د بي بي سي راډیو د پښتو څانګي خوږژبی وياند او د ژونديو خاطرو د خپروني او کتاب مولف ډاکتر عبدالعلي خان ارغندابی د ۷۶ کالو په عمر په لندن کي وفات سو؛ انا لله وانا الیه راجعون.

ډاکتر داود عظيمي د ارواښاد ارغنداوي د مشر زوی، داود ارغنديوال، له قوله ليکلي، (چي د ارواښاد جنازه او فاتحه به په لندن کي وي.

ارواښاد علي ارغنداوی په ۱۹۴۸م کي په کندهار کي زوکړی و او لوړي زدکړي يې په هندوستان کي کړي وې.

د نوموړي د ډکټورا مقاله، په شلمه ميلادي پېړۍ کي د برتانوي استعمار او د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې په اړه وه.

دی په افغانستان کي د جنګونو په وختونو کي لندن ته کډه سو او څو کاله د بي بي سي راډیو د پښتو څانګي همکار و.

ارغنداوي صاحب په بي بي سي کي د "ژوندۍ خاطرې" په نامه د افغانستان د معاصر تاريخ په اړه د راډیويي خپرونو يوه لړۍ جوړه کړه چي وروسته په همدې نامه د کتاب په بڼه چاپ سوه).

د مرحوم ارغنداوي له ږغ سره د بي بي سي راډيو خصوصا د ژوندۍ خاطرې د خپروني مينه وال ډېر آشنا دي؛ د مرحوم ارغنداوي صاحب سره دي الله ښه وکړي.



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

داله پارچاو سوه!

نن د حمل۱۶مه د پنج شنبې په ماښام د‌ دالې کاسه په خير سره ډکه او پارچاو سوه؛ که څه هم سږ کال کاسه د تېر کال په پرتله څو ورځي وروسته را پارچاو سوه، خو بيا هم باغوانان، کښکتر او عام خلک ډېر په خوشحاله دي.

#داله_چيري_ده_او_چا_جوړه_کړې_ده

د کندهار ښار د شمال په ۴۰ کیلو میتري شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د دالې بند د هيواد له لويو بندونو څخه يو دئ، چي د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو کرهڼيزي مځکي خړوبوي.

ددې بند د جوړېدو کار په ۱۹۵۲م.کال د ظاهرشاه په واکمنۍ کي د شامحمود د صدراعظمۍ په وروستي کال شروع او په ۱۹۵۳م. کال د شهيد داؤد خان د صدراعظمۍ په اوايلو کي پای ته ورسېد. دا بند چي له خاورو جوړ سوی ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږوالی لري. په مجموعي ډول ۳۱۴ میلیون مترمکعبه اوبه زېرمه کوي.

#خلک_د_دالې_بند_ته_ولي_خوشحالي_کوي

اوبه د الله لوی نعمت دئ د اوبو برکت دئ، چي د ځمکي پر مخ انسانان او حيوانان ژوند کوي؛ الله عزوجل د سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء په ۳۰ايات کي فرمايي: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ.

له اوبو څه مو هر ژوندى شى پيدا کړ.

په رشتيا سره چي اوبه ژوند دئ او پر موږ ددې ستر نعمت د شکر اداينه لازمه ده.

د دالې د بند پارچاوې خورا تکي شنې اوبه لري او په خورا جوش سره بهېږي؛ څو دقيقې ناسته او ورته کتل زړه ته خوښي ور بخښي.

د کندهار، هلمند، روزګان، زابل، غزني، فراه؛ چمن ګلستان، پښين، کوټي او نورو سيمو خلک ئې سيل ته راځي؛ مېلې کوې.

الله دي په هيواد کي د ميني ورورولۍ او خوشحالۍ فضا هميشه خپره لري.



:: اړونده موضوع: هیواد او نړۍ
:: تړاو: داله, کندهار
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

که هره شپه د ټلوېزون کتلو پر ځای يوازي ۱۵ دقيقې مطالعه وکئ، په يوه کال کي به مو تقريباً ۱۵ کتابه مطالعه کړي وي؛ په دې سره به تاسي د ټولني په لوستو کسانو کي شمار سئ؛ نو هره شپه تر بيدېدو مخکي يوازي ۱۵دقيقې مطالعه وکئ، چي هم مو معلومات ډېر سي او هم ښه او ارام خوب وکئ



:: اړونده موضوع: وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

له خړ مخي مځکي پورته شنه سبزه سي

لکه ناوې چي په شال کي اراسته سي

مړه هډونه د حيات په تار پيوند سي

اسرافيل چي و شپېلۍ ته آماده سي

له کوهساره لاهوتي نغمې ږغېږي

په دښتو کي په نڅا ګلِ لاله سي

د سرو ملو جام په لاس کي د خوبانو

خرابات و مناجات سي ميکده سي

لمر راخېژي د اُفق په کنګرو کي

د رقيب پر کور د غم تياره خپره سي

دلته ستا په لاس کي توره زما قلم

حشرګاه کي به بيا سمه فيصله سي



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

عبدﷲ ستوری د شهید مولوي عبدالحکیم زوی او د مرحوم حاجي عبدالکریم لمسی دئ، په ۱۳۵۳ل. کال د کندهار ښار په اتمه ناحیه (عباس آباد) کي زېږېدلی دئ.

د ابتدائیه دیني زده کړو تر څنګ ئې عصري زده کړي تر لسم ټولګی پوري کړي، چي د ژوند مشکلاتو په اساس ئې زده کړي نیمګړي پاته سوي.

د ستوري صاحب ورځنی شغل عریضه لیکنه وه، خو ددې تر څنګ ئې په رسمي چوکاټ کي له۱۳۸۹ل.څخه تر۱۳۹۲ل. کال پوري په اطلاعاتو او کلتور ریاست کي د طلوع افغان ورځپاڼي د قلمي همکار په توګه او له ۱۳۹۳ل. کال څخه تر ۱۳۹۵ل. کال پوري په کندهار ښاروالي کي د حاضرۍ د تنظیم د مامور په توګه دنده اجراء کړې؛ همدارنګه ئې په غیر رسمي ډول د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کي د مشاعرو د تنظیم د مسؤل، د لوی کندهار ادبي بهیر د تاسیس د غړي او په کندهار کي د روهي ادبي بهیر د مالي مسؤل په توګه دندې سرته رسولي دي.

ستوری صاحب اته اولاده لري، چي پینځه ئې لوڼي او د محمدضیاء ستوري، احمد شاه ستوري او اسراراحمد ستوري په نومو ئې درې زامن دي، چي په ټولو ئې تعلیم کړی دئ.

ستوری صاحب د کندهار په ادبي ډګر کي ډېره فعاله او پېژندل سوې څېره ده، چي د خپل ادبي فعالیت او خدمت په ترڅ کي ئې ۲۱ واره جایزې او ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي.

ستوري صاحب په ډېرو مشاعرو کي ګډون کړی او په خپل شعر او ترنم سره ئې مینه وال خوشحاله ساتلي وو.

ستوری صاحب اته لیکلي اثار لري، چي (جار تر محمد سمه) د نعمتونو ټولګه او (ته د ستوري تصور کي)شعري ټولګه ئې چاپ او (بیا به نرۍ جامې ونه کړم_ادبي صنایع)، (ګل لپه_شعري ټولګه)، (د ارغند په لمن کي _د کندهار شاعرانو تذکره)، (د کندهار د هنرمندانو تذکره)، (د کندهار د ممثلینو تذکره) او (د کندهار د سپورټي اتلانو تذکره) ئې ناچاپه اثار دي.

ستوری صاحب تکړه شاعر او ښه لیکوال وو، همیشه به ئې خپل شعرونه په خواږه آواز کي په ترنم سره زمزمه کول او پر نوي زېږېدلو کوچنیانو ئې د پخواني دود د را ژوندي کولو په موخه نشریح ویلې؛

په ښاغلي عبدالله ستوري د ادب لار ودانه وه، خو ناڅاپي مړيني ئې د ژوند د ادبي لاري سفر ور نیمګړی کړ او د عمر پر ۴۹کلنۍ (د ۱۴۰۲ل، کال د دلوي میاشتي پر ۲۹مه ناوخته ماخستن) په داسي حال کي روح حق ته وسپارئ، چي د قران المجید تلاوت ئې کړی وو.

د مرحوم ستوري روح دې ښاد، یاد دې تلپاتی او جنت دې ځای وي!

آمين



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

په کمونيسټي دوران کي يو سړی له المانه سايبيريا ته تلئ، څو هلته کار وکړي؛ هغه په دې خبر وو، چي هلته ټول هغه ليکونه چي آلمان ته استول کېږي، د سانسورچيانو له خوا پټ کتل کېږي؛ په همدې اساس ئې خپلو دوستانو ته وويل، که زما ليک په شنه رنګ کښل سوی وو، پوه سئ، هر هغه څه چي مي کښلي سم دي (يعني سانسور نسته) او که مي ليک په سره رنګ کښلی وو، پوه سئ، چي هر څه ناسم دي.

سړی سايبيريا ته ولاړئ؛ څه موده وروسته ئې دوستانو ليک تر لاسه کړ، چي په شنه رنګ کښل سوی وو؛ په خط کي ئې ليکي وو، دلته هر څه ډېر ښه دي، مغازې له خوږو خوړو ډکي دي، ټول خلک خوشحاله دي، ښايسته اپارتمانونه ولاړ دي؛ خو يو شی چي څوک ئې نه سي رانيولای، هغه سور رنګ دئ!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

خبريال له يو سل کلن صحتمند سړي څخه دده د ځوان پاته کېدو راز وپوښت؛ سل کلن ورته وويل، زه هيڅ وخت له چا سره خبره نه پېچم!

خبريال ورته وويل، دا نو کله امکان لري!؟

سل کلن ورته وويل، هو بالکل، ته رښتيا وايې، دا هيڅ امکان نه لري!!!

#هدفــ: که غواړئ چي ارام فکر او خوشحاله ژوند ولرئ، هيڅ وخت له چا سره ځان په جوال کي مه اچوئ!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

کښتګر خپل غويی د استراحت په موخه په يو ګوښه کي وتاړه او خپله په کار پسي روان سو؛ يو ګړی وروسته يو ستړی سوالګر راغئ، له غوايي سره نژدې کښېنستئ، خوب غلبه پر وکړه، بيده سو.

غوايي ځان د سوالګر خورجين ته و رساوه، په خورجين کي چي څه وو، ټول ئې وخوړل.

سوالګر چي راويښ سو، د غويي خاوند ئې پيدا کړ او د خپلو شيانو د تاوان غوښتنه ئې ځني وکړه.

د غوايي خاوند سوالګر ته وويل، اې د خدای بنده، ته بايد ماته د غوايي تاوان راکړې!

سوالګر حيران سو، ول نو زه‌ ولي تاوان درکم؟

د غوايي خاوند ورته وويل، ځکه چي زما په غوايي دي د سوال او فقر وړيا ډوډۍ وخوړه، نور زما کار نسي کولای!

#هدفــ: د هغه چا چي د سوال په ګوله خوله خوږه سي، خپل د کور شات بيا خوند نه ورکوي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

د تلي پر شپږمه، څورلس دوه د شمسي کال

د پنجشنې سهار و، خدای پيدا کړ استقلال

عبدالقدوس ئې نوم سو مبارک

بری دي وي برخه په ژوند دي وي خوشحال



:: اړونده موضوع: کیسې او خاطرې
:: تړاو: استقلال جان
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

د اوبــو د پـلونــو ږغ دئ، د نسيم شــوخه خــندا ده

يــو ږوږ خپـور د مـحبت دئ، د نغمو راغلې ورا ده

بيا رپېږي د لمر سترګه، پيشو مخ په لاسو مينځي

د وصـال اسـپه ششــنېږي، را روانه پر دې خوا ده

هنـدو زړه دي مسـلمان که، د زمـزم غسل په وکه

سـتا د سـترګو په ادا کـي د جنت پـټه ښکلا ده

آســمان سـتا و ښـه راغـلي ته، امـاده دئ هرکلي ته

پــر اوږو ئــې اچــــولې، د اوبـــو سـپينه قبا ده

له رنګو څخه رنګ ورک دئ، ستا د حسن په شغلو کي

د شفق په کنګره کي، عجيبه شان تماشا ده

عشاق ټول ولاړ په صف دي، ستا د‌ حسن جماعت کي

له معزوره قضا سوی، کفاره ئې بيا ادا ده

دا کيسه د ادم نه ده، چي غنم ورته يو دام سو

د فرهاد او مجنون عشق دئ، دا مئينه زلیخا ده

که حساب کوې پر نغده، قانع تاته ملامت دئ

مخامخ ته کې ليلا ده، پټ په زړه کې الا الله ده

پينځمه، دمېزان ۱۴۰۲ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

دا پګړۍ، پټو او غاړه مو کلتور دئ

له ډاله سره ښه مست اتڼ ضرور دئ

د مېلې او د کوټې بانډار ډېر خوند کړي

په جرګو او مرکو مو ژوند مستور دئ



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: کلتور
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

پر خوږ زړګي مي را خپرېږي اندېښنې بې واره

له باړخوګانو چي زلفان اخلي بوسې بې واره

په هغه ورځ چي بې نيازي ستا له طرفه راسي

د غمازانو ډلي ځي ستا تر کوڅې بې واره

څوک چي خبره د تاريخ د بيا تکرار وکوي

ماته را ياد سي د پرون او نن کيسې بې واره

نه کمچنۍ ده زړه سوې، نه عادت ئې بدل

په هر ميدان کي ويښوي هزار فتنې بې واره

ستا په ښايست کي به د ‹خو› خبره څوک پيدا کړي

که دا وګړي درته ونيسي آينې بې واره

موږ د بادام په څېر تابوت کي خپل ژوندون تېرو

له وتو وهم کوو، سو به نينې بې واره

د اقتدار تر راتلو مخکي ډېري ژمني کوي

دلته راغلی هر واکمن کوي مزې بې واره

خبره سمه وي، تحليل ته ضرورت نه لري

دا زه او ته يو، چي ور اچو حاشې بې واره

که له قانع سره حساب د ګناهونو وکړې

د پښېمانۍ به درته وکړې سَجدې بې واره

د زمري لسمه۱۴۰۲ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

عربي ډېره فصيحه او غني ژبه ده؛ يوازي ئې الف حرف پر شلو ډولو وېشل سوی، چي‌ ځيني ئې په لاندي ډول دي:

الف لینه، اصلیه، قطعیه، وصلیه، استفهام، فاصله، عباره، مجهوله، مبدله، جمع، نداء، ندبه، استنکار، تأنیث، تعایی، مدات، محوله او تثنیه.



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
:: تړاو: عربي
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

کله نا کله يخچال د ځينو شيانو څخه بوی اخلي، چي د انسان د اذيت سبب ګرځي؛ نن مي په يو ځای کي ولوستل، وايي که غواړئ چي يخچال مو بدبوی ورک کي، په يوه کټوري کي لږ اندازه سکاره دننه په يخچال کي د ۲۴ ساعتونو لپاره کښېږدئ.

تاسي هم يوه ګټوره تجربه وليکئ.



:: اړونده موضوع: اولسي ادب، معلومات او تکنالوژي
:: تړاو: تجربه
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

ژوندون څه دئ، کله ګل سي کله خار سي

کله کلک سي تر فولادو، کله نرم تر غبار سي

د راتګ او بيرته تګ اختيار ئې نسته

خو پر موږ باندي د ژوند په نوم شمار سي

د اسد اوله ۱۴۰۲ ل. کال



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

سل ځله ليکل وکړمه، ړنګ ئې کړم

دې حالاتو مات کړمه، په څنګ ئې کړم

بيا د ډبلۍ يوه تجربه کوم

دا قطه ور اچوم چي رنګ ئې کړم

ماته لا هم هغه، هسي ګرانه ده

خان چي د حجرو ومه، ملنګ ئې کړم

ما خو دي بوسه غوښته، دا څه وسوه!

سترګو دي خمار کړمه او بنګ ئې کړم

ستا په يوه ټپه کي د ژوندون نغمه

ساز ومه سرود سومه اهنګ ئې کړم

خپل پردي دي، نوي تجربې کوي

ځاله د مرغانو وم، د جنګ ئې کړم

ته لکه شبنم چي وي د ګل پر مخ

زه غمونو واخيستمه، سنګ ئې کړم

ولي به قانع، له رب راضي نه وي

هست ئې کړم له نېسته او را دنګ ئې کړم

د سرطان ۳۱مه ۱۴۰۲ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

يو ځای مي د ريحانو د شربتو په اړه ولوستل، وايي، ریحان تر ۱۰۰۰ ډېري ګټي لري؛ د نمونې په توګه

۱: د شیدو په پرتله پينځه ځله ډېر کلسیم لري؛

۲: د نارنج په پرتله اووه ځله ډېر ویټامین سي لري؛

۳: د پالک په پرتله درې ځله ډېره اوسپنه لري؛

۴: د کېلې په پرتله دوه ځله ډېر پوتاشیم لري؛

۵: د کب په پرتله اته ځله ډېر اومیګا3 لري.



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: څښاک
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

چيني فيلسوف لائتوسه وايي،

کله چي يو هيواد د حکمت او عقل په اساس اداره سي؛ ګدامونه ئې له غنمو، اوربشو او جوارو ډک وي.

او هغه هيواد چي له عقل او حکمت پرته اداره سي، ګدامونه ئې له تورو، نېزو او وسلو ډکه وي.



:: اړونده موضوع: وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

په خاموشي کي را ويښېږي افکار

شپه چي پخه سي، ښه قبلېږي اذکار

يو په دنيا کي بېګانه له دنيا

نه له کافر سره يو، نه مسلمان دئ د کار

د ړندو ښار کي يوه تابلو پاته وه

د بدرنګۍ په نوم ئې کړله سنګسار

د بې تصويره او خاموشه فلم

وګړي غوږ دي او کوي ئې دیدار

د اسرافيل شپېلۍ فُف سوې که نه!

دا څو کاڼه دي د ډېر وخت انتظار

دلته نڅېږي يوه خاموشه نغمه

دلته بې روحه جسد وايي اشعار

مقیم په کور کي مسافر ګڼي ځان

په خيال او فکر کي د بل پر ديار

مړي ژړېږي د ژونديو پر حال

و خسمانې ته ئې راځي له مزار

ها د ګونکي و ترنم ته خوشحال

دي ناعادته د بلبل په چغار

په جهالت حکم کوونکې نړۍ

عدل مجرم ګڼي عادل ګناهګار

دلته له سترګو څه هېرېږي څېرې

دغه تصوير به مي ساتې يادګار

چي قانع هم له دغه حاله ژاړي

پيدا به نه سي په نړۍ کي سرشار

جمعه، د سرطان۱۶مه ۱۴۰۲ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

هغه څوک چي ۳۰کاله ئې د بي بي سي راډيو پښتو خبرونه، د خپل شوق او د هيواد تاريخ د خوندي کولو په موخه، په شا وخوا ۵۰۰۰ کيښتونو کي ثبت کړل.

محمدحنيف خان مي هغه وخت و پېژاند، چي ما په کندهار کي افغان کتاب پلورنځى پرانيست؛ دی به هلته راتلئ، سياسي کتابونه به ئې مطالعه کوله؛ ښاغلی حنيف د افغانستان پر سياسي تاريخ ډېر اګاه شخصيت وو.

په ۱۳۹۳ل. کال د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څه فارغ سو؛ ورسره ئې د کندهار پوهنتون په اداري برخه کي د تحويلدار په توګه دنده اجرا کوله.

د کرونا په کال د کرونا افت ښاغلی حنيف خان ډېر له کاره و يوست، بيخي د ژوند هيله ور ځني ختلې وه؛ خو بيا هم الله جل جلاله نوی ژوند ورکړ، خو دې نامردي کرونا ډېري ناروغۍ پکښي شنې کړې.

نن خبر سوم، چي تحويلدار حنيف خان کاکو وفات سوی دئ.

روح دې ښاد جنت دې ځای وي.



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

کوچني خره(کوټی)خوراک او څښاک پریښود؛ کمزوری سو، بدن ئې سست او له حرکته ولوېد.

پلار ئې پوه سوه، چي د زوی ئې فکر خراب سوی او يو شی سته، چي کوچنی خر زوروي؛

پوښتنه ئې ځني وکړه، زويه څه خبره ده، چي داسي خراب سوی يې؛ هر وخت دي ښه پالنه کوم، ښې اوربشي او ښه خواړه درکوم، پر څه شي دي طبيعت خراب سوی دئ؟

کوټي، په زحمت خپل سر را پورته کړ، پلار ته ئې وويل: ايا دوی انسانان دي!

پلار ئې حيران سو، ويل زويه د انسانانو څه ګناه ده؟

کوټي وويل، دوی ولي په موږ خرو ملنډي وهي!

پلار ئې ويل، څنګه ملنډي؟

کوټي ورته وويل، ته يې نه وينې، چي دوی کي څوک ناسم او له شرمه ډک کار وکړي، نو دوی هغه ته وايي،

خره! اې خره!! اې د خره زو!!!

په رشتيا هم موږ همداسي يو، لکه څنګه چي دوی وايي، ولي دا خپل کم عقلان په خرو سره يادوي؟

پلاره، موږ داسي نه يو...!

پلاره، موږ ستړي کارونه کوو!

موږ ښه پوهېږو، موږ د يو احساس له مخي خپله دنده مخته وړو!

د پلار فکر ئې خراب سو، نه پوهېدئ، چي د خپل زوی خبرو ته څنګه جواب ورکړي؛ سر ئې کښته واچوئ، بيا ئې غوږونه يوې او بلي خوا ته وڅنډل، خپل زوی ته ئې د خرو منطق شروع کئ؛ وئې ويل: ګوره زويه، هغه انسانان دي، خدای پیدا کړي دي او پر نورو مخلوقاتو ئې غوره کړي دي؛ خو مخکي له دې چي موږ خرو ته سپکاوی وکړي، دوی پر خپلو ځانو ډېر ظلم کړی دئ، د بېلګې په توګه ته وګوره!

√ایا تا په ټول عمر کي یو خر لیدلی دئ، چي د خپل ورور پیسې ئې غلا کړي وي؟!!

√ ايا تا يو خر لیدلی، چي تر ځان کمزوری او ضعيف خر ئې شکنجه کړی او يا زورولی وي؟!

√ ایا تا د خرو په منځ کي د رنګ، څېرې، جنسيت، ژبي، قبيلې او قوم په اساس توپيريز چلند ليدلی دئ؟!

√ ايا تا په خرو کي د مشرتوب پر سر شخړي او جنګونه ليدلي دي؟!

√ ايا کله دي اورېدلی دي، چي امريکايي خرو د اوربشو د تر لاسه کولو لپاره د عربي خرو د وژلو پلان جوړ کړی دئ؟!

√ايا يو خر مو ليدلی دئ، چي د بل هيواد غلام او اجنټ وي او د خپل هيواد خرو ته توطئې جوړوي؟!

بېله شکه چي د خرو په نړۍ کي مو داسي انساني جنايتونه نه ليدلي او نه اورېدلي دي!

پوښتنه داده، چي ايا انسانان د خپل پيدايښت په حکمت پوهېږي، که نه او د هغه څه لپاره چي پيدا سوي، عمل په کوي، که نه!

نو ګرانه زويه، په همدې اساس زه ستا څخه غوښتنه کوم، چي پر خپلي خرتوبۍ خوشحاله او راضي و اوسه!

په دې خرتوبي کي د خپلي مور او زما سرلوړی وکه!

زويه، زموږ لپاره همدا وياړ بس دئ، چي موږ خره يو؛ ځکه

#نه درواغ وايو!

#نه قتل کوو!

#نه غلا کوو!

#نه غيبت کوو!

#نه لعنت وايو!

#نه د چا پر مرګ او غم خوشحالي کوو!

د پلار دې خبرو کوچنی خر(کوټی) خوشحاله کړ، خوراک او څښاک ئې شروع کئ، وئې ويل: پلاره، زه ژمنه کوم، چي خر به يم او خر به اوسېږم؛ پر خپله خرتوبي به وياړ کوم!

بیا به خاوري سو او هغه اور ته به داخل نه سو، چي د سونګ توکي به ئې انسانان او ډبري وي.

(ثم أكون ترابا ولا أدخل النار التي وقودها الناس والأحجار)

له عربي منابعو څخه #د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: اولسي ادب، وراشې او کنايې
:: تړاو: فلکلور
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

جاپانۍ هنرمنده (يوکو_اونو) وايي، کوښښ وکه، د هيچا په اړه منفي خبره ونه کړې؛

د دريو ورځو لپاره، د ۴۵ ورځو لپاره او بالاخره درې مياشتي؛ هغه وخت بيا ته وګوره چي ستا په ژوند کي څه پېښېږي!



:: اړونده موضوع: وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

د سکروټي په څېر سوځم ايره کېږم

تازه کېږم د خپل تن لمبو ته باد يم

که د ستني پر سر نه ولاړم هدف ته

نه پتنګ يمه نه شمعه، نه فرهاد يم

ما ځيره په عاشقۍ ده ټوله کړې

طالب جان د ګل بشرې د درس استاد يم

سرکښي مي په ازل کښي ده اخښلې

آخر زه هم د آدم بابا اولاد يم

په خطا کي د مېږي پر قتل ژاړم

په ډېر وياړ د يرغلګر د سر جلاد يم

دا منم چي په هر جنګ کي ايره کېږم

ښه خو دا چي د ازاد ژوندون بنياد يم

ستا د‌دوو غزالو سترګو په ارمان کي

د مژګانو په سايه کي پټ صياد يم

د بوسې په غلا دي ما قاضي اعدام کړي

په مذهب کي د شیخانو لوی فساد يم

زمانې راسره داسي لطف کړی

په ځوانۍ کي د ارذل په عمر ښاد يم

که کفن کي دي د زلفو و پېچلم

قانع وړ په هغه ورځ د چا د داد يم



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

د طبيعت په قانون هر عمل عکس العمل لري، موږ ځکه سترګي نه روڼوو، غوږونه نه خلاصوو او خبري نه کوو، چي له يو عکس العمل سره مخ نه سو؛ موږ په ژوند کي په ډېر زحمت دا لوی نعمت (ارام) موندلی، په لوی لاس ولي ځانونه ناارامه کړو!

موږ له دې لوی نعمته مه بې برخي کوئ، موږ پرېږدئ، چي په پټو سترګو، کڼو غوږو او تړلې ژبه ارام بيده سو؛ لکه د ګورستان مړي چي په خواږه خوب ارام بيده دي!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: نثري ټوټه
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

يو دروېش دئ د پښتو ژبي شاعر

مبتکر دئ د لفظونو لوی ماهر

د انسان له شر، بشر ته امان غواړي

پټ دروېش دئ، هم دروېش دئ په ظاهر



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: یاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

دا امکان لري، چي له پوښتني او ګروېږني او کاري اړتيا ور ها خوا دي نيم ساعت مجلس بې غيبته پاته سي؛

ستاسي تجربه څه وايي؟



:: اړونده موضوع: وراشې او کنايې
:: تړاو: بد عادات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

يو بډای د سوالګر په پرلپسې غوښتني غوسه کېږي؛ خو زموږ رب په سوال(غوښتنه) نه کولو په قهرېږي؛ ابن ماجه يو صحيح حديث را نقلوي، وايي: مَن لم يسألِ اللهَ يغضبْ علَيهِ. څوک چي له الله جل جلاله څخه څه نه غواړي، الله عز وجل پر هغه په غوسه کېږي.

راسئ، چي د زړه له اخلاصه له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړو.

اللهم انك عفوٌ كريمٌ، تحب العفو فاعف عني. آمين



:: اړونده موضوع: دين او عقيده
:: تړاو: حدیث, دعا
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د دالې بند د جوړېدو کار په ۱۹۵۲م.کال د ظاهرشاه په واکمنۍ کي د شامحمود د صدراعظمۍ په وروستي کال شروع او په ۱۹۵۳م. کال د شهيد داؤد خان د صدراعظمۍ په اوايلو کي پای ته ورسېد.

داله په همهغه وخت کي هم يوه سرسبزه سيمه وه، کله چي حکومت د امريکا په مرسته د دالې بند جوړاوه، د خلکو له ډول ډول غبرګونو سره مخ سو، تر دې چي ښځمنو په داله پسي بدلي جوړي کړې، ځينو ددې کار ستاينه کوله او ځينو ئې غندنه کوله؛ دا بدلي اوس ډېر لږ د خلکو په ياد کي پاته دي، چي يوه بدله ئې په دې ډول ده.

غرقه دي داله کړه چي دي رود کئ رابسته

پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه

دا دونه غر ئې سوری کئ، بيا ئې ورکړه دربچه

پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه

راغله ماشینان پکښي ناست هزاره ګيان

چتي پيتي پزي له يوه مخه بينيان

سخت دي تر ډبره چي دوی کار کاوه په شپه

پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه

که ددې بدلې نوره برخه که ستاسي او يا ستاسي د مشرانو په ياد وي، دلته ئې وليکئ.



:: اړونده موضوع: هیواد او نړۍ
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

په کندهار کي ښځي د شپې له خوا د خزندو نومونه نه اخلي، دوی داسي انګيري، که ئې نوم ياد سي، پر نامه راوزي؛ نو په نورو نومو ئې يادوي؛ مثلاً مار ته د مځکي په ښويکي يا ريکښۍ، لنډۍ ته لویشتکۍ، لړم ته بالاګی او غونډک ته په ښانګور وايي.

تاسي دې ته ورته نور نومونه اورېدلي؟ که وي، وئې ليکئ.



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: فلکلور
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

د "جګړه او سوله" مشهور اثر ليکوال نیکولایویچ تولستوی په ۶۷کلنۍ کي د بايسکل سپرلي زده کړه؛ دا کړنه په ادبياتو کي په يوه مفکوره بدله سوه، چي د {تولستوی بايسکل} ورته وايي؛ معنی ئې دا چي "د هيڅ شي لپاره ناوخته نه دئ!"

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

پوهنتون کي روان يم، دوه دری ژبي محصلان خپلو کي لګيا دي خبري کوي؛ زه هم په خپلو فکرو کي ډوب روان وم، چي ناڅاپه مي دې جملې د خيال نيلي را تم کړ؛ سوم عيد ماه رمضان است!



:: اړونده موضوع: کیسې او خاطرې
:: تړاو: خرافات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

ګيدړي څاه ته سر ور ايسته کئ، خپله څېره ئې په اوبو کي وليدله؛ ول خدايه ورځ مي دلې مه کې؛ هغه ئې پښه وښوېده، ور ولوېده کلونه يې هلته سول



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: فلکلور
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

کتاب پلورنځي ته يو داسي ځوان راغئ، چي مخکي مي نه وو ليدلی او نه د کتاب او مطالعې سړی معلومېدئ؛ د ډاکټر کاغذي نسخه ئې راته ونيوله، ويل ئې دا راکه!

پر کاغذ د ارواپوهني اړوند د څو کتابونو نومونه ليکلي وو؛ کتابونه مي ور کړل.

پوښتنه مي ځني وکړه، ارواپوهنه دي خوښه ده؟

ويل ئې ارواپوهنه نه پېژنم، مریض وم، ډاکتر ته تللی وم، هغه دا نسخه راکړه، ويل کتابپلورنځي ته ورسه، دا کتابونه ځني واخله، ويې لوله.

سړی مي تشويق کړ؛ څه موده وروسته بيا راغئ، نور کتابونه ئې هم واخيستل، پوښتنه می ځني وکړه، اوس دي صحت څنګه دئ؟

ويل ئې، بيخي جوړ سوی يم، خو د کتاب لوستني په ناروغي اخته سوی يم!

#خاطرې_او_ياداښتونه



:: اړونده موضوع: کیسې او خاطرې
:: تړاو: کتاب
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

‏رسول الله ﷺ فرمایي: ‏د دين په کارونو کي آساني کوﺉ، سختي مه کوﺉ؛ خلکو ته زيری ورکئ او خلک مه متنفره کوئ.‏

"رواه البخاري"



:: اړونده موضوع: دين او عقيده
:: تړاو: حدیث
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

په ارواپوهنه کي ناپېژندل سوي ملګري ته سيوری(سايه) وايي؛ ځکه چي ناپېژندل سوی ملګری ستا د ژوند په رنګينيو او خوښيو کي د سيوري په څېر درسره وي، خو د ژوند په تاريکيو او سختيو کي د سيوري په څېر ورکېږي.

#هدفــ: انسان بايد د خپل عمل په څېر ملګری پيدا کړي؛ ځکه چي ښه عمل دي خوښۍ ډېروي او په سختيو کي دي لاسنيوی کوي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: وراشې او کنايې
:: تړاو: ارواه پوهنه
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول اللهﷺ وفرمایل: څوک چي په یوه ورځ کي سل واره(سُبحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ) ووایي؛ ګناهونه ئې بخښل کېږي، که څه د سمندر د ځګ په څېر وي.(حديث صحيح. متفق علیه)



:: اړونده موضوع: دين او عقيده
:: تړاو: حدیث
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

#تاريخ_وايي، چي يو نيم سل کاله مخکي يو غوايي د شکاګو ايالت په يوه طبيله کي څراغ په لغته وواهه، چي له امله ئې يوه لويه اور لګیدنه رامنځته سوه، په پېښه کي ۳۰۰کسه ووژل سول او له ډېرو تاوانو سره نهه کيلو متره مربع سيمه په بشپړ ډول د اور خوراک سول.

مطلب د خره خرتوبي هر څوک يادوي، خو د غوايي لغته او ښکر ته هيڅ فکر نه کوي؛ په ويجاړۍ کي غوايی هم تر چا کم نه دئ؛ ۴۴ کاله مخکي يوه غوايي زموږ جوړ نظام په ښکر وواهه، تر اوسه ئې روغه ورځ نه ده ليدلې!



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

درواغجن د درواغو ويلو په وخت کي ولي په پزه ډېر لاس وهي؟

يو ځای مي ولوستله وايي، کله چي څوک دراغ وایي، په بدن کي ئې د catecholamines كاتيكولامين په نوم يو ډول کیمیاوي مواد تولیدېږي، کم چي د پزي په دننه کي يو ډول حرکت پيدا کوي؛ بله داچي د درواغ ويلو په وخت کي د ویني فشار هم لوړېږي، چي دا هم د پزي د خارش او کا سبب ګرځي؛ ځکه نو دروغجن د درواغو ويلو په وخت کي په پزه ډېر لاس وهي.

تاسي درواغجن پر کومو علامو پېژنئ؟



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: انګېرنه
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

ژمی عموماً پر دوو برخو وېشل سوی، چي يوې ته ئې لو څله بلي ته ئې کوچنۍ څله وايي؛ لو څله ۴۰ ورځي ده، چي د جدي مياشتي له اولي نېټې پيل د دلوي تر ۱۰ پوري رسېږي؛

کوچنۍ څله د دلوي له۱۱ شروع د حوت تر اولي نېټې دوام کوي.

په لو څله کي شپې اوږدې او په کوچنۍ څله کي ورځي اوږدېږي.

کله چي لو څله وځي، کوچنۍ څله پوښتنه ځني کوي، تا له خلکو سره څه وکړه؟

لو څله ورته وايي، زما له يخه خلک مجبور سول، چي سندلي، تنور او نغري ته ځان ورسوي.

کوچنۍ څله ورته وايي، ارمان آرمان چي زما عمر ډېر لنډ دئ، کنه دوی به مي په سندلي او تنور کي يخی کړي وای!

په لو څله کي باران او يخ وي، خو په کوچنۍ څله کي يخ لا ډېرېږي او باران هم ډېر اوريږي.

د کوچنۍ څلې اولو لسو ورځو ته امن او دوهمو لسو ورځو ته بهمن وايي؛ افسانوي کيسه ده، وايي چي امن او بهمن د يخ د مور دوه زامن وه، چي مور ئې غره ته په لرګيو پسي لېږلي ول، چي د ډېر سخت يخ له لاسه په غره کي يخی سول.

زموږ په خلګو کي تر اوسه د امن او بهمن اصطلاح مشهوره ده، کله چي لو څله خلاصېږي، دوی وايي، امن او بهمن لا پاته دي، ژمی خپل زور هلته معلوموي.



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: فلکلور
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

ښځمني هم ډېري ټوکماري دي، کله چي په واده کي ناوې د پلار له کوره وړي، نو پاته نجونو ته داسي طعنې ور کوي

تر کاسې لاندي چیچکي

ناوکۍ مو ځني یووړه، اوس نو پاته سوې لوچکي

دروازې مو دړی وړي

ناوکۍ مو ځني یووړه، اوس نو پاته سوې ګیدړي



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: فلکلور
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸

وايي په کندهار کي د سپيانو د وژلو عمليات له هغه وروسته پيل سول، چي په عینو مېنه کي ئې يو بې ګناه کوچنی داړلی او وژلی وو؛ خلکو د دوی ددې کړني په مقابل کي د ټولو سپيانو د منځه وړلو ږغ پورته کړ، چي په نتيجه کي ئې يوازي تېره شپه ۶۰ سپيان ووژل سول او دا لړۍ لا روانه ده.

نن سپيانو په ژړانده سترګو او د حال په ژبه له انسانانو پوښتنه کول، چي په موږ کي څو لېونو يو کوچنی و داړئ، تاسو زموږ د ټولو د وژلو او له منځه وړلو ږغ پورته کړ؛ کلونه کلونه کېږي، چي تاسي د خپلو او پردیو له خوا وژل، ترټل او توهينېږئ، ايا کله مو هم د دوی پر ضد يو ږغ پورته کړی دئ!

په رشتيا چي دنيا د زورورو ده، کمزوری په کوچني عمل له منځه ځي او زورور په هر رنګه بد عمل اتل بلل کېږي.



:: اړونده موضوع: جالبي پيښي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

په ډېري خواشينۍ سره مي د پښتو ژبي د ښه ليکوال، ژباړن او شاعر ښاغلي عبدالحميد پوهمل د مړيني دردونکی خبر تر لاسه کړ؛

انا لله و انا اليه راجعون.

ارواښاد پوهمل د مفتي ملا غلام نبي اخوند زوی په ۱۳۲۷ل. کال د کندهار ښار په يحيیٰ خان کوڅه کي زېږېدلی.

مرحوم پوهمل صاحب له تاندي ځوانۍ څه ژباړه، ليکوالي او شاعري کوله، چي د کندهار په طلوع افغان جريده کي به خپرېدله.

پوهنمل صاحب په اولو وختو کي د حقګوی تخلص کاوه.

د مرحوم پوهمل اول کتاب د طبيعي درملنه تر عنوان لاندي په ۱۳۸۸ل. کال کي چاپ سو، بل اثر ئې پوهنيزي ويناوي دي همدا رنګه د شعرونو يوه ټولګه د ارمانو نړۍ او نور ناچاپ اثار هم لري.

مرحوم پوهمل صاحب ډېر کلونه په دولتي دوايرو کي رسمي دندي سرته رسولي، په هيواد کي د ثور تر کودتاه وروسته په ۱۳۵۹ل. کال له هيواده کډوال سو او په همدې کډوالۍ کي د کراچي په ښار کي وفات سو؛ روح دې ښاد جنت دې ځای وي.

ارواښاد عبدالحمید پوهمل په فيسبوک کي ډېر فعال وو، هر وخت به ئې ډېري په زړه پوري ليکني، شعرونه او ژباړي خپرولې؛ اکثره وخت به ئې زما (قانع) سره پر اړينو موضوعاتو ميسېجونه تبادله کول.

د مرحوم پوهمل صاحب مړينه د پښتو ادب لپاره لويه غمیزه ده: سخته به وي، چي ژر دي د‌ دوی په څېر علمي او ادبي شخصيت پيدا کړو.

پر ګور ئې نور!



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

وايي د مغولي چنګيز پوځ د خپلو يرغلونو په ترځ کي په يوه جګړه کي له لوږي سره مخ سول، د جګړې توان ئې له لاسه ورکړ؛

چنګيز خپلو جنګياليو ته امر وکړ، چي هره لس کسيزه ډله دي له خپله منځه يو جنګيالی وخوري، تر څو نور له مرګه وژغورل سي.

پوښتنه داده چي د چنګېز دې کړني ته ظلم ويل کېږي، که د جګړې مدیریت!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

يو سړي په ډېر تلوار لمونځ کاوه، محتسب په دُره وواهه؛ لمونځ کونکي پاته لمونځ په ډېر احتياط سره ادا کړ.

تر لمانځه وروسته محتسب پوښتنه ځني وکړه، کم لمونځ ښه وو؟

سړي ورته وويل: اول، ځکه هغه وخت مي په زړه کي د الله څه بېره وه، په دوهم وار لمانځه کي مي ستا د دُرې بېره وه.

#هدفــ: د عبادت هغه خوند چي په يو رنګۍ(اخلاص) کي سته، په دوه رنګۍ(ريا) کي نه پيدا کېږي!



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما ژباړي
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

کږني زموږ په ټولني کي خورا ډېري دي؛ هر کور کي داسي څه حتماً سته، چي د هغه کور خلک ئې په کږنه نيسي؛ مثلاً د شپې جارو کول، لاس تر زني کښېنستل، د نوکانو جنګول او داسي نور.

په نورو هيوادو کي هم پر کږنو باور سته؛ وايي، د يوګوسلاويا پاچا اول الکساندر (سه شنبه) په کږنه نيولې وه؛ د سه شنبې په ورځ ئې په هيڅ غونډه کي ګډون نه کاوه؛ د کږني علت ئې د سه شنبې په ورځ دده د کورنۍ د درو غړو مړه کېدل ول؛ خو تر څه وخت وروسته پاچا له دې احمقانه فکر څه تېر سو او د سه شنبې ورځ ئې سمه وګڼله.

يوه ورځ جالب تصادف پېښ سو، پاچا د سه شنبې په ورځ فرانسې ته سفر وکړ، خو په همغه سه شنبه يو تروریسټ ترور کړ!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، اولسي ادب
:: تړاو: خرافات
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

په عکس کي وينئ، چي ۶۵۰ سرتېري په داسي ډول ولاړ دي، چي د آس شکل ور ځني جوړ سوی؛ دوی دا ننداره د هغو اتو ميلونو آسانو په احترام جوړه کړې، چي په ۱۹۱۹م. کال کي د لومړۍ نړۍ والي جګړې پر مهال وژل سوي ول.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

وايي په پخوا زمانو کي يو عادل پاچا وو، د ناروغۍ په اساس ناڅاپه کوڼ سو؛ خپلو وزيرانو ته ئې ډېر وژړل. وزيرانو ددې لپاره چي پاچا ته تسئليت ورکړي، ورته وئې ويل، خير دئ، که دي د اورېدو حس له لاسه ورکړی، خدای مهربانه دئ، الله به ډېر عمر در کړي.

پاچا ورته وويل، تاسي نه پوهېږئ، زه پر دې ژاړم که يو مظلوم د انصاف غوښتلو لپاره ماته راسي، زه به د‌ هغه ږغ څنګه اورم!

وروسته ئې امر وکړ، په هيواد کي دي هيڅوک سره کالي نه اغوندي، بېله مظلوم څخه؛ څنګه چي زه سورلباسی ووينم، پوهېږم به، چي له هغه سره ظلم سوی، کومک ته به ئې ځان رسوم.

#هدفــ: که اراده وي، د مظلوم ږغ په هر حالت کي اورېدل کېدای سي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

مغولي چنګيز که په نورو هيوادو او نورو ملتو کي د بې رحمه، يرغلګر، وحشي او قاتل په نومونو يادېږي؛ خو په خپل هيواد(مغولستان) او خپل اولس کي د ميني، محبت، سولي، عدل او د تاريخ د زريني څېرې په نوم پېژندل کېږي او عکس ئې په ډېر وياړ سره پر پيسو چاپېږي.

#هدفــ: يوې پېښي ته هر څوک له خپلو عینکو(په منفي او مثبت نظر) ګوري، خو منصفانه نندارچي تاريخ دئ.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، جالبي پيښي
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

د شلمي پېړۍ په اوايلو کي د انګلستان د هايکام په ښار کي به هر کال د هغه ځای د ښاروال او مامورينو وزنونه تلل کېدل؛ هر کله چي به د چا وزن ډېر سوی وو، د سزا په ډول به ئې په ورستو روميانو او خرابو سوو مېوو ويشتئ.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، جالبي پيښي
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷

د المان په وينسټر بورګ ښار کي يوه کلا ده، چي د وفادارو ښځو په نوم يادېږي؛ وايي په ۱۱۴۰م. کال کله چي درېيم کنراد پاچا د وينسټر بورګ ښار ونيوئ، خلکو غوښتل چي يوې کلا ته پناه يوسي.

کنراد پاچا امر وکړ، يوازي ښځو او کوچنيانو ته اجازه سته، چي دې کلا ته پناه یوسي او په امن کي پاته سي؛ و ښځو ته د درنښت او بخششۍ په توګه ئې په دې شرط د هر هغه قيمتي شي د وړلو اجازه ورکړه، چي د وړلو وس ئې ولري.

عسکر د څارني په موخه ولاړ ول، ګوري چي هري ښځي خپل مېړه په غوټه کي اچولی او کلا ته ئې وړي‌؛ پېغلانو هم خپل پلرونه او وروڼه په غوټو کي ورسره اخيستي دي.

پاچا چي له دې کيسې خبر سو، په خندا سو، ويل ئې پر خپله ژمنه ولاړ يم، اجازه ورکئ، چي ښځي خپل نارينه له ځان سره بوځي!

له هغه وخته دا کلا د وفادارو ښځو په نوم و نومول سوه.

#هدفــ: د لويانو قول-قول، او وينا ئې وينا وي، که څه هم کړې خبره ئې په ډېر تاوان تمامېږي!

#دقانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، جالبي پيښي
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷


 
اعلان.

.:: کلیک ::.