هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

پاچا له وزیر څخه وپوښتل: "سږکال د هیواد د خلکو اقتصادي وضعه څنګه وه؟"
وزیر ورته وویل: "الحمدلله تر دې حده ښه وه، چي موچیانو لا هم وکولای سول، چي حج ته ولاړ سي."
پاچا ورته وویل: کمعقله! که د خلکو مالي وضعه ښه وای، نو څپلۍ پلورونکي به حج ته تللي وای، نه موچیان؛ ځکه خلک ددې توان نه لري چي نوي څپلۍ واخلي د مجبورۍ په اساس خپلي زړې څپلۍ موچیانو ته د ګنډلو له پاره وړي.
#هدفــ: رنځور د ډاکتر په تشخیص جوړېدای سي، نه د عیادت کونکي په ډاډ ورکونه!


تړاو: په زړه پوري کيسې
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

🌺🌸🍃🌺 نوروزه 🌺🌸🍃🌺

ای د نوي کال نوروزه، ای د مستــو نغمــــو سـروزه
ټنګ ټکور د مستۍ ساز که، ټول غمونه راڅه بوځه

د بــهار په ښـو وږمـــو کـي، د بلبلــــو پــــه رېزو کي
د رباب غـوږونه تاو که، ږغ ئې پــــورته که له سوزه

چي زاهـد له زهـده ووځي، و سـاقي ته غیږه ورکـي
پــرده څیري د ریا کـړي، تېر ســي هــغه دم له لوظه

رندانه موســـم د میني، ګرځـي تـکي تــکي پینـــــي
له جنت او دوزخ لیـري، ناخــــبر د مــــلا لــــه زوزه

بوسه راکه مستي مستي، جام را ډک که می پرستي
خرابات دئ پایکوبي ده، له ژوند خوند اخله بې موزه

نــو نوروزه اې نوروزه، تـل تر تـل دي یــې فېروزه
د خـوښۍ فضا خپره که، پر خــوبانو شب و روزه

۱۳۹۸/ ۱/۱


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

له یو شیخ څخه ئې وپوښتل: تر څو به د اولس پر اوږو سپور یې، کله به ځیني کښته کېږې!!؟؟
شیخ ورته وویل: تر هغه وخته چي خلک پر خرافاتو باور لري او خرافات ئې د ژوند برخه وي، تر هغو به پر دوی زما دم او جادو چلېږي.
#هدفــ: علم او خرافات یو د بل په ضد دي؛ چېري چي علم وي، هلته به خرافات نه وي، چیری چي خرافات وي، هلته به علم نه وي.


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

په اروپا کي پنځه سوه کاله مخکي د طاعون ناروغي د رنسانس د راتګ سبب سوه.
د طاعون ناروغۍ تر خپرېدو مخکي خلکو فکر کاوه، چي کلیسا اومسیحي روحانیون شفاء ورکونکي دي؛ خو دطاعون له راتګ سره خلکو په خپلو سترګو ولیدل، چي د مسیحي روحانینو مقدسي اوبه او دمونه ناروغان نسي ژغورلای؛ بلکي خپله روحانیون هم د طاعون په ناروغي اخته او مړه کېږي...
د کلیسا چي څه په توان کي ول، هغه یې وکړه، څو د طاعون مرض له منځه یوسي؛ د پیشانو له وژلو څخه را نیولې د یهودو تر وژلو پوري، خو هیڅ نتیجه ئې ونه لیده.
دا موضوع ددې سبب سوه چي خلک له خرافاتو او توهماتو څخه لیري سي او د رنسانس زرین پېر ته مخه کړي.

#خرافات


تړاو: درنې خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

#کرونا_ختموو!

پاتیږو په کورو کي کرونا ختموو
وژونکې ناروغي به خامخا ختموو

ته ځان و ژغوره، نړۍ به ژغورل کېږي
بشر ته ده راغلې، دا وبا ختموو

چي په غم د انسان نه وي انسان نه دئ
د خالق له ټول مخلوقه به بلا ختموو

نړۍ کلی دئ، په غم ښادي شریک دئ
که بې غوره سو دا کلی په رشتیا ختموو

د زوی لور او د مېرمني خیال دي ساته
فتنه به له لالا مور او بابا ختموو

ګوښه کېږو له بازاره د ملګرو له بانډاره
پر کور به ورته کښېنو دا تنها ختموو

زه قانع یم، ته تابع سه و خپل ژوند ته
ټول په ګډه به مضر پر دې دنیا ختموو

کندهار، کور ۱۳۹۹/۱/۱۱


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

لا په خوب کي مو په برخه نه سو خوند
نو حســــاب به ورکـــوو د څـنګه ژونــد

مـــــځکه شاړه، مرغان مړه سوله له تندي
لیـــــــــوني یــــــو جــــــــوړو د اوبو بند

پر دوو ســــترګو یې غمازي پردې پاستي
و مین تـــــه د دیــــــــدن جــــوړوي خنډ

مېړه هسکه غاړه درومي ســــــربازۍ ته
وي سرټیټی خوښ پر تخت باندي د ګند

تر مېــــچني لاندي ځـــمه خپل هدف ته
د زاهـــــــد له وعـــــــظه نه اخـــلمه پند

د هــــغو په زړه کـــي کښت کوم د میني
نفــــرت چـــــي ورته خـــوږ وي لـکه قند

لکه ایښــــمه د بــــهار چـــي تېزه درومي
پر قـانع بانـــــدي تېــرېږي ژوند هــــم تند

کندهار ۱۳۹۹/۱/۲۹


تړاو: غزل
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

د لوږي ویرس هره ورځ په زورونو کوچنیان وژني؛ په داسي حال کي چي واکسین "غذا" ئې هم سته؛ خو په رسنیو کي ئې راپور نه خپرېږي!
پوهېږئ چي ولي؟
ځکه چي لوږه هیڅ وخت شتمن نه وژني!


د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۰۲/۰۶ خپرندوی

تر دې عبادت چي ناست په مسجد کي یې، خو چُرت او فکر دي په څپليو کي بند وي، چي څوک ئې غلا نه کړي؛ هغه عبادت ښه دئ، چي پر بیابان یې وکړې، خو شُغل او فکر دي یوازي او یوازي له الله سره وي.


تړاو: درنې خبري
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ