دا امريکايي سرتيرى چي د طالب جنګياليو سره په جګړه کي ټپي سوى ، د سر په برخه کي لګيدلى و،
تر سختي درملني وروسته د يوې پيغلي سره،
چي دده خدمت يې کاوه واده وکړ.
درې کاله مخکي دا سر تيري د ٢٤ کلونو په عمر
افغانستان کي
د يو طالب جنګيالي لخوا پر سر وويشتل سو،
د ډاکترانو او متخصصينو تر تداوي لاندي
وو،
چي د اشلي په نوم ٢٣ کلني پيغلي يې
پرلپسي پالنه کول،
تر پوره روغتيا وروسته يې له پيغلي اشلي سره واده وکړ.
دا سر تيرى وايي :
اشلي زما مينه زما ژوند او زما هستي ده،
زه ددې له برکته ژوندى سوم او وروسته
تر ٩ مياشتو دادى بيا د خدمت جوګه يم
دوى به ٦ مياشتي په ميله وزي او مختلفو هيوادو ته به سفرونه
کوي
:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
:: تړاو:
خاطره
ولسمشر محمد داود له همېشني
عادت سره سم تر کار وروسته يا د رخصتيو په ورځ په شخصي موټر کي په پرمختيايي پروژو
ګرځېده او يا يې د خلکو احوال اخيسته.
عسکر يا ساتونکي يې له ځانه سره نه بېول، ډېر ځله به
يې په لاره کي له خلکو سره خبري کولي، خو چا نه پېژانده.
يوه ورځ چي له دغسي يوې کتني راستون شوى و، ماته يې
وويل چي د گارډ قوماندان ورته راوغواړم. را مي وست... پوښتنه يې ترې وکړه:
بچپه زه بندي يم؟ هغه وويل نه صاحب، ولي؟ ده وويل:
نه، هرومرو بندي يم، ځکه چي په بندي پسي عسکر روان وي
او نن مي کتل چي تاسي پټ پټ په ما پسي راروان واست! غواړئ ما وساتئ؟ له چا مي
ساتئ؟
که چیري ما خلک ونه غواړي نو يو يا دوه عسکر څه چي
ټانکونه مي هم نشي ساتلى.
دا خبره يې وکړه او په کلکه يې له قوماندان نه وغوښتل
چي نور به د ده پسې عسکر نه ځي.
د ريښتیني مشر هره کارنامه د خلکو په زړونو کي ځای
لري
محمد طارق بزګر
:: تړاو:
خاطره
د ښکلو هنرونو د څلورم کال
محصلي زرلښتي د نورو ټولګیوالو په څېر د لمانځن غونډي لپاره په خپل دستمال باندي
میزونه پاکول. د پوهنتون د خدماتو مدیر د زیارکښو محصلینو د نوملړ د لیکلو لپاره
تالار ته را ننوت.
د پوهنتون د خدماتو مدیر :
او دختر نام پدرت چیست ؟
زرلښته: داود.
د خدماتو مدیر: پدرت چی کار
میکند ؟
زرلښته: پدرم در صدارت کار
میکند.
د خدماتو مدیر:در کجای
صدارت ؟
زرلښته:در شورای وزیران.
د خدماتو مدیر: چی کاره است
؟ مامور است، اجیر است یا پیاده است ؟
زرلښته چي د میز په پاکولو
هماغسي لګیا وه سر یې را پورته کړه او مدیر ته یې کړه چي:خو کار میکنه دگه امونجه.
د خدماتو مدیر په تنده لهجه:
او دختر مه میگم که چی کاره است ؟؟؟؟؟
زرلښته: رئیس است.
د خدماتو مدیر: چی ؟؟؟ تو
دختر داود خان استی ؟؟؟؟
د اتلانو بچیان لکه زرلښته
داسي وي نه لکه زموږ د غلو بچیان چي د سپیو (باډیګارډانو) له لاسه یې په لسمه
کوڅه کي هم څوک ندي په کرار.
همدا خو د ریښتینو او غلو
اتلانو تر مینځ توپیر دی!!!!
د محمد تنها څه په مننه
:: تړاو:
خاطره