دا زموږ د ستر ګو وړاندي، «غني » ګوره څه تیر یږي
یــو با تور ملت غر قیږي، یو مظبوط وطن نړیږي
یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي
پاس د ستورو راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکي اوښکي
د آسمان په شنو غومبرو، لاري لاري رابهیږي
سر چي ږدمه په سر ویږدي، هیبتنا ک ږغونه اورم
ته واځمکه په منځ دوه شوه، افغاني وطن ډوبیږي
یا آسمان زموږ په ویر کي، کښته پر یووته په ځمکه
یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږي
«ایمل» ریږ دي په لحد کي، له غصې د زړه په تبه
چي مغل په خیبر و خوت، افریدي لا نه پوهیږي
د شنلي پر ځای له دښتو، تیرې تورېي زرغونیږي
د اوبو پر ځای له غرونو، نګه وینی رابهیږي
د باران پر ځای له وریځو، تندرونه راکوزیږي
د رحمت پر ځای له هسکه، غضبونه نازلیږي
«شمر» ښکته پورته دانګي، سترګې رډی توره کښلی
نه یی سترګیي له چا سوځي، نه یې شرم له چا کیږي
«زینب» چیغی کړی چي ربه، ته لا څه ته ورته ګورې
د«حسین» په زخمي زړه کي، د یزید خنجر ځلیږي
څه بې پته شوو جنګونه، څه بې هوډه شوو ننګونه
تو لعنت په دې شملو شه، لا دي جګي نه شرميږي
دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملې واچوئ په ځمکه
دا د شرم او ماتي نښي، پښتنو ته نه ښا ييږي
شمله هغلته شمله وي، چي په نر باندي وي لکه
اوس په هر کډو جګيږي ، اوس په هر «اجړا» خوريږي
خدايه دا دی څه راوکړه ، چي يو نر دي راپرې نښود
هر کمر ته چي تکيه شو، لکه شګه را شړيږي
يو «ميرويس» په موږ کي نشته، چي ګر ګين لاري ته سم کړي
يو «شير شاه» راپورته نه شو، چي «مغل» ته ودريږي
:: اړونده موضوع:
حماسې او ترانې،
غزلزار
:: تړاو:
غني
مینه لرو ډیره ستا د کاڼو او میرو سره
جار دي سم وطنه ستا د هسکو هسکو غرو سره
ته زمونږه مور یې تا په خپل غږ کي روزلي یو
ستا پاکه لمن کي لوي سوي نازولې یو
تا چي پری خندلي٬ مونږه هم پری خندیدلي یو
نن به په خدمت کي٬ کوو لوبي خپل سروسره
جاردسم وطنه ستا د هسکو هسکو غرو سره
ته بله ډیوه یي٬ مونږه واړه پتنګان یو
ته مو معشوقه یي مونږه ټول ستا عا شقان یو
ستا خدمت لپاره مونږ سرتیری سربازان یو
ورک به دی دښمن کړو که وي توپ او طیارو سره
جار د سم وطنه ستا د هسکو هسکو غروسره
دا شاړي میري به دي نن مونږ واړه ګلونه کړو
دا تپي تیاری به دي په هر لور کي برقونه کړو
پوره به دي دنیاکي که ژوندي وو ارمانونه کړو
لوړ چي دی بیرغ وي ښه ښکاری رپیدوسره
جاردسم وطنه ستا د هسکو هسکو غرو سره
نوروته که لعل او جواهر طلا عزت لري
مونږ ته دی ستا کاڼی بوټی دیر قدر و قیمت لري
خیر دی که پردی لری لعلونه څه اهمیت لری
زه مختار یي کله بدلوم ستا له ایرو سره
جار دي سم وطنه ستا د هسکو هسکو غرو سره
محمد محسن مختار
:: اړونده موضوع:
حماسې او ترانې
:: تړاو:
ترانه
زما ښاره، زما کوره
زما ميني، زما ګوره
تر جاراو صدقه سم
ترتا وګرځم، ايره سم
بيا د کوم يزيد له قهره؟
داسي سوځې په لمبوکښي
بيا د کوم فرعون غضب دئ؟
چي را اوري ستا کوڅوکښي
دښت و غرونه دي لړزيږي
کور وکلي دي غړمبيږي
څه ناتار دئ؟
څه قيامت دئ؟
څه ښورښ دئ؟
څه بلوا ده؟
دچا ماتي ککرۍ دي
د چا سره دي ځګيرونه
هره خوا چغي، نارې دي
کور په کور دي جنازې دي
تا کښي بيا مندي بوريږي
تا کښي بيا خوندي کونډيږي
پر تا څه د غم شېبې دي؟
پر تا څه توري تياري دي؟
د ميرويس و احمد کوره!
ته اشرف وې د ښارونو
ته ډېوه د ملتونو
ته غښتلی، ازاده وې
ته مخکښ د غورځنګونو
ستا جنډه به رپېدله
پر ملکونو، ولسونو
څو يې زړه د زمری نه وای
چا په بد نظر ستا لورته
یو شېبه هم نه کتله
چي سل زړونه بې يو نه کړه
ستا پر خوا بې نه دانګله
څنګه خوار، څنګه لتاړ سوې!
د زمريانو له نېستييه
د بابا توره دي ورکه
د ناکسو په لاسونو
بې څښتنه، بې مالک يې
د هر چا پر تا ټوپونه
د پردو په لاس کي پروت يې!
خود به سوځې په اورونو
کشکي مړ وای چي مي نه ليد
ستا د غم او درد حالونه
هارون خپل
:: اړونده موضوع:
حماسې او ترانې
:: تړاو:
هاورن خپل
سره وبا
دا شعر په مطبوعاتو کي د هيواد پښتون په مستعار نوم خپور سوی دئ؛ اصلاً دا شعر د پوهاندعلامه رشاد دئ.
چي ګډه په وطن سوه سره وبا کلي په کلي
د خداى مسلمانان ئې کړه تبا کلي په کلي
مرګو ته رابللي دي ددانو مرتدانو
سړه کړه نامرادو د مرګ خوا کلي په کلي
اجل دئ چي راوزي له توپو له مشين ګڼو
ځوانۍ دي رژولي دې بلا کلي په کلي
سپېره کړل بمباريو ودان کلي، شنه کښتونه
ټانګونو بورجلونه کړل بېديا کلي په کلي
بمونه شپه او ورځ اوري د روس له جهازونو
سرې ويني دي بهاندي شاوخوا کلي په کلي
ځنګلونه ددې پاکو غرو طعمه سوه د ناپالو
وريتېږي په دې اور کي پښتونخوا کلي په کلي
پراته دي ګام په ګام د شهيدانو په سرو وينو
لوګډ د ژوندانه دئ نن سبا کلي په کلي
د غوښو په خوراک ئې ځناور رسېداى نه سي
هوا سوه د لاښونو څه خوسا کلي په کلي
وطن سو سره تبۍ پکښي نښي دي د سرونو
ځوانان د پښتنو سوه نيمه خوا کلي په کلي
سرونه سول بې بيني، ژوندونه بې ارزښته
اوس ويني د مړو سولې وړيا کلي په کلي
سپکتيا، وهل ټکول، بندو زندان، ژوبلي مرګونه
نصيب د خان بډاى، شېخ او ملا کلي په کلي
واړه يتيم يسير، مېرمني کونډي، بوري وراري
کمبلي دي هواري د پاتا کلي په کلي
ښراوي دي، ژړاوي دي، چغاري دي، کوکاري
سرې ساندي دي د بورو هره خوا کلي په کلي
باديږي په سر خاوري، څيرل کيږي ګرېوانونه
ويرونه کور په کور دي واويلا کلي په کلي
تاړاک د چنګېزيانو مو اوس هېر سو، چي رالويږي
دا ټکي د خلقيانو له تنا کلي په کلي
په سيله په سلا او په وسلو يې وژل کيږو
په روس مو ځکه پور ده خونبها کلي په کلي
موږ هم اخر بشر يو د کرملين صوبه دارانو
پر څه مو په خپل ملک کي کړو تبا کلي په کلي
د زوئ زړه مو تر خوله سه موږ مو ټپ په سره وبا کړو
په خپل وطن مو ګډه سه وبا کلي په کلي
کاڼه مدعيان دي د بشر د حق غوښتلو
هيڅه اوري دا زموږ د غم غوغا ر کلي په کلي
اى لويه قدير خدايه! دغه خواست مو ته قبول کړې
خلقيان ددې وطن کړې پوپنا کلي په کلي
:: اړونده موضوع:
حماسې او ترانې
:: تړاو:
علامه رشاد
وايه شين آسمانه تا کوم بل چيري ليدلي دي
داسي آزادۍ چي توپانونه خپلولاى سي
داسي ولسونه چي سېلونه ايلولاى سي
داسي کلک سوکونه چي ټانګونه اوبولاى سي
داسي پهلوان چي د قدرت زولنې وشلوي
طلسم د پېړيو ماتوي لا قانع کيږي نه
پښو ت هيې د قرن اهريمن په ننواتو ځي
وي له زخمي زمرى غړومبيږي آرميږي نه
وايه شين آسمانه تا کوم چيري اورېدلي دي
داسي حماسې چي افسانې باني رنګيني سي
داسي کلنګى عزم چي هسکي څوکي کوزي کړي
نکل د فرهاد چي ترخې شپې باندي شېريني سي
کله دي د قهر چيغو چت در لړزولئ دئ
اور د انتقام دي د چا سترګو کي ليدلئ دئ
داسي څوک لري چي يې مرمۍ پښو ته سجده کوي
کله دي د مرګ پر پوله هم څو ازمايلئ دئ
تا کله نمرود په خپل انګار کي سوځلئ دئ
بل د آذر زوئ دي پر دې مځکه زېږولئ دئ
دغسي فرعون چي د آسمان پر لور لښکري وړي
تا کله پر مځکه پرې ايستلئ ژړولئ دئ
وايه شين آسمانه ته هم کله لړزېدلئ يې
کله د چا ږغ له درانه خوبه باڅولئ يې
کله دي سېلونه په لمن کي ياغي سوي دي
کله د سرکښو تماشې ته کښېناستلئ يې
کله دي دا غرونه دا لاښونه ازمايلي دي
کله دي د قهر خرخښې پکښي کتلي دي
هره پاڼه توره هر يو کاڼئ يې سکروټه ده
بيا دي غوڅ سرونه د سرکښو هم شمېرلي دي
ستا خو به په ياد وي چي د لوړو غور په څوکو کي
څاڅکي يو کېدله ترې نه جوړ لوئ سېلابونه سوه
وغوړېدې پر ښې د قدرت بېړۍ يې ډوبي کړې
تندر سو باران سو توپاني يې کږلېچونه سوه
ستا خو به په ياد وي د ملالي مېوندۍ چيغي
ستا خو په ياديږي د رېدي او تور پېکۍ کيسې
هېر خو به دي نه وي چي دا غرونه زلزلې لري
هېري خو دي نه سوې لوګري او خيبري کيسې
اوس دي زړه ته لويږي چي دا توري توپاني پرښې
اوس دي زړه ته لويږي چي دا سختي پولادي رډرې
ورسئ د چا پښو ته اوښکي توئ کړئ سجده وکړئ
ټينګي نافرماني دا سرکښي پنجشېرۍ تړئ
وايه شين آسمان تا کوم بل چيري ليدلئ دئ
داسي ولسونه چي سېلونه ايلولاى سي
داسي آزادۍ چي توپانونه خپلولاى سي
داسي کلک سوکونه چي ټانګونه اوبولاى سي
عبدالباري جهاني
:: اړونده موضوع:
حماسې او ترانې
:: تړاو:
جهاني