« په افغانستان کې د سراج الاخبار د دوهم ځل (۱۹۱۱ع کال) په خپریدو سره د پښتو معاصر ادب بنسټ کيښودل شو.

د پښتو معاصر ادب په افغانستان کې د روښانتيا، ويښتیا او اوښتون په نامه پړاوونه ووهل او د (۱۳۶۵ه،ش) کال څه را په دې خوا (د افغانستان په پښتو) معاصر ادب کې د نوي بدلون نښې څرګندېږي»

د روښانتیا پړاو

د شلمي پېړۍ په شروع په افغانستان کي د معاصر ادب له پاره عیني او ذهني شرایط برابر سوي وه، لکه د فابريکو، روغتونونو، ويالو، سړکونو جوړول او نور عصري لوازم، لکه موټر، ټلیفون راتګ د خلګو په ژوند کي د بدلون سره نوي مفکورې هم پيدا کړې.

د فرهنګي ژوند په لوړتیا کي یو بل عمده لامل د هغو فراریانو راتګ دئ هیواد ته، چي د امیر عبدالرحمن خان له خوا د هيواده ایستل سوي وه، همدارنګه دوه نور مهم کارونه یو په کابل کي د لومړي ځل له پاره د حبیبي ښوونځي جوړول او د سراج الاخبار اداره د سیاسي فعالیتونو په مرکز بد لیدل د روښانتیا د پړاو پیلامه ده.

په دې پړاو کي د ژمنتیا، تعهد او پیغام برخه ډېره قوي وه د شعر فورم به ځني وخت د پيغام رسولو له پاره ماتيده، ځکه دوی د پيغام برخي ته ډېر ژمن وه. د ظلم، فساد او ارتجاع غندنه، د مثبتو علومو، ټکنالوجۍ او نوي فرهنګ خپرېدل، د انګرېزي استعمار په مقابل کي د مسلمانو ملتونو پاڅول اسلامي او بشري ارزښتونو ته ژمنتيا او د اولس آرمانونه پوره کول د دې پړاو د ادب مضامین وه، خو په خاص ډول د دې پړاو ادب هیواد پالني ته وقف سوی وو.

د دې پړاو نامتو شاعران مولوي صالح محمد کندهاری د دې پړاو سرلاري او بنسټګر دئ، همدارنګه غلاحي الدين افغان، مولوي عبدالواسع کندهاری، عبدالعلي مستغني، عبدالهادي داوي او ملا عبداباقي کندهاری د دې پړاو نامتو شاعران دي. (روهي)

د اوښتون پړاو

« د محمد داؤد په استعفا ٔ سره يو ځل بیا د تحول غوښتونکو ځواکونو د پاره د خپل غږ د پورته کولو فضا مساعده شوه. په ۱۹۶۴م(۱۳۴۳ش) کې نوی اساسي قانون نافذ شو چې د فکر او عقیدې د بیانولو، د اعتصاب او مظاهري د کولو، او د سیاسي ګوندونو جوړولو ته يې اجازه ور لوله. په هیواد کې ځینې سیاسي سازمانونه جوړ شول. د خلق او پرچم جریدو په سیستماتیک ډول د اوښتون د پړاو د ادبیاتو په ترویج پيل وکړ. » (روهي)

د دې پړاو ادبي مېتود د انتقادي ریا لیزم تر څنګ سوسیالیستي ریالیزم وو، په دې پړاو کي کاريګري طبقې ته ډېر ارزښت ور کول کېده. د فیوډالیزم او امیریلیزم پر ضد مبارزه او د ټولنیز عدالت، ترقي او سولي له پاره مبارزه ده،

په دې پړاو کي هم د ادبیاتو فورمي جوړښت ته چنداني پام نه کېده او د پيغام رسوني برخه ئې قوي وه.

د دې پړاو نامتو شاعران صدیق کاوون، اسحاق ننګیال، احمدالله تکل، عارف خزان، ګل پيوند، افضل ټکور، لطیف بهاند او داسي نور دي.(روهي)

د ويښتیا پړاو

«د ظاهرشاه د سلطنت په دوهمه لسیزه کې پښتو ادب له يوې خوا د پښتو ژبې د تعمیم او پیاوړتیا جریان سره، او له بلې خوا په هیواد کې د دموکراسۍ او ريفوم غوښتنې له نهضت سره په ملګرتیا کې، ډير ژر نوي پړاو ته داخل شو، چې موږ يې د (ويشتیا پړاو)بولو» (روهي)

دا پړاو تر زیاتي اندازې د ويښو زلمیانو د غورځنګ سره اړه لري او د پښتو ژبي اکثره نامتو شاعران او لیکوالان د دې غورځنګ په سیاسي سازمان کي شامل وه، نو ځکه ئې لیکني او اشعار اجتماعي او سیاسي رنګ لري.



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، پښتو ادب تاریخ
:: تړاو: معاصر ادب
ن :
ت : ۱۳۹۰/۱۰/۰۲
 
اعلان.

.:: کلیک ::.