ټېټدو او د فشار په کمېدو کې مهم رول لري. هغه کسان چې په منظم ډول جنسي اړیکې ساتي د هغوی د وینې فشار نورمال وي، آن د ژوند د ملګري په غېږ کې نیول هم په ښځو کې د وینې فشار د ټیټېدو لامل کیږي.

۲ـ د بدن د خوندیتوب سیستم پیاوړتیا: جنسي روغتیا له جسمي روغتیا سره برابره ګڼل کیږي. هغه کسان چې په اونۍ کې لږترلږه یو ځل هم جنسي اړیکې نه ساتي نو له وجود څخه یې یوه زیاته اندازه ایمنو ګلوبین ضایع کیږي، چې کولای شي د یو شمېر مکروبونو له هغې ډلې د زکام یا ریزش په وړاندې ستاسو ساتنه وکړي.

۳ـ د کالورۍ سوځېدل: په هر ځل جنسي اړیکو کې ښايي تر ۸۵ کالوریو پورې وسوځوي، ممکن ستاسو په نظر دا اندازه لږ معلومه شي، خو دا چې دغه اندازه کالوري په ټول بدن کې لګول کیږي، نو د ورزشي حرکتونو په شان ډېره اغېزمنه ده.

۴ـ د زړه د حالت ښه والی: ځينې د لوړ عمر کسان په دې باور دي چې ښايي د جنسي اړیکو پر مهال یې زړه ودریږي. خو څېړنکو موندلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې په منظمه توګه مشروع جنسي اړیکې د زړه له درېدو سره هیڅ تړاو نه لري. آن دا چې جنسي اړیکې د زړه د درېدو یا سکتې په مخنیوي کې مهم رول هم لري.

۵ـ پر نفس باور: د څېړنو له مخې مشروع جنسي اړیکې پر نفس باور پیاوړی کوي. ان هغه کسان چې پر خپل نفس ډېر باور هم لري وايي د ښه احساس لرلو لپاره مشروع جنسي اړیکې ټينګوي.

۶ـ مینې ډېروالی:مشروع جنسي اړیکې د اکسي توکسین هورمون کچه لوړوي، دغه هورمون د مینې هورمون به نوم پېژندل کیږي چې د زړونو د نژدې کېدو او باور په برخو کې مرسته کوي.

۷ـ د خوږ یا درد کموالی: د اکسي توکسین را خورېدو سره اندروفین هم آزادیږي، چې د خوږ یا درد په آرامولو کې ډېر اغېزمن دی. نو له دې کبله د مشروع جنسي اړیکو په وسیلې د سر خوږو په ګډون یو شمېر دردونه ښه کیږي.

۸ـ د پروستات په سرطان د اخته کېدو کموالی: هغه نارینه چې عمر یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وي، مشروع جنسي اړیکې د عمر په راتلونکو کلونو کې پروستات په سرطان اخته کېدو امکان راکموي. د پاخه عمر کسان هم دغه تګلاره خپلولی شي.

۸ـ د پروستات په سرطان د اخته کېدو کموالی: هغه نارینه چې عمر یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وي، مشروع جنسي اړیکې د عمر په راتلونکو کلونو کې پروستات په سرطان اخته کېدو امکان راکموي. د پاخه عمر کسان هم دغه تګلاره خپلولی شي.

۹ـ ښه خوب کول: څېړنو ښوولې هغه اوکسي توکسین چې په غړو کې خور شوی د خوب د ګډوډېدو لامل کیږي. او مشروع جنسي اړیکې دغه ماده له وجوده باسي.

خو یو څه له یاده مه باسئ، زیاتره وخت د ځوانانو د مینې او بیا جنسي اړیکو خطرناکو او حساسو برخو ته لږ پام کيږي.

نا مشروع او لنډ مهالې جنسي اړیکې سختې او ویجاړونکې پایلې لري. ځوانان باید وپوهول شي چې پر ځای او مناسب تصمیمونه ونیسي او تر واده کولو مخکې نامشروع جنسي اړیکې ټينګې نه کړي.

هغه ناروغۍ چې د جنسي اړیکو له امله رامنځ ته کیږي اوس یې شمېر تر شلو لوړ دی چې آن کولای شي د انسان ژوند ترې واخلي.

خوشال طيب- د بي بي سي ويب پاڼي څخه په مننه



تړاو: جالب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۱۱/۱۰ خپرندوی


ما په سترګو کي ساتلی یو جهان دی
دوئ نارې کړې چي (نثار) خو بې ایمان دی

د جلاد په تشهد چي بدګمان یم
تر چاړې لاندي سر پروت د مسلمان دی

په سرور چي زندګي و مرګ ته سپارم
دا سوغات هم له طرفه د جانان دی

زموږ وحشت ته به یزید سي زاره چاودی
چي مو څنګه لا پر سر ولاړ اسمان دی!

که دي غېږ د محبت ور نه کړه پوه سه
د ورور لاس کي دي تیار د بل کمان دی

ما ویل چي هغه ستا له غمه مړ سو
خو هغې ویل (صالح) څنګه انسان دی؟
شاعر: نثار‹‹صالح››


تړاو: غزلزار
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۱۱/۰۸ خپرندوی

ستاسې لاسليک څه ډول دی؟ 
د لاسليک له مخې د شخصيت پېژندنه:
1- هغه کسان چې د ساعت د ستنو د څرخېدو په لور لاسليک کوي؛ منطق منونکي انسانان دي.
2- هغه څوک چې د ساعت د ستنو د څرخېدو په مخالف لوري لاسليک کوي؛ منطق نه منونکي او يا په سختۍ منونکي کسان دي.
3- هغه څوک چې په لاسليک کې له عمودي ليکو ګټه اخلي؛ په کارونو کې سرتمبه توب کوي.
4- هغه کسان چې افقي ليکې کاروي؛ منظم کسان دي.
5- هغه څوک چې په د لاسليک پر مهال پر قلم او کاغذ زور کوي؛ په ماشومتوب کې ځورېدلې دي.
6- څوک چې ګډوډ لاسليک کوي؛ شکمن او بدګمانه دي.
7- هغه څوک چې په لاسليک کې خپل او کورنی نوم ليکي؛ په خپل کور کې ځان لوړ ګڼي.
8- هغه کسان چې يوازې خپل دوهم يا کورنی نوم ليکي؛ په خپله کورنۍ کې ورته درناوی کيږي.
9- هغه کسان چې خپل نوم ليکي او بيا ورباندې ليکې کاږي؛ خپل شخصيت ئې نه دی پېژندلی.
10- هغه کسان چې دايروي او بيضوي لاسليک کوي؛ د لوړ مقام او پرمختګ غوښتونکي دي.
11- هغه کسان چې اوس خپل لاسليک ګوري چې څه ډول دی؛ ‌ډېر بې فکره دي چې خپل لاسليک ئې له ياده وتلی دی!
ژباړه: محمود سعيد

ژباړه: محمود سعيد


تړاو: جالب
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۱۱/۰۱ خپرندوی

واى په يو ښوونځي کې اعلان وسو: 
هغه زدکوونکي دې خپل بايسکلان په پارکينګ کې ودروي

 چې د عمومي دروازې مخې ته يې درولي دي!

30 دقيقې وروسته بل اعلان وسو:
هغه 400 زدکوونکي دې لطفا بېرته خپلو صنفونو ته راستانه سي

چې د 10 بايسکلانو په ايسته کولو پسې دباندې وتلي ول!

Jabar Faraz 


تړاو: ټوکه
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ