د يوې ښځي ګاونډی ګلباز وو، هر وخت چي به کور ته راغلئ، مېرمني ته به ئې ته ور ږغ کړه؛ آ ګل سوسن، آ ګل نرګس، آ ګل مريم، آ ګل لاله، آ ګل بنفشه!
ښځي مېړه ته وويل: ته ولي ماته په داسي نومو نه را ږغ کوې؛ مېړه ئې ويل سمه ده.
سبا چي کور ته راغلئ، ښځي ته ئې ور ږغ کړه؛ آ زما د زړه ارې، آ زما د مغزو رندې، آ زما د سر پانې، آ زما د وجود مېخچې, آ زما د روح ګيرې!
دی بېچاره نجار وو؛ د نجار سر و کار له ارې او رندې سره او د ګلباز کار له ګلانو سره وي.
#هدفــ: له هر چا څه د هغه د علميت او پوهي په اندازه کار غواړئ؛ نه کارګه د زرکي تګ کولای سي او نه زرکه د باز په څېر ښکار!
Afghan Afghani Converter