عربي ډېره فصيحه او غني ژبه ده؛ يوازي ئې الف حرف پر شلو ډولو وېشل سوی، چي ځيني ئې په لاندي ډول دي:
الف لینه، اصلیه، قطعیه، وصلیه، استفهام، فاصله، عباره، مجهوله، مبدله، جمع، نداء، ندبه، استنکار، تأنیث، تعایی، مدات، محوله او تثنیه.
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
:: تړاو:
عربي
#ســم: آزادي، زاهد، زعيم.
#ناسم: اذادي، ذاهد، ذعیم.
#ســـم: ذخیره، ذات، ذهن.
#ناسـم: زخیره. زات، زهن.
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
مظهر: ښکارندوی؛ د ښکاره کولو ځای.
✘مزهر: د موسیقۍ یوه آله ده.
✘مضهر: بې معنی دئ.
تضمين: ضمانت کول.
✘تظمین او تزمین بې معنی دي.
مضبوط:محکمه، پوخ.
✘: مظبوط: بې معنی دئ.
مضر: ضرر او تکلیف رسونکی.
✘مظر: بې معنی دئ.
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
:: تړاو:
ليکوالي
واضیح، واضیع، وازیع که واضح، واضع، وازع!
۱:واضيح، واضيع او وازیع ناسم دي واضح، واضع او وازع سم دي.
۲: واضح، واضع او وازع هره یوه بېله معنی لري.
۳: واضح: صفا، ښکاره، خبری ته وضاحت ورکول؛ مثلاً چا ته وایو: خپل دریځ دي واضح که، یعني خپل دریځ دي ښکاره او روښانه که!
۴: واضع له وضع څخه اخیستل سوی،
وضع: صورت، شکل، حالت په معنی ده؛ مثلا: وایو د احمد وضع خرابه ده، یعنی حالت ئې خراب دئ.
۵: وازع له وزع څه اخیستل سوی، وزع د ویشلو، بېلولو په معني کارول کېږي؛ مثلاً وایو: زما حساب د احمد له حسابه وزع که، یعنی بېل یې که.
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
:: تړاو:
ليکوالي
✘کدر(تاریکی) نا سم ✔کادر(کارمند) سم.
✘تعجیل(تلوار) ناسم ✔تاجیل (ځنډ) سم.
✘صیب(باران) ناسم ✔ صاحب(ملګري، اشنا)سم.
✘خرکه(شنډه مځکه)ناسم ✔خرقه( چپنه) سم.
✘تزکره( بې معنی) ناسم ✔تذکره( پېژندپاڼه) سم.
✘زمه(سخته ګرمي) ناسم ✔ذمه(عهد، وعده) سم.
✘طرحګر(نقشه اچونکی)ناسم ✔ ترهګر( ډار اچونکی)سم.
✘کیر(دشیدو وریجي)ناسم ✔قیر ( ډامبر) سم.
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
:: تړاو:
ليکوالي
که د (پر) پر ځاى (په) و کارول سي نو التباس او ګډوډى پېښوي
ستا په لور (ښځينه اولاد) خوښ يم، ستا پر لور (طرف، خوا) خوښ يم
د احمد په لور(ښځينه اولاد) ئې مه وړه، د احمد پر لور (طرف، خوا) ئې مه وړه
د الله پر لور= إلى الله - سم دئ
د الله په لور= ابنة الله (العياذ بالله) ناسم دئ
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
صالون که سالون؟سالون انګليسي لغت دئ چي په سالون تلفظ کېږي په (ص) ليکل ئې ناسم ډول دئ. په دهخدا فرهنګ کي راوړي چي سالن اصلاً فرانسوي لغت دئSalon : سالون، تالار، دغونډى لويه خونه، د جرګى تالار، د ژونديور سامانو د اثارو ښودنه
Saloon: سالون، لويه خوفه، دشرابو دځښلو اوخرڅولو او را نيولو ځاى
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
ژبه او ګرامر،
زما خبري
لغت -- معنى
توخته --توان
وچلى--تندى
څوټ--روغ
لغوټ--جوړ
لچڼ--چټل
تروټه--بد، بېکاره
پڅخه--دخټو دېوال
پټکه--غوسه
خوشکه--بد چلند
انډوخر--غوبل
لچ--ضد، قصد
ديدنۍ--ستونزي
ګړجن--خيرن
ماڼى--خوابدى
کښ--فکر
رټ--بېکاره
رڅ--چپه لاس
ژړک--نازولى
باسور--غښتلى
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
دوه ډلو يې ويشو
-نارينه
او ښځينه
-د
ليك له پلوه
لومړى
به نارينه او ښځينه توري وڅيړو
.
الف
: نارينه توري
(ا ج ح ځ د ډ س ش ښ ص ض ع
غ ق ك ګ ل م ن )
ب
: ښځينه توري
(ب ت ث چ څ خ ر ږ ز ژ ړ ط
ظ ف ه ي ې ۍ ى ئ )
- د
ليك له پلوه هم په دوه ډوله دي
الف:
يو ځاي كيدونكي توري
- هغه
توري دي چي له ځانه وروستني توري سره يو ځاى تړلي كيږي
(ب پ ټ ث ج ح چ ځ خ څ س ش
ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ك ګ ل م ن ه ي ئ )
ج:
نه يو ځاي كيدونكي توري
-هغو
تورو ته وايي چي وروستني توري ( راتلونكي هغه ) سره ونه تړل سي
(د ډ ذ ژ ز و)
يادونه:
په عربي ژبه كي همزه(ء) د خوزنده الف كار وركوي لكه جرائت، هيئت.
- عربي
توري په پښتو كي :
دا
توري په ځانګړو عربي ويېونو كي د كاروني وړ وي د كره پښتو په ويېونو (الفا ظو) كي دا توري نه كارول
كيږي
(ث ص ض ط ظ ع ف ق )
-دري
توري په پښتو كي :
د
دري ژبي ځانګړي توري يواځي د دغي ژبي د ټكو يا كليمو د كاروني پر وخت كاريږي .
(پ چ ژ ګ )
-د
پښتو ځانګړي توري چي په دري او عربي كي نه راځي
( ټ ډ ړ ږ ڼ ښ څ ځ )
- ږغيز
يا كمكي توري: لكه ( ا ، و ، ه ، ي )
.
او
نور ټول توري غلي ( چوپ) توري بلل كيږي
.
۱-
كومكي
ږغونه:
كومكي
غږونه په پښتو كي په دوه ډوله دي يو ډول خوځندي(حركتوالا ) او بل ډول يې توري دي.
- خوځندي(حركتونه)
أ-
زور لكه: ور، غر ، غږ
ب-
زوركى لكه : شل ، وچ، مچ ،
ت-
زېر لكه : عالم ، كامل ، ساحل
.
ث-
پېښ لكه: تكامل ، تجاهل.
۲-
په
پښتوكي كله كله په يو نيم حركت باندي د اواز زيات فشار او زور راځي چي (غچ) ورته وايو د غچ له لاري
د ټكي مانا بدليږي لكه (غوټه) كه د اواز زور په (غ) راسي نو د (ګرې) مانا وركوي او
كه په (ټ) راسي نو د پكتيا او خوست ولايتونو د لهجې په بنسټ د (لوى ،ستري ) مانا
وركوي .
۳-
غړوندى(سكون) :
- لاندې
ارونه ( اصول ) لري .
الف:
پر ساكن توري يې پيل روا دي او دنيم حركت په ډول ويل كيږ ي لكه سپوږمۍ ، لمر ، پسه .
ب:
په پښتو كي تر درې ساكنو پوري هم يو ځاى راتلى سي خو پدې شرط چي لومړى ساكن يې كومكي
تورى وي لكه مياشت ، څلوېښت ، پنځوس
.
كومكي
توري: په پښتو كي كومكي توري څلور دي خو هغه وخت كومكي توري گڼل كيږي چي ساكن وي
او مخكي ترې كومكي توري نه وي
.
۱ ا (الف) د ټكي ( كليمې ) تر منځ او پاى كي راځي
كښي داځي لكه: اكا ، انا ، مانا او نور.
۲ و(واو) په څلور ډوله دي:
a- نرم
(واو): چي پوست او نرم ويل كيږي او مخكې تورى يې زور ولري لكه : لو ، پلو ، چلو .
b- څرگند
و (واو): مخكي تورى يې څرگنده او دروند پيښ ولري لكه :چاكو ، الو ، تالو..
c- اوږد
(واو) : چي اوږد او نرم ويل كيږي او مخكي تورى يې اوږد پيښ ولري لكه : كور ، مور ،
خور ...
d- كوچني(واو):
چي مخكي تورى يې سپك او لنډ پيښ ولري لكه : تاسو ، لومرى
.
۳ ي (يا): په پښتوكي (ياګاني ) پنځه ډوله ده:
a- نرمه
(ى): دا ډول ( يا ) هيڅ ټكي نه لري . پسته ويل كيږي او دمخي تورى يې (زور) ولري لكه: منى ،ژمى
،كړى ، او نور ........
b- څرگنده
(ي): دا ډول ( يا ) لاندي دوه ټكي لري .چي د مخي تورى يې دروند او څرګند(زير) ولري
لكه: ښكلي ، ښادي .......................
c- ښځينه
(ۍ): زوركي والا (يا ) هم ورته ويلى سو او لكۍ والا ( يا ) يې هم بللى سو يانې د
مخي تورى يې زوركى لري او يواځي د كليمې په پاى كي راځي لكه: هګۍ ، خولۍ ...............................
d- د
جمعې يا د فعل (ئ ) د پاسه همزه (ئ) خوري په نوم يا صفت كې د (ۍ) په څير لوستل كيږي .
e- اوږده(ې)
اوزده ويل كيږي او د مخې تورى يې اوږد زير لكه: شيدې ، مستې ، ............
۴-
(هه) په پښتوكي په دوه ډوله
ده:
a - څرگنده او لويه (هه) چه د مخي تورى يې زور لري لكه: پياله ، وزه،
جامه .....
b پټه او كوچنۍ (هه) د
مخې تورى يې زوركى لري لكه: پسه ، نيكه
تاسو
پوهيږئ ٰ چي هر مانا لرونكي ټكي ته كليمه وايي او د يوې موخي ( هدف ) د څرگندو لو
لپاره اړ يو چي څو كليمي سره يو ځاي كړو. ددغو ټكو ( كليمو) له يو ځاى كېدو څخه غونډله
يا جمله جوړيږي .
په
پښتو كي نوم د كليمې له ډولونو يا د كلام له توكو سره يو ډول دي.
لكه
لمر ، زوى ، ورور ، چرګ ، ميوند
.
د
مانا له مخي د نوم ډولونه:
نوم
د مانا له مخې په پنځه ډوله دى:
۱ ځانګړى نوم:
چي
خاص سړى يا يو ځانګړى شى راپيژني ( معرفي كوي ) لكه: احمد شاه بابا، رحمن بابا، كابل،
حمزه بابا ...
۲ عام نوم:
هغه
دى چي يو خاص شى ترې نه مراديږي بلكې پر خپلو ډولونو يوشان دلالت كوي لكه : لرګى ، پاڼه ...........................
۳ د جنس نوم:
هغه
دى چې پر لږ او ډيرو باندې يو ډول دلالت وكړي لكه:اوبه ، غوړي ، غنم ، تيل.
۴ ډله ييز نوم:
هغه
دى چي په لفظ كي مفرد وي او په مانا كي د يوې ډلي لكه: لښكر، جرګه، رمه ، ټولى ،
ولس او داسي نور و لپاره وركارول سي
.
دا
نوم د ډيرو ډلو په شتون يا يې يادونه جمعه كيږي لكه: جرګې ، رمې ، ډلې او نور .
۵ مجرد نوم:
هغه
دى چي هغه څيز په سترګو نه ليدل كيږي لكه: عقل،پوهه،ويره او داسې نور.
نوم
د جوړيښت له پلوه په دوه ډوله دى
:
مركب نوم: چي له دوو يا
زياتو كليمو څخه جوړ سوي وي
.
لكه:
شيرپور، كندهار ، شيرشاه مېنه ، بريكوټ او نور مركب نومونه كله كله په مخفف ډول هم
راځى لكه: ترله (دتره لور)
۲ بسيط نوم : دا داسي نوم دى چي له يوې مفردي
كليمې څخه جوړ يږي او نور توكي نه لري
لكه
: كټ ، لاس ، سر ، زړه ، خوله او داسې نور
.........
له پښتو ګرامر څخه
ليكوال: وفي الله مياخيل
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
۱ــ
بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه
(مذکر)نومو،صفتواوفعلوکي راځی لکه :
سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور
ځای،سرای
لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی
نری،ګردی،لالی
راغی،ولاړی
دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .
۲ــ
لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ
پرڅنګ لري په نارینه (مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه
سړي،لرګي،سوټي ،منګي
کالي،مالي.ښادي،
ګوري،ښوري،ځي،راځي
نري،ګردي،ګلالي
وروري،خپلوي،دوستي
چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .
۳ــ
لکۍ لرونکې(ښځینه) یې( ۍ). په
ښځینه نوموکي راځي لکه
سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ
ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ
ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ
۴ـ
اوږده (مجهوله) یې( ې ) په
ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه
ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې
چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ
۵ـ
همزه لرونکې ( ئ ) په
جمع فعلوکي راځي لکه
خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ
زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر
وسي .
څېړونکى ، استاد، او تاريخپوه ښاغلى محمدمعصوم هوتک
Larawbar.com څخه په مننه
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
دګرامر اصطلاح د لاتيني ژبي د ګراماټکس(Grammatics) او يوناني ژبي ګراماتيکي (Grammatike) له ريښې نه اخيستل سوې ده، په انګريزي کي ګرامر او په روسي کي ګراماټيکه ويل کيږي، په فاړسي ژبه کي دستور زبان او په پښتوکي ورته پښویه وایي. ګرامر د تشريحي ژبپوهني يوه لويه او غوره څانګه ده، چي د يوې ټاکلي ژبي د کليمو، جملو دجوړښت سيسټم تشريح او مطالعه کوي او يا د ديوې ژبي صرفي، نحوي جوړښت او ساختمان تر کتني لاندي نيسي. په دې معنا چي د يوې ژبي د الفاظو(لغاتو) د تغير او بدلون اشکال، د هغوی ترکيب د جملو جوړښت او څرنګوالی مطالعه او تشريح کوي. په ګرامري څېړنو کي ژبه د قوانينو تابع نه ګرځول کيږي، بلکي ګرامر د ژبي قاعدې څنګه چي د هغې ژبي دا صلي ويونکو له خوا استعماليږي، راباسي او تشريح کوي يې، څنګه چي هره ژبه ځانته د جوړښت اصول او قاعدې لري؛ نو ځکه د ټاکلي ژبي په ګرامري ليکنو کي د هغې ژبي قاعدې او اصول غوره ګڼل کيږي. د استاد رښتين صاحب له اثر څخه
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر