هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ خپرندوی

چي پوهېږي او پوهېږي چي پوهېږي

دا عالِم دئ؛ د ژوند لار ځني زده کېږي

ښه پوهېږي، نه پوهېږي، چي پوهېږي

دا بيـده دئ؛ حــرکـت ســره ويښـېږي

نه پوهېږي، خـو پوهېږي، نه پوهــېږي

دا لار ورکی دئ؛ يو وخت پر لار سمېږي

نه پوهېږي، په نه پوهه، نه پوهېږي

دا جاهل دئ؛ جهالت کي به ختمېږي

دا خــبري د احـــمد بن خـلـیل دي

غزالي صاحب کتاب پوري رسېږي

د پښــتو په نــظم ما قانع پيـودلي

دا د پند ويناوي ستاسي هم خوښېږي

روژه مات؛ د حوت ۱۹مه ۱۴۰۴ل.


تړاو: نظم
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ خپرندوی

په يوه ښار کي يو سړي خپلي پيسې او شتمني هره ورځ خلکو ته بخښله؛ خلکو به پر ده د لېوني ګمان کاوه.

يوه ورځ د ښار يو شيخ دې سړي ته‌ وويل، دا لېونتوب د څه لپاره کوې؟!

سړي ورته وويل، ما د قرآن الکريم يو آيات ولوست، په معنی ئې پوه سوم، غواړم په هغه عمل وکړم؛

په قرآن کي راغلي: موسی علیه السلام وويل: رَبِّ إِنِّي لِما أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ(۲۴قصص)

(پروردګاره! هره ښېګڼه چي تا پر ما نازله کړې، زه هغې ته اړ يم.)

زه غواړم د الله په لاره کي دومره شتمني خيرات کړم، چي په رښتيا فقیر سم؛

بيا له الله عز وجل څخه غوښتنه وکړم؛

خو شتمني مي ددې خنډ ګرځي، چي ځان د خپل رب په حضور کي په رښتيا فقير او مسکين ووينم.

شیخ ددې جواب په اورېدو حیران او چپ پاته سو.

ډېر عمر تېر سو، شیخ په دې تمه وو، چي يوه ورځ به دا شتمن(لیونی) بالاخره فقیر سي؛

خو وئې لیدل چي هغه نه یوازي فقیر نه سو، بلکي لا نور هم ډېر غني او شتمن سو.

#هدفــ: اخلاص او سخاوت د فقر سبب نه بلکي د برکت لامل کېږي.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

موږ ورکړي دي هغو ته، سم درسونه د غيرت

چي کتلي ئې زموږ خواته، په بدي او په نفرت

دغه خاوره پرېولل سوې، د شهيد په پاکو وينو

خوشبويي ئې ځـي جنت ته، نـښانه د حريت

د غره په څېر لښکري، دلته راغللې ايره سوې

تور لوګی ئې جـهان وليد، و سـوځلې په ذلت

د تورو په شرنګا کي، په اتـڼ ځـي و سنګر ته

مـيدان د مـعرکه کـي، سـربازي کـړي په همت

د وطن په مينه مست دي، عقيده ئې اسلامي ده

د نيکو تاريخ ور پاته، دوی ئې ساتي په عزت

پــرون هـا وو، نـــن بــيا دی دئ، ســبا بل دئ

په نـوبـت سـره ماتېـږي، هـر جـابـر ابـر قدرت


تړاو: حماسه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

سخت ګزار به وخورې له افغانه څه

ورک به دي نښان سي له جهانه څه

ته چي اور ته لاس ور وړې لمبه به سې

روغ به پاته نه سې له طوفانه څه

ځاله‌ د بازانو، د زمریانو کور

ښکار په ډېر همت وړي له ميدانه څه

هر چا که په بد نظر ور وکتل

تندر به پرې راسي له اسمانه څه

ته دي له خپل پلاره څخه و پوښته

ژر به دي پښېمان کړي بد ګمانه څه

کور د ميرويس خان او احمدخان دئ دا

هر څه ئې واضح دي له عنوانه څه

دلته هر زلمی دئ لکه غر ولاړ

نه دئ چا مات کړی له زمانه څه


تړاو: حماسه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

و پرهيزګاره سړی د لمانځه لپاره مسجد ته ولاړ؛ لمونځ کوونکو دا ښه سړی وپېژاند؛ د نصيحت غوښتنه ئې ځني وکړه؛ پرهېزګاره سړي هم ومنله.

لمونځ ئې وکړ، منبر ته پورته سو؛ تر حمد او ثنا وروسته ئې ناستو خلکو ته وويل: اې خلکو! له تاسو څخه دي هغه څوک و درېږي، چي په دې پوهېږي، چي نن به تر ماښامه ژوندي وي او نه به مري!

هيڅوک ونه درېدل؛

بيا ئې وويل: له تاسو څخه چي څوک د مرګ لپاره چمتو دي، هغه دي ودرېږي!

بيا هم هيڅوک ونه درېدل.

پرهېزګاره ورته وويل: زه تاسو ته حيران يم، چي نه پر پاته کېدو ډاډه ياست او نه د تګ (مرګ) لپاره اماده ياست!

#هدفــ: د انسان تر ټولو لويه تېروتنه دا ده چي د فنا په یقین کي بې‌مسؤلیته ژوند تېروي.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

انا لله و انا اليه راجعون

مرحوم حاجي عبدالستار حيراني د مرحوم محمدنعيم زوى د ارواښاد عبدالله جان لمسى په ١٣٣١ل. کال د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د عظيم جان کارېز په کلي کي زېږېدلى، په خټه پښتون اسحاقزى دئ.

له مروجو ديني زده کړو سره ئې عصري زده کړي تر نهم ټولګي پوري د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ، د سنځري د پيرمحمد کاکړ په منځني ښوونځي کي کړي وې.

د هجرت پر مهال(١٣٥٨ل.تر ١٣٦٩ل.) ئې د سهيلي پښتونخوا د کوټي په پنجپاى کمپ کي د حزب اسلامي د حضرت امام ابوحنيفه په منځني ښوونځي کي د ښوونکي په توګه دنده اجراء کړې وه.

مرحوم حيراني صاحب د ثور د اوومي تر انقلاب وروسته شاعرۍ شروع کړې وه.

ښاغلي حاجي حيراني صاحب په شعر کي ځان د عبدالرحمن بابا شاګرد ګڼي؛ شعرونه ئې ډېر روان او سليس دي؛ د خال او خط شاعري ئې نه ده کړې؛ خو ديني، تصوفي، اخلاقي، حماسي او ټولينزي غوښتني ئې په شعر کي څرګندېږي.

شاعري ئې د ښکلو تشبيهاتو، کنايو، استعارو او نوي ترکيبونو په لرلو سره ډېره په زړه پوري ده.

په ۱۳۹۸ل. کال چي ما (قانع) د کندهار سل کلن فرهنګي بهیر پر کتاب کار کاوه، حاجي حيراني صاحب راته وویل، چي د شعرونو شمېر ئې تر ٦٠٠عنوانه اوړي، چي له دې شعرونو څخه ئې پينځمه مجموعې ترتيب کړي دي؛ اوله شعري ټولګه ئې (د هجرت او جهاد پرليکه)، دوهمه ئې (د قلم د څوکي څاڅکي)، درېيمه ئې (ميوندۍ ښکلا)، څلرمه ئې (ميوندۍ خېمه) او پنځمه ئې (کاغذي ګلدان) په نوم ده.

د مرحوم حيراني صاحب دا ټولي مجموعې ناچاپه پاته دي. درې کاله مخکي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کي د کتابونو د چاپ د کميټې له خوا د کتابونو د چاپ انتخاب کېدئ، د ښاغلي حیراني صاحب دا مجموعې په کابل کي د بیهقي کتاب خپرولو ادارې ته د خپرېدو له پاره غوره سوې؛ خو تر اوسه لا چاپ سوي نه دي‌.

حیراني صاحب د ډېري مودې را په دې خوا مریض وو او په روغتون کي بستر وو؛ خو نن چهارشنبه د دلوي میاشتي پر اوله ۱۴۰۴ل. نېټه وفات سو؛ انا لله و انا الیه راجعون. جنازه ئې نن د ماښام تر لمانځه وروسته په خپل کلي عظيم جان کارېز کي خاورو ته و سپارل سوه.

مرحوم حیراني صاحب یو غریب او په عین غریبي کي ډېر دروند او مهربانه شخصیت وو؛ سره له دې چي په ټولنه کي د یو ښه اولسي شاعر په توګه مطرح وو؛ خو ډېر عاجزه او ساده کلیوال ژوند ئې کاوه. دکندهار په اکثرو مشاعرو او ادبي غونډو کي ئې برخه اخيسته.

د ارواښاد حیراني صاحب څخه اووه اولاده(څلور زامن او درې لوڼي) پاته دي؛ ارواح دې ښاده او جنت الفردوس دې ځای سي.

دا ئې هم د کلام بولګې

غزل

هسي ستړي دنیاګۍ ده هر سړی ئې سرګردان دئ

خوشحالي پکښي کي کمه د غمو پکښي باران دئ

د زورواکو چالاکي ده ناپوهانو ځان پلورلی

د پردي اولاد په وینو ئې خپل کور کړی ودان دئ

مخ په وړاندي وړاندي درومي خپل زامن ئې نګاه کړي

هم نیلی ئې د خیالاتو په بري سره روان دئ

د هوس پر ستر ناست دي نشه یان د بل په وینو

د بخت ستوری د ښاغلو ځلېدونکی هسي شان دئ

زخمي کیږي وژل کېږي د ښایسته عنوان پر لیکه

صاحب ناست په بنګله کښي تر پردۍ هڅي قربان دئ

د عمر ابن خطاب غوندي ملاح د کښتۍ غواړو

حیراني د اوسنیو نا امیدو خپل زمان دئ

غزل

که دا جګو جګو غرو ته نظر وسي

یا بهانده شنو سیندو ته نظر وسي

یا یو ښه عمیق نظر کړو و اسمان ته

یا پکښي کي مشعلو ته نظر وسي

له آدمه تر دې دمه چي څه سوي

یا د عمر تېرېدو ته نظر وسي

یا چي څه وینو د عصر په لمن کښي

یا روانو کړکېچو ته نظر وسي

یا د ټول بشر په سطحه چي څه کېږي

یو تر بله قتلېدو ته نظر وسي

واکمني د ذالجلال ده حیراني ټوله

که د حق و فیصلو ته نظر وسي


تړاو: د تللو یاد
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

پخوا چي به څوک مړ سو، تر پاتا (فاتحه) او ختم وروسته به نژدې دوستانو د مړي د کور غړو ته مېلمستيا کوله؛ دې مېلمستيا ته په کندهار کي د سرې خولې ډوډۍ وايي؛ يعني د مړي د کورنۍ د ژړا ډوډۍ، د غمرازۍ او دلاسايۍ ډوډۍ.

ستاسو په سيمه کي دا مېلمستيا په څه نامه يادېږي او اوس دا دود‌ سته که نه؟


تړاو: دودونه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

يو چا ليکلی وو، نن د تودوخي درجه ۱۲ده؛ ما ورته وليکله، ددې تودخت زغمل هم سخت دي!

وايي، تودخت نه تودښت؛ ما ول هغه ستا تودوخې څه په وکم!

توښ، تودښت، داښت او تودوښې؛ نو بيا تودوخې ولي ليکئ؟


تړاو: سمون
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

چي تېره غاښونه لري،

د
خوړلو حق له هغه سره دئ!


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د جابر خبري په متن کي ليکل کېږي

او

حقيقت په حاشيه کي!


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

شيخ سعدي د بوستان په څلرم باب کي يوه منظومه کيسه راوړي؛ وايي چي یو سړی په دښت کي روان وو، چي ناڅاپه يو سپي و داړئ؛ په داسي حال کي چي له پښې څخه ئې وینه بهېدله، په ډېر زحمت ئې تر خپله کوره ځان ورساوه.

د شپې ئې له ډېره درده آه او فرياد کاوه، خوب نه ورتلئ.

ددې سړي کوچنۍ لور، چي تر سترګو ئې اوښکي بهېدې، پلار ته ئې په ژړغوني ږغ وويل: پلار جانه! ته خو هم غاښونه لرې، نو تا ولي هغه سپی ونه چيچئ؟

پلار ئې په درد کي په خندا سو؛ ورته وئې ویل: ګراني لورکۍ! ستا خبره پر ځای ده، خو دا د انسان له شخصيت او انسانیت سره مناسبه نه ده، چي انسان دي خپله خوله او غاښونه د سپي په چیچلو ککړ کړي؛ که ما هم هغه سپی چیچلی وای، نو زما او د هغه سپي تر منځ به هيڅ توپیر نه کېدلای.

#هدفــ: سړي ته ښايي چي له بدو خلکو سره د بحث او شخړي پر ځای ځان وساتي او مجلس ئې پرېږدي.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

دا ترانه مي لس کاله مخکي د کوچنيانو له پاره ليکلې وه

ترانه

دغه کـــور د اریایانو دا ټاټــــوبی د افغان

پکښي مېشت درانه قومونه ښایسته دئ پرې جهان

کندهار د قندو هار دئ، د سياست او ادب مېنه

د نیکه، بابا پلازمېنه، رب دې نه کړي را خزان

د هلمند ځوانان دي ښکلي، زابليان تاريخ منلي

فراهیان مو د سر سترګي، غزنيچيان تازه ګلان

د نیمروز زلمي ښاغلي، میداني وردګ غښتلي

هراتيان د تاريخ څلي، تل دي وي کابل شاهان

بادغیس ته مو سلام دئ، د بامیان تاريخ روښان دئ

دي بلخيان مو د تن وینه، ښه ځوانان دي پر روزګان

پکتیکا کور د جرګو دئ، کندوز کور د مېړنو دئ

د کونړ له سردرو څه، زر سلامه پر جوزجان

ښکلی خوست مو غيرتمند دئ، لوی لوګر مو هنرمند دئ

پکتیاوال مو مېړني دي، په ښو یاد دي وي بغلان

د پنجشېر مستو سیندو ته، د فاریاب و پرګنو ته

ننګرهار د علم ځاله، د اسیا بام بدخشان

سمنګان کي پر تنګي، پورته کېږو پر نیلي

سرپل ته به ور درومو، اتڼ خوند کړي پر لغمان

د غوري تاریخ به یاد کړو، پر تخار به زړګی ښاد کړو

کاپیسا کي به دمه سو، ژوند به وکړو پر پروان

نورستان مو ډېر زېبا دئ، ټول هیواد مو په رڼا دئ

څو چی دا ځمکه اسمان وي، دا هیواد به وي ودان

د افغان په نامه ياد يو، له ختیځه تر لویدیځه

په یوه ږغ باندي پاڅېږو، استقلال مو دئ نښان

جوړو به کور و کلی، په تعلیم تحصیل ښاغلی

قانع وايي بريالي يو، که رهبر مو وو قرآن


تړاو: ترانه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

ويل ئې، موږ مو خدمت کوو!

ويل هو، منو ئې؛ زموږ د زحمتولو له پاره ښه خدمت کوئ!

#قانع


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

په مسجد کي ئې له خدايه بې شمېره غوښتني وکړې؛

خو

د مسجد په دروازه کي ناست سوالګر ته ئې يوه روپي ور نه کړه

#قانع


تړاو: انسانیت
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د سړک له ها غاړي څه را واوښته؛ ناست فقير ته ئې په اخلاص او محبت يوه ګوله ډوډۍ ورکړه.

فقير و الله ته لاس پورته کړ؛

الهي شکر چي نن دي د نس پر ځای په

مينه موړ کړم!

#قانع


تړاو: انسانیت
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

ټکسي چلونکی په غوسه سو

– هغه موټر وينې؟ پر چپه لاس را روان دئ، سړک ئې ټوله بند کړی دئ!

شاته ناست سپرلي سمدستي ورغبرګه کړه:

– افف، زړه مي چوي! کاشکي په دې ملک کي نه وای پيدا سوی. هغه شربت پلورونکی وګوره، رېړۍ ئې د سړک پر منځ درولې ده!

– او هغه دوکاندار! د دوکان شيان ئې نيم سړک نيولی دئ! دا خلک هيڅ قانون نه پېژني!

دوهم سپرلي د انرژي خالي دبلی و سړک ته وغورځاوه، په يو څه لوړ ږغ ئې وويل: دا ملک شهيد داودخان غواړي، داودخان! چي هر قانون ماتونکی بېله محکمې را وځړوي!

ټولو ئې خبره د سر په ښورولو ور تائيد کړه.

زه چي د دوی خبرو ته غوږ وم، ناڅاپه مي د ټکسي چلونکي د سګرېټ ګاټه دود ساه را بنده کړه؛ زړه مي تنګ سو، غوښتل مي چي يو څه ورته ووايم؛ خو ښه وو چي د ورکشاپ ځای ته ورسېدو.

ټکسي چلونکي ته مي په څه تنده لهجه وويل:

– کښته کېږم!

هغه بې له ځنډه د سړک پر منځ موټر ودراوه:

– ورځه، ورځه!

له ځانه سره مي وويل:

– دا هم عجيبه خلک دي، پر نورو نيوکي کوي، خو پخپله قانون تر پښو لاندي کوي!

د ورکشاپ تالار ته په غرور ور روان سوم، ځان مي له هر چا زيات قانونمند احساسوئ؛

دروازې ته په رسېدو مي سترګي د دروازې پر ښيښه ولګېدې، پر سپين کاغذ ئې ليکلي وو:

"د ورکشاپ د پيل وخت: د سهار پوره اته بجې"

خو د تالار د ساعت ستن پر لسو بجو

ګرځېده...

د زمري ۱۲مه ۱۴۰۴ل.


تړاو: کیسه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د کندهار د ادب، سپورټ او معمارۍ په برخه کي درې روښانه ډېوې يو په بل پسي خاموشي سوي؛ انا لله و انا اليه راجعون

مرحوم حبيب الله روحاني

د پښتو ژبي او ادب په برخه کي د ډېرو آثارو ليکوال، د مشاعرو او ادبي غونډو ګډونوال او د ډېرو ځوانانو لارښود وو؛ روحاني صاحب د اسد پر اتمه ۱۴۰۴ل. کال د چهارشنبې په ورځ وفات سو؛

الله دې وبخښي.

ارواښاد قاسم جان اتل

د کندهار د فوټبال هغه افسانوي څېره، چي کله به د لوبي پر مهال، بال پښې ته ور غلئ، ټول لوبغالی به د خوښيو په ولولو کي زنګېدئ؛ قاسم جان نه يوازي د کندهار پر فوټبال خپل راج چلاوه، بلکي په ملي سطحه ئې هم د اتلولۍ نوم خپل کړ. ارواښاد قاسم جان د اسد پر نهمه نېټه د پنج شنبې په ورځ وفات سو، جنت دې ځای سي.

مرحوم انجينر ننګيالی

د خپل وخت نامتو معمار او د تاريخي اماکنو طراح وو، چي له ډېر کارونو څخه ئې د معمارۍ يوه نمونه په کندهار کي د بابا ولي زيارت او بل کار ئې د علامه رشاد بابا د مقبری ډیزاین دئ؛ مرحوم انجينر صاحب نن شنبه وفات سو.

پر درو واړو دي الله عز وجل و رحمېږي. آمين


تړاو: د تللو یاد
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

زما کاليزه

کږليچونو کي روان يم، تش کالبوت يم لکه مړی

د دردو د ښار پاسبان يم، له وجوده څه يم ستړی

فولادي چړې په تن کي، لکه ستني وهل کېږي

د بڅرکو تېز باران يم، د دوزخ د لمبو زړی

چي ئې جوړ کړمه له خټو، لږ اوبه مي بهانه سوې

نور د خاور لوی طوفان يم، پر دښت ګرځم لکه خلی

يو بې واکه بې اختياره، دا زه څنګه خلیفه سوم!

په تش نوم ياد د انسان يم، نور غلام په غاړه پړی

د اضدادو په محور کي، يو له بل سره په ضد يو

که پر بر سوم پهلوان يم، که نه ولاړمه ناولی

د اذهانو جېلخانه کي بنديوان فکرونه ناست دي

بې صورته په زندان يم، دئ نا ارامه مي هر غړی

چي قانع په خپل قسمت سوم، عاقبت پر خدای سپارمه

زه قاضي د خپل وجدان يم، هر چا خپل خپل عمل وړی


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

الله عز وجل و داؤد عليه السلام ته وويل، کاشکي چي دي له بيت الماله شی نه خوړلای او يو کسب دي درلودلای، په دې سره به ماته لا ډېر محبوب سوی وای.

داؤد عليه السلام له دې خبري دومره و شرمېدئ، چي څلوېښت ورځي ئې و ژړل، ډېر پښېمانه وو، چي ولي يو کسب نه لري او ولي ئې له بيت الماله خوراک کړی دئ.

الله عز وجل چي دده اخلاص او نيت وليد، نو اوسپنه ئې دده په لاس کي نرمه(موم) کړه؛ داؤد عليه السلام به هره ورځ يوه زغره جوړول او په لس زره درهمه به ئې خرڅوله.

#هدفــ: بيت المال يو الهي امانت دئ، هر آمر بايد د بيت المال ساتنه او سالمه ګټه اخيستنه پر ځان لازمه کړي.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

څو پوښتني لرم زړه کي چاته ووايم ملنګه

نه د حال دي نه د قال دي، لو نړۍ ده راته تنګه

له خپل سيوري امان غواړم، ځان تياره کي پټومه

له پرسدو څخه تښتم، ملګري کوم د بنګه

چي پر مخ ئې زلفي راسي، زه و خدای ته په زاري سم

د خسوف په وخت کي کېږي، دعاګاني بې درنګه

د انسان وجود دئ نرم، دئ له خاورو څه جوړ سوی

د اوبو په څېر روان دئ، وهل کیږي له هر سنګه

په دوو سترګو کي مي پټ که، د ايمان په څېر مي خپل که

د بېلتون پوځ يم ځپلی، ستړی سوی يم له جنګه

په ليمو کي مي دردونه، د چينې په دود خوټېږي

دا باران به زما له اوښکو، سره وکړي سيالي څنګه

د غمونو سمندر کي، زه د خيال کښتۍ کي ګرځم

نه ساحل سته نه لنګر سته، د اميد خونه ده ړنګه

د خلاصون په تمه دوه لاسه، کچکول کړم و ژاړمه

د فلک څپېړه راسي، قانع و خاندم له ننګه

۷مه د چنګاښ۱۴۰۴ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

عبدالقدوس استقلال مي کوچنی زوی دئ؛ تازه پر خبرو راغلی دئ؛ ځينو شيانو ته جالب بديل نومونه کاروي؛ مثلاً کلچې ته چيلکا، مينا ته ينا، ښورا ته وشا، حجاڼۍ ته اجۍ او څوک يې؟، ته چيکا وايي.


تړاو: استقلال
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

یوه ورځ‌ د ځنګله حیوانان د نوي پاچا د ټاکلو لپاره جرګه سول؛ زوړ پاچا چي یو هوښیار زمری وو، ضعیف سوی وو، نو ټولو پرېکړه وکړه چي نوی مشر وټاکي.

یوې بزې چي ډېري خوږې خبرې ئې کولې، ځان کاندید کړ. هغې حیواناتو ته داسي ژمني ورکړې: "زه به تاسي ته ازادي درکړم، هېڅوک به ظلم نه ویني، په ځنګله کي به د شېدو او عسلو سیندونه جوړ کړم!"

حیوانان چي د زمري له سختو قوانینو ستړي سوي وو، د بزې خبري ئې ډېرې خوښي سوې، سمدلاسه ئې بزه پاچا کړه.

کله چي بزه پاچاهۍ ته ورسېده، نو ډېر ژر ستونزې پیدا سوې: د بزې فرمانونه هيچا نه اورېدل، ځکه چي ږغ ئې کمزوری وو؛

هر وخت چي به ځنګله يو ستونزه را منځته سوه، بزې به يوازي امبا امبا وکړه، خو هيڅ حل لاره ئې نه وړاندي کوله.

د پړانګ، لېوه او ګيدړي په څېر وحشي حیوانانو د پاچا او حکومت له کمزورۍ استفاده وکړه، څنګ چي ئې زړه غوښتل ځنګل ئې هغسي ویجاړ کړ.

حیوانان ډېر ژر پوه سول چي یوازي خوږې خبري کفایت نه کوي؛ بلکلي یو قوي، هوښیار، زړور او قاطع پاچا ته اړتيا ده، چي ځنګل اداره کړي.

#هدفــ: مشري یوازي په نصيحت، نرمو خبرو او په بې پلانه ژوند نه کېږي؛ ښه مشر ته ښايي چي د پرون د تجربو په رڼا کي د نن له فرصته استفاده وکړي او د سبا له پاره منظم پلان جوړ کړي.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د کندهار ښار د شمال په ۴۰ کیلو میتري کي د شاه وليکوټ په ولسوالۍ کې د دالې بند د هيواد له لويو بندونو څخه يو دئ، چي د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو کرهڼيزي مځکي په خړوبېږي.

ددې بند د جوړېدو کار په ۱۹۵۲م.کال د ظاهرشاه په واکمنۍ کي د شامحمود د صدراعظمۍ په وروستي کال شروع او په ۱۹۵۳م. کال د شهيد داؤد خان د صدراعظمۍ په اوايلو کي پای ته ورسېد. دا بند چي له خاورو جوړ سوی ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږوالی لري. په مجموعي ډول ۳۱۴ میلیون مترمکعبه اوبه زېرمه کوي.

#خلک_د_دالې_بند_ته_ولي_خوشحالي_کوي

اوبه د الله لوی نعمت دئ د اوبو برکت دئ، چي د ځمکي پر مخ انسانان او حيوانان ژوند کوي؛ الله عزوجل د سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء په ۳۰ايات کي فرمايي: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ.

له اوبو څه مو هر ژوندى شى پيدا کړ.

په رشتيا سره چي اوبه ژوند دئ او پر موږ ددې ستر نعمت د شکر اداينه لازمه ده.

د دالې د بند پارچاوې خورا تکي شنې اوبه لري او په خورا جوش سره بهېږي؛ څو دقيقې ناسته او ورته کتل زړه ته خوښي ور بخښي.

د کندهار، هلمند، روزګان، زابل، غزني، فراه؛ چمن ګلستان، پښين، کوټي او نورو سيمو خلک ئې سيل ته راځي؛ مېلې کوې.

الله عز وجل دي مو هيواد او اولس همېشه خوشحاله، سوکاله او پرمختللی لري.

آمين


تړاو: کندهار
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

درې ځواني ښځي د موټر مخ ته ودرېدې، د‌ دوی د هدف تر ځايه کرايه و ټاکل سوه.

تر څه تګ وروسته د موټرو اوږده کتار لاره بنده کړې؛ محتسبين راوتلي، موټران تلاښي کوي، بې محرمه ښځي را کښته کوي او د محبس موټر ته ئې پورته کوي.

په ښځو ويش و آخ ګډ سو، دا په څه غم واوښتلو، نه تښتېدلی او نه پټېدلای سو!

يوې ښځي وويل، آ موټروانه، خو ته مو ځني خلاصي که!

-زه مو څنګه ځني خلاصي کړم!

-ورته ووايه چي دا زما د کور ښځي دي.

-ښځي؟ څنګه ښځي؟ خور، مور، لور ورېنداره؟ دا خپلوي خو په دوو پوښتنو رسوا کېږي.

هغه بلي پر راږغ کړه، خير دئ ورته ووايه، چي ښځي مي دي!

-څنګه ښځي؟

-ورتا مېرمني مي دي!

-مېرمني؟!

ټولو په يو ږغ وويل، هو مېرمني؛ څه ټکه خو نه لوېږي، موږ يې ستا مېرمني، خو له دې غمه مو خلاصي که!

(زه په ځان کي ورک سوم، چي په څه بلاو واوښتم؛)

بيا مي وپوښتل، يعني زه ورته ووايم چي زه يې خاوند يم؟

ټولو په يوه ږغ ئې وويل، هو-هو ورته ووايه؛ زموږ مېړه يې، مېړه!

-داسي نه کېږي، تاسي خو به سره خوندي ياست!

-يا يا، موږ خوندي نه، شريکاني يو!

ما ويل دا خبري محتسبان نه مني، قسم درکوي، زما څخه ستاسو د پلرو د نومونو پوښتنه کوي!

يوې ويل زه شهلا د سردار لور په قران قسم ورته اخلم، چي ته زما خاوند يې!

بلي ويل زه نوريه د داود لور په الله قسم ورته خورم، چي دی مي خاوند دئ!

درېيمي ويل زه فتانه د شيرعلي لور په رسول قسم ورته کوم، چي ته مي مېړه يې!

ما هم ورته وويل چي ستاسو زه قبول يم، زما بيا تاسي قبولي ياست؛ په اول وار مي ورته وويل، زما مېرمني ياست، بېغمه کښېنئ!

محتسب راغئ، دوی ته ئې وويل راکښته سئ، نه شرمېږئ، چي له کوره بې محرمه را وتلي ياست!

ښځو په يوه اواز وويل، زموږ سره محرم راسره دئ، دا مو مېړه دئ!

محتسب د تعجب او پوښتني په انداز را وکتل، ول رشتيا؟

ما ول، هو؛ دوی رشتيا وايي!

-ويل ته راکښته سه!

هلته ناستو نورو محتسبينو ته ئې ور وستلم، هغو ته ئې وويل ددې سړي سره په ټکسي موټر کي درې ځواني ښځي دي، وايي دا مي ماندينېګاني دي.

هغو زه مخاطب کړم، څنګه کيسه ده؟

ما ويل هو مېرمني مي دي!

-څنګه مېرمني؟ درې سره دي په يوه وخت کړي دي؟

-هو!

-سمي خبري کوه، رښتيا ووايه، که نه ته به هم د محبس مېلمه سې!

-رښتيا وايم، تاسي له دوی پوښتنه وکئ، چي زما ښځي دي که نه!

مشر محتسب له دوو نورو ملګرو ولاړ سو، د موټر خواته ورغئ، ويل: آې ښځو رشتيا وواياست، دا سړی مو څه دئ؟

ښځو په يوه خوله او يوه اواز ورته وويل، په الله قسم چي دا سړی مو په دنيا او آخرت کي مېړه دئ!

مشر محتسب بيا هم شکمن وو، ماته ئې وويل سمه کيسه وکړه، خبره داسي نه ده، لکه تاسي چي جوړه کړې ده؛ سم وايه، که نه په زور ئې درباندي وايم!

(له ځانه سره مي وويل، که دي بخت کار وکړ، درې ښځي به دي په نکاح سي، که نه وي دوی پوه سه خپل ئې زندان.)

-محتسب ويل، ژر حال وايه، وخت مو مه را ضايع کوه!

-محتسب صاحب قربان دي سم، کيسه داسي ده، چي دې ښځو ويل موږ تر پلانکي ځايه ورسوه، هغه تاسي په مخه راغلاست، دې ښځو ستاسو له بېري زه مېړه کړم، په خدای او قرآن قسمونه اخلي، چي ته مو خاوند يې!

محتسب ول بې شرفه، تا هم دا پردۍ ښځي بې نکاح ومنلې؟

ما ول هو، نو څه مي کړي وای، خو زارۍ ئې کولې!

د محتسب له ګوزار سره سم مي لو چغه تر خوله ووته، ‹محتسب صاحب توبه مي ده!!!›

ناببره مي تر سر لاس را لاندي سو، ‹سړيه ويښ سه، بسم الله ووايه، لکه چي بد خوب دي ليدئ!›


تړاو: طنز
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

له پرونه عبرت، د نن پر فرصت او د سبا له پښېمانيه مي خبر کړ؛ ويل پر دې شيانو باور د ايمان د کمزورۍ نخښه ده!


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د شوپرک يا ښاپيرک دا افسانوي او فکلوريکه کیسه خپلو کوچنيانو ته وکئ

وايي یو وخت د حیوانانو او مرغانو تر منځ جګړه ونښته؛ دواړه ډلو ځانونه قوي ګڼل، غوښتل ئې چي پاچاهي تر لاسه کړي.

مرغانو ويل، دوی وزرونه لري، هر ځای ته تللای سي؛ حيواناتو ويل موږ تکړه يو، ځکه چي غاښونه او قوت لرو.

شوپرک چي د حيواناتو په څېر غاښونه او د مرغانو په څېر وزرونه لرل، نه‌پوهيدئ، چي له کومي ډلي سره يو ځای سي؛ له ځان سره ئې فيصله وکړه، چي هره ډله په قوت کي وه، له هغوی به سره يو ځای کېږي؛ په همدې اساس کله چي به مرغان برلاسي سول، دی به ورغئ، ول زه وزر لرونکی يم، ستاسو ملګری يم؛ کله چي به حيوانان زورور سول، دی به ورغئ، ول زه غاښ لرونکي يم، ستاسو ملګری يم.

په پای کي جګړه ختمه سوه او دواړه ډلي پخلا سوې؛ دواړو ډلو د شوپرک دوه مخيتوب رسوا کړ او له خپله منځو ئې وشړئ، د بې وفا او چلبازه په سترګه ئې ورته وکتله.

له هغه وخته ښاپيرک په تياره کي ژوند کوي، د خپل دوه مخيتوب له امله ځان ګناهګاره ګڼي او سزا ويني.

#هدفــ: د انسان دریځ بايد ښکاره وي، په ټولنه کي خپل ارزښت او درنښت ثابت وساتي.


تړاو: کوچنیان
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

يو ظالم پاچا و يو نفر ته وویل، ته به ماته په لسو ورځو کي يوه‌ ګونۍ لړمان راوړې، که دي را نه وړل، زه به دي ووژنم.

سړی په لړمانو پسي ډېر وګرځيدئ، هر ځای ته ولاړئ، خو د پاچا له غوښتني سره سم لړمان ئې پيدا نه کړل؛ په نهمه ورځ چي ډېر ناهيلی و، د زړو قبرونو خواته ولاړ او هلته سر پر زنګون زهير کښېنستئ.

يو ملنګ ورته راغئ، ول څه خبره ده چي داسي زهير ناست يې؟

سړي د پاچا د غوښتني ټوله کيسه ورته بيان کړه.

ملنګ ورته وويل، دا خو څه د پرېشانۍ خبره نه ده، راځه زه به يوه ګونۍ لړمان در پيدا کړم.

ملنګ د يو قبر سر لڅ کړ، ټول له لړمانو ډک و؛ سړي ته ئې ګونۍ ور ډکه کړه، ورته وئې ویل: ورسه پاچا ته ووايه، چي دا يوه ګونۍ لړمان مي يوازي ستا د يو مړه لوړ رتبه مامور له قبره راوړل؛ که دي لس ګونۍ نور هم په کار وي، کمه ستونزه نسته؛ هغه به ستا د يو‌ مړه قاضي له قبره درته راوړم.

#هدفــ: که د ظالم د ظلم جواب په زور نه سې ورکولای، د خپل وجدان په محکمه ئې ملامت که.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د خولې هر دم مي خاموشي ماتوي

لکه تياره چي روښنايي ماتوي

ستا له بېلتونه سره سمه داسي

لکه مرګی چي زندګي ماتوي

حالات په ما د غم سندري وايي

زما غرور زما خوښي ماتوي

ښايست دي ذهن ته سوالونه راوړي

سپوږمۍ له تا سره سيالي ماتوي

په شش محل کي د جونګړو خلک

ميخانه سوځي صُراحي ماتوي

د ژوندون ګټه په تاوان کي نغښتې

کيسې ګټل خو شتمني ماتوي

ستا شرارت مي فکر داسي ګواښي

لکه هوسۍ چي په تازي ماتوي

په تورو شپو کي وينم تور خوبونه

تعبير ئې ستا د بخت تندي ماتوي

ستا په بېلتون مي سترګي سوې سکروټي

ياد دي تڼاکي پر زړګي ماتوي

په دې غزل کي څه واضح ږغېږم

دا ګونګي توري شاعري ماتوي

پر دې تقدير باندي قانع ئې که نه

د ځوانۍ ښاخ دي نور پيري ماتوي

۱۴۰۳/۹/۹ل. د‌جمعې ورځ


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د حضرت موسیٰ عليه السلام په وخت کي په بني اسرائيلو کي يو سړی ووژل سو، خو قاتل ئې معلوم نه و؛ د دې قتل پر سر شخړه او جګړه رامنځ ته سوه، هره قبيله پر بلي قبيلې شکنمه وه؛ بني اسرائيل و حضرت موسیٰ عليه السلام ته راغلل، ويل ته له الله عزوجل څخه مرسته وغواړه.

الله تعالی و موسیٰ علیه السلام ته داسي وحي وکړه، «الله تاسي ته امر کوي، چي يوه غوا حلاله کئ (او د هغه د بدن یوه ټوټه په وژل سوي کس باندي چي قاتل ئې معلوم نه دئ ووهئ، ترڅو هغه ژوندی سي او خپل قاتل معلوم کړي او شخړه پای ته ورسېږي)»

دا حکم ډېر ساده او آسانه و، دوی چي هره غوا حلاله کړې وای، ستونزه حلېدله، خو بني اسرائيلو په دې حکم کي بې ځایه پوښتني شروع کړې، چي په پوښتنو سره ئې ځان ته ستونزه لا ډېره کړه.

دوی وویل: "دا غوا څه ډول غوا ده؟" موسیٰ علیه السلام ورته وویل، چي الله فرمایي دا باید داسي غوا وي، چي نه ډېره زړه وي او نه ډېره ځوانه، بلکي عمر ئې منځنی وي.

دوی بیا پوښتنه وکړه، "چي رنګ ئې څه ډول وي؟"

موسیٰ علیه السلام وویل، الله فرمایي غوا دي ژړ رنګ وي، داسي روښانه وي چي ليدونکي ته خوند ورکړي.

دوی بیا پوښتنه وکړه، "چي غوا بايد کمه ځانګړنه ولري؟"

موسیٰ علیه السلام ورته وویل، چي دا غوا باید داسي وي، چي نه په کرونده کي کارول سوې وي او نه د اوبو وړلو له پاره کارېدلې وي؛ بې داغه وي.

بني اسرائيل په دې پوښتنو سره په ستونزه اخته سول، په سختۍ ئې داسي غوا پيدا کړه، چې پورته ځانګړني پکښې وې؛ خو دا غوا د یوه یتیم هلک وه، هغه د ډېري لوړي بیې په بدل کي ورکړه.

کله چي ئې غوا حلاله کړه، موسیٰ علیه السلام د الله په حکم ورته وویل، چي د غوا په یوې برخي سره د وژل سوي سړي مړی ووهئ. کله چي دوی داسي وکړه، مړی ژوندی سو او د خپل قاتل نوم ئې واخیست؛ په دې ډول، قضیه حل سوه او قاتل معلوم سو.

#هدفــ: د الله حکم ته باید بې چون و چرا غاړه کښېښوول سي او بې ځایه پوښتني ونه سي؛ دا پېښه د هغو له پاره یو درس دئ، چي د الله حکمونو ته په شکمن نظر ګوري او په اطاعت کي ئې لټي کوي.


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

الله عز وجل فرمايي: قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكّٰى بریالی سو هغه څوک، چي خپل ځان ئې پاک کړ.

د نفس د پاکۍ له پاره شپږ شرطونه دي:

ایمان او تقوا؛ اخلاص، استغفار، دعا، بد خویونو پرېښوول او اخلاقي فضیلتونه خپلول.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

غله له یو سړي څخه مال غلا کړ؛ سړی و يو عالم ته په شکايت ورغئ، ول، "په الله قسم چي ما د هيچا مال نه دئ خوړلی، نو زما مال ولي غلو يووړ؟!"

عالم ورته وویل: "دا چي تا د چا مال نه دئ خوړلی، دا لوی هنر نه دئ؛ اصلي هنر دا دئ، چي ستا مال نور خلک وخوري؛ يعني د سخا څښتن سې.

#هدفــ: سخاوت او لورينه هغه اخلاق دي چي انسان ته لوړ مقام ورکوي.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د اته کلن هلک مور مړه سوه، پلار ئې بل واده وکړ.

يوه ورځ پلار له زوی څخه پوښتنه وکړه، زويه، د زړې او نوي مور تر منځ څه توپير سته؟

زوی ئې په معصومه څېره وويل، اوله مور مي درواغجنه وه، خو نوې مور مي رښتينې ده.

پلار ئې په حيرانتيا سره و پوښتل، څنګه؟

هلک ورته وويل، پخوا چي به مي هر وخت شوخي وکړه او مور به مي ازار کړه، هغې به ويل: که مي ازاروې، بيا ډوډۍ نه درکوم!

ما به شوخي نه پرېښوله، خو مور به مي د ډوډۍ پر وخت را ږغ کړه: زويه راسه، خواړه دي وخوره!

خو اوس چي شوخي وکړم، نوې مور مي راته وايي، که زما له ازاره لاس وانه خلې، بيا ډوډۍ نه درکوم!

... نن مي دوهمه ورځ ده، چي وږی يم!

#هدفــ: د مور مينه هيڅ قيد او شرط نه پېژنې او هيڅ ښځه د مور مينه نه سي پوره کولای.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

سکندر مقدوني د خپل لښکر په منځ کي يو سرتېری وليد، چي پر يو ضعيف او ډنګر آس سپور دئ؛ په قهر ئې ورته وويل، نه شرمېږې، چي پر دې آس جګړې ته راغلی يې؟

سرتېري وخندل؛ سکندر حيران سو، ورته وئې ويل، زه درته په غوسه يم او ته خاندې!

سرتېري وويل، زه پر داسي آس سپور يم، چي هيڅکله د جګړې له ډګره نه سي تښتېدلای؛ خو ته پر داسي آس ناست يې، چي تېښته هر وخت درته آسانه ده.

سکندر د سرتېري له دې خبري و شرمېد او هغه ته ئې انعام ورکئ.

#هدفــ: زړورتیا او وفاداري په تجهیزاتو کي نه بلکي په نیت او ارادې پوري تړلې ده.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د ثور انقلاب د اووم نمبر فرمان په اړه به مو په تاريخ کي لوستي او له مشرانو به مو ډېر څه اورېدلي وي؛ نن د سيد عبدالخالق اغا پر يو نظم پېښ سوم، اووم نمبر فرمان ئې خورا ستايلی دئ.

اووم لمبر فرمان جار سم، په درې سوه واده سو، الحمد لله ښه سو

الحمدلله شکر دئ، نه شل زره ولور سته، نه ديګ سته نه دېګبر سته

خُښی او پينځلسی او نه جوړه ئې د اختر سته، نه نور کف و کالر سته

نه نور غلط حکمونه د جانبه د خسر سته، نه خواښي بړبړ سته

نن بيا د فيوډال پر ککرۍ سخت ګزار وسو، الحمدلله ښه سو

هغه وختونه تېر سول چي بابا به خرڅوله، لالا به خرڅوله

په مېږه په بزه پر زوړ بوډا بې خرڅوله

په غوا بې خرڅوله

په شل زره ولور او په دنيا بې خرڅوله

رسوا بې خرڅوله

په زوړ پوستين کي پټ اولاد به وروست ورته بيده سو

پر مخ باندي منسوخ سوله غلط غلط دودونه ناوړه رواجونه

خوښي او پينځلسی او د خسر بابا حکمونه

د خواښي منتونه

ولور او بابېړی او نور دغسي تاوانونه

بې ځايه مصرفونه

سيد عبدالخالقه دا يو ډېر ښه اقدام وسو

اووم لمبر فرمان جار سم، په درې سوه واده سو الحمد لله ښه سو


تړاو: سیاست او شاعري
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

#کيسه لږ اوږده، خو په زړه پوري ده.

يو ظالم شتمن څو خروړي په ځنځير تړلي سپي ددې لپاره روزلي وو، چي خپل مخالفين له منځه په يوسي؛ هر چا چي به دده له امره سرغړونه وکړه، مامورينو به د شتمن په امر هغه سپو ته ور اچوئ؛ سپو به هم د سترګو په رپ کي سړی ټوټه ټوټه کړ.

د شتمن يو خدمتګار چي ډېر ځيرک وو، له ځان سره وويل، چي يوه ورځ به حتمن دا ظالم پر ما په غوسه کېږي او په دې سپيو به مي څېري؛ تر څه فکر وروسته ئې پرېکړه وکړه، چي زه بايد‌ دا سپي تابع کړم.

خدمتګار به هره ورځ په خپلو لاسو و سپيانو ته د پسه غوښي ورکولې؛ دا کار دونه تکرار سو، چي يوه ورځ به خدمتګار غيرحاضر سو، ټول سپي به نا آرامه ول.

يوه ورځ ظالم شتمن دې خدمتګار ته په قهر سو، مامورينو ته ئې امر وکړ، چي سپو ته ئې ور وغورځوئ، هغو هم امر پر ځای کړ، سړی ئې د خروړو سپيو کوټې ته ور واچوئ؛ سپيانو چي خدمتګار وليد، د احترام په ډول ئې سرونه پر پښو کښېښودل، د خدمتګار مخ ته کښېناستل او بيده سول.

يوه ورځ وروسته ظالم شتمن له خدمتګار سره په خپل کړي کار خواشينی سو، ويل کاشکي مي داسي نه وای کړي، دې سړي ټول عمر زما خدمت کړی، ما ډېر بد کار وکئ.

کله چي د مامورينو مشر د شتمن له پښېمانۍ او خفګانه خبر سو؛ شتمن ته ئې د خدمتګار کيسه وکړه، چي دا خدمتګار انسان نه بلکي ملايکه ده، هغه د ميني او محبت په زور د سپو غاښونه ور وتړلي، ټول سپي ورسره لوبي کوي.

شتمن چي دا صحنه په خپلو سترګو وليده، په ژړا د خپل خادم په پښو کي ولوېد، بخښنه ئې وغوښته، و ئې ویل: "تا څه کړي چي سپو ونه خوړلې؟"

سړي ورته وویل: "څو کاله مي ستا نوکري وکړه، دا مي نتيجه سوه، سپو ته دي ور وغورځولم؛ ما څو ورځي ددې سپيو خدمت وکړ، هغو ماته د خدمت په بدل کي ژوند راکړ!"

#هدفــ: ځيني خلک د لږ ښو په مقابل کي ډېر احسان منونکي وي؛ خو ځينو ته که ټول ژوند قربان کړې، په يوه لحظه کي دي هر څه هېروي او د اور کندي ته دي اچوي.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

وايي که د پخلي په جريان کي غوړي اور واخلي او له کنتروله ووزي؛ سمدلاسمه پر غوړو مالګه و پاشئ، ډېر ژر به اور مړ کړي؛ ځکه چي مالګه اکسیجن بندوي او اور مړ کوي.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

شاعر کمال کړی دئ، د قرآن العظيم الشان د ټولو سورتو نومونه ئې په ډېر ښه ډول يوه نظم کي پېيلي دي

لفضيلة الشيخ دريد إبراهيم الموصلي حفظه الله

الفاتحة ثم بقرة عمران للنساء

مائدة الأنعام من الأعراف يا قراء

أنفال التائبين ل يونس و هود

يوسف الرعد إبراهيم و الحجر مشهود

نحل إسراء في كهف مريم الحنون

طه والأنبياء حجوا و المؤمنون

نور الفرقان شعر به نمل القصص

عنكبوت للروم و لقمان سجد و حرص

أحزاب سبإ و فاطر يس

صفا صاد الزمر لل غافر حتى حين

فصلت الشورى و الزخرف الدخان

جاثية الأحقاف و محمد العدنان

فتح الحجرات في قاف و الذاريات

طور النجم والقمر من الرحمن آيات بينات

واقعة الحديد ثم مجاملة الحشر

الضحى صف الجمعة المنافقين من البشر

تغابن الطلاق ثم تحريم الملك فأذعن

قلم الحاقة و معارج نوح و الجن

المزمل جا بعدها المدثر،

قيامة الإنسان ثم المرسلات بلا تعثر

يتساءلون عن النازعات بعدها عبس

تكوير إنفطار ثم طفف فأنتكس

إنشق برج ل طارق من أعلى

عشا الفجر بلد الشمس والليل أحلى

في الضحى شرح للتين والعلق

ليلة القدر بانت والأرض زلزلت بفلق

عاديات القارعة تكاثرت عند العصر

الهمزة و فيل قريش و ماعون الكوثر

الكافرون ثم النصر فالمسد

إخلاص ثم حسد الناس فسد


تړاو: عربي
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

وايي يو سړی غريبۍ تر پزي راوستی و، د خوارۍ په تلاښ ووتئ؛ پر لاري ئې د آس د پښې يو نعل پيدا کئ، ډېر خوشحاله سو، په لوړ آواز ئې نارې کړې، ول کار سم سو، فقط يو آس نسته درې نعله!

ابراهيم جان کاکو هم تيار رئيس جمهور دئ، فقط يو هيواد نه لري او بل اولس.


تړاو: طنز او سیاست
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

نسب معنی داده چي انسان له کم ټبره دئ؛ د چا زوی، د چا لمسی او د چا کړوسی دئ.

حسب بيا د انسان حیثیت، شهرت، صفت او ښه اخلاق دي؛ یعني د انسان د ښو صفاتو او اخلاقي ارزښتونو حساب.

حسب تر نسب غوره دئ، ځکه خو رسول الله ﷺ توصیه کړې، چي ښځه دي د هغې د حسب له مخي واده سي، نه یوازي د نسب له مخي.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

سړی په ډېره پریشاني او خفګان کور ته راغئ.

مېرمني ئې پوښتنه ترې وکړه، خير دئ، څه خبره ده؟ څه درباندي سوي؟

سړي ورته وويل: پاچا صاحب امر کړی، چي هر هغه څوک به ووژني، چي دوهمه ښځه ئې نه وي کړې!

ښځي په لوږ ږغ وویل: الله اکبر، الله اکبر!

الله پاک ته د شهادت لپاره غوره کړی يې، شهادت دي مبارک سه!

😃😀😄😁😆😅😂😉


تړاو: ټوکه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

دا په سترګو کي مي پټ د چا انځور دئ

چـــي په ياد مي ئې تازه د زړه تــنور دئ

لکه ســيوری د وجــود راســره مـل دئ

د جــلال او د‌ جــمال وطــن غـرور دئ

تر دې خوږ ګوته ئـې مـه نيـسه ظالمه

دا ســړی د کلي خان و، نن مزدور دئ

ستا د مخ په حاشيه کي پسي ګرځي

د ښـکلا متن دي زلفو کي مسطور دئ

محتـسبه دا په کم کــتاب کافر سـو

چي منلی ئې قران، تورات زبور دئ

پر سينه دي د لوی غره منګولي ښخي

مځکي واک دي ته وا لاس کي د تربور دئ

په آسمان کي لکه وريځه را ښکاره سوې

ستا وصال لکه باران راتلل ضرور دئ

مخ دي مه لڅوه ټول خلک در ګوري

ددې خلکو څه عجب شاني کلتور دئ

د کښتۍ په څېر په سيند کي لار وباسه

په کوچيانو کي پر ستورو تګ دستور دئ

د فـــطرت د تـــرنـم آواز ګــونــګی دئ

قانع ځکه سر زنګون ته وړي مجبور دئ

د سنبلې ۲۴مه ۱۴۰۳ل.


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د کور د‌ څنګ ګاونډی مو يو بل ځای ته کډه سو، په کور او محل کي ټول داسي خواشيني دي، لکه د چا په کور کي چي جدايي راسي.

په اسلام کي ګاونډی ډېر حقوق لري؛ د بخاري شريف په يو حدیث کي راغلي، چي رسول الله ﷺ وفرمایل: جبریل علیه السلام پر ما له ګاونډيانو سره د ښه چلند ته دومره ټینګار وکړ، چي ما فکر وکئ، ګاونډیان به هم په میراث کي حق ولري.

په رشتيا هم ښه ګاونډی د الله نعمت دئ، الله دي موږ ټولو ته د ښه ګاونډيتوب توفيق راکړي.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

له رمې جلا سوی پسه د لېوه(شرمښ) ښکار سو؛ پوښتنه داده چي ملامت څوک دئ؟

پسه چي له رمې جلا سوی؛ لېوه چي پسه ئې داړلی او که شپانه چي د پسه د ساتني مسؤليت ئې نه دئ ادا کړی؟

تاسي څه پکښي واياست؟

زما په اند پسه ملامت دئ؛ د هغه مکتب د کتابونو د يوه سپين ږيري تجربه ده چې خپلو زامنو ته يې د لښتو ګېډۍ ورکړې وه، چې ټوله ګېډۍ يوه هم ماته نه کړه، خو چې يوه يوه يې کړه هر يوه ماته کړه. دلته هم پسه يو شوی دی.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

فرض کړه ته د اول وار لپاره له ځان سره وينې او ملاقات ور سره کوې؛ تر ليدني او ملاقات وروسته به تاته ستا د شخصيت کړه وړه او فکر د منلو وړ وي، که نه؟

ايا ته به د يو ښه او سالم انسان په توګه ستا له شخصيت سره ملګري وکړې، که نه؟

که جواب هو وي، نو آفرين ته ښه انسان يې؛

که دي جواب نه وي؛ نو په ځان کي سالم تغير راوله.

#هدفــ د خپل ځان قاضي خپله و اوسه!


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

په خفګان او يوازيتوب کي چي څونده ځان پېژندلای سې، په خوشحالي او ډېري کي ئې نه سي پېژندلای؛ نو کله چي يوازي او يا خواشينی ئې پر خپلو کړو وړو له سره فکر وکه؛ هغه څه چي ښه وي، وئې پاله، څه چي بد وي، ځان ترې و ژغوره.


تړاو: درس
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

په جاپان کي ړندو ته د درنښت او کومک په خاطر د چښاک پر ټولو دبليو د چښاک معلومات له مروج ليک سره په بريل ليک(چي خاص د‌ړندو لپاره دئ) هم ليکل کېږي.

#هدفــ کومک او درنښت د انسانيت ځانګړنه ده!


تړاو: انسانیت
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ