هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۲۲ خپرندوی
په یو لوښي کي اوبه واچوئ چونګښه پکښي ایله کړئ او بیا لوښی پر اور کښېږدئ.هر څومره چي د اوبو د حرارت درجه لوړیږي په همهغه کچه چونګښه ځان د نوموړي چاپیریال سره سازوي.دا سازش تر هغه وخت روان وي تر څو چي اوبه د جوش و نقطې ته رسیږي چي بیا نو حالات د چونګښي تر سازش او کنټرول تېریږي او چونګښه پرېکړه کوي چي نور باید د لوښي سه وغورځي. اوس چي چونګښه هر څومره توپونه او جمپونه وهي خو د لوښي سه نه سي راوتلای ځکه چي خپل ټول توان او انرجي یې د شروع سه د اوبو د حرارت د درجې په سازش کي د لاسه ورکړې و.ډېر ژر به چونګښه مړه سي.ایا ویلای سو چي د چونګښي د مرګ لامل څشي و؟

ډېری کسان ښایي ووایي چي ایشېدلی اوبه د چونګښي د مرګ لامل سو مګر په حقیقت کي د چونګښي خپله غلطه او بې وخته پرېکړه وه چي پر صحیح وخت د لوښي سه راونه غورځېده او مړه سوه.
انسان هم بایدپه ډېر تدبیر او هوښیاري سره مخکي نه مخکي خلک او حالات درک کړي او پرې نږدي چي د ناوړه چاپېریال سره په تدریجي سازش خپل ځان ذهني او جسماني دومره ناتوانه کي چي بیا د نجات او خلاصون هيح لاره نه وي پاته.
(ژباړه) د ښاغلي امان الله کامران څخه په مننه Aman Kamran


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۲۰ خپرندوی
وخت ارزښت لري؛ تاسو:

د يوکال ارزښت له هغه زده کونکي څه وپوښتئ، چي د کال په وروستۍ ازموينه کي ناکامه سوى وي.
د يوې مياشتي ارزښت له هغه مېرمني څه وپوښتئ، چي نه مياشتنى کوچنى ئې نقصان کړى وي.
د يوې اونۍ ارزښت د چاپي اونيزي له مسئول څخه وپوښتئ.
د يو ساعت ارزښت له هغو مينو څخه وپوښتئ، چي د يوبل د ليدلو په تمه وي.
د يوې دقيقې ارزښت له هغه چا څه وپوښتئ، چي د ريل ګاډۍ څخه پاته سوى وي.

د يوې ثانيې ارزښت له هغه چا څه وپوښتئ ، چي په يوه لحظه کي د يوې مرګوني پيښي څخه ژغورل سوى وي.
د يوې ميلي ثانيې ارزښت د ځغاستي د سيالۍ له هغه لوبغاړي څه وپوښتئ، چي د المپيک په سياليو کي ئې د سپينو زرو مډال تر لاسه کړى وي.
‫#‏ژباړه_قانع‬


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۸ خپرندوی
وایي: د داودخان په زمانه کې یو سړی راغی داودخان ته یې وویل د ټانګې کرایه ډیره زیاته شویده 
داودخان سملاسی شخصي لباس واغوسته او لاړ ټانګې وال ته یې وویل 
محترمه تر څرخي پله څو اخلې؟ 
ټانګې وال بغیر له دې نه چې ویې پیژانی ورته وویل"
زه په دولتی نرخ باندې کار نکوم!
داودخان:۵؟
ټانګې واله پورته ځه!
داودخان: ۱۰؟
ټانګې واله پورته ځه!
داودخان: ۱۵؟
ټانګې واله پورته ځه!
داودخان: ۲۰؟
ټانګې واله؛ را پنجه شه!
داودخان سپور شو ټانګې واله داودخان ته وکتل او ویې ویل:
عسکر یې؟
داودخان: پورته ځه!
ټانګې: واله تورن یې؟
داودخان:پورته ځه!
ټانګې واله: واله جنرال یې؟
داودخان: پورته ځه!
ټانګې واله :مارشال یې؟
داودخان؛پورته ځه!
ټانګې واله:هسې نه چې داودخان یې؟
داودخان: را پنجه شه!
د ټانګې واله رنګ بدل شو داودخان ورته ...وویل وویریدې؟
ټانګې واله: پورته ځه!
داودخان؛ولړزیدې؟
ټانګې واله:پورته ځه!
داودخان:متیازې دې وکړې؟
ټانګې واله؛ پورته ځه!
داودخان: ډکې بولې دې وکړې؟
ټانګې واله: را پنجه شه!
هی هی ټانګې واله:ما زاندان ته وړې؟
داودخان:پورته ځه؟
ټانګې واله:بل ځای ته مې بدلوې؟
داودخان:پورته ځه!
ټانګې واله: اعداموي مې؟
داودخان: را پنجه شه ......


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی

 

سعدي رح د ګلستان په اووم باب کي د تربيت په برخه کي راوړي

يو صحرايي مي وليدئ، چي و خپل زوى ته يې ويل: یا بُنَّی اِنَّک مسئولٌ یومَ القیامةِ ماذا اکتَسَبتَ و لا یُقالُ بِمَن انتَسبتَ. يعني اې زويه د قيامت په ورځ ستا څه دا پوښتنه نه کېږي، چي په خټه څوک يې؟ د خپلو کړنو او اعمالو جواب به وايي.
کعبه شريفه د تور وريښمين پوښ په سبب نه، بلکي د شرف او کمال په وجه مچېږي.
په قيامت نسته داسي پوښتنه چي د چا زوى يې د کوم وطنه
مېزان ولاړ عدل چلېږي خوشبخت هغه دئ چي نيک عمل وي

‫#‏ژباړه_قانع‬ د غبرګولي ٩مه ١٣٩٤


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی

د حاجي ظاهر څرک د شعر يوه برخه 

د سکوت په بيابان کي هلته کور را

د حيا اوښکي پر مخ مي لور په لور را

چي ضمير مي په روښانه سي الهي

نو په زړه کي مي دننه داسي اور را


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی

میشتي قافلې به د سړيو وې

اوس ورځیني پاته دي په شمار خلک


روح مي ستا له روحه سره ګډ ګڼه

دوه وجوده نه پرېږدي اغیار خلک


هغه چي وماته یې په جار ویل
نن مي نه مړېږي هیڅ په ویار (١) خلک


اې لېونۍ، څنګه ځیني راغللې

ها کلي کي مینه کړي، سنګسار خلک

سپين کفن يې سپين وجود پټ کړى و

ديد تې انتظار ول په کتار خلک

ستا قانع نري نري ژل پسي

ياد ته چي يې راغلل ستا د ښار خلک

 

(١)ويار: غيبت

اغلي خاطرې فيضي خور تر دې بيت لاندي في البديهه مشاعره جوړې کړې وه
کلـي کي پـیدانسـول دښارخلــک 
ګرځـــم لټومه اوس دکــار خلــــک
ماهم پورته پيتونه ورته وليکل


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی

يو مسکین سړی د تازه میوې دوکان ته ودرېد او دوکاندار ته یې وویل:
د الله (ج ) په نامه یو څه راکه!
دوکاندار دې مسکین ته په ځیر ځیر سره وکتل او بیا یې ورته یو وروست خراب ام ورکړ.
دغه مسکین سړی ام واخیست او د لږ وخت لپاره په ژور فکر کي ډوب سو؛ بیا یې د جېب څه ۲۰ شل روپۍ را ویستې او دوکاندار ته یې وویل: چي د ۲۰ شل روپیو ام راکه.
دوکاندار ورته دوه ۲ دانې بهترین ام په یوه پلاستیکي خلطه کي ورکړل.
دغه مسکین په یوه لاس کي هغه خراب ام ونیول او په بل لاس کي یې هغه د ښو امو پلاستیک ونیو او د آسمان پر لوریې وکتل ويې ویل:
آی الله (ج) وګوره -- تاته یې څه درکړل - او ما ته یې څه راکړل!
زموږ د ګران پیغمبر(ص) مبارکه وينا ده 
په تاسو کي تر هغه وخته پوري کامل مسلمان نه دئ ترڅو چي هغه د خپلي خوښيرشی د الله (ج) په لاره کي قربان نه کړي
لږ فکر وکړئ - آیا موږ د الله په (ج) په نامه خپل بهترین شیان ورکوو ؟


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی
یا الله!
د افغانانو له زړونو د تعصب، بدبینۍ، نفاق او تکبر خویونه ورک کړې'
واکمنانو ته مو په چارو کي د عدل انصاف او صداقت کولو توفیق ورپه برخه کړې'
د پردیو د احتیاجه او د کفر د غلامیه مو وساتې'
آمین یا ارحم الراحمین خدایه!


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی
د یو ملت پوهه او سیاسي شعور له دې څخه هم ښه معلومېږي، چي په یوه شېبه کي عادي شخص په اتل منل کېږي او په یوه شېبه کي خدمتګاره شخص ته په خاین ویل کېږی.
‫#‏اافراط_او_تفریط‬


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی
يو سړي په ښار كي روژه خوړله پوليسو ونيوئ، وقاضي ته ئې وروستئ؛ كه گوري چي قاضي د كباب په خوړلو بوخت دئ، و پوليس ته ئې وويل دې سړي څه گناه كړې ده، چي رادي وستئ؟
پوليس ورته وويل: قاضي صاحب دې سړي د روژې په مياشت كي په يوه كوڅه كي وچه ډوډۍ خوړله، رامي وستئ چي ستا سره كباب وخوري.


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی
هغه څوک چي له يو شي څخه و بېرېږي، له هغه څخه تښتي

مګر که څوک له الله څخه وبېرېږي، الله ته پناه ور وړي.

ارسطو

‫#‏ژباړه_ق‬


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی

دواړو ملګرو فکر کاوه چي که يو او بل ته د پخلايني لاس ورکړي، نو خپل غرور او لويي به ورته پېغور ورکړي.
مګر يوه ورځ يوه ملګري خپل غرور تر پښو لاندي کړ، د خپل ملګري په ښخولو کي يې ګډون وکړ او هغه بل ملګري خپل غرور له ځان سره قبر ته يو وړ .
مطلب: مخکي له دې چي مرګ مو غرور درمات کړي په ژوند کي عاجزي وکړئ او يو له بل سره مينه وکړئ.
‫#‏ژباړه_قانع‬

 

 
 

د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۱۶ خپرندوی
ځوان و يو سپين ږيري ته وويل چي ماته نصيحت وکړه


سپين ږيري ورته وويل: قران ولوله؛ مخکي له دې چي، قران پر تاوويل
سي!

لمونځ وکړه؛ مخکي له دې چي، تاته لمونځ درکول سي!
د نورو له تجربو څخه ګټه واخله؛ مخکي له دې چي، ته د نورو لپاره تجربه سې!
‫#‏ژباړه_قانع‬

 


تړاو: د
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

غزل
____ 
چې پښه مې کیښوه په لړم باندې نو ټک یې راکړو
لږ احترام د بل پکار دی دا سبق یې راکړو

د قلم رنګ باندې لړلی جیب ګواه دی زما
بابا چې ما نه مطمین شو نو ټوپک یې راکړو

د تاترې کاڼو کدالې راته ماتې کړلې 
اشنا که لږ راته راوکتل نو حق یې راکړو

د چا تراخه تراخه یادونه او ترخې خبرې 
زما غزلې بی نمکه وې نمک یې راکړو

باور چې نه وي څوک به څه چا سره وخت تیروي
یقین مې نور ورسره نه منل چې شک یې راکړو

مونږه وارګه ورکره ولیګل د غوا سعوده
هغوۍ په لوخي کې شکره کیښوه ډک یې راکړو

_________________________________ 
سید شاه سعود

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی
نقل دی چې یوه ورځ یو سړي پر لاره غانچیچکه(یوډول وړه مرغۍ ده) ښکار کړه. غانچیچکه په خبرو راغله او سړي ته یې وویل: په ما کې تاته څه ګټه نه شته. که ماپریږدې تاته به درې پندونه دروښیم، چې هر یو به یې د پوره خزانې ارزښت ولري. که درې واړه عملي کړې، نیکبخت به شې. په دې درې پندونو کې د انسان د نیکبختي راز دی. دوه پندونه به هغه وخت درته وښیم، چې ستا په لاسونو کې یم او درېیم پند به هغه وخت چې ازاده شم او د هغې ونې پر بلګ کښینم درته وښیم.
سړي له ځانه سره فکر وکړ، چې درې پندونه له مرغۍ چې پر نړۍ راګرځیدلې وي او هر څه یې لیدلي وي، د مرغۍ تر غوښې ډیر ارزښتمن دي. قبول یې کړ او مرغۍ ته یې وویل پندونه دې شروع کړه.
غانچیچکې وویل: لومړی پند دادی، هغه څه چې دې له لاسه ووتل په هغه پسې افسوس مه کوه، که څه هم هغه ستا دایمي او حقیقي نعمت وي او هیڅ وخت درڅخه نه لیرې کیږي. دویم پند دادی، چې دپه پیتاوي خبرو باور مه کوه او ترې تیریږه.
سړي چې دا دوه پندونه واوریدل، د وعدې سره سم یې مرغۍ پریښوده. وړه مرغۍ چې ځان یې ازاد احساس کړ او پر ونه کښینسته، وې خندل.
سړي وویل: درېیم پند دې ووایه! غانچیچکې ورته وویل: ای نادانه تاوان دې وکړ! زما په سینه کې دوې قیمت بها مرغلرې وې، چې هرې یوې یې شل مثقاله وزن درلود. تاته مې چل درکړ، تر څو ستا له منګلو خلاصه شوم. که ته پوهیدای چې ماسره داسې مرغلرې وې، په هیڅ ډول به دې نه وای پرې ایښې.
سړي له افسوس او پښیمانۍ لاسونه مروړل او نه پوهیدو څه وکړي!؟ مرغۍ ته یې ویل که بیرته مې خواته راشې تاته به ښه دانه دراچوم او تا به هر وخت په نس مړه ساتم.
غانچیچکې وویل زه ولاړم، ته د درېیم پند په تمه اوسه.
سړي مرغۍ ته مخ کړ او وې ویل: تا وعده کړې وه، اوس دې اخیري پند هم ووایه.
غانچیچکې وویل: تا زما مخکني دوه پندونه له یاده وایستل! بې عقل سړیه! تاته مې وویل چې که دې نعمت له لاسه ورکړ په هغه پسې مه خفه کیږه. مګر ته بیاهم زما په لاسه ورکولو غمګین شوې. بیامې درته وویل چې په پیتاوي خبرو باور مه کوه، مګر تابیاهم دا ومنله، چې زما په سینه کې څلویښت مثقاله وزن دی. اخیر زه څو مثقاله یم، چې څلویښت مثقاله وزن مې په سینه کې پروت دی؟ نو ته د هغو دوو پندونو لایق هم نه وې او درېیم پند خو بیخي نه درته وایم، ځکه په قدر یې نه پوهیږې. دا یې وویل او په هوا والوته.

ليکنه: استاد وحيدالله بريال
Afghan Baryal


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

بر نا حقه وژني ورور په ورور خلک
داغه زموږ دخاوري او دکور خلک


لاس راکي دوستي کي مو احساس وژني
یو دغه څنګلوری یو څو نورخلک


دلته جنګ دوام کي ددوى  ګټي دي
ځکه خو راغلي دغه نور خلک

تل به زه ویسا ورته ښیرى کوم
ورک دي سي تهران او دلاهور خلک

مطيع الله ويسا

Matiullah Wesa

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی
پر فېسبوک مي د لاندي تصوير په اړه پوښتنه مطرح کړې وه، ډېرو دانشمندو ملګرو راسره ډېر ښايسته نظرونه شريک کړي چي دلته يې يو په يو تاسو ږدم

 

 

  Haroon Hakimi : د اوبو د ضایع کېدلو مخنیوی او په دې توګه د چاپیریال او ژوند ژغورنه

 Loy Afghan :  د ژوند هره شیبه باید زموز لپاره ارزشت ولری.

 احمد خالد نعیمی: حکیمی صاحب موافق یم

Baitullah Hameedi : زموږ حالت، په برندو ګور چې ژوند او د ژوند اړتیاوې را څخه اخیستل کیږي، خو موږ یې په برندو برندو ګورو یا څه کوو نه یې کولای نشو

Mamnoon Afghan Helmand : اوبه ژوند دی او په تصویر کی د اوبو ضایع کیدل د ماهي ژوند ته ګواښ دی. Tahir Ahmadi: مطلب دنیا یو وخت نه یو وخت پای ته رسیدونکی ده.

حميد افغان باركزاي:  ماهى د خپل مرگ شېبو ته د حسرت په نگاه گوري خو په وس يې څه نه كيژي

Mukhtar Hassan Barak : د ژوند د هری شیبی څخه باید موږ په دیر دقت کار واخلو او مثبته استفاده ځنی وکړو.

Khalid Rafiqi :د کوچنی ماهی فکر لا و دی ته رسیزی چی په دا رکم سره ختمیزم او موز چه انسانان یو هر سه وینم شکاره دی مکر بیا هم بیده یو

Ahmad Gul Totakhyl : اوبه وسپموئ ژوند وژغورئ

Gulab Mashall :موز له تندي مرو او ته يي دشمن ته وركوي

Kakar Habib Ullah Din:  ژوند اخر دغزيدلو لوري ته روان ده. خداي مو دي ايمان په نصيب کړي. او ښه خوشحاله ژوند دپاک الله ثخه غواړو

اجمل کړېدلی: د اوبو کمېدو سره د کب ژوند د خطر سره مخ کیدونکی ده خو کب هیڅ هم نشي کولای او د ژوند اخري شیبې شماري

  Ghani Hassan:  ماهی = ولس اوبه = (اقتصاد+ امنیت+ سوله) نلکۍ = دولت . البته زما نظر

نوراحمد عمرزی: اوبه دوخت په معنی دی او ماهی دانسان په ډول دی کله چی اوبه(وخت) ختمی سی نو ماهی (انسان )مری

Laiq Zirack Save The Water!: مطلب  دا وبه ژوند ده   ماهی په اوبو کی انسان 

او څاڅکی تویدل 
دا د ژوند لمحی دی
یعنی دا عمر مو داسی تیریژی او نن بیا نه راګرزی او دا وخت تیریژی او د مرګ وخت دی را لن‌‌‌‌‌‌ډيژی او اخر به د مرګ زایقه ضرور څکو
نو باید چه ژوند په هغه طریقه تیر کړو کوم چه الله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کړای.
  

 Sadiq Khaliq :هرڅاڅکی یو فرصت دی ،چي ورڅخه ګټه نه اخیستل یې د ټولنه د تباهی لور ته هم ټیل وهلای سي .  نو پکار داده چي د شیردان نلکۍ ترمیم او بېځایه تویېدني ( ؟) مخه ډب سي .

M Qadir Hijran :دا ماهي په اوسني وخت کې افغان ملت ته ورته دی چې خپله تباهي په سترګو ویني خو له لاسه یې څه نه کیږي .

Zia Malang :د اوبو ساتنه.... او د اوبو نشتوالې په صورت کې ږونديو موجوداتو ته خطر

Usman Balakarzai: زموږ د وطن ژوند ددي ماهۍ په شان هر څاڅکۍ اوبه زموږ د وينې د تويولو په شان آخير به اوبه خلاص شي او د ويني په تويولو سره به موږ او زموږ ژوند هم خلاص شي ماهۍ به مړ شي او افغانستان به هم د ماهۍ په رکم کنډ و کفر شي . د ع او غ د لاسه

Shafiq Faiz: عمر

زلمی فطري: تدريجي مرگ

Rafi Aloko: If we don't wake up and realise our problem and think of future gradually we will die before it's too late

ابو عدنان: همرا غنی حسن سره مواقفق یم ماهی خلک اوبه د نورو دی

Mahmood Pashton : په ژوند باندي يي باور نسته او هره لحظه مرګ په خپلو سترګو ليدل . خو بيا هم ماهي داوبو د وتلو ولاري ته فکر کوي لکه پوهانو چي ويلي که دخپل لاري خنډونه ليري کړو نو ژوند به مو هوساسي .د ماهي نه مطلب انسان دي مرګ مخامخ ويني خو بيا هم د ځان ساتني لپاره فکر نه دي ورسره .

Ahmad Shah Patsoon : ژوند

دژوند مسیر ·  زه خو وایم مطلب یی د ډاکترصیب اشرف غنی وپرونې ویناته دی چی ویل یی دافغانستان ټولی اوبه به راوګرځوم اوله افغانستانه به نوروهیوادوته بریشناورکوونو زه وایم افغانان اوس ددی ماهی په شان بی وسه دی که څنګه ملګرو؟

Rahmat Amiry:  اوبه زموږ عمر دی او هرڅاڅکی ورځ دعمر ورځ دی چی هر څاڅکی چی کمیږی لکه یو ورځ دعمر کمیږی او مرګ ته نژدی کیږو

سيدجمال حسني:  قانع صاحب ټولو دستانو ډیر په زړه پوری مطلبونه لیکی دی ټول دښه فیکر خوندان دی الله دژوندي لری آمین یارب

Bayzid Popal : دي سه زما په فكر دامطلب دي چي كه چيري موز پشتانه نور هم بي اتفاقه او بيده پاته سو نو درغه به لا نور هم د بربادي بيوزلي او بي اتفاقي راپكشي ديره سي ..كه سه هم اوس يي دير نفاق راپكشي راوستلي دي خو بيا هم وخت سته چي مخه يي ونيسو او بيرته ديوالي او ابادي خواته ولارسو

حکمت الله نظری: داوبو بی ځایه استعمالول له خپل ژوندسره لوبی کول دی

Ahsanullah Zahin : اوس خو اوبه ده ماهی ده ژوند لپاره قافی او ده اوبونلکه هم ده اوبو په سر کی ده که چیری نلکه اوبه خلاصی هم کی بیابه هم ده نلکی لاندی اوبه کومی چی نلکه نسی را ایستلای ده ماهی ژوند ساتلای سی خو ده پخوا رقم به هوسا ژوند ونلری؛ معنا یی زوانی ده بوداتوب په لور

Ahmad Lodin :قانع صاحب فکر کوم چې د ژوند مفهوم لري چې قطره قطره ځيني روانه ده او کله چې اوبه ( ژوند ) خلاص سي نو بس زوال دی .

Usman Afghan : زما نظر هم د لودین صاحب سره مشابع دی.

Ahmadullah Sargand: ژوند ډېر لنډ دی.

Usman Afghan :چی یو څاڅکی او تویږی زموږ ږوند هم ورسره ختمیږی او مرک ته نږدی کیږو. سر مه خلاصوه · 

 Hanif Hakim i د لودین صاب د خبري په تاید

Dawood Shah Zmaray

Don't waste waterIt may save other life:  ! Eng Jamil Wali سلام . ده ماهی زوند په خطر کی لویږی

Abdul Noor Khan : ترخو به مو بل ته طمعه كرى وى يا به بل عبارت بردى كت تر نيمو شبو وى

Faridullah Sadath:ave the water and save the life

:  Ezatullah Sultani څواړخه لری : 1:اول یوازی ځان ساتل هیڅ معنا نلری ، نر هغه دی چی نور وساتی . 2:دبل په طمعه کښینستل تباهی ده 3:اوسنی حالت نه مومړه وی اونه مو مړه کوی . فکر وکړی اصل خبره همدا زه بولم ....نور وګورئ

Aimal Sajjad: ګاونډي هیوادونه زموږ اوبه اخلي او بیرته د څاحکو په شکل موږ ته راکوي. موږ خپلو اوبو ته محتاج یو. Jan Khalil ژمی دی خو باران نه دی سوی

Abdulwali Barakzai : دغه ماهی د افغانانو د اوسنی حالت په څیر دی چی څه لری په څک څک ځنی وزی

Haroon Khan Tarzi Sardar : جناب استاد قانع صاحب زیاته معنی به نه ځني تعبیروم، خو صرف دومره به اضافه کړم دمعنی څخه یي: وایي وخت د ژوند کاروان دی. انجام مو مرګ دی

جلال الرحمن شرر: که مو د ژوند امکانات تر لاس رسي لیري (دباندي) وه ـ د خپل ژوند د ژغورلو وړتیا به مو هم د لاسه ورکړې وي!

Srak Hikmat : دا تصوير د ډېرو موخو لپاره کارېداي سي، لکه او به ژوند دي خو پورته ملګري هم سحح دي د خپل نقطه نظر نه.

Hafiz Ali Ahmad فکر کوم د افغانستان .................

Noor Ahmad Noorani: زما په فکر اوبه دونیا ده ماهی امریکا ده اوبه چی راتویزی هغه افغانستان ته رازی

Safiullah Maroofi: زما په فکر قانع صاحب هر سه لرو خو د مصروفولو لار یی نشته او د تر لاسه کولو استعمالولو لاری باندی نه پوهیژو او یا هم وسایل یی نه لرو

Janan Momin: د عمر تېرېدل

Ab Shafi Hadi :قانع صاحب زماپہ فکراوبہ وخت دی او ماھی انسان دی

Mohib Ullah Khan :

That mean you're going to die Mohib Ullah Khan ·

 ژوند دمخلوق طبعی حق دی بیله شرعی اوقانونی مجوزه دژوند اخیستل ظلم دی

جاويداحمد ماليار:  اخیرچی اوبه خلاسی سی اوماهی به مرسی داچی سرنگه افغانان بی سرپه ره سته دی اوپای بی سنگه وی

Hasham Agha :محترمه ددی معانه ده ددونیااخیر یعنی لزواخت پاته ددونیادی

Muhammad Ilyas Khatibi :یعنی د انسان ژوند د دا ماهی په شان دی چی ورز په ورز کمیژی آخر مرگ سته چی دا یو تریخ حقیقت دی نو موژ باید ددی حقیقت سخه سترگی پوتی نه کرو.

 


ډېر ـ ډېر راباندي گران ورورک او درانه اوستاد ښاغلي سيد احمد خان قانع ته  

خپل د ميني او گرانښت درودؤنه ( سلامؤنه ) وړاندي کوم .

ارجومند ( ارجمند ) اوستاده ، ستاسي دغه د ( هسک کلتوري او معلؤماتي ويبلاگ ) پاڼي ته خؤ مؤ ، گوته په غاښ ، ښه دغسي يو گړی هېښ ـ پېښ پاته سوم ! 
دا په دې درته وايم چي زمؤږ ؤ ستاسي په دې د کار او روزگار باندي اخته زمانه کښي په يوازي سر د يوې داسي پاڼي راايستنگ ، په يوازي سر په هغه رسېدنگ ، او په يوازي سر ئې چلونگ ــــ دا خؤ زه بېخي هيڅ آسانه کار نه بولم . 
د ښايست د خوا خؤ نو بېخي ، په تمامه مانا ، پر تمامه ده ؛ هيڅ ويل نه پکښي کېږي !
دا چي پر دا هر څه سربېره بيا د يوه ليکوال و ليکنؤ ته د امانت داري په سترگه پکښی کتله سوي دي دا خؤ ئې نو بيا بېخي نؤرـ ي ـ الله نؤر دئ !

زمؤږ د زړه سر ارجومند اوستاده !

په خپله دغه ښايسته او درنه يادداښتي ځالئگۍ / ويبلاگ کښي مؤ دوندي بېلابېلي فرهنگي گنجينې
( خزانې ) ځای پر ځای کړي دي ، چي هيڅ د چا زړه ته نه لوېږي .

ددغسي يوه غټ فرهنگي کار د تر سره رسولؤ دپاره ، که د سرکار د خوا جوړ يو وزارت هم دروله سوئ وای ، نو زما په گؤمان سره ، هغه به لا هم و دې درانه کار ته اؤږه نه وای ورکړې ــــ دا به دهغؤ دپاره لا هم يو تر تؤوان وتلئ کار وای .

درؤند اوستاده !

دا ښه په جار درته وايم ، چي آفرين ! آفرين ! سل آفرينه دي ستاسي پر دغه پښتني ،او پښتنه فرهنگي مېړانه سي !

په هستي مؤ وياړؤ ، زمؤږ جانانه !

هست ، خوښ ، آبات ، او گړندي اوسئ .

                                ستاسي پښتؤن ورور ، غرڅنی خان بابی

                                              Ghartsanai Khan Babai 

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

د کندهار د ښاره څخه که د لوېديځ ـ سؤهېل لوېديځ پر خوا باندي ور روان سئ ، نو تر څه نه څه ۱۵ ميله مزل کولؤ ورؤسته به برابر د پنجوايي و سيمي ته ور ورسېږئ.

 ددغي سيمي څخه که بيا ، وينې ، داسي يو درې نيم ميله لا نور د شمال ـ شمال ختيځ پر خوا مخ پسي ور ونيسئ ، نو پر يوه غره باندي به ور پېښ سئ ؛ چي په دغه غره کښي به مؤ يو لؤی غار هم ، چي شمشېر غار باله کېږي ، تر سترگؤ سي . 
د ارغنداو د رودخانې پر ختيځه غاړه باندي د بادوان په نامه سره يو کؤچينی کلی پروت دئ ، چي يو خؤ ئې خلگ زياتره کښتگر او کروندگر دي ، او بله ئې دا چي و شمشېر غار ته هم تر نورؤ ټولؤ کلؤ دغه يو بېخي ډېر ور نژدې دئ .

د غره د راکښته لمني څخه چي مخ پر لوړه د غار تر خولې پوري ورخېژئ ، نو د دغه څه نه څه ۱۵ ــ ۳۰ دکيکو ( دقيقو ) پوري وخت نيسي . 


شمشېرغار د افغانستان و سؤهېل ـ لوېديځ ته د يوې غټي رېگستاني سيمي پر څنډه پروت دئ . د دوري رود ــــ چي د ارغنداو په رود ورگډېږي او د پنجوايي و سؤهېل ـ لوېديځ ته تر څه نه څه ۲۰ ميلؤ پوري بهېږي ــــ د کندهار ددغي سيمي د غرؤنؤ ، چي زياتره ئې د اهاکي ډبرؤ دي ، د کښته لمنؤ او د رېگستان د سيمي تر ميانځ د يوه مرز په شاني پروت دئ . دغه غار د ارغنداو د اوسني رود د غاړؤ څخه دغه نژدې سل ميتره لوړ دئ .

د لؤمړنيؤ څېړنؤ د مخي داسي اېسېدله چي شمشېرغار درې غټ دهلېزؤنه لري ، مگر پر څو کؤچينيؤ برخؤ باندي تر وېشله کېدو راورؤسته ئې خبره ولاړه ، و ټولټال پنځو دهلېزؤنؤ ته ورسېده ، چي هغه ئې دا دي : 
لؤمړی دهلېز : دغه دهلېز ئې څه نه څه ۱۶ ميتره اؤږد ، ۱۱ ميتره برداره ، او ــــ د غار د خولې پرته ــــ نور نو ټوله دوه نيم ميتره لوړ دئ .

د لؤمړي دهلېزه څخه و دوهم دهلېز ته يو راهرو وروتلی دئ ، چي هم ډېر تنگ او هم ئې چت بېخي ډېر راکښته دئ ؛ دغه راهرو دوهم دهلېز د لؤمړي يوه څخه جلا کيي . 
دوهم دهلېز : د دغه دهلېز اؤږدوالی ئې ۱۷ ميتره دئ ، برواله ئې ۱۳ ميتره ده ، او اؤږدواله ئې ــــ د دهلېز د خولې پرته ــــ و ۶ ميترؤ ته رسېږي . و درېيم دهلېز ته تر وررسېدو دمخه به تر يوه ډېر تنگ راهرو ورتېرېږئ ، کم ( کؤم ) چي څه نه څه ۱۱ ميتره اؤږد دئ ، يونيم ميتر ئې بروالی دئ ، او يونيم ميتر ئې هم لوړواله کېږي .


درېيم دهلېز : درېيم دهلېز ئې ، چي تر پنځو سرؤ دهلېزؤنؤ ډېر غټ دئ ، اؤږدواله ئې څه نه څه ۳۵ ميتره ده ، برواله ئې ۲۵ ميتره ده ، او لوړواله ئې و ۳۰ ميترؤ ته رسېږي . 
څلرم دهلېز : د څلرم دهلېز اؤږدواله ئې و ۴۰ ميترؤ ، برواله ئې و ۱۰ ميترؤ ، او لوړواله ئې و ۱۲ ميترؤ ته رسېږي . 
پنځم دهلېز : و پنځم دهلېز ته ئې ورتگ ډېر سخت او دؤښوار دئ .

دغه دهلېز د درېيم يوه څخه څه نه څه ۴ ميتره لوړ دئ . که غواړئ چي ځان ور ورسوئ ، نو بيا به داسي کوئ چي يو تن به راولاړېږئ او د ها بل يوه پر اؤږو باندي به هلته لوړ ور پورته کېږئ .

که دا نه کوئ ، نو بيا يو څو ډبري راواخلئ ، سر پر سر ئې کښېږدئ، آ زياته نو لوړ باندي ور پورته سئ شمشېرغار يو وچ غار دئ ؛ اؤبه نه لري .

و لؤمړي او دوهم دهلېز ته ئې لا ها دغونده يو د لمر رؤڼا وررسېږي ، مگر که ئې په درېيم ، څلرم ، او يا پنځم دهلېز ورننوزئ ، بيا نوهغه دئ چي رؤڼا هم سوکه ـ سوکه درڅخه ځي ، الونيا کېږي .

ددغه اسيته څخه مؤ نو بايست چي همېشه يو څو دانې لمپې او يا د لاس څيراغان هم درسره اخيستي يي . د شمشېرغاره څخه ، د پخوا زمانو راهيسي، د يوې پناهگاه په توگه کار اخيستله سوی دئ .

په هره زمانه کښي چي تاړاک کوؤنکؤ پر دغه خاوره باندي تېری کړی دئ ، نو پناه غؤښتؤنکؤ ، د خپله دؤښمنه څخه د يو سرپناه پر پاري ، تل و همدغه شمشېرغار ته پناه وروړې ده . مگر اوس ، دادئ ، تش ـ تور ولاړ دئ او ها خپل بؤمي اوسېدؤنکي ئې لا هم سر نه ورايسته کيي . 
په ۱۹۵۰ ميلادي کال کښي د ’’ امريکا د پنځؤني ( طبيعي ) تاريخ د موزيم ‘‘ د خوا په شمشېرغار کښي ځيني کيندني وسولې . که څه هم تر هغؤ کيندنؤ او څېړنؤ کولؤ ورؤسته دغه غار په ’’ تر تاريخ مخکښي دورو ‘‘ کښي و نه شومارل سؤ ، مگر دا چي د ميلاد د زېږېدو څخه بيا د مغؤلؤ د تاړاک تر زمانې پوري د بشري ژوندانه نخښي ؤ نيښانې پکښي وليدل سولې ، نو په باره کښي ئې ها يو دغونده ښه سؤ ، دا را پر ډاگ ته سوله ، چي نؤموړی غار د افغانستان په تاريخي دورو پوري اړه لري . 

په شمشېرغار کښي ،’’ تر ايسلام ( اسلام ) مخکښي ‘‘ ، د بشر د ژوندانه د کولؤ نخښي ؤ نيښانې په دغؤ تاريخي دورو کښي هم ليدله سوي دي : 

۱ ــ تر کوشان مخکښي دوره : دا دوره تر ميلاد سل کاله مخکښي دورې لا په ور مخته دوره کښي راځي . 
۲ ــ کوشاني دوره : دا دوره ’’ تر ميلاد سل کاله مخکښي دورې ‘‘ څخه رانيولې بيا د ’’ تر ميلاد را ورؤسته تر درې نيم سوه کالؤ پوري ‘‘ په دوره کښي راځي . 
۳ ــ کوشاني ــ ساساني دوره : دا دوره تر ميلاد را ورؤسته د درې نيمؤ سوؤ کالؤ څخه رانيولې بيا تر اؤوه سوه کالؤ پوري په دوره کښي راځي . 

زمؤږ يو کؤچينی ويـــــديــــــاني گــــــــــښـــــــــــت: 

د ډېره کؤچينيوالي راهيسي مي د يوه او بل د خولې دا اورېدلي او په مغز کښي مي پاته ول چي ، ’’ ’ ورک ئې که ... يو دونه لؤی تک ـ تور غار دئ چي د سړي تره پکښي کېږي ! ‘ ’ ددې غار سر ؤ پای تر اوسه پوري هيڅ چا نه دئ مالؤم کړئ ؛ دونه لؤی غار دئ ، وپيدې ، چي يو سر ئې دالته په کندهار کښي دئ ، او ها بل ئې نېخم چي وايي په اېران کښي دئ ، په اربستان ( عربستان ) کښي دئ ، او که گوره چي د دؤنيا پر کم سر دئ ؟! ‘ ’ په شمشېرغار چي يپلا ( يو پلا ) څوک ورننوتلی دئ ، بيا په هغه خودای که ژوندی ځني راوتلی دئ ! ‘ ’ په شمشېرغار چي دا ورننوتلې ، آ بالا نو درکمه ، دغه لم غؤټه سپاره ، چي ايسته ؤ دوري به دي پر سر درته کېږي ، مگر ته به ئې په سترگؤ لا هم نه سې ليدلای!

گوره چي دا نو اوس پېريان دي ، دېبان دي ، مادرزؤميان دي ، که څه

ابېجي بلاوي دي ؟!

خؤ تؤري ئې را کښلي يي ، بالا دي دې ته نه گوري ـــ د خلگؤ خوارانؤ سرؤنه غوټ - غوټ په ور پرې کيي ! ‘ ’ وام په اغه خودای که به درواغ درته وايمه ! بس دغسي غټي گردۍ ـ گردۍ ارې دي ، چي د اينسان مغز کار نه ورته کيي ، دا ئې نو بيا وا دي روېدو لوړ د چته څخه راځړېږي .

ته به په ځان لا نه ئې خبر چي په څرخېدو ـ څرخېدو کښي به وختي لا درباندي راغلي يي ! بس خودای مؤ دي ځني ساتي ؛ دا چي پر هر چا باندي ور برابري سوي دی ، هالته ئې ځای پر ځای د بدن پر نيمايي باندي غوټ اره کړي دي ...! ‘ ‘‘ 

  د ۱۳۷۵ کال د غبرگولي د مياشتي پر اتمه نېټه باندي د درې شنبتي ( سې شنبې ) د روځي د ماپښين د دوو بجو په شا ؤ خوا کښي ما ( غرڅني خان بابي ) ، زما گران مشر ورورک ( ښادروان شهيد مجيد خان بابي) چي داغ ئې د همېشه دپاره زما پر زړه پاته سؤ ، زما گران کشر ورورک ( بريالي خان بابي ) ، زما گران خوريي ( پښتؤن خان بابي) ، زما گران وراره ( رگښتي خان بابي ) او زمؤږ يو گران دوست ( اسدالله خان قريشي / آغاي گؤل ) زمؤږ و يوې سپيني سراچې گاړي ( موټر ) ته ، چي ما به د مسخرو ’ کوارچه گاړه ‘ ورته ويله ، و دغي ته مؤ ځانؤنه سره ورواچول او زياته مؤ نو مخ د شمشېرغار پر خوا ، د يوه کؤچيني ويدياني گښت 
( علمي سير/ سير علمي ) د کولؤ پر پاري ، ورونياوه . ښه ټکنده غرمه وه چي و پنجوايي ته ورورسېدلؤ . دورې د اسدالله خان پر يوه دوست باندي ورغللؤ . تر روغبړ ـ موغبړ کولؤ ورؤسته که مؤ کتل چي يو څو تنه راغلل او و آغاي گؤل ته کښېنستل ؛ يوه به ورته ويله چي ، ’’ ډاکټر آغا پر نس مي درد دئ . ‘‘ او بل يوه به بيا دغه ورته ويله چي، ’’ خورا کلپ بيمار يم ! د بدن سېک مي ختلی دئ . کرۍ شپه مي داسي وچ ـ کلک پر ملا درد يي ! بس که دی يوه نؤسخه را وکښله ، دؤآ گويه به دي يم ! ‘‘ آغاي گؤل به هم و جېب ته لاس کئ ، کلم او يوه ټوټه کاغز به ئې باندي راوکښله او باره به ئې د ’’ کـــؤټـــرای مـيــسازول ‘‘ په نامه گولۍ ور وفرمايلې ؛ او تر هغه لاندي به ئې ورته وکښله ( ۱ + ۱ + ۱ ) د دغه مانا دا وه چي ياندي درې وخته : سهار ، غرمه ، او ماښام به يوه يوه دانه ځني خورې ــ پرېږدې به ئې نه ! بالا که خودای کول شی لا منې که په سترگؤ ووينې ! 

دالته د کلي سره نژدې يوه غټه واله هم بهېدله ، چي په هغه کښي تر لمباو کولؤ ورؤسته مؤ يوه دانه بيجلی او يو څو د لاس څيراغان راسره راواخيستل او بالا نو برابر د شمشېرغار د غره پر خوا باندي ور رهي سولؤ .

زمؤږ لاربه ( راهنما ) د آغاي گؤل يو دوست او په خپله د همدغه کلي سړی ؤ . بس دی مؤ مخ ته کړی ؤ او مؤږ ټوله تر شا په پسې ؤ .

په شمشېرغار کښي وگرځېدلؤ ، مگر ها څه چي مي په کؤچينيوالي اورېدلي ول ، هغه مي په سترگه نه سول . مگر هو نو ، د سړيانؤ ( انسانانؤ ) هډؤکي ، پر دېوالؤنؤ باندي ځيني ليکني ، په سره رنگ باندي کښله سوي انځورؤنه ، توږني ، شوپرکان او وهري خوا ته ئې گنگي ــ چي گرده غار ئې پر سر اخيستی ؤ ؛ نور نو خاوري ، مټ او دؤړي ... چي دا ټوله مؤ لا ښه په پېخر وليدل .

کله چي زمؤږ لاربه راته وويله چي ، ’’ د روسانؤ په وختؤ کښي چي به پر دغه کلي باندي بمبارۍ کېدلې ، نو مؤږ به کور تر کوره ټولؤ و دغه غار ته پناه راوړله . ‘‘ دده د دغي خبري څخه ما يو دغونه څرک وايستئ چي د شمشېرغار څخه ، په رشتيا سره هم ، د تاريخ په اؤږدو کښي د يوې بشري پناهگاه په توگه کار اخيستل سوی دئ . 

ما ، ښه ؤ ، په دغه ويدياني گښت کښي مي هم ، د نور کله په شاني ، خپله ’’ کیانن ‘‘ کېمره راسره اخيستې وه ؛ چي په غار کښي دننه او تر غار را دباندي مؤ يو څو سيترې
( عکسؤنه ) په واخيستلې او زياته نو پر خپله تړه ځني روان سولؤ  که ښه وې ، نو هغه وختي لا ښه وې ! ها خپل د زړه سر ورورک ( ښادروان شهيد مجيد خان بابی ، چي مؤږ به د ډېره گرانښته څخه شيرين خان باله ) خؤ به مي لا راسره ؤ .

د ورورک بېلتانه مي پر زړه داسي کاري او ناسؤري پؤرهار را جوړ کئ ، چي شمشېرغار د مېږي تر غار لا ډېر کؤچينی ورته اېسي ! 

د شمشېرغار په باره کښي مالؤمات مي د لؤيي دؤپري د ’’ شمشېرغار : هيسټوړيک کئيو سايټ اين کنډئهاړ پړاوينس ، ايافگيانسټیان ( ايانتړئپئلاجيکل پئيپئړز اف د امړيکن ميؤزييم اف نيآچړل هيسټؤړي) د نسک (کتاب) او دده د ’’ايافگيانسټيان‘‘ په نامه د نسک څخه را اخيستی دئ.

د انگرېزي څخه و پښتو ته را اړونه او ليکنه: د ښاغلي غرڅنی خان بابی ده



مشغولا درته پيداسوه ساعت دي تېردى 

خپل دميني ليونى ملنگ دي هېر دى 

 

زه دي کله هېروم دمرگي هېرسې 

هرساعت دي يادوم عمردي ډېردى


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

 


یوه شپه په کوچنیوالي زما مور چي ټوله ورځ د کور په کار ستړې ستومانه سوې وه ،زما د پلار ومخ ته یو غاب سوځلې غورمه پر سترخان کښېښوول.زه په دې انتظار وم چي اوس به مي پلار د خولې لاس واخلي چي دا څنګه سوځلې غورمه ده مګر پلار مي نوموړې غورمه او ډوډوۍ په ډېر خوند سره وخوړه او بیا یې زما د مکتب په اړه پوښتنه وکړه.
کله چي مور سترخان ټول کړ او زه د پلار سره یوازي سوم نو پوښتنه مي ځني وکړه چي ستا رشتیا سوځلې غورمه خوښه ده چي څه دي ونه ویل؟ پلار په غېږ کي و نیولم ، مچ یې کړم او ویې ویل چي مور دي نن ټوله ورځ کالي برېولل،کور یې پاکولئ،اوتو یې کولئ او ډېره ستړې سوې وه ، او بل دا چي سوځلې غورمه څوک نه خوږوي مګر سپکي سپوري او ناوړه خبري څوک ډېر خوږوي.(ژباړه)


د ښاغلي امان کامران له فېسبوک پاڼي څخه   Aman Kamran

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

دا دی څو پیړۍ کیږي، چې خلک د واده په ورځ خپلې میرمنې ته د واده څله چپ لاس ته اچوي، تر څو د دوی مینه تلپاتې او ریښتینې وي، خو جالبه دا ده، چې موږ د دې رواج او عننې په هکله هیڅ فکر نه کوو، چې ولې یې د چپ  لاس څلورمې ګوتې ته اچوو. پاتې دې نه وي، چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې همدا ګوته(د واده څله) د ښی لاس څلورمې ګوتې ته اچول کیږي. زه افغان یم او زموږ په هېواد کې یې خلک چپ لاس ته اچوي، خو زه اوس په روسیه کې اوسیږم او  وینم، چې هغه سړي او میرمنې، چې واده یې کړې وي، د واده څله ښی لاس ته اچوي. ښه، پس د کوم ځای نه دا رواج او عننه رامنځ ته شوې ده؟

د واده څله او لرغونی مصر

د موضوع څېړنه به د مصر نه راپیل کړم، دا ځکه، چې دا رواج د لوړمي ځل لپاره څه نا څه ۵۰۰۰ کله مخکې رامنځ ته شوی دی؛ لرغوني مصریانو به خپلې لیلا ته ګوته اغوستله، خو دا ګوته نه نقره او نه ظلایي وه، بلکې د مزرو نه به جوړه شوې وه او ټولو عادي خلکو به اغوستله.

دا یوه تاریخي جوته او ریښتیا خبره ده، چې دا رواج د لومړي ځل لپاره مصریانو کولو. ولې چپ لاس؟ د دې پوښتنې ځواب ډیر اسان دی، هغه دا چې په لرغوني مصر کې طبابت او درملنه ډیره پرمختللې وه او د  هغه وخت ډاکټرانو  د انسان اناتومي څیړل پیل کړي وو؛ ډاکټران په ګډه داسې موافقې او هوکې ته راغلي وو، چې د انسان د چپ لاس څلورمې ګوتې نه یو رګ زړه ته ځي او بله دا چې د لاس دغه ګوته د کار کولو  په وخت کې ډیر نه استعمالیږي، له دې کبله ښه به دا وي، چې د واده څله همدې ګوتې ته واچول شي.

اوس به راشم لرغوني یونان ته؛ په لرغوني یونان کې حتی د ګوتې(څلو) یوه  ستر ژبه وه.  معمولا دا ژبه سړیو کاروله، تر څو د ځان په هکله چاپېریال ته معلومات ورسوي. په یونان کې به د عشق او مینې الهه (إلهة)- آفرودیت هم د لرغونو مصریانو رواجونه تکرارول. کله، چې به یوه نارینه څله د لاس څلورمې ګوتې ته اچولې وه، نو دا به په دې معنا وه، چې دا سړی نیول شوې (کوژده شوی)دی. کله چې به چله په دویمه ګوته کې وه، نو دا به د نجلۍ د نه لرلو او لټولو په مانا وه. څله په دریمه ګوته کې د دې په معنا وه، چې دا سړی حاضر او اماده دی، چې د میرمنې نه پرته د مینې یوه معشوقه هم ولري.

 کله، چې به یوه یوناني چله د لاس پنځمې (کوچنۍ ګوته) ګوتې ته اچولې وه، نو دې سړي به خلکو ته دا په ډاګه کوله، چې دی اوس څوک نه لري او نه د چا سره اوس یاري کول غواړي.

اوس به راشم د دې هیواد خلکو کیسې ته، چې زه اوس په کې ژوند کوم. د بتپرستۍ په وختونو کې به روسانوټولو ژوندیو موجوداتو ته سجده کوله، خو تر ټولو ستر خدای یې یاریله(د لمر رڼا خدای) یا لمر وو او دوی به د لاس دغه ګوته ورسره تړله؛ سړیو به خپلو ښځو ته طلایي چله اچوله، دوی په دې باور وو، چې په دې ډول به د لمر زور او قوت ښځه د ناخوالیو ساتي. ښځو به خپلو میړونو ته نقريي کوته اغوستله، چې د میاشتې انرژي او زور به تل ورسره وي او محافظت به یې کوي. د یادونې وړ ده، چې په یوه کورنۍ کې به د واده څله د یوه نسل نه بل نسل ته ورکول کیده، په بله ژبه کله چې به د یوې مور لور یا زوی واده کوله، نو هغې به خپله چله ورکوله، په دې ډول تر ټولو درنده او ارزښتمنه څله هغه وه، چې له ډېرو نسلونو به راتېره او پاتې وه. هو، چې رانه پاتې نه وی، روسانو یو شرط درلود، هغه دا چې هیڅکله به یې څله د لاس ګوتې نه ایستله نه. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې د روسانو په شمول په ډیرو خلکو کې دا رواج شته، چې د واده نه مخکې یوه چله(کوژدې) وي، هغه په دې مانا چې دا نجلۍ کوژده او چا ته ورکړل شوې ده.

ایا تاسې خبر یاست، چې د لاس هره ګوته د کورنۍ د غړو مانا لري؟

د لاس لومړۍ (غټه) ګوته د مور او پلار، دوهمه ګوته د ورونړو او خویندو، منځنۍ ګوته د خپل ځان، څلورمه ګوته د ښځې او میړه او د لاس کوچۍ ګوته د ماشومانو او زامنو په مانا دي.

په دې رواج کې یو بل پت راز هم شته، هغه دا چې د لاس دغې ګوتې ته د چلې اچول زړه ته د ناسمې انرژۍ تګ مخه نیسي، یا په بله ژبه کله چې ښځه او میړه یو بل ته څله اچوي، د نورو خلکو نه د زړه ټولې دروازې تړي، تر څو بل څوک ونه شي کولای په زړه کې ځای پیدا کړي.

ښه،  اوس به په موضوع د ډاکترانو نظر ته یوه لیدنه وکړو

د ډیرو ډاکټرانو په نظر د واده چله د لاس په ګوته کې هر وخت ګته وره نه وي؛ په لاس کې ډیر رګونه شته، چې چله یې لار بندوي. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې ډاکټران وايي، دا مهمه ده، چې څله د کومو موادو څخه جوړه شوې ده؛ ځینې فلزات کولای شي د زړه، ګوردو، ینې او عصبي په سیستم تاثیر ولري. د یوې ظلایي چلې اچول یوه کټه لري، هغه دا چې د لاس دغه ګوته د ډیرو ارتوپیدي ناروغیو ساتي.

په پای کې به زه دومره ووایم، چې دا ټولې خبرې زما په اند عام معلومات دي، دا په دې مانا نه ده، چې تاسې خپلې چلې ته وګوري او په دې فکر کې ډوب شي، چې ستاسې جانان څومره مینه، څنګه مینه درسره لري.
ليکنه: نیک محمد ویال، د روهي نه په مننه

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

يوه ورځ  يو  پروفيسر  او  شاګرد يې د پوهنتون نه دباندي په چکر ووتل، 

يو غريب بزګر يې وليد، 
 چي په خپله کرونده کي پښې يبلي او په خولو لوند په کار لګيا دی .

شاګرد  پروفيسر ته وويل :

ــ  راځه نن لږ سات تېر کړو، زه به له دې بزګر څخه بوټونه پټ کړم ،
چيرته به ورته غلي شو، چي بزګر څه کوي؟

پروفيسر ورته وويل :

ــ  که سات تېروې او زړه ته سکون ورکوې؛ 
نو داسې وکړه، چي دبزګر په بوټونو کي يوه يوه سيکه واچوه،
بيا به دلته  ورته پټ شو چي دی څه کوي .

شاګرد يې خبره ومنله،
ورغی دبزګر په دواړو بوټونو کي يې يوه يوه سيکه واچوله .

بزګر چي کله کار بس کړ، د بوټونوخواته ورغی،
چي يو بوټ يې پښو کړ، واپس يې وويست، ټک يې واهه،
چي ګوري پر ځمکه ترې دسرو زرو يوه سيکه وغورځيده،
بزګر سيکه راپورته کړه لټ په لټ يې واړوله، 
سترګو ته يې نږدې کړه، بيا يې يو خوا بل خوا وکتل،
چي څوک يې ونه ليدل، سيکه يې جيب ته واچوله .

دده حيرانتيا او خوښي هلته يو په دوه شوه،
چي بل بوټ يې پښو کاوه، له هغه يې هم سيکه راپورته کړه،
جيب ته يې واچوله بيل يې واغورځاوه او لاسونه يې د خدای دربار ته اوچت کړل،
تر ډېره ولاړ  و، اسمان ته يې کتل  او شونډي يې خوځيدې .

پروفيسر چي شاګر  ته وکتل،  په سترګو کي يې اوښکي ډنډ وې .

ــ  څنګه! په مخکيني کار به ډېر خوښ شوی وی  او که اوس ډېر خوښ يې؟

شاګرد وويل :

ــ  پروفيسر صيب! نن مي داسې سبق زده کړ،
چي په ټول عمر به يې هېر نه کړم،
نن زه په دې هم پوه شوم چي  ورکوونکی لاس هميشه د اخيستونکي لاس نه غوره دی .

پروفيسر ورته وويل :

ــ  که په ژوند کي حقيقي خوښي ترلاسه کول غواړې؛ نو د نورو سره مرسته کوه!
 
ژباړه : نورالله غازي يار


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

په روژه کي څه ډول د تندي مخه نيولای سو؟

ټولو مسلمانو وروڼو ته درمضان المبارک دمبارکۍ له وړاندي کولوسره دتندي دمخنيوي په موخه داڅو کرښي وړاندي کوم هیله ده چي خوښي مو سي، په پام کي به يې ونیسئ  او په روژه ماتي کي به موږ په دعا کي درسره شریک کړئ.

دفلکیاتو ماهران وايي چي دسږ کال درمضان دمیاشتي ورځي په تېرو ۳۳ کلونو کي ترټولو اوږدې  ورځي دي الله تعالی دي روژه نيونکو  ته ستر اجرونه او ثوابونه ورکړ .

همدا راز سږ کال روژه په سخته تودوخي او د دوبي (ووړي) په منځ کي ده چي لوږه او تنده به يې دتېرو کلونو په نسبت زیاته وي مونږ پدې لیکنه کي روژه ساتونکیو ته په تنده دبرلاسي لپاره ځيني ګټوري مشورې وړاندي کوو. 
دروژې دمبارکي میاشتي په ورځو کي دتودوخي ددرجو لوړوالی حتما روژه ساتونکی سخت تږی کوي او هغه خواړه چي روژه لرونکی يې خوري دروژې په مهال کي په تنده باندي دبرلاسي په راوستلو کي ستر رول لوبوي،
 ددې لپاره چي تنده له مېنځه یوسو او يايې راکمه کړو باید لاندي مشورې په پام کي ونیسو .

١: له هغو خوراکونو څخه تر وسه وسه ډډه وکړو په کومو کي چي
مسالې زياتي کارول سوي وي

  په تېره بیا په پشلمي کي ځکه چي  دمساله لرونکو خوراکونو له خوړلو څخه وروسته انسان دزیاتو اوبو څښلو ته اړ کېږي.

٢: روژه ساتونکی باید هڅه وکړي ترڅو دشپې لخوا څو څو ځلي لږ لږ اوبه وڅښي ترڅو يې په بدن کي داوبو نېمګړتیا بشپړه سي .

٣: دشپې لخوا او په پشلمي شنه واښه، سلاد، اوتازه مېوې وخوري ځکه چي دا ډول خواړه پخپل ځان کي زياتي اوبه ساتي، سلاد، واښه اوسبزیجات په ګېډه کي دزیات وخت لپاره پاته کېږي چي دلوږي اوتندي کچه راټېټوي .

٤: په سلاد او خوراک کي تل دمالګي په ځای لېمو وکاروو، ترېو والی يې په خوند کي دمالګي ځای نیسي خو تنده نه رامنځته کوي همدا راز مالګه عموما ضررونه لري خو لېمو سرچپه روغتیا ته ګټه رسوي .

٥:  له تروو خوراکونو څخه باید ډډه وکړو لکه ترېو ماهی، اچار، سرکي او داسي نور ځکه چي دا ډول خواړه انساني بدن داوبو څښلو ته اړ باسي .

  ٦: ځېني کسان پدې باور وي چي که په پشلمي زياتي اوبه وڅښي بيا دروژې په مهال لږ او یا بېخي نه تږی کيږي خو دا بېځایه سوچ دی ځکه چي دا ډول اوبه دبدن له اړتیا څخه زیاتره وختونه زیاتي وي چي له څښلو څخه څه وخت وروسته يې پښتورګي بېرته فلټر کوي . 
دروژې په میاشت کي دمائعاتو زيات کارول لکه مصنوعي شربتونه ، ګازي مشروبات، په ګېډه ناوړه اغېزې کوي، 

معده کمزوري کوي، دهاضمې نظام ګډوډ کوي او په خېټه کي ګربړ پېښوي، 
په همدې ډول ځېني کسان دروژه ماتي په وخت کي زیاتي یخي اوبه څښي چي دا تنده نه کموي بلکه په ګېډه ناوړه اغېزه پرېږدي،
 اوبه باید برابري سړې وي او روژه ساتونکی يې باید 
په نوبتي بڼه لږ لږ وڅښي، داچي يوڅوک دخوراک په مېنځ کي خواړه په اوبو تخته کوي ناسم کار دی داځکه چي هغه يې هضمولوته وخت نه ورکوي غوره طریقه داده چي خواړه په خوله کي ښه وژوول شي ترڅو يې ګېډي ته هضمول اسانه سي .
٨:  همدا راز روژه لرونکی باید دهغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړي
 کوم چي په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي
 او یا يې دخوږوالي لپاره زیاته بوره په کي کارول شوي وي
 روغتیا پوهان وايي چي دا ډول مشروبات روغتیا ته ضرر پېښوي
 او ماشومانو ته حساسیتونه راولاړوي او په ځای يې باید تشي اوبه
 او یا دتازه مېوو نښتېځل سوي مشروبات وکارول سي .


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی
 


په پخواني چين کي يوه ښکلي شهزاده تصميم ونيو چي واده وکړي،

 خو د خپلي خوښي وړ نجلۍ يې نه شوای موندلی.
 يوه ورځ يې د سيمي ټولي نجوني ماڼۍ ته راوغوښتې.
په دې نجونو کي د يوه خوار بزګر لور هم وه. 
بېوزله نجلۍ پوهېدله چي د دې انتخابېدل يو خوب دی، 
دا يواځي د شهزاده دلېدو له پاره راغلې وه.
شهزاده ټولو نجونو ته څو توري وړي دانې ورکړې او ويې ويل:
_دا د ګلانو تخم دی، ويې کرئ، 
هري نجلۍ چي ښه ساتنه ئې ترې وکړه او ښه ګلان يې وروزل،
 نو هماغه به زما راتلونکې مېرمن وي.
بېوزلي نجلۍ هم په نه زړه د ګلانو تخم ور واخيست،
 کورته راغله او تخمونه يې په يوه زاړه ګلدان کي وکرل.
نجلۍ به هره ورځ تر ګلدان راګرځېده، 
په خپل وخت به ئې اوبه ورکولې، 
خو ګلدان هماغسي سپېره پاتي و  او ان 
يو شين ډکی هم پکي راونه ټوکېد.
نجلۍ د کلي له تکړه باغوانانو سره مشوره وکړه، 
د هغوی خبري ئې عملي کړې، 
خو له تورو خاورو پرته يې بل څه ونه لېدل.
شپږ مياشتي ووتې،
 د شهزارده په امر هغه نجوني ماڼۍ ته ور وغوښتل شوې 
چي د ګلانو تخم يې وړی و.
بېوزله نجلۍ هم له خپل تش ګلدان سره ورغله او د لوی تالار
 په کونج کي غلې ودرېده. 
شاوخوا يې وکتل، 
د هرې نجلۍ په لاس کې له ښکلو ګلانو ډک، 
ښايسته ګلدانونه ښکارېدل.
ټولي نجوني خوشاله وې، 
هري يوې تمه درلوده چي دا به د شهزاده راتلونکي مېرمن وي.
شهزاده راغی، ګلانو ته يې وکتل،
 تر تولو نجونو تېر شو، په کونج کي ولاړي غلي بېوزلي نجلۍ ته ور وګرځېد،
 د هغې لاس يې ونيو او وي ويل:
زه له دې نجلۍ سره واده کوم.
په تالار کي شورماشور شو، 
پاچا، وزيرانو او نورو نجونو ويل چي
 دا نجلۍ خو له يوه مات او سپيره ګلدان سره راغلې ده.
شهزاده وويل:
ما د ګلانو تخم نه و درکړی، 
وړې توري تېږي وې. 
د خپلې خوښي رېښتينې نجلۍ مي وموندله

 


ژباړه: احمدي

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

ته وا لعل یې ورپېیلی چي هرښاخ انار انار دی
شین ارغند رنګ بدل کړی چي تک سور موکندهار دی
دخلقت په سرچینو کي دا را وړاندي کوم بازار دی ؟
یا دى جام دسرو شرابو یا خو ګل زموږ د انار دی

شاعر: صديق خليق

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

له زنا څخه د ژغورني يوه عبرتناکه کيسه

یوې پيغلي نجلۍ له خپلي مور څخه وغوښتل چي د زنا لپاره اجازه ورکړي مور ئې یوه ډېره هوښیاره او حکیمه مېرمن وه نو خپلي ګراني لور ته ئې ډېر نصیحت وکړ: زما ګراني لوري! زنا ډېر ناوړه عمل دئ یو خو اسلام موږ له دغه ناوړه عمل څخه په کلکه منعه کړي یو او بل دا چي په اجتماعي ټولنه کي ډېر زیات مشکلات رامنځته کوي، لنډه دا چي په لور ئې د مور نصحیت کوم تأثیر ونه کړ، سره له نصحیته ئې بیا په خپل دريځ باندي ټینګار وکړ چي ما ته اجازه راکړه ترڅو چي زنا وکړم.

کله ئې چي مور خپله لور ولیدله چي زما نصیحت هسي یوه خیالي افسانه ورته ښکاري نو ئې لږ سوچ وکړ تر څو چي خپل نصحیت ته عملیي بڼه ورکړي او خپله لور له دغه ناوړه عمل څخه منع کړي نو ئې له خپلي لور سره موافقه څرګنده کړه او ورته وئې ویل: سمه ده زما ګراني لورکۍ زنا وکړه خو په لاندي شرطونو سره.

لور ئې ډېره زیاته خوشاله سوه چي اوس خو ئې اجازه راکړه نو زه به خامخا دغه شرطونه ورته پوره کوم او بیا به زنا کوم او خپلي مور ته ئې وویل: مهرباني وکړه زه ستاسي شرطونو ته تیاره یم خو دا وعده به راسره کوې،  چي کله مي شرطونه پوره کړل بیا به زنا کوم؟

مور: لورکۍ بلکل زما خوښه ده، اول شرط دا دی چي ته به سبا ته د پاچا دربار ته لاړه سې او کله چي پاچا له خپل دربار څخه راوزي نو ته به له دروازې سره نژدې ودرېږي کله چي پاچا تا ته نژدې را ورسید ناڅاپه به ځان په ځمکه وغورځوي تر څو چي دوی ته داسي څرګنده سي چي ته بېهوښه سوې يې او بیا به ما ته ټوله هغه کیسه وکړي چي له تا سره څه کېږي.

لور ئې له خپلي مور سره موافقه وکړه او د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا له دربار څخه راووت نوموړي پیغلي سم له واره ځان په ځمکه وغورځوه، پاچا چي کله دا منظر ولید ډېر زیات وځورید او نوموړي پيغله ئې له ځمکي څخه راجګه کړه او د لاري یوي خوا ته ئې ودروله ترڅو چي څه ضرر ورته ونه رسېږی، پیغلي هم د پاچا شکریه اداء کړه او په ډېره خوشالۍ سره خپلي مور ته راغله او د پاچا کیسه ئې ورته وکړه.

مور ئې ورته وویل سبا به بیا په همدغه وخت لاړه شي او همداسي به وکړي، سبا چي پیغله بیا د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا راووت د تیر په څیر ئې بیا ځان په ځمکه را وغورځوه، پدي وخت کي پاچا د پیغلي طرف ته هیڅ اعتناء ونه کړه بلکي وزیر ورغی او را اوچته ئې کړه او بیا ئې یوي خوا ته ودروله، کله چي پیغلي دا حالت ولید ډېره خواشیني سوه او خپل کور ته لاړه او مور ئې له دي کیسي څخه خبره کړه، مور ئې ورته وویل: سبا بیا لاړه سه، سبا چي نوموړي پیغله بیا د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا را ووت نو بیا ئې ځان پر ځمکه وغورځوه، دا ځل د څوکیدارانو رئیس ورغی او له ځمکي څخه ئې را پورته کړه او یوي خوا ته ئې ودروله او لږ سپکي سپوري ئې ورته وکړي، پدي کار سره پیغله ډېره زیاته خفه سوه او مور ته ئې ټوله کیسه وکړه او بیا یی ورته وویل: اي موري ستا شرطونه پوره سول؟

مور ئې ورته وویل: نه، درې ورځي نوره هم لاړه سه او بیا ما ته ټوله کیسه وکړه چي له څه شی سره مخامخ سوي ئې، پيغله دری ورځي نوره هم لاړه خو په دغه دریو ورځو کي له داسي عکس العمل سره مخامخ سوه چي دي ئې تصور هم نسوای کولی، کله ئې چي د پاچا دربار سره ځان په ځمکه وغورځوه نو ټول خلک پري را ټول سول چا په لغتو وهله او چا به رشخند پري واهه او چا به یو څه ورته ویل او چا بل څه، له دغه شپږ ورځني امتحان څخه چي کله وزګاره سوه نو مور ته ئې کیسه وکړه چي اوله ورځ پاچا را جګه کړم، دوهمه ورځ وزیر، دریمه ورځ د څوکیدارانو رئیس او څلورمه ورځ هسي یو ټیټ رتبه څوکیدار او پنځمه ورځ ټولو سپکي سپوري راته کولي او شپږمه ورځ داسي سپکو خلکو مسخري راباندي کولي چي څوک ئې له سره په انسانانو کي هم نه حسابوي او په لغتو باندي یی ووهلم او له هغه ځای څخه ئې را وشړلم.

مور ئې چي یوه ډېره هوښیاره حکیمه مېرمن وه خپلي لور ته وویل: زنا هم داسي مثال لري په اول وخت کي به هر مالدار او رتبې والا تا سره زنا کوي او څه موده وروسته به ټول درڅخه تښتي او هیڅوک به اهمیت نه درکوی، او ډېر سپک او بېکاره خلک به مسخرې درباندي کوي، نو اوس ته ووایه چي په داسي حال کي به ستا څه قدر اوعزت وي؟ اې زما ګراني لوري اوس غواړي چي زنا وکړي؟؟

کله چي د پیغلي عقل سر ته راغی نو ئې د خپلي مور شکریه اداء کړه او ورته وویل: اي موري زما دي په الله قسم وی چي زه به په ټول ژوند کي زنا ونه کړم که چیري په ما باندي ځمکه او آسمان هم را چپه شی، ځکه چي زنا ډېر ناوړه او فاحش عمل دی چي یوه باعزته او محجبه ښځه دومره سپکه کوی چي بیا ټول انسانان ورنه کرکه او نفرت کوی.

زنا ډېر لوی جرم دی کله چي څوک د دغه جرم مرتکب شی نو هغه بیا د ماتي شیشي په شان خاصیت لری چي بیا جوړیدل ئې امکان نه لری او د یوي پاک لمني ښځي او سړی آبرو او عزت له منځه وړي، نو هره هوښیاره ښځه او سړی باید له دغه پیښي څخه عبرت واخلي، دا ټول هغه څه دی چي په دنیا کي انسان له دومره مشکلاتو، مرضونو، غریبۍ، او زړه تنګوالي سره مخامخ کوي چي مرتکب ئې همیش ورباندي پيښمانه او شرمنده وي، او د آخرت عذاب خو ځانته دی چي په قرآنکریم کي ئې څومره وعید راغلی دی، الله تعالی دي ټولي مسلماني خویندي او وروڼه له دغه ناوړه عمل څخه وساتي او ټولي هغه پیغلي چي زنا ته لیواله دي باید چي دغه ناوړه کار ته زړه ښه نه کړي ځکه چي دنیا او آخرت ئې دواړه بربادیږي


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی
وايي چي سهار وختي يوه ګيدړ له خوبه را کښېناست او خپلي سايې (سيوري) ته ئې وکتل، چي تر ده ډېره غټه ده، پر برېتو ئې لاس تېر کړ، له ځان سره ئې وويل چي نن به خامخا د يو اوښ ښکار کوم او خورم به يې!
تر غرمې پوري د اوښ په ښکار کي ناکامه پاته سو، په دې وخت کي ئې خپلي سايې ته پام سو، چي دده تر اصلي جسم هم کوچنۍ سوې ده، له ځان ئې وويل:
زما لپاره د تل په شان د موږک ښکار تر اوښ بهتره دئ
مطلب: برياليتوب په ځان پېژندنه کي دئ، نه په ځان تېر ايستنه کي

#زما ژباړه


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

وايي چي يوه ورځ چرچيل* په داسي تنګه کوڅه تېرېده چي په اسانۍ سره د دوهم نفر د تېرېدلو شونتيا نه وه. په همدغه وخت کي دده يو سرسخت سياسي سيال له مقابل لوري راروان وو. خو چي کله سره نژدې سول، سيال ئې نه غوښتل چي لاره پرېږدي، چرچيل ته ئې مخ کړ او وئې ويل: زه به هيڅکله ځان څنډي ته نه کړم څو يو احمق سړی دي زما تر خوا تېر سي.

چرچيل په داسي حال کي چي ځان ئې څنډي ته کاوه او غوښتل ئې چي هغه ته لاره ورکړي، وويل: خو زه دا کار کووم!

 

*چرچيل (٣٠ نومبر١٨٧٤-٢٤جنوري١٩٦٥) دبرتانيې لوى سياستمدار نامتو شخصيت او په دوهمه نړيواله جګړه کي د برتانيې لومړى وزير وو.

 


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی
 

 

څو په باغ کي لا يو ګل د نوبهار شته
د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته


نن دي غم له مانه ځان ساتي که ښه کا
چي په سيل د بهار راسره يار شته


چي له ياره سره مست، د ګلو ګښت کړم
محتسب که رانژدې شي پيزار شته


شيخ ملا دي زما غم په بهار نه خوري
چي رباب او سريندې غوندي غمخوار شته

نه به زه د ميو جام کښېږدم له لاسه
نه زما له پارسايې سره څه کار شته


ما و خپلي پارسايې ته رخصت ورکړ
په دا نورو پارسايانو مي اوس ډار شته


ساقي! بيا زما د ښهر خبر واخله!
لا يو څو په کوڅو پاتي پرهېز ګار شته


ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګي
لا به ډېر عالم رسوا کا چي دا چار شته


چي په هره پياله عقل له ما زدويي
د ساقي منت راباندي په بار بار شته


د ګلونو په موسم کي خوار هغه دی
چي يې نه پياله په لاس نه يې نګار شته


نن هغه شاه جهان د زمانې دی
چي دسته يې د ګلونو په دستار شته


چي نا اهل په غفلت ورباندي نه ځي
ځکه وصل د هر ګل په څنګ کي خار شته


د بهار زېبا ګلونه سوداګر دي
لخلخه به ځنې پيري  خريدار شته


نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکړه
دا څو ورځي غنيمت دی څو ګلزار شته

 

 خوشال بابا


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

 

د يوه ظالم پاچا يوه خوار نجار ته خوشكه راغله او امر ئې وکړ چي تركاڼ دي ووژل سي، د درباريانو له ټولۍ څه يوه زړه سوانده درباري په پټه نجار د پاچا له پرېكړي خبر كړ، نجار چي د شپې كور ته راغى نو ډير خواشينى او وارخطا ښكارېده، د معمول خلاف ئـې نه د شپې ډوډۍ وخوړه او نه ئې سترګي په خوب درنې سوې، مېرمن ئې ټينگار وكړ چي په راز ئې پوهه كړي، نجار مجبور سو او د پاچا په پرېكړه ئي خپله مېرمن هم خبره كړه، مېرمن چي په رښتيا غم شريكه او هوښياره مېرمن وه خپل مېړه ته تسلا وركړه چي په آرام خوب ويده سه كه خداى يو دى د خلاصون دروازې ئې ډيري دي، نجار هم د خپلي مېرمني په تسلا باندي ډاډه او په ارام خوب ويده سو، سهار چي ناببره د نجار دروازه په ډېر تلوار وټكېده نو دى په ډيره وارخطايي را جګ او خپلې ميرمن ته ئې په ناهيلي نظر وكتل او په دې هيله چي اوس به ئې د پاچا عسكر زولانه او د مقتل په لوري كش كړي د دروازې پر لور رهي سو ، مېرمن ئې بيا هم تسلا وركړه چي كه خداى يو دى دخلاصون دروازې يې بې شميره دي، نجار چي دروازه خلاصه كړه څه ګوري چي د پاچا د عسكرو پلټن ولاړ دى او په ډېره بېړه او وارخطايي نجار ته وايي چي هله ژركوه درمخكې سه  ...!
پاچا مړ سو او تابوت ورته جوړ كړه!


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

ځنګل لمبو پر سر اخيستى وو،  اورونه ځيني بادېدل؛ يوه چوغکه په ډېر تلوار د ځنګل پر خوا ور  روانه وه .

ځيني وپوښتل سول: څه کوې؟

چوغکه چي په بېړه کي وه، جواب ئې ورکړ: دلته نژدې د اوبو چينه ده، پخپلو وزرو او مشوکه کي  د اور وژني لپاره  اوبه اخلم.

اور وژنم!

ورته وويل سول: دا دومره  ډېر اور او ستا څو څاڅکي اوبه!
پرېږده يې، دا هيڅ ګټه نه لري!

چوغکي وويل:ښايي چي زما د  اوبو په  شيندلو سره  به  اور مړ نه سي، مګر که خداى  را څخه پوښتنه وکړي: کله  چي ستا دوستان په اور کي سوځېدل، تا څه کول؟

جواب به ورکړم: هغه څه چي مي په وس او قدرت کي وه!

پايله: کله چي ګټور کار تر سره کوې، نېکمرغه يې، ګټور کار لوى او کوچنى نه غواړي.

 (لرد اويبوري)

 هغه څوک چي استعداد ئې لږ او هوډ ئې کلک وي، تر هغه چا چي استعداد ئې ډېر او هوډ ئې لږ وي،برياليتوب ته ورنيژدې دئ.

(جميز رايلي) 

 

 

ژباړه: ق


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

يوه اشتباه او دوه باوره

 

دوه ناروغان ډاکټر ته د درملني لپاره ولاړل. ډاکټر ددوی د ازمېښت پایلي دوی ته په یوه لیک کي ولېږلې.
یوه ته ئې ولیکل چي روغ رمټ دئ او هيڅ ډول روغتیايي ستونزه نه لري او بل ته ئې ولیکل چي د زړه ناروغي ئې خطرناکه ده، که څه هم ګټه نه لري خو بیا هم د څه وخت لپاره غرنۍ سیمي ته ولاړ سه.
روغ کس ته دا لیک ورسېده چي د زړه ناروغي ئې خطرناکه ده او د ژوند شېبې ئې پای ته رسېدلي دي. ده هم سسته ونه کړه، بار و بستر ئې وټړل او په سفر روان سو، څو ورځي وروسته په حق ورسېد او مړ سو.
ناروغ ته هغه لیک ورسېده چي هېڅ ډول ستونزه نه لري بلکي رک روغ رمټ دی. ناروغ څو ورځي وروسته روغ جوړ سو او ژوند ته ئې دوام ورکړ.

باور  دومره ښکلې کلمه ده،  چي د هر چا خوښېږي

 

او

د انسان لپاره د هيلو  مړه کېدل ، رښتينى مرګ دئ-ناپليون


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

په کرکټ کي ستر ریکارډونه

١:  سچن ټنډولکر د کرکټ په نړۍ کي هغه لوبغاړى دئ چي ددې لوبي په تاریخ کي ترټولو زیاتي سل  نړیوالي سلیزي لري چي 51 ټیسټ او 49 یو ورځنیو لوبو کي دي.

٢: سچن ټنډولکر ددې لوبي په تاریخ کي هغه لوبغاړى دئ چي له نورو لوبغاړو زیاتي 62 ځله دلوبي غوره لوبغاړى نومول سوى.

٣:  سچن ټنډولکر دکرکټ لوبي هغه لوبغاړى دئ چي له نورو ټولو کرکټرانو زیاتي منډي هم په ټیسټ 15921 منډي او هم په یو ورځنیو لوبو 18426 منډي کي لري.

٤: سچن ټنډولکر دکرکټ په تاریخ کي هغه یواځینى لوبغاړې دئ چي له نورو لوبغاړو زیات( 24 کاله) ئې نړیوال کرکټ کړیدى.

٥: سچن ټنډولکر په نړیوال کرکټ کي هغه یواځینى لوبغاړى دئ چي دلومړي لوبغاړي په توګه په زیاتو (200) ټیسټ لوبو کي لوبېدلى چي 200 مه لوبه ئې په ممبۍ کي دویسټ انډیز خلاف دنړیوال کرکټ وروستۍ لوبه هم وه.

٦: هندي ورینډرسیهواګ په نړیوال کرکټ کي هغه لومړى او مخکښ منډه جوړونکى دئ چي په یو ورځنیو لوبو کي ئې د ویسټ انډیز خلاف په 149 بالونو د سعید انور 17 کلن ریکارډ مات کړ او 219 منډي ئې جوړي کړې.

٧:اسټرالوي ډونلډ بریډمین د نړیوال کرکټ هغه یواځینى کرکټر تیر سوى چي په ټیسټ کرکټ کې 99 اشاریه 94 اوسط کي منډي جوړي کړي وې چي تراوسه دغه ریکارډ دنوموړي په نوم دئ.

٨: سریلانکایي موتایا مرلي دهرن هغه یواځینى کرکټر دئ چي په نړیوال کرکټ کې ترټولو زیاتي (1334) ویکټي ترلاسه کړیدي.
نوموړي په یو ورځنیو لوبو کي هم په (534) او په ټیسټ لوبو کې هم په (800) ویکټو مخکښ بالر شمېرل کېږي.

٩:ویسټ انډیزي براین لارا هغه یواځینى کرکټر دئ چي دلومړي ځل لپاره په ئې ټیسټ کرکټ کي زیاتې (400) منډي جوړي کړي او دغه ریکارډ نوموړي په 2004 کال کي دانګلستان خلاف لوبه کي په خپل کوربتوب جوړ کړ، چي تراوسه په خپل ځای دئ.

١٠: انګلستاني جېم لیکر هغه یواځینى بالر دئ چي په ټیسټ لوبه کې زیاتي (19) ویکټي ترلاسه کړې.
لیکر په 1954 کال کي داسټرالیا خلاف ټیسټ لوبه کي په لومړي وار د 37 منډو په بدل کي 9 او په دوهم وار یا اننګز کي ئې د 53 منډو په بدل کي ټول 10 لوبغاړي وسوځول چي تراوسه دغه کارنامه هم کوم بالر په ټیسټ کرکټ کي نه ده کړې.

 

د افغان سکور څخه په مننه


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۴/۰۴/۰۴ خپرندوی

د حسن کمال

نن پر ما باندي د خداى مهرباني ده

چي د يار په غم کي زما سرګرداني ده

 

لکه څوڼي چي دي ستا پر مخ پرېشانه

هسي شان مي د خاطر پرېشاني ده

 

که خراب دي کړم د عشق په زحمتونو

هم هاله به وايم زه چي وداني ده

 

چي مي زړه دا ستا له غمه ؤ بېغمه

مخ تورن يم په تېر عمر پښېماني ده

 

چي په تش صفت دي زړه له مانه يو وى

ستا د حسن  وکمال ته حيراني ده

 

چي دي خيال د رخسار نه ورپکښي وينم

د خراب زړه مي ويرانه ويراني ده

 

چي هيڅ نه لرم په لاس کي حيرانېږم

ګل محمد دمالګير د اشناى څه مهماني ده

ګل محمد د مالګير

اخيستنه: کندهار مجله١٣٥٦ د غوايي د مياشتي ٢ مه ګڼه


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ