پخوا چي قطعې(ورقي) او چکه نه ول، په حجرو او کوټو کي به د اخوند وړه خورا په خوند کېدله؛ که مو د اخوند د وړو اورېدلي وي؛ نو راته وواياست چي د اخوند وړه به څوک کوي! #د_لوبي_ترتيب_داسي_دئ مثلاً په کوټه کي لس نفره ناست دي، دوی دوه دوه سره انډيوالان سي، داسي چي يو د بل دفاع وکړي او خپل انډيوال د اخوند د وړو څخه خلاص کي. يو نفر مثلاً کريم خپل ملګري جميل ته وايي، دا چي د اخوند وړه خلاص سوي دي، يو څوک بايد پيدا سي چي د اخوند وړه و ژرندي ته يوسي؛ ته وا دا کار به څوک وکي! ملګری ئې(جميل) سمدلاسه د يو نفر نوم ياد کي؛ وايي دا وړه به احمد کوي! د احمد ملګری (محمود) ژر پر را ږغ کي، وايي احمد څه وزګار نه دئ، خپله زر کارونه لري، هغه ئې نه سي کولای! مقابل شخص(جميل) بيا ورته ووايي، نو بې څوک وکي؛ محمود ورته وايي چي ولي ئې عبدالله نه کوي؛ د عبدالله ملګری شمس بيا د هغه دفاع شروع کي. لوبه تر هغه وخته روانه وي، چي يو څوک د ملګري دفاع ونه کي او يا په خبرو کي بند سي؛ په دې وخت کي پر دغه ملامت شخص سزا راوزي؛ کله جالب نوم پر کښېږدي، کله ايشله په وکي، کله بل ناټک؛ په دې سره نو ټوله مجلس د خندا شين وي.
:: اړونده موضوع:
زما خبري،
اولسي ادب
:: تړاو:
فوکلور
کله نا کله يخچال د ځينو شيانو څخه بوی اخلي، چي د انسان د اذيت سبب ګرځي؛ نن مي په يو ځای کي ولوستل، وايي که غواړئ چي يخچال مو بدبوی ورک کي، په يوه کټوري کي لږ اندازه سکاره دننه په يخچال کي د ۲۴ ساعتونو لپاره کښېږدئ. تاسي هم يوه ګټوره تجربه وليکئ.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب،
معلومات او تکنالوژي
:: تړاو:
تجربه
يو ځای مي د ريحانو د شربتو په اړه ولوستل، وايي، ریحان تر ۱۰۰۰ ډېري ګټي لري؛ د نمونې په توګه ۱: د شیدو په پرتله پينځه ځله ډېر کلسیم لري؛ ۲: د نارنج په پرتله اووه ځله ډېر ویټامین سي لري؛ ۳: د پالک په پرتله درې ځله ډېره اوسپنه لري؛ ۴: د کېلې په پرتله دوه ځله ډېر پوتاشیم لري؛ ۵: د کب په پرتله اته ځله ډېر اومیګا3 لري.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
څښاک
کوچني خره(کوټی)خوراک او څښاک پریښود؛ کمزوری سو، بدن ئې سست او له حرکته ولوېد. پلار ئې پوه سوه، چي د زوی ئې فکر خراب سوی او يو شی سته، چي کوچنی خر زوروي؛ پوښتنه ئې ځني وکړه، زويه څه خبره ده، چي داسي خراب سوی يې؛ هر وخت دي ښه پالنه کوم، ښې اوربشي او ښه خواړه درکوم، پر څه شي دي طبيعت خراب سوی دئ؟ کوټي، په زحمت خپل سر را پورته کړ، پلار ته ئې وويل: ايا دوی انسانان دي! پلار ئې حيران سو، ويل زويه د انسانانو څه ګناه ده؟ کوټي وويل، دوی ولي په موږ خرو ملنډي وهي! پلار ئې ويل، څنګه ملنډي؟ کوټي ورته وويل، ته يې نه وينې، چي دوی کي څوک ناسم او له شرمه ډک کار وکړي، نو دوی هغه ته وايي، خره! اې خره!! اې د خره زو!!! په رشتيا هم موږ همداسي يو، لکه څنګه چي دوی وايي، ولي دا خپل کم عقلان په خرو سره يادوي؟ پلاره، موږ داسي نه يو...! پلاره، موږ ستړي کارونه کوو! موږ ښه پوهېږو، موږ د يو احساس له مخي خپله دنده مخته وړو! د پلار فکر ئې خراب سو، نه پوهېدئ، چي د خپل زوی خبرو ته څنګه جواب ورکړي؛ سر ئې کښته واچوئ، بيا ئې غوږونه يوې او بلي خوا ته وڅنډل، خپل زوی ته ئې د خرو منطق شروع کئ؛ وئې ويل: ګوره زويه، هغه انسانان دي، خدای پیدا کړي دي او پر نورو مخلوقاتو ئې غوره کړي دي؛ خو مخکي له دې چي موږ خرو ته سپکاوی وکړي، دوی پر خپلو ځانو ډېر ظلم کړی دئ، د بېلګې په توګه ته وګوره! √ایا تا په ټول عمر کي یو خر لیدلی دئ، چي د خپل ورور پیسې ئې غلا کړي وي؟!! √ ايا تا يو خر لیدلی، چي تر ځان کمزوری او ضعيف خر ئې شکنجه کړی او يا زورولی وي؟! √ ایا تا د خرو په منځ کي د رنګ، څېرې، جنسيت، ژبي، قبيلې او قوم په اساس توپيريز چلند ليدلی دئ؟! √ ايا تا په خرو کي د مشرتوب پر سر شخړي او جنګونه ليدلي دي؟! √ ايا کله دي اورېدلی دي، چي امريکايي خرو د اوربشو د تر لاسه کولو لپاره د عربي خرو د وژلو پلان جوړ کړی دئ؟! √ايا يو خر مو ليدلی دئ، چي د بل هيواد غلام او اجنټ وي او د خپل هيواد خرو ته توطئې جوړوي؟! بېله شکه چي د خرو په نړۍ کي مو داسي انساني جنايتونه نه ليدلي او نه اورېدلي دي! پوښتنه داده، چي ايا انسانان د خپل پيدايښت په حکمت پوهېږي، که نه او د هغه څه لپاره چي پيدا سوي، عمل په کوي، که نه! نو ګرانه زويه، په همدې اساس زه ستا څخه غوښتنه کوم، چي پر خپلي خرتوبۍ خوشحاله او راضي و اوسه! په دې خرتوبي کي د خپلي مور او زما سرلوړی وکه! زويه، زموږ لپاره همدا وياړ بس دئ، چي موږ خره يو؛ ځکه #نه درواغ وايو! #نه قتل کوو! #نه غلا کوو! #نه غيبت کوو! #نه لعنت وايو! #نه د چا پر مرګ او غم خوشحالي کوو! د پلار دې خبرو کوچنی خر(کوټی) خوشحاله کړ، خوراک او څښاک ئې شروع کئ، وئې ويل: پلاره، زه ژمنه کوم، چي خر به يم او خر به اوسېږم؛ پر خپله خرتوبي به وياړ کوم! بیا به خاوري سو او هغه اور ته به داخل نه سو، چي د سونګ توکي به ئې انسانان او ډبري وي. (ثم أكون ترابا ولا أدخل النار التي وقودها الناس والأحجار) له عربي منابعو څخه #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
فلکلور
په کندهار کي ښځي د شپې له خوا د خزندو نومونه نه اخلي، دوی داسي انګيري، که ئې نوم ياد سي، پر نامه راوزي؛ نو په نورو نومو ئې يادوي؛ مثلاً مار ته د مځکي په ښويکي يا ريکښۍ، لنډۍ ته لویشتکۍ، لړم ته بالاګی او غونډک ته په ښانګور وايي. تاسي دې ته ورته نور نومونه اورېدلي؟ که وي، وئې ليکئ.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
فلکلور
ګيدړي څاه ته سر ور ايسته کئ، خپله څېره ئې په اوبو کي وليدله؛ ول خدايه ورځ مي دلې مه کې؛ هغه ئې پښه وښوېده، ور ولوېده کلونه يې هلته سول
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
فلکلور
#تاريخ_وايي، چي يو نيم سل کاله مخکي يو غوايي د شکاګو ايالت په يوه طبيله کي څراغ په لغته وواهه، چي له امله ئې يوه لويه اور لګیدنه رامنځته سوه، په پېښه کي ۳۰۰کسه ووژل سول او له ډېرو تاوانو سره نهه کيلو متره مربع سيمه په بشپړ ډول د اور خوراک سول. مطلب د خره خرتوبي هر څوک يادوي، خو د غوايي لغته او ښکر ته هيڅ فکر نه کوي؛ په ويجاړۍ کي غوايی هم تر چا کم نه دئ؛ ۴۴ کاله مخکي يوه غوايي زموږ جوړ نظام په ښکر وواهه، تر اوسه ئې روغه ورځ نه ده ليدلې!
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
د تاریخ خبري
درواغجن د درواغو ويلو په وخت کي ولي په پزه ډېر لاس وهي؟ يو ځای مي ولوستله وايي، کله چي څوک دراغ وایي، په بدن کي ئې د catecholamines كاتيكولامين په نوم يو ډول کیمیاوي مواد تولیدېږي، کم چي د پزي په دننه کي يو ډول حرکت پيدا کوي؛ بله داچي د درواغ ويلو په وخت کي د ویني فشار هم لوړېږي، چي دا هم د پزي د خارش او کا سبب ګرځي؛ ځکه نو دروغجن د درواغو ويلو په وخت کي په پزه ډېر لاس وهي. تاسي درواغجن پر کومو علامو پېژنئ؟
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
انګېرنه
ژمی عموماً پر دوو برخو وېشل سوی، چي يوې ته ئې لو څله بلي ته ئې کوچنۍ څله وايي؛ لو څله ۴۰ ورځي ده، چي د جدي مياشتي له اولي نېټې پيل د دلوي تر ۱۰ پوري رسېږي؛ کوچنۍ څله د دلوي له۱۱ شروع د حوت تر اولي نېټې دوام کوي. په لو څله کي شپې اوږدې او په کوچنۍ څله کي ورځي اوږدېږي. کله چي لو څله وځي، کوچنۍ څله پوښتنه ځني کوي، تا له خلکو سره څه وکړه؟ لو څله ورته وايي، زما له يخه خلک مجبور سول، چي سندلي، تنور او نغري ته ځان ورسوي. کوچنۍ څله ورته وايي، ارمان آرمان چي زما عمر ډېر لنډ دئ، کنه دوی به مي په سندلي او تنور کي يخی کړي وای! په لو څله کي باران او يخ وي، خو په کوچنۍ څله کي يخ لا ډېرېږي او باران هم ډېر اوريږي. د کوچنۍ څلې اولو لسو ورځو ته امن او دوهمو لسو ورځو ته بهمن وايي؛ افسانوي کيسه ده، وايي چي امن او بهمن د يخ د مور دوه زامن وه، چي مور ئې غره ته په لرګيو پسي لېږلي ول، چي د ډېر سخت يخ له لاسه په غره کي يخی سول. زموږ په خلګو کي تر اوسه د امن او بهمن اصطلاح مشهوره ده، کله چي لو څله خلاصېږي، دوی وايي، امن او بهمن لا پاته دي، ژمی خپل زور هلته معلوموي.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
فلکلور
ښځمني هم ډېري ټوکماري دي، کله چي په واده کي ناوې د پلار له کوره وړي، نو پاته نجونو ته داسي طعنې ور کوي تر کاسې لاندي چیچکي ناوکۍ مو ځني یووړه، اوس نو پاته سوې لوچکي دروازې مو دړی وړي ناوکۍ مو ځني یووړه، اوس نو پاته سوې ګیدړي
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
فلکلور
کږني زموږ په ټولني کي خورا ډېري دي؛ هر کور کي داسي څه حتماً سته، چي د هغه کور خلک ئې په کږنه نيسي؛ مثلاً د شپې جارو کول، لاس تر زني کښېنستل، د نوکانو جنګول او داسي نور. په نورو هيوادو کي هم پر کږنو باور سته؛ وايي، د يوګوسلاويا پاچا اول الکساندر (سه شنبه) په کږنه نيولې وه؛ د سه شنبې په ورځ ئې په هيڅ غونډه کي ګډون نه کاوه؛ د کږني علت ئې د سه شنبې په ورځ دده د کورنۍ د درو غړو مړه کېدل ول؛ خو تر څه وخت وروسته پاچا له دې احمقانه فکر څه تېر سو او د سه شنبې ورځ ئې سمه وګڼله. يوه ورځ جالب تصادف پېښ سو، پاچا د سه شنبې په ورځ فرانسې ته سفر وکړ، خو په همغه سه شنبه يو تروریسټ ترور کړ!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
اولسي ادب
:: تړاو:
خرافات
يوه شپه له يو کليوال ملګري سره د څوارلسم سپوږمۍ ته ناست وم، د غره و د وره خبري مو کولې، چي وار د سپوږمۍ راغئ؛ ملګري مي راته وويل، په سپوږمۍ کي هغه تور خاپونه وينې؟ ما ول، هو! ويل دا اسرافيل عليه السلام دئ، زنګون کيچ ولاړ دئ، د الله امر ته انتظار باسي، چي کله الله امر پر وکي، سمدلاسه به د سُر شپېلۍ ووهي، قيامت به سي! ما وخندل؛ ملګری مي ويل، ولي خاندي، ګناهکاره کېږې! ماول نه، داسي نه ده، په سپوږمۍ کي اسرافيل له کومه سو، دا توري نښي او لکې طبعي دي! ملګری مي سور و شين سو، ول ته نه يې خبر، يا دي عقيده خرابه سوې ده، ورسه له مشرانو څه پوښتنه وکه! ملګري ته چي مي هر څه قناعت ورکاوه، سړي خپلي خبري ته سر نيولی وو. څو کاله وروسته مي ملګری پر خپله کړې خبره سخت پښېمانه وو، ويل جهالت دئ، موږ ته د اناګانو خُرافات راپاته دي، پرهغو ټينګ ولاړ يو. #هدفــ: په هغه ټولنه کي چي علم او تمدن نه وي، ځای ئې خُرافات او جهالت ډکوي.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
خرافات
د کندهار ښار په عمومي هديرو کي له پخوا څه يو پوښلی حوض سته، چي د عين الدين حوض په نوم يادېږي؛ په اولس کي دا مشهوره ده، چي په دې حوض کي پيريان اوسېږي، څوک د شپې نه سي ور تلای. يوه شپه څو ملګري سره ناست ول، په دوی کي يو نفر د خپل زړورتوب کيسې کولې؛ په مجلس يو ملګري ورته وويل، که ته دونه دلاوره يې، ونيسه په دا نيمه شپه عين الدين حوض ته ولاړ سه او هلته دا مختوبېله ټکوهه، سهار به ئې موږ وګورو، که دي ټکوهلې وه، نو ته په رشتيا زړه ور يې! سړي ومنل، روان سو؛ ډېر وخت تېر سو، خو د سړی درک معلوم نه سو. د ملګرو ئې اندېښنه سوه، ول هسي نه چي پيريانو يو څه په کړي وي، ټول د حوض پر خوا روان سول؛ کله چي حوض ته ورسېدل، ګوري چي د حوض په ځينه کي سړی بېسده پروت دئ؛ چي راپورته ئې کئ، لمن ئې په مختوبېله کي بنده ده. سړي له بېري مختوبېله پر خپله لمن ټک وهلې وه، کله ئې غوښتل ولاړ سي، هغه لمن ئې بنده وه، ځای پرځای بېسده سوی وو؛ ده فکر کړی وو، چي پېري تر لمني نيولی دئ. #هدفــ:ځيني وخت سړی دونه د افواهاتو او اوازو تر اغېز لاندي راسي، چي خپل حواس له لاسه ورکړي؛ خو په اصل کي هيڅ هم نه وي.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
خرافات
يو شپون د پير دربار ته، له راتلو سره سم د پير په پښو کي ولوېدئ؛ ويل پيره، ستا قربان سم، دغه دروږ مي تاته راوړی، راڅه قبول يې که! پير ورته وويل، سمه ده قبلوم يې، خو اول دا راته ووايه، چي ولي دي دا دروږ راوړی دئ؟ شپانه ورته وويل، پير مبارکه ستا قربان سم، هغه بله ورځ مي رمه د غره لمني ته د څر لپاره بېولې وه، په دغه ورځ می سپی له رمې سره نه و ملګری کړی، نا څاپه د غره له خوا يو غټ شرمښ(لېوه) راغئ، مخ پر رمه را ځغلي، چي هر څه مي نارې پر ووهلې، ګټه يې نه کول؛ پير مبارکه، چي ته مي را په ياد سوې، سم دلاسه مي را وننګولې؛ پيرجانه، ستا صدقه سم! تا هم بله نه ده کړې، د يو غټ کوټه سپي په څېر را ورسېدې، لکي دي ډانګ نيولې وه، لېوه دي را چپه کړ، په وينو دي ولړئ، و دي شړئ، سخت مدد دي را ورساوه؛ خو د لېوه د جنګ پر مهال مي ستا مبارک بادونه او په مرداريو لړلی بدن به مي مرګی هېروي؛ ستا بلا دي زه واخلم، که ته د کوټه سپي په څېر نه وای راغلی، ټوله رمه به مي د لېوه خوراک وای!
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
خرافات
بخت مي بيدارېږي، کاک مي پر څلورو روانېږي! وايي په پخوا کي کوچيانو کاکونه پخول،(کاک يو ډول ډوډۍ ده، اوړه پر ډبره پيچل کېږي او پر سکروټو پخېږي)؛ يوې کوچۍ پیغلي په ژمي کي سهار وختي کاکونه پخول؛ يو کيشپ (ځيني خلک بيا وايي جږګی) چي يخ نيولی وو، په ډبرو کي پروت وو، کوچۍ ګمان وکړ، چي ډبره ده، اوړه ئې پر واچول، کاک ئې ځني جوړ کړ، پر اور ئې کېښود؛ لږ ګړی وروسته کيشپ تود سو، حرکت ئې وکړ؛ ښځي نارې کړې، ول: خدايه شکر، بخت می بيدارېږي، کاک مي پر څلورو روانېږي! له همهغي ورځي دا متل وګرځېد، کله چي له يو چا نا اشنا کار وسي، وايي: بخت مي بيدارېږي، کاک مي پر څلورو روانېږي! #فولکلوريک_روايات #د_متل_کيسه
:: اړونده موضوع:
زما خبري،
اولسي ادب
:: تړاو:
فلکلور
سړي ته حال راغئ، چي ښځه دي سېل يو وړه؛ سړي ويل، ما هميشه ويلي، چي باران د الله رحمت دئ!
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
خندا
دا ټوکه مي څو کاله مخکي ليکلې وه، خو د خپرېدو جرئت مې نه کاوه؛ نن بې خپره کړم. ډاکتر لېوني ته وویل: که کشک درکم څه په کوې؟ لېوني ورته وویل: واریشتونکی ځني جوړوم، د ګاونډي د کور هینداري په ماتوم! ډاکتر ویل، دا بستر کئ، لیونی دئ. څو ورځي وروسته ډاکتر بیا پوښتنه ځني وکړه؛ که کشک درکړم، څه په کوې؟ لېوني ویل، وارویشتونکی ځني جوړوم، د ګاونډي د کور هینداري په ولم! ډاکتر ویل، پر سد سوی نه دئ، بستر ئې کئ. څو میاشتي وروسته ئې بیا لیونی را وغوښت، خو دا ځل ئې پوښتنه ورته بدله کړه، ویل که ښځه در وکم څه په کوي؟ لیوني ویل، کورته ئې بیایم! ډاکتر ویل: افرین! بيا؟ لیوني ویل: خوني ته ئې ننباسم! ډاکټر فکر وکړ، چي لیونی جوړ سوی دئ، ویل افرین، بیا څه په کوې؟ لیوني ویل، کالي ځني کاږم! ډاکتر نور هم مطمئن سو، چي سړی پر سد سوی دئ؛ ویل، بیا څه په کوې؟ لېوني ویل، پرتوګ ځني کاږم! ډاکتر ویل، ډېر ښه! نو بیا څه کوې؟ لېوني ویل، له پرتاګه څه ئې کشک کاږم وارویشتونکي ځني جوړم او د ګاونډی د کور هینداري په ولم! #هدفــ: ځني خلک له ازله خدای وهلي وي، که پر اوږو ئې د سعدي پندونه ور بار کې، دی به بيا هم د انا په مذهب وي.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
پند
په يوه ويبپاڼه کي مي ولوستل: د يوې څېړني پر اساس چي په دې وروستيو کلونو کي پر ۴۰۰۰ډوله حيوانانو تر سره سوې ده، پوهان دې پايلي ته رسېدلي دي، چي په سلو کي يوازي پينځه سلنه حيوانان له يوې ښځي سره ژوند کوي؛ نور حيوانان څو څو ښځي لري. ددغه حيوانانو په منځ کي يوازي الوتونکي مرغان دي، چي ۹۰% ئې يوه يوه ښځه لري. په دې حيوانانو کي به چرګ ظالم د ټولو ریکارډ ور مات کړی وي
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
زما خبري،
اولسي ادب
لرغونو يونانيانو پر دې عقيده درلوده، چي د کيڼ (چپه) لاس د چلې اچولو په ګوته کي د ميني رګ سته، چي له زړه سره مستقيم ارتباط لري؛ ځکه نو تر اوسه دا رواج دئ، چي له کوزدې وروسته د چپه لاس په ګوته کي چله اچوي. ياربه مجردانو ته چله !
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
يو سړي د مېرمني په پټه غوښتل دوهم واده وکړي، د نکاح مراسم ئې جمعې ورځي ته اماده کړي وه؛ خو ښځه ئې خبره سوې وه. سړی د پنجشنبې په ماښام وختي بیده سو، سهار چي راويښ سو، ځان ئې ښه ساټ و باټ کړ، نوي کالي ئې واغوستل عطر ئې ووهل، غوښتل ئې چي له کوره ووزي؛ مېرمني ئې ورته وويل: سړيه خیر دي وي، چېري ځي؟ سړي وويل: ځم د جمعې لمانځه ته، کېدای سي، ناوخته راسم. مېرمني ئې ورته وويل: راځه کښېنه نن دوشنبه ده، ما د نشې ګولۍ درکړي وې، څلور شپې بيده وې؛ که دي بيا د دوهمي ښځي نوم واخيست، داسي ګولۍ به درکم چي د قيامت په ورځ را وېښ سې.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
په نوره نړۍ کي په هرو لسو کوچنیانو کي یو هوښیار او نهه کمعقله زېږي، خو زموږ په هیواد کي په هرو لسو کي نهه هوښیار او یو کمعقل زېږي. نو بیا ولي نړۍ دونه پر مختللې او موږ شاته پاته یو؟ هغوی ځکه پر مختللي دي، چي د نهو کمعقلانو پر سر یو هوښیار مقرروي، موږ ځکه شاته یو، چي د یوه کمعقل پر سر نهه هوښیاران مقرروو. #هدفــ:په ډېرو قصابانو کي غوا مردارېږي!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
اولسي ادب
دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده! زموږ په خلکو کي دا اصطلاح چي دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده، ناسمه تعبیرېږي؛ دوی وایي چي غوایی تر ځمکي لاندي ولاړ دئ او پر یوه ښکر ئې دنیا تکیه ده، کله چي غوایی ستړی سي، نو دنیا له یوه ښکره دا بل ښکر ته واړوي، چي په دغه وخت کي په مځکه کي زلزلې رامنځ ته کېږی؛ دا ډيره ناسمه او پوچه عقیده ده او علماء کرام هم دا خبره ردوي. دا اصطلاح کېدای سي، موږ ته له ډېري پخوا زمانې راپاته وي، هغه وخت چي کرهڼه او مالداري زموږ د ژوند یوازینی عاید وو؛ په غوایي به مو مځکي قلبه کولې او د غوایي له برکته به مو له کښته ښه حاصل اخیستئ؛ ځکه به ئې ویل، چي دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده، یعنی که غوایی نه وای زموږ کرهڼه او ژوند به نه وای. #ناسم_تعبیرونه
:: اړونده موضوع:
زما خبري،
اولسي ادب
که پاچا خپل اولس ته ووایي چي جېب مو له پیسو او سترخان مو له نعمتو در ډکوم؛ دا قول ئې د میلونرانو په حق کي رشتیا او غریبانو په حق کي حماقت او د نړۍ په سطحه ستر درواغ ګڼل کېږي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
اولسي ادب
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې
کور په څلورو ښځو ښایسته وي، هیڅ وخت دي کور له دې څلورو ښځو نه خالي کېږي؛ لکه: مور، خور، مېرمن او لور
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
اولسي ادب
:: تړاو:
درنې خبري
وايي چي دملانصرالدين نه چا پوښتنه وکړه چي ولي دي واده ونه کړ؟ ملا ورته وويل چي په واده پسي هند ته لاړم هلته مي ښکلي نجوني ډيري پيدا کړې خو دعقل نه خلاصي وې ، ولاړم عراق ته هلته مي عقلمندي او هوښياري ميرمني ډيري پيدا کړې خو ښايسته نه وې بيا مي مصر ته سفر وکړ هلته مي داسي ښځه پيدا کړه چي هم ښاسيته او هم هوښياره وه خو بيا مي هم واده ورسره ونه کړ. هغه نفر ورنه په ډېره تلوسه پوښتنه وکړه نو ولي دي ونه کړ؟؟؟؟ ملا ورته وويل چي هغه ښځه هم د داسي اوصافو لرونکي پسې ګرځيده چي ما غوښتل خو هغه څه په ما کي نه وه! هدف: ريښتيا يې ويلي چي هيڅوک هم له ځانه نه دى پوره
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
خندا
تر واده مخکي: تر سرې غرمې بيدېدل تر واده وروسته: تر ملا مخکي ويښيدل پايله: مسجد پالل * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: بې اجازې په سفر نلل تر واده وروسته: وسلماني ته تلل هم اجازه غوښتل پايله: حساس ژوند * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: تر ټولو ښه خوراک بېله احسانه تر واده وروسته: سوځلې ډوډۍ داحسانه سره پايله: د ژرندي په شان معده لرل * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: ښايسته استراحت اوخوشحاله ژوند تر واده وروسته: سخت کار او ستومانه ژوند پايله: کړاو ګالل * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: دتفريحي ځايو ته تلل تر واده وروسته: دخسرګنۍ کورته تلل پايله: راپورتر * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: انګريزي ويل فوتبال کول تر واده وروسته: کوچنيان ارامول درملتون پېژندل پايله: زړ سوى پيدا کول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: دپلار نه پيسې اخيستل تر واده وروسته: ميرمني ته پيسې ورکول پايله: بانکداري يادول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: وسېنما او ستوديم ته په صف کي دريدل تر واده وروسته: و قصاب او نانواى ته په نوبت دريدل پايله: نوبت مراعتول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: په رخصتيو کي په ميله تلل تر واده وروسته: په رخصتيو کي کور صفاکول پايله: ښاروال خوشالول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: دميني او حماسي شعرو ليکل تر واده وروسته: د قفس د مرغه داستان ليکل پايله: دخپلواکۍ ارزښت پيژندل * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: په تليفون کي په ساعتو بانډار تر واده وروسته: په مبايل کي په ثانيو خبري پايله: دخپلي روغتيا خيال کول * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * تر واده مخکي: هر وخت ميلمستياوي کول تر واده وروسته: په اختر کي يوه شپه ميلمستيا برابرول پايله: دود پر ځاي کول
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب،
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
خندا
وایي چي یو چرسي له خپل یوه ملګري سره ناست وو، نو خپل ملګري ته يي مخ راواړوه او ورته ويي ویل: چي دوسته! آیا پوهیږې چي دانسان اصلي عمر دیرش کاله وو؟؟ ملګري يي ورته وویل: زه خو نه پوهیږم. چرسي ورته وویل: ښه چي نه پوهیږي نو غوږ سه: په پیل کي دانسان، خر، سپې، او بیزو ټولو عمرونه سره یو شانته وو، ټولو دیرش کاله عمر لره، خو انسان دهغوي ټولو څخه هوښیار وو، نو له ځانه سره يي وویل: چي ماته خو دا دیرش کاله ډیر کم دې، دا خو مې نه بس کیږي، اوږده فکرونه يي له ځان سره وسنجول، بیا يي وویل: راځه راسه ، په دغو چارپایانو چل وکړه، او له هر یوه نه شل شل کاله عمر واخله، بیا به دې عمر نوي کاله شی، او داسې به اوږد دخوشالۍ او خوښۍ ژوند وکړم،
نو په لومړي ګام کي دغه انسان خره ته ولاړئ، او ورته ويي ویل: چي اى خره ! ته غواړې چي دیرش کاله ژوند وکړې، ستا ژوند خو ټول له سختیو ډک دی، ټول عمر دې ستومانتیاوي دي، او زه ستا لپاره یوه ډیره ښه لاره لرم چي له دې سختیو دې وژغورم، مطمئن اوسه، له هر رنګه بارونو به دې خلاص کړم، داسې وکړه چي له خپل عمر څخه شل کاله ماته راکړه، او ستا دا لس کاله بس دي، خره له ځانه سره فکر وکړ، او ويي ویل: چي دا خو ډیر ښه خبره ده، دا انسان څومره ښکلې رحمناک زړه لري، ددې شلو کالو مشکلات به ته ځما له اوږو لیرې کړي، او شل کاله به ځما پر ځاي دى هنګارې کوي، داسې دانسان عمر پنځوسو کالو ته ورسید، بیا سپې پسې ورغۍ، داسې حال کي چي سپې ستونۍ له غپا پړسیدلې وو، نو سپې ته يي وویل، چي آیا ته به دا ټول دیرش کاله غپیږې؟ څومره سخته ده ! که دا شل کاله دې ما ته راکړل، نو شل کال به له غپا خلاص شي، سپې ورته مخ را واړوه ، او ورته ويي ویل: چي ښا، ته به شل کاله ځما پر ځاي غپیږې، نو هغه ورته وویل: چي هو، ولې نه ! سپې خوشاله سو ، او دخپل عمر شل کاله يي ورته ورکړل، نو دانسان عمر اویا کالو ته ورسید، له دې وروسته يي له ځانه سره وویل، چي باید ضرور بیزو پسې ورشم، نو که بیزو موافقه وکړه، نو بیا به مې مزي وي، بیزو ته چي ورغۍ، بیزو په پنجره کي بنده وه، له یوه ځايه څخه يي بل ځاي ته خیزونه وهې، او نورو ورته شاوخوا خندل، انسان ورنږدې شو، او و رته ويي ویل: چي اۍ بیزو! له خپل دې ژوند څخه تنګه شوی نه يي؟ ټوله دنیا در پورې شپه او ورځ خندا کوي، بیزو وویل: نو ځما لاس کي خو داسې څه نسته چي دخلکو خولې پرې وتړم، انسان ورته وویل: حل سته، داسې کار وکړه ، چي دا شل کاله عمر دې ماته راکه، نو له دې مسخرو او ټوکو به خلاصه سې. بیزو وویل: دا خو ډیره ښه خبره ده، زما خو به دا لس کاله عمر وي او خلک به شل کاله هغه پوري بیا خاندي، نو ږغ يي وکړ، چي موافقه یم، زما شل کاله عمر ستا سو، نو داسي انسان عمر نيوي کلو ته ورسید؛ په دې وخت کي دچرسي ملګري چرسی ته وکتل، او ورته ويي ویل: چي ستا په ګومان چي دانسان عمر نيوي کاله دئ ؟؟ چرسي وویل: نه ، دیرش کاله دى، خو هغه دخره، سپي، او بیزو شل شل کاله عمر و اخیست، او اوس دغه ټول عمر دهغوي په عذاب ګرفتار دې، ملګري يي ورغبرګه کړه چي هغه څنګه؟ چرسي وویل: چي دانسان عمر څلور مرحلې دې: لمړۍ مرحله: دهغه حقیقي عمر ، چي دیرش کاله دې، ښه ژوند تیروې، مزې او خوندونه څکې، دچا پرې غرض نه وي. دوهمه مرحله : د-۳۰ - ۵۰ پورې دخره عمر دې، او هغه داسې چي کله يي بچې پیدا شي، نو دخره په څیر پرې ناکوبې ګالي. دریمه مرحله: له پنځوسو څخه تر اویا پورې ، دسپې عمر دې ؟ دا هغه عمر دې چي په هغې کي انسان په خپلو بچیو او ښځې باندي چیغې او نارې وهي ، او له پښو په کي هم ستومانه شوې وي څلورمه مرحله. له اویا څخه تر نوي پوري: دا دبیزو عمر دئ، چي کله دغه انسان بوډا سي، کمزوري سي او په ګډو وډو شروع وکړي، نو زامن يي دکور په یوه کونج کي ګیر کړي او ټول پرې په جمعه خاندې او یا خو يي پاګل خانې ته بوځي او ځان ترې خلاص کړي.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
فلکلور
١. حمديه او نعتيه څو لنډۍ:
مينه د خدای د رسول ښه ده دا نوري ميني لباسي خاورې به شينه کۀ تمام عمر عبادت کړم ستا د احسان اجر به څنګه ادا کړمه د ګناه پېټی مي په سر دے د مدينې سردار له ځم چي کم ئې کړينه
٢. سياسي، حماسي او ملي لنډۍ:
ازادي:
د ازادۍ ناوې جوړېږي هر يو زلمی نارې وهي زما دي شينه په وطن ننګ:
کۀ د وطن په ننګ شهيد شوې په تار د زلفو به کفن درله ګنډمه
٣. محاکاتي لنډۍ:
اباسين بيا په چپو راغئ په سر ئې راوړل سپينې خولې سرۀ پېزوانونه
٤. معاشرتي لنډۍ: حجره:
ستا د حجرې درشل کږه شه زما د زړۀ ستنې کږې درپسې ځينه
چيلم:
چيلمه خدائيږو چي دي مات کړم مئين په ما دئ غم په تا غلطوينه
پښتانۀ:
پښتانۀ واړه شنۀ زمريان دي چي وخت ئې راشي په سيالۍ سر ورکوينه
پښتنه:
په سپين ميدان به درسره يم زۀ پښتنه له تورو نۀ تښتم مئينه
وادۀ:
ځلميه ننګ راباندې وکړه پلار مي ظالم دے ما په اور کښې اچوينه
٥. تاريخي لنډۍ:
کۀ په ميوند کښې شهيد نۀ شوې خدائيګو لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه ما ورته وې شرينګل ته مۀ ځه ميرزمان خانه فرانسو ته دې تړينه
٦. طنزيه لنډۍ:
د ويرې غږ کولے نۀ شم د سوال ياري ده اوس به خاورې ايرې شينه
٧. فخريه لنډۍ:
توره به نۀ کړو نور به څۀ کړو چي مو شودۀ د پښتنې رودلي دينه
٨. عشقيه لنډۍ:
ديدن د ګلو غنچه نۀ ده چي د ريبار په لاس ئې يار ته ولېږمه عاشق سړے نۀ غلطېږي د رنګه زيړ وي سترګې تورې ګرځوينه
٩. الميه لنډۍ:
په دنيا غم کله ښادي وي په ما هميش د غم جنډې ولاړې دينه
١٠. دعائيه لنډۍ:
زما پينځۀ وخته دعا ده رب دې د غم د باده وساته مئينه
١١. متفرقه موضوعات:
وطن:
زۀ د وطن د باغ ماليار يم په خپلو سرو وينو به ئې تل اوبۀ کومه ديدن:
ديدن د سر په بدله دے چي سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه فراق:
عاشقي وې جدائي نۀ وې خدايه په در کښې به دې څۀ کم شوي وونه غم:
غم دې د ستا نه وفادار دے تۀ کله کله غم دې تل راسره وينه قسمت:
په مخ مي زيړ زړوکے خور کړئ زۀ د تقدير لېونو سپو خوړلے يمه انتظار:
کۀ په شېبو باران ورېږي زما په خپل لالي باور دے رابه شينه ارمان:
په تور لحد کښې به نعرې کړم زۀ د دنيا نه ارماني راغلے يمه ښيرې:
مازيګرے دې ښېرې مۀ کړه تۀ به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه ګيله:
جانانه ستا نه ګيله نۀ کړم زۀ ګيله من د خپل نصيب د لاسه يمه ياد:
کۀ اشنا بد کړي زۀ به ښۀ کړم کۀ جدائي شي زما ښۀ به يادوينه د جانان خندا:
زما د يار داسې خندا ده چي د عمرونو مرور پخلا کوينه
تعويذ:
په تعويذونو پوره نۀ شوه اوس به لمن په زيارتونو ګرځومه تهمت:
ستا په تهمت مي جامې رنګ شوې زۀ به رنګ کړې جامې چرته ګرځومه د سحر باد:
باده د زړۀ مراد مي يوسه چي دلسوزي د اشنا راشي وژاړينه
ګل و ګلشن او خزان:
ګلونه ډېر دي خدائې دې ډېر کړي زما د برخې ګل خزان ورېژونه
توره:
مئين پرې يم منکر ترې نۀ يم کۀ جلاتيان مي سر د تورو سره وړينه مسافري: مسافري دې ډېره وکړه رب دې سبب د خپل وطن وکړه مئينه صبر:
په صبر صبر پوره نۀ شوه سبا مي نيت دے بې صبرۍ ته ملا تړمه د ښائست ستائينه:
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي جولۍ مي تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه مخ:
مخ ئې ګلاب سترګي ئې شمع خدايه بورا شم کۀ پتنګ ورباندي شمه سترګي:
سترګي کچکول کړه ديدن واخله ملنګه ياره په بانه راغلې يمه لاسونه:
سپين دي لاسونه سپيني ليچي لکه چي توري په ميدان کي برېښ کوينه غاښ:
غاښ دي په خلۀ کي داسي زيب کا لکه صدف چي په الوان ټومبلي وينه باڼۀ:
دا مخامخ په کوڅه راغله کجک باڼۀ ئې په سالو ختلي وونه غاړه:
ستا د ايلۍ په شان غړۍ ده زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه خال:
خال دې په مينځ د تندي ايښے لکه سپوږمۍ چي نيمائي اسمان ته شينه زلفې:
زلفې مي مۀ لنډه وه مورې مار چي لنډے شي دوه ځائې خلۀ لګوينه پېزوان:
پېزوان په لوړه پوزه خوند کړي لکه په لوړ چنار کښې واچوې ټالونه رېبار:
رېباره راشه چي دې ښکل کړم تا به په دې سترګو جانان ليدلے وينه غماز:
د عاشقۍ علاج به وشي خو د غماز علاج به څوک وکړي مئينه مرور:
جانان دې خدائې مرور نۀ کړي د دۀ په سر مي دشمنۍ اخستې دينه باز:
باز مي د زړۀ په غوښو لوئې کړو اوس چي د ښکار شو نو د بل لاسو له ځينه
مازيګر:
جانانه راشه چي پخلا شو عمر د ژمي مازيګر دے تېر به شينه شپه:
جانانه ستا په انتظار کښې ستورو ته ګورم شپه سبا راباندې شينه سپوږمۍ:
سپينې سپوږمۍ حال راته وايه چي مي جانان مجلس د چا سره کوينه سپرلے:
په علامه د سپرلي پوه شوم جينکو راوړو په اوربل کښې زيړ ګلونه اباسين:
کۀ اباسين راغلے نۀ وے په ګنګخړو کښې به چا موندل ټيکونه ګودر:
کۀ دې زما ديدن يادېږي د ګودر غاړه اجاره واخله مئينه د بې غېرتي غندنه:
په هندوستان دې څلے جوړ شه د بې ننګۍ اواز دې را مۀ شه مئينه وفا:
خاورې ايرې به دې راټول کړم لکه کچکول به دې په غاړه ګرځومه اختر:
ماله په ورځ د اختر راشه زۀ به در وځم تورې سترګې سرۀ لاسونه عمر:
زما دې ټول عمر په دار کړو لکه هوسۍ په مېږتون شپې تېرومه فنا:
د دنيا دوه ورځې ژوندون دے پرون راغلي نن دلې سبا به ځونه غرور:
ما ئې له کبره سلام نۀ اخست اوس ئې ژړا په تش ديدن پسې کومه اختتامي:
بس دې په دغه فېصله ده ډېرې مصرعې د سړي غم سيوا کوينه سوال او جواب لنډۍ:
سوال: ستا په ديدن مي مونځ قضا کړو زۀ به محشر کښي خدائې ته څۀ جواب کومه جواب: ستا په محشر کښې جواب دا دے نوی عاشق وم په ديدن نۀ مړېدمه
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
موضوعي لنډۍ
اولس هغه چينه ده چي ژوند ترې را ټوکېږي او ژوند د انساني فطرت د بېلا بېلو انځورونو هنداره ده. فولکلور هغه ستره کلتوري پانگه ده، چي ملت په معنوي لحاظ ژوندى ساتي . ديو ملت فولکلور دهغه ملت ، فرهنگ ، ژبه عنعنه ، او اسا طيري پديدې ژوندۍ ساتي، چي همدغه پورتنۍ پديدي دملت روح گڼل کېږي . فولکلور دخلکو دژبي محصول دئ او موږ هغه وخت دمبارزو انسانانو په تاریخ پوره پوهیدای سو چي د فولکور په باره کي بشپړه او پوره معلومات ولرو. نو په پای کي ویلای سو چي فولکلو ر دادبیاتو روح دئ. دپښتو اولسي ادبياتو ځانگړني : ١_ پښتو اولسي منظوم ادب دعربي عروضو او وزنونو تابع نه دئ ، خپل ملي او اولسي وزنونه لري. ٢_ اولسي ادبيات دموضوع له کبله داولسي توب اوکليوالي ټولنېزو، اقتصادي ، سياسي او کلتوري اړيکوڅرگندونکي دي . ٣_ ژبه يې ساده ، سوچه او دخلکو يا اولس له ورځنۍ محاورې سره برابره ده . ٤_ ډېره مبالغه او غير له حقيقته پکښي بل شى نه ليدل کيږي . ٥_ افسانوي رنگ يې تربيوي اړخ لري ، نه وېرونکى . ٦_ دپردو ژبو له تسلطه خلاص دئ . ٧_ ښکلا، اسانوالى ، اوريښتياوالى په ښه بڼه پکښي ځان ښکاره کړی دئ .
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
اولسي ادب
:: تړاو:
فوکلور
فولکلور دیو اولس خویونه، ملي او محلي دودونه، خرافات، مذهبي دودونه، عنعنوي خوراکونه، افسانې، داتلانو کیسې، ټوکي، متلونه، اصطلاحات، تکیه کلامونه، کیسې، لنډۍ، سندري، زمزمې، جادو، کوډي ، تعویذکښیني، دعاوي ، ښېراوي ، رټني، ځواب ګرځوني، ملنډي ، پیغورونه، سزاوي، ځوروني، سلام اچوني، خدای په اماني، اتڼونه، ځیني کالي او جامې لکه پوستین، څادر ، چپن او داسي نور ، عا میانه طبابت، عامیانه سندري ، روایتي نظمونه، عامیانه لغاتونه ، فامیلي نمونه لکه ادې، مورکي،ببۍ محلي سپورټونه لکه بزکشي... د واده خاصي سندري، ټوکي، خامک دوزي ،دکورونو او ودانیو جوړښت، دخلکو دخبرو طریقې، جارو وهل، چیغي وهل ، خاوري بادول ،له حیواناتو سره دسلوک ږغونه، له پرنچي وروسته ځیني کلیمات ویل، جشنونه لمانځل، مخصوص محلي یا ملي ورځي لمانځل،د کال دموسمونو دودونه، دغم او ښادۍ جامې اغوستل، دزیارتونو په باب عقیدې درلودل، دمسافرو دتګ په وخت کي مختلف دودونه او داسي نور په سلاوو سلوکونه ټول دفولکلور مواد او دفولکلو ر دمطالعې موضوعات دي .
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
اولسي ادب
:: تړاو:
فوکلور
د فولکلور (Folklore) لغت له دوو کلمو څخه جوړ سوئ دئ (فولک) د خلکو په معنی دئ او (لور) د پوهي او حکمت په معنی دئ. په دې اساس، فولکلور د خلکو د پوهي په معنی راځي. په انګرېزي ژبه کي د (فولک) د کلیمې (ل) نه تلفظ کیږي. یعني په خپله انګرېزي ویونکي د فولکلور کلمه د (فوکلور) په بڼه تلفظ کوي، خو په نورو ژبو کي چي همدا کلمه یې په عاریت اخیستې ده، معمولاً (ل) هم تلفظ کیږي او (فولکلور) یي لیکي او هم يي وایي. فولکلور ته په دري ژبه کي (فرهنګ عوام) یا (فرهنګ مردم) او کله- کله (فرهنګ توده) وایي، ترکي ژبه کي (خلقیات) ورته وایي او په پښتو ژبه کي ولسي پوهه یا اولسي ادبیات وایي. کاندید اکاډمیسن محمد صدیق روهي په پښتو کي د فولکلور د کلمیې په اړه وایي: ( په پښتو ژبه کي د علمي او فرهنګي مؤسسو له خوا فولکلورته کومه ټاکلي کلمه نه ده وضع سوې، خو ځینو لیکوالو کله- کله د فولکلور کلیمې پر ځای (د ولس پوهي) کلمه استعمال کړې ده. په اصطلا ح کي فولکلور د خلکو ټولنيز ژوند او د ژوندانه طرز او ډول ته فولکلور وايي. بریټا نیکا دایرت المعارف لیکي، چي فولکلور دهغو اسطورو افسانو ،کیسو، متلونو ، سندرو، جشنونو او اخترونو دبیلګو او نڅاو روایتونو او حکموتونو جادويي فورمونو او خرافاتو یو عمومي نوم دئ، چي په نالیکلي توګه له پخوانیو وختو نوڅخه راپاتي دي او تردې وخته پوري رارسیدلي دي.فولکلور په اصل کي داولسونو دعنعنو او عقيدوپوهه ده نودابه هم له يا ده نه باسو، چي اولسي ادب دخلکو د مادي اومعنوي اړخ ته په پاملرني د اولس له خوا په شعوري توگه عامووگړو رامنځته کړی دئ .
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
اولسي ادب
:: تړاو:
فوکلور
خاونده بيادی مازد يګر کړ په ګودر جوړسو دمنګيو کتارونه ٭٭٭٭٭ خلکه ګودر ګوري ګډيږی زه بې ګودره ګډيدمه لا هو سومه ٭٭٭٭٭ داده ګودر غاړه راواخله لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه ٭٭٭٭٭ د اسری منګولي نرۍ غاړه ګودر ته ولاړه دچا ژوند خرابوينه ٭٭٭٭٭ دا سرې منګولي نرۍ غاړه ګودر ته ولاړه برګ منګی ترخکي وړينه ٭٭٭٭٭ داسري منګولی نری غاړه لکه کوتره په مکيز ګودر ته ځينه ٭٭٭٭٭ د جلا لا ګودره وران سې په جنکو دي سا لنډي ولګاونه ٭٭٭٭٭ دګودر خوا کي وني کښېږده چي شا ليلا منګي په سیوري ډکوينه ٭٭٭٭٭ دګودر ژر اجازت راکړه ما ته کوڅه کي جنکی ولاړي دينه ٭٭٭٭٭ دګودر غاړه به ښا يسته کړی ورله روان سول د بلبلو کاروانونه ٭٭٭٭٭ دګودر غاړه پری ښايسته ده څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه ٭٭٭٭٭ دګودر غاړه ورته نيسه دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه سينه ٭٭٭٭٭ دګودر غاړه ورته نيسه ليلا دنجنو ميره ده مخکي دربه سينه ٭٭٭٭٭ دګودر غاړه ورته نيسم زما جانان پردی لار تللی رابه سينه ٭٭٭٭٭ دګودر غاړه يې ناغه کړه زلمو په غاړه کړئ دصبر تاويزونه ٭٭٭٭٭ دګودر غاړه دي اغزي کړه په سترګو ړوند سې بخملی پڼې لرمه ٭٭٭٭٭ دګودر هر بو ټی دارو دئ چي لګيدلی پری د پيغلو پلونه ٭٭٭٭٭ دګودر هر بوټی دارو دی نجونی پری هره ورځ لاسونه لګوينه
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
|