زه زهـــــــير 
يار امــــــــير 
ژوندمي دئ
غم کي ګـير
خوند او رنــګ 
دي په ويـــر
ټوله ژونــــد
يم شبګـــير
ته پاچــــــا
زه حقـــــير
يم مريــــــد
ته مي پــــير
ستازلـــــفان
زماځنځــــير
يم ژونـــــدى
بې تدبــــــير
زه قانــــــــع
ستا اســــير

پښتو څانګه، کندهار پوهنتون
د زمري لسمه ١٣٩٤ل



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۱۱

پر زړګي باندي را اوري
ستا خيالونه لکه ستوري

ستا مالت کي ګرځېدمه 
ماتم پروت وو پر هر لوري

شيخ له شيخه امان غواړي
د خلوَت خبري نوري

د ګاونډ له مکر و چله 
نن مو ميندي سوې سرتوري

چي يې نوم ته هوسېږم 
هغو مېني کړې را توري

ژوند د اُنس له خوږ تعبيره 
د دوى ژوند د نفرت توري

له هغو به ځان قربان کړم 
چي انسان له قتله ژغوري

دا غرور به ئې عادت وي
چي دا ښکلي نه راګوري

دادي خوى د پښتنې دئ
دجلال او جمال خوري

که مي خواست رب ته منظور وو
خپور به سي د امن سيوري

قانع خوب به دي ريښتيا سي 
خداى زموږ فرياد ته ګوري

د زمري ٢٦مه ۱۳۹۴ 
پښتو څانګه-کندهار پوهنتون



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

څه ښایست، څه ئې ادا او څه ئې شور خپل
څه ئې مینه، څه ئې چل او څه ئې نور خپل

خدای خبر، چي بیا پر چا د قتل وار کړي
سترګي توري، سره لبان ئې کړله پور خپل

د باران په نوم شیندي د اور بڅري
کمچنۍ ده، لګوي پر نورو تور خپل

پرون دلته، نن ده هلته، سبا بل ځای
ژوندون وژني، جوړوي د ظلم کور خپل

هم ساقي دئ، هم مینوش په میکده کي 
په شیخي کي ملایکه ګڼي خور خپل

اف، خالقه! کاش چي نه وای پیدا سوی
پدې حال به څه قانع سم، څه مي زور خپل

د جمعې ورځ، د مېزان ۱۷مه ۱۳۹۴ ل.ل



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

ژونده هله ژر درپاڅه، دلته ژوند پر مرګ حساب دئ
دنیا نه ده سور تنور دئ، روغ انسان ژوندی کباب دئ

هاغه موږ چي اتلان وو، په تاریخ د بشریت کي 
اوس هغه اتلان نه یو، تېر تاریخ راڅه کریاب دئ

د قابل د قتل دود دی، د هابل په څېر قتلېږو
هم قاتل او هم مقتول یو، هم ګناه ده هم ثواب دئ

تر لک ډېر پیغام راوړونکي، د الله له لوري راغلل
موږ مغروره انسانان یو، دلته هر ناپوه جناب دئ

د جاهل حکمراني ده، جهالت ته سر ټیټېږي 
د عاقل په سرکي خټي دا نااهلو دا خطاب دئ

مرګ خو حق دی چي ژوندون درته مرګی سي
بیا به څه کړې، دلته ورک د ژوند کتاب دئ

ربه څنګه به قانع سم دې وحشي دنیا ته ګوره
زه د بلي دنیا تږی ماته دا جهان عذاب دئ

د شپې ۹ بجې ۱۳ د لړم ۱۳۹۴



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

حريت مي پر وجود باندي را خپور دئ
استقلال مي د زړګي د ميني کور دئ

په جنت کي هم د امر تابع نه سوم
ادم يمه، عدن باغ را ته سور اور دئ

خوږ نفس مي بې پروا دئ له وجوده
هله ژر سه دربخښلى مي ژوند نور دئ

ناخبره يم راغلى و دنيا ته
ناخبره به ور درومم، ځاى مي ګور دئ

د ځوانۍ او د بهار خوبونه ولاړل
په زړښت کي مي خزان سکنى ورور دئ

سر ټيټي مي د دوږخ له وهمه نه ده
د الستُ د وعدې راباندي پور دئ

د زمان له ناکردو سره جنګېږم
په تدبير مي د تقدير مات کړى زور دئ

تر رڼا په تاريکه کي ښه بلد يم
يم د جنګ د اور بڅرى ژوند مي شور دئ

بغاوت مي خداى په خټه کي اخښلى 
برناحقه پر قانع د مطيع تور دئ

د زمري ٢٧مه ١٣٩٤ل کال
کندهارپوهنتون-پښتوڅانګه



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

څومره عظيم، څومره عالى او څومره لوړ دئ انسان!
څومره ذليل، څومره شډل او څومره ځوَړ دئ انسان!

کله ادم، کله عيسى، کله شداد او نمرود
څومره عادل، څومره قوي او څومره پَـړ دئ انسان!

مځکه، اسمان، لمر او سپوږمۍ رب پيدا کړي ده ته
څومره متين، څومره کمين او څومره مـړ دئ انسان!

ښکلې دنيا، ښکلى ژوندون او ښکلى دين د اسلام 
څومره جامع، څومره پوره او څومره جَـړ دئ انسان!

ژوند يې سمسور دئ، په ګوله موړ دئ په صحت جوړ دئ
څومره قانع، څومره طامع او څومره اړ دئ انسان !

پنجشنبه د ليندۍ ١٩مه ١٣٩٤ ل.ل



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
غمه مړ سې، غمه ورک سې، غمه ټوله لولپه سې
د نېستۍ په باد کي، باد سې، د نېستيو سلسله سې

غمه وزېږې هغوى ته چي غمونه کري بل ته
د مظلومو په آه هو کي، د اورونو سره لمبه سې

په کور کلي، ښار او دښت کي په مکتب او مدرسه کي
د پېغلوټو او زلموټو دسپين روبو صدقه سې

ورک سې، غيب سې، هم ناښاد سې د افغان انسان له کوره
زموږ له خوا څخه مختور سې د بدرنګو بدرګه سې

ژونده راسه، سوله راوړه ټول افغان ودان ودان که
دوستي وکره په زړو کي، چي دښمن ته خرخښه سې

کور. عيدګاه کلاچه. عيدګاه دروازه



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.