(کيسه لږ اوږده خو په زړه پوري ده)
#پير_قلفي_بابا
يو قلف پلورونکی وايي، يوه ورځ يو پيرډوله صوفي چي تسبيح ئې په لاس کي وې، دکان ته راغئ؛ ۶۰دانې داسي کوچني قلفونه ئې رانيول، چي هيڅ ارزښت ئې نه درلود، زه هم په دې سودا خوشحاله سوم.
بله اونۍ راغئ، ۱۲۰ دانې ئې واخيستل؛ اونۍ وروسته ئې۲۰۰ او په څلرمه اونۍ ئې ۳۶۰دانې قلفونه رانيول؛ زه هم خوشحاله او حيران وم، چي دا څه په کوي؛ هر وار چي مي پوښتنه ځني کول، حال ئې نه راته وايه.
ما ول، دا خرڅوې؟
جواب ئې نه راکوه.
خبره ۵۰۰ قلفونو ته ورسېدل، معامله ښه روانه وه، دواړه سره راضي وو.
يوه ورځ مي ورته وويل، که ددې قلفو په کيسه مي خبر کړې، ۶۰دانې وړيا درکوم!
له دې سره د پير صاحب خوله خلاصه سوه؛ ويل، زه د همدې کلي سړی يم، له پلار و نيکه څه تعويذونه کوم، د کليو خلک چي ډېري ئې ښځي او لږ ئې سړي دي راځي، زما څه تعویذونه اخلي؛ د ورځي له۵۰ تر ۱۰۰ تعويذونه ورکوم، له هر تعويذ سره يو قلف هم ورکوم؛ ورته وايم، چي په دې قلف ستا دښمن او د دښمن بخت تړم؛ زر- دوه زره روپۍ شکرانه هم ځني اخلم.
له خپلي ژمني سره سم مي ۶۲دانې قلفونه ورکړل، ما ويل، آفرين اصلي سوداګر ته يې، موږ قلف په لس درکوو، ته ئې په زر خرڅوې، هغه هم د چين کافر هغه تر ټولو خراب جنس!
والله ته ډېر د احترام وړ يې، سم بيل ګېټس يې!
څه موده وروسته مي مېرمن په داسي حال چي وظيفه ئې کوله، په ډېر احترام سره ئې دسمال خلاص کړ، هغه کوچنی چنايي قلف ئې را ښکارهکړ، ويل دامي له پير صاحب څه د خپلي لور د بخت دخلاصېدو په خاطر په لس زره روپۍ اخيستی دئ.
قلف پلورونکی وايي، هيڅ مي ونه ويل، چُپ پاته سوم.
څه وخت وروسته هغه پير بيا د قلفو اخيستلو لپاره دکان ته راغئ، په ګيله سره مي ورته وويل، چي ته دا څه کارونه کوې!
پير په خندا سو، ويل: زه څه وکم، چي دوی خپله راځي او پر ما باور کوي، زه څه وکم، زما ګناه څه ده!
له درده چُپ سوم، د خپلو خلکو ناپوهۍ او جهالت ته حيران پاته سوم، چي جهالت ئې هيڅ نه ختمېږي.
#هدفــ: په هدف ئې ټول پوهېږو، خو ځان نه پوهوو!
#د_قانع_ژباړه
تړاو:
خرافات