يو څوک سته چي هميشه دي و مخته ډبري در اچوي، دا نو په تا اړه لري، چي له ډبرو څخه ځانته څه شي جوړوې!

دېوال که پُل؟

#هدفــ: ته د خپل ژوند معمار يې، کوښښ وکه، چي له حالاتو مثبته ګټه واخلې او د غمونو پر مځکه ځانته خوښي وکرې.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

د غويو تر پښو لاندي دئ غوبل

ړنګوي ئې، سوځوي زما بورجل

حرکت د پاڅېدو په چا کي نسته

نه مرګی راځي په خوښه نه اجل

د زړه زخم مي کاري دئ نه رغېږي

که عيسا مسيحا راسي تر کوګل

د آهونو په تار اوښکي وپېیمه

ځني جوړه قصيده سي يا غزل

د زمان له ناکردو ډېر شکايت کړي

مرد هغه دئ، چي تقدير کړي خپل بدل

ډېر وګړي و دنيا ته دي راغلي

خو يو يو پکښي پيدا سي لوی اتل

کندهار دئ زما مېنه زما ځاله

اهريمن تې موقع نسته د کتل

د زمري۱۲مه ۱۴۰۰

 

 

 



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

د کوروش زوی کمبوجيه، چي کله پر مصر حمله کوله، پوهېدئ، چي مصریان پيشیانو ته ښه عقيده لري او عبادت ئې کوي؛ نو ئې خپلو عسکرو ته امر وکړ, چي پر خپل سپر د باستت(پيشیانو الهه) مجسمه وتړئ.

د جنګ په ډګر کي، چي به کله مصريانو پر دوی د توري حمله کوله، هغه به ئې پر باستت سترګي ولګېدې، د درنښت په خاطر به ئې حمله نه پر کوله؛ همدا درنښت د دوی د ماتي او د کمبوجيه د بريا لامل سو.

#هدفــ: په هر ډګر کي چي له خپل رقيب سره مخ کېږئ، له هغه لارو او اسبابو کار اخلئ، چي رقيب مو اسانه پرې ماتېږي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

ژوند عجوبه دئ، عجب ئې حال دئ

له درد و غمه، ئې قیل و قال دئ

پرون لا ښه وو، جامونه ډک وو

نن پر رندانو، د قبحت خال دئ

ژوند په ځواني کي، د پېغلو هار وي

په زړښتوب کي، د وړکو ټال دئ

کتاب په شروع کي، وي په بوغچو کي

تر ختم وروسته، د قبر مال دئ

بدرنګي ښه ده، پر يوه قرار ده

حسن بدلېږي، موسم د کال دئ

د اتلانو، کیسې دروغ دي

د انسان مرګ ته، جوړسوی جال دئ

محبت نخښه، د سړيتوب ده

بې ميني جسم، مرغه بې بال دئ

زنده ګي څه ده، يوه موسیقي ده

د قانع ژوند بې سُره تال دئ

د زمري اوله١٤٠٠ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

په همدې سبب نظر يې، چي زیبا یې

د خالق په مخلــــوقاتو کي یکتا یې

د هنر اســــــــتاد په غاښ ګوته نیولې

په ظریف جوړښت د ټول جهان پاچا یې

یا هلال یې یا یې بدر په اسمان کي

تروږمۍ کي د سپوږمۍ په څېر رڼا یې

د خوبانو منځ کي روح یې هم وجود یې

مسیحا یې د رنځورو زړو شفا یې

په وصال کي دي ورکېږمه له ځانه

په هجران کي مي له زړه يو دم فنا يې

د ماهي غوندي، دا ستا په وجود پايم

په هر څاڅکي مي ژوندون لره بقا يي

خلک څله صفتونه کړي د ښکلو

د حسينو په ټولۍ کي ته تنها يې

د سرطان۱۶مه ۱۴۰۰ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

کليوالو له بهلول څه د نصيحت غوښتنه وکړه، بهلول ئې غوښتنه په دې شرط ومنل، چي کليوال به سل سکې ورکوي.

خلکو ته تلوسه پيدا سوه، ژر ئې سکې ورته راټولي کړې او نصيحت ته ئې غوږ سول.

بهلول منبر ته پورته سو، ډېري په زړه پوري او له پنده ډکي خبري ئې ورته وکړې؛ کله چي له منبره راکښته سو، خلکو ته ئې وويل، راسئ سکې مو بيرته واخلئ.

خلک هک حيران سول، ول: ولي دي يو وار پيسې واخيستې او اوس ئې ولي بيرته راکوې؟

بهلول وخندل، ويل په دې کي مي دوې موخي وې؛

اول‌دا چي څوک پر يو شي پيسې ورکړي، په ډېر ښه ډول له هغه شي ګټه اخلي.

دوهم دا کله چي د چا په جيب کي پيسې وي، ډېري ښې خبري کولای سئ.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

دواړه له یوی مور(خاوري) پیدا دي؛ خو

یو ئې خپله مور د ځان عزت ګڼي، بل ئې ذلت.

یو ئې دوست دئ، بل ئې دښمن.

یو ئې له پردیو ساتي، بل ئې و پردیو ته ورساتي.

یو ئې تر نامه ځان جاروي، بل ئې تر ځان جاروي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

له تکبره دي مو خدای وساتي!

مغروره شخص داسي دئ، لکه له ډېري لوړي څه چي خلکو ته ګوري، يعني خلک ډېر کوچني ورته معلومېږي؛ خو دا هم مه هېروئ، چي خلکو ته بيا دی ډېر کوچنی معلومېږي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

انسانان پر دوه ډوله دي؛ يو هغه دي، چي په تاريکه کي ويښ وي، بل هغه دي، چي رڼا کي بيده وي.

#نيخه چي موږ په کمه ډله کي راځو!



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

څوک له دې کاروانه، پاتېدای نه سي

هيڅ وجود له خاورو بېلېدای نه سي

زه به يې ژوندون څنګه انځور کمه

ياد د راستمن* هيڅ وخت هېرېدای نه سي

څومره چي دي وس وي، سپکوه مي ډېر

دروند د اوبو سرته جګېدای نه سي

زه په وچه ګېډه سندربول يمه

ډک نس که شپېلۍ وي، ږغېداي نه سي

مار دي په دوستۍ دئ، تر فرصته خوښ

کور که ئې استين وي، خپلېدای نه سي

سوله زما بدمرغه کور ته نه راځي

حوره په دوږخ کي، اوسېدای نه سي

رحم دي مضر، د سمندر غوندي

قهر که سېلاب وي، تم کېدای نه سي

زه يې په نظر ټوټې ټوټې کړمه

چا ويل قانع کلک دئ ماتېدای نه سي

*زما مرحوم استاد راستمن صاحب يادوم.

د جوزا ۹نمه۱۴۰۰ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

بهلول ته چا وويل، چي فلانکی د قرآن د تلاوت په وخت کي دونه جذباتي کېږي، چي هوښ له لاسه ورکوي او ځان پر مځکه اچوي!

بهلول ورته وويل: تاسي ئې د يو لوړ دېوال پر سر کښېنوئ، تلاوت په وکئ، که بې هوښه سو او ځان ئې پر مځکه واچوئ، نو رشتيا چي په عمل کي صالح او رښتينی دئ.

#هدفــ: ځيني خلک په ژبه او قلم ځان خورا غښتلی معرفي کوي؛ انتقاد، نصيحت، لارښووني، همدردي او...خورا ښه کوي؛ يوه ورځ ئې امتحان کئ، چي په عمل کي هم يو څه کولای سي، که نه!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، زما خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

۱۷۲کلن بې قتل و قتاله جنګ!

يو له عجايبو جنګو څخه چي په تاريخ کي ثبت سوی، د اسپانيا او ډنمارک تر منځ جنګ دئ، چي په ۱۸۰۹م. کال کي ددې هيوادو تر منځ اعلان سو، خو بېله ټکه ټوکه، دا جنګ هېر سو.

په ۱۹۸۱م. کال کي يو مورخ يوناڅاپه ددې جنګ پر سند پېښ سو، چي پکښي ليکل سوي وو، دوی بايد جګړه وکړي، خو دوی د جنګ پر ځای د سولي معاهده لاسليک کړه.

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

يوه شپه د شوروي پخواني مشر خروشچوف خپله څېره بدله کړه او سېنما ته د فلم ليدلو له پاره ولاړئ.

د سېنمايي فلم په نيمايي کي يو لنډ خبري فلم ننداري ته وړاندي او د خروشچوف عکس پکښي ښکاره سو؛ ټول نندارچيان بېله خروشچوفه د احترام له پاره پر پښو و درېدل!

د خروشچوف سترګي له اوښکو ډکي سوې، د خلکو له دې درنښته سخت متاثره سو؛همداسي پر ځای ناست وو، چي د شا له خوا يو سړي پر اوږه و ټکاوه، کرار ئې ورته وويل: کمعقله ولاړ سه! موږ ټول له دې رذیله په عذاب يو، خو د خپل سر د ژغورني په خاطر درېږو...!

#هدفــ: هر زورواکی دا فکر کوي، چي اولس ورته په عزت ګوري؛ خو خبر نه دئ، چي دده د جبر او ظلم له لاسه دې اولس خپل انساني غرور او خپلواکي تر پښو لاندي کړې!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

د يو استاد د خولې کيسه ده، وايي ازموينه مي واخسیته، پارچې مي کتلې، پر يوه پارچه نوم نه وو ليکل سوی؛ لږ په غوصه سوم، چي ولي دې زده کوونکي خپل نوم نه دئ لیکلی؛ له ځانه سره مي وويل، خير دئ، وروسته به ئې له شقې سره وګورم، د هر يوه نوم چي پاته وو، پارچه به د هغه وي. پارچه چي مي وکتل ۹۵ نومرې ئې پکښي وړي وي؛ له ځان سره مي وويل، امکان نه لري، چي زما څه دي څوک ۹۵نومرې يوسي؛ پارچه مي بيا له سره وکتل، پينځه نومرې مي نوري پکښي کمي کړې، پوره ۹۰نومرې سوې.

کله چي مي پارچې له شقې سره تطبیق کړې، ټولي پارچې پوره وي؛ وروسته مي فکر سو، چي خپلي کيلۍ ته مي له سلو څه ۹۰ نومرې ورکړي دي.

#هدفــ: که همېشه د نورو و تېروتنو ته متوجه يو، نو بايد ځان ته هم پام وکړو، هسي نه چي تر نورو ډېر په فساد ککړ يو، خو خپل غرور ړانده او کاڼه کړي یو.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

د حماقت او جهالت له پاره نه کومه مدرسه سته او نه کوم کتاب ورته ليکل سوی دئ، خو نړۍ له جاهلانو ډکه ده؛

د انسانيت له پاره تر حساب تېر ښوونځي او کتابونه ليکل سوي؛ خو بيا هم د انسانيت نېستي ده.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

ښه دعا هغه ده، چي د زړه له اخلاصه وسي او د زړه اخلاص هغه وخت راځي، چي دعا کوونکی د دعا په مقصد او معنی پوه وي؛

که سوره فاتحه چي بهترينه دعا ده، د زړه له اخلاصه ووايو، الله عز وجل به مو په هر ځای کي بريالي لري.

{ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ(1) الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ (2) الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ (3) مٰلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5)

اهْدِنَا الصِّرٰطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) صِرٰطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّآلِّينَ (7)

#آمين



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

يوه ويل: ژوند ډېر بدمرغه دئ، تر دې چي د ګل ښاخ لا اغزي لري؛

بل ويل: ژوند څومره ښکلی دئ، تر دې چي له اغزو ډک ښاخ لا ګل لري.

#هدفــ: لوی والي په فکر کولو کي دئ، نه د شيانو په ظاهري ليدلو کي!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

په نړۍ کي دوه ډوله لوږي سته؛ يو د نس(ګېډي) لوږه، بل د پوهي؛

هغه ملت چي د نس په لوږه اخته وي، هغه هيڅکله د پوهي د لوږي احساس نه سي کولای!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

اورېدلي به مو وي، چي په کليساو کي د مسیحي راهبانو له خوا پر کوچنيانو ډېر جنسي تېري کېږي؛ علت ئې دادئ،

په عيسوي دين کي د کليسا روحاني مشران (راهبان) حق نه لري، چي واده وکړي؛ د کاتوليکوکانو په عقيده د راهبانو له پاره واده مطلق حرام دئ؛

اُرتُدُکس بيا له راهبيت مخکي واده روا او وروسته ئې حرام ګڼي او د دوی خلاف پروتستان بيا د راهبانو له پاره واده مطلق روا ګڼي.

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

يوې ښځي له يو حقوقپوه څخه وپوښتل: تر کله به و سړيو ته د دوهم واده کولو اجازه ورکوئ؟!

حقوقپوه ورته وويل: تر هغو چي ښځي دا زده کړي، چي هيڅکله به له هغه سړي سره واده نه کوي، چي دوهمه ښځه لري!

#هدفــ: هيڅکله به د خوښۍ ژوند ونه وينئ، تر څو چي ځان له فکري غلاميه خلاص نه کړئ!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

زوی له پلار سره په سفر روان وو، په لاره کي ئې پلار مړ سو؛

سړي له يو چوپانه څه پوښتنه وکړه: دلته څوک سته، چي مړي ته لمونځ ورکړي؟

چوپان ويل، نه دلته خاص څوک نسته، خو زه ئې ورکولای سم.

سړي ویل، سمه ده، زما پلار ته د جنازې لمونځ ورکه.

چوپان مړي ته ودرېدئ، يو څو کلمې ئې له ځان سره زمزمه کړې؛ ول لمونځ ئې خلاص سو.

سړی حيران سو، ول دا څنګه لمونځ وو!

چوپان ويل، تر دې مي نور سم زده نه دئ.

سړي له ناچارۍ پلار ښخ کړ؛

د شپې ئې په خوب کي پلار وليدئ، چي ډېر خوشحاله دئ؛ پوښتنه ئې ځني وکړه: پلاره څه خبره ده، چي داسي خوشحاله يې؟

پلار ئې ورته ويل: دا هرڅه د چوپان د لمانځه له برکته دي!

سړي سهار چوپان پيدا کړ، پوښتنه ئې ځني وکړه: زما د پلار په جنازه کي دي کمه دعا وکړه؟

چوپان ورته وويل: کله چي د خدای په حضور کي جنازې ته و درېدم، ومي ويل: خدايه که دا سړی نن شپه زما مېلمه وای، ما پسه ورته حلالوئ، اوس ستا مېلمه دئ، چي ته به څه ورسره وکړې!

#هدفــ: که څوک د چوپان په څېر پاک زړی وي، يوه دعا او خبره ئې و خدای او بنده ګانو ته ارزښتمنه وي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

ډک زړه به له درده مستانه غواړې

ژوند کـه پر دېره د پښتانه غواړې

خوند که ئې له وصله څخه اخلې نو

هجر بې هموزنه پـیمانـــــــه غواړې

زلفې لکه تــــور ماران پر مخ پرتې

دم ئې که، که بوسه جانانه غواړې

شنه سبزه او ډکي کوثري ویــــالې

می به په لباس د صوفيانه غواړې

خوند که د خوبانو له مالتــه وړې

درد به همیشه په یارانـــه غواړې

رب ته به کږه غـاړه او کوږ مغزی

جام که په جنت کي رندانه غواړې

ورک به له قانع سره په غم کي سې

ژوند که د افغان پر ویرانه غواړې

۱۳۹۹_۱۲_۲۵

 

 

 



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

سفیان ثوري رحمه الله و خپلو ملګرو ته وويل: که يو څوک ستاسو سره ناست وي او ستاسو خبري و پاچا ته رسوي، تاسو به هغه څه ووایاست، چي پاچا په قهر او غوصه کړي؟!

ويل: يا؛ هيڅکله به داسي څه ونه وايو!

امام ثوري ورته وويل: نو له تاسو سره داسي څوک(ملایکي) ملګري دي، چي خبري مو تر الله عزوجل پوري رسوي.

#هدفــ: که مو مجلس او بانډار پر ښو خبرو وو، الله به مو ښه او په ښو کي شمار کړي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

په يوه ويبپاڼه کي مي ولوستل:

د يوې څېړني پر اساس چي په دې وروستيو کلونو کي پر ۴۰۰۰ډوله حيوانانو تر سره سوې ده، پوهان دې پايلي ته رسېدلي دي، چي په سلو کي يوازي پينځه سلنه حيوانان له يوې ښځي سره ژوند کوي؛ نور حيوانان څو څو ښځي لري.

ددغه حيوانانو په منځ کي يوازي الوتونکي مرغان دي، چي ۹۰% ئې يوه يوه ښځه لري.

په دې حيوانانو کي به چرګ🐓 ظالم د ټولو ریکارډ ور مات کړی وي



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، زما خبري، اولسي ادب
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.